Hewad Afghanistan
کـــور

اشرف غني جومات او ارګ سره یو کوي!

نيټه : 2014-09-23

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحيمي
د ټاکنو په ناندریو کې د هر نوماند پلوي خپل نوماند دومره ستایه چې پخپله به هم خندا ورغله، چې دی څه وايي؟ د لبنان د امريکايي پوهنتون له ماحوله که څوک خبر واوسي د ډاکټر اشرف غني احمدزي د عقیدې اړوند به سوال ورته پیدا نشي، خو له همدې پوهنتونه فارغ ډنګر سړی يې په کابل افغانستان کې د ټاکنو له پیله سره جوخت دویم نړیوال مفکر اعلان کړ او د تبلیغاتو په زور يې آن په کلیو او بانډو کې خلک پر دې قانع کړل چې دا سړی دومره لېونی نه دی چې د افغانستان جنجالي دولت ته اوږه ورکړي خو بس د هېواد مينې لېونی کړی دی. د دوی د تبلیغاتو نه په اغېز ما هم مناسبه وګڼله چې د دې مفکر(!) خبرې واورم او فکر يې مطالعه کړم.
د ټاکنیزو تبلیغاتو په ټول دور کې اشرف غني د افغانانو د حیاتي مسئلې ـ سولې ـ اړوند هیڅ ډول کړنلاره وړاندې نه کړه، آن د جګړې د اوږدېدا او د مدرسو د پاتې دېوالونو د نړولو لپاره يې لا له امریکا سره د امنیتي تړون د ژر امضا‌ء ټټر هم وواهه. د دې تړون لاسلیک دا مانا لري، چې نوموړي لا هم د طالبانو د بریدونو په وړاندې خپل غوږونه کاڼه کړي او سترګې يې پټې نېولې دي. له بله اړخه طالبانو پرلپسې دا ویلي دي چې تر څو یو بهرنی په افغانستان کې وي دوی به خپله مبارزه روانه ساتي، نو مانا د مفکر(!) په راتګ د سولې د راتګ خوب باید اوبو ته ووایو.
سره له دې چې مفکر(!) په خپلو تبلیغاتي منډو ترړو کې خپلو فیسبوکي اجیرانو ته څو ځلې قرآنونه کړي چې دی به سهامي شرکت نه جوړوي او د ده له څېرې هم ښکارېده چې نه به يې جوړوي، خو ترې جوړشو؛ دی د دې پرځای چې د خپل تفکر په زور د خپل دریځ په دې تحول کې خلکو ته قناعت ورکړي، په پوره سپین سترګۍ يې په پرونۍ غونډه کې نارې وهلې، چې موږ واکونه نه دي وېشلي بلکې وظیفې مو وېشلې دي، ده غوښتل د جملو او ترکیبونو په ادلون بدلون خپل ورته ناسته مفکرین(!) وغولوي او پکې بریالی هم شو.
اشرف غني په پرونۍ غونډه کې چې له بده مرغه په ګډوډه او جمپونوـ جمپونو پښتو يې زه دلته خولې خولې کېدم، د خپل تفکر په زور نادرې وويلې، د هغه خبرې چې فیسبوکي اجیرانو به يې سم اړخونه پر لپسې فیسبوک ته پورته کول خو ناسم به يې د مفکر(!) دفکر زېږنده ګڼل او انګېرل چې دی سم وايي خو موږ به نه پرې پوهېږو، په دې خبرو کې اشرف غني د ارګ او جومات د یو کېدو خبره وکړه چې دمفکر(!) په ځينو مخالفینو هم ښه ولګېده ويې انګېرل چې ولا سړی خو سم وايي، د جومات او ارګ یووالی مانا د ملا او مکتبي ترمنځ فاصله ورکول او د دین او سیاست تر منځ فاصله ورکول، په داسې حال کې چې داسې خو د لبنان د امریکايي پوهنتنون فارغ محصل مفکر(!) کله هم نه غواړي، ځکه که د دین او سیاست ترمنځ فاصله ورکه شوه، نو باید چې پرېکړې پر شرعي اصولو وشي د همدې اصولو له مخې خو باید اشرف غني او عبدالله دواړه محاکمه شي، ځکه چې د دروغو ټاکنو په پروسه کې يې سلګونه ځوانان قتل کړل او ملیاردونه ډالره تاوان يې ورساوه په اخر کې هم د عبدالله په پوره ټینګار د واک مساوي ويش!!
نو د مفکر(!) په پرونیو خبرو کې یوه شفري جمله ځینو فیسبوکي اجیرانو غلې تېره کړه، د اشرف غني پوره خبره داسې وه: «ما از علمای کرام ما سپاسګزاریم که مساجد رابه مراکز رای دهی بدل کردند، موږ به جومات او ارګ سره یو کوو.» لاندې ورته وتلیو مفکرینو(!) چکچکې شروع کړي او یوه خو د ده د اصلیت پر پېژندو ورته راغږ کړل:«We Love You!»، د اشرف غني له پورته خبرې د نوموړي پلان ټول راښکاره کېږي چې رښتیا هم دی پر دې هڅه کې دی چې د ارګ او جومات ترمنځ فاصله ختمه کړي او دا چې حامد کرزي به دارګ مازیګری د چرسو په سګریټو خمار کاوه، دی غواړي خپل همیشنی عادت د ارګ او جومات له توپیره پرته ترسره کړي او د ارګ پر ځای په جومات کې هم بوتلې وشرنګوي!

Print


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!