د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 

درناوی

په ترنم کـــــــې يې نور نه وايمه
زياتي دې نوم په احترام اخلمه
هر واقيعت د زندګۍ مې منم
نور په احتياط په لاره ګام اخلمه .

زړې سندرې مې له سره ليکم
ورځنې ټولې فلسفې وباسم
ېوازې غر،رود او چينه يې پرېږدم
ترې د ښارونو افسانې باسم .

لکه د باز خپلې وزرې څنډم
او د کمر په سر له خوب وېښېږم
د شپې د ستورو رياضت پرېږدمه
زياتي له دغه ليونتوب وېښېږم .

د سجدې ځای کې يې تندي ته ږدمه
ځمه له کلي څو ډبرې راوړم
چې کله کله مې پرې شپه روڼوم
يو څو خوږې خوږې سندرې راوړم .

چې ټولې تېرې خاطرې هېرې کا
زړه مې د کلي په چينه کې مينځم
له پيرياني ملا څاښتونه اخلم
بيا يې د بنګو په پياله کې مينځم .

اوس مې د ښار ژبه زده کړې لږه
په خوله مرموزه شان موسکا پالمه
لکه سپين غر سپين زړی نه اوسېږم
زياتي په سترګو کې ريا پالمه .

کور دې ودان د ژوند په چل دې پوه کړم
نور په احتياط په لاره ګام اخلمه
که څوک مې ښه راځيکه بد مې راځي
په موسکه خوله به يې سلام اخلمه

٢٠٠٥-ډيسمبر-١٣ ، کابل
 

د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.