د ښاغلي سيستاني صاحب وينا:
![]() |
ښاغلی سرتیرصاحب، گرانو وطنوالو!
زما ښي هېلې اوپېرزوینې ومنۍ!
محترمو حاضرینو! سرتیر صاحب زما له نظره لمړی دیوه تکړه اوپر هیوادمین شاعرپه صفت،
او دوهم دیو کوچی پښتون فرهنگپال انسان په حیث، دقدروړشخصیت دی . او په دی خاطر زه
د مالمو دښار دافغانونانو فرهنگی او علمی ټولنی ته او په خاص توګه ددغی ټولنی
مشرشاغلی غمخور صاحب ته چی د دی غونډی د جوړیدو زحمت ئې پرځان منلی دی ،کورودانی
وایم.
سرتیرصاحب دیوکوچی پښتون بچی په صفت، دهغه لږوامکاناتو څخه چی د ده په نصیب سوی دی،
خورا پرځای او معقول ګټه اخیستې ده او تر هغه ځای چی وده ته میسر و،خپلی زدکړې ئې
مخې ته بیولی دی، اوپه عمل کی ئی دا ثابته کړی چی که نور خوار او سرگردانو کوچیانو
ته دزکړی او تعلیم زمینه برابر سوې واي، هرو مرو د دوی له مینځ څخه نور ډیر ټکړه
شاعران،لیکوالان،پوځی او سیاسی شخصیتونوبه سر راپورته کړی وای . خو متاسفانه چی د
دغو بیچاره او خوارو کوچیانو په غم کی بیله مرحوم پاچااعلیحضرت امان الله خان،
هیڅوک نشو چی د دوی بچیانو ته تعلیم اوسبک ورزده کړی .او د شپې داستګنځایونود
برابرولو له لیاری ددوی بچیانوته د زدکړې زمینه برابرکاندی .
یواځی د اعلیحضرت مرحوم پاچا امان الله خان په دوره کی، ددغو بیځای اوبیکورو خلکو
دبچیانو د زدکړی په منظورسیارمکتوبونه چی دکوچیانوسره یوځای او بل ځای ته
کوچیدل،جوړ سول اوکوچی بچیانوته سواد ورزده کاوه، ترڅو دوی خپل دینی اومذهبی مراسم
په سمه توګه پرځای کاندی، او بیا نو دسواد دنعمت څخه ګټورسی ،او په دی ترتیب دوی په
دې فکر کی شی چی دغه دټول عمر دسرگردانی څخه ځانونه خلاصی کړی.، مگر افسوس چی دغه
پروگرام دهغه رژیم د نسکوریدو سره سم له مینځه ولاړ او بیچاره کوچی زامن بیا
دبیسوادی ولمن ته ولویدل او یوازی پراخ دښتونه د دوی ومخې ته پاته سول.
وروسته تر پاچا امان االه خان، دظاهرشاه تر وروستیو وختونوپوري څوک دکوچیانو د
زامنو دروزنی په فکرکی نسول ، منګر دظاهرشاه په وروستیو وختونوکی یو ځلی بیا دکوچی
بچیانو باسواده کول ،د دولت توجه ځان ته را جلب کړه، خو عملی گامونه پردغه خوا
پورته نسول او که سوی وي، غیر محسوس گامونه وو.سوال دادی چی دغه گڼه بشری کتله تر
څو باید سرگردانه وی؟ او د دوی بچیان له درس او تعلیم څخه محرومه وی؟
په آخر کی د سرتیر صاحب دبری او توفیق په هیله، د ده دیوه څلوریزی په ویلوچی
ډیرعالی پیغام لری خپلو خبروته خاتمه ورکوم : مينه
مينه انس دی ،انس انسان دی
چــي اســــــاس ددې جــهــان دي
دنـــــړۍ دپــايــښـــت نــــــوم دی
اوکـــه نــــه دا جــهـــان وران دي
پای . کانديد اکادميسين محمد اعظم سیستانی، گوتنبرگ شهر،۱۱/ ۹/ ۲۰۰۸
د ښاغلي عبدالباري جهاني پيغام
چې محترم داودهوتک له خوا ولوستل شو.
زما د کلونو یار ، وهاب سرتېز
لږ کلونه خو نه کېږی چی د پښتو ژبي د خوږ ژبي شاعر عبدالوهاب سرتېر سره پېژنم. زما
په حساب لږترلږه څلوېښت کاله کېږی چی د ده له خندانی څېرې، خوږو مجلسونو ، ملنگ
شخصیت او احساساتی او له ولولو ډکو شعرونو سره اشنا یم. زما به ښایی په پوهنتون کی
لومړی کال وو، چی له سرتېر سره بلد سوم. ډېر ژر مو له نیژدې سره وپېژندل. خدای حاضر
دی له لومړۍ ورځی ښه راباندی ولگېدی او دا دی له هغو شپو ورځو څخه څلوېښت کاله تېر
سوي دي او تر اوسه ښه را باندی لگېږی. د ده شعرونه می له لومړۍ ورځی خوښېدل. خو په
کال ١٩٧۴ کی، چی د لومړي ځل لپاره مي د پښتو نستان د ورځي په راډیویی مشاعره کی
برخه اخیستې وه د ده هغه شعر د ده له خپلی خولې واورېدی چی ویل یې« لوري د اسمان
لوري اې د څوارلسم سپوږمۍ». یوازي شعر ښایسته نه وو، بلکه د ده لوستل دونه ښایسته
وه چی زه یې په سپینه ورځ، په روڼو سترگو د څوارلسمی د سپوږمۍ غېږی ته بوتلم.
که څه هم چی د شهید داوود خان د قدرت په زمانه کی مو کله کله د مازیگر پر مهال د
کابل په ښارنو کی سره لیدل خو د خلقیانو له راتگ سره، چی په عمومي صورت د خلکو ، په
تېره بیا منورینو، ترمنځ لیدنی کتني کمی سوې نو زما څخه هم سرتېر ورک سو او بیا می
زیات وکم پنځه لس کاله وروسته په هالینډ کی خپل سرتېر له نیژدې ولیدی.
ښه چی د شعر لمنه یې نه ده خوشی کړې. ښه چی تراوسه پوری شعرونه لیکی. د پښتو ژبه د
ده شعرونو ته ضرورت لری. شعر یې ساده دی، روان دی، هغسی چی دی یو ملنگ پښتون
![]() |
|
ښاغلی داود هوتک د پيغام ويلو په حال کې . |
دی، شعر یې هم په هغه ډول له
سپېڅلو احساساتو ډک دی.
زه د خدای پاچا ملنگ یم، نه ملک
یمه نه خان
راته ښکاري غټ له غرونو په همدې حالت کی ځان
د الله د رحمت تږی، خلکو تږی نه دی وږی
د کوثر له جامه راکړی لږه مینه د جانان.
ماته د سرتېر خبری ښه خوند راکوي. هغسی چی دی په خپلو نظمونو کی د خپل غرور ترجماني
کوي د بل چا دپاره هغه ترجماني ممکنه نه ده .
دا د کوثر په جام کی لمر ځلېږی
که په پیاله کی سمندر ځلېږی
سرتېر به نه وي دومره غټ په جثه
خو په شعرو کی لکه غر ځلېږی.
د نورو زیاترو منورو او پر وطن مینو پښتنو په څېر، چی له خواږه ټاټوبي څخه یې د
زمان د توپانونو له لاسه کډي وکړې، او په پردیو وطنونو کی یې خپله خاورینه جونگړه
له یاده نه ده ایستلې،سرتېر هم په خپلو اکثرو غزلونو او نظمونو کی د خپلی مېني د
بیرته لیدلو ارمانونه کړي دي او چا چی یې مېنه ورته کنډواله کړې ده نو که یې نور
هیڅ په وس نه کېږی لږترلږه خپل قهرېدلي نظمونه خو یې دوخت د یاد گار په توگه ورته
پرې ایښي دي.
د بې ننگی په لاسو ونړېدل
دنگ دنگ برجونه مي د ننگ د کاله
ورشه تپوس وکړه که نه پوهېږې
چی ورځي څنگه دي د جنگ د کاله.
او یا داچی..........
مه راځه اختره زموږ کلي ته
دلته اخترونه بازار نه لري
زهر دي پاشلي په دې خاوره چا
ځکه تازگي او بهار نه لري.
یوازي خدای ته معلومه ده چی د سرتېر د پسرلي د راتللو هیله به پوره سي کنه. یوازی
خو دی نه دی چی د خپلی مېنی په سپرلیو پسی ژاړي. د ده په څېر به ډېرو نورو ملنگانو
هم سترگی په ژړا سرې کړي وي ، او داسی به ډېرو نورو ځوانانو د خیالي مرغلرو لاړونه
پېیلي وي، خو له بده مرغه داسی ښکاري چی د سرتېر په مېنه کی خزان ځاله کړې ده. د
خزان له تېرېدلو سره خو ژمی راسي ، مگر د پسرلي په راتللو چندانی د چا سترگي خوږې
نه سوې. هسی نه چی قسمت فیصله کړې وي چی سرتېر دي خپلی د خزان سندري وایی.
که پسرلی شو سره وایو به اشنا سندري
د سرو گلونو شنه چمن او دمینا سندري
له خزان وروسته ساړه ژمي یرغمل نیولي
چی په ژړا باندي لمدې دي نن زما سندري
زما خوښېږي پسرلی د شنو اوبو په غاړه
چی سره ووایو په گډه تر سبا سندري
که می په مینه عقیده نه وه ژوندی به نه وم
ځکه می خوښي دي د مینی د دنیا سندری
په دې خواشیني، غم لړلي او د ې تور ماحول کی
خدایه ژوندی به وم ؟چی واورم یو ځل بیا سندري
که می دا سترگي وچېدلې نو وعده کومه
سرتېر به بولم که ژوندی وم په ریښتیا سندري.
زه خو سرتېر ته دعاکوم چی خدای دي اوږد ژوند ورکړي، چی په خپله مېنه کی پسرلی وگوري
او د ژوند دا ارمان یې پوره سي. ځکه زه یقین لرم چی هغه پر خپله پښتو ټینگ ولاړ دی
او د خپلی ملنگي مېني ښکلا او لیلا نه هېروی.
هرڅه به هېر کړمه تا نه هېروم
د خپلی مینی دنیا نه هېروم
سر په دروغو زما نه ښورېږی
چی یو ځل هو کړم بیا دا نه هېروم
راځه چی یو غږ یوه خوله ووایو
که سر مي ځي هم وفا نه هېروم
مین به یم خو لېونی لا نه یم
پوه یم په دې چی لیلا نه هېروم
د کوثر جام شه چی ډېر تږی یمه
سرتېر په دا نېکي تا نه هېروم.
زه د حبیب الله غمخور او د هغه له ټولو ملگرو څخه مننه کوم چی د سرتېر صاحب د شخصیت
او کلام په باره کی یې غونډه جوړه کړې ده. هغه په یوه غونډه نه بلکه په ډېرو دغه
راز غونډو ارزي. سرتېر خپل ټول عمر د پښتو ژبي د ادب خدمت ته ورکړی دی. هغه د خپل
قام او ژبي ملنگ دی. څوک چی ملنگان نازوي خدای دي هغوی ونازوی.
زما د سرتېر تقریبا ټول شعرونه خوښېږی. او ښه خبره خو دا ده چی د لومړي سره می د
هغه نظمونه خوښېدل. خو د هغه د شعرونو خوند هغه وخت لا زیات شی چی دی یې پخپله
لولي. زه د هغه د شعر لوستلو ، په تېره بیا ازادو شعرونو د لوستلو مین یم. کله چی
سرتېر خپل شعر لولي او ما غوږ ورته نیولی وي، نو ماته داسی ښکاری لکه دی چي د خپل
ځان په باب ماته گړېږی. راځی چی د سرتېر شعرونه د هغه له خپلی خولې واورو، خو مخکی
له هغه چی زه درڅخه رخصت سم د هغه یوه غزل درته انتخابوم او زه یقین لرم چی ستاسی
ټولو به خوښه سی.
مینېدم خو ښه چی نن مین شوم
د زړه په امر په دښمن مین شوم
اوس به د خپلي مينی جاج واخلمه
چی په اغزو که په چمن مین شوم
گوندي چی سیوری شي زما د پاسه
د پاکي میني په لمن مین شوم
تنده می ماته په گلونو نه شوه
زه چی د یار په تش دیدن مین شوم
پردي باغونه په پردو مبارک
زه مي په شاړو د وطن مین شوم
سرتېر په ژوند د زلت لاړي توکم
د هسکي غاړي په کفن مین یم.
زما یې د خدای په امان. تاسی پوه سه او ستاسی سرتېر.
ستاسی دټولو ورور او د پښتو ژبي خدمتگار. عبدالباري جهاني
په سويډن کي دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز
![]() |
دمالمو دښار غونډی ته
دپوهنمل حاجی محمد نوزادی ليکنه
د (سرتېر) سره دڅپو په ژبه يوڅو خبری
چی څه ئی زړه غواړی همهغه ليکی
د ( سرتېر) لاره خو بيباکه ښه ده
خوښ يم چی افغانی فرهنګ ته اوس دهڅاندو فرهنګيالانو په مټ دخوښې يو زيرۍ راتلونکۍ
ښکاری . هغه دادی لکه چی وينو نن يوار بيا دپښتو ژبی يوبل رښتينې چوپړی دهغه په
ژوند کی روغ رمټ رابلل شوی دی څو دچوپړ ستاينه او درناوی ئی وکړو . البته داهغه صفت
ندی چی المدح الذبح وګڼل شی ، بلکه دايوازی دهغه پور ديوی برخی ادا کول دی چی دده
دچوپړ له کبله د ځوانانو پر غاړه پروت دی .
هو ٫ دا ډول چاری زموږ دهيواد په فرهنګی کړو وړو کښی له بده مرغه اوږدی ريښی نلری .
داځکه چی موږ تل خپل پوهان ٫ متفکر مغزونه ٫ شاعران ٫ څيړونکې او ان هغه د نبوغ
خاوندان چی اوس ئی دپيړيو وروسته نړۍ په لاسته راوړنو وياړی ٫ پرخپل وخت موږ تری مخ
ړولې ، هغه مو ترټلې ٫ په ناوړو فتواګانو سره موپرمخ توری ايری ورپاشلې او او دهنر
بلې ډيوې ئی موږ په خپلو لاسونو مړی کړی دی . تر ټولو خو لا بده داده چی په موږکي
لااوس هم ډير کسان شته چی دغه ډول منفی کړنی خپل وياړلې صفتونه ګڼی . پدی کی شک
نشته چی ورته سرجوړښتی ( روبنايی ) پديدی دنسبی مفهوم سره تړلې وی چی دزمان اومکان
له مخی او همدارنګه دځانګړو کسانو د درک دپيمانې سره سم بدلون مومی . ولی هغه څه ته
چی په نړيواله کچه دمثبتې پديدی په توګه ارزښت ورکول کيږی ٫ پکار ده چی مثبت وګڼل
شی .
که څه هم داډول منفی کړه وړه يوازی دافغانی ټولنې ځانګړتياوی نه جوړوی اوبيلګی ئی
دتاريخ په اوږدو کښی په نورو ډيرو ټولنو کی هم ترسترګو شويدی ٫ خوترهغه ځايه چی
زموږ د ټولنې سره تړاو لری ، موږ همدا اوس هم چی منځنې پيړۍ مو د زمان له مخی په
اوږده واټن شاته پری ايښی دی او د يو ويشتمې پيړۍ دلومړۍ لسيزی پای ته ورنژدی کيږو
٫ لاموهم دخپلو وتلو کسانو دپرځای خدمتونو ستايل دهغوی
په ژوند کښی نه يوازی په پراخه کچه ترسره کړی ندی بلکه تر اوسه خومو لا ديوه منل
شوی غوره کلتور په سترګه ورته کتلې هم ندی .
که دفرهنګ په برخه کی دا نيمګړتياوی يوی خواته
پريږدو ٫ موږ لاتر اوسه دخپلو تاريخی وياړونو او منلو ارزښتونو دسپکاوۍ څخه هم لاس
ندی اخيستې او لاتر اوسه ئی په سپکولو سره ځانونه تر ګاونډيانو اونړيوالو پوری
سپکوو . مو ډيرځله دخپل تاريخ وياړلې شخصيتونه دوخت دذهنيت سره سم په بدو نومونو
تورن ٫ څوک مو دملحد ٫ څوک دکمونيست او څوک په بل ورته تور له پښو اچولې او ورسره
سم مو دټولنې پرمختيايی بهير په لسګونو کلونه پرشا تمبولې او دنامهربانه حريصو
ګاونډيانواو لويی غوښتونکو زبرځواکانو لاس وهنو ته مولاره خلاصه کړی ده . ددی
يادونې يوه ښه بيلګه غازی شاه امان الله دی چی تر ټولو لومړۍ ئی دهغه شکيلاکګر زبر
ځواک په مقابل کښی توره ترملا کړه چی پر اشغال شوو مستعمرو باندی ئی هيڅکله هم لمر
نه لويدې . که يو وخت دا پروطن مين ميړنۍ افغان دگوډو ملايانو په فتوا سره دکافر
پنامه له واکه پريوت اوپرځای ئی سقاويانو دټولنې پر پرمختيا باندی دمنځنيو پيړيو
سيورۍ وغوړاوه ٫ که يو وخت دکافر او کمونيست په ټاپه لګولو سره د وطن دچوپړيانو
غندل دپرديو په لمسون موډ وه ؛ خو دا اوس يوازی افغان دښمنه افغانستانۍ لطيف پدرام
ندی چی د وياړلې غازی امان غوندی دميړنی افغانانو پروياړنو ناړی تو کوی ٫ بلکه دهغه
وشاته دشيطانی قوتونو لښکر سنګر نيولې اوهره شيبه دفرصت په انتظار دقيقی پرګوتو
شميری .
فرهنګی شخصيتونه بيا هغه قوتونه دی چی دژبی او قلم زور ئی په حقيقت کښی دلوڅی توری
نه هم زيات دی . دوی کولای شی دخپل هنر په زور پراخو پرګنو ته ډله ايزه روزنه ورکړی
٫ دهغوی ذهنيتونه روښانه کړی ٫ دحق او باطل توپير ته ئی وهڅوی ٫ ملې ګټی له پرديو
ګټو څخه ورته بيلې کړی او په پايله کی هغوی و دی ته چمتو کړی چی د شخصيتونو او پيښو
په اړه د وطن دلوړو ګټو په پام کی نيولو سره قضاوت او پريکړی وکړی . داپه ځانګړی
توګه شاعران دی چی پرګنوته پيغامونه ليږی ٫ دهغوی دانګازو په مټ ئی لاس پلاس کوی ٫
د رباب په خوله ئی ورکوی ٫ دساز په ژبه ټنګ ټکور تری جوړوی او ديری پری تودوی .
همدغه ديری دی چی کولای شي دهر وګړی زړه ته لاره پرانيزی او دشاعر پيغام ور رسوی .
ددی خبری ډيره ښه بيلګه ولسی شاعر ملنګ عبدالرحمان دی چی داټکه تر آمو ٫ د چتراله
تر نيمروزه دهر پښتانه دکور دنغرې پرشاوخوا ئی تاوده شعرونه زمزمه کيږی او پښتانه
سپين ږيرې ئی ډير بيتونه دمتلونو په توګه کاروی . دشعر او ټنګ ټکور سره مينه دپښتنو
په خټه کی له ازله ګډه شوی او دا ورته د ذهنيتونو د روزلو يوه ډيره په زړه پوری او
خوږه وسيله ګرځيدلې ده . که موږ دشعری څپو په ژبه د حمد او نعت په سينګارسره خپله
روحی تشه ډکوو ٫ باطنی ښکلا زياتوو او دايمان لاره روښانه کوو ٫ نو همدارنګه کولای
شو دحماسو په ژبه دخپلو پيغلو په سينه کی دملالې ساه ور پو کړو او دزلميانو پلاس د
آيوب توره ورکړو . دهمدغی لاری نه موږ وځوانو نسلونو ته خپل تاريخی وياړونه ور
پيژنلای شو اودوی ئی په ارزښتونو باندی پوهولای شو .
په هيواد کښی د وروستيو درو لسيزو پيښو ډير روڼ انده دلوړو زده کړو لرونکې کادرونه
٫ پوهان ٫ هنرمندان ٫ شاعران اونور دنړۍ راز راز هيوادونو ته په کډه کولو اړايستل
چی دلته دنورو بوختياوو تر څنګ دکوربه هيواد کلتوری چاپيريال تر اغيزی لاندی په
تيره بيا ماشومان اونوی ځوانان دخپل پلرنی وطن دفرهنګ او تاريخی ارزښتونو څخه واټن
اخلې او ورنه بی خبره لوئيږی . له همدی کبله دی دپياوړی فرهنګپال ٫ليکوال او سياسی
شنونکې حبيب الله غمخور په مشری په سويډن کی دعلمی او فرهنګی مرکز کور ودان وی چی
کله نا کله د داډول غونډو په رابللو سره ديوی خوا دلته د وطن نه ليری افغانانو
فرهنګی تنده ماتوی او ځوانانو ته دافغانی فرهنګ وتلې څيری ور پيژنی او دبلې خوا
ددغو کسانو په ژوند کی ددوی دخدمتونو په يادولو سره د درناوۍ کولو کلتور په رواجولو
او پراخولو کی مرسته کوی . پدی لړ کښی دادی نن دهيواد د يوه بل متعهد خواخوږی او
خوږ ژبی شاعر سره دزړه خواله کوو .
هو ٫ زه پر بيباکه لار روان سرکښ او بی پروا شاعرعبد الوهاب ٫٫ سرتير ،، يادوم .
دژوند ليک غټ ټکې خوئی دهرغونډ پرشا ليکلې او داسی تری ښکاری چی دکوچيانی ژوند
رومانتيزم ئی په خټه کی اغښلې ځکه ئی نو دضدينو دمبارزی او وحدت دقانون سره سم
دخوږو اوترخو يوه ګډوله يعني د څپو ژبه خپله کړی او داسی پری نازی :
ما سرتير چی دڅپو ژبه دځان کړه
هم خوږه ده هم ترخه ده هم رنګينه
سرتير دپښتو شعر په بڼ کی يو ناڅاپه نوۍ راغلۍ ميلمه ندی او لکه چی وايی :
چی په پښتو ژبه هر ګل غوړيږی
زما زړګۍ ورسره خپل غوړيږی
په همدی خاطر ده په خپلو ګوتو هم پدی بڼ کی ګلان کرلې ٫ هريو ئی داوښکو په باران
اوبه کړی ٫ بلبلان ئی ورته رابللې او دهغوی سره ئی سندری زمزمه کړيدی . دی باغ ته
سرتير هره ورځ سروهی او غيرحاظری کول ورته ګناه ښکاری ځکه چی لوړه او سوګند ئی
يادکړی دی . پدی اړه داسی دی اعتراف کوی :
پرته می حاظری ده ددی هرګل په لمن کی
د باغ سره می کړی دا قسم د ګل په پاڼو
سرتير پدغه باغ کی دبلبل سره ديره دی
سندری وايی دی هم اوس کم کم دګل په پاڼو
څو کاله مخکی چی تازه په ډنمارک کی ميشت شوی وم ٫ يوه دوست می دسرتيردشعرونو دوه
لومړنې غونډه ( څيری ګريوان ) او ( دکوثر جام ) راته امانت دلوستلو پخاطر راکړه چی
دلوستلو نه می ډير خوند واخيست . کله چی می دغی نننۍ غونډی ته بلنليک دايميل په مټ
ترلاسه کړ ، ومې غوښته هغه دوه غونډه دوباره تری واخلم او يو ځل ئی بيا په ځير
ولولم ، له بده مرغه کوم چا هغه تری نه وړی وه او پلاس رانغلل . غونډی ته تر راتګ
څو ورځی وړاندی می غمخور صاحب غم وخوړ او دسرتير يوازنۍ دريم غونډ ( دڅپو ژبه ) چی
درلود ئی ، په پوسته کی راته راوليږی اوغواړم له کبله ئی مننه تری وکړم . که څه هم
دده (سوې ډاګ ) ٫ ( چينې ) او ( سمندر ) ته لا زه تراوسه نه يم ور رسيدلې خونپوهيږم
لامل به ئی څه وی چي ماته دڅپو د ژبی خوند دپخوانيو دوو غونډونو په پرتله لا زيات
ښکاره شو . ښايی دابه پدی خاطر وی چی دلته دده دپرديسۍ ترمو اوښکو زما پرديس زړه
نور هم را نرۍ کړ .
که دځينو شاعرانو په شعرونو کښی دپيغام برخه تر شعری ښکلا درنده او په ځينو کښی بيا
دښکلا برخه غوښينه وی ٫ خو زما په اند دسرتير د ( څپو ژبه ) سرترپايه ښکلا او پيغام
دی . ده په رښتياسره هم يوه بيباکه لار په مخه کړيده . کله کله ئی دښکلو ترکيبونو
په کارولوسره غزل ، څلورځی اونوری ټوټی سره ګډی کړی وی او لکه څنګه چی پخپله اقرار
کوی - چی څه ئی زړه غواړی هم هغه ليکې . سره لدی چی کله ناکله ځان د وزن او قافيی
مقيد هم نه ګڼی خو داچی د ښکلۍ پيغام سره ئی د ښکلو ترکيبونو په غاړه کي دتخيل
اميلونه زانګی نو هرڅه ئی شعر او هر شعر ئی خوندور راځی . دائی هم دښکلې پيغام يوه
په زړه پوری بيلکه :
بله ډیوه يمه رڼا در وړمه
کورته دژوند اصلی مانا دروړمه
زما تودوخه او رڼا ده پيرزو
دغه رڼا می په هرچاده پيرزو
که څه هم سرتير دڅپو ژبه لکه پخپله چی وايی دخوږوالې اوتريخوالې دگډون له خاطر غوره
کړيده ٫ خوپه شعرونو کی تر هغه ځايه چی زما تر سترګو شويدی ، دڅپو ژبې له خوږوالې
نه ئی زيات کار اخيستې او داسی ښکاری چی تريخوالې ئی ډير خوند نه وی ورکړی . دڅپو
ژبه که دپښتو ژبه وبولو ، نو سرتير ډير ښکلې ترکيبونه ان دتکرار په ډول داسی په
مهارت کارولې چی وتکرار ته ئی دلوستونکې پام هم نه ور اوړی . ده تر وسه وسه کوښښ
کړی چی پښتو مروجی کلمې وکاروی ٫ خو ددی سره سره دا وړه نيمګړتيا هم بايد په ګوته
شی چی کله ناکله دی پداسی ځای کی دفارسی کلمو څخه کاراخلی چی ضرورت ئی هلته کوټلې
دلايل او منطق نلری . دبيلګی په توګه دی دلاندی دعا په مطلع کی وايی :
بينا سترګی ٫ زړه مين راکړه خالقه
ګويا ژبه د سخن را کړه خالقه
دلته دفارسی ( سخن ) کلمه د پښتو ( مين ) کلمی دقافيوی ضرورت پربنسټ راغلی ده . پدی
شک نشته چی پښتو او دری پخپلوکي دومره سره نغښتې چی يو دبل نيمګړتياوی پوره کولای
شی . دشعر په مقطع اويا دپای خوا په بيتونو کی دقافيوی مجبوريتونو له مخی يو نيم
وخت دفارسی کلمو کارول لږ وډير په پښتو شعرونو کی ليدل کيږی او تريوه ټاکلې بريده
دمنلو وړخبره ده . لکه دسرتير د ( غم پيټې ) پنامه , لاندی غزل کی :
سرتير په هره مرغۍ ډز نه کوی
ډزپرهغی کړی چی له زاغه ښه ده
دلته بيا ( زاغ ) چی پښتو ئی کارګه يا کارغه دی ، په مقطع کی راغلی ځکه نو قافيوی
مجبوريتونه پدی ځای کی تر يوی کچی پوری معقول عذر دی . مګر دشعر په مطلع کی دقافيوی
مجبوريت يا ضرورت خبره اصلا ځای نلری ځکه داخو دشعر پيل او لومړی بيت دی . که چيری
دشعر دلومړی بيت په دوهمه نيم بيتۍ کی لا د اړوندی قافيی دپاره دپښتوکلمی پيدا کول
سخت کار وی ، نوبيا په اسانې سره کولای شو دټاکلې قافيی څخه بيخی تير او صرف نظر
ورنه وکړو . که داکار يعنی دقافيی ته تيريدل په مطلع کی يو ساده خبره ده خو په مقطع
يا نورو دپای په بيتونو کی ستونزی رامنځته کوی او په اسانه ورڅخه تيريدلای نشو . دا
ډول کلمی پخوانيو شاعرانو دوخت دموډ اورواج سره سم په پراخه پيمانه په وياړ سره
کارولې او پدی سره ئی دخپلې پوهی لوړه کچه څرګندول ځکه هغه وخت د پښتوليکدود ژبه
ډيره نيمګړې او وروسته پاته وه اما اوس چی له نيکه مرغه دپښتنی ژبپوهانو دزيار په
مټ پښتو ژبه پرخپلو پښو دريدلې ده نوکه د داسي کلمو کارول دشعرښکلا ډيره بدرنګه هم
نکړی ولې تخنيکې نيمګړتياوی ئی دپام وړ دی اونه ښايی په پټو سترګوورنه تيرشو.
دسرتير په شعرونو کی ډيری ټولنيزی - سياسی او فلسفی موضوعګانی شته چی کيذلای شی
دمختلفو اړخونو څخه وڅيړلې شی . تر هغه ځايه چی په ما پوری اړه لری ، زه نغواړم
دمعدن پيژندنې ديوه ماهر په توګه دده دشعرونو دمختلفو اړخونو په شننه کی و ژور شم ٫
ځکه ډاريږم ددې سمسور بڼ په کڼو ګلانو کی به لاره رانه ورکه شی او له بلې خوا داکار
وځانګړی څيړنې ته اړتيالری او دنننۍ غونډی دتنګ وخت له زغم نه ئی وتلې ګام بولم .
- په پای کی دسر نه تير بيباک شاعر , عبدالوهاب ته اوږد فعال ژوند ٫ ګوتوته ئی
لانور زور اود قلم څوکه ئی تيزه غواړم !
- دښاغلې دحبيب الله غمخور او يارانو ستړياوی ئی په درنښت ستايم ٫ پر هلو ځلو دی
برکت وی ! په مينه او پيرزوينه .
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
![]() |
دنجيې ليمې لنډه
وينا
دلوي خدا په نامه
ددوستانوپه اجازه
ترهر څه وړاندي غواړم دغمخورصاحب څخه مننه وکړم چي پدې درنې غونډه کي ئې ماته دگډون
بلنه راکړه .
اغلواوښاغلو!
دسرتير صاحب شعر مي اورېدلۍ،لوستلۍ اومنلۍ و،دده په هرټکي کښي مي دعظم دتوپان هسکه
څوکه ،دهيلوراپرېوتل ،دغم-ښادی ،دآزدی زولنې اودبې وزلی ټغر ليدلۍ و،خوسرتير مي نه
ووليدلۍ. پرون مي دلومړ ځل لپاره وليد.کوټه (سالون) دافغانانوپه پرتله له
بهرنيانوډکه وه،دغه دنگ،لوړسړي ته په يو وارچوکۍ اومکرافون واړه وبرېښېدل .
ده خپل شعر پيل کړ، ږغ يې تالار ولړزاوه، سرتېر شعر نه لوست، دا ټکي نه و، دا نظم
نه و ، ما د يو افغان ، د يو پښتون چغه اورېده، چې مرګ ته غم ته نه تسليميږي، غم او
مرګ يې په ګونډو کړی او پر خاندي .
تالار لړزېدی، سويډنيانو، ايرانيانو، پولنډيانو او نورو بهرنيانو ته مې وکتل
ژباږونکي خپله ټوله هڅه کول چې د شعر مفهوم ورسوي ، خو پر نيلي آس سپور سرتېر دومره
ګړندی و چې ژباړه يې نه کېدل . بيا مې د بهرنيانو څېرو ته وکتل د هغوی سترګې ځلېدی،
هغوی ددغه مست روح د نڅا ننداره کوله، هغه يې وليده ، د ژوند جوش يې وليد، د سرتېر
سرتېري يې وليده. په ووياړېدم، مسکۍ شوم او د ځان سره مې وويل : که داسې خلک وي وطن
به جوړ شي . خوښه شوم چې له نږدې مې سرتېر وليد، اوس د ده په دغو ټکو کې د هغه څېره
ليدای شم .
سر پسې څه ګرځې احساس مې ګوره
ستوری به نه يمه خو پاس مې ګوره
درد مې سندره کړه په يا يې اورم
د لېوني زړګي بړاس مې ګوره
ستاسو له توجه نه مننه .
د ښاغلي هدايت الله هدايت پيغام چې د قدرت الله حليم له خوا ولوستل شو .
![]() |
| ځوان شاعر قدرت الله حليم د ښاغلي هدايت پيغام لولي |
محترم غمخور صاحب!
په دسويډن کي دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز درنو غړو!
ستاسو ئې کور ودان چي د علمي، فرهنګي او ولسي شخصيتونو د درناوی په لړ کي چي کله نا
کله دسويډن دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز لخوا ستاسو غمخور صاحب په نوښت او درنښت،
تر سره کيږي،دا پلا دپياوړي خوږ ژبي ولسي شاعر او سپېڅلي فرهنګي شخصيت ښاغلی عبد
الوهاب سرتېر ته مو د درناوی دغه غونډه ترتيب کړېده . ستاسو د اخلاصمندۍ نه هم مننه
چي د سر تير صاحب د ادبي خدمتونو د يادوني او د هغوی د دشپېتم پسرلی د رارسېدو د
لمانځني په وياړ مو ماته هم بلنه راکړېوه چي په دې غونډه کي برخه واخلم .
په خواشينۍ سره ما د صحي معاذیرو او کورني مصروفیتو په وجه و نکړای سوه چي ستاسو په
دغه پرتمينه د ښه نيت غونډه کي ،برخه واخلم او د نيژدې نه ستاسو خوږو دوستانو سره د
پېژندګلوی وياړ ولرم . يقين دی چي په دغه غونډه کي به د محترم سر تير صاحب د فرهنګي
او ادبي کارو قدر او درناوی به څرنګه چي ښايي ، هغه به پر ځای سي .
په داسي حال کي چي وطن مو دا زموږ د آرمانو ورانه جونګړه د پردوپه بمباريو کي سا
کاږي . بچيان مو، ميندي، پلرونه، ناوياني او زومان، تنکي ځوانان مو په خپلو کورنو
کي تبه کيږي . خوښۍ يې په ماتم اوړي . پر افغانانو او پښتنو باندي د ټروريسټانو او
طالبانو ټاپه لګول کيږي، د علم او معرفت دد ښمنانو په حيث معرفي کيږي، نو دلته يا
هلته چي ستاسو غمخورانو په څير د مېړنيو افغانانو په مړانه، زموږ دوطن د سپېڅلو
علمي، فرهنګي، ادبي او ټولنيزو شخصيتو د هڅو درناوی او قدرداني کيږي، نو دا يو پر
ځای، ښه او مسؤلانه دود دئ .
په داسي حال کي چي د پردو لاسوهني زموږ افغانانو د ژوند ښارګونه را کښېکاږي . د ملت
پر مادي او معنوي هستيو مو لويه سوداګري را روانه ده ، د هر غل څخه اتل جوړيږي او د
هر وطن پلور پر مخ د وطنپاله پرده غوړيږي، هر تورمخی سپين مخی معرفی کيږي د هري خوا
د شيطنت ډنډورې وهل کيږي . نو دلته يا هلته که زموږ د مېړنيو،د وطن د سپېڅلو
سرتيرو، د وطن د خوږمنو زامنو، دوطن د وتلو خدمتګارانو، د افغانانو د علم او معرفت
د لارويانو، د ادب او فرهنګي ټولنيز کارنامو مخکښانو درناوی او يادونه کيږي، د داسي
هڅو قدر داني او ستاينه ،هر کله او هر څوک چي کوي، نو د هغو دي د مور شيدې سي .
تاسو غمخور صاحب ته ،د ولس په غم غمجن او د انسانيت د ښېرازې دلاري ارمانجن، د لوړو
خيالاتو خاوند د پښتو شعر سرتير، محترم عبد الوهاب سرتير صاحب دفرهنګي او ادبي کارو
د يادوني او درناوی په وياړ د داسي يوې غونډي د جوړېدو په هکله يو ځل بيا مبارکي
وايم او د غونډي درنو او قدرمنو برخه والو ته خپل د ميني او ارادت نيکي هيلي وړاند
ي کوم . خوږ ژبی ولسي شاعر ښاغلي سرتير صاحب ته د اوږد ژوند او لا زياتو برياوو
غوښتونکی يم . په وطن کي د کرکي او جګړو د امحاء اوستاسو او ټولو دردمنده افغانانو
د کاميابه راتلونکي په هيله .په درناوي هدایت الله هدايت اسټرليا – ۲۰۰۸/۹/۱۴
دافغان نامتو
شاعر وهاب سر تير په وياړ
جوړي شوی درنې غونډي ته د
سلام فرهنګي پيغام
په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز په نوښت د هيواد د وتلی خوږ ژبی شاعر
ښاغلی وهاب سر تير په وياړ د درنې غونډي ګډونوالو ته د زړه له کومی مبارکی وايو.
هيله من يو او باور مو دا دی چي د دی غونډي په ترځ کي به د هيواد د نامتو شاعر
ښاغلی وهاب سر تير د پنځونواو تخليقونو په اړه په زړه پوري ارزوني ، څيړني او شنني
د پښتو شعر مينه والو ته وړاندي شي .
دشعرنړۍ د تخليق نړۍ ده ؛ حد او خنډ نه لری؛ پنځول يې نوښت دۍ او د اولسونو په منځ
کي منل او يا خپلول يې د نوښت ګر درنښت؛ دا نوښت او بيا په اولسونو کي درنښت د هر
چا په برخه کي نه وي . يوازی هغه څوک دې مقام ته رسيدلای شي چي الهامی برلاسۍ او
پنځونی يې د زړه له تله پاڅي او د زړونو پر سر د رڼو بارانی څاڅکو په څير د زړه
للمو ته ورسيږي . ريدي او غاټولو ته ژوند ورکړي ،کمبلۍ په نڅا راولی او د
بلبلانواوازونو ته خوند وبخښي .
له نيکه مرغه وهاب سر تير يو له هغو پښتنو شاعرانو څخه دۍ چي زموږ د هيواد والو په
زړونو کی يې دالوړ دريځ ګټلی، هم يې په خپلو شعرونو د هيوادوالو زړونه خپل کړي او
هم يې د ناندريزوستونزو پټ رازونه را برسيره کړيدي .
سلام فرهنګی ټولنه په سويډن کي د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز مسولينو او
مرستندويانو ته د دی ستري غونډي د جوړيدلو مبارکي وايي او د دی غونډي د ګډونوالو
لپاره دبشپړ بري هيله څرګندوي .
په پښتني مينه او درنښت
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
١٩ \ سپتمبر \ ٢٠٠٨
له هند څخه د پوهنوال عبدالخالق رشيد پيغام چې د اغلې فضيلې سخي لخوا ولوستل شو.
دافغانستان دپياوړي شاعر اوفرهنگی شخصيت دشپېتم پسرلۍ درارسېدوپه مناسبت ددې ادبی
غونډي درنو برخه والو،اغلو اوښاغلو!
ماته دډيروياړځاي دی چي پسله کلونويوځل بيا دکابل په پوهنتون کښي دخپل گران استاد
پوهنوال دوکتور عبدالخالق رشیدچي اوس په هندوستان کي دجواهر لعل نهروپه پوهنتون کښي
دپښتو ژبې استاد اوهلته په هند وستان کي دافغانستان داسلامي جمهوريت په سفارت کښي
دکلتوری چارو رئيس لخوا رالېږل شوی پيغام دهغه په استازيتوب ستاسو حضورته وړاندي
کړم .
![]() |
|
آغلې فضيله سخي د پيغام ويلو په حال کې |
په مالموکی د پښتو دمعاصرشاعر عبدالوهاب سرتیر د شپیته کلنی درارسېدوپه
وياړدقدرداني غونډې ته
ګرانو دوستانو او دسرتیرصاحب دشعرمینه والو!
دافغانستان داوسنی شعر په وده کی یوه خورا مهمه او دیاونی وړ دوره ، هغه دوره ده چی
زموږ په حساب د روانی لمریزې پیړې دشپیتموکلوله وروستیو څخه یې پرپښتو شعري بهیرکی
ځانګړی ځای او اغیز غوره کړ، په دغه دوره کی یوشمییرداسی شاعران راوپړکیدل چی دوی
داستوګن ادبی بهیر (هغه ادبی بهیرچې په افغانستان کی دننه د ودې په حال کی و) په
برخه کی دمقاومت ځانګري ستوری شول ، په دې مانا چی دغو شاعرانو په دغه شعري بهیرکی
دمقاومت داسی هنګامه رامنڅ ته کړه چې له هیځ ډول باندنی واک او ځواک سره یې نه پټه
درلوده او نه ښکاره ،همداده چی اوس موږ به سرلوړې سره ویلای شو چې دافغانی مقاومت
شعر هغه برخه چی په هیواد کی دننه رامنڅ ته شوه داوسنی پشتو شعرد ودې په تاریخ کی
دپاملرنی وړ څپرکی بلل کیږي .
سرتیرصاحب په دغه بهیرکی یوداسی شاعرو چی د یوه پوره روڼ اندی افغان شاعر په توګه د
آزادې غږ اوچت کړ، په یوه نګه مترقی اروا یی شعر ووایه او په دغه تګلاره باندی له
ځانګړی کمیت او کیفیت سره پرمخ لاړ ، دده یوه لویه ځانګړنه داهم وه چې دشعرویلو دښي
انطباع لپاره یې په زړه پوره او ښه زمزمه هم له ځآن سره درلوده ، چې ددغی ځانګړتیا
په لرلو سره دی په خپل وخت کی بی ساری و.
شعریی داوسنی شعرپه ټولو وړتیا وو باندی برابر او ښکلاییزي رنګارنګۍ د افغانی طبعیت
اوسایکولوژې په سمبولیکو رمزو باندې پسولل شوې دي . او درښتیني پښتو ن احساس په زړه
پورې استازيتوب کولاي شي . زه دپښتو ادب دیوه لاروی په توګه دومره ویلای شم چی
سرتیر او دهغه شعر زموږ دپښتنی احساس داسی یوه ځانګړې هنداره شوه لکه دری لسیزې
دمخه پښتو ادب ته یو شمیرنومیالیو شاعرانو ورپه برخه کړې وه ،
زما ځواني ډول کوی له پښتنوالي سره
زه په پښتو او پښتنواله باندې سر ورکوم
او په پای کی زه هم په خپل وار ګران سرتیرصاحب ته دده دشپیته کلنی په درشل کی دده د
ویاړونو له امله مبارکی وایم او له پاک خدایه هیله کوم چې د ژوند کاروان یې د شعر
له درنی هنګامی سره په خوند او رنګ
سره ترشپیتو وروسته په کیسو شي .په درنښت
پوهنوال دوکتور عبدالخالق رشید دکابل پوهنتون استاد ، نوی ډيلي هندوستان
داگست ۲۰۰۸ م کال داگست ۲۳ مه
د محترم نضيف الله تکل پيغام
که دسرتير په خوله څوک لاس
کښې نه ږ دي
لدې کوچي خان نه بلبل جوړېږي
لندن د۲۰۰۸ کال دسپتمبر ۱۴ مه
غواړم دښه شاعر سرتير صاحب له همدې رومانتيک بيت څخه خپل خبري پيل کړم.
زه پدې باور يم چي شعر دهنردلويي ونې يوه څانگه ،اودټولنيز فرهنگ يوه برخه ده .خو
ښه شاعر بياهغه دی چي دولسونودزړونو په رباب نغمې وترنگوي .
کله چي سړی دسرتير نوم اوري سړي ته حماسه اورزم ورپه زړه کېږي .
خوکله چي سړۍ سرتر ويني اوله نژدې ورسره خبري وکړي ،نو بيا سړي ته مينه ،محبت
،صمېميت ،صداقت اوسپېڅلتيا وربخښي .
که څوک دادوه متضاد توکي يوځاي ليدل غواړي نو بيادي دسرتير صاحب شاعري ولولي . چي
هم پکي حماسه شته اوهم پکي مينه اوصمېميت . ښه خبره خو داوه چي له تاسوسره مي پدې
درنه اوپر تمينه نمامځ غونډه کي اوږ په اوږه برخه اخيستې واي اودسرتير صاحب سره مي
چي زما شخصي دوست هم دی اودسرتير پر شعر مي اوږدې خبري کړي واي، خو داروپا اوپه
ځانگړې توگه دلندن مصروف ژوند سړۍ دزړه غوښتلوته نه پرېږدي . دشپږوشعری ټولگودا
لرونکي شاعرتر ډيره له ياده وتۍ اوهير وو. زه دسويډن دمالمو په ښارکي دافغانانو
دعلمی اوفرهنگی ټولني دمشرتابه دې پر ځاي نمانځنې تائيدکوم اوښاغلي سرتير صاحب ته
دهغه ددزوکړي دشپېتم کال درارسېدومبارکي وايم . اودلوي څښتن له دربارنه ورته داوږد
ژوند هيله کوم . په درنښت
د ښاغلي عبدالواحد نظري پيغام چې د اغلې شېرزاد له خوا ولوستل شو
![]() |
| اغلې شيرزاد د پيغام لوستلو په مهال |
دمینی پیغام
ګران قدرمن سر تیر صاحب ته خپل د مینی او پیرزوینی دګلانو ګیدی ډالی کوم .
ډیر خوشحاله یم چی دپښتنی ادب مینان نن خپل یوه دروند شا عرته دخپل ارا دت دستر
خوان غوړوی.
هغه څوک چی دادبیاتوسره سر اوکار لری او یا هم په خاص ډول د پښتو دشعر او آدب سره
مینه لری ممکنه نه ده چی ددی ببر سر او لیونی شا عر سره آشنا نه وی، دده شعر یی نه
وی لو ستلی ، او دده شعر څخه یی خوند نه وی اخستی .
زه هم لکه هر بل افغان هغه له پخوا پیږنم دده دشعر سره له پخواڅخه شنا یم او دا
ویاړ می هم درلود چی ځینی شعرونه یی مخکی له دینه چی بل څوک یی واوری واو رم .
زه شخصا شعر ته کوم خاص تعریف نه لرم هر هغه کلام چی شاعر سره پیلی وی هغه اورم او
یا یې لولم . اول دشعر یو یا دوه فرده کا فې دې چی تصمیم ونیسم چی شعر تر پایه
ولولم او که یا ؟
که چیری می ذهن دا اجا زه را کړه چی هغه ولولم بیا یی تر پایه لولم، په ډیرو حالا
تو کی دې ته اړ کیږم چی هغه بیا بیا ولولم او بیا یې حافظی ته وسپار م . نوزما
لپاره بهترین تعریف د شعر لپاره همدا دی چی یو څوک اړ با سي چي هغه تر پایه ولولی
او یا هم ټوله شعر یا څو فرده و حافظی ته وسپاری اوبیا یی دنورو سره شریک کړی او یا
کله کله هغه دځانه سره زمزمه کړی ،او خوند پر وا خلی . اوخوند هغه وخت ترې اخستل
کیږی چی په هغه کی یو مفهوم پروت وی، ښکلا پکښې وي او یا هغه څه پکښې وی چی زما
لپاره نوی وی ....
دا چی بیا څوک کښېني دهغه سیلا بونه حسابه وی ، په عروض یی ارزوی او داسی نور...
زما لپاره ډیر په زړه پوری نه دی .
نوزما په آند ښه شعر هغه دی چی اول خو دزړه څخه راوتلی وی ،دهغه بیان په نثر کی
ممکنه نه وی او پر زړه باید کښینی ...
زه په جرات دا ویلاي سم چی د ګران سر تیر ډیرشعرونه ددغه ټولو صفاتو خاوند دي،عمیق
فلسفی افکار،ښکلي تشبیهات،خواږه کلمات اودکوچنی انسان دحالاتوبه زړه پوری انځورونه
.
بخته بدرګه می که جانان ته ځم سوی په اور ډاګ یمه ....
سر تیر دی را ته ژوندی وي، قلم دی یې رنګین.
بس همدومره
عبدالواحد نظری
د ښاغلي اصغر عبادي پيغام
ســلا م
ســــرتیرمیهـن هـرکجــا ئِِي ا مـــید ســـلا م مـــــا علـیک نمـــا ئي
ا صـغـرعـبا د ي
من که ا زجمـله صـد ها شا گرد آ موزگا رپا ک نفس ؛ بی تعصب ، خوش بیــا ن وخوش
قـیـا فـه ا ستا د عـبــد ا لـوهــا ب سـرتیرمیبا شم ، برگـذ ا ری محفل وگرد هما ئي
( تجلیل و بزرگد ا شت ا زکا رکـرد هـا ی ا د بی بخصوص شـعر و شصتمین سا لروز تولـد
شا ن ) را ، حضورا سـتا د گرا می وهـمه ي د وسـتد ا را ن شعـرو ا د ب تبریک عرض کرد
ه ، د رحا لکه زحما ت برگذ ا رکنند گا ن محفل را می سـتا یم ؛ فـقط میخوا هــم با
کما ل ا د ب وبد ورا زهرنوع تعصب بگویم:ا ســتا د ســـــرتیر،
ســرتــــیـرهــــــمه بـود ه ،هست وخوا هد بود نه یک زبا ن خا ص.
ا سنا د سرتیر د ر دورا نکه د رلیسه عا لی حبیبیه تد ریس مینمود ند ، به شا گرد ا
نش که ا زنقا ط مختلف کشوربود ه وبزبا نها وا قـوا م مختلـف وبهـم برا د روطن
عزیزتعـلق د ا شتنـد ،همیشه د ر
پهلوی تد ریس ا د بیا ت پشــــتوما نند هرا را ن آ موزگا ر د یگر وطن، د رس صد ا قت
، برد ه با ری، ا عتما د به نفس ، وطن د وستی وا نسا ن د وستی را میآ موختند .
هیچگا هی تعصب ند ا شته
وبا شا گرد ان مسلم ، ا هل هنود ، شما ل وجنوب ، شرق وغرب د رحا ليکه ا زا توریته
وا نظبا ط
خا صی برخورد ا ربود ند ، را بطه ی بسیا رمحکم ، نزد یک ود وستا نه د ا شتند .
ا ستا د سرتیرد رحا لکه به محل تولد ، زبا ن ، وطن وهموطنا نش عشق وعلا قه د ا شته
ود ا رند
مگرجها ن را خا نه مشترک همه ی ا نسا نها د ا نسته ، به ا نسا ن وچها ن عشق ورزید ه
، تعلقش
را به جها ن وا نسا ن ا برا زمید ا رد ، نه به یک قوم ، منطفه ویا زبا ن خا ص .
شعربزبا ن پشــــتوسرود ه شد ه وبه یقین که ترجمه ، آ ن کیفیت وا صا لت را که ا صل
سرود ه
د ا رد د ربر ند ا شته که ا زین با بت ا زهمه بطورعا م وا زا ستا د سرتیربطورخا ص ،
معـذرت میحوا هم . شعـرا زسا یت ورین ( ا فغا ن جرمن آ نلا ین ) که با زند ه گی نـا
مه فـشرد ه ا ستا د
ســرتـیر به همت شا غلی ( حــبیب ا لله غمخوا ر) نشرگرد ید ه ، ا نتخا ب شد ه ا ست
. عـبا د ی
یـوجـــهـا ن یـوا نســــــا ن
مــن ا زجـــهـا نم
وجــها ن ا ز مـن
مــنم مجـنـون اوهستم -- اولــــیلا ی مــن
مرد م جها ن . . .
همه مرا بـرا د را ن من ا ند
زنا نش ما د را ن من -- وبزرگا نش پد را ن من ا ند
همین مـرد م . . .
وجود م را تشکیل میدهند
ا ین ها ا ند که من هــستم -- وهمینـــا ن وجود م را تشــکیل مــدهند
جــها ن فا رغ ميخوا هم
ازمصیبت ها . . .
وزند گی ا نســـا ن مصون – از هرآ فـت ها
ا ین جــها ني قشنگ ما
پاک ومقبول خوب است
ا زگردوغبارجــنگ – دامن اوتکانده خوب است
نــنامـم بـنـا مـها ی مختلف خود را
من یک آ رمــا ن د ا رم
یک ا نــسا ن هـــــستم من -- ویک جــها ن د ا ر م
زمین را تخت خویـش
و ا ســـما ن را لــحا ف خوا نـــم
ا زین سـبب فرض ميدانم -- نگهــد ا ریــش
چـــــرا ؟
بـر ا ی ا یــنکه، مــن ا زجــهـا نـــم
وجـــهـا ن ا زمـــن
مــــن مـجــنون و
ا یـن لــــــیلا ی مـــن
ebadi.asghar@hotmail.com
دافغان استرليادبشردوستانودټولنې
اوددوست اواز راډيودمشرتابه جرگې پيغام
دلوي څښتن په نامه
په سويډن کي د افغانانو علمي اوفرهنگی مرکزمشر تابه جرګي غړو،اوددي پرتمينی غونډي
برخه والو!
په زياته خوښۍ مو خبر تر لاسه کړ چي ستاسو دفرهنګی ټولنې په زيار او ابتکاراودښاغلي
حبيب الله غمخور په هلو ځلوسره مودپښتوشعر سرتير پياوړۍ اوتکړه شاعردافغانستان ادبي
اولوړ شخصيت عبدالوهاب سرتيرپه وياړ مو دشانداره غونډي دجوړېدو بند وبست کړی .
دپښتو ژبي دوتلي شاعر ،اديب اوسياستوال عبدالوهاب سرتير نمانځ غونډي درنو برخه
والو!
اجازه راکړئ چي ددي پيغام په مټ ستا سوپدي پر تمينه غونډه کي راټول شوو درنواو دقدر
وړ فرهنګيانو او فرهنګپالو ته د ځان او دلته په استرلياکي د افغان
استراليادبشردوستانوټولني دمشرتابه جرګي ،ټولوغړو اودپرديسو افغانانو تاوده سلامونه
اونېکي هيلي وړاندي کړم .
زموږ دټولني مشر تابه جرګه او ټول غړي ستاسو پدغه فرهنګي لويه غونډکي ځانونه شريک
بولي او ستاسو دټولنو مشرتابه اوفرد فرد غړي ته ددي درني غونډي دجوړېدو له امله په
وطني او افغاني مينه دمبارکۍ په ويلو سره دلوي خداي له دربارنه ددي غونډي دبريالي
پاي ته رسيدواوتاسو ته دلازياتو فرهنګی برياوغوښتنه کوي .
د دي ټکي په پام کي نیولوسره چي دهرعلمي اوفرهنګي شخصیت د کار او ژوند د ټولو
اړخونو راسپړل اوڅېړل یوڅه ستونزمن کاردي ،خوسرته رسول ئي پراخ
کاراومختلفوسمينارونو اوڅېړن غونډوته اړتيا لري . موږ په دي باورلرو چي پدي درنه
روانه علمي او ادبي غونډه کي به تاسو دسرتيرصاحب د کار او ژوند ی شمېر نوي اړخونه
روښانه اوراوسپړۍ . هغه دژوندپه ټوله موده کي د پښتو ادب ، د لوړتیا او روښانتیا
اودغه راز د ملي سیاست په پلي کولوکي ډېرزيار ايستۍ اوپر ليکنوئي ډېري خولي تویي
کړي دي .د دغه شان ملي اوعلمي څېرواو شخصيتونو یاد ژوندی ساتل اودهغو دآثاروخپرول
او ورسره جوخت د هغوي له علمي فیض نه ځانونه اوځوان نسل برخمن کول زموږ د
ټولوفرهنګپالو افغانانو اوفرهنګی ټولنوملي او انساني وجیبه ده. ځکه نو له ګران
افغانستان نه بهرپردېسۍپه شرايطو کي دغه شان یوه علمي اوهېوادپالونکې هڅه دډير زيات
ستایني اوقدر وړکار بلل کېداي شي .
درنو دوستانو اغلواو ښاغلو!
موږ يو ځل بيا تاسو ددي درني غونډي جوړونکو اوبرخوالو ته پدي ملي او فرهنګي چوپړ کي
دلوي خداي له دربارنه دزياتو برياليتوبونوهيله کوو . اودپښتو ژبي ددغه سترشاعرسرتير
صاحب ته زيات برياليتوبونه ښه اوخوشحاله ژوندغواړو .
دافغان اسرليادبشردوستانودټولنې اوددوست اواز راډيودمشرتابه ټولنې په استازيتوب .
درمحمد اشنا استرليا د۲۰۰۸ م کال دسپتمبر ۱۴ مه
دغلام نبی ً مبتکر ً لیکنه چې د حيات شېرزاد له خوا ولوستل شوه
![]() |
| ښاغلی حيات شېرزاد د پيغام لوستلو په مهال. |
افغانستان کابل
دسرتیرصاحب په ویاړ، د ادبی او کلتوری غونډی ته
درنواوله هيوادنه ليرو فرهنگيانواوفرهنگپالو!
دښکلي اودنگوغرونوله هيوادگران افغانستان څخه تاسو په سويډن کي ميشتوافغانانو،ددې
درنې آدبی غونډي جوړونکو اوگډونوالوته سلامونه اودرناوي وړاندي کوم .
موږ ته دوياړ ځاي دی چي په بهرکي افغاني فرهنگی ټولنې اوفرهنگپال افغانان دخپل
هيوادوياړلي شخصيتونه له پامه نه غورځوي ،تل ئې پالنه اودرناوی کوي .
زه ديو افغان په توگه ستاسو ددې فرهنگی هڅي درناوی کوم ،هيله مند يم چي دافغانستان
دوتلي اوسرتير شاعر ښاغلي سرتير صاحب په وياړ دا درنه غونده چي په سويډن کي
دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز په نوښت او ابتکار رابلل شوېده په بری اوخوشحاليوپاي
ته ورسېږي . که موږ ليري هم يوخو ستاسو درنو هيوادوالو،فرهنگيانو اوفرهنگپالوسره
ځان ددې رنې ادبی غونډي په خوښۍ اوخوشحاليوکي شريک بولو.
دادبي غونډي درنو برخه والو!
ما دژوند دناوزگارتوب سره کوښښ وکړ په منډه دلومړی ځل لپاره په شرينه پښتو ژبه
دښاغلي سرتير صاحب په وياړ جوړې شوی غونډي ته دالنډ مطب وليکم اودې درنې غونډی ته
ئې درولېږم . پدې هيله چي تاسو اوستاسو دروند مېلمه سرتير صاحب ئي دبرگ سبز تحفۀ
درويش په بڼه ومني .
شاعران او د ادب سپیڅلتوب
اغلواوښاغلوفرهنگپالو!
سرتیرصاحب په خپلو اشعاروکښي شکایت لری او وایی :
ً وایی اغیارچی دغضب ژبه ده - ګرانه پښتو د ادب ژبه ده.
د امن ملایکه ښکاری، د انسانی غوره مذهب ژبه ده،
د بلبلانو، دترنم او دطرب ژبه ده،
نن د پوهنی او مکتب ژبه ده،
د تاریخی وګړو، او د لوی ټبر او لوی نصب ژبه ده
، دا دغرغښت، دا د شنسب ژبه ده ً.
سرتیرصاحب پښتو تر ټولو ژبو لوړګڼی، وایی،
ً هم د عجم هم د عرب ژبه
ده،
پښتو د غیرت او د رب ژبه ده ً.
زه پخپله د پښتو یا دری په
ادبیاتوکی مطالعه او تخصص نلرم او د ځلمیتوب څخه په ملګروملتونو او یونسکو کی
دماموریت دنده درلوده ،تخصص می په مینیجمنت، تعلیم اوتربیه، اوسوداګری کی آخستی دی
په ژوندکی دا اول لیک دی چه په پښتو لیکم . پدی لحاظ، دسرتیرصاحب شکایات او اشعارمی
خپل په ساده ژبه او جملوکی ستاسی حضورته تقدیم کړل . خپل په ساده ژبه، زه هم څو
شکایات لرم چه وروسته یی بی عرض کړم. مګر، اول غواړم له تاریخي لحاظه، په ډیرلنډ
الفاظو، په ثبوت ورسوم چه پښتو په رښتیا د لوی ټبر او لوی نصب ژبه ده، پدۍ شرط چه
دمقالاتودغلبیلولو پروخت اوهم دغمخورصاحب دغټ زره بین څخه بچ اونجات پیداکړی او د
ویلو یا دچاپ په ردیف کی شامل سی .
تاریخ پوهان وایی تردولسم قرنه پوری، دفرهنګ له نظره افغانستان په جهان کی ډیروتلی
موقف درلود. دنیکه مرغه، د دنیا په خلکوکی، افغانان ډیر شتمن لرغونی ژوندی شفاهی
فرهنګ لری. د پښتنوشهرت ۴۰۰ر۱ ترمیلاد (۴۰۰ر۳ کاله) دمخه شروع سویدی چه دپښتنویو
برخه یی په بخدی کی پاته سواوژبه یی پښتو وه، او بله برخه یی دهندوکش سهیلی خواته
راغلل دسپین غر په لمنو کښ میشت سول،يوه برخه یی غورکی میشت سول . یولرغونی یونانی
تاریخ پوه د پښتنو قوم د ًپښت ً په نامه یادوی چه د آستونګی ځای ً پښتیخا ً نومیدل.
ویدا او ریګویدا کتابونه هم د پښتنوزړورتیا اوشهرت یادوی. دتاریخ پوهان وایی، ً
۴۰۰ر۱ کاله پخوا پښتو ژبه له ملتانه تربادغیس او خراسان پوری یوه ژوندی ژبه وه او
درانه او پاخه اشعاریی لرل. دغورپاچهانوداسلافوسوریانو ژبه پښتو وه او د دوی یوه
نیکه امیرکروړ په پښتو شعرویلی ؤ. بیهقی وایی، ً دسلطان مسعود دانشمند استازی د
غوریانو په ژبه نه پوهیدﺉ او دوه تنه غوریان یی دترجمانی لپاره ورسره بوتلل ً. د
پښتنو تاریخ، فرهنګ، او ادب د شاعرانومرهون دی چه د ډیرولري زمانو څخه تراوسه پوری
د شاعرانو دبرکته ژوندۍ پاته ده اوموږ ډیرافتخار په کوو. دپښتنومېړانه، زړورتیا،
سخاوت، درنښت (لوړفکری)، او ښه اخلاق زموږاو د پښتنو د راتلونکی نسلو د فامیلی او
ټولنیز ژوند دپاره ابدی سرمشق ګرځیدلی او موږ دتل دپاره پرې ویاړو. داپخپله د پښتنو
فرهنگی، اجتماعی، سیاسی تکامل اوپوخوالی دپاره ډیر ښه اوژوندی ثبوت دی چه د
مختلفومدنیتونو دشرایطوڅخه تیرسويدی .
دظالم پاچهی اوحکمرانانو پروخت، خلګو نسوای کولاي آزادانه خپل شکایتونه او دزړه راز
ونه ووایی. شاعران په ډیرهنر،مهارت، او احتیاط سره دخلکو آوازتلویحی او د رمزپه ډول
د جامعی اعضاو ته رسولی دئ اوس چه موږ د دوی اشعارمطالعه کوو، حیران پاته کیږو چه
دوی څومره خپل ذکاوت اواستعداد په اعظمی ډول په کار آچولی وو، څوچه وکولای سی
ژورفکری اشعارخلق کړی اوهم وکولای سی خپل پیغام خلکو اوآینده نسل ته داسي ورسوی چي
دمستبد پاچاهان اوحکمرانانو له خوا شکنجه اونه ځورول سی . بعضي شاعران، لکه
سرتیرصاحب، خپل د همنوعانو دپاره سرتیری هم کړیدي . د پښتو ژبی عالمان وایی،
ًسپیڅلی ادب دتل دپاره سپیڅلی پاتې کیږی، مګرهغه ادب چه دسپیڅلتوب له دایری نه وتلی
وی او د پردۍ آیدیولوژۍ ګټه غواړی؛ هیڅ بقا نه لری. په بل عبارت، یوآیدیولوژي زوال
موندلی سی، خوسپیڅلی ادب زوال نه لری .
دتاریخ د رویه دا ثابث خبره ده چه د ادب سپیڅلیتوب هغه وخت په امانت داری وآینده
نسل ته انتقالیدای سی چه انتقالونکۍپه منل سوی اخلاقی کود مقید وی، لکه د [پښتنوالی
دود، دستور، آداب، او اخلاق] چه زما به فکر اکثراً پښتانه د عنعنوی فامیلی د تربیې
پراساس دغه اخلاقی مکلفیت اوقیودات په تیرو دری نیم زره کلوکښي پرځان منلی اورعایت
کړی دی . له همدې امله د شا او خوا گاونډيو هيوادو اقوام او خلګ په عمومی توګه
دپښتونو امپراتورانو، حاکمانو، غښتلی قوماندانانو، او عادی پښتنوته تراوسه پوری د
احترام په سترگه گوري اودغه کریډټ ته ټول قایل دي . هغه وخت چه پروفیسرربانی صاحب
قدرت و کرزی صاحب ته سپارل، زموږ یو ډیرسمت پرسته او متعصب تاجیک همسایه چه دشمالی
د ده بالی دی اوحاجی عبدالمجید نومیږی، اوپسله د ډیربی نتیجی سیاستو او تقریبا ً یو
درجن جمهوررییسان تبدیلیو اوتغییراتوستړی او مایوس سوی وو، راته ویل، ًبدون اوغان
هم کس دراین مملکت حکومت کرده میتانه؟ ً. د [اوغان] څخه یی مقصد [پښتون] وو. دامنل
سوی حقیقت دی چه تربیه پرتحصیل باندی نفوذ لری . داډیر د ویاړ ځای دی چه پشتانه
اکثرا ً دعالی ً پښتنوالی ً له تربیې څخه برخورداره دي . دتعجب ځای دادي چه دغه
[عالی تربیه] هغه میندې ډیر په مناسبه ډول خپل اولادوته ورکړیده کوم چه مکتب او
فاکولته یی نده ویلې . تاریخ ته چه نظرآچوو، وینو هغه امپراتوران، پاچاهان، او
مشران چه میندی او د ماشومانو ساتونکی ایرانی الاصل، هندی الاصل، اوپنجابی الاصل
وو، لکه د تیمورشاه موراوحرمسرای، د شاه شجا ع مور، ببرک کارمل مور، اونور ...،
افغانستان او افغانان یی پرخارجیانو او زموږ پردښمنانوخرڅ کړی دئ .
هرمقتدراوباکفایت افغان رهبر چه سرپورته کړیدی او د همسایه ممالکو زور ندی رسیدلی
چه هغه په مخامخ جنګوکی د بینه یوسی یا شکست ورکړی؛ نوپه ډیرنامردانه ډول یوه یا څو
ډیرښایسته انجونی یا شاهزادګې بی ورته واده کول. په دریم نسل، همغه د منطقی قهرمان
پښتون خاندان بی غیرته سویدې اوپه هغه شرایطوکښي بيا همسایه دښمنانو په ډیر ه آسانی
قدرت ځنی آخستی دې. زموږوطن اوس هم له دغه بدبختی سره مخامخ دی .
آرزومی داده چه الله [ج] سرتیرصاحب ته نورهم توانمندي اوپراخه حوصله ورکړی څو
وکولای سی خپلو افغانو وړونو ته تردی لازیات ادبی او فرهنګی خدمتونه وکړی . هيواد
ته دخدمت په لار کښي ستاسو دلازياتوعلمی او فرهنگی برياليتوبونو په په هيله . ومن
الله التوفيق
د ښاغلي رحمت
الله ګيلانوال پيغام
سلامونه اوښي چاري
په سويډن كي دافغانانو دعلمي او فرهنكي مر كز ښا غلي مشر دمشر توب غړو په سويډن كي
ټولو ليكوالانو ، شاعرانو ، سياست والو اوټولو هيواد والو ته چي دجلاوطني په
پټولمبو باند ي دهيواد په وير داسي سووځيږي چي يوازي بآاحساسه زړونه ورباندي پوهيږي
دنيكمر غي اوبرياو څخه په ډكو شيبوكي سلامونه اونېکي هيلي وړاندي كوم ،ډير دوياړ
ځاي دي چي له هيوادنه ليري افغانان سره راټوليږي او دپښتو ژبي دريښتنو پالونكو
ستايني ته رادانګي ،داډير لوي كار اوستر خدمت دي ، پر تاسو ،ستاسو پر ملي پښتو پال
فكر ، احساس ، اوقلم موبركت سه ،چي دپښتو په چوپړكي دهرډول ستونزو سره سره په
ميړانه چليږي ، كله سي مي په پاڼه كي ددي درني غونډي چي دګران اوښاغلي لوي دپښتو په
وير وير جن شاعر عبدالوهاب سرتيري صاحب ددرانه شخصيت دلمانځلي خبر تيا وليده ډير
خوښ سوم چي زموږ پوهانو دا سلسله يواري بياراژوندي كړه چي ژوندي شاعران او پوهان دي
په ژوند وستايل سي، دوي هم په دي وپوهيږي چي زمو ږ دزړه دوينو خوړل بي ځا يه اوبې
قدر ه نه دي . زه دزړه له كومي نيكي هيلي اوپير زويني مبآركي درته وړاند ي كوم .ددي
درني غونډئ برياوي له لوي خداي ج نه غواړم اوپوره باورسره ډاډمن يم چي بريالي ده
،ځكه ټول عزيزان په پوره ريښتنوالي اوايمانداري سره راټول سوي دي. ملګرو تاسوترموږ
پوهان ياست اومشران ياست ډئره بښنه غواړم چي ځان ته داجرات وركوم چي ستاسو په
وړاندي څه ووايم ، زه هم يو افغان اودوطن په وير ويرجن اوډيرځورول سوي يم څكه مي
ددي پيغام په ليكلو سره دزړه هيله راژوندي او درسره خواله كوم ،هيله ده ماته بښنه
وكوي كه څه تير اوبيرمي ويلي وو .
تاسوښه ياست ډيري اسانتاوي لري غږونه مو هر ځاي ته رسيږي او غوږونه هم درته نيول
كيږي . خوډير افغانان شته سي پرزړه يي ويني رااوړي خو څه ويلاي نه سي . زموږ غوښتنه
له دې درنې غوڼدي نه داده چي دټولو ژونديو شاعرانو ستاينه دي په منظم ډول پيل سي ،
په داسي غونډوكي چي ډير پوهان راټوليږئ دپښتوژبي دپياوړ تيا او داولس د
راويښولولپاره دي نوي لاري چاري ولټولي سي ،ټول اولس تاسوته سترګي په لاره دي
اوديوي نوي ژغورونكي لاري لټون ته هوسيږي ، ټول پښتانه اوافغانان دستر امپريالستي
ګواښ سره مخامخ دي چي دخپلو ګټولپاره زمور ژبه كلتور رسمونه ،ايمان او پښتنوالی دله
منځه وړلو لپاره دسيسي اولاري چاري جوړوي ، نن سبا موږ په ډير ناوړه وضعه كي اوسوچي
نه يي زغملاي سو نه يي ليدلاي سو ، داد پوهانو كاردي چي يوه داسي دژغورني لاره
ومومي چي هم مو پښتو راپياوړي سي اوهم اولس ته دهيلو دلمر سپيدي راښكاره سي ، زه يو
وړانديز لرم هيله د ه چي تر غورلاندي ونيول سي : ټول شاعران اوليكوالان بايد ځانته
په يوه ټولنه كي په داسي ډول راټول سي چي شخصي كټي دټولني اودملګروترګټو جاركي ،
منظم شي ، ديو بل دپياوړ تيا اوراپورته كولو لپاره ملاوي وتړي ،مشرتو ب اوڅانګړي
اداره ولري ، دحلاتو پر وخت او منظم جاج واخلي هيواد وال ملي يوالي ته راوبولي
،دابه ډيرستر اوله ارزښته ډك كاروي ،دمثال په ډول لكه ويښو څلميانو چي كوم سيستم
جوړكړي وو ، هم په سياسي اوهم په ادبئ ډول وروزل سي ،تشي خبري اوغونډي چي سياسي
اوادبي لاس ته راوړني ونه لري په خلكوكي ځاي نه شي موندلي دتيرو تر خو پيښو نه بايد
ژوره ګټه پورته سي ،موږ په خلګوكي اوسيږو كو م چي ددواړوخواوونه ځورول كيږي اوهيڅ
ډول اميد سبآ ته نه لري دوي ډير څوريږي ديوه منظم ملي سياسي شعوردوركولو څوك نه
ويني يوازي دي اديبانواوشاعرانو ته هيله ده دوي فكر كوي كه څنګه چي داشعرونه وايي
دوي هم داسي دعمل خاوندان اوزړسوانده دي . ددوي داهيلي بايد تر سره چي كه دغه
شاعران اوليكوالان دخلګو په وړاندي بي غوري وكوي ترملي ګټو په شخصي اوملتي او گوندي
ګټو پسي لاړسي چي اوس ډيرداسي كسان وينو چي په ظاهره ډيرپاك اوريښتني دي خو لاندي
يوتور بي پته اوپلورلي زړه لرونكي دي چي دليكوالانو په سر سوداوي كوي يوازي دمادي
ګټو لپاره ، دابه سترتار يخي بارزموږپه اوږو باندي وي دخلكوباورله منڅه ولاړسي، دا
بايد چڼ سي وطن پالونكي خلګو ته ور وپيژندل سي اوملي خاينان رسواسي .ټولي ادبئ
ټولني سره راټولي اويوځاي كاروكوي.ورستي خبره داده چي دليكوالانو اوشاعرانو په ادبي
روزنه دي سر بيره ملي اوسياسي روزنه هم دملي ګټو پر اساس ورته وركړله سي له يوه
ليكوال بايد يوتكړه اوپو سرښندونكي سياسي شخصيت جوړسي چي خلكوته ومنل سي .
ددغي درني غونډي ټولوګډون والوته بيا بيا ډيرتاوده سلامونه وړاندي كوم ، ښي چاري
برياوي ملي ادبئ خواخوږي يوالي درته دلوي څښتن تعالي دتل لپاره غواړم .په پاي كي
دايوه څلوريزه درته ليږم هيله ده چي خوښه موسي:
پريږ ده چي بليږئ دژوند په تار يكو كي
وينه دزړګي مي ستا ده هيلو په ډيـوو كي
قبوله كــه مي چيرته دا تحـفه سوله رحمته
ژوند به مي ارام سي ددنيا په كنا روكــــي
په ډيره درناوي سره
رحمتي ګيـلانـوا ل
له ډبئ څخه
سرتېر د خپل ولس
شاعر
له سټوکهولم نه مسعود سرلوڅ مرادزئ
د سرتېر له نوم سره ښایسته له ډېرې مودې راهېسې اشنا یم . او په دې پوهيږم دې نوم
سره ځکه اشنا یم چې ، سرتېر هم د ننګرهار د همیشه بهار بڼ ، د شنه سباوون له
بلبلانو څخه یو د ئ ، یانې شاعر دئ . ما سرتېر خپله نه دئ لېدلئ ، خو هغه مې دده
پخپل شعر کې پېژندلئ او له دې کبله ویلای شم چې هغه مې ګوندې ډېر او تر هر چا زیات
لېدلئ وي . زه هغه وخت لا خوښ شوم ، چې دوستانو په ګډه هوډ وکړ چې راځۍ سرتېر سیب
په ګډه سره یاد کړو ؛ دا چې سرتېر پخپل کلام کې تل خپل ولس یادوي ، راځۍ چې موږ
سرتېر یاد کړو او په دې توګه به موږ خپل شاعر ، خپل لیکوال او خپل ولس یاد کړئ وئ .
ژوندي ولسونه تل خپل سرتېري یادوي او د هغو پالنه کوي !
د پښتنو یوه لویه ستونځه دا ده کله چې پکې ښه شاعر ، ښه لیکوال یا ښه عالم پيدا شوئ
، نو له دغو څخه یو زیات شمېر يي د خپلې ژبې پر ځای په نورو ژبو شاعرې کړې ،
کتابونه يي لیکلې او د خپل پښتون ولس پر ځای يي نور ولسونه ویښتیا او یووالي ته
رابللي دي . دغسې کار ته که څه هم په ټولیزه توګه بد نه شو ویلای ، خو که زموږ شاعر
، لیکوال او عالم پښتنو ته د دوی په ژبه څه ونه لیکي ، نو د بل قوم شاعر ، لیکوال
او فیلوسوف خو پښتنو ته د دوی په ژبه لیکنه نه کوي . نو پښتانه به څوک ویښوي او څوک
به يي پوهوي !
افغان سید جمال الدین چې د کونړ په صفدرګړ کې زیږیدلئ او په خټه پښتون دئ ، که هغه
چیري یو کتاب هم په پښتو ژبه لیکلای وای نو ایرانیانو هيڅوخت پر هغه دا دعوه نه
شوای کولای چې هغه ایرانئ دئ .
همدارنګه لکه چې علامه رشادبابا لیکي :
« ــ ـ پښتانه شعرا په اردوژبه په دغه اثركې هغه پښتانه معرفي شوي چې په اردو ژبه
يې شعرونه ويلي دي ، په دغه اثركې ( ۳۸۳ ) شاعران راغلي دي .
ـــ پښتانه شعرا په فارسي ژبه په دغه اثركې هغه پښتانه راغلي دي چې هغوى په فارسي
ژبه شعرونه ويلي دي. په دغه اثر كې دوه سوه تنه شاعران معرفي شوي دي. »په دې توګه
وینو چې د پښتنو لیکوالو او شاعرانو د پښتو او پښتنو پر ځای نورو ولسونو او نورو
ژبو ته زیات کار کړئ دئ .
خدا بیزار بود زان ملت
که دهقانش به دیګران کشت
کیدلئ شي ددې کار یو لامل دا وي چې پښتانه ځانته یو ژبني او کلتوري مرکز نه لري ،
او د داسې مرکز په نشتوالې کې پښتانه اړشوي چې له خپله ځانه او ژبې فرار وکړي ، او
د خپلې ژبې او خپل ولس د خدمت پر ځای د نورو ولسونو او ژبو د خدمت لپاره مټې بډ وهي
.یو وخت مې د پښتنو د ستر مشر فخرافغان پاچا خان په اړه لوستي و ، د هندوستان د خپل
وخت واکمنانو،هغه ته بلنه ورکړې وه چې پاچاخان د هندوستان د ولسمشرۍ چوکۍ ومني اود
هغه هېواد ولسمشر شي . خو پاچاخان د هند مشرانو ته په ځواب کې کې ویلي و ، چې له
پېزوینې مو مننه ، په هند کې شخصیتونه زیات دي او د ولسمشرۍ لپاره خو هند زیات کسان
لري ، ما پریږدۍ چې خپلو پښتنو لپاره چې مشرانو ته اړتیا لري ، خدمت وکړم .که څه هم
ما د سرتېرصیب د شعرونو ټولې ټولګې نه دي لوستي او یوازې مې د هغه د شعر څو ټوټې او
بېلګې کتلي ، خوبیا هم دا چې سرتېر سیب پښتنو ته په پښتو ژبه خپلې ټولې شعري ټولګې
وړاندې کوي او دوی سره پخپله ژبه غږیږي ، د پاملرنې او ستاینې وړ خبره ده .
سرتېر صیب د خپل شعر په یو ځای کې د پښتو ژبې په اړه څه ښه وايي :
ددې هېواد د تاریخي وګړو
د لوی ټبر او لوی نصب ژبه ده
هر ولس او ژبه ځانته شاعر او لیکوال لرلئ شي ، خو هر شاعر او لیکوال د هغه ولس او
ژبې د شاعر او لیکوال نوم نه شي خپلولای ترڅو هغه ، د خپل ولس غوښتنې او له شاعر
څخه د وخت پوښتنې پخپل کلام کې نه وي رانغاړلي !
سرتېر صیب د نن وخت یو تریخ حقیقت څنګه ښه پخپل یوه شعر کې راخیستئ دئ :
سپېنوجاموکي دابليس دورونولوټ اوتالان
له ټولوهېرکړ دانگريزاودروسانو غوبل
د ډېرو په اند هر ولس د تاریخ په ځانګړي پېر کې ، ځانته ټاکلې دندې او موخې لري .
دا د ولس شاعر او لیکوال دئ چې د وخت دغه دندې او موخې تر نورو ړومبئ وویني او د
پلي کولو او ترلاسه کولو لپاره يي ولس کې د ويښتون او پيوستون هڅې پيل کړي .
زه د پښتنو په ویښولو او یو موټې کولو کې د سرتېر سیب د قلم لا پیاوړتیا او غښتلتوب
غواړم . او دا چې پښتانه د اقتصادي ، اداري او پوځي مرکز تر څنګ ، یو ژبنئ او
کلتوري مرکز هم اباد کړي ، د ټولو دردمنو پښتنو پاملرنه ورته رااړوم .
څو چې راغونډ په یو مرکز يي نه کړم هرې تپې ته له جرګو سره ځم
حمزه بابا
د سیپټمبر ۱۵ کال ۲۰۰۸
د سيد عثمان سجنش پيغام
د ٢٠٠٨ م کال دستمبر ١١
پيښور ښار
دلوى اومهربان خداى په نامه !
د افغانستان د پياوړي شاعرعبدالوهاب سرتېر دشپېتم کليزه درارسېدوپه وياړ د ادبي
غونډې مشرانو او ددې پرتمېني غونډې برخه والو !
ډېر خوشحاله يم چې دهيواد دوتلي فرهنګي شخصيت حبيب اله غمخور په وسيله د پښتو
دشعرسرتېر صاحب دشپېتم کليزه په وياړ د پرتمېني غونډې خبر مو ترلاسه کړ چې د هېواد
څخه لرې په وطن مين فرهنګي شخصيتونو په ابتکار د روان کال د ستمبر په ٢٠ مه نيټه د
پښتو ژبې مشهورشاعر چې دخپل وطن سره په مينه کې د سره تير دى د شپېتم کاليزه
درارسيدو په وياړ ددې درنې غونډې ابتکار موترلاسه کړي د زړه له کومي مننه وکړم
اجازه راکړئ ترڅو ددې پيغام په وسيله تاسو او ستاسو په وسيله د وطن نه لرې د فرهنګ
او ادب پالندويانو ته په خاصه توګه ددې ادبې او کلتوري ټولنې مشر تابه جرګې غړو
اوپدې پرتمينه غونډه کې راټول شوو درنو او د قدر وړ فرهنګيانو ته د ځان او دلته په
پيښورکې د باچاخان فخرافغان د تحقيقاتي مرکز لخوا دمشر تابه جرګې ټولو غړو او برخه
والو ته تاوده سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کړم .
د باچاخان د ټرسټ تحقيقاتي مرکزمشر ډاکټرفضل رحيم (( مروت )) او ټول غړي ستاسو په
دغه فرهنګي لويه کليزه غونډه کې ځانونه شريک بولې اوستاسو د ټولنو مشرتا به او هر
غړي ته ددې درنې غونډې د جوړيدو له امله په وطني او افغاني مينه دمبارکۍ په ويلو
سره د لوي خداي له دربآره ددې غونډې د بريالي پاي ته درسيدو غوښتنه کوي اوتاسې ته
دهرنوع همکاري ډاډ درکوى .
عبدالوهاب سرتېر دافغانستان د ننګرهار هغه تارېخي سيمې پورې تعلق لري کوم چې په دې
سيمه کې د پښتنو د ازادۍ غوښتونکو مبارزينو د دوو قهرمانانو شاه امان الله خان او
فخرافغان باچاخان مقبري موجو دي دا هغه دوه ستوري دي چې دپښتنو په تاريخ کښې تل
دلمر په شان ځليږي اوپښتون قوم پرې فخر کوي . دسرتير صاحب په شعرونوکې هغه څه پراته
دې کوم چې څيړل يي اسان نه دى ، هغه خپل ټول شعرونوکې د دافغانانو دروا حقوق په
خاطر مبارزه کړي اوپه دغه لاره کي يي ډير کړاوونه اوزحمتونه زغملۍ دي او پښتو ژبي
ته يي لوي خدمتونه کړي دي
زه يوځل بيا تاسو ددې درني غونډې جوړونکو اوبرخه والو ته پدې ملي اوفرهنکي چوپړ کي
دلوي خداي له دربارنه دزياتو برياليتوبونو هيله کوم ، او دپښتود ژبي دغه ستر ادبي
شاعرته د ژوند په ټولو برخوکې دکاميابي هيله کوم .
په درناوي سيدعثمان سنجش