Hewad Afghanistan
کـــور


Strict Standards: Only variables should be passed by reference in /home/hewadc3/public_html/pashto/news/inc/functions.inc.php on line 489

Strict Standards: Only variables should be passed by reference in /home/hewadc3/public_html/pashto/news/inc/show.news.php on line 122

Strict Standards: Only variables should be passed by reference in /home/hewadc3/public_html/pashto/news/inc/functions.inc.php on line 548

Strict Standards: Only variables should be passed by reference in /home/hewadc3/public_html/pashto/news/inc/functions.inc.php on line 549

Strict Standards: Only variables should be passed by reference in /home/hewadc3/public_html/pashto/news/inc/functions.inc.php on line 563

Strict Standards: Only variables should be passed by reference in /home/hewadc3/public_html/pashto/news/inc/functions.inc.php on line 489

Deprecated: mysql_escape_string(): This function is deprecated; use mysql_real_escape_string() instead. in /home/hewadc3/public_html/pashto/news/inc/db/mysql.class.php on line 200

ننګرهار: طالبانو اته اربکیان وژلي او درې يې ژوندي نیولي

نيټه : 2014-09-23

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالي کې د طالبانو او اربکیانو په مخامخ نښته کې اته اربکیان وژل شوي او د طالبانو له قوله درې نور يې ژوندي نیولي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی تېر مازيګر د دوربابا په شونکي او سورکنډو سیمه کې د کمینونو په ترڅ کې له اربکیانو سره دوه ساعته جګړه وکړه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په دغه دوه ساعته نښته کې اته اربکیان ووژل شول او درې نور يې ژوندي نیولي دي.
د خبرپاڼې له قوله طالبانو په دې جګړه کې يې یوه رینجر موټر له منځه وړې او یو سراچه ډوله موټر يې له ځان سره بېولی دی.
په ورته وخت کې د ننګرهار په اچین کې هم دوه مشهور اربکیان غوزه ګل او تحریک خان له خپلو دندو لاس په سر شوي او له طالبانو سره یوځای شوي دي.
دا په داسې حال کې دی، چې دوه ورځي وړاندي امريکايي الوتکو د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو په شک پر اربکیانو بمبارکړې او د يو تن اربکي قوماندان په ګډون ۷ اربکیان یې وژلي دي.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

Print


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!