د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
Home
باران يورومان ، رومان ، ارمان درســره راغی پسرلی پرلار روان درســـــــــــره راغی موږ بې هسکه وو، پر سر مو ستوري نه وو سپوږمۍ راغلي ، کهکشان درسره راغی بس مننه د وروستي سپرلي بــــــــارانه ! څوک د غـــره د رود په شان درسره راغی ته چې تللې نو د مني وچــــــــکالي وه ته چې راغلې نو بــــــــاران درسره راغی ما نه هـــــېرې لنډۍ ټولې را په زړه شوې چې غزل غزل جانان درســــــــــره راغی ١٣٨٤/٢/٥ کابل
د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.