د مقالو لومړی مخ

کـــــــــــــور


انجوايزم په افغانستان كې

 

ګل آغا احمدي وردك

 

د غير دولتي موسسې انګريزي نوم Non Governmental Organization يا NGO دى چې  په همدې نوم سره يې په نړۍ كې زيات  شهرت موندلى دى. موخه يې په ټولنه كې د خيريه كارونو سرته رسول او په سختو حالاتو كې له ځپل شوو ولسونو سره مرسته كول  دي چې په سيمه كې د حكومتي ارګانونو د ضعف يا نشتوالي په صورت كې كار كوي. تاريخ د انسانانو د ژوند په مختلفو پړاونو كې  په نړيواله سطح د يو شمير فعالو غير دولتي موسسو د كار او له ځپل شوو ولسونو سره د مرستې شاهد دى چې له ځينو ځينو نيمګړتياوو سره سره يې  د قد وړ كارونه هم سر ته رسولي دي.

د هرې غير دولتي ټولنې يا NGO پيژندګلوي د خپل معرفي په لومړي سر كې شوې وي چې ګواكې دا يوه غير دولتي،  غير انتفاعي او غير سياسي موسسه ده چې له هر ډول  تبعيض پرته د ځپل شوو ولسونو سره د مرستې په موخه كار كوي. د خيريه موسساتو پانګه د ځينو خيرغوښتونكو اشخاصو ، نړيوالو موسساتو او ځينو شتمنو هيوادونو له مالي مرستو څخه برابريږي چې د ښه كار او وړتيا په درلودلو سره انجو د ياد شوو خواوو مالي مرستې ځان ته را جلب كوي.

زموږ په هيواد افغانستان كې NGO يا غير دولتي ټولنې دومره اوږد تاريخ نه لري بلكي د هيواد د پخوانيو رژيمونو د حكمرانۍ په دور كې د ګوتو په شمير څو  داسې ټولنو د ظهور او فعاليت زمينه لاسته راوړې وه چې د پاملرنې ياCare International  نړيواله موسسه او څو محدودې داخلې انجوګانې د ساري په توګه يادولى شو چې مخكې يې هم د هيواد د ځينو خيريه كارونو په سر ته رسولو كې ونډه درلودلې ده. خو د هيواد وګړو د دې ډول موسساتو د نوم، ظهور او كار سره د هيواد د سترې غميزې په وروستيو كلونو كې د لومړي ځل لپاره په زياته پيمانه آشنایی حاصله کړه. د هجرت په ډګر كې له ځينو اړوندو بهرنيو موسساتو څخه په الهام اخيستنې سره د هيواد ګڼ شمير انجنيرانو، ټولنيزو شخصيتونو، له وخت څخه استفاده كوونكيو او ځينو بهرنيانو د دې ډول موسساتو په جوړولو لاس پورې كړ چې ځينو ځينو يې په ريښتيني توګه د قدر وړ خدمتونه سر ته رسولي دي.

غير دولتي موسسې د سترې غميزې په ترځ كې لومړى له هيواد څخه بهر د ګاونډي پاكستان په پيښور، كويټه او داسې نورو ښارونو كې جوړې او  د هيواد په داخل كې به يې خپل اړوند كارونه له نوموړو ښارونو څخه څارل. خو په هيواد كې د سياسي بدلونونو او د حالاتو د سمون سره يوځاى زياتره دې ډول غير دولتي موسساتو خپل مركزونه د هيواد پلازمينې كابل او د هيواد ځينو نورو لويو ښارونو ته وليږدول. له دې سره جوخت په هيواد كې هم ګڼ شمير غير دولتي موسسې تشكيل او د لنډمهالې ادارې له رامنځته كيدو سره تر دې مهال پورې د دې لړۍ شميره نژدې ۳۰۰۰ غير دولتي موسساتو ته رسيدلې او د ورځې په تيريدو سره زياتوالى مومي.

په افغانستان كې موجودې خيريه ټولنې يوازې په افغانانو پورې اړه نه لري بلكي د مختلفو هيوادونو اشخاص، موسسې او ټولنې په ساحه كې فعاليت كوي.

غير دولتي موسسې په خپل كار كې بشپړه خپلواكي او استقلاليت لري چې د يوه كوچني حكومت په شكل كې را څرګنديږي. د ځينو دغه ډول موسساتو په راس كې يوه سرمشريزه شورى په كار ګومارل كيږي او اړوند كارونه د همدې شورى تر نظارت لاندې اجراات مومي. ځينې يې د يوه چتر يا Umbrella  لاندې راټوليږي چې د يوه مخكيني توافق له مخې له نړيوالو موسسو څخه د پروژو د اخيستلو او تطبيق لپاره په ګډه هلې ځلې كوي. خو ځينې بيا داسې يو خپلواك شكل لري چې د موسسې له رئيس پرته د هغه د كورنۍ د غړو په شمول هيڅوك د موسسې د پانګې او مهمو رازونو څخه معلومات  نه لري بلكي د دیكتاتورۍ په شكل كې اړوند كارونه پر مخ بيايي. د موسسې رئيس د ټولو چارو او بيا په ځانګړې توګه مالي چارو په هكله ځانګړى تصميم نيسي او د خپل دفتر په چوكاټ كې يې د يوه وړوكي ديكتاتور ټولواك حيثيت ځان ته غوره كړى وي. همدارنګه د دې ډول انجو د خپلو اړوندو كارونو د اجرااتو په لړ كې هر څه د خپل زړه د غوښتنې سره سم د بشپړې خپلواكۍ په سيوره كې يې تر سره كوي. نوموړى د خپلو كارمندانو هر ډول تعميري نظرياتو ته په اهميت قايل نه وي او نه هم د احترام په سترګه ورته ګوري. بلكي خپله خبره ، عمل او كړه وړه د خپلې موسسې يوازينۍ تګلاره او كړنلاره ګڼي چې د دفتر اداره او كاركوونكي يې د خپلو مجبوريتونو له مخې ورسره مني. زموږ د بحث او څيړنې اصلي موضوع هم دغه ډول موسسې يا انجوګانې دي چې زيات شمير يې د داسې غير مسلكي افرادو په واك كې راغلې دي چې هيڅ راز اداري بنسټونو ته غاړه نه ږدي له خپلو اصلي موخو څخه يې تجاوز كړى او يوازې د موسسې د مشر لپاره يې د شخصي پانګې د پيداكولو زمينه برابره كړې ده. په همدې توګه د دې ډول موسسو مشران د خپل ځانګړي چل، بيدارۍ او هنر له مخې له هيواد سره د بهرنيو هيوادونو د مرستې يوه لويه برخه په لاس راوړي او موسساتو يې د دوكانونو حيثيپ غوره كړى دى.

مخكې له دې چې په دې اړه تفصيلي خبرې وشي د دې خبرې يادول به بې ګټې نه وي چې اوس مهال په هيواد كې څو ډوله انجوګانې په كار بوختې دي؟ البته په هيواد كې اوسنۍ انجوګانې په دريو برخو ويشلاى شو.

لومړى: د ملګرو ملتونو نړيوالې موسسې

په دې ډول انجوګانو كې د زياتې پاملرنې وړ د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې دي چې د افغانستان لپاره يې د نړيوالو مرستو واك د خپل ځان لپاره ځانګړى كړى او په دې لړ كې زياته پانګه د همدې موسساتو له خوا په مصرف رسيږي. نوموړې موسسې د ګټورو كارونو تر څنګ ځينې داسې كارونه او مالي معاملې هم سر ته رسوي چې افغان ولس ته يې هيڅ راز ګټه نه رسيږي. د نوموړو موسسو هره يوه د افغانستان له دولت څخه زياته پانګه لري چې زياتره يې د بهرنيانو لپاره د لويو لويو معاشونو، لوكسو دفترونو ، ښكلي فرنيچر، لوكسو موټرونو، كورنيو او بهرنيو سفرونو او نورو اړوندو كارونو په لړ كې په مصرف رسيږي. د دې ډول زياتره بهرني كاركوونكي د غربي نړۍ، هندوستان او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دي چې انټرنيشنل يا نړيوال ورته ويل كيږي خو هغه افغانان چې د نوموړو موسساتو له خوا د اړوندې وړتيا او قوي واسطې په وسيله په كار ګمارل كيږي محلي كاركوونكي ګڼل كيږي چې د امتيازاتو كچه يې له نړيوالو كاركونكيو څخه په سلهاوو ځله ښكته ده خو بيا هم د محلي انجوګانو او د افغانستان د دولت د كارمندانو په انډول د غوره معاشونو او امتيازاتو څخه برخمن دي.

نړيوالې موسسې د خپلو پروګرامونو د تطبيق لپاره د يوه ځانګړي توافق او پروپوزل له مخې له محلي انجوګانو سره د كارونو د سر ته رسولو تړونونه كوي. په دې اړه هم زياتې ګونګوسې داسې دي چې د دې ډول موسساتو بهرني او محلي كاركنان له محلي انجوګانو سره د خپل سهم له مخې د تړون زمينه برابروي چې د پروژې د مبلغ د وركړې سره سم خپله برخه د محلي انجو له مشر څخه را ګرزوي.

 

 

دوهم: بهرنۍ موسسې

دا ډول موسسې په مختلفو هيوادونو پورې تړلې دي ځينې له خپلو خپلو هيوادونو خو ځينې نورې يې بيا د ملګرو ملتونو له نړيوالو موسساتو څخه پانګه په لاس راوړي او د ځينو كارونو په سر ته رسولو سره خپل حضور ته دوام وركوي. د دې ډول موسساتو زياتره اجراييوي كاركونكي هم بهرنيان دي خو د خپلې اړتيا له مخې ځينې افغانان هم په كار ګوماري چې بيا هم كورنيو او بهرنيو كاركونكيو د معاشونو او او امتيازاتو توپير د پرتلې وړ نه دى. د نوموړو زياتره موسسو تر لاس لاندې كارونه هم په داسې ډول دي چې زياتره يې د په سيمه كې د محسوس كيدو وړ ندي.

دريم: كورنۍ يا Local انجوګانې

دا ډول موسسې په مختلفو نومونو او مختلفو وختونو كې د هغو افغانانو له خوا تاسيس شوې دي چې ځانګړي مهارتونه، پيژندګلوي او بيداري لري. مشران او زياتره مامورين يې په خپله افغانان دي خو په ځينو دغه راز موسساتو كې هم د خپل اعتبار د لوړولو په موخه د لويو لويو تنخواګانو په بدل كې ځينې بهرني كاركوونكي هم په كار ګومارل كيږي. د دې ډول موسساتو د بنسټ ايښودلو تر ټولو ښه او طلايي وخت تير درې كلونه ګڼل كيږي چې شمير يې نږدې درې زره موسساتو ته رسيږي او د ورځې په تيريدو سره پراخوالى مومي. البته بايد وويل شي چې دا خبره به له انصاف څخه لرې وي چې ټولو افغاني محلي موسساتو ته په يوه نظر وكتلاى شي ځكه چې يو شمير كورنۍ موسسې شته چې د خپلو ځانۍ ګټو د لاسته راوړلو سره سره يې ځينې د هيواد په سطح هم ګټور كارونه سر ته رسولي، د هيواد د ابادۍ فكر ورسره دى او په سيمه كې يې كارونه  محسوس كيږي. خو د افغاني انجوګانو زياتره برخه د ځينو داسې افرادو له خوا تشكيل شوې دي چې موخه يې ځاني ګټې او زياته پانګه لاسته راوړل دي. د دې ډول موسسو پروژې او  كارونه په بشپړه توګه بې ګټې او د معيارونو په تول پوره نه دي بلكي د لږ وخت په تيريدو سره يې سر ته رسولي كارونه د خرابۍ په لوري درومي.

دا ډول انجوګانې د سوداګريزو دوكانونو حيثيت لري چې ګټه يې يوازې د انجوګانو مشرانو ته رسيږي. د دې ډول زياتره انجوګانو مشران د خپلې ادارې او كاركونكيو په وړاندې يو ديكتاتوري، مطلق العنان او استبدادي سياست پر مخ وړي چې له ډايركټر پرته نور كاركوونكي د موسسې له پانګې او مهمو رازونو څخه هيڅ راز معلومات نه لري او نه هم دهغوى رايې ته د احترام په سترګه كتل كيږي. بلكي د دې ډول انجوګانو مشران له خپلو كاركونكيو څخه يوازې  د خپلومالي موخو د لاسته راوړلو لپاره كار اخلي.

د دې ډول موسسو حقيقي محاسبه معلومه نه وي بلكي د اړتيا په وخت كې د موسسې مشر د خپل جيب څخه څه مبلغ خپل يوه باوري  كاركوونكي ته وركوي او د هغه په هكله د يوې يوې افغانۍ شفاهي حساب له نوموړي كاركونكي څخه د مشر له خو بيرته اخيستل كيږي خو د مصرف شوي مبلغ د شفوي محاسبې هيڅ ډول ريكارډ د انجو په دفتر كې نه ساتل كيږي.

بل ډول محاسبه هغه محاسبه ده چې د انجو له خوا خپل Donor يا مرستندويې خوا ته په درواغو، چل، فريب او هنر سره برابره شوې وي. البته نوموړې محاسبه په دې ډول وي چې د انجو د مشر له خوا ځينې داسې كسان په خپل دفتر كې په كار ګمارل كيږي چې څه ناڅه په انګريزي ژبه پوهيږي  د بيلونو يا د اخيستونكيو څيزونو پاڼې  ترتيب په داسې ډول وي چې د هر څه قيمت په ډالر سره ليكل كيږي البته بايد وويل شي چې د څيزونو د اخيستلو پاڼې يا بيلونه په ټاپه شوي ډول  مخكې له مخكې د يوه توافق له مخې له مختلفو دوكاندارانو څخه تش دفتر ته راوړل كيږي او هلته دوه يا درې داسې كسان موظف وي چې په انګريزي پوهيږي او په ډيره ماهرانه توګه د ډول ډول قلمونو په استعمال او رنګارنګ درواغجنو امضاګانو سره د څيزونو د اخستلو پاڼې د انجو د مشر د غوښتنو په بنسټ بشپړيږي او نوموړى مطلب د بيل په يوه څنډه كې انګريزي ته ژباړل كيږي. له دې مرحلې وروسته له نوموړي بيل څخه سند يا Voucher  جوړيږي او د محاسبې ټوله پروسه ورباندې پلې او هغه ټول مبلغ په درواغجنه توګه په مصرف ورسوي چې د مرستندوى اړخ يا Donor  له خوا د يوې پروژې د پلي كولو لپاره  وركړل شوى وي. په راتلونكي ګام كې بيا هم د نړيوالې موسسې يا مرستندوى اړخ د مالي پلاوى مامورين د ځانګړي سهم، رشوت او اطماع له مخې د انجو په درواغجنه او قلابي محاسبه د تصديق مهر لګوي چې د وركړل شوي مبلغ ډيره كمه برخه يې په ريښتنې توګه په مصرف رسولې او نژدې ۹۰% مبلغ د موسسې د رئيس ځانګړو حسابونو ته درومي او دهغه شخصي حيف وميل كيږي.

له مرستندويو اړخونو او نړيوالو موسسو څخه د پروژو ايستل هم د يوه ځانګړي توافق، رشوت، سهم او اطماع له مخې تر سره كيږي چې په دې بهير كې د نړيوالې موسسې ځينې داخلي او بهرني كاركوونكي هم راځي چې په سلسله سره د پروژې په ويستلو كې د خپل اهميت، اغيزې او رول له مخې د انجو له مشر سره په خپل سهم توافق كوي او په دې توګه له هيواد سره د نړيوالو او دوستو هيوادونو مرستې په شخصي جيبونو كې لويږي. د نوموړو جنابانو پيسې او حسابونه هم د افغانستان په داخل كې نه وي بلكي خپلې پانګې يې د ګاونډي پاكستان او نورو هيوادونو بانكونو ته ليږدوي چې  له مقدار څخه يې هم يوازې د انجو له مشر څخه بل چا ته معلومات نه وي.

د افغانستان د بيا رغونې په لاره كې نړيوالې او كورنۍ انجوګانې په حاضر وخت كې سره له دې چې د دولت له خوا د انجوګانو قانون جوړ شوى د خپلو كارونو او كړنو په حدودو كې پوره پوره واك او اختيار لري او د بيا رغونې د بهير زياته پانګه د دوى په واك كې وروكول كيږي چې په ټوليزه توګه د افغانستان د خلكو په زيان تماميږي، ګټه يې يوازې څو محدودو اړخونو ته رسيږي او د خپلواكو حكومتونو شكل يې ځانته غوره كړى دى.

انجوګانو په عمومي توګه د هيواد د اقتصاد او د بيو د لوړوالي  په ډګر كې يوه لويه ستونزه را اوچته كړې ده. ښه كورونه، لوكس موټر، غوره جامې او ښه خوراكي توكي د همدې طبقې په برخه دي چې عامو خلكو ته يې د ژوند بهير ډير ستونزمن كړى دى. ځكه چې د انجوګانو خاوندان د غوره او بې حسابه پانګې په درلودلو سره د څه كمي احساس نه كوي.

د كورنيو انجوګانو په رامنځته كيدو كې متاسفانه رشوت، درواغ، چالاكي او داسې نور ناوړه ټكي مهم رول لري او هغه كورنۍ انجو ځان ډير مهم ګڼي چې د خپلو دفترونو درواغجن شمير له هيواد څخه علاوه په ځينو بهرنيو هيوادونو او ځانګړې توګه پاكستان كې هم و ښايي په داسې حال كې چې په بهرنيو هيوادونو كې يې له خپلې كورنۍ پرته نور د كار او دفتر هيڅ راز پته نه لګيږي او د خپل كور آدرس يې ليكلى وي چې ګواكي هلته هم دفتر لري.

داسې هم ويل كيږي چې ځينې دغه ډول انجوګانې د نشيي توكو په سوداګرۍ او ليږدولو كې لوى لاس لري ځكه چې د موسساتو پر مالونو، وسايطو او كاروبار باندې د امنيتي ځواكونو له خوا دومره زيات نظارت نشته.

 د زياتره موسساتو مشران له هغو ځانګړو امتيازاتو او تخفيف څخه په كټې اخستنې سره چې د انجوګانو پر مالونو او وسايطو د سوداګرۍ له وزارت له خوا ورته وركړل شوي دي زيات بهرني  مالونه او سوداګريز توكي د انجو په نوم د هيواد ماركيټونو ته له ټكس او ماليې پرته واردوي.

داسې هم ويل كيږي چې زياتره غربي هيوادونه غواړي چې په افغانستان كې د انجوګانو فعلي پروسه په همدې شكل نوره هم غښتلې وساتي څو د پانګوالو يوه محدوده ډله رامنځته او له هغوى څخه موخو د مخته بيولو په ترځ كې كار واخلي.

د اوسنيو انجوګانو په هكله داسې ويل كيږي چې زياتره يې د كابينې پر غړو، تنظيمي مشرانو، لويو دولتي چارواكو او ځينو چالاكو اشخاصو   پورې تړاو لري چې په مختلفو نومونو كار كوي چې له نړيوالو موسساتو څخه  د بيارغونې پروژې په ډيره آسانه توګه ترلاسه كوي.    

د افغانستان حكومت ته ښايي چې له دغه راز موسساتو سره محاسبه وكړي او د خپلو دولتي اداراتو، كاري ظرفيت او مامورينو د پوهې د سطح په لوړولو سره په تدريجي توګه له انجوګانو څخه د كار واك تر لاسه كړي. د دې ستونزې حل په حاضر وخت كې په دې توګه ممكن نه دى چې د يوه ناسنجول شوي او بيړني اقدام په ترځ كې ټولې انجوګانې له يوه سره منحل اعلان شي بلكي د نوموړې ستونزې حل به په دې توګه شونى وي چې په لومړي سر كې د نوو انجوګانو د جوړيدو او فعاليت مخه بنده او د فعالو انجوګانو كارونو، مالي سرچينو، او هر اړخيز تفتيش ته په كتنې سره د هغوى په شمير كې كموالى راولي. له دې كار سره سم د انجوګانو هغه مامورين په دولتي ارګانونو كې جذب شي چې د اړوندو  چارو په اجرا كې ريښتينولي، اخلاص، غوره كاري ظرفيت او پوهه ولري. همدارنګه نړيوالو موسساتو ته جوته كړي چې له دغه راز انجوګانو سره د پروژې وركولو تړون لاسليك نه كړي او د وخت په تيريدو سره د انجوګانو د ظهور، كار او فعاليت مخه و نيسي.

په همدې توګه د افغانستان حكومت ته ښايي چې د خپلو اداراتو او كاري بنسټونو په پياوړي كولو سره نوموړى كار څومره چې ژر ممكن وي په عمل كې پلى كړي څو د بهرنيو او كورنيو استفاده كوونكيو او شوكمارو مخه بنده او هغه مرستې د هيواد د آبادۍ په لاره كې په ريښتنې توګه و لګول شي چې د همدې موخې لپاره يې نړيواله ټولنه د افغانستان له حكومت او خلكو سره كوي.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !