لودين
د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو په عملياتو کې د يوه بهرني په ګډون د دولت شپږ وسلوال مخالفين ووژل شول.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي وايي چې دغه عمليات تېر مازيګر د دانګام ولسوالۍ د ساه بندي په سيمه کې ترسره شول.
دى وايي، چې د عملياتو په لړ کې د يوه پاکستاني په ګډون د دولت شپږ وسلوال مخالفين وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
همدارنګه ناټو ځواکونه وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د دولت زيات شمېر وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
په هغې خبرپاڼه کې، چې د دې ځواکونو له خوا خپره سوي ده راغلي دي، چې يو زيات شمېر وسلوالو مخالفينو تېر مازيګر د افغان او ناټو ځواکونو پر ګډې ګزمې بريد وکړ.
سرچينه وايي، چې په دې بريد کې ګډو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى، خو په ځوابي بريد کې، چې د هوايي ځواک مرسته هم ورسره وه، زيات شمېر بريد کوونکي وژل شوي دي.
خبرپاڼې د وژل شويو کسانو د شمېرې په اړه څه نه دي ويلي او زياته کړې يې ده، چې نښتې څو ساعته دوام وکړ.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې هغوى په دانګام ولسوالۍ کې د ناټو پر ګزمې بريد کړى او په ترڅ کې يې درې بهرني سرتېري وژلي دي.
نوموړى وايي چې د نښتې په اوږدو کې د ناټو الوتکو بمباري هم کړې ده، خو طالبانو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
ناټو ځواکونه وايي، چې د لومړنيو راپورونو پر بنسټ، په دې عملياتو او بمباريو کې ملکي کسانو ته زيان نه دى اوښتى.
د يادونې وړ ده، چې د ناټو ځواکونو د تېرو دوو اونيو په ترڅ کې د کونړ ولايت په ماڼوګي او غازي اباد ولسواليو هوايي بريد کړى، چې په يوه بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډن ٦٢ ملکي وګړي او په بل بريد کې ٩ ماشومان ووژل شول
