شيطان
 کور (دهـــــيوادلومړۍ پاڼه )

شيطان 

زما له شيطان سره پوره پيژندګلوي هغه وخت وشوه چې د کلي مولوي صاحب مې وليده. دا د ډيرې مودې خبره ده. ما ته مې مور د الفبا بغدادۍ قاعده راکړه او جومات ته يې وليږلم. ملا صاحب ته کښيناستم او له سبق څخه وروسته مولوي صاحب زما پلار ته ووئيل چې ځوی دې ډير شيطان دی. دغه وخت ما سره سوال پيدا شو چې شيطان څوک دی؟ نو د ملا صاحب په طرف مې وکتل خو د پوښتنې جرئت مې ونکړ او کور ته ولاړم. ټوله ورځ راسره په لوبو کې شيطان ملګرې وه، په ذهن کې مې يې ځای نيولی وه او دی معما زما توجه د لوبو څخه د ځان پخوا اړولې وه. شپه مخ په راتګ وه او چې څومره تياره پخيده هماغه اندازه د شيطان تصور زما په ذهن کې پخيده. ما د عادت له مخې د مور غيږې ته پناه وېوړه مور راته د بهرام ګور کيسه شروع کړه تر څو زه ويده شم خو زه هماغسې د شيطان په فکر کې وم ناڅاپه مې د مور څخه پوښتنه وکړه چې مورې شيطان څوک دی؟ مور ماته په غور غور وکتل او ځواب يې راکړ چې: دوه کسان سره په جنګ اچوی، هغه ته شيطان وائي. ماته سمدلاسه د بر کلي ګل اندامه ابۍ را ياده شوه چې تل يې د دوه کورنو تر مينځه تيږې ټکولې، او ددې د خدای ورکړي استعداد له برکته په ټول کلي کې دوه کوره سره جوړ نه وه. ما بيا له خپلې مور څخه پوښتنه وکړه چې داسې وي نو بيا ګل اندامه ابۍ شيطانه ده؟ مور مې لږ غصه شانته شوه  او راته ئې ووئيل چې داسې خبرې مکوه. ويده شه چې بيا سهارنه پاڅيږې چې جومات ته لاړ شې او له ملا صاحب څخه سبق ووايې، د ملا صاحب د نوم په اوريدو مې يو ځل بيا د شيطان تصوير سترګو ته ودريده او په همدې فکرونو کې خوب وړې وم.

سحر له خوبه د پاڅيدو سره راسره بيا همدغه سودا ملګرې شوه. زړه مې صبر ونه کړ او د چای پر وخت مې پلار وپوښته چې شيطان څوک دی؟ هغه راته په ځواب کې وويل چې شيطان ظالم دی او تل پخپل مکر و فريب حق باطلوي او باطل د حق پر ځای ودروي، د ناروا او فساد لپاره کار کوي د ظالم ملا تړي او هيڅکله نه غواړي چې انسان په سمه لار لاړ شي. ددې خبرو په اوريدو مې دکلي خان صاحب په سترګو کې نيغ ودريد چې د خلکو مالونه په زور او ظلم خوري او په خوارانو زياتې کوي خو ورسره مې د ملک تاجدار اکا، چې تل د حق په باطلوکې د خان صاحب ملګرې وي، څهره د يو فلم په شکل کې له مخې تيره شوه ما يو ځل بيا له خپله پلاره پوښتنه وکړه چې داسې وي نو بيا ولې شيطانان نه وايو ځکه چې ددې اوصافو لرونکي خو د خان صاحب او ملک تاجدار اکا په بڼه کې په هر کلي کې شته؟! پلار مې ما ته لږ ځير شو په قهر يې راته وويل چې هلکه ته به ما په غم واړوې. داسې خبرې مه کوه! ته لا ددې خبرو نه يې!! او چې غټ شې په هر څه به پوی شې!! زما پلار خپلې له نصيحته ډکې خبرې د ترخې لهجې په لفافه کې داسې نغښتې وې چې زما د بلې پوښتنې چې د شيطان د شکل او جسمي جوړښت په هکله وه د راپورته کولو جرئت له منځه يووړ. ما هم سر ټيټ واچاوه او د چای په چښلو مې ځان مصروف کړ خو زړه مې لا هماغسې د شيطان په اړوند د لا زياتو او په زړه پورې معلوماتو د لاسته راوړلو په سمندر کې په څپو وو. له چای څخه وروسته نيغ جومات ته لاړم هلته ملا صاحب خپل مسواک داسې په خوله کې نيولې وو لکه د غربيانو سيګار او چې زه يې وليدم نو د مسواک ځای يې د خولې د مرکزي برخې څخه چپې برخې ته  منتقل کړ په غاښونو کې يې کلک ونيو او راته يې وويل چې ولې ناوخته راغلې؟ ما د ځواب ورکولو جرئت ونه کړ او ملا صاحب هم دا سوال له ما څخه د ځواب لپاره نه وو کړې. زه غلې خپل ځای کې کيناستم او چې زما د سبق پړاو راغلو نوپرونې سبق مې ورته تير کړ او بيا ملا صاحب راته نوې سبق وښود. ملا صاحب راته وويل چې هلکه د سبق څخه دمخه بايد اعوذبالله ووائې ځکه چې ددې کليمې له برکته شيطان تښتي. زه هم د شيطان په لټولو ستړې شوې وم او سترګې مې پټې کړې او څو ځله مې اعوذبالله شريفه په زور زور ووئيله او چې سترګې مې وغړولې نو زما د سبق ملګري او ملا صاحب په جومات کې نه وو،  نه پوهيږم چې دا د کليمې شريفې برکت او اثر وو او که د سبق وخت پوره شوې وه او هر څوک خپل کور ته تللې وه. زه هم يواځې ويريدم او مخ په کور مې دوه خپلې کړې او دوه پردۍ.

زه لا هماغسې د شيطان په لټه کې وم او له هر چا څخه به مې چې پوښتنه کوله نو د خپل فکر او عقل مطابق به يې ځواب را کاوه. چا به يې يو صفت راته بياناوه او چا بل. خو د شيطان داسې يو تعريف چې زما زړه پرې اوبه وچښې لا په لاس نه وو راغلې. زما ذهني کشمکش جاري وو چې د سور ښکيلاک شيطاني لښکرې پر وطن را و ختلې او زه د ټولې کورنۍ سره ګاونډي ملک ته په هجرت مجبور شوم. هلته فضا بيخي بل رنګ وه. د کفر او اسلام تر منځ د ږيرې ديوال وو چې د چا ږيره به څومره اوږده وه په هماغه اندازه به يې د مسلمانۍ درجه اوچته وه. د خپلې ژبې او ملت نوم اخستل د ږيرې خرييلو مترادف وو. د رښتوني اسلام، وطندوستۍ او باطني پاکۍ ځای تظاهر غوړه مالۍ او ريا نيولې وه. هر ناوړه عمل آزاد وو خو د پردې او ږيرې شاته!!؟ که له يوې خوا ملت په ډير ايثار او فداکارۍ د خپلو لکونو بچيانو د سرونو په ښندنه د سور سيلاب مخې ته ديوال جوړاوه له بلې خوا يې داخلي او بهرني غليمانو په ډيره بې شرمۍ او ناځوانۍ ددوی د ملي هويت، ژبې کلتور تاريخي افتخاراتو او جغرافيايي جوړښت د له منځه وړلو ناوړه سازشونه کول، (چې لا تر اوسه روان دي). هلته د جګړې په ډګر کې که افغانانو د وطن او مذهب په لاره کې د شهادت جامونه چښل دلته بيا د هغوی په فاتحو سياسي تجارت روان وو. تورې به د لالا وې او مړۍ به د عبدالله خو ګورئ دلته زما مطلب د عبدالله څخه د بهرنيو په چوکۍ ناست رهزن نه دی او نه مې د رهزن څخه مطلب "راه زن" يعنې هغه ښځه ده چې چا ته په لاره کې په مخه ورشي.

په هر حال، وخت لکه د افغانانو د بدبختۍ ورځې ډير ګړندئ  روان وو زه هم ددې را تپل شوې جګړې په اخ و ډب کې مخ په ځلميتوب وم. او د بې وطنۍ احساس او ورسره نورو اقتصادي ستونزو مې له ماغزو څخه د شيطان فکر خپلې خوا ته اړولې وو. روسيه په جګړه کې "رو سياه" شوې وه او جګړه يې بايللې وه خو چا ګټلې وه؟ ددې لا تر اوسه پوره او پخه پته نه لګي. په هماغه وخت کې مې د يو تنظيمي مشر څخه چې د يوه پاک شهيد په فاتحه کې يې تقرير کاوه واوريده چې امريکا تر ټولو غټ شيطان دی. ددې خبرې په اوريدو ډير خوشحاله شوم او له ځان سره مې وويل چه ځه که خير وي داسې يو څوک په ګوتو راغې چې له شيطان سره ښه تعلقات لري او له نژدې يې پيژني نو ګوندې زما سوال ته هم قانع کوونکې ځواب ووائي. ددې محترم له خبرو څخه ماته يو بل سوال هم پيدا شوې وو او هغه دا چې امريکا دده په اند غټ شيطان دی نو وړوکې يا واړه شيطانان څوک دي؟ او د امريکائي مرستې تر ټولو غټه برخه دې محترم مشر ته ولې ورکول کيږي؟؟ ګرچې تر اوسه خو ما د خپلو نيمګړو هڅو په نتيجه کې دا معلومه کړې وه چې شيطان لومړنې وکيل وه چې حضرت ادم(ع) ته يې د غنم د دانې خوړلو مشوره ورکړېوه همدا راز دې لومړنې ژورناليست هم وه چې انسان ته يې خبر راووړ چې دې به له جنت څخه وايستل شي. دا مې هم معلومه کړېوه چې لږ تر لږه ددې دوه کسبونو اساس په غلطه مشوره او درواغجن خبر ايښودل شويدي خو د امريکې دا خبره راته نوې معلومه شوه نو له ځانه سره مې وپتييله چې وړاندې ورشم او پوښتنه ترې وکړم مګر د هغه محافظينو زما د پرمختګ مخه ونيوله او راته يې ووئيل چې هغوی دا کار د مشر په امر کوي. د مشر امر صرف په ما پورې خاص نه وو بلکه دا د ټولو افغانانو په هکله د هغوی د پاليسئ څرګندويه وه ما د ليډر صاحب ساتونکي ته وويل چې زه غواړم يو سوال ورځينې وکړم. ساتونکي يې راته په ډير غضب وويل چې:  ولې! ته نه پوهيږې چې عالي جناب نه پوښتونکې دی؟! دی د ملت د سوالونو پر ځوابونو مکلف نه دی. ساتونکې زياته کړه ان دا چې د رهبر صاحب ځامنو څخه د ښوونځي معلمين هم د سوال حق نه لري او له هر ټولګي څخه و بل ته بې آزموينې کاميابيږي. زومان، وريرونه  او نوره ټوله کورنۍ يې مصئونيت لري له هغوی څخه د استفسار حق چاته نشته او ته خو لا له صاحب څخه سوال کول غواړې!!؟؟؟

زه همدلته پوی شوم چې د مشر خيلخانه او متعلقين ځکه په رڼا ورځ د ملت په غوښو لګيا دي چې د پوښتنې حق د چا سره نشته. نه حساب شته او نه کتاب. او که حساب وي هم نو د هغو مالونو او پيسو په سر وي چې دوی يې پخپل منځ کې ويشي. که زما په شان يو عام افغان د حساب کتاب خبره کوي نو له حساب څخه د رياضي مطلب اخلي او له کتاب څخه د پيسو نوې بنډل چې لا خلاص شوی نه وي.

محترم مشر ډير پوهـ سړی دی او يو څو کتابونه يې هم ليکلي دي چې د چاپلوسو مګر پوهو درباريانو له خوا همده ته د شپې له خوا تدريس کيږي تر څو د ورځې له خوا دی پرې په مجالسو کې استناد وکړي. که په کوم مجلس کې ډيره بې مورده او بې سنجشه خبره وکړي نو غوړه مالان يې دومره په مهارت او زيرکۍ د منطق او استدلال په زور داسې توجيه کړي چې پخپله مشر هم خپلې پوهې ته ګوته په مصنوعي غاښ وي ځکه چې خپل غاښونه خو يې لا پخوا د نسوارو قرباني کړيدي. او چې کله په خپلو خبرو کې وايې چې زما قرباني به ضايع نه ځي نو فکر کوم همدې قربانۍ ته يې اشاره وي.

په هر صورت، ما چې د ساتونکي برندو سترګو او تر غوږونو راټيټ شوي پکول ته وکتل نو پوهـ شوم چې نور پخپله خبره ټينګار يا اصرار کول اوښ ته رباب وهل دي هغه هم په يو داسې چاپيريال کې چې موسيقي کفر ګڼل کيږي. په ځان و ويريدم او مناسبه مې وګڼله چې له دې څخه دمخه چې کومه ټاپه راباندې ولګيږي ميدان پريږدم په ارمانونو او تلوسو مې يخې اوبه توی شوې او بې له دې چې خپلې پوښتنې ته ځواب پيدا کړم زړه ماتې د کور په لوري و خوځيدم.

ډيرې شپې او ورځې تيرې شوې، افغانان هم بيرته خپل ټاټوبي ته ستانه شوي وه او نسبي آرامي راغلې وه امريکا د ځان سيال نه ليده او هرچا ته يې پتون ټپاوه. يوه ورځې په کلي کې وزيرګل چې په بي بي سي مشهور وه او تل به يې خپله زړه راډيو غوږ ته نيولې وه راته ووئيل چې په امريکې حمله شوی. هغه زياته کړه چې د امريکې په يو لوی ښار کې دوه جګ څلي چا وويشتل ما ته د حج په وخت کې د شيطان د څلو ويشتل سترګو ته ودريدل خو دا څلي چا ويشتلي وو وزيرګل پدې هکله څه ونه وئيل او زه هم پرې پوره خبر نه يم. خو ددې اور لمبې زمونږ تر غريب وطنه را ورسيدې. ګاونډيانو خو اسلام او غيرت شا ته کړ او په ټيټو او خړو سترګو يې غټ شيطان ته سوګند وخوړ چې ددوی د ملکه خو حاجيان هډو اخواته تللي نه دي نو د څلو ويشتو خو سوال هم نه پيدا کيږي. هر څه يې پر مونږ را وتپل. د خپل بام واورې نه بلکه خپل ټول بام يې پر مونږ را واچاوه. ګاونډيان خو لا څه کوی زمونږ د خپل وطن اوسيدونکو ورته پښتانه په ګوته کړل چې دوی د څيرمې حاجيان دي!!! هماغه وو چې وطن يو ځل بيا د سرو لمبو په لمن کې ونغښتل شو. ډيرې غټې الوتکې راغلې، ټانکونه اوپه ميزائيلو بار موټر راورسيدل لار بلدو ورته يو يو کلې ښوده او غټ شيطان پرې هغه وسلې او کيمياوي ګازونه استعمالول چې د دوهمې نړيوالې جګړې څخه وروسته نه وو استعمال شوي ځينې وسلې خو لا دومره تخريبي او ماډرنې وې چې په دوهم نړيوال جنګ کې يې هم ساری چا نه وه ليدلې. سپين غر هيبت اخيستې وه سپينې څوکې يې د بارودو او ګازونو لوګيو داسې تورې کړې وې چې د تور غر ګمان پرې کيده. له تور غر څخه هم لوخړې پورته کيدې کلي سوځيدل کورونه نړيدل او وطن سور تنور وو ما هم موقع غنيمت وګڼله او د شيطان د ليدلو په منظور د سپين غره په لمنه کې پراته کلي ته نژدې ورغلم خو هلته فضا ګردونو او بارودو نيولې وه د ماشومانو چيغې او انګولاوې وې له اسمانه بمونه راوريدل ډير مې په ځير ځير بره وکتل تر څو شيطان ووينم خو دوړو، ګردونو او لوګيو مې سترګې غړيدلو او څه ليدلو ته نه پرپښودې د شيطان غږ مې هم نه اوريده ځکه چې په غوږونو کې مې د ماشومانو د چيغو، ژړاګانو او فريادونو شور وو.

دغه وخت زه وزيرګل له لاسه ونيولم او راته يې ووئيل چې راځه چې ځو که نه بې ځايه مړه کيږو. مونږ په منډو شروع وکړه خو د ماشومانو فرياد مې لا هماغسې په غوږونو کې انعکاس کاوه. ما د شيطان پيژندلو او ليدلو هيله هم هلته په وران شوي کلي کې پرېښوده او د تل لپاره مې په دې آرزو داسې خاورې واړولې لکه شيطان چې پدې کلي . . . . . . . . . . . .

دغه حملې دومره قوي، منظمې او تاکتيکي وې چې د چا يا څه د ژوندي پاتې کيدولو امکانات يې له منځه وړي وو. په منډو کې راسره دا فکر ملګرې وو چې دومره طرحه شوې او ښه پلان شوې حمله د هغه چا د وژلو لپاره د چا چې ټول ژوند بې طرحې او بې پلانه تيريږي !!!؟؟ څوک چې د سبا ورځې پلان هم نه لري!!!؟؟

آخر ولې؟؟!! . . . . . . . . . . .

 

                                                                                                                                                 ح ن پيرزاده

 

اباسين


ددې پاڼې د محتوياتو د مکرر چاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي د هرقسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي!