Hewad Afghanistan
کـــــــور

په ټاکنو کې تقلب که ټاکنې په تقلب کې

نيټه : 2010-12-04

پرون شپه مې د شمشاد له تلفزیون څخه د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه یو تود بحث ولید چې پکې دریو ښاغلو هریو استاد محمد اسماعیل یون ، معین مرستیال او محمد معروف فضلی ګډون کړی ؤ.
له هر څه نه اول د شمشاد له تلفزیون څخه مننه کوو چې دداسې خپرونو په وړاندې کولو سره د خلکو د درد ونو او بې عدالتیوآواز چارواکو ، اولس او نړیوالو ته رسوي .
په دغه بحث کښې ښاغلی مرستیال چې ولسي جرګې ته د کندوز له ولایت څخه نوماند ؤ وویل چې په کندوز کې د پنجشیر د ولایت تاجک نوماند او د بغلان د ولایت څخه یو هزاره نوماند کامیاب کړای شوي دي . نوموړي زیاته کړه چې په حقیقت کښې په دغو جعلي انتخاباتو کښې د افغانستان د خلکو حقوق تر پښو لاندې شوي دي او په ټاکنو کښې د انتخاباتو کمسیون ، قضا ، یو شمیر قوماندانانو او والیانو لاس وهنې او مداخلې کړي دي چې د افغان میړني ولس ته د منلو وړ نه دي.
ښاغلی معروف چې له هرات څخه ولسي جرګې ته نوماند ؤ وویل چې په هرات کې بلوڅانو او طاهري قوم ته هیڅ څوکۍ په لاس نه ده ورغلې او ددوي حقوق خوړل شوي دي . ده زیاته کړه چې په ټاکنو کې کاونډي هیواد لاس وهنه او مداخله کړې او د خپلې خوښې استازي یي بریالی کړي دي. ښاغلی معروف همداشان د تورن اسماعیل خان موضوع ته اشاره وکړه چې د تلفون په کرښه یې د ټاکنو د کمسیون یو غړي ته هدایت ورکولو چې فلاني وکیلان چې پخپله ښاغلی معروف هم پکې شامل دی ، باید په هیڅ صورت ولسي جرګې ته لار پیدا نه کړي .
ښاغلی یون د غزني ولایت انتخاباتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په غزني ولایت کې ۸۰٪ پښتانه دي خو ددوي یو استازی هم ولسي جرګې ته لار نه ده موندلې او د غزني له ولایت څخه ولسي جرګې ته ټول بریالی استازي هزاره ګان دي چې دا یوه لویه فاجعه ده. ښاغلی یون همداشان د احصائیو له مخې ثابته کړه چې دا ټاکنې له تقلب څخه ډکې وې چې دا په حقیت کښې په تقلب کې ټاکنې ګڼل کیږي.
خبره داده چې د انتخاباتو د رئیس په حیث د ښاغلي معنوي ټاکنه یوه بې ځایه او غلطه ټاکنه وه . ښاغلی معنوی په اصل کښې په یو تنظیم پورې تړلی سړی دی او ددغه تنظیم په راس کې اپوزسیون قرار لري. ډاکتر عبدالله عبدالله د انتخاباتو د کمسیون له پخوانی رئیس ښاغلی عزیزالله لودین سره مخالف ؤ او تل به یې د هغه د لر کیدو غوښتنه کوله ، کله چې هغه کوښه کړای شو او په ځای یې معنوي صاحب انتخاب شو نو ډاکتر عبدالله دده په ټاکنه مثبت عکس العمل ښکاره کړ. دا یو جوړ شوی پلان ؤ چې ددې پلان په جوړولو کښې د کرزي صاحب رقیبانو لوی لاس درلود . کرزی صاحب د خپلو رقیبانو په دام کښې ګیر شو او معنوی صاحب یې د انتخاباتو د کمسیون د رئیس په حیث ومانه . له کومې ورځې نه چې معنوی صاحب د ټاکنو په اصطلاح د خپلواک کمسیون د رئیس په حیث وټاکل شو نو د افغانستان په سیاسی فضا کښې د یو بل سیاسی بحران د توپان آثار په څرګندیدو شول . جناب کرزي صاحب ته په کار وه چې له سیاسی بصیرت څخه یې کار اخیستی وې او د ټاکنو د کمسیون د رئیس او غړو په ټاکنه کښې یې سم غور او دقت کړی وې.
اصلی خبره داده چې د انتخاباتو د کمسیون د رئیس په حیث د معنوی صاحب په ټاکنه ، د ټاکنو بنسټ خراب او کوږکیښودل شو اوس چې کومه ماڼۍ په دغه بنسټ جوړیږي هغه په هیڅ صورت دریدلې او مقاومت کولای نه شي او په لږ توپان سره به رانسکوریږي ان شاء الله .
حقیقت دادی چې دغو ټاکنوپه هیواد کښې په نوم دیموکراسۍ ته ډیر سخت تاوان ورسولو . د حیرانتیا خبره خو داده چې امریکه او نور اروپایي هیوادونه د دیموکراسۍ خبرې کوي او بیا پخپله د شرم نه د ډکو او غیر دیموکراتیکو انتخاباتو تائید کوي ، د معلوماتو له مخې داروپائي ټولنې مشرتابه او یوناما ، یو شمیر افغاني چارواکو ته د انتخاباتو د پایلو مبارکۍ ورلیږلي دي او د انتخاباتو د سرته رسیدو په خاطر یې خوښي څرګنده کړې ده.
خارجي هیوادونه په حقیقت کښې زمونږ په کورنیو چارو کې ښکاره مداخلې کوي د دغو مداخلو په نتیجه کښې ، دوي غواړي چې زمونږ دهیواد افتخارات او ویاړونه له منځه یوسي ، او د افغانستان د اصیلو وګړو حقوق په ناحقه تر پښو لاندې کړي .
کوم وکیلان چې د تقلب له لارې بریالي شوي دي ، دوي د افغانستان د اولسونو استازیتوب نه شي کولای . کوم استازي چې د تقلب او د ګاونډي هیوادو په مادي مرسته بریالی شوي دي ، دوي اصلا د افغانستان په جغرافیه او ملي افتخاراتو ایمان او عقیده نه لري . دوي د افغانستان په فکر کښې نه دي بلکې دوي د پردیو د منافعو د تامین په خاطر د افغانستان منافع په خطر کې اچوي او په دې توګه دغه هیواد او ددې هیواد شریف خلک د بدبختۍ په سمندر کښې ډوبوي .
ډیره خطرناکه لوبه روانه ده نو ځکه غواړم د هیواد محترم ولسمشر او په ولس او هیواد مین چارواکي ددې لوبې عواقبو ته متوجه کړم .
- راتلونکي پارلمان ته داسې کسان بریالی شوي دي چې له هغوي سره د پردیو هیوادو پیسې او حمایت ؤ ، دوي هیڅکله د ولس نمایندګي نه شي کولای . دوي به په پارلمان کې ټول قوانین په خپله او د خپلو بادارانو په ګټه پاس کوي او هیواد به له ستر ناورین سره مخامخ کوي. دوي به له بلې خوا اولسمشر کرزي ته ډیر تاوان رسوي او مشکلات به ورته پیدا کوي . دوي به ولسمشر ته نږدې قابل وزیران او نور چارواکي استیضاح او سلب اعتماد کوي او په دې توګه به د حکومت او پارلمان تر منځ تشنج پیدا کوي. تیر پارلمان د جمهور رئیس له خوا معرفي شوي هزاره وزیران دوه ځله رد کړل ، دا ځل به هزاره وکیلان خپل انتقام اخلي. دا لوی مصیبت دی ، ددې مصیبت د رفع او دفع کولو د پاره چاره پکار ده.
- که چیرې راتلونکی پارلمان په کار پیل وکړي نو معترض وکیلان چې په حق کې یې نا انصافي شوې ، هغوي به هیڅکله په آرام پاتې نه شي ، هغوی به خپل غږ د ولس له غږ سره یو ځای کوي او د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو د پاره به مبارزه کوي. دا کومه ساده خبره نه ده . دا یوه ملي مسئله ده او ملي مسئله د هیواد په سطح ټول هیواد په لړزه راولي ، دا لړزه به لا نورهم ویده خلک راویښوي ، کله چې ولس راویښ شو نو یو پاڅون منځ ته راځي او بیا هیڅ قدرت ددغه پاڅون مخه نیولې نه شي .
ټول هیوادوال په دې خبره پوهیږي چې د ولسمشر شا او خوا خاماران پراته دي او دی یې سخت محاصره کړی دی . په دی حقیقت هم خلک پوهیږ ي چې دا خاماران د ولسمشر کرزي په موجودیت کښې خاماران دي ، که کرزی صاحب د ولسمشرۍ له مقام څخه لر شي نو دا خاماران بیا د ټینګې نه دي ، دوي به بیا په سوړو ورننوځي . مونږ له ولسمشر نه غواړو چې ولس ته مخه کړي ، ولس ته ځان ورنږدې کړي او وکوري چې ولس څه غواړي او څه وایي . د ولس د زړه زخمونو ته دې وکوري چې وینې ترینه څاڅي ، د ولس په بد حال دې نظر وکړي، د هغوي حقوق دې په

لاس ورکړي ، که ولسمشر د ولس حقوق په لاس ورنکړي نو غاړ ه به یې بنده وي او خدای به ورنه هرورمر پوښتنه کوي

- - ددې د پاره چې ولسمشر انصاف کړی وي او له عدالت څخه یې کار اخستی وي نو بهتره ده چې په تقلب کې پارلماني ټاکنې لغو کړي او په دې توګه د ولس په مرۍ ایښودل شوې تیره چاړه لر کړي .
- ولسمشر دې ووایي چې د نړۍ په کوم هیواد کښې داسې بې حیثیته او چټلې ټاکنې شوي دي . ولسمشر دنیا لیدلې ده ، د دنیا هیوادونه یې لیدلي او له هر څه نه خبر دی . د کاونډي هیواد ایران له ټاکنو نه هم خبر دی .
- یوه بله غوښتنه هم له ولسمشر څخه لرو او هغه دا چې د خدای لپاره دې له کاونډي هیوادو سره په پټې معاملې نه کوي . څه موده د مخه ټولې دنیا ته دا خبره څرګنده شوه چې د افغانستان جمهور رئیس د خپل دفتر د مصارفو د پاره له ایران څخه پیسې اخستي دي . دا څومره د شرم خبره ده . دا ددې مانا ورکوي چې یو څوک د خپل کور د خرڅ د پاره د بل چا نه پیسې اخلي . مونږ افغانان یو او افغانان ډیر با غیرته خلک دي.
- ولسمشر د ټولو افغانانو ولسمشر دی ، که دی کوم کار کوي نو نام نیګي او بد نامي یې دواړه د افغانانو په نوم تمامیږي.
- هیله ده چې ګران ولسمشر به هغه اقدامات وکړي چې د هیواد او د هیواد د شریف او با عزت قام په نفع تمام شي .
ما علینا الا البلاغ

بهادر خان

Print


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!