د شعرونو لومړۍ پاڼه
کــــــــــور
غزل چې يې کاوه د سرو پيالو انتظار جل وهلي زموږ په کلي کې د ميو خومار جل وهلي راځه جانانه د کوم سيند تر څنګ کېږدۍ ووهو سږ کالې هسې هم د کلي کوکنار جل وهلي خدايه! شېبه، شېبه باران د کرم ووروه څوک مساپر کورته روان دي، پر لار جل وهلي مسته ارغنده! سپېره کاڼي شوې څپې نه وهې دا ستا تر څنګ د شنو باغونو انار جل وهلي اوس له ترنګ سره څو سوې ټپې نه غبرګېږي منګی مات شوی او نغمې د سيتار جل وهلي
د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.