وخت خبرى اژانس
ترينكوټ- ارزگان
دمرغومي ۱۰مه
دارزگان ولايت امنيتى چارواكي وايى ددغه ولايت مركز په دوه مسجدونو كې پردرسونو بوختو ماشومانو سرونه دنامالو كسانو له خوا په چړو پرې شوي دي.
پېښه دارزگان مركز ترينكوټ ښارته څيرمه دسرخم سيمې په دوه جوماتونو كې رامنځ ته شوې او وژل شوي طالبان دهلمند ولايت اوسيدونكي و.
دارزگان ولايت دامنيت امر گلاب خان وخت خبري اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: ((په وژل شويو كوچنيو طالب علمانو كې ۲ تنه په چړې حلال شوي او ۵ نورپه چړو ټوك ټوك شوي دي.))
گلاب خان په وينا، د ۸ ماشومانو نه يوتن ژوندى پاتې دى چې پرټول وجود يې سخت ټپونه خوړلي او اوس تردرملنې لاندې دى.
دهغه په وينا دپاتې شوي يوه ژوندي طالب علم صحي وضعيت هم داندېښنې وړدى.
دارزگان امنيتى مسوولينو په وينا، دوژل شويو طالب علمانو څخه د دوه تنو عمرونه ۱۸ كاله او پاتې نور له هغوى ټيټ عمرونه لري.
ددغه ولايت مسوولينو په وينا، پېښه بيگا شپې مهال رامنځ ته شوې او ۴ تنه چې طالبانو ته ورته دي دپېښې له ځايه نيول شوي دي.
دهغوى په وينا،دنيول شويو كسانو څخه پلتنې روانې دي او ۲ تنه نور له سيمې نه په تېښته بريالي شوي دي.
ددغه ولايت پوليس وايى دغه ماشومان طالب علمان دسرخم سيمې په دوه جوماتونو كې په دينى زده كړه بوخت و او ښايى بل جرم ونه لري.
دارزگان ولايت مطبوعاتي مسوولينو هم پېښه تاييد كړې خو نورجزئيات يې ورنكړل.
تردې دمه هيچا دپېښه پړه نه ده منلې او نه هم ددغې عام وژنې لاملونه په گوته شوي.
خو يو شمير ځاى استوگنو چې نه يې غوښتل نومونه يې واخيستل شي وخت خبري اژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي چې دغه ځوان طالب علمان دولت ته دجاسوسى پرتور وژل شوي.
ځنې نورخلك بيا وژل شوي ۷ تنه ځايى پوليس گڼي.
خبريال: نثار جمال په ارزگان كې دوخت خبريال
اډيټ: طيب
