د سويډن د مالمو په ښارکې درنه ادبي غونډه جوړه شوه
د روان م کال دسپتمبر پر ۲۰مه نېټه دافغانستان د پياوړي شاعر عبدالوهاب سرتېر د شپېتم پسرلي درارسېدو په مناسبت په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز په نوښت او زيار درنه ادبي غونډه جوړه شوه .
![]() |
![]() |
|
اغلې زهل ساپۍ |
ښاغلی نياز محمد پياوړی |
دغونډې کارچې د دوو ځوانانو هر يواغلې زهل ساپۍ او ځوان شاعر نيازمحمد پياوړي لخوا پر مخ بېول کېده، په لومړي سرکې دالحاج سخي گل ساپي لخوا دقرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه .
![]() |
|
الحاج سخي گل ساپي |
مخکې له دېنه چې
غونډه د افغانانو دعلمي او فرهنگي مرکز او دوستۍ فرهنگي ټولنې دمشر حبيب الله غمخور
په پرانېستونکې وينا پيل شي د راغلو مېلمنو هر يو، تاريخ پوه ښاغلي کانديداکادميسين
محمد اعظم سيستاني ، اغلې نجيبې سارابياباني ، پياوړی شاعر عبدالوهاب سرتېر، دبي بي
سي راډيو ويانده اغلې نجيبې لېمې او دوه تنو دسويډن د دولتي اوفرهنگي ارگانو استازو
ته بلنه ورکړل شوه تر څو ددوی لپاره ټاکل شويو ځايونو ته تشريف راوړي، همدا ډول
ښاغلي غمخور په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگي مرکز د مشرتابه څخه غوښتنه وکړه
هغه لونگۍ چې د ټولنې لخوا ښاغلي سرتېر صاحب ته ډالۍ شوېده په افغاني دود هغه ته
ورپرسر کړي ، دڅو تنوافغاني پېغلو څخه يې غوښتنه وکړه چې دټولنې لخوا برابرې شوې
ډالۍ درنو مېلمنو ، اغلې نجيبې لېمې، ښاغلي سيستاني صاحب ، اغلې نجيبې سارا بياباني
او دوو سويډنيانو ته وړاندې کړي .
د ښاغلي حبيب
الله غمخور تر پرانېستونکې وينا وروسته لومړی دافغانستان پياوړې شاعرې اوليکوالې
اغلې نجيبې سارابياباني څخه او ورپسې دافغا نستان د پياوړي ليکوال او تاريخ پوه
کانديداکادميسين محمد اعظم سيستاني څخه غوښتنه وشوه دموضوع په اړوند خپلې ويناوې
دغونډې برخه والو ته واوروي . همداډول په ډنمارک کې دافغانستان دفرهنگ ټولنې
مشرتابه جرگې په استازيتوب ښاغلي زمري محقق ، په ډنمارک کې مېشت افغان پوهنمل
حاجي محمد نوزادي ، له ناروي څخه راغلي تکړه شاعر هنرغيرت په لندن کې مېشت
دټوکوټکالومشهور افغان ليکوال ښاغلي پيرمحمدباوري ، دبې بي سي راډيو پېژندل شوې
ويانده اغلې نجيبه لېمې ، په ايران کې د اد بياتو پخوانی استاد ډاکتر معنوي ارژنگ
لخوا د مبارکۍ ويلو په ويناوو غونډه نوره هم درنه اوښکلې شوه.
![]() |
|
اغلې نجيبه سارا بياباني غونډې ته د وينا په مهال |
دغونډې په ادرس
دنړۍ دمختلفو هېوادونه دفرهنگي ټولنو، علمي او فرهنگي شخصيتونواو د ښاغلي سرتېر
صاحب بې شمېره شاگردانواو دشعر مينه والو لخوا دبرېښنا ليک او ټليفون په مټ
پيغامونه رارسېدلي دي چې دهغې جملې نه دامريکا دمتحده ايالاتوڅخه دافغانستان وتلي
شاعر، ليکوال او څېړونکی عبدالباري جهاني د هالنډ څخه د سلام فرهنگي ټولنې دمشرتابه
جرگې په استازيتوب پوهنوال رسول باوري له هندوستان څخه پوهنوال خالق رشيد د
افغانستان څخه د افغانستان د راډيو تلويزيون رئيس اوپياوړي ليکوال ښاغلي واحد نظري
، له کابل څخه ښاغلي غلام نبي مبتکر، د استراليا څخه محترم هدايت اله
هدايت ، له انگليستان څخه دپياوړي شاعر نظيف الله تکل ، له دوبۍ څخه دښاغلي رحمتي
ګيـلانـوال ، له استرلياڅخه دافغان استرليا د بشر دوستا نو ټولنې، له ستاکهلم
څخه ښاغلي مسعود سرلوڅ مرادزي او له کاناډا څخه دمحمدا صـغـرعـبا د ي له استرليا
څخه عزيز احمد فرد له کاناډاڅخه ډاکتر ثريا خادم اوښاغلي ځاځي صاحب ، له
ډنمارک څخ پوهنوال حاجي محمد نوزادي، دجرمني دباير په ايالت کې دافغانانوکلتوري
ټولنې په استازيتوب ښاغلي محمد امين بسمل نومونه يادولای شو . په غونډه کې
ددغو ټولنو او شخصيتونه پيغامونه ولوستل شوه .
ديادولو وړده چې پدې غونډه کې په مالموکې دافغانانو کلتوري اتحاديې مشرتابه جرگې ،
ارياناکلتوري ټولنې ، ارلوف اولوندکې افغاني کلتوري ټولنومشرتابه جرگو په
لندن کې تکړه شاعر ښاغلي مفتون صاحب ، دټوکو ټکالو مشهور ليکوال ښاغلي
پيرمحمدباوري، په انگليستان کې دافغانانودکلتوري ټولنې دمشرتابه جرگې استازي ښاغلي
غلام حضرت اعظمي ، په ډنمارک کې دافغانستان دفرهنگ ټولنې مشرتابه جرگې غړو اوهلته
مېشت پېژندل شووافغان شاعرانو ، ښاغلي صديق ننگ ، ښاغلي وديرساپي ،
ښاغلي مالک بېکسيار، په لوندکې مېشت افغان شاعر غفوراميني ، په مالمو کې ميشت افغان
شاعرانو ښاغلو عبدالباقي تلاښ ،سلام اندړ اوځوانو شاعرانو قدرت الله ،اميد زدراڼ ،
قدوس رحمتزي او نورو فرهنگيانو ګډون درلود چې نوموړې غونډه يې لا پرتمينه کړې
وه.
![]() |
|
ښاغلی زمری محقق |
د مقالو او پيغامونو په منځ کې دافغاني پېغلولخوا دښاغلي سرتېر صاحب او نورو
شاعرانو په زړه پورې شعرونه زمزمه شول . دپيغامونواو ويناو تر اورولو وروسته
دمشاعرې د پروگرام پيل شوچې په لومړي سرکې ښاغلي عبدالوهاب سرتېر ته بلنه
ورکړه شوه ترڅوپه خپل ښکلي اواز خپل په زړه پورې شعرونه دغونډې برخه والوته واوروي
.
ښاغلي سرتېر صاحب چې کله دستيج سرته ته تشريف راوړ د چکچکو او ولولو په غږ کې يې
دغوندې دکوربه ټولنو څخه د خوښۍ اومننې په څرگندولوسره وويل :
زمالپاره دوياړځای دی چې نن یوځل بيا دسويډن دمالمو په ښارکې داوسېدنکو افغانانو سره پدې درنه ادبي غونډه کې چې ماته ډالۍ شوېده برخه اخلم . ستاسويې کور ودان چې دداسې درنې غونډې په جوړېدوسره خپل يو حقير اوفقير شاعر هڅوی .
تر دغه
څرگندونو وروسته ښاغلي سرتېر صاحب په خپل زړه راکښونکي او له افغاني
احساساتوڅخه ډک اواز د شعرونو په ويلودغونډې برخه وال ونازول .
تريوې لنډې تفريح وروسته دخوږ اوازه سندرغاړي اما ن الله اميري په مشرۍ په ډنمارک
اومالموکې افغانو هنرمندانو ، همايون صاحبزی ، ادريس جبارخېل ، قدوس رحمتزي ، هارون
تيمور او بهير اميري لخوا ښاغلي سرتېر صاحب ته ځانگړې
دموسيقي په زړه پورې پروگرام ډالۍ شو.
غونډه تر روژه مات وروسته دشپې پر ۸ بجو او۳۰ دقيقو پيل او دشپې پر ۲ بجو پای ته
ورسېده .
د غونډې ځينې انځورونه :
![]() د غونډې يوه برخه |
![]() په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د مشرتابه جرګې ځينې غړي ښاغلي سرتېر صاحب ته هغه پګړۍ تړي چې د ټولنې لخوا ورته ډالۍ شوې ده . |
![]()
اغلې نجيبې سارا بياباني ته د يوې پيغلې لخوا هغه
تحفه ورکول کيږي چې د ټولنې لخوا ورته ډالۍ شوې ده . |
![]()
ښاغلي سيستاني صاحب ته د هغه تحفه ډالۍ کيږي . |
![]()
ليلا ته د ګلو ګېډۍ ډالۍ کيږي . |
![]()
اغلې نجيبې لېمې ته تحفه ډالۍ کيږي . |
![]() ليلا غونډې ته په سويډني خبرې کوي. |
![]()
ښاغلی نوزادي ښاغلي سرتېر ته خپل يو کتاب ډالۍ کړ
چې په بدل کې يې ښاغلي سرتېر هم خپل د شعرونو يو غونډ محترم نوزادي
صاحب ته ورکړ. او ورسره يې يوه ټوکه هم وکړه ويې ويل :
اوړه دې په اوړه ، منت دې په څه . |
![]()
همايون صاحبزی محفل ته د سندرو په مهال . |
![]() محترم باوري صاحب يوه شېبه د غونډې ګډونوال په خپلو ټوکو وخندول .
|
![]()
ښاغلی امان الله اميري |
![]() ښاغلی قدوس رحمتزی |
![]()
ښاغلی ادريس جبارخېل |
![]()
هارون تيمور غونډې ته د سندرو په مهال. |
![]() ځوان خو خوږ اوازی سندرغاړی بهير اميري د سندرو په مهال . |
هيواد شيرزاد