د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

غرڅه


د خندا پېغله مې له شونډو ړنګه بنګه پرېوځي
لکه چې زرکه تکه سره د باز له چنګه پرېوځي

لا خو د ژوند سندرې ليکو د لمبو په پاڼو
نو له سرونو به مو هسکې شملې څنګه پرېوځي

زما غرور به يې په سترګو ګې نېزې ښخوي
که مې تنه ټپي ټپي شي له غورځنګه پرېوځي

زما د هيلو دنګ نښتر چې پرې له بيخه باسي
مټې يې پرې شه چې له دې تبرو کلنګه پرېوځي

ښکاري ! لينده دې پسې ښکته پورته مه ځغلوه
ماشوم غرڅه دی هسې نه چې له ګړنګه پرېوځي

پښتنې سترګې يې سوال سوال وي رانه ډېر څه پوښتي
د خيال په غېږ کې مې بي کوره يو ملنګه پرېوځي

د رود له ژبې غرنۍ سندرې څنګه اخلي؟
که د حجرو رباب مو مات مات شي له ترنګه پرېوځي

ډېر شازلمي به يې تر ملا کړي د افغان په نامه
د خوشال توره خو خدای مه کړه چې له شرنګه پريوځي

١٣٣٧٧/٢/١ جلال اباد

د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.