د اسماعيل خان د ليرې کيدو .......
 کور (دهـــــيوادلومړۍ پاڼه )

نن سبا په ميډيا کې د اسماعيل خان د ليرې کيدو خبره ډيره ګرمه روانه ده. او په همدې ترتيب د ولايت سره به يې هم په آينده کې د
" پخواني" لفظ ليکو - لکه او س چې وايو د جنوب غرب حوزې پخوانئ امير - له دې وروسته به د پخواني والي صفت هم ورته راجع کوؤ او سترګې په لار يو چې ډير ژر د کانونو او صنايعو د پخواني وزير لقب هم وګټي - اوس راځم د مطلب خبرې ته:
که ښه ځير شو او دغه مسئله لږ له نژدې څخه په دقت وګورو نو پوهـ  به شو چې دا مړی پدې ژړا نه ارزي. دا د حکومت په اداري چوکاټ کې د يوې وړې تبديلئ خبره ده. که چيرته اسماعيل خان د افغانستان د حکومت والي وي نو مقرري او تبديلي يې د حکومت صوابديد او قانوني حق دی. او که چيرته دافغانستان د هر ولايت والي خپل ځانته د هغې ولايت د اجاره دار فکر وکړي نو د افغانستان ملي مصالح په خطر کې لويږي او د طوائيف الملوکۍ وبا چې اوس يې ټغر په  ټوليدو دی بيا قوت مومي - د ګاونډيانو لاسوهنې زياتيږي، ملي شتمنۍ لوټيږي - اشخاص تبارز کوي او د يوه قوي افغانستان د مقتدر مرکزي حکومت رامينځ ته کيدل ناشوني کوي.
مونږ د افغانستان د حکومت دغه جرئتمندانه اقدام ته په درنه سترګه ګورو، تشجيع او تحسينوؤ يې او هيله لرو چې د جنګسالارانو او يا هم د خپلو جګپوړو مامورينو د تبديلئ، ګوښه کولو او په کور کښېنولو مسلم حق د ملت د پراخې ګټې په نظرکې نيولو سره جاري وساتي. ملي منافعو ته په ټولو شخصي مصلحتونو ترجيح ورکړي او په داسې نيکو اقدامونو کې د چا د سترګو رډولو پروا ونه کړي.

ومن الله توفيق
د "هـــيواد" اداره

ددې پاڼې د محتوياتو د مکرر چاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي د هرقسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي!