د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 

دا ښار ، هغه غرونه

نه چرچڼې نه يې شور نه توتکۍ شته
نه ماښام ، نه چينارونه ، نه مرغۍ شته

په دې ښار کې که هرڅومره جينکۍ شته
نه يې غاړه کې مرۍ او نه اوږۍ شته

دې کوڅو کې مازيګر څومره خومار وي ؟
نه زيارت شته، نه چيلم او نه دوهۍ شته

تورو غرونو نو سلام به مې څوک دروړي
دې اسمان کې خو نه ستوري نه سپوږمۍ شته

څراغونه دلته څومره اجنبي دي ؟
دلته چېرې ها د تيلو ډېوه ګی شته

ښکلي شته دی خو غرور سترګو کې نه شته
نه وربل ، نه لوپټې او نه پګړۍ شته

راغه شته دی ،غر هم شته خو هاسي نه دي
نه کېږدۍ شته ،نه کوچۍ او نه شپېلۍ شته
خو:

خو دې چم کې نه ماتم او نه سلګۍ شته
نه جګړې نه د خالي توپو نلۍ شته

د بودا په شانې نه دي نړيدلې
د پېړيو دنګې دنګې ودانۍ شته

نه د چا په تندې ټپ ،نه څوک نيم ځانه
نه ټوپکې په اوږو نه ګردنۍ شته

دلته هر سړی په خپله لاره درومي
نه څپېړه ، نه لرګۍ ، نه هتګړۍ شته

نه کمزوری ، نه زورواکی مالومېږي
نه مورچل نه تېرکشونه په بلۍ شته

وايي دلته هم لښکر راغلی، تللی
خوښارونه دي ودان، په کې مړۍ شته

٢٠٠٥-جنوري -١٥
پراګ،چيک جمهوريت

 

د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.