د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 
 ډالۍ:
اسحاق ننګيال ته!!  دهماغه پر ليکه او تضمين

لا په کلي باندې سيوری د خنجر دی
(( نه ساقي شته نه جانان شته مازيګر دی ))
ددې ښار ښاپېرۍ اوس هم پټې ګرځي
لا يو څوک د ديو په شانې زورور دی
لا کمر کمر او بوټی بوټی وېره
لا تر اوسه خو دې غرونو کې خطر دی
د باچا جلاد دی تور ماسک غورځولی
اوس د ټولو سپاهيانو سر لښکر دی
لا د شپې په زړه کې ډېره جوکه پاتې
(( مرور لا د شينکي اسمان نه لمر دی))
په دېرو کې سيوري نه شته شملې نه شته
او چيلم هم لا تر اوسه مساپر دی
غنم اوس هم په تنکي وږي کې سوځي
هر لختي او هر کاريز کې مو سنګر دی
يو ښامار له غره نه اوس هم راکوزيږي
منتر هاغسې لا هېر د پاړوګر دی
پر تنکيو جينکيو مرګی پلوري
د ګودر په غاړه ناست تور جادوګر دی
اوس هم هره شپه له لرې مالوميږي
لګېدلی اور هماغسې په غر دی
لا د مينې کروندې ته دي شپې پاتې
د ماشوم ماشوم په سترګو کې مو شر دی
اوس هم هاغسې بې سره نتې باسي
لا ژوندی د کلي هغه انځور ګر دی
((شپه به هم يو وخت کو چۍ شي کوچ به وکړي))
(( خو مات شوی مو مړوند د سپين سهر دی ))
((نه باران شته نه جانان شته دی ننګياله !!
څومره تږی د پېړيو مو ساغر دی))
٢٠٠٢-٢-١٨ پېښور

د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.