| کـــــــور |
فارياب : په يوه چاودنه کي پنځه تنه وژل سوينيټه : 2010-08-03په فارياب ولايت کي په يوه چاودنه کي پنځه تنه وژل سوي . نوموړي کسان تېره ورځ مازديګر مهال هغه وخت د قيصر ولسوالۍ په مربوطاتو کي ووژل سول چي کله يې موټر د سړک د غاړي پر يوه ښخ سوي ماين باندي وخوت . د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال محمد افضل ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نوموړي کسان د قيصر څخه روان ول چي پر موټر يې چاودنه وسوه او د يوه قومي مشر په ګډون پکښي پنځه تنه ووژل سول . ©
Copyright 2008. All rights reserved.
Contact: Webmaster
|