Hewad Afghanistan
کـــور

نن د لوړې مراسم ترسره کېږي

نيټه : 2014-09-29

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې ده، څوشېبې وروسته ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرایوي ریس په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي.
د چارو ادارې ویاند جواد ناجي وايي چې په دې مراسمو کې به د دوه سوه بهرنیو مېلمنو په ګډون څوارلس سوه تنه ګډون وکړي.
تر اوسه پورې کابل ته ګڼ بهرني مېلمانه رارسېدلي دي، امریکايي چارواکي وايي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر به په دې مراسمو کې ګډون ونه کړي، بلکې یو لوړ پوړی دولتي چارواکی به د امنیتي تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې دوی د لوړې د مراسمو لپاره په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي، په داسې حال کې چې څو شېبې وړاندې د کابل هوايي ډګر ته د دریو چاودنو غږونه اورېدل شوي چې لا يې د تلفاتو اړوند چارواکو څه نه دي ویلي.
په دې مراسمو کې به اشرف غني د ولسمشر په توګه لوړه وکړي او ډاکټر عبدالله عبدالله به د اجرايوي ریس په توګه معرفي کړي، پر دې سربېره ټاکل شوې ده چې دواړه مرستیالان به هم معرفي کړي.
دواړو نوماندانو د واک په مساوي وېش سره نږدې شپږ میاشتنۍ ټاکنیزه ناندرۍ ختمه کړه.

Print


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!