Hewad Afghanistan
کـــور

2010-12-10

دغزني پارلماني ټاکنی

Date: 2010-12-10

د غزني ولا یت پارلما نی ټا کنو یو ځل بیا دا په ډاګه کړه چه پښتون ټبر( قوم) یو زړه سوا نده مشر نه لري.
ګرانو دوستانو، څرنګه چی ټول افغانان پدی پوه دي چه د افغانستان د اسا سي قانون په اسا س دولسي جرګی دو کیلا نو شمیر او تعداد د هر ولا یت نه د نفوس په معیار انتخا بیږي او هر و لا یت ته د نفوس د شمیر په نظر کی لرلو سره دوکیلانوسهم او برخه ورکړشویده نو پدی اساس د هیواد په هغو ولسوالیو کی چه امنیتي وضع ښه نه وه او خلک یا ولس ونه توا نیدل خپل د نظر وړکاندید ته رایه ور کړي فلهذا دهغوولسوالیو دتعداداونفوس په نظرکی لرلو سره متناسب دوکیلانو څوکی با ید خا لي او تشی پریښودل شي او هر کله چه امنیتي وضع ښه شوه نو بیا دی هلته انتخا بات وشي او د خلکو د نظر وړ کاندید دی معرفي شي.
تر کومه ځا یه چه لیدل کیږي او سنۍ پا رلمان یا ولسي جرګه یواځی او په ځانګړي توګه دقومي اوسمتي ګرو پونونما یند ه ګي کوي نه د ټول ولا یت او ملت ، بنآ د یوی یا څوولسوا لیونما ینده ګان نشي کولای دټول ولا یت نما ینده ګي وکړي او د قوانینو د تصویب په وخت کی د پا تی ولس نظر تسجیلولای نشي.
ولسي جرګه خو د ولس له نما یندګانوڅخه یو جوړ شوی ار ګان دی، هلته چه د ولس نما ینده بنا پر مختلفو دلا یلواو له هغی جملی نه د امنیت نه تا مینول چه د دولت اساسي وظیفه ده د خلکود مستقیمو رایو په اساس انتخاب نشي دلته دولس څه ګنا ده ، او ایا داد انصاف خبره وه چه دنمو نی په تو ګه د غزني ولا یت د ۱۶ ولسولیو نه صرف په ۴ ولسوا لیو کی امنیت ټینګ وی نو بیا د پا تی نورو ۱۲ ولسوالیوسیاسي واک هم همدوی ته پریښودل شي البته داد عدالت او انصاف نه لیری پریکړه ده ، چه پدی پریکړی او بی عدالتي حتا د انګلستان سفیرپه افغانستان کی هم خپله حیرانتیا ښکاره کړه او دخپل افسوس د ښودلو په خاطريي دافغان دولت او د ټاکنو کمیسون ته دا وړاندیز وکړچه د غزني ولایت دکاندیدانو پا یلی با ید اعلان نشي خو چا ور ته غوږ ونه نیوه اود محترم مو لا نا فضل احمد معنوی له خوا پا یلی په ډاګه اعلان شوی، په هر صورت مو نږ پښتانه دا نه وایوچه هزاره ورونه پدی پارلمان کی دا حق نلري ، مګر ددوی د عکس العملونه دا سسی بریښي چه دوی به صرف د خپلو ګټو مدافعین وي نه د ټول غزنی و لایت.
مګر دوستانودادتعجب وړ خبره نه ده ځکه چه پدی ورستیو کلونو کی هزاره ټبر( قوم) د یو ستر مشر په درلودلوسره د افغانستان لوی اکثریت تشکلوي نه د نفوس په توګه، دا په دی معنی کله چه د میدان وردک په ولایت کی په یوه ډیره وړه حقو قي موضوع چه د میشته اوسیدونکو او کو چیانو تر مینځ دمځکی او څړ ځا یونوپر سرمشکلات را پیداشول نو محترم عبدالکریم خلیلي د جمهوری ریاست دو هم مرستیال چه دموضوع د حلولولپاره سیمي ته ورغی او د خپل قوم خواته ولاړ او خپله سینه يي هغوی ته وډبلوله او داسي وویل( دکرزي په شان کمزورۍ خو زه نه یم چه به ډارکړم + په ښکاره ناری وهم چه هزاره یم ) او خپل هزاره قوم ته يي ډاډ ورکړ چي زه به حتمآ کوچیان له سیمي با سم ، په رښتیا سره تر څو چی کو چیان يي له سیمي نه ونه شړل حتی خپلی رسمي دندی لپاره راستون نشو، دکومی دندی لپاره چی دی له جناب جمهور ریس او د هغه له لمړي مرستیال سره یو ځای سوګند یاد کړی ووچه زه به د افغانستان ټولو خلکواو ولسو نوته خد مت کوم نه کومی خا صی ډ لی ، یا قوم ته ، خو هغه سوګند یي تر پښو لاندی او هیر کړ. ا یا دلته زمونږ هزاره ورونه چه په ټول احترام او در ناوی سره چی ددی له ټو لو سیاسي ، اجتما عي ..... حقو قو خاوندان دي بیا داسی عمل ونکړي ?
درنو لوستونکو ، دپورتنیو څو ټکو په نظر کی لرلوسره که یو پښتون مشر( اول خو نشته) که چیری وای داسی یو عمل لکه څنګه خلیلي صا حب د هزاره قوم په خاطر وکړ، کړۍ وای نوهزاره قوم به زمونږ پښتنون قوم په مقا بل کی څو مره غبرګونونه ښودلی وای اما مونږ پښتا نه همیشه او هر وخت پټه خوله پا تی شوي یو دا ځکه چه پښتنوته څر ګنده شوی ده چه د افغانستان په تا ریخ کی په پښتون قوم یو داسی مشر پیدا نشو چه دپښتون قوم نه يي په ډاګه ملا تړ کړی وي ، ورونو، مشر خو لا څه حتی یوغمخورپښتون وزیرهم د افغان دولت په کا بینه کی پیدا نشو چه د پښتنويي په ډاګه ملا تړيي کړی وي او که کوم پښتون وزیر وو هغه ته يي د مرګ جام ور په برخه کړ.
ګرانولوستونکو ، ټولو افغانانو ته معلو مه شوی چه د سمتي او قوم پرستي انګیزه یواځی دهزاره ورونو په فکرونو کی شته د نمو نی په تو ګه کله چه د بن په غونډه کی د افغانستان د دولت په خا طر کوم تشکیل جوړشو نو د تجارت وزارت هزاره ورونو ته په نښه شو او وزیر يي خدای بخښلی کا ظمي صا حب و ټا کل شو، خو کا ظمي صا حب د هزاره قوم د تیرو کړاونو او مشکلاتو په نظر کی لرلو سره په خپله دنده کی یو داسی تګ لاره غو ره کړچه دوزارت په تشکیل کی د وزارت مقام نه نیولی تر پیا ده پوری ټول هزا ره ورونه په دندو و ګمارل ، حتی د افغانستان په بهرنیو سفارتونو کی د اتشه تجارتي په پوستونو کی ټول هزاره ګان مقرر شول ، خو خبره داده چه پښتنو د تا ریخ په او ږدو کی داسی کار نه دی کړی، او اوس چه کوم پښتانه ورونه د طا لب او ملا په نوم دووطن د ازادی په خا طرقرباني ور کوی هغو ی هم په لوی لاس هزاره ورونو او نورو ته دا زمینه برابره کړی چه په پارلما ني ټا کنو کی دی بر یا لي شي او داسی ګمان بریښي چی پښتانه طالبانو د هزاره ورونوسره لاس یو کړی دی ، نو ځکه يي په پښتنو سیمو کی په پارلما ني ټا کنويي بندیز لګولی وو.
ګرانو لوستونکو ، هغه ورور چه د محمد اسلم سلیم په نامه د خاوران په سایت کيئ د غزني د ټا کنو په هکله څه لیکلي دي ، د هغه ورور ټولی خبری بی بنیاده دي ځکه چه هغه په کرزي صاحب دا تور لګولی چه په خپل اداري تشکیل کيي ټول افغان ملت ورونو ته ځای ورکړی دی نو ځکه کرزی صاحب د غزني د ټا کنودپا یلو د اعلان سره خپل مخا لفت ښيي، نوزه ددی ورور په ځواب په احترمانه توګه داسی وایم ، چه اول خو کرزی صا حب هیڅ وخت او په هیڅ ځا ی کی د پښتنو دګټو د خوندي سا تلو په خا طر کو مه د فاع نده کړی او که يي دفاع کولای نو د ومره مشکلات اوبد بختي چی همدا او س په پښتنو روانی دي دا به نه وای ، دوهم دا چه محمد اسلم ورور د افغانستان په هکله او د افغانستا ن د اداری تشکیل په مورد کی پوره معلومات نلری نو ځکه زه فکر کوم چه دا ورورد افغانستا ن نه بهر په کوم بل ملک کی ‌ژوند کوي نو ځکه د لیری نه دا فکر کوي او که په داخل کی وای نو حتمآ ده ته به دا پته لګیدلی وای چه همدا اوس د کرزي صا حب په اداري تشکیل کی ټول هغه ستمیان دي چه د افغانستان د تجزيي او بحران د پاره لمن وهي او د همسا یه هیواد ګټی د خپل و طن د ګټو نه بهتر ګڼي اوخپل ملي عنعنات ، دود او دستور يي ترپښو لا ندی کړی او د کرزی په اداره کی د همسا یه هیواد د یو اجنټ په توګه دنده سرته رسوی ، نو په اخیرکی د محترم ورور محمد ا سلم نه احترامانه هیله کوم مخکی دد ی نه چی د یو موضوع په هکله څه ووايي با ید د هغی مو ضوع په مورد کی پوره معلو مات ولری.
ګرا نو لو ستو نکو ، هیله کوم د پورتنۍ مو ضو ع په هکله ستا سو د وړاندیزو نو او نیوکو غوښتو نکۍ یم ، په درنښت
/انګار وطن پال

دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون او جنګي جنایتکاران

Date: 2010-12-10

په ۱۳۸۹ کال کې دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون دریسې په توګه دمیرمن سیما سمر د کار موده پای ته رسیدلې وه، خو اوس چې له هغې نیټې څخه کابو پنځه کاله تیریږي دا لا هم ددغه کمیسیون دمشرې په توګه خپل کار ته دوام ورکوي.نه خو دکوم قانوني ارګان له خوا ددې د دندې موده غځیدلې ده او نه هم په دې اړه د اهل حل وعقد شورا په څیر کومه فرمایشي غونډه رابلل شوې ده.سره له دې چې په دې موده کې ډیر داسې سندونه افشا شوي چې ښیي دبشري حقونو دکمیسیون مشرتابه او پخپله میرمن سیما سمر پخپله له داسې کسانو څخه ده چې دخلکو پر حقونو پښې ږدي او په دې کمیسیون کې دفساد ډیرې بیلګې تر سترګو شوې دي.په دغې آغلې داسې تورونه هم لګیدلي چې انکار ترې نه شي کیدای او نه یې دوی تر اوسه کوم سپیناوی کړی دی.
دافغانستان د ولسي جرګې غړي نجيب الله كابلي څو کاله وړاندې ویلي و چې سیما سمر د رشوت په بدل کې د جنایتکارانو نومونه له لیست څخه ایستلي دي د افغانستان د ملي مشاركت جبهې ريس او د ولسي جرګې وکیل نجيب الله كابلي هغه وخت په میرمن سیما سمر تور ولګاووچې د دغه كميسيون له نوم او حيثيته شخصي ګټه اخلي او په لوى لاس يې د جنګي جنايت كارانو او د بشر د حقوقو د تېرې كوونكو د محاكمې مخه نيولې ده. نجيب الله كابلي هغه وخت په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې وويل، دا، چې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون په تېرو اتو كلونوكې د يوه جنګي جنايت كار نوم هم افشا نه كړى شو، علت يې په دغه كميسيون كې موجود اداري فساد دى.
نوموړي ویلي و، ميرمن سمر د رشوت په بدل كې د جنګي جنايت كارانو له ليست نه د ځينو كسانو نومونه لرې كړي دي ده دغه راز ویلي و؛
“دوستانو موږ داسې اسناد لرو، چې يوې ځانګړې محكمې ته به يې وسپارو، دا اسناد ښيي، چې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون له ځينو رهبرانو او قومندانانو دوه دوه نيم لك ډالره باج اخيستى دى او په جنايتونو يې سترګې پټې كړي دي، د څو تنو ليست يې جوړ کړی دى او د ځينو نورو، چې هغوى هم جنايت كاران دي، ليست يې نه دى جوړ کړی. د بشر د حقوقونو كميسيون په خپله په يوه مافيايي باڼد بدل شوى دى.”
كابلي همداراز وويل، د بشر د حقونو په خپلواك كميسيون او د شهدا ارګناييزشن په نوم ټولنه كې، چې سيما سمر يې مشره ده ، له كونډو او نجونو څخه جنسي ګټه اخيستل كيږي.
میرمن سمر د کمیسیون ډیر واکونو خپلو خپلوانو او خپلو تنظیمي انډیوالانو ته سپارلي دي نوموړې چې د حزب وحت اسلامي د رهبري شورا غړې ده زیاتره پریکړې دهمدغه تنظیم په خوښه کوي په کمیسیون کې زیاتره مقررۍ د سیاسي تنظیمي او قومي اړیکو له مخې کوي.لکه څنګه چې وویل شول دا دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون له پانګې څخه تر ډیره شخصي ګټه اخلي د روان کال دلیندۍ په 12 نیټه د هیواد یوه خصوصي ټلویزیون هغه اسناد وښودل چې د میرمن سیما سمر د ا ډول استفادې په ډاګه کوي. دې په یو سلو شل زره ډالره موټر اخیستی چې خپله دا ترې ګټه اخلي دغه راز بهرنیو سفرونو ته دزیاتو سفریو او لګښتونو سره خپل خپلوان استوي. دې کمیسیون ونه شوای کړای چې په تیرو نهو کلونو کې آن دیوه تن جنګي جنایتکار نوم هم واخلي.
په داسې حال کې چې دافغانستان خلک په بې صبرۍ سره شیبې شمیري چې دخپلو عزیزانو قاتلین او دوطن د ورانونکو محاکمه پخپلو سترګو وویني یا یې لږتر لږه نومونه څرګند شي خو دغه کمیسیون لا هڅه کړې چې دغه نومونه پټ وساتي.کله چې ددوی دکارونو په اړه پوښتنه کیږي نو ددغه کمیسیون چارواکي وایي چې دوی په دې اړه څیړنه کوي دادی نهه کاله تیر شول خو ددوی د څیړنو عملي نتیجه چاونه لیدله.
له دې او دې ته ورته خبرو له شته والي سره سره لا هم سیما سمر چې دکار موده پنځه کاله دمخه پوره شوې پرخپل ځای ده او ددغه کمیسیون کارونه چې ټولو هیوادوالو ته دپوښتنې وړ دي هیڅ کوم مسوول او قانوني ارګان ونه ارزول.
زموږ په هیواد کې دبشري ضد جنایتونو د بیا بیا تکرار یو اصلي علت هم دادی چې چا کوم جنګي جنایتکار ته ونه ویل چې په اصطلاح پر مخ دې څو ګلونه دي دغه جنایتکاران ورځ په ورځ سپین سترګي کیږي او پیاوړي کیږي په کار ده د بشر د حقونو د خپلواك كميسيونکارونه وارزول شي او دافغانستان خلکو ته ددغه کمیسیون دکارونو په اړه رپوټ ورکړل شي.

//روښان

ټولټاکنی اوکه په زورټاکنی

Date: 2010-12-10

ټولټاکنی په هغه ټولنو کښی چه ټولنیزاوسیاسی نظام په ټولنه حاکم اوټولنیزاقتصاددخلکود اړتیاو تر یو بریده بسینه وکړی،دپوهاوی کچه په ټولنه کښی خپل طبیعی پړاو سرته رسولی وی،ټولنیز ذهنیت دحکومت په وړاندی روڼ اواداره هم دخپل ملت داستازو په واسطه تصویب شوی اساسی قانون په چوکاټ کښی دندی سر ته ورسوی درایو ورکول او اخستل دهغه چا په واسطه چه دپوهی ،درک،ټولنیزموقف اوفزیکی سالم روغتیای وړتیا لرونکی وی دویلو اوکولو تر مینځ د نه واټن په صورت کی خلکو ته دخدمت کولوټټروهی د خلکودچاروواګی دخلکوله خوا پر مخ ویوړل شی ټولنیزی ستونزی په ټولنیزو پریکړو د ټولنی داستازوله خوا دموکراسی بلل کیږی٠چه دغه اصل داسلام په سپیڅلی دین کښی هم په واضیح ډول بیان شوی دی پرته دپورتنیو اصلنو د هر ډول دموکراسۍچیغی وهل سیند ته کاڼی ګوزارل اویا دخپل ملت په سترګوکی خاوری اچول دی ٠ که موږدخپلی ټولنی شرایط په نظر کی ونیسو ،ایا کیدای شی چه دیوی خوادټوپک شپیلۍ توده وی اودبلی خواسیاسی ذهنیتونه اونیتونه دحکومت اواداری په وړاندی په زهرو ککړ وی،اقتصاد هم دداخلی اوبهرنی مافیا په لاس کښی وی دخلکواراده په زور او زر واخستل شی ،څارونکی اودپروسی کارکونکی خپله په فساد ککړ وی هیواد هم د ستر ښکیلاک اود ګاوڼډی هیوادونودهرډول کلتوری،اقتصادی،مذهبی،ژبنیز،توکمیزاوحتی نظامی تیری جال کښی ښکیل وی،دټاکنو دنتیجی تر مخه دښکیلو کړیویوبل ته مبارکی او خوښی
دااطمنان په ډاګه کوی چه زموږپه هیوادکښی نه دموکراسی شتون لری اونه هم دمنلو
وړده نه هم دغه ډراموی ټاکنی چه په زهرجنو لاسوهنو دسره شوی ،په هیڅ ډول نه حقوقی اونه هم ټولنیز مشروعیت لری ځکه دخلکودارادی دتمثیل هیڅ څرک پکی نه دسترګو کیږی٠
دمحترم یون صاحب،منشی صاحب اوفضلی صاحب ګډه ناسته چه دشمشاد دښکلی تلویزیون دڅپودلیاری خپره شوه کلک ملاتړ څرګندوم اودهغوی دغه سپړنیزی مباحثی لکه په هیواد هر مین هیوادوال طبیعی او اخلاقی حق ګڼم ،اودورته سپړندویه مرکو ته ټول روڼ اندوهیوادوالو دملاتړ هیله لرم٠

اوداهم دیو تریخ حقیقت په بڼه ومنو چه دستر ښکیلاک په شتون کښی اودملی وحدت ضد عنلصرو چه داقلیتونو دګریوانه سر راوباسی دخلکوملی ارادی اوستراکثریت په وړاندی په پردی مټ اومالی مرسته لومړی ملی اوتاریخی ویاړنی چه زموږد دهیوادجغرافیوی اوتاریخی میراث راپیژنی له مینځه یوسی ژبنیزه اوتوکمیزه تفرقه رامینځ ته اوډیر ځله دکلتورې یرغل زمینه برابره وی دملی مفاهمو اواشخاصو سپکاوی کوی اوبیادقدرت اوواک ګدۍ ته دهرڅه نه په تیریدو په ډیره یشرمۍ ځان رسوی تر څووکولای شی دخپلی وړتیا دښودلودپاره دغلامۍ کړۍ دتل لپاره په غوږ کښی ولری اودمریتوب په زنځیر زموږویاړلی ملت کلک وتړی،روابط په ضوابطو
لوړبولی،معامله ګری دځان هنر ګڼی ،تاریخی اوملی ویاړنی په شخصی نفعه دقمار په میدان ږدی په ټولنیزذلت کښی ځان خوشحاله محسوسه وی اوورته نور٠٠٠

په لڼډه توګه بایدووایم چه ورته عناصرددموکراسۍ دکلمی نه په ګټه نه دملت درد دوا کولی شی او نه هم داسورۍ شوې کښتۍ دساحل غاړی ته رسولی شی٠ په ډیره پښتنه مینه ا ف صافی٠

2010-12-04

ډاکټر عمر زاخېلوال د استعفاء وړانديز کړى دئ

Date: 2010-12-04

د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال د ويکي ليکس هغه سند وغانده، چي د ده له خولې افغان ولسمشر حامد کرزى کمزورى شخصيت پکښي بلل سوئ وو.
ډاکټر عمرزاخېلوال وويل ښايي د ويکي ليکس دغه اسناد د امريکا او افغانستان پر اړيکو منفي تاثير وکړي.
نوموړي رد کړه چي ګنې د امريکا سفير ته يې ويلي وو، چي حامد کرزى يو بې حده کمزورى شخصيت دئ، او زياته يې کړه چي ښايي آيکن بيري د کرزي په اړه خپل نظر د ده له نوم سره تړلى وي.
ډاکټر عمرزاخېلوال دغه خبره په کلکو ټکو رد کړه او دا کار يې د هغه کس اخلاقي کمزوري وبلله، چي په ده پسي يې دغه درواغ غوټه کړي دي.
ډاکټر عمر زاخېلوال وويل د ويکي ليکس دغه سند نه يوازي د ده او امريکايي سفير ترمنځ باور زيانمنوي، بلکي نور افغان وزيران به هم د امريکا پر سفير آيکن بيري باندي باور له لاسه ورکړي.
ډاکټر عمر زاخېلوال له امريکا سره د اړيکو د خرابۍ اټکل کوي، خو د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيد عمر بيا ويلي چي د ويکي ليکس اسناد د افغانستان او امريکا پر اړيکو تاثير نسي کولاى.
بلي خوا ته د آزادۍ راډيو وايي ډاکټرعمر زاخېلوال د افغانستان ولسمشر ته خپله استعفاء هم وړاندي کړې ده، خو جمهوري رياست په دې اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي د ويکي ليکس يو سند چي پرون مطبوعاتو ته راووتئ ويلي وو چي د افغانستان د ماليې وزير حامد کرزى کمزورى شخصيت بولي، د کورنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر ويلي چي کرزى د امريکا پاليسي نسي درکولاى، او د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ بيا ويلي وو چي د تير کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته د افغانستان حالت داسي سوئ لکه په نويمو کلونو کي چي مجاهدينو د واک پر سر جګړې سره کولې.

ولسمشر کرزى او رضا ګيلاني خبري ګډ کنفرانس ورکړ

Date: 2010-12-04

د پاکستان لومړى وزير سيديوسف رضا ګيلاني چي نن د شنبې په ورځ کابل ته په دوه ورځني سفر راغئ، له ولسمشر کرزي او د کابينې له غړيو سره يې وکتل.
د افغانستان ولسمشر له رضا ګيلاني سره يو په يو اوږده ليدنه هم کړې او د افغانستان، سيمي او نړۍ والو مسايلو په باب يې خبري سره کړي دي.
ولسمشر کرزي په خبري کنفرانس کي وويل چي موږ بايد دا تحليل کړو چي آيا د افغانستان ګډوډۍ ټولي د پاکستان له لاسه دي او که دلته داسي پټ لاسونه موجود او توطيې رواني دي چي دواړه هيوادونه کمزوري کړي.
د پاکستان لومړي وزير رضا ګيلاني وويل چي د ده هيواد تر بل هر هيواد تروريزم قرباني دئ او په دې لاره کي د دواړو هيوادونو ترمنځ همکاريو ته اړتيا ده.
د پاکستان صدراعظم چي د کابينې له لوړ پوړو وزيرانو او پاکستاني سوداګرو سره په ملګرتوب راغلى دئ، په پام کي ده چي د سولي د عالي شورا له مشر برهان الدين رباني سره هم وويني او سبا به د افغان سوداګرو سره يوه ګډه غونډه ولري.

یو بهرنی عسکر په ختیځ کی مړ سو

Date: 2010-12-04

اټو لیکی چی نن د هېواد په ختیځ کی یو بهرنی پوځی په غیر جنګی فعالیتونو کی مړ سو خو نور تفصیل یې ورنکړ .
بلخوا ، د امریکا ( کونترا کوستا ټایمز ) لیکی چی هغه بهرنی پوځی چی وړمه ورځ په افغانستان کی وژل سوی و ، امریکایی مرین پوځی و .خو نور وضاحت یې ورنکړ .
په دې سره د ډسمبر په روانو څلورو ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۵ ته ورسېدل چی دوه یې امریکایان دي .

افغانستان د لویو وچو د سیالۍ اتل شو

Date: 2010-12-04

د افغانستان ملي لوبډلې د سکاټلینډ هیواد لوبډلې ته په ۸ وبکټو د لویو وچو د جام په پایلوبه کې ماتې ورکړه او د لویو وچو د جام یا انټرکانټینټل د سیالۍ اتل شو.

د سکاټلینډ هیواد په دویمه پاڼۍ کې افغان ملي لوبډلې ته ۸۲ منډې وکړي او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل، په لومړۍ پاڼۍ کې افغان ملي لوبډله د سکاټلینډ هیواد ۴۲ منډې پوره وړې و، په دې حساب سره چې د سکاټلینډ د منډو شمېر ۴۱+۸۲= ۱۲۳ ته ورسید او افغان ملي لوبډلې ته یې ۱۲۴ هدف وټاکه.

افغان ملي لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې پرون ورځ په ۶۴ منډو د سکاټلینډ ۶ لوبغاړي سوځولې و او نن ورځ یې چې په توپ اچونه سهار ۹:۳۰ بجې پې وکړ د سکاټلینډ پاتې ۴ لوبغاړي وسوځل.
افغان ملي لوبډلې د دویمې پاڼۍ په توپ وهنه پېل وکړه د پخوا په څېر د پېل توپوهنه کریم صادق شروع کړه خو په منډو وسوځید، شبیر نوري ۳۵ منډې وکړي او شهزاد محمدي منډې، نوروز منګل د ملي لوبډلې د اوږدو لوبو کپتان ۱۷ منډې وکړي وسوځید د لوبې ګټلو ته محمد نبي راوتلو او ۶ منډې یې جوړې کړي او لوبې ته یې د پای ټکې کیښودلو.

شهزاد محمدي نن ښه توپ وهنه وکړه نیمه سلیزه یې ووهله .
د لویو وچو د پایلوبې غوره لوبغاړی حمید حسن شو، حمید حسن په دې لوبه کې ۸ ویکټې واخستلې او په ټول سیالۍ کې یې د ویکټو شمېر ۴۳ ته رسیږي، زیات امکان شته چې د کرکټ نړیواله شورا یې د لویو وچو د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان کړي.

د افغانستان د دویمې پاڼۍ د منډو شمېر پاڼه:
د افغانستان لپاره د دې لوبې ( انټرکانټینټل) ډیر اړین و، د لویو وچو د سیالۍ اتلولي کولای شي د افغانستان کرکټ ته د کرکټ د نړیوالې شورا دیر پام راواړوي.

د لویو وچو اتلولۍ سره به افغانستان د کرکټ نړیوالی شورا په دې قانع کړي چې افغانستان ته د اوږدې لوبو کولو ویاړ ور په برخه کړي، او که اوس ورته د کرکټ نړیواله شوره د اوږدو لوبو کولو ویاړ ورنکړي نو د دې لوبې کولو سره افغان ملي لوبډله وتوانیده چې د اوږې لولو کولو سټیټس ته ځان ورنږدي کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ټول افغانانو ته په هیواد کې او له هیواده بهر د دې ویاړ د ګټلو مبارکي وايي.

یادونه: افغان ملي لوبډله به په راتلونکو دوو ورځو کې هیواد ته د لویو وچو د جام او په اسیاد کې د سپینوزرو د مډالونو سره هیواد ته ستنیږي.

هیواد د ستنیدلو بشپړ وخت یې معلوم نه دي خو چې کله کرکټ بورډ پرېکړه وکړي تاسو ته به معلومات درکړل شي


راحیله جواد

په ټاکنو کې تقلب که ټاکنې په تقلب کې

Date: 2010-12-04

پرون شپه مې د شمشاد له تلفزیون څخه د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه یو تود بحث ولید چې پکې دریو ښاغلو هریو استاد محمد اسماعیل یون ، معین مرستیال او محمد معروف فضلی ګډون کړی ؤ.
له هر څه نه اول د شمشاد له تلفزیون څخه مننه کوو چې دداسې خپرونو په وړاندې کولو سره د خلکو د درد ونو او بې عدالتیوآواز چارواکو ، اولس او نړیوالو ته رسوي .
په دغه بحث کښې ښاغلی مرستیال چې ولسي جرګې ته د کندوز له ولایت څخه نوماند ؤ وویل چې په کندوز کې د پنجشیر د ولایت تاجک نوماند او د بغلان د ولایت څخه یو هزاره نوماند کامیاب کړای شوي دي . نوموړي زیاته کړه چې په حقیقت کښې په دغو جعلي انتخاباتو کښې د افغانستان د خلکو حقوق تر پښو لاندې شوي دي او په ټاکنو کښې د انتخاباتو کمسیون ، قضا ، یو شمیر قوماندانانو او والیانو لاس وهنې او مداخلې کړي دي چې د افغان میړني ولس ته د منلو وړ نه دي.
ښاغلی معروف چې له هرات څخه ولسي جرګې ته نوماند ؤ وویل چې په هرات کې بلوڅانو او طاهري قوم ته هیڅ څوکۍ په لاس نه ده ورغلې او ددوي حقوق خوړل شوي دي . ده زیاته کړه چې په ټاکنو کې کاونډي هیواد لاس وهنه او مداخله کړې او د خپلې خوښې استازي یي بریالی کړي دي. ښاغلی معروف همداشان د تورن اسماعیل خان موضوع ته اشاره وکړه چې د تلفون په کرښه یې د ټاکنو د کمسیون یو غړي ته هدایت ورکولو چې فلاني وکیلان چې پخپله ښاغلی معروف هم پکې شامل دی ، باید په هیڅ صورت ولسي جرګې ته لار پیدا نه کړي .
ښاغلی یون د غزني ولایت انتخاباتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په غزني ولایت کې ۸۰٪ پښتانه دي خو ددوي یو استازی هم ولسي جرګې ته لار نه ده موندلې او د غزني له ولایت څخه ولسي جرګې ته ټول بریالی استازي هزاره ګان دي چې دا یوه لویه فاجعه ده. ښاغلی یون همداشان د احصائیو له مخې ثابته کړه چې دا ټاکنې له تقلب څخه ډکې وې چې دا په حقیت کښې په تقلب کې ټاکنې ګڼل کیږي.
خبره داده چې د انتخاباتو د رئیس په حیث د ښاغلي معنوي ټاکنه یوه بې ځایه او غلطه ټاکنه وه . ښاغلی معنوی په اصل کښې په یو تنظیم پورې تړلی سړی دی او ددغه تنظیم په راس کې اپوزسیون قرار لري. ډاکتر عبدالله عبدالله د انتخاباتو د کمسیون له پخوانی رئیس ښاغلی عزیزالله لودین سره مخالف ؤ او تل به یې د هغه د لر کیدو غوښتنه کوله ، کله چې هغه کوښه کړای شو او په ځای یې معنوي صاحب انتخاب شو نو ډاکتر عبدالله دده په ټاکنه مثبت عکس العمل ښکاره کړ. دا یو جوړ شوی پلان ؤ چې ددې پلان په جوړولو کښې د کرزي صاحب رقیبانو لوی لاس درلود . کرزی صاحب د خپلو رقیبانو په دام کښې ګیر شو او معنوی صاحب یې د انتخاباتو د کمسیون د رئیس په حیث ومانه . له کومې ورځې نه چې معنوی صاحب د ټاکنو په اصطلاح د خپلواک کمسیون د رئیس په حیث وټاکل شو نو د افغانستان په سیاسی فضا کښې د یو بل سیاسی بحران د توپان آثار په څرګندیدو شول . جناب کرزي صاحب ته په کار وه چې له سیاسی بصیرت څخه یې کار اخیستی وې او د ټاکنو د کمسیون د رئیس او غړو په ټاکنه کښې یې سم غور او دقت کړی وې.
اصلی خبره داده چې د انتخاباتو د کمسیون د رئیس په حیث د معنوی صاحب په ټاکنه ، د ټاکنو بنسټ خراب او کوږکیښودل شو اوس چې کومه ماڼۍ په دغه بنسټ جوړیږي هغه په هیڅ صورت دریدلې او مقاومت کولای نه شي او په لږ توپان سره به رانسکوریږي ان شاء الله .
حقیقت دادی چې دغو ټاکنوپه هیواد کښې په نوم دیموکراسۍ ته ډیر سخت تاوان ورسولو . د حیرانتیا خبره خو داده چې امریکه او نور اروپایي هیوادونه د دیموکراسۍ خبرې کوي او بیا پخپله د شرم نه د ډکو او غیر دیموکراتیکو انتخاباتو تائید کوي ، د معلوماتو له مخې داروپائي ټولنې مشرتابه او یوناما ، یو شمیر افغاني چارواکو ته د انتخاباتو د پایلو مبارکۍ ورلیږلي دي او د انتخاباتو د سرته رسیدو په خاطر یې خوښي څرګنده کړې ده.
خارجي هیوادونه په حقیقت کښې زمونږ په کورنیو چارو کې ښکاره مداخلې کوي د دغو مداخلو په نتیجه کښې ، دوي غواړي چې زمونږ دهیواد افتخارات او ویاړونه له منځه یوسي ، او د افغانستان د اصیلو وګړو حقوق په ناحقه تر پښو لاندې کړي .
کوم وکیلان چې د تقلب له لارې بریالي شوي دي ، دوي د افغانستان د اولسونو استازیتوب نه شي کولای . کوم استازي چې د تقلب او د ګاونډي هیوادو په مادي مرسته بریالی شوي دي ، دوي اصلا د افغانستان په جغرافیه او ملي افتخاراتو ایمان او عقیده نه لري . دوي د افغانستان په فکر کښې نه دي بلکې دوي د پردیو د منافعو د تامین په خاطر د افغانستان منافع په خطر کې اچوي او په دې توګه دغه هیواد او ددې هیواد شریف خلک د بدبختۍ په سمندر کښې ډوبوي .
ډیره خطرناکه لوبه روانه ده نو ځکه غواړم د هیواد محترم ولسمشر او په ولس او هیواد مین چارواکي ددې لوبې عواقبو ته متوجه کړم .
- راتلونکي پارلمان ته داسې کسان بریالی شوي دي چې له هغوي سره د پردیو هیوادو پیسې او حمایت ؤ ، دوي هیڅکله د ولس نمایندګي نه شي کولای . دوي به په پارلمان کې ټول قوانین په خپله او د خپلو بادارانو په ګټه پاس کوي او هیواد به له ستر ناورین سره مخامخ کوي. دوي به له بلې خوا اولسمشر کرزي ته ډیر تاوان رسوي او مشکلات به ورته پیدا کوي . دوي به ولسمشر ته نږدې قابل وزیران او نور چارواکي استیضاح او سلب اعتماد کوي او په دې توګه به د حکومت او پارلمان تر منځ تشنج پیدا کوي. تیر پارلمان د جمهور رئیس له خوا معرفي شوي هزاره وزیران دوه ځله رد کړل ، دا ځل به هزاره وکیلان خپل انتقام اخلي. دا لوی مصیبت دی ، ددې مصیبت د رفع او دفع کولو د پاره چاره پکار ده.
- که چیرې راتلونکی پارلمان په کار پیل وکړي نو معترض وکیلان چې په حق کې یې نا انصافي شوې ، هغوي به هیڅکله په آرام پاتې نه شي ، هغوی به خپل غږ د ولس له غږ سره یو ځای کوي او د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو د پاره به مبارزه کوي. دا کومه ساده خبره نه ده . دا یوه ملي مسئله ده او ملي مسئله د هیواد په سطح ټول هیواد په لړزه راولي ، دا لړزه به لا نورهم ویده خلک راویښوي ، کله چې ولس راویښ شو نو یو پاڅون منځ ته راځي او بیا هیڅ قدرت ددغه پاڅون مخه نیولې نه شي .
ټول هیوادوال په دې خبره پوهیږي چې د ولسمشر شا او خوا خاماران پراته دي او دی یې سخت محاصره کړی دی . په دی حقیقت هم خلک پوهیږ ي چې دا خاماران د ولسمشر کرزي په موجودیت کښې خاماران دي ، که کرزی صاحب د ولسمشرۍ له مقام څخه لر شي نو دا خاماران بیا د ټینګې نه دي ، دوي به بیا په سوړو ورننوځي . مونږ له ولسمشر نه غواړو چې ولس ته مخه کړي ، ولس ته ځان ورنږدې کړي او وکوري چې ولس څه غواړي او څه وایي . د ولس د زړه زخمونو ته دې وکوري چې وینې ترینه څاڅي ، د ولس په بد حال دې نظر وکړي، د هغوي حقوق دې په

لاس ورکړي ، که ولسمشر د ولس حقوق په لاس ورنکړي نو غاړ ه به یې بنده وي او خدای به ورنه هرورمر پوښتنه کوي

- - ددې د پاره چې ولسمشر انصاف کړی وي او له عدالت څخه یې کار اخستی وي نو بهتره ده چې په تقلب کې پارلماني ټاکنې لغو کړي او په دې توګه د ولس په مرۍ ایښودل شوې تیره چاړه لر کړي .
- ولسمشر دې ووایي چې د نړۍ په کوم هیواد کښې داسې بې حیثیته او چټلې ټاکنې شوي دي . ولسمشر دنیا لیدلې ده ، د دنیا هیوادونه یې لیدلي او له هر څه نه خبر دی . د کاونډي هیواد ایران له ټاکنو نه هم خبر دی .
- یوه بله غوښتنه هم له ولسمشر څخه لرو او هغه دا چې د خدای لپاره دې له کاونډي هیوادو سره په پټې معاملې نه کوي . څه موده د مخه ټولې دنیا ته دا خبره څرګنده شوه چې د افغانستان جمهور رئیس د خپل دفتر د مصارفو د پاره له ایران څخه پیسې اخستي دي . دا څومره د شرم خبره ده . دا ددې مانا ورکوي چې یو څوک د خپل کور د خرڅ د پاره د بل چا نه پیسې اخلي . مونږ افغانان یو او افغانان ډیر با غیرته خلک دي.
- ولسمشر د ټولو افغانانو ولسمشر دی ، که دی کوم کار کوي نو نام نیګي او بد نامي یې دواړه د افغانانو په نوم تمامیږي.
- هیله ده چې ګران ولسمشر به هغه اقدامات وکړي چې د هیواد او د هیواد د شریف او با عزت قام په نفع تمام شي .
ما علینا الا البلاغ

بهادر خان

2010-12-01

اوسنی ټولټاکنې او قومي دښمنی

Date: 2010-12-01

احمدجان اریوزی

افغانستان اوس د یوې قومی جګړی په درشل کې دی . دې قومی جګړې ته د اوسنیو ټولټاکنو په نتیجه کې زمینه برابره شوی ده .
د رسنیو د راپورونو سره سم د هزاره قومونو ځينې کسان چې ځانو ددې قومونو مشران وایی راټول شوي او غوښتی یې دی چې د غزنی ولایت څخه د په اصطلاح د ټولټاکنو د کمیسیون له خوا په لومړیو پایلو کې بریالی کسان په وروستنی لست کې هم بریالی اعلان شی . دوی د خپل فعالیتونو د تنظیم له پاره یو کمیسیون تشکیل کړی دی.
د یادولو وړ ده چې د اتلسو ولسوالیو څخه یوازې په دوو ولسوالیو کې ټاکنی تر سره شوی دی او ددې ولسوالیو څخه یو لس تنه چې هغه د خلکو په باورټول د ځینو متعصبو ډلو پلویان او د هزاره ملیت غړی دی.
دوی ګوت څنډنې هم کړی دي که چیرې دا کار ونشی بیا به په یو لړ ا قداماتو لاس پورې کړي.
په دې کې شک نه شته چې دوی د هزاره د قومونو مشران نه ، بلکې په دې ملیت پورې د تړلو ځینو پاشیستي کړیو مشران و او دوی په بشپړه توګه د هزاره خلکو استازي توب او مشرتوب نه شی کولای.
په دې ټول ښه پوهیږي چې د هزاره په ملیت پورې تړلی ټول هغه نوماندان چې د ملی او مترقي افکارو څښتنان دي د پاشیستی کړیو د جعلکاریو له امله ټول پاتې راغلی او اوس د هیواد د اولس مشر ښاغلی حامد کرزي څخه د اساسي قانون د موادو ، د هیواد د لوړو ګټو، عمومی نظم د ساتنی له پاره غواړي چې ددې د فساده ډکو او په تعصب ولاړو ټولټاکنو پایلی باطلې اعلان کړی .
د ټولو کتونکو په باور سره د غزنی ولایت او په مجموع کې د ټول افغانستان د ټاکنو پایلی د خندا وړ دي ،
د معلوماتو سره سم نورې پاتې شپارس پښتون میشته ولسوالی په ولسي جرګه کې د استازو د درلودلو څخه بې برخې شوي دي.
په دې ټول هیوادوال پوهیږي چې په غزنی کې د پښتنو په ټولټاکنو کې مخنیوی د ځينو وسله والو ډلو له خوا وشو. دوی د کلیو او د مرکزونو ترمینځ لاری مین ګذاری کړې او څوک یې پرې نښودل چې په ټولټاکنو کې برخه واخلی .
مګر دې وسله والو ډلو په هزاره میشتو سیمو کې د ټولټاکنو د مخنیوي له پاره کوم کار ونکړ. او په غیر مستقیمه توګه یې په پاشیستي ډلو پورې د تړلو نوماندانو له پاره زمینه برابره کړه چې د غزنی د ولایت څخه ټولې څوکۍ خپلی کړی.
د ټولټاکنو کمیسیون ته اړینه وه چې د شرایطو سره سم یې یوازی په دې دوو ولسوالیو کې د یوه او یا دوو وکیلانو له پاره ټاکنی تر سره کړی وای دا ځکه چې د نفوس له لحاظه دا ولسوالی تر نورو لږ نفوس لری او پاتې نهه او یا لس وکیلان دې د نورو ولسوالیو او سیمو څخه د شرایطو د سمیدو نه وروسته ټاکل شوی وای. متل دی ( که شپه توره ده خو مڼې په شمار دي)
د اکثریت د حقوقو غصب د اقلیت په واسطه یو لوی خیانت دی.
د بلې خوا ځينو وسله والو ډلو یوازې د پښتنو ټولې سیمې نا ارامه کړې او خلک یې وډارول چې په ټاکنو کې ونډه وانخلی.
په دې ډول د هیواد په شمال کې په ټولو پښتون میشتو سیمو کې یا د ټاکنو مرکزونه د ټاکنو د په اصطلاح خپلواک کمیسیون له خوا تړل شوي او په هغو سیمو کې مرکزونه پرانستی و په هغه سیمو کې هم په پاشیستی ډلو پورې د تړلو ملیشاو له خوا نا ارامی جوړې شوې او خلک رایه ورکولو ته پرینښودل شول.
دا په دې مانا چې په هیواد کې د سراسری او عادلانه ټولټاکنو مخنیوي وشو.
د یادولو وړ ده چې ځیني ډلو او یا وګړو چې په غیر مستقیمه توګه د مغرضو ګاونډیانو په چوپړ کې ولاړ دي د پښتنو په منځ کې دا تبلیغ روان کړی و چې افغانستان یو اشغال شوی هیواد دی دلته ټولټاکنی کومه مانا نه لری اوڅوک باید په کې ګډون ونکړي. ددی تبلیغ موخه یوازی پښتانه و.
داسې ښکاري چې دا توطیه د پاشیستی کړیو ، د ځینو مخالفو وسله والو ډلو او د ټاکنو او شکایاتو په اصطلاح خپلواکو کمیسیونو او د افغانستان ځینو مغرضو ګاونډیانو له خوا په ډیره ماهرانه ډول د پښتنو او نورو ملیتونو په وړاندې ترتیب او عملی شوه. دوی عملا زیار وایست چې دا ملیتونه په پارلمان کې د وړ نماینده ګې څخه بې برخې کړي.
ددې په اړخ کې نوموړو په اصطلاح خپلواکو کمیسیونو په ټاکنو کې په پراخه سویه جعلکارې ته سازمان ورکړ. او موجوده ټاکنی یې نا روا وګرڅولی.
دا ښکاره خبره ده چې ډيری خلک په پورتنیو ملیتونو پورې تړلی دي په دې باور دی چې د دوی په وړاندې یوه توطیه عملی شوي ده. او دوی د اساسی قانون سره سم په اولسي جرګه کې د وړ استازی توب غوښتنه کوي.
اوس په افغانستان کې په یو نوي شکل سره بحران پیل کیدونکی دی اوس پاشیستي متعصبو ډلو په هیواد کې قومی دښمنیو ته زمینه برابره کړی اوپه نږدې راتلونکی کې به دوی په خپله د قومي جګړو اور بل کړی . او ددې قومي جګړو د زنګ لومړی کړنګار د پاشیستی کړیو د مشرانو له خوا پورته شو.
دا ښکاره خبره ده چې ټول هغه پښتون میشته سیمې چې د یوه ژور سنجول شوي پلان له مخې د هیواد په ټولو برخو کې د ټاکنو د حق څخه بې برخې شوی دي به پارلمان کې د خپل حق غوښتنه کوي او یا هغه ازبک او ترکمن اولسونه چې د جعل کاری له امله د دوی نماینده ګې په پارلمان کې لږه شوی ده هم په دې لاره کې د پښتنو سره یو ځای شي.
د خلکو په باور په دې ټاکنو کې ټول وطنپال کسان چې د هیواد د یووالی د پرمختګ او په رښتیني مانا سره د دموکراتیک نظام غوښتونکی دی اوپه هر ملیت او سیمه پورې تړلی دي په قصدي ډول سره پاتې کړل شوی دي.
نو لدې امله زیاتره شنونکی په دې باور دي چې د بریالی شوو کسانو لست د پاشیستی کړیو له خوا ترتیب او د په اصطلاح د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شو.
اوس مهال د افغانستان په سلو کې د نوي تنو له پاره دا پایلې د منلو وړ ندي . خلک راتلونکی ته د شک په سترګو ګوری . دا ځکه چې پخواني ادارې ته اولسی جرګې یو څه مشروعیت ورکړی و او اوس دا مشروعیت په بشپړه توګه له منځه ولاړ.
د ویلو وړ ده چې ځینې رسنی د خلکو سوله ایز مظاهرې د پاتې راغلو نوماندانو مظاهرې بولی. دې ټکې ته باید اشاره وشی که چیرې یو نوماند په خلکو کې ملاتړ ونلري او چا ورته رایه نه وي ورکړي څنګه شوونی ده چې خلک دده په پلوی په مظآهرو لاس پورې کړي.
دا په دې مانا ده چې خپله خلک دا پایلې نه مني . که په دې کې که چیری افغان اولس مشر شک ولري چې ددې ټاکنو په هکله د خلکو نظریی څه دي په دې هکله دې یوه سروې وکړي او د هغې له مخې دې مناسب د اساسي قانون سره سم تصمیم ونیسي.
یو شمیر کتونکی په دې باور دي چې په دې مسله کې د افغانستان د لویې څارنوالی مداخله یوازې د خلکو د قهر سړولو د پاره ده.
داسې هم ویل کیږي چې اوس مهال د روپیو کڅوړې دا چې د کومه کیږي د اولس د غبرګون د غلی کولو د پاره په پراخه توګه ویشل کیږي.
خو د څو ورځو په تیریدو سره به اولس مشر د ځینو معامله ګرو کسانو سره یوه غیر قانونی غونډه وکړي او بیا به دغه پایلې په دې غونډه کې دا پایلې قانونی او د افغانستان په خیر وبولی.
دا ښکاره خبره ده چې د بحران اساسی پیل به د هغه نیټې څخه وي چې د دې جعلی ټاکنو څخه چې پاشیستي موخې یې درلودلې د لیکل شوی لست له مخې اولسي جرګه په کار پيل وکړي.
دا جرګه به عملا د دموکراسی ، ملی یووالی، د پښتون اولس او نړی والې ټولنی ضد کرکتر ولری او د هغه غړي به په دموکراسی اصولو باندې د باور نه لرلو له امله د هیواد د پرمختګ په لاره کې لوی خنډونه رامنځته کړي .
چې په نتیجه کې به پښتانه او نور اولسونه د موجوده نظآم سره په بشپړه توګه پردي شي.
دا باید وویل شي چې زیاتره وخت د هیواد اولس مشر ښاغلی حامد کرزي بې ځایه مصلحتونو هیواد د لوی بحران سره مخامخ کړی دی. د ساری په توګه که د جمهوری ریاست په ټولټاکنو کې ده که چیرې د خلکو په زړونو برابر مرستیالان ټاکلی وای ډیر امکان یې درلود چې ده به د اویا په سلو کې څخه ډیرې رایی تر لاسه کړی وای. همدا دده د مصلحتونو نتیجه وه چې دده مشروعیت یې کمزوری کړ.
اوس مهال همغه دده ټیم دده په خلاف مورچل نیسی اوټول نظآم تهدیدوي.
همدارنګه د مصلحتونو په بنسټ د ملی ادارو د مشرانو ټاکل دا ډول ناوړې پایلې لري چې د موجوده نظام موجودیت یې په بشپړه توګه د ګواښ سره مخامخ کړی دی. ایا په دې هیواد کې د ملی او تحصیل کړو شخصیتونو شمیر لږ دی چې ښاغلی کرزی یې یوازې په متعصبو ډلو کې لټوي او لوړ دولتي پوستونه ورته ورکوي.
چې ښه ښکاره مثالونه یې د ټاکنو او شکایاتو د په اصطلاح کمیسیونو، د بشری حقوقو په اصطلاح خپلواک کمیسیون ، د سولې شورا مشرتوب ، او یا وروستی اته سفیران دي . چې ټول د حاکمو پاشیستی کړیو پلویان دی.
پښتانه اوس په بشپړه توګه د دولتی جوړښت څخه شړل کیږي .
پښتانه او ټول عادی اولس اوس اړ د ی چې د خپلوحقوقود تامین له پاره لاس په کار شي اود اساسی قانون سره سم خپل ټول حقوق ترلاسه کړي.
خو
دا ښکاره خبره ده چې د اولس او د مترقي ډلو او کسانو اړیکې د ښاغلی اولس مشر سره شلیدلی دي.
ښاغلی اولس مشر ښایی په دې ښه پوه وي چې موجوده بحران د پاشیستی وطن دښمنه کړیو له خوا رامنځته او همدا کړی غواړي چې ددې بحران څخه د وطن او خلکو په ضد ګټه پورته کړي. دوی غواړي له دې لارې په هیواد کې د افغان اولس تر منځ ملی یووالی له منځه یوسی او د هیواد تجزیی ته لاره هواره کړي.
همدارنګه د مغرضو ګاونډیو هیوادونو ځینې ناوړه موخې ( د دیوریند د تړون لاسلیک او تصویب ، د هلمند د اویواو یا نورو اوبو په بشپړه توګه ایران ته ورکول او نور.) په دې هیواد کې عملی کړي.
اوس دا مسله مطرح نه ده چې کوم نوماندان اولسی جرګې ته بریالی او کوم پاتی راغلی دی بلکی اوس د افغانستان شته والي ته ګواښ مخامخ شوی دی . اوس کیدای شی په هیواد کې په هره برخه کې قومی جګړې پيل شی .
په اوسنی مهال کې د اولس مشر دنده خورا مهمه شوی ده او دا دده مسوولیت دی چې د افغانستان شته والی وژغوری او ددې ټاکنو پایلې لغوه او باطلې اعلان کړي.
د اولسی جرګې ټولټاکنی تر هغه چې د اساسی قانون سره سم په بشپړ ډول ورته شرایط برابر شوی نه وی وځنډول شی د بلی خوا ډیره اړینه ده چې د ټولټاکنی قانون د سره وکتل شی او د هغه مواد د اساسی قانون د موادو سره مطابق کړي.
تر ټولو مهمه خیره دا ده د ټاکنو سیمه باید ولایت نه بلکی د نفوس سره سم ولسوالی وټاکل شی او همدارنګه په اولسی جرګه کې د ولایتونو استازي تو ب د هغې د اوسیدونکو په تناسب سره وټاکل شی.
تر هغه چې د اولس د پراخو مظاهرو په ترځ کې په اولس مشر او اوسنی اداره باندې چې د پاشیستي ډلو تر ژورې اغیزې لاندې ده فشار رانه وړي تر هغه دا خاینانه او جعلی ټولټاکنو پایلې باطلی نه اعلان کیدای شی. د اولس مشر له خوا د اساسی قانون په رڼا کې ددې جعلی او د تعصبه ډکو ټولټاکنو د پایلو په نوم د اعلان شوی لست باطلول د بحران د پای ته رسولو او د قومی جګړو د مخنیوي یوازینی لاره ده.

2010-11-17

دالمپیک ملي کمیټه دمتعصیبوجنګسالارانوپه منګلو کي

Date: 2010-11-17

دافغانستان دالمپیک ملي کمیټه چي دشمالي ټلوالي او ملي جنایتکارانو ترواک لاندي خپلي چاري پر مخ بیائې اوس دافغانستان په ملي سرود شرمیږي اوس خپل د ټلوالي اودافغانستان د جنګي جنایتکارانو سندري په نړیوالو لوبغالو کي دملي سرود په ځای نړیوالو ته وړاندي کوي ،دملي ؟ المپیک کمیټه هغه وخت دستري شرمونکي رسوائې سره مخ سوه چي په اسیائې نړیوالو لوبو کي ددغي ادارې لخوا دافغانستان د ملي سرود په ځاې دشمالي ټلوالي یو سندره ( وطن عشق تو افتخارم )دچین د ګانذو ایالت د ۲۰۱۰ کال او د اسیائې لوبو په شپاړسم دور کي نړیوالو ته وړاندي کړه .

که څه هم دغه پیښه دافغانستان دولت ته د پزي پرېکیدو په معنا ده خو ددې پیښي اصلي عامیلین یوازي د المپیک کمیټه او دهغې متعصبه مشر دی . د المپیک کمیټه او دهغې چارواکي هڅکله په دې خپره نسي خلاصیدای چي هیڅ نه پوهیږي چي دا سندره څنګه وړاندي سوه ؟؟

باید د المیپک کمیټه او دهغې دشمالي ټلوالي په زور راغلی ریس په دې پوه سي چي نړیوالو لوبو ته دیو هیواد د لوبغاړو تر لیږلو مخکي دهغه هیواد دملي المپیک کمیټې مسؤلیتونه څه شي دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟ دنړۍ ټول هیوادونه خو دوه میاشتي مخکي لا خپل ملي بیرغ او ملي سرود د لوبو تنظیمونکو ته دخپلو لوبغاړو د نومونو سره یوځای په رسمي ډول سپاري . خو دافغانستان دالمپیک اداره چي تل ئې دپښتنو سره دمور او میرې سلوک کړی اصلا ځان دافغانستان ملي کمیټه کمه خو دشمالي ټلوالي کمیټه زیاته احساسوي نو ځکه ئې دغه تاریخي شرم افغانانو ته پریښوی .

ددغه تاریخي قصدي تیروتني وروسته که په افغان دولت کي لږ هم شرم پاته وي نو باید دالمپیک کمیټې مشر او کارکونکي دمحکمې میز ته راکش کړي او دالمپیک کمیټه یو اصلي ملي دالمپیک کمیټه جوړه کړي نه د شمالي ټلوالي کمیټه .

لاندي مراسیم د شمالي ټلوالي د سندري سره مشاهده کړی او بیا خپله قضاوت وکړی .

2010-09-27

پټ احساس

Date: 2010-09-27

پټ احساس ...

Read more...

2010-09-26

د بینوا او ټول افغان ویبپاڼو بندول د آزادی زیندۍ کول دي

Date: 2010-09-26

ډیموکراسي، د قلم او بیان ازادي، انصاف او اجتماعي عدالت داسی مفاهیم دي چی سړی د اطلاعاتو او کلتوروزیر ته په هغه باره کی ځکه څه نه سی ورښودلای چی هغه یو عمر په امریکا کی ژوند کړی دی او د همدغو ارزښتنونو د ساتونکو رژیمونو په ملاتړ او برکت د وزارت پر چوکی ناست دی. مارشال!! قسیم فهیم ته ځکه څه نه سو ویلای چی هغه ته دغه ارزښتونه له لویه سره ارزښت او مفهوم نه لري.
بینوا او ټول افغان ویب پاڼو د خپلو خپرونو په کلونو کی تازه خبرونه، اطلاعات، علمی مضامین ، ادبي او دینی مطالب خپاره کړي او د خپلو لوستونکو تر غوږونو یی هغه څه رسولي دي چی باید رسولي یی وای او په دې لاره کی یی وس نه دی سپمولی.
اوس یی اورو چی دا دواړي ویب پاڼی د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په امر او د مارشال !! په توصیه بندیږي. نور به په افغانستان کی د دې دواړو ویب پاڼو علاقه مندان او لوستونکي هغوی ته لاس رسی نه لری. دا د ډیموکراسی د اصولو، د قلم اوبیان د ازادی د ارښتونو او انصاف او عدالت څخه لیری کار دی.
که دا دواړي ویب پاڼی په دې ګناه له خپرونو څخه بندیږی چی هغوی یا انتقاونه کړي او یا یی د خاینو او فاسدو عناصرو مراعات نه دی کړی. نو لمر خو په دوو ګوتو نه پټیږی. د افغانستان د اداري فساد، فاسدي ادارې، د مخدره موادو د قاچاقبرانو، جنګ سالارانو او مقترو بدماشانو او قاتلانو په باب خو تر هر چا د لویدیځی نړی مطبوعات، چی وزیر صاحب او مارشال صاحب یی په ملاتړ نازیږي، زیاتی خپروني کوي. دا ټولي ، یا اکثری، لیکني او خپروني په داخلی مطبوعاتو کی وخت په وخت انعکاس کوي. نوري ورځپاڼی ، مجلې ، ویب پاڼی او راډیوګاني تر دې دواړو ویب پاڼو زیاتی او توندي خپروني کوي. سړی نه پوهیږی چی ولي دا دوې ویب پاڼی په مشخصه توګه په نښه کیږی. په دې کی هیڅ شک نسته چی ددواړو ویب پاڼو په بندولو کی له څرګند تبعیض څخه کار اخیستل سوی دی. زه د یوه بې وسه او پردیس افغان په حیث بل څه نه سم کولای. هغه کسان او مقامات چی ددي ویب پاڼی د بندولو امر یی ورکړی دی محکوموم . د جلالتمآب جمهوریس حامدکزي څخه می د یوه دوست او خواخوږي په حیث دا هیله ده چی په خپل هیواد کی پر دومره څرګندو بی عدالتیو باندي سترګي پټي نه کړي او ددی دواړو ویب پاڼو، چی د خپل کلتور او فرهنګ د خپرولو او د خپلو لوستونکو د خبرولو او روښانه کولو په لاره کی یی نه ستړي کیدونکي هلی ځلي کړي دي، ستونزو ته ژر تر ژره توجه وکړي .

عبدالباري جهاني

2010-08-28

ارزګان : دوه ملکي وګړي ووژل سوه او دوه ټپيان سوه

Date: 2010-08-28

لودين

په ارزګان کي د پوليسو او وسلوالو طالبانو تر منځ په جګړه کي دوه ملکي وګړي ووژل سوه او دوه نور ټپيان سوه . نښته تيره ورځ د چوري ولسوالى د سراب په سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي وسلوالو طالبانو د پوليسو پر امنتي پوسته بريد وکړ .
د ارزګان امنيه قوماندان جنرال جمعه ګل همت وايي چي په نښته کي پوليسو ته زيان نه دي رسيدلي ولي د وسلوالو طالبانو په ډزو کي دوه ملکي وګړي وژل سوي او دوه نور ټپيان دي .
همت وايي چي طالبانو ته د اوښتي زيان په هکله زيان نه دى رسيدلي .

سرپل خلک : والي قوم پرستي کوي

Date: 2010-08-28

دسرپل يوشمير اوسيدونکې ددغه ولايت والي په قوم پالني تورن وي او وايي چې زياتره مرستې په هغه سيموکې کوي چې دده قوميان په کې ميشت دي
دوى ادعا کوي چې والي ځيني هغه ښوونځي چې نورو ولسواليوته منظور شوې وه خپلې ولسوالۍ ته ليږدولې دي
خو دسرپل والي بيادخلکو دغه خبره په کلکه ردوي او وايي چې د ټول ولايت خلکوته په يونظر ګوري او په ټولو سيموکې په انډوليزه توګه دبيارغاونې چارې سرته رسولي دي

عطاالله خوږياڼى



هلمند:حج اوقافو ريئس ونيول شو

Date: 2010-08-28

ه هلمندولايت کې دحج او اوقافو ريئس داداري فساد په تور ونيول شو
دهلمندولايت دوالي وياند وايي نوموړى هغه مهال ونيول شو چې دهغه حاجيانو په لسګونو نومونه يې لادرکه کړل چې حج ته يې دتللو پچې ختلي وي او په نورو کسانو يې دغه نومونه خرڅ کړي وه
په ورته وخت کې يوشميرهغه کسان چې حج ته دتللو تکل لري ددغه ولايت دحج او اوقافو په ريئس د درغليو تور لګوي

عطاالله خوږياڼى



2010-08-23

د پيتريوس وژونکې ستراتيژي او راتلونکي پايلې يې

Date: 2010-08-23

ليکوال : ايوب خان پکتين

Read more...

2010-08-17

پښتو د ذهني انارشيزم په لومه کې

Date: 2010-08-17

ډاکتر لمر

درنو هېواودوالو!
تاسو ته مالومه ده، چې په وروستيوڅو کلونو کې پښتو ليکدود د سيمييز ګړدود تر سيورې لاندې راغلی او په دې اړه ګڼشمېر ليکنې هم تر سره شوې دي، چې يو شمېر ليکوالو پښتو خپل انحصاري مسؤليت ګرځولی او د پښتو لېوال خلک يې د ذهني انارشيزم له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
دا جوته خبره ده، چې هره ژبه د ټولنې له پرمختګ سره وده کوي، خو په افغانستان کې د څو لسيزو په بهير کې جګړه روانه ده او افغانانو ونشوای کولی، چې خپل ټولنيز ژوند ته سم مسير ورکړي او د بېلابېلو سيمو خلک د جګړې په ترڅ کې په خپلو سيمو کې تجريد شول، له بل پلوه افغانان په بېلابېلو ډلو کې ښکېل شول، چې دغه ټولنيز بېلتون د ټولنې په وده کې منفي اغيز پرېښود او د ټبرونو د ورشې درشې بهير يې په ټپه ودراوه، چې د دغو پېښو اغېز تر ننه په افغاني ټولنه کې محسوسېږي. له بدمرغه پښتو هم د سياسي ملحوظاتو او سيمييز شونيزم قرباني شوه، چې اوسمهال پښتو د خپلې دودېزې ودې پر ځای بايد يو ژبنيز اوښتون تر سره کړي، چې له نورو ژبو سره سياله شي.
د نننۍ تکنالوژي اغېز هم بايد له پامه و نه غورځول شي، يو شمېر ځوان افغانان په دې وتوانېدل، چې خپلې برېښناپاڼې جوړې کړي او له خواشيني سره بايد ياده شي، چې له دغو افغانانو څخه يو شمېر حتی د ښوونځي په کچه زده کړې هم نه لري، مګر په کمپيوټري چارو کې لاسبري دي، چې حتی د پښتو ستر ليکوال هم دغو افغانانو او د هغوی برېښنا پاڼو ته اړ شوي دي او د نزاکت له مخه له هغوی سره د پښتو په اړه زغرده خبره نه شي کولی، د پارسيانو خبره (آب خود را پف کرده مينوشند!).
د پښتو په اړه د بې مسؤليتي دريځ، ما ته د افغانستان د وروستيو څولسيزو اداري او ټولنيزې چارې راپه يادوي. کله چې د غويو غوبل رامنځ ته شو، نو د نظاميانو لپاره يې بېړني کورسونه داير کړل او له کوڅه ډبو نه يې په څو مياشتو کې لکه ماشيني چرګان، هشتکي منصبداران راوايستل، په نورو چارو کې يې د ډاکتر، انجينير او داسې نورو د مرستيال په نامه هم ګڼشمېر کانکور وهلي وروزل، چې پايله دا شوه، چې دغو وګړو ځانونو ته بيا د ډاکتر او انجينير القاب ورکړل او نن سبا څوک ستر جنجال او څوک هم د جنجالانو مارشال شو، چې په دې توګه د زده کړو او نا زده کړو توپير له منځه لاړ. يو وخت ويل کېدل، چې: (ډبره واړوې، نوشل لړمان يې تر لاندې دي، خو نن سبا ويل کېږي، چې: سنګه ورداري زېرش بيستا جنرال خانه کرده! او هر چا د ډاکتر و انجينير مختاړی هم له خپل نامه سره نښلولی دئ، چې اوس په افغاني ټولنه کې د پوهې او لوستو خکو درنښت له منځه تللی او هېڅوک قانون، ټولنيز ارزښت او ملي دريځ ته درناوی نه کوي.
افغاني رسنۍ هم نن سبا لکه د ماشيني هشتکیانو ځانګړتيا خپله کړې ده، چې په هر کونج کې يې لکه مرخړي سر راپورته کړی، خو يو شمېر داسې خپرونې او برېښناپاڼې شته، چې په ريښتيا هم د افغانستان په ټولنيز ژوند کې ډېر غوره رول لوبوي، مګر هغو بېسوادو افغانانو ته چې په رسنيو کې لاسبري دي زما سپارښت دا دئ، چې اول يې زده کړه بيا يې کوزده کړه! او په پښتو مړندې مه وهه او سمسوره پښتو د سيمييز ګړدود په لومه کې مه وژنه او خپل ستر ټبر په سيمو مه وېشه.
اروپا ته د ښاغلي عبدالباري جهاني له راتګه وروسته او په تېره بيا په بېلژيک (بيلجيم) کې د ښاغلي عبدالباري جهاني د وينا او د پښتو په اړه د هغه د څرګندونو په اړوند يو شمېر ليکنې شوې دي، چې يو شمېر يې له احساساتو ډکې او نورې يې د يو او یا بل په ستاينو کې رنګين شوې ليکنې دي، خو دا څرګندونې د پښتو د درد درمل نه شې کېدلی، مګر دغه څرګندونې بيا هم د پښتو ليکدود معيارېدو ته په نېغه ښودنه کوي، چې د پښتو په علمي کېدلو او ستندرد کېدلو کې پښتو کره ليکدود يو غوره ټولنيز او پوهنيز خوځښت ګڼل کېږي.
درنو لوستونکو! پښتو په آسيا کې د سيمې يوه لويه ژبه ګڼل کېږی او له ۱۰۰ ميليونو زيات ويونکي لري، په افغانستان او پښتونستان کې رسمي ژبه ده او په هندوستان کې د سيمييزو پښتنو ژبه ده. په نړۍ کې پرته له افغانستانه او پښتونستانه په ډېرو پرمختللو ملکونو کې د پښتو د څېړنې او ودې اکاډيمۍ فعاليت کوي او په مسلسله توګه د پښتو په وده کې خپلې ارزښتناکه پرېکړې تر سره کوي اوپلې کوي يې، خو له خواشيني سره بايد ياده شي، چې افغان ليکوال، چې پښتو يې خپله ژبه ده، نو له پښتو سره د پلندر او ميرې چلند کوي او سمسوره پښتو يې خپل انحصار ګرځولی او هغه تر سره کوي، چې نه يې پوهنيز بهير مني او نه هم ژبنيز منطق.
ښاغلي عبدالباري جهاني د افغانستان پېژندل شوی شاعر، ليکوال او د امريکا غږ راډيو په پښتو څانګه کې يو منل شوی ژورناليست دئ، خو د افلاطون خبره را ياده شوه، چې ویل يې ؤ «زما مخکښ ښوونکی او ټولنيز رهبر پر ما ډېر ګران دئ او درناوی ورته کوم، مګر ريښتيا زما د مخکښ استاد تر مينې ليا غوره او اوچت مسؤليت دئ!»، نو زه هم د پښتو په اړه د ښاغلي عبدالباري جهاني له څرګندونو سره موافق نه يم، نو د منطقي ژبنيز بهير او په ټولنه کې د ژبې ودې ريښتنی اړخ تر هر ډول اړيکو غوره ګڼم.
ښاغلي عبدالباري جهاني او یو شمېر نورو ليکوالو خپل نظريات د پښتو ليکدود په اړه ليکلي دي، خو د کره پښتو ليکدود په اړه تر ننه پورې د افغاني ليکوالو ترمنځ همغږي نه شته. ښاغلی عبدالباري جهاني وايي، چې هر څوک بايد په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي او په مورنۍ ژبه دې يې وليکي، نو پوښتنه دا ده، چې د ملت په کچه د مور په ژبه وليکو او که د کره ليکدود په بڼه، چې ملي شاليد لري، چې يوه ورځ پښتو هم له نورو موډرنو ژبو سره يوه برابره سياله ژبه شي.
د ښاغلي عدالباري جهاني د څرګندونو لپاره ستاسوپام د ډاکتر کاکا جان سهار ليکنې (هغه جهاني چې وطني هم نه شو) لوستلو ته رابولم. ښاغلي عبدالباري جهاني په بلژيک کې د ښاغلي ډاکتر صيب کاکا جان سهار د ليکنې (هغه جهاني چې وطني هم نه شو) پر بنسټ، داسې څګندونې کړې دي، چې مرحوم بينوا او مرحوم الفت ډېر ښه دوستان ول، خو یو به ويل:
بېنوا: د درختې تر ساېې لاندې ناست ؤ او سېبان مو خوړل!
الفت: د ونې تر سيوري لاندې ناست ؤ او مڼې مو خوړلې!
د جهاني صيب د دغو څرګندونو په اړه، په نيدرلند (هالند) کې د افغاني کلتوري ټولنې په پوهنيز سيمينار (پردېسي او د هويت ستونزه) کې لنډه نغوته شوې ده، خو د جهاني صيب دغه څرګندونې نوې نه دي، ليا څو کاله مخکې په بينوا برېښناپاڼه کې د ښاغلي عبدالباري جهاني څو مرکې خپرې شوې وې، چې پورته يادې شوې څرګندونې پکې يادې شوې دي او د هلمند پګړې (مياشتنۍ) خپرونه هم د ښاغلي عبدالباري جهاني په سپارښت په «بګړۍ» واوښته او نورې مرکې يې هم له ورته څرګندونو سره هورې دورې خپرېږي.
ښاغلي ډاکتر صيب کاکا جان په خپله ليکنه کې په ښاغلي جهاني بربنډه تېری کړی، چې د پښتنی ليکوالو احساسات يې راپارولي او د يو شمېر نورو افغانانو پام يې بيا د پښتو کره ليکدود غوره والي او د دغه ستونزې څېړنې ته اړولی او د چارو د سنجولو اړخونه يې پياوړي کړي دي.
زه د ژبپوهانو او ادبپوهانو پوهنيز غبرګون ته په تمه وم، چې د پښتو کره ليکدود په اړه به منطقي او پوهنيزې څرګندونې وکړي، خو له بده مرغه، چې څانګپوهانو د سکوت دريځ خپل کړی او موږ اماتوران دې ته اړ يو چې د پښتو ادب دغه تشه په نامسلکي ليکنو ډکه کړو.
بيرته د ښاغلي عبدالباري جهاني څرګندونو ته ستاسو پام اړوم. ولې پګړۍ به «بګړۍ» اوړي. درنو لوستونکو په عربو کې د «پ» توری نشته، نو ويل يې هم عربو ته ستونځمن کار دئ، نو ځکه پښتون ته «بښتون» وايي، مګر د پښتو پيل په «پ» توري کېږي، چې د «پ» توری د پښتو شمزۍ ګڼلی شو، نو ولې هغه څه چې په پښتو کې وي، نو منحرف يې کړو او دودېزه پګړۍ په بګړې واړو!
د مرحوم بينوا څرګندونه: د درختې تر ساېې لاندې ناست ؤ او سېبان مو خوړل!، نو که د دغه غونډلې پارسي ته مخه کړو، نو داسې به ښکاري: «تحت (زيری) سايه درخت نشسته بودیم و سیب میخورديم»، خو پوښتنه دا ده، چې کومه غونډله پښتو وګڼو او کومه پارسي، درنو هېوادوالو، هرومرو په ګرامري بڼه د مرحوم بينوا خبره پښتو ته ورته ده، خو له ۵۰ ٪ زيات ويي يې پارسي دي، چې پښتو له موږه پردۍ کوي، نو د پښتو په کره ليکدود کې د غونډلې جوړښت، پښوييز تسلسل او لغوي پانګه غوره ګڼل کېږي، يانې سوچه، کره او سمه پښتو د ژبې پوهنيز بنسټ جوړولی شي.
له پورتو يادوشويو څرګندونو دا پوښتنه په ګوته کېږي، چې د پښتو معياري ليکدود بايد په څه ډول رامنځ ته شي، څوک يې رامنځ ته کړي او په څه ډول پښتو ليکدود له اوسني ذهني انارشيزمه وژغورل شي. د پښتو پښويه، غونډله، ويي او املايي برخه بايد په څه ډول کره شي.
درنو لوستونکو! پښتو يوازې د پوهاوي او ګړېدلو ژبه نه ده، پښتو سمسوره ژبه ده او نن سبا پوهنيز ډګر ته ورننوځي او پوله يې د شعر او ادب په ورېځ کې نه شي پټېدلی، مګر د نوي نسل په مټو بايد خپلې پوهنيزې لوړټیا ته ورسېږي، چې پښتو کره ليکدود کېدای شي د پوهانو په يووالي او د پښتنو په ملت جوړېدنه کې يو غوره رول ولوبوي.
پوښتنه دا ده، چې په اوسني شرايطو کې، چې افغانستان له صليبي ښکېلاکه سره لاس او ګرېوان دئ، افغاني پوهان په بېلابېلو ملکونو کې پردېس دي او د يو او بل سره ګډ پوهنيز دريځ او د ګډ کار امکانات نه لري، نو ځکه د پښتو کره ليکدود هڅې د يو شمېر ليکوالو د ليکنو تورې کرښې ګرځېدلې دي، چې نه پايله لري او نه هم ټولنيز اغېز، بيا هم ښه وايي، چې ژوند په اوميد خوړل شوی، نو ناهيلي به لرې کړو او د دې پوښتنې ځواب بايد ومومو، چې په څه ډول يوه د پښتو پوهنيزه جرګه رامنځ ته کړو، چې څانګپوه افغانان پکې غړي شي او د نړيوالو ژبو او څېړنيزو مرکزونو د پرېکړو پر بنسټ د پښتو کره ليکدود رامنځ ته شي او تېرې پرېکړې بیا وکتل شي، چې یو منطقي، پوهنيز او ملي پښتو ليکدود رامنځ ته شي.
درنو لوستونکو! تاسو ته به مالومه وي، چې د پښتو ژبې ليکوال د ګوتو په شمار دي او د پښتو کاذبي څلي، چې موږ ورته ملي پګړۍ ورپرسر کوو او ملي شخصيت ترې جوړو، نو دا خلک خو بيا نور هم کم دي. په کلاسيکو ليکوالو کې، چې په ليکنو يې د پښتو لمنه درنه ده، نو دا هغه ليکوال دي، چې د پښتنو ورځنيز ژوند او خپل احساسات يې په شعرونو او ټوليزو ليکنو کې څرګند کړي، خو دژبې پوهنيزه پانګه تر ننه تشه پاتې ده.
د پورته يادوشويو ټولنيزو ستونزو، په سيمه کې جګړه او د څانګپوهانو د نشتوالي په پام کې نيولو سره به يو وار له ځانه وپوښتو، چې آيا په پښتنو کې داسې يوه ډله د ليکوالو شته، چې يوه پوهنيزه جرګه رامنځ ته کړي او که نه؟
درنو وروڼو او خويندو! افغانستان يو وروسته پاتې هېواد دئ، نو د پښتو کره ليکدود لپاره واقعآ څانګپوه خلک پکار دي، چې د ژبې په برخه کې مسلکي وي، خو له بده مرغه افغاني ليکوال د ادب او ټولنيزو علومو په برخه کې يا د ملايي مدرسو روزلشوي اشخاص دي، چې پښتو په عربي کې رانغاړي او سپړي يا هم د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي نه فارغ شوي خلک دي، چې هلته تر ننه پورې پښتو دويمه او سيميزه ژبه ګڼل کېږي او يو شمېر نور اشخاص په سيمييز ژبنيز انارشيزم کې ښکېل دي او له دې ستونزو سره پښتو خپلې وروستۍ سلګۍ وهي، هماغه متل دئ، چې وايي: وزه د مړينې په غمونو کې ډوبه او قصاب د وازدو په خوندونو کې لاهو!
يو شمېر پښتني ليکوال يو او بل په دې ملامتوي، چې ګواکې د پښتو ليکدود په اړه بې وخته ليکنې کېږي او بې ځايه ناندره يې رامنځته کړې ده، خو درنو لوستونکو بايد يوې خبرې ته پام وکړو، چې پښتو د وروستيو دريو لسيزوپه ترڅ کې له ډېرو ګواښونو سره مخامخ شوې او د سيمييز ليکبڼې او د سيمييز ګړدود په لومه کې نښتې ده، چې د پښتو په ليکبڼه کې يې درځ اچولی او کېدای شي په راتلونکي کې دغه ستونزه نوره هم پياوړې شي او دغه درځ په ټولنيزې چاودنې وانه وړي.
زه لکه يو افغان د دې حق لرم، چې کره پښتوزده کړم، مګر نه دا چې په سيمييز ګړدود کې لاهو شم. زه دا منم، چې مورنۍ ژبه له موره زده کېږي، خو کره پښتو هرڅوک په ښوونځي کې او بيا په پوهنتون کې له څانګپوه استادانو زده کوي، نو د کور يا مور په ژبه نا کره ليکنه سمه نه ده او د سيمييزو ګړدودونو په اړوند سره بیا پښتو لکه نن سبا په سيمييز انارشيزم کې ډوبېږي اوکره پښتو به ورو ورو له منځه لاړه شي، نو د مخورو پښتني ليکوالو او څانګپوهانو مسؤليت دئ، چې د کره پښتو د ليکدود غږ په سمه توګه پورته کې نه دا چې د بېلېدو ارو يې بل کړي او لمنه ورته ووهي.
زه د ژبې په برخه څانګپوه نه يم اما په خپلو ليکنو کې تر هغه پولې هڅه کوم، چې معياري پښتو په ليکنو کې وليکم او د خپل نظر سکالو يو لوستونکي ته په آسانه بڼه وشنم او ور ويې رسوم، نو ځکه د پښتنو د يووالي، د سيمې د پښتني ټبرونو د پوهاوي لپاره، د ښوونځيو د معياري نصاب او په سيمه کې د اداري واکمني لپاره يوهّ کره ليکدود ته اړټيا شته.
د پښتو کره ليکدود په اړه ما مخکې هم څو ځله ليکلي ول، چې موږ د پښتو يوې کره پښويې او د غونډلې د جوړښت سمې بڼې ته اړتيا لرو او د وييونو سمې ليکنې ته اړ يو، خو په دې ليکنه کې زه نه د پښويې او نه هم د غونډلې په ليکبڼه څه ليکم، ځکه چې زه ځان ته د دې اجازه نه ورکوم، چې د پښتو په ژبنيز بهيرکې ورګډ شم، خو د دغو څو کرښو په تورولو د پښتو له لويو سټو غواړم، چې په لومړي ګام کې د پښتو کره ليکدود بحث ته يو سم مسير ورکړي او که د دوی له وسې پوره نه وي، نو بيا دې د خپلې کاوړتيا ناره پورته کړي، چې ځوان نسل پوه شي، چې اوس نو د دوی مسؤليت دئ، چې مټې راونغاړي او د پښتو کره ليکدود ډېوه بله وساتي او له پښتو نه يوه موډرنه و معياري ژبه جوړه کړي.
درنو ليکوالانو! تر يوه حده تاسو هم کولی شئ، چې خپلو ليکنو ته يوه کره بڼه ورکړئ، د غونډلې په جوړښت کې منل شوی معيار وکاروئ او د وييونو (لغتونو) په ليکلوکې دقيق واوسئ، نو دا ځيل دريځ هم کولی شي، چې تر يوې کچې د پښتو ليکدود ستونزه حل کړي.
د پښتنو نفوس د ۱۰۰ ميليونو په شا وخوا کې اټکل شوی دئ، خو څانګپوه خلک يې د ګوتو په شمار دي او يو شمېر يې د کاذبي شهرت او بې ځايه لمانځلو په څپو تاوده دي، چې دا پخپله یوه ستره ستونزه ده. هر افغان غواړي نامتو شي، نوم يې ياد شي، سيمې او واټونه يې په نامه شي، چې دغه ذهني انارشيزم د دې سبب ګرځېدلی، چې زموږ يو شمېر ليکوالو پښتو خپله مانوپولي ګڼلې او د کره پښتو پر ځاي يې خوښېږي، چې خپل سيمييز ګړدود د ليکبڼې په څېر وليکي او ژبنيز انارشيزم په پښتو ليکدود کې رامنځ ته کړي.
افغانستان په هېڅ برخه کې سم ټولنيز بهیر نه لري، نن سبا پښتانه په غېلزيو او دورانيو وېشل شوي او بيا پخپلو کې په خېلو او زيو کې سره بېل شوي دي، ځکه نو اوسمهال په بهسودو، ميدان، کندز او د شمال په ډېرو سيمو کې پښتانه لاندې کېږي او د سرپل ۲۰۰۰۰ د ساکزيو کورنۍ دې ته اړې شوې، چې خپله سيمه پرېږدي او په خپل هېواد کې پردېس شي، د ليلا د دښتې او د مزار د جنګي کلا پرهارونه ليا هم نه دي جوړ شوي، خو د کوچيانو په نامه بيا هم پښتانه وېشل کېږي او ځپل کېږي. د پښتنو په دغو ستونزو کې د لوستو افغانانو مسؤليت دئ، چې افغاني ټولنې ته سمه اداري تګلاره جوړه او پلې يې کړي، خو افغاني پوهان هم د زورواکانو په چوپړ کې دي او له بېواکه ادارې سره اېل او غېل دي.
د يوې ژبې په وده او کره کېدو کې ګړوېزونه (له سيميز ګړدوده، کره ژبې ته د وييونو ننوتل)، زړويزونه (د ژبې د زړو وییونو موندل و په ژبه کې کارول)، نويزونو (د ټولنې له پرمختګ سره د نويو وييونو اړتيا، رامنځ ته کول او په ژبه کې کارول) او پورويزونه ( له پرديوژبو د وييونو پورول او په خپله ژبه کې يې کارول)، خپل ځانګړی رول لري، خو له بده مرغه ځيني افغاني ليکوال د دې هڅه کوي، چې پښتو پخپل ځای په ټپ ودرېږي او د پښتو له طبیعي پرمختګ اوکره کېدو سره مخالفت ښيي، څوک وايي سوچه پښتو ليکل سم کار نه دئ، ځکه چې پښتوتجرېدېږي، نور بيا وايي پښتوکې د نويو لغاتو کارول مناسب کار نه دئ، خو پوښتنه دا ده، چې څه وشي د هر ليکوال خولې ته وګورو، چې هغه څه سپارښت راته کوي او که پخپله مطالعه وکړو او ځان په پرابلم پوه کړو!
درنو لوستونکو! نننی افغانستان اشغال شوی دئ، په افغانستان کې لاسپوڅه واکمني ده، لوېديزوال هغه ډلې روزي او پالي، چې ګټه يې دوی ته وررسېږي، خو د خوارې پښتو څوک نه شته، چې سمه يې کړي. په ټولو ژبو کې ادلون او بدلون راځي، هر ملک خپله ژبه پالي او ملي رنګ ورکوي، خو په افغانستان کې هر څه بل ډول دي. د ډېرو پلمه د افغانستان جګړه ده او يو شمېر ليکوال و پوهان د واک ليوال دي و ځان ځواکمن نه احساسويو خولوړپوړي چارواکي دي.
د پښتو کره ليکدود لپاره ډېرو هلو ځلو ته اړتيا نه شته، د پښتو څانګپوه سټې کولی شي د برېښنا ليکونو له لارې پرته له دې چې د پښتو له کره ليکدوده رسنۍ ډنډوره جوړه کي، له يو او بل سره خپل نظريات تبادله کړي او د پرمختللو ژبو په رڼا کې دې د پښتو کره ليکدود په اړه سپارښتليکونه خپاره کړي، نه دا چې لکه يو شمېر ليکوال، چې پښتانه په سيمييز ګړدود روږدي کړي او په موژ و موږ ليکونکو او ويونکو يې ووېشي.
د يو پوه عالم دنده دا ده، چې د هېواد وګړو ته سمه لاره وښيي. د پوهنيز چلند توپير په دې کې دئ، چې هرې پېښې ته منطقي، پوهنيز او د تحليل پر بنسټ سمه لاره ومومي او د وګړو قناعت تر لاسه کړي. د پښتو په برخه کې د اکثريت و اقليت خبره سمه نه ده، د کره پښتو ليکدود لپاره بايد د پښتو پښويې پر بنسټ سمه تګلاره رامنځ ته شي، نه د احساساتو او يا هم سيمييزو غوښتنو پر بنسټ.
څه موده مخکې ښاغلي معصوم هوتک د پښتو ياګانو په اړه يو لنډ سپارښتليک ليکلی و، چې لرابر برېښناپاڼې خپور کړی و، خو څو ورځې مخکې يې دوې نورې ليکنې (زه په زه پسې او پښتو صرف و نحو) خپرې شوې دي، خو په دواړوليکنو کې ښاغلي معصوم هوتک د خپل سپارښتليک په رڼا کې بيا هم ياګانې سمې نه دي ليکلې، چې نه د کندهاري یاګانو دريځ مراعات شوی و نه هم د دوديزې پښتو د ياګانو سره برابر ليکدود دئ.
د ښاغلي مجاور احمد زيار (www.zyar.net) مې هم راونغاښته، هلته هم د نيولوجيزم (نويزونو) په نړۍ کې لاهو شوم. ښاغلی مجاور احمد زيار د نویو لغتونو په جوړولو بوخت دئ، چې ځينو لغاتو يې پښتو ته نوی ژوند ورکړی دئ، خو ځينو يې پښتو د نويولوجيزم په بړبوکۍ کې ډوبه کړې ده.
درنو دوستانو ما ځکه دغه بېلګې يادې کړې، چې زه لکه يو نامسلکي ليکوال که املايي او يا ګرامري تېروتنې وکړم، نو خدای شته چې د برائت لپاره يوه لاره ځان ته موندلی شم، د پارسيانو خبره (بيني خميري برايم جور ميکنم!)، مګر څانګپوه ليکوال بايد په خپلو ليکنو کې تر نورو ډېر پام وکړي، که د پښتو سټې هم له ګرامري و املايي تېروتنو سره ليکنې وکړي، بيا نو موږ چاته وژاړو او که ووايو چې ځه قاضي هسې نورور ته نصيحت کوي او پخپله شراب څښي!
درنو هېوادوالو! ما چې تر ننه افغاني ټولنه ليدلې ده او د ليکوالو ليکنې مې يې لوستې دي، نو بايد دا په ګوته کړم، چې ګڼشمېر ليکنې د ټولنپوهنې او پېښليک په برخه کې تر سره شوې دي او يو شمېر ليکوال د مهال، شرايطو او پېښو په پام کې نيولو سره له يو او بله لیکنې کاپي کوي او يو څه پکې ورزيات کړي او بل څه ترې کم کړي او يا هم خپل نظر ورزيات کړي، لکه اوبه چې تر بوسو لاندې تېرې کړي، نو دغه ليکوال هم خپلې ليکنې په دې ډول پرنورو تپي او خپروي يې، خو زما اندېښنه دا ده ، چې پښتو څه ډول معياري او علمي شي، نه دا چې په سلهاوو پاڼي تورې کړو.
ښاغلی سعدالدين شپون په ځانګړي ډول د پښتو ستونزې يادوي او د پښتو په کره توب کې غوره سپارښتونه ورکوي. له نيکه مرغه، چې د ښاغلي شپون صيب وروستئ ليکنه (مور وينا درزده کړه، ليکدود يې نه و زده)، چې د پښتو کره ليکدود په اړه يې ډېر غوره مالومات ورکړي، ګړدودونه پکې سپړل شوي او د پښتو ستونزې يې رابرسېره کړې دي. بايد ياده شي، چې د ښاغلي شپون دغه ليکنه د هر افغان لپاره د عبرت مشال دئ او د شپون صيب دغه ليکنه بايد د هرې هېوادپالې برېښنا پاڼې د لومړي مخ غوره سر ليک وي، نه دا چې د څو ګړيو لپاره خپره شي او بيا بيرته له رسنيو ليرې شي.
پايله
درنو وروڼو او خويندو! پښتو يوازې په شعر، لنډوکيسو او راپورونو نه پښتو کېږي، پښتو د پښتنو د ذهنيت جوړېدو ته اړتيا لري، چې په پوهنيزه توګه بايد وڅېړل شي او د علمي سيمينارونو په رڼا کې د نيمه پوهانو ذهنيتونه روښانه شي. پښتو يوازې په ټولنپوهنه نه ژوندۍ کېږي، پښتو بايد دساينس، روغتياپالنې او نورو جوتو عولومو ډګر ته ورننوځي او لمنه يې په ساينسي ليکنو درنه شي.
پښتو ژبه بايد د ادارې، ښوونځيو او پوهنتونونو ژبه شي. په هېواد کې بايد په پښتو کتابونو سمبال کتابتونونه جوړ شي. په کمپيوټر کې بايد کره پښتو وکارول شي و د پښتو پوهنيزه برخه بايد پياوړې شي او تر ټولو غوره دا ده، چې پښتو خپل ملي بنسټ پياوړی کي، چې ځپېدلې پښتو د ملت ژبه شي، د دولتې ادارې و ټولنيز پوهاوي ژبه شي، نه لکه اوس، چې د يو شمېرليکوالو د تندې ماوتولو ژبه وي او يا هم د ځينو لیکوالود ذهني انارشيزم په لومه کې لاهو شي.

2010-08-14

د خطرناکه راتلونکی زیګنال - په کوچيانو ظلمونه

Date: 2010-08-14

یو ځل بیا بې وزله او بې وسلې کوچیان چې د هیواد تر ټولو مظلوم اولس جوړوی، د په پردیو پورې د تړلو پاشیستی ډلو تر برید لاندې راغلل. دا برید دا وار د هیواد په پایتخت کې تر سره شو. پاشیستي ډلو په ظاهر کې د سیمې خلکو څخه کار واخیست.

د کوچیانو په وینا په دې برید کې د کوچیانو څو تنه مړه او لس تنه ژوبل شوي او د دوی کیږدیو ته ددې جنایتکارو ډلو له خوا اورونه اچول شوي دي. په دې ډول د مقابل لوري څخه هم څو تنه ژوبل شول. د خلکو په باور دا برید ښايی د ښاغلی کرزی د نېږدې کسانو په واسطه تر سره شوي دی. دا ځکه چې هلته ده یوه ډیره اندازه دولتي ځمکه غصب کړي او غواړي نوره ځمکه هم غصب کړي.

د یادولو وړ ده چې دا پېښه د کوروغ په سیمه کې پیښه شوي ده ، دا د کوچیانو مېنه ده یو شمیر کوچیان د کابل د کورغ د غره په لمن کې د سلګونو کلونو را په دې خوا اړوي.

داسې ښکاری چې دا پاشیستي ډله غواړي په دې برید سره دوې موخې تر سره کړي یو د بهسودو د جګړو او اوس کابل اوبیا د هیواد نورو سیمو ته ولیږدوي. دا ډله هڅه کوي چې د افغانستان خلک د نویو ګواښونو سره مخامخ کړي او د بلې خوا نوي دولتي ځمکه غصب کړي.

د کوچیانو په ضد د یو شمیر پاشیستي کړیو یو پراخ کمپاین پیل کړی او په دې مظلوم اولس باندې د ځمکې مخ سور اور کړی دی.

په دې ټول خلک خبردي د ښاغلی کرزی په دوره کې د کوچیانو سره ډير زیاتي کیږي . په مرکزي افغانستان کې کوچیان ، په زیاته اندازه په شرعي او قانونی اسنادو سره د ځمکو ملکیتونه لري خو اوس مهال په هزاره توکم پورې تړلي پاشیستي ډلې هڅه کوي چې د کوچیانو دا شخصي ملکیتونه لاندې کړی او په اصطلاح یوه خالصه هزاره میشته سیمه رامنځته کړی.
دا چې د کابل واکمنه اداره د پاشیستي متعصبو ډلو د مشارکت او ایتلاف څخه جوړه شوي اداره ده نو لدې امله دا اداره نه شی کولای چې د اړوندو ډلو له خوا د قانون ماتولو مخه ونیسي دا اداره د د خلکو او د عامه د ملکیتونو د غاصبانو د زړه بوګنونکو جنایتونود تورنو ډلو په وړاندې د دریدلو توان نه لری .

دا پاشیستي ډلې په ټول قدرت سره هڅه کوي چې د خلکو او قومونو تر منځ د دښمنۍ اور بل کړي. ددې ډلو سروالان عملا د پښتنو او کوچیانو په ضد ناوړه شعارونه ورکوي. په دې ډول په ډلو پورې تړلو رسنیو له خوا چې د نامعلومو سرچینو له خوا یې ملاتړ کیږي د اولسونو ترمنځ بې اتفاقی ته لمن وهل کیږي.

خلک وایی چې د سږکال په پسرلي مهال په بهسودو کې د کوچیانو په ضد خونړی بریدونه د جمهوري ریاست د ماڼی څخه له خوا رهبری کیدل او په خپله ښاغلی حامد کرزی پرې سترګې پټولې.

خلک ګوري چې ښاغلی حامد کرزی هم د پاشیستي ډلو د غوښتنو سره سم خوځیږي.

په تیر فرمان کې چې د ښاغلی کرزی له نومه په بهسودو کې د ستونزو د اوارولو د پاره صادر شوي و ویل شوي و چې ټول کوچیان به په درې میاشتو کې میشت کیږي خو دولت دا ونه کړل چې کوچیانو ته خپل شخصی ملکیتونه په مرکزی افغانستان کې چې د سیمه ایزو پاشیستي ډلو له خوا اشغال شوي بیرته خپلو اصلی مالکانو ته مسترد کړي.

اوس ټولوته دا جوته ده چې د کوچیانو او په ټولیز ډول د پښتنو په ضد دا ډول چلندونه یو ناڅاپي کار نه دی بلکې دا د یوه ډیر لوی پلان برخه ده چې د پاشیستي ډلو او د هغوی بهرنیو ملاتړو له خوا عملي کیږي چې د هغه په بشپړ عملي کیدو سره به افغانستان ټوټې ټوټې شي. چې دا ناممکنه ده.

د ویلو وړ ده چې وسله والو واکمنو پاشیستي ډلو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شتون څخه ناوړه ګټه پورته کړي او په دې ډول د نورو خلکو او قومونو د حقوقو د تر پښو لاندې کولو ته دوام ورکوي.

دا پاشیستي ډلې د ښاغلي کرزي او نړیوالې ټولنې د ځینو ناوړو مصلحتونو او تېریدنو له امله ډیرې زړورې شوي دي د کتونکو په باور اوس غواړي نړیواله ټولنه او ښاغلی حامد کرزی د نویو ګواښونو سره مخامخ کړي.

ښاغلی کرزی چې د هیواد د اساسي قانون د تطبیق او د هیواد د خاورې د تمامیت ساتل یې له مهمو دندو څخه ګڼل کیږي په دې هکله د معاملو اود غلي ساتلو سیاست مخې ته بیولی دی . مګر دې ته یې پام نه دی چې ورو ورو دا ستونزه پراخیږي. او داسې مهال به راشي چې بحران به تر کنترول څخه ووزي.

دا ټولو ته جوته ده چې موجوده اداره یوازې په کمزورو خلکو باندې د قانون تطبیقوی خو بیا د زورواکانو سره د قانون په ماتولو کې مرسته کوي. د ساري په ډول د اساسي قانون له مخې شخصي ملکیتونه د تعرض څخه خوندي دي ددې قانون سره سم باید اوس په مرکزی افغانستان کې کوچیانو خپل ملکیتونه تر لاس کړي وی.

ښاغلی کرزی کولای شول د کوچیانو او د پاشیستي ډلو تر منځ لانجې د اساسي قانون په رڼا کې حل کړي مګر ده د قانون ته و نه کتل بلکې د جمهوری ارګ څخه دده په نوم داسې فرمانونه ورکړل شول چې خلک د هغه په هکله راز راز پوښتنې لري او دا فرمانونه یو طرفه او د پاشیستي ډلو په ګټه یې بولي.

د ساری په ډول د منازعی د سیمې په اړوند دولت ته اړینه وه چې دواړه خواوې د ستونزې د اساسی حل تر وخته د سیمې څخه ووزی مګر ښاغلی کرزی کوچیانو ته د وتلو امر وکړ او په پاشیستي ډلو پورې تړلو ډلو پورې وسله والو ته ېې سیمو ته د ننوتلو اجازه ورکړه.

په کابل کې په کوچیانو باندې د پاشیستی ډلو نوموړی وحشیانه بریدونو د افغانستان خلکو، اوسنیو چارواکو او نړیوالې ټولنې ته د یوه نوي خطرناک راتلونکي زیګنال ورکوي.

دا برید په کابل او د هیواد په نورو سیمو کې د نویو نا ارامیو ا و جګړو د پیل نښه ده تر دې د مخه چې شرایط د کنتروله ووځي اړینه ده چې نړیواله ټولنه او شخصا ښاغلی کرزی باید ورته پاملرنه وکړي. دا اړینه ده چې په جنایتونو باندې تورنو کسانو ته سخته او وړ جزا ورکړل شي.

نړیواله ټولنه او د افغانستان جمهور ریس باید د قانوني لارو خخه په استفادې سره ټولې زورواکي پاشیستي ډلې مهار کړی .
دا ځکه چې شرایط نوره د خلکو د پاره د زغم څخه د وتلو په حال کې دی. او خلک دی ته اړ کیږی چې د پاشیستي ډلو په وړاندې غبرګون وښیي. په هغه مهال کې څه چې پیښیږي مسوولیت به یې لومړی د ښاغلی حامد کرزی او دده د نږدې همکارانو او د نړیوالې ټولنی په غاړه وي.

2010-08-03

فارياب : په يوه چاودنه کي پنځه تنه وژل سوي

Date: 2010-08-03

په فارياب ولايت کي په يوه چاودنه کي پنځه تنه وژل سوي . نوموړي کسان تېره ورځ مازديګر مهال هغه وخت د قيصر ولسوالۍ په مربوطاتو کي ووژل سول چي کله يې موټر د سړک د غاړي پر يوه ښخ سوي ماين باندي وخوت . د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال محمد افضل ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نوموړي کسان د قيصر څخه روان ول چي پر موټر يې چاودنه وسوه او د يوه قومي مشر په ګډون پکښي پنځه تنه ووژل سول .

انجنېر عطاء جان - کندهار

ولسمشر : د پښتونخوا ايالت پر مرګ ژوبله خواښيني وښوده

Date: 2010-08-03

د ولسمشر کرزي د مطبوعاتي دفتر په يوه خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي افغان ولسمشر کرزي د پښتونخوا ايالت په ورستيو سېلابونوکي پر اوښتې مرګ ژوبله خواشيني څرګنده کړې . او د هغوى سره يې ځان شريک بللى .
په پښتونخوا ، بلوچستان ، او دپاکستان هيواد په ځينو نورو برخو کي د تيري اوونۍ په سېلابونو کي تر زرو ډېر کسان وژل سوي او خورا ډيري نوري ويجاړۍ يې رامنځ ته کړي دي .

انجنېر عطاء جان - کندهار

2010-08-02

اوباما: که امریکا خوندي وبولم، همدا نن افغانستان پرېږدو

Date: 2010-08-02

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لپاره د تر ټولو خونړۍ مياشتت په پاى کې ولسمشر بارک اوباما وايي که امريکا خوندي وبولي همدا نن نن به له افغان خاورې سرتېري وباسي.

ښاغلي اوباما په يوه تلويزيوني مرکه کې د افغانستان د جگړې لپاره خپل اهداف هم په گوته کړل.

په همدې ترڅ کې د متحدو ايالاتو د دفاع وزير له پاکستانه د دفاع ترڅنگ وويل چې راتلونکى کال به ډير لږ امريکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.

سربېره پردې چې ولسمشر بارک اوباما په خپل هېواد کې د افغانستان د جګړې له سخت فشار سره لاس او ګرېوان دی، د يکشنبې پر ورځ يې په يوه ټلوېزوني مرکه کې افغانستان د جګړې موخې محدودې وبللې او ګټل يې ستونزمن ونه بلل.

امريکايي ولسمشر وويل چې د افغانستان د جګړې په باب دا هيله هيچا نه ده کړې چې په دغه هېواد کې دې د لوېديځ په ډول بشپړه ډموکراسي پلې شي.

دا کار د اوباما په اند ډېر ستونزمن کار دی، خو په سيمه کې د ترهگرو د فعاليت ختمول، د روزنيزو کمپونو تړل او پر امريکا له هغه ځايه د بريد مخنيوى اسانه دى.

اوباما وويل چې موږ په افغانستان کې ټيکاو راوستلای شو او پاکستان د ده په خبره ''له موږ سره پر امريکا د بريد د خطر په کمولو کې ډېره مرسته کوي. ''

ده وويل که په دې پوه شو چې د امريکا د امنيت ساتنې ښه لار دا ده چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوو، نو د پوځونو را ايستلو اعلان به دا نن نن وکړي.

د ده په وینا، د هر وژل شوي امريکايي عسکر کورنۍ ته دی ځواب ليکي.

پر دې سربېره چې د افغانستان جګړه په امريکايانو کې ورځ په ورځ ملاتړ له لاسه ورکوي، د دغه هيواد دفاع وزير رابرټ ګېټس پر دې خبره ټينګ دی چې د ولسمشر بارک اوباما پر اعلان سربېره چې د راتلونکي ميلادي کال تر جولای پورې يو څه عسکر له افغانستان څخه راباسي ډېر شمېر پوځونه به بيا هم د ده په خبره په افغانستان کې پاتې شي.

د امريکا د دفاع وزير د پاکستان دفاع هم وکړه ويې ويل چې د اسنادو تر افشاګرۍ وروسته چې ويل يې د اسلام اباد څارګره اداره د افغان طالبانو لارښوونه کوي د پاکستان حکومت اوس پر جنګاليو سمدلاسه بريدونه کوي.

رابرټ ګېټس چې په اي. بي. سي ټلوېزون کې خبري کولې وويل پاکستان په خپله تګلار کې ډېر بدلون راوستي او د ده په قول په مرسته او ملګرتيا کې يې ډېر زياتوالی راغلی دی.

د امریکا د نبراسکا پوهنتون څېړونکی شېرجان احمدزی وايي که څه هم ولسمشر بارک اوباما يو دیموکرات دی، او دموکراتان معمولاً د جګړې پلویان هم نه دي، بل دا چې پر هغه د ولس فشار دی چې د افغانستان روانې جګړې ته ژر تر ژره پای ورکړي.

ولسمشر اوباما د ولسمشرۍ څوکۍ ته تر رسېدا وروسته سملاسي ژمنه کړې وه، چې دا جګړه به پای ته رسوي.

ښاغلی احمدزی وايي لکه څرنګه چې امریکا په افغانستان کې د ملت جوړونې د پروژې پلان جوړ کړی و، هماغسې جوړه نه شوه.

کندهار کې چاودنو ۴ ولسي وګړي ووژل

Date: 2010-08-02

د کندهار د ډنډ پر ولسوال دوه چاودنې وشوې، چې نوموړی روغ رمټ ترې وتلی، خو څلور ولسي وګړي پکې وژل شوي دي.

د ډنډ ولسوال احمد الله نازک بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل لومړۍ چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې دی له کوره د دندې پر لور روان و.

نوموړي وويل، مخې ته يې يوه سپينه کرولا راغله او وچوول شوه.

په چاودنه دوه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

ښاغلی نازک وايي دا ځانمرګی برید و.

احمد الله نازک وویل، کله چې نوموړی له لومړۍ چاودنې وروسته د کور پر لور روان شو، يوه بله چاودنه وشوه، چې یو پوليس پکې ټپي شو.

نوموړی وايي چاودنې ته نژدې يوه کور اور هم واخیست.

د چاودنې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د ویلو ده چې احمد الله نازک په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژيم تر ړنګېدا وروسته امریکایانو ته پهاسوسۍ تورن و.

نوموړی له يوه بل ملګري او شاعر عبدالله خیال سره طالبانو له دې امله ونیول، چې ګني امریکایانو ته د طالبانو جاسوسي کوي.

طالبانو عبدالله خیال په دار وځړاوه، خو د امریکایانو په چاپه کې احمدالله نازک وژغورل شو.

رپوټونه وايي دواړو په کندهار کې د ملا محمد عمر په کور کې مېشتو امریکایانو ته جاسوسي کوله او همالته اوسېدل.

تېره ورځ هم په کندهار کې د ناامنیو په لړ کې په ميوند ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک غاړې يا شلخی ماين وچاودېد، چې شپږ تنه يېوژلي او نهه نور يې ټپيان کړي ول.

چارواکو ويلي وو چې په وژل شويو کې دوه مېرمنې، دوه ماشومان او دوه سړي دي او په ټپيانو کې دوه مېرمنې دي.

په ارغنداب کې چاڼيز عملیات روان دي

بل خوا د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې تېره شپه چاڼيز عملیات پيل شوي، خو چارواکو ډېر جزییات نه دي ورکړي.

په ارغنداب کې د تېرې جمعې پر ورځ يو قومي مشر عبدالله خان د ناپېژاندو وسله والو لخوا وژل شوی و.

ولسي جرګې ته کانديده شريفه زرمتي د کرکيټ ميدان جوړوي

Date: 2010-08-02

د پکتیا له ولایته ولسي جرګې ته نوماندې شریفې زرمتۍ د کرکټ د مشر او مالي وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال سره ژمنه وکړه چې په ګردیز کې به د کرکټ یو لوبغالی جوړوي.
محترمې زرمتۍ دا ژمنه د کرکټ بورډ د مشر محترم زاخیلوال سره په کابل کې کړي چې ډیر زر به یو لوبغالی د پکتیا په زړه ګردیز کې جوړ کړي.
شریفه زرمتۍ وايې چې د پکتیا والي د کرکټ د پرمختګ لپاره د لوبغاړو سره څه موده مخکې ژمنه کړي و چې د یو لوبغالي مځکه به ورکوي.
اغلې زرمتۍ کرکټ بورډ سره په خبرو کې وویل چې د پکتیا د کرکټ لوبغاړو څنګه خوښه وي زما خوښه ده، هر وخت او په هر ځای کې چې وغواړي د لوبغالي جوړیدلو ته تیاره یم.
د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری د اغلې زرمتۍ د پاکې ارادې مننه او وکړه او همدارنګه نور افغان مشران او سوداګر رابولي چې د خپل هیواد افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې مثبته ونډه واخلي.
پکتیا کې مو د کرکټ بورډ د استازي حضرت ولي سره اړیکې ونیولي چې د لوبغالي د جوړولو لپاره کومه مځکه لرئ او که نه؟ حضرت ولي وايي چې د ولسي جرګې بل نوماند هم د ۴۰ جریبو مځکې ژمنه کړي چې د کرکټ دلوبغالي لپاره به یې ورکوي.
په کرکټ بورډ کې د کرکټ د پرمختګ مسؤل ډاکټر نورمحمد وايي چې ډیر زر به په پکتیا کې د دې مشرانو سره اړیکې ونیول وشي او د دوي ژمنو ته به د عمل جامي واغوستل شي.
همدا اوس په پکتیا کې د ولسوالیو او ولایت ۳۲ لوبډلو ترمنځ د سولې په نامه سیالۍ روانې دي چې نیمه پایلي یې د روژې په ۲۰ او پایلې به یې د وږي په ۲۶ د کمکي اختر څخه وروسته تر سره کیږي.

لراوبر ډاټ کام - کرکيټ بورډ

لوګر : پر اکمالاتي کاروان بريد سوى

Date: 2010-08-02

د لوګر ولايت سيميز امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د مرکز اړوند سيمه کي د بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد سوى . د لوګر ولايت د والي وياند دين محمد دروېش ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په ياده پېښه کي دوه اکمالاتي موټر سوځول سوي . بل لور ته طالبانو ادعا کړې چي په ياده پېښه کي يې دوولس ټانکړونه ويجاړ کړي ، يودېرش بهرني او کورني سرتيري يې وژلي او نولس نور يې ژوبل کړي دي . مګر حکومتي چارواکي دا ادعا ردوي .

انجنېر عطاء جان - کندهار



2010-07-28

ناټو وايي په لوگر کې یې د ورک امریکايي مړی وموند

Date: 2010-07-28

ap_afghanistan_missing_sailor_27jul10_480.jpg
دوه امریکايي عسکر د جمعې په ورځ د لوگر په څرخ کې هغه وخت لادرکه شوي وو چې له خپلې قرارگاه نه وتلي وو.

په یوه خبرلیک کی چی نن خپور شو راغلی چی د سختې پلټنی وروسته د یوه عسکر جسد یی پیدا کړی دی.

ناتو همدا شان وایی چی پلټنه به تر هغه ادامه ولری تر څو دویم ورک شوی عسکر یی نه وی موندلی.

ویل کیږي چې په دې سیمه کې د تندروانو قوي مرکزونه موجود دي.

د ناتو قواوو په سړکونو کی تلاشۍ شروع کړی وی، خبرپڼی یی خپری کړی وی او د دی عسکرو د موقعیت د پیدا کولو لپاره یی شل زره ډالر انعام ایښئ ؤ.

که څه هم ناتو د دغه وژل شوی عسکر هویت څرگند نکړ ، خو د ډنور پوست ورځپاڼه چی د کالورادو په ایالت کی خپریږی د دی ایالت د وکیل په قول لیکلی چی دغه عسکر دیرش کلن ؤ او نوم یی جستن مکنیلی ؤ .

دغه وکیل ورځپاڼی ته ویلی چی مکنیلی د هغه د خوښینې زوی ؤ.

د یوه بل خبر له مخی د برتانیی د دفاع وزارت وایی چی د هغوی یو عسکر د دوشنبی په ورځ د هلمند ولایت د سنگین په ولسوالۍ کی د بم په یوه چاودنه کی وژل شوی دی.

دغه عسکر د بمونو د پیدا کولو د یوه ټیم سره کار کاوه.

بل پلو ناتو وایی چی یاغیانو د پروان په ولایت کی شپږ افغان کارگران وژلی او یو حکومتی ماُمور یی برمته کړی دی.

د ایتلاف قواوې وایي چې یاغیانو د سیاه گرد په ولسوالۍ کی د کارگرانو په موټرو باندی حمله وکړه.

افغان پولیس سیمی ته ورغلل او یاغیانو یی تیښتی ته مجبوره کړل.

ناتو وایی چی یاغیانو د دې ولسوالۍ څارنوال له ځانه سره بیولی دی.

وزيرانو شورا:امروز خصوصي تلويزون دې خپلې خپرونې بندې كړي

Date: 2010-07-28

د افغانستان د وزيرانو شورا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده سپارلې چې د امروز تلويزيون نشرات دى تر راتلونكې پريكړې پورې وتړي. د افغانستان د حكومت د رسنيو د مركز مشر ډاكټر حكيم عاشر د وزيرانو شورا د دغې پريكړې په اړه ويلي چې د امروز د تلويزيون په خپرونو كې مذهبي مسايلو ته لمن وهل كيږي چې ملي يوالي ته هم تاوان رسوي، خو د امروز تلويزيون مشر وايي چې دغه پريكړه د يو شمېر سياسي احزابو په ټينګار شوې ده.

د افغانستان د وزيرانو شورا په وروستۍ غونډه كې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او لوى څانوالۍ ته دنده سپارل شوې چې د امروز په نوم د يو خصوصي تلويزيون خپرونې دې تر راتلونكې پريكړې پورې وتړل شي.

د افغانستان د حكومت د رسنيو د دفتر مشر ډاكټر حكيم عاشر ازادۍ راډيوته وويل چې دغه پريكړه د قانون په رڼا كې شوې ده.

ښاغلي عاشرامروز تلويزيون ملي ګټو ته د نه پاملرنې په تور تورن كړ ويي ويل، چې د دغه تلويزيون په خپرونو كې مذهبي مسايلو ته لمن وهل كيږي چې دا ملي يووالي ته تاون رسوي:

“هغه خپرونې چې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف عمل كوي هغه خپرونې بايد بندې شي نو په دې اساس د وزيرانو شورا دا تصميم نيولى چې امروز تلويزون بايد خپل خپرونې بندې كړي.”

امروز خصوصي تلويزيون چې د څه باندې دوه كاله را په ديخوا خپرونې كوي په دې وروستيو كې يې په خپرونو كې ګاونډۍ هېواد ايران د افغانستان په كورنيو چارو كې په لاس وهنه او د افغان كډوالو سره په نا سم چلند تورن كړى او د پلويانو له خوا يې په پلازمينه كابل او ولايتونو كې ايران ضد لاريونونه هم په لاره اچولي دي .

د امروز تلويزيون مسوول نجيب الله كابلي چې د افغانستان په ولسي جرګه كې د خلكو استازى هم دى د وزيرانو شورا دغې پريكړې ته په انتقاد سره وايي:

“دا چلند چې د امروز تلويزيون سره كيږي دا د لومړي ځل لپاره نه دى، دا شان چلندونه د افغانستان د اساسي قانون او د رسنيو د قانون خلاف دي زه په دغه پريكړه كې د يو شمېر افرادو او اشخاصو چې له بهرڅخه يې ملاتړكيږي لاس لرل وينم.”

د افغانستان د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر رحيم الله سمندرهم د وزيرانو شورا دغه پريكړه د قانون خلاف بولي وايي چې دغه پريكړه سياسي انګيزه لري.

د ښاغلي سمندر په وينا د وزيرانو شورا ښايي دغه پريكړه د يو شمېركسانو او بهرنيو هېوادونو تر فشار لاندې كړې وي:

“د وزيرانو د شورا پريكړه د افغانستان د رسنيو د قانون خلاف ده.”

د افغانستان د وزيرانو شورا د دې تر څنګ چې د امروز تلويزيون د نشراتو د تړلو پريكړه يې كړې ده دغه شان يې په طلوع تلويزيون كې د بازي بخت د خپرونې او په يك تلويزيون كې هم دغې خپرونې ته د ورته پروګرام د بندولوغوښتنه كړې ده.

خو د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنه وايي، چې پكار ده دا شان پريكړې د رسنيو د قانون څخه د سرغړونې كميسيون ته پريښودل شي.

ازادۍ راډيو هڅه وكړه چې په دې اړه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواكو نظر هم واخلي خو د بيا بيا اړيكو ټينګولو سره، سره د دغه وزارت چارواكو په دې اړه له څرګندونو ډډه وكړه.

د امریکا کانګرېس په افغانستان کې د دوی د سرتېرو د لګښت بودیجه منصوره کړه

Date: 2010-07-28

د تازه دمو امریکايي سرتیرو لپاره د لګښت دا لایحه په داسې حال کې تصویب شوې، چې د کانګرېس یو شمیر غړي د افغانستان د شاوخوا نهې کلنې جګړې پر څرنګوالي انتقادونه لري.

د امریکا د سنا مجلس لا دمخه دا پیسې منلې وې او د دې لپاره چې دا لایحه د قانون بڼه غوره کړي باید د ولسمشر باراک اوباما له خوا لاسلیک شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د متحده ایالاتو کانګرېس په افغانستان او ګاونډي پاکستان کې د ملکي ماموریت اقتصادي او پراختیايي چارو لپاره ۴میلیارده ډالر هم منظور کړي دي.

د رویټرز اژانس په وینا د استازو په مجلس کې د ډیموکراټانو په مقایسه جمهوري غوښتونکو په افغانستان کې د تازه امریکايي ځواکونو د لګښت په پلوی رای ورکړې.

په کانګریس کې د ډیموکراټ ګوند غړي د دغې بودیجې پر سر له څو میاشتو راهیسې په خبرو او بحثونو بوخت ول او تېره ورځ ۱۰۲ډیموکراټانو د دغې لایحې په خلاف رایه ورکړه.

دا پیسې د هغو ۱۳۰ میلیارده ډالرو بودیجې سربیره دي، چې د روان کال په سر کې د امریکا کانګرېس د افغانستان او عراق د جګړې لپاره منظوره کړې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي، له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د متحده ایالاتو کانګرېس یو تریلیون ډالر د دواړو جګړو د لګښت په توګه منظور کړي دي.

د کانګرس یو شمېر غړي، چې د افغانستان پر جګړې انتقادونه کوي وايي، په دې ورستیو کې په ویکي لیکس ویب پاڼه د امریکا د محرمانه راپورونو او اسنادو خپرېدو د دوی دا نظریه پیاوړې کړې، چې د افغانستان جنګ امریکا ته په ډیره ګرانه بیه تمامیږي.

د کانګریس یو شمیر غړو ویلي، د امریکا د دفاع وزارت زیات انتظار وویست څو په افغانستان کې د تازه دمو سرتیرو لپاره د استازو د مجلس له خوا دغه لګښت تصویب شي.

د ولسمشر اوباما ادارې په تېره فبرورۍ میاشت له کانګرېس څخه دا پیسې غوښتې وې او د دفاع وزارت خبرداری ورکړی و، چې که تر اګسټ میاشت پورې دا بودیجه ترلاسه نه کړي نو مجبوره به شي چې د خپلو ملکي مامورینو تنخواګانې کمې کړي.

د پنټاګون ویاند جیف موریل په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د دفاع وزارت په تیرو څو اوونیو کې په نړی کې د متحده ایالاتو د پوځي عملیاتو د سمون لپاره د لګښت د ترلاسه کولو په خاطر پراخې او غیر عادي هڅې ترسره کړي دي.

نوموړي وویل، په نوې بودیجې سره به د دفاع وزارت وتوانیږي، چې په افغانستان کې د سرتیرو شمیر زیات کړي او بل خوا په عراق کې عسکر راکم کړي.

جیف موریل وویل، دا ګامونه د القاعده شبکې د ځپلو او ماتولو لپاره د متحده ایالاتو د هڅو یوه برخه ده.

کاپيسا: سېلابونو ٣٠ کسان وژلي او ٢٠ کسان ژوبل کړي دي

Date: 2010-07-28

په کاپيسا ولايت کي د بارانونو او سېلاب له امله شاوخوا دېرش کسان وژل سوي او ګڼ کسان ټپيان سوي دي.
د کاپيسا چارواکي وايي د سېلابونو له امله په زرګونو کسانو ته تاوانونه اوښتي دي، کورونه نړېدلي دي، لاري بندي دي او کښتونو سېلابونو تاوانونه اړولي دي.
د کاپيسا ولايتي چارواکي وايي سيمي ته يې د ژغورني ټيمونه لېږي خو د مرکزي دولت مرستو اړتيا لري.
چارواکي وايي سېلابونو ٣٠ تنه وژلي او شاوخوا ٢٠ نور يې ټپيان کړي دي.

سلېمان


پاچاخان ځدراڼ له ماين چاودني روغ ووتئ

Date: 2010-07-28

په ولسي جرګه کي د پکتيا د خلګو استازى پاچاخان ځدراڼ نن سهار د ماين له يوې چاودني څخه روغ وتلى دئ.
د آزادۍ راډيو د خبر له مخي پاچا خان ځدراڼ چي يو ځل بيا يې ولسي جرګې ته ځان کانديد کړى، د پکتيا په مرکز ګردېز کي يې پر موټر چاودنه سوې چي نه يې ده او نه هم ساتونکو ته زيان رسېدلى دئ.
پاچا خان ځدراڼ د پخواني پاچا پلوى، قومي مشر او د وسله وال ګروپ لرونکى وکيل دئ، چي په ٢٠٠٢ کال يې پر افغانستان د امريکا تر بريد وروسته د حامد کرزي له حکومت سره وسله وال مخالفت کاوه، خو وروسته يې د قومي مشرانو په منځګړتوب په خپله سيمه کي د حکومت واکمني ومنله.
پر پاچا خان ځدراڼ پروسږکال په کابل کي هم يوه ځان مرګې حمله سوې وه چي کوم زيان نه و ورته رسېدلى.

سلېمان


پر بس د چاوني له امله ٢٥ تنه وژل سوي دي

Date: 2010-07-28

د نيمروز ولايت په دلارام ښار کي د نيمروز – دلارام پر يوه ٣٠٣ بس موټر د ماين چاودني له امله ٢٥ تنه سپرلي وژلي او شاوخوا ٢٠ تنه ټپيان کړي دي.
د نيمروز والي غلام دستګير آزاد وايي ماين د سړک پر غاړه باندي ښخ سوئ وو، چي له سيمي څخه د بهرنيو ځواکونو د کاروان د تېرېدو پر مهال چاودلى او پورتنۍ مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د دې پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو دولت يې مسئوليت پر طالبانو اچولى دئ.

سلېمان


2010-07-27

کندهار: د موټر اوښتو ۲۱ مسافر مړه کړل

Date: 2010-07-27

د افغانستان په سوېلي کندهار ولایت کې د سپرلۍ يو لوی ۳۰۳ ډوله موټر پر سړک له خپل تګلوري اوښتی، چې لږترلږه ۲۱ مسافر پکې مړه شوي.

د کندهار د ميرویس روغتون سرطبيب داود فرهاد بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، پېښه نن (دوشنبه، د جولای ۲۶مه) سهار شاوخوا شپږ بجې د کندهار دامان ولسوالۍ په 'مانده' سیمه کې شوې ده.

د ښاغلي فرهاد په وینا، تر اوسه د میرویس روغتون ته ۲۱ مړي وروړل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

نوموړی وايي په پېښه کې ۲۵ مسافر سخټ ټپيان شوي، چې ښايي د مړو شمېره تر دې هم واوړي.

د کندهار د ترافیکو مدیر سمونوال محمد الهل خان بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، دا بس د زیات سرعت له امله اوښتی دی.

نوموړی وايي د کندهار-کابل پر لویه لاره لوی بسونه په ډېرې چټکۍ ځي، چې زيات ځلې مرګونې پېښې رامنځ ته کوي.

تېره اوونۍ هم په زابل کې د مسافرو يو ګاډی له بل ګاډي سره ټکر شوی و، چې مسافرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

د کندهار د ترافیکو مدیر وايي دا بس د وطن دوست ترانسپورتي شرکت اړوند و، چې د کابل – کندهار پر لویه لاره مسافر لېږدوي.

د روان کال د اپرېل پر ۱۲مه د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې ایساف ځواکونو سهار شاوخوا شپږ بجې هغه مهال پر ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر ډزې وکړې، چې اشارې ته يې پام ونه کړ.

په پېښه کې څلور مسافر ووژل شول او ۱۸ نور ټيیان شول.
افغان ولسمشر هغه پېښه په سختو ټکو غندلې وه، او ويلي وو چې دا له زغمه وتلی کار دی.

د کندهار – هرات لويه لاره وخت ناوخت د ناامنيو شاهده وي .

وړاندې هم د کابل – کندهار پر لويه لاره دا ډول پېښې رامنځ ته شوې، او مسافرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده .

په تېر کال کې هم ايساف ځواکونو پر يوه سراچه ډوله موټر ډزې وکړې، چې په موټر کې ټول سپاره کسان، چې عام وګړي ول، ووژل شول .

د کندهار – هرات لويه لاره وخت ناوخت د ناامنيو شاهده وي .

پر دغې لويې لارې په جنوب کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته اکمالاتي توکي رسول کېږي، چې ډېر ځلې پرې وسله وال طالبان بريدونه کوي.

موټر چلوونکي وايي هره ورځ په ډار او وېره کې پر دې لاره سفر کوي.

ملگري ته يې وليږئ چاپي بڼه

کورنيو چارو وزارت : د ايساف په مټ مو برګ مټال ولسوالي ونيوله

Date: 2010-07-27

د کورنيو چارو وزارت وايي د ايساف د هوايي ملاتړ په مټ يې د برګ مټال ولسوالي بېرته نيولې . ايساف وايي افغان فوځيان د دوى د هوايي ملاتړ په درشل کي برګ مټال ولسوالۍ ته ننوتل او ولسوالي يې د طالبانو څخه بېرته ونيوله . د نورستان ولايت مقام وايي چي طالبانو پخپل يوه ورځني حاکميت کي ١٥٥ کورونه ، ولسوالۍ ټولي دولتي ادارې يو روغتون او دوې ښوونځي سوځولي چي زيات مالي زيان يې رامنځ ته کړى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي .

انجنېر عطاء جان - کندهار

یو برتانوﺉ پوځی په هلمند کی ووژل سو

Date: 2010-07-27

د انګلستان د دفاع وزارت لږ شېبه مخکی اعلان وکړ چی ماین پرون د هلمند په سنګین کی یو برتانوﺉ عسکر وواژه خو د زخمیانو او معیوبو تعداد یې ذکر نکړ .
دغه پیښی د انګریزانو تلفات ۳۲۵ ته ورسول .

( ن . صمد )



لوګر : ناټو اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

Date: 2010-07-27

ناټو درې ملکي وګړي ووژل . نوموړي وګړي د لوګر ولايت اړوند د څرخ په ولسوالۍ کي د ناټو په هوايي بريد کي وژل سوي .
د دې ولايت د والي وياند دين محمد دروېش ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په ياده سيمه کي د ناتو او طالبانو تر منځ نښته وسوه چي په ځوابي بريد کي ناټو د هوايي ځواک نه کار واخيست او پر ملکي وګړو يې بمباري وکړه چي په پايله کي يې درې تنه ووژل سول او پنځه نور ژوبل سول . چي په وژل سوو کسانو کي د څرخ ولسوالۍ د پراختيايي شورا غړى حبيب الرحمن هم شامل دئ او ژوبل کسان ملکي وګړي دي .

انجنېر عطاء جان - کندهار

زابل: ترافيکي پېښي يو کس مړ او دوه ټپيان کړل

Date: 2010-07-27

په زابل کي ولايت کي په يوه ترافيکي پيښه کي يوکس مړشوى اودوه نورتپيان دي .
چارواکي وايي پيښه نن سهارپه مرکز کلات ښار کي وروسته له هغه رامنځته شوه چي دملي اردوسرتيروخپل موټر د يوه زرنج سره ټکرکړ. د زابل دامنيې قوماندانۍ سرپرست وايي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړدى.
دزابل سرپرست امنيه قومندان سمونوال غلام جيلاني فراهي وايي په پېښه کي يوکس مړشوى اودوه نورټپيان دي.
نوموړي زياتوي چي په ټپيانوکي يوماشوم هم شامل دى چي د کلات ښار روغتون ته انتقال شوي دي .فراهي زياتوي چي پيښه ترڅيړني لاندي ده.
په ورته وخت کي دعامي روغتياچارواکي وايي دپيښې له ځايه ورته يومړاودوه تپيان وروړل شوي دي .دولايتي روغتون يوه نوکريوال ډاکتردنوم نه اخيستلوپه شرط وويل چي په ټپيانوکي ديوه تن روغتيايي حالت داندېښنې وړدى .په زابل کي دالومړي ځل نه دى چي دولتي سرتيري ملکي کسان په موټر وهي، بلکي تردې وړاندي هم څوځله ورته پېښي رامنځته شوي دي .


نقيب قريشي

2010-07-20

کلنټن : موږ افغانان يواځې نه پرېږدو

Date: 2010-07-20

پژواک

لودين



د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزيره وايي، چې هېواد به يې له خپلو ايتلافي ملګرو سره يو ځاى له افغانستان سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

نوموړې دغه څرګندونې د چنګاښ په ٢٩مه، د کابل نړيوال کنفرانس ته په خپله وينا کې وکړې . د نوموړې په وينا، موږ دلته يواځې ددې لپاره نه يو راغلي چې د افغانستان له خلكو خپل ملاتړ اعلان كړو، بلكې د پرمختګونو ارزونه وكړو او په هغو كې خلاګانو ته متوجه شو او وكولى شو، چې دغه خلاګانې له منځه يوسو.

هغې زياته کړه، چې که څه هم هېواد يې له راتلونکي کال څخه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وېستلو د لړۍ د پيلولو اعلان کړى، خو زياته يې کړه چې دوى به افغانان يواځې نه پرېږدي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې، له افغاني ځواکونو سره د خپل هېواد پر مرستو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې هېواد يې د ملي اردو په جوړولو، روزنه او تجهيزولو کې په دوامداره توګه برخه اخلي او دې کار ته ژمن دى .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې وويل، چې هېواد يې د افغان ملي ځواکونو د روزنې او تجهيز پروسه په ډېرې تېزۍ سره پرمخ بيايي، څو افغانانو ته د امنيت د انتقال پروسه په ښه توګه پرمخ ولاړه شي .

هغې زياته کړه، چې دوى به د يوه با ثباته او په خپلو پښو ولاړ افغانستان رامنځته کولو پورې، خپلو مرستو ته ادامه ورکوي .

مېرمن کلنټن زياته کړه : (( ټوله نړۍ له افغانستان سره ده.))

کلنټن، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت د هڅو ستاينه وکړه .

د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره سولې د خبرو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې وويل، چې د دغې پروسې پرمختګ اوس په دې پورې اړه لري، چې وسلوال مخالفين د افغانستان اساسي قانون ومني، له القاعدې سره خپلې اړيکې پرې کړي، له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او د بشر او ښځو حقونو ته احترام وکړي.

د کابل په نړيوال کنفرانس کې د نږدې ٧٠ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د نړيوالو سازمانونو استازو برخه اخيستې ده.

دغه کنفرانس د قران کريم د څو مبارکو ايتونو له تلاوت او د ملي سرود له غږولو وروسته سهار (٠٩:٣٨) د ولسمشر حامد کرزي په وينا پيل شو.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کنفرانس به شاوخوا درې نيم ساعته دوام وکړي.

حامدکرزي داساسي قانون دپلي کيدو ژمنه وکړه

Date: 2010-07-20

لودين

ولسمشر حامد کرزي دکابل په نړيوال کنفرانس کې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې له افغان دولت سره موازي بنسټونه له منځه يوسي .
کرزي په ٢٠ دقيقي وينا کې وويل چې له دولت سره برابر نهادونه رامنځ ته کول دچارو په همغږۍ کې ستونزې رامنځ ته کوي .
ولسمشر په ناټو غږ وکړ، ترڅو دخپلو ولايتي بيارغونې ډلو( PRT ) لپاره داسې چوکاټ رامنځ ته کړي ، چې دولت او خلکو ته حساب ورکونکى وي .
کرزي وويل : (( له ملګرو ملتونو غواړم چې د نورو هېوادونو په شان زموږ له ملي برنامو ملاتړ وکړي. ))
حامد کرزي، ډاډ ورکړ، چې تر ٢٠١٤ کال پورې به افغان ځواکونه د ټولو عملياتو مسووليت په غاړه واخلي .
هغه له افغان دولت سره دمخالفو وسلوالو ديوځاى کېدو په اړه وويل چې له نړيوالې ټولنې غواړي، ترڅو د افغان دولت له داسې سوله ييزو اهدافو څخه ملاتړ وکړي.
ولسمشر همدارنګه غوښتنه وکړه چې بايد نړيواله ټولنه د لنډ مهالو پروژو پر ځاى له اوږد مهالو پروژو ملاتړ وکړي او دا کار دافغان ولس لپاره مهمې پايلې لري .
کرزي ، نشه يي توکي د جرمونو او بې ثباتيو مهم لامل وباله او له نړيوالو يې وغوښتل چې بايد له دغه شره د خلاصيدو په موخه دې له کرنې ملاتړ وکړي او کروندګرو ته دې اسانتياوې برابرې کړي .
ولسمشرکرزي، د زېږون پرمهال د ميندو مړينه ، له ښوونځيو څخه د شاوخوا ٦ ميليونو ماشومانو محروميت، د ١١ ميليونو وګړو نالوستي ، د يو ميليون وګړو معلوليت د خپل ولس له مهمو ستونزو څخه يادې کړې .
هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې ددغو ستونزو په لرې کولو کې مرسته وکړي، ترڅو د يادو خلکو په ژوند کې تغير راشي .
کرزي، په ننني کنفرانس کې په دولت کې د اداري اصلاحاتو ، نظم او قانونمندۍ ، ملي پخلاينې او د اساسي قانون په پلي کېدو کې له نړېوالې ټولنې سره ژمنه وکړه .
ولسمشر پر وسلوالو مخالفينو نيوکه وکړه چې اسلامي او نړيوال اصول تر پښو لاندې کوي .
افغان ولسمشر د هېواد اقتصادي پرمختګ ته خوشبيني وښوده او زياته يې کړه چې افغانستان به
په ٢١مه، پيړۍ کې يوځل بياپه سيمه کې ستراقتصاد موقيعت خپل کړي .

2010-07-18

کندهار : د يوه تن د چاودېدونکو توکو سره د نيول ادعا وسوه

Date: 2010-07-18

په کندهار ولايت کي د يوه تن د چاودېدونکو توکو سره د نيولو ادعا وسوه د کندهار ولايت امنيه قوماندان ښاغلى سردار محمد ځاځى وايي چي څه موده مخکي يې يو تن د چاودېدونکو چي يوه حلقه ماين ، پنځه لاسي بمونه ، درې پارسله چاودېدونکي توکي ، لس متره لينونه چي دچاودېدونکو توکو په جوړښت کي ورڅخه کار اخستل کيږي نيولى او په وينا يې چي د يوې درنې چاودني مخه يې نيولې ده

انجنېر عطاء جان - کندهار

ننګرهار : په يوه ترافيکي پېښه کي ١٥ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

Date: 2010-07-18

په ننګرهار کي په يوه ترافيکي پېښه کي پنځلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته ، نوموړې پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله د تورخم څخه کابل ته تلونکى ډاکسن او د کابل څخه تورخم ته تلونکى يو کاسټر موټر سره وجنګېدل . د ننګرهار ولايت د ترافيکو مدير ښاغلى غلام دستګير رحيمي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په ياده ترافيکي پېښه کي دوه تنه وژل سوي او ديارلس تنه نور ژوبل سوي دي چي د ژوبل سوو کسانو حالت د ډاډ وړ دئ .

انجنېر عطاء جان - کندهار

ايساف : د ننګر هار او کندوز د حملو طرح کوونکي مو وژلي

Date: 2010-07-18

د ايساف ځواکونه وايي چي په تېره يوه اوونۍ کي چي د هيواد په بېلا بيلو سيمو کي کوم عمليات ترسره سوي دي پکښي په ډېره کچه طالبان او د ننګرهار او کندوز پر هوايي ډګرونو باندي د حملو طرحه کوونکي يې وژلي دي . د نوموړو کسانو د مرګ ژوبلي راپور په داسي وخت کي ورکول کېږي چي څه موده وړاندي د کندزو او ننګرهار پر هوايي ډګرونو باندي د څو ځانوژونکو له لوري حملې وسوې چي مرګ ژوبله يې هم د ځانه سره لرله . نوموړي ځواکونه وايي چي په يادو عملياتو کي يې يوه کچه وسلې او نشيي توکي هم نيولي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .

انجنېر عطاء جان - کندهار


د روسيې د بهرنيو چارو وزير د کابل په کنفرانس کي ګډون کوي

Date: 2010-07-18

د روسيې د بهرنيو چارو وزير به د کابل په کنفرانس کي ګډون وکړي ، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي چي د دې هيواد د بهرنيو چارو وزير به د جولاى د مياشتي پر شيلمه افغانستان ته د کابل په کنفرانس کي د ګډون په موخه ولاړ سي . د کابل په دوه ورځني کانفرانس کي چي د افغانستان په تاريخ کي تر ټولو مهم کانفرانس بلل کيږي د شاوخوا څلوېښتو هيوادونو وزيران او په مجموع کي د پنځه اويا هيوادونو او نړيوالو مؤسيسو استازي ګډون وکړي افغان ولسمشر حامد کرزى او د نړيوالو ټولني عمومي منشي بانکي مون به د دې کنفرانس مشري په غاړه ولري . او ټاکل سوې ده چي په دې کانفرانس کي به د نورو موضوعاتو تر څنګ پر دې هم خبري وسي چي په تدريجي ډول د ټولو امنيتي چارو مسئوليت افغانانو ته وسپارل سي .

انجنېر عطاء جان - کندهار


ايساف : په هلمند کي مو نشيي توکي نيولي

Date: 2010-07-18

د ايساف تر مشرۍ لاندي د ناټو ځواکونه وايي چي زياته کچه نشيي توکي يې نيولي دي نوموړي ځواکونه وايي چي ياد نشيي توکي چي شاوخوا دوه ټنه هيروئين ، اته سوه کېلو ګرامه تارياک او په لسګونو کېلو ګرامه المونيم نايتريت دي د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کي نيولي دي .

انجنېر عطاء جان - کندهار

2010-07-17

جنرال حميد ګل :د کندهار عمليات د پاکستان پرېکړو ته تم دي

Date: 2010-07-17

د پاکستان هيواد د استخباراتويا آى ايس آى پخوانى متقاعد جنرال ښاغلى حميد ګل وايي چي په کندهار ښار کي د ناټو فوځي عمليات د پاکستان پرېکړو ته تم دي نوموړى وايي چي امريکا د اسلام اباد څخه غوښتي چي لومړى په شمالي وزيرستان کي عمليات وکړي . نوموړي دا و نه ويل چي امريکايان ولي په شمالي وزيرستان کي عمليات د کندهار ښار د عملياتو دپاره اړين بولي.

انجنېر عطاء جان - کندهار



روزګان : نامعلومو وسلوالو يو تن صراف وژلى

Date: 2010-07-17

د روزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي تېره ورځ د دې ولايت په مرکز ترين کوټ کي يو صراف د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري وژل سوى . د روزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال سمونوال ګلاب خان ياده پېښه تائيدوي او وايي چي
وسلوالو د صراف تر ويشتلو وروسته د نوموړي صراف ټولي پيسې د ځانه سره وړ ي .

انجنېر عطاء جان - کندهار

د ناټو دوه سرتيري ووژل سول

Date: 2010-07-17

د افغانستان په جنوب کي د ناټو دوه سرتيري ووژل سول د ناټو په يوه خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي د افغانستان په جنوب کي يې دوه سرتيري تېره ورځ وژل سوي دي خو دپېښي کره ځاى او د سرتيرو هويت يې نه کړى په ډاګه . طالبانو او نورو ډلو په تيرو دوو مياشتو کي تر بل هر وخت خپلو حملو ته زور ورکړى دئ . په تيرو څو ورځو کي د ناټو پنځلس سرتيري وژل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي د ٢٠٠١ کال را په دېخوا چي کله د طالبانو رژيم نسکور سوى جون او جولاى د بهرنيانو دپاره تر ټولو خونړۍ مياشتي وې .

انجنېر عطاء جان - کندهار



وردګ: د ملي پیوستون ۶ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

Date: 2010-07-17

دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې دملي پیوستون دپروګرام له مخې(۶) بېلابېلې پروژې دکلیو پراختیا وزارت د(۱۷۳۵۷۱۱) افغانیو په ارزښت دسیمې دخلکو اوددې ریاست دکارکوونکو لخوا دپټۍپه پریکولو سره ګټې اخیستې ته چمتو شوې.
دیاد ریاست ریس انجینیر جان محمد حکمت جو په وینا په دغو شپږو پروژو کې داوبو ذخیرې یوه پروژه د (۱۳۲) متره مکعب حجم په لرلو،دپلچک او استنادي دیوال(۲) پروژې د(۱*۴) مترو پنځه پلچکونه،د(۱*۲) مترو په اوږدالي(۳)
پلچکونه،(۹) پایې نیم متره پلچکونه ،دڅښلو پاکو اوبوڅاګانې(۳) پروژې چې د(۷) څاګانو کیندل اوپه هغوۍ لاسي بمبو درول تورخیلو،زمان خیلو،چهار کلاء،امرخیلو،ولایت کلاء او صوفیانو کلاء په کليوکې شامل دي چې دخلکو
لس سلنه ونډې په اخیستنې او دکلیو بیارغاونې اوپراختیا وزارت دبودجې ځخه د(۱۷۳۵۷۱۱) افغانیو په مالي لګښت دمرستندویه موسسې (سویډن) او پراختیایي شوراګانو لخوا بشپړې او ګټې اخیستلو ته چمتو شوې، ددغه پروژو څخه (۸۳۲)کورنۍ ترې ګټه اخلي.

شاهدالله شاهد



کندوز: د طالب قومندان د وژلو ادعا وسوه

Date: 2010-07-17

افغان حکومت په يوه خبر پاڼه کي د طالبانو د يوه ځايي قومندان د وژلو ادعا کړې ده.
خبر پاڼه وايي د قاري لطيف په نوم دغه قومندان چي د ځانمرګو حملې به يې پلانولې، پر افغان او بهرنيو ځواکونو به يې بريدونه کوله، د جمعې په ورځ د ايتلافي ځواکونو په هوايي حمله کي وژل سوئ دئ.
دا په داسي حال کي ده چي ناټو او افغان حکومت پرون په فراه کي هم د ملا اخترمحمد په نوم د يوه طالب قومندان د وژلو ادعا کړې وه.

سلېمان



طالب حسین : ما ۳ نه بلکی ۱۲ برتانوي پوځیان ووژل

Date: 2010-07-17

د افغان اردو هغه عسکر چی څلور ورځی مخکی یې په هلمند ولایت کی درې برتانوي پوځیان وژلي او ۶ یې هم زخمی کړي وو ، طالب حسین نومیږی او د غزنی ولایت اوسېدونکی دی چی اوس د طالبانو سره اوسیږی .
طالب حسین د طالبانو د « شریعت ږغ » راډیو سره د هلمند د یو نامعلوم ځای څخه په مرکه کی وویل چی ما ۱۲ برتانوي پوځیان ووژل خو هغوی درې کسه اعلان کړل . ده وویل چی ما د اردو په استخباراتی څانګه کی وظیفه لرله او وژل سوي برتانویان هم استخباراتی افسران وو . ده زیاته کړه چی زه اوس په هلمند ولایت کی د طالبانو د قوماندان « مولوی حقیار » سره اوسیږم او د هغه سره می ارتباط درلود .
طالب حسین ( چی په دري ژبه ږغیږی ) وویل چی د شپې د ۲ بجو څخه تر ۳ بجو پوری زما پیره وه او په همدې وخت کی می هغوی ووژل . ده زیاته کړه چی غواړم طالبانو ته ټول هغه استخباراتی اطلاعات ورکړم چی په تیرو دوو کالو کی می راغونډ کړي دي او زه به د هغوی تر څنګ د افغانستان د آزادۍ لپاره جنګیږم .

( ن . صمد )



طالبان : په هرات کی مو پر پوځی قافله حمله وکړه

Date: 2010-07-17

طالبان په خپل تازه خبر کی وایی چی نن یې د هرات ولایت هوایی ډګر ته نږدې هغه کرولا موټر چی د چاودېدونکو موادو څخه ډک و او ډریور یې « محمد اولیأ » نومېدﺉ ، د بهرنیو پوځیانو په قافله کی وواهه چی له امله یې درې عرادې زرهپوشونه له منځه یووړل او پکښی ناست ۱۳ بهرني پوځیان یې ووژل سول .
خبر زیاتوی چی منطقه محاصره سوې او امریکایی هلیکوپترونه راغوښتل سوي چی مړی او زخمیان انتقال کړی .

( ن . صمد )



2010-07-14

حفيظ منصور استاد یون په مرګ وګواښه او بريد یې پرې وکړ

Date: 2010-07-14

د شورای نظار غړي او د متحدې جبهې مشر عبدالحفيظ منصور د افغانستان وتلی ليکوال استاد اسماعيل يون په مرګ وګواښه.

منصور دا کار هغه وخت وکړ چې کله یې د اريانا تلويزيون په یو بحث کې د استاد یون د مباحثې ځواب په ورکولو کې ناکام شو. د ناکامۍ له احساسولو وروسته منصور له واکه ووت او بې منطقۍ ته یې لاس وچاوه.

استاد یون د یوې پوښتنې په ځواب کې اريانا تلويزيون ته په یو ګردي مېز چې د دولت وياند هم په کې ناست و جمعيت ګوند او شورای نظار ته په اشاره (بې له دې چې نوم یې ياد کړي) نيوکې وکړې او ویې ويل چې په دولت کې داسې خلک شته چې هم په دولت کې دي او هم د دولت مخالفت کوي. یون وويل چې داسې وخت هم راغلی دی چې خسر د دولت په مخالفه جبهه کې ولاړ د حق غوښتلو چيغې وهي او زوم یې په دولت کې په ستره دنده کار کوي. نوموړي همداراز د بون پروسې په اړه وويل چې واک یې داسې خلکو ته په لاس کې ورکړل چې د ولس له خوا رټل شوي وو، کابل یې وران کړی و، او د هغوی د ظلمونو له کبله ولس د طالبانو هر کلی کړی و. استاد یون د بون په پروسه کې دا یو داسې عيب وباله چې اوس یې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د ماتې سره مخامخ کړې ده.

عبدالحفيظ منصور چې د برهاند الدين رباني د جمعيت اسلامي او د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود د شورای نظار غړی او تل یې په افغانستان کې تعصب او توکميزو لانجو ته لمنه وهلې ده هم په دې ګردي مېز کې ناست و، د دې پر ځای چې د استاد یون نيوکو ته منطفي ځواب ووايي، د هر بحث او مناظرې اخلاق يې پرېښودل او ويې ويل چې د جمعيت ستر جرم دا و چې د طالبانو له سقوط څخه وروسته یې د ((دويمه سقاوي)) کتاب ليکونکی ژوندی پرېښود او ویې ونه واژه.منصور د یو بې ګناه افغان ((نه وژل)) خپل ستر جرم وباله. يانې دا چې د دې بې ګناه افغان وژل یې خپله فريضه ګڼله. له مباحثې وروسته منصور په استاد يون بريد هم وکړ.

د نظار د شورا جنګسالاران وايي چې د ((دويمه سقاوي)) کتاب چې د دوی له رازونو يې پردې پورته کړي دي، ولس ته یې د افغانستان د ځمکني او قومي يووالي په خلاف د دوی دسيسې روښانه کړي دي، پردو ته د شورای نظار په شمول د یو شمېر افغانستان دښمنه ډلګيو خدمتونو او په افغانانو د توکم په نامه له ناکردو پرده پورته کړې ده، د اسماعيل يون ليکنه بولي. عبدالحفيظ منصور بار بار تکرار کړه چې جمعيت بايد دا ستر ((جرم)) نه وای کړی چې د دې کتاب ليکوال یې ژوندی پرېښی وای.

استاد اسمعاعيل يون ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه وويل چې له پروګرام څخه وروسته ورته منصور کنځاوې وکړې او فزيکي بريد یې پرې وکړ چې په بريد کې ناکام شو. استاد اسماعيل يون وايي چې له پروګرام څخه وروسته حفيظ منصور همدا چيغې وهلې چې ((من افغان نيستم و هر کسي که به من افغان ميګويد بد مي کند)).

استاد يون وايي چې منصور نه یواځې په منطق کې پاتې راغی بلکه په بريد کې هم ناکام شو او خپلو شومو موخو ته ونه رسېد.

ټول افغان په افغان دولت او نړيوالې غږ کوي چې د دا ډول بريدونو په مقابل کې د ژوناليستانو او ليکوالانو ساتنه وکړي او پرې نه ږدي چې په افغاني ټولنه کې د بيان ازادي جنګسالاران او ټوپکيان له مرۍ ونيسي او خپه یې کړي.

ټول افغان د افغانستان لويه څارنوالي پړه بولي چې تر اوسه یې یو بې ګناه ليکوال ته د مرګ د ګواښونکی او د هغه د وژلو په قصد بريد کونکی عبدالحفیظ منصورنه دی نيولی او پرې غږ کوي چې څومره زر کېږي عبدالحفيظ منصور د عدالت منګولو ته وسپاري چې پاتې نورو ټوپکيانو ته عبرت وګرځي.

د استاد یون منطقي استدلال او د جنګسالار حفيظ منصور بې منطقه تهديدونو یوه برخه په دې ويډيو کې کتلای شﺉ. د اريانا تلويزيون د منصور هذيان په بيا خپرونه کې نشر نه کړ.


2010-06-20

شهید سیلاب( ساپي ) د لوړتفکراوسپیڅلي احساس شاعر او لیکوال

Date: 2010-06-20

ليکوال : انجنیر عبدالقادر مسعود

selab.gif

زموږ په ټولنه کې مدبره او علمي شخصیتونو، لیکوالانو، شاعرانو، او هنري استعدادونو پښتوژبې ، خپلې ټولنې اوخلکو ته د خپلې پوهې او طبیعي استعداد پر بنسټ او د قلم له لاری ډیر درانه خدمتونه کړې دي، چې د دوی کار نامې د قدر او ستاینې وړ دي.
شعر ویل د پښتو په ژبه کې د پیړیو پیړیوراهیسي د هغودودونو اوعنعنو څخه دی چې زموږ
شاعرانواو لیکوالانو د خپل قلم او ژبې په مټ د ادبیاتو په تاریخ کې په ډیرو حساسوشیبو کې خپلې ژبې ته او د کلتور او منل شوي دود او دستور د پیاوړتیا په لاره کې داسی ځانګړي کارونه کړې دي، چې هیریدل یې نا ممکنه خبره ده.
دشعر او شاعري لاره اوږده او ستونزمنه ده، ډیرې ستړیاوې، پړاوونه او منزلونه لري .
شعر د نورو هنرونو تر څنګ هغه هنر دی، چې شاعران خپله مینه، خپل فکر، خپل خیال،
خپل احساس، خپله عاطفه، خپل انساني او ملي پیغام د شعر په ژبه کې خپلو خلکو او خپلې
ټولنې ته وړاندې کوي.
شاعران د ټولنو انځوران دي، چې دوی په خپلو شعري تصویرونو کې د بشري ټولنې حالات
او پیښې او د خلکو د ویښولو او پوهولو مختلف اړخونه بیانوي، او د واقعي اوانساني ژوند
لارې، چارې ور په ګوته کوي.
ارواښاد امان الله(ساپی) چې زموږ د هیواد با استعداده، پیاوړې، ساده او سپیڅلې اونامتوشاعر
و د ده نوم د ادبیاتو په تاریخ کې د یو ممتاز او با احساسه شاعر په توګه روښانه او ځلیدونکې
دی.دی د یو عالي ادبي، ملي او علمي شخصیت څښتن و، او دشعر او شاعري بیرغ یې اوچت
ساتلې و.
سیلاب صیب دشعر او شاعري سره یوه ځانګړې مینه او علاقه درلوده او د ده د ژوند دایمي
مصروفیت و. دی یو ستر اولسي شاعر و. د ده شعري کلام یوه خوږه ژبه لري، د ده خبرې د
زړه خبرې دي. د ده په کلام کې دوستي، عشق اومحبت، مینه او خلوص، وفا او صمیمیت،
رښتیا او صداقت، ایمان اوعقیده، جذابیت او ښایست، دروندوالې او وقار پروت دی. د ده په
شعرونو کې سوزاودرد پروت دی، دی د یو ژور اغیز او دروند تاثیر خاوند دی.
دا وتلې شاعر د خدای بخښلي وکیل صیب شهید نصراله خان ساپي زوی او د مرحوم مفتي عبدالغفورخان لمسې دی.
دی په (۱۳۱۲) هجري شمسي کال کې د ننګرهارولایت د کامې ولسوالې په (غازي کلي)کې
زیږدلې دی.
لومړنۍ زده کړې یې د کامې د اخوند کلي په ښوونځې کې په (۱۳۲۵) لمریزکال کې په بري
سر ته رسولي دي. بیا وروسته ده شپږ کاله په خصوصي توګه د علمي او ادبي آثارو په
لوستلو ځان مشغول کړې و. ده په دغو کلونو کې ډیرکتابونه مطالعه کړې دي. که چیرې د ده
شعرونه او نثرونه وڅیړل شي نو دا څرګندیږي چې دی د مروجو علومو لکه د فقهي اصول، تفسیر، حدیث، صرف، نحو، بدیع، بیان،عروض، قافیه، منطق، حکمت او داسی نوروعلومو
سره بلد و، او خپل بنسټیز مالومات یې په دی هکله تکمیل کړې و.
هغه سرشاره استعداد چې خدای پاک ده ته ورپه نصیب کړې و، دی په (۱۳۳۱) هجري شمسي کالکې د کابل د قاضیانو مدرسی په دوهم ټولګي کې شامل شو، او بیا له دریم ټولګي
نه د کابل عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته ولاړ، او هلته یې خپله زده کړه په عالي کچه پای ته
ورسوله. ده وروسته له زده کړې د هیواد په دولتي ادارو کې په کار پیل وکړ.
دی د عدلې به وزارت، د ترانسپورت په ریاست، دقبایلومستقل ریاست او په رادیوافغانستان
کې په دندې بوخت و.
د سیلاب صیب خواږه شعرونه د ده د سپیڅلي زړه غږ دی. ده په شاعري کې یو څپاند او
سرشاره استعداد درلود، خو د ده خدایي استعداد په هغو کلونو کې چې په رادیوافغانستان کې
یې کار کاوه نور هم څپې ووهلې، او د زیاتې پوهې خاوند شو، اود وطن په فرهنګي حلقوکې
د یو وتلي او نامتو شاعر په حیث وپیژندل شو. د ده کار په رادیوافغانستان کې ده ته دا چانس
ور په برخه کړ، چې دی د لویو ادبي او فرهنګي شخصیتونوسره معرفي شي. ده په رادیوکې
په ادبي پروګرامونوکې برخه اخیسته، اود ده خوږې ترانې د یو شمیرنامتواوتکړه هنرمندانو
او سندرغاړو په خوږو آوازونو کي خپریدلې. په رادیو افغانستان کې د ده کار د هغه د ادبي او فرهنګي څیرې د پیژندګلوې او شهرت لپاره نه یوازی په کابل کې بلکې د هیواد په نورو
سیموکې او په بهرنیو ادبي او فرهنګي ټولنو کې زیاته مرسته وکړه.
سیلاب صیب خپل شعرونه زیاتره د موسیقې په طرزونو کې ویل او جوړول، او ده د هر چا په ذوق او علاقه او د هنرمندانو په غږ برابر شعرونه لیکلي دي، همدا وجه ده چې زموږ
زیاتره هنرمندانودخپل په زړه پوري اوښکلي آوازونوپه وسیله وخت په وخت دسیلاب صیب
شعرونه ، سندرې او ترانې د ساز په څپو کې خپلو مینه والوته په ډیرو ښکلو کمپوزونو او
طرزونو کې رسول. تر هغه ځایه پورې چې څرګنده ده زموږ هنرمندانو او سندرغاړو د
د سیلاب صیب د پنځو سوو(۵۰۰) په شاووخوا کې شعرونه په خپلو غږونو کې ثبت او
خپاره کړي دي.
ښاغلي( نصرالله حافظ ) چې د سیلاب صیب ډیرنږدې ملګرې او دوست و، او زموږ دهیواد
یو خوږ ژبې او نامتوادیب او شاعر دی په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي:
(د سیلاب صیب بعضی شعرونه نړیوال شهرت تر لاسه کړې دی، د مثال په توګه:

ستا دسترګو بلا واخلم بیا د سترګې ولې سرې دي
پام چې وار دې خطا نشي ما منلې غرغرې دي

داشعرد لومړي ځل لپاره ځما په مخ کې د کابل رادیوپه پخوانۍ استدیوکې چې په باغ عمومي
کې وه د هیواد نامتو هنرمند اومنلې شوې اوپیژندلې شوې سندرغاړي استاد اولمیر په خواږه
آواز کې ثبت شو چې رباب ورسره استاد محمد عمرد رباب نومیالي غږاوه. کله چې دا غزل د رادیو په څپو کې خپور شو ، نو په آوریدونکو کې یې یو عجیبه زوږ شور او مستي راوپاروله.)

په رښتیا سره هم چې دا سندره داستاد اولمیرلکه د ده دنوروسندرو په شان په ډیرښکلي طرز
او ښایسته کمپوز کې جوړه شوې ده، او په کوم سوز او ګداز کې چې دا سندره استاد اولمیر
ویلې ده نو زه فکر کوم چې نور هنرمندان یې په دا ډول ونشي ویلې.
استاد اولمیر واقعا خپلې سندرې په ډیر عالي طرزونو او ښکلي غږکې ویلي دي، ده دسیلاب صیب نورشعرونه هم د موسیقې په پردو کې غږولي دي. د بیلګې په توګه دسیلاب صیب دا
شعرونه:

سوز دمینې مې قلم را پاروي
ولولې مې دم په دم را پاروي
---------------------
چیرته ته وای هلته زه وای
د زړه سره ماته ګرانه
----------------------
نن بیا زړه سوز د مینې پارولې غوندې دي
قلم یې په سرو سترګو ژړولي غوندې دي
---------------------------
دسیند په غاړه--- شوه را په غاړه
په ناز یې وویې--- بس دې مه ژاړه
------------------------------
ګوګل کې د مینې ......
-----------------------------
دچا په څڼو په په اوربل خوښه ده
زما شرینه په محل خوښه ده
-----------------------------
-----------------------------
بیا چې په ګوګل کې په ژړا.......
-----------------------------
-----------------------------
اوداسی نور شعرونه او سندرې.
سیلاب صیب یو خوږ ژبې او با احساسه شاعر و. د ده شعرونه او سندرې او خواږې ترانې
چې د هنري ارزښتونوخیال یې هم ساتلې دی د هیواد د تکړه هنرمندانو او سندرغاړوله خوا
د رادیو افغانستان په څپو کې او د هیوادوالو په ودوونو اوښادیو او محفلونو کې په ډیر عالي
کچه خپاره او خپریږي.
میرمن پروین لومړنې ښځه وه چې په رادیو کې یې سندرې وویلې. دا هنرمنده یو په زړه
پورې او خوږ آواز لري، دې هم د سیلاب صیب شعرونه په ډیر ښکلي طرز او کمپوز کې
ویلي دي. هغه د سیلاب صیب شعرونه چې دې ویلي دي دا دي:

شمع که سوزیږي رڼا هم لري---- ګوره په خندا کې ژړا هم لري
-------------------------------------------------------------
-------------------------------------------------------------
یومې ناز بل جفا ځوروي---- رنګ په رنګ مې آشنا ځوروي
-------------------------------------------------------------
-------------------------------------------------------------
سوز دمینې مې قلم راپاروي---- ولولې مې دم په دم راپاروي
-------------------------------------------------------------
استاد ډاکتر صادق فطرت ناشناس چې د موسیقې په ډګر کې یو نامتو، ځلانده او روښانه
ستورې دی او په پښتو، دري- فارسي او اردو ژبه ډیر ښکلي آهنګونه او سندرې لري،
ده هم په خپل خوږ او ښکلي غږکې د سیلاب صیب شعرونه په ډیر ښکلي طرزونو کې
ویلي دي، چې د دغو سندرو شعري بیلګه دا ده :

ستا د بنګړو شرنګ دی.........
--------------------------------
او بله سندره یې چې د میرمن ژیلا سره یو ځای ویلې ده دا ده :

راشه خوا له غلې ---- ای نازولې
ما منلي ستا نازونه ---- زما بلبلې
زه هم ستا په مینه ---- ای نازنینه
تیروم میاشتې کلونه---- زما لالیه
---------------------------------
---------------------------------
میرمن رخشانه چې د افغانستان د موسیقې یو تکړه او پخوانې سندرغاړې ده، دې هم په خپل ښایسته غږ کې د سیلاب صیب شعرونه په ډیر عالي کچه ویلي دي، چې د دغو شعرونو یوه
بیلګه دا ده :

جان لالیه ! لالیه څو به مرور ګرځې زمانه
یوځلې راشه
بیا په خندا شه
په مینه مینه را ته وګوره مینه
-----------------------------------
-----------------------------------
دې د استاد اولمیر سره د سیلاب صیب یو شعرهم یو ځای ویلې دی چې هغه شعر دا دی:

د سترګو جنګ دی---- زړونه درزیږي
باڼه غشي واروینه ---- دسترګو جنګ دی
د مینې ننګ دی ---- یار روانیږي
سر زما په په مینه ژدینه ---- د مینې ننګ دی
------------------------------------------
------------------------------------------
میر من ژیلا چې زموږ د هیواد د موسیقې په ډګر کې يوه پخوانې نامتو اومشهوره څیره وه
دې هم په خپل ښکلي آواز کې د سیلاب صیب شعرونه په خوند سره ویلي دي، چې د دغو
شعرونو بیلګه دا ده:

نن چې په جهان کې هسکه غاړه سر اوچت لرو
مونږ جمهوریت لرو
زړه د ایشیا کې لرغونې شان و شوکت لرو
مونږ جمهوریت لرو
---------------------------------------------
زیری راغې چې ګلشن لره مالیار راځي
نن مې یار راځي ، نن مې یا ر راځي
دا ریبار چې ساه نیولې په تلوار راځي
نن مې یار راځي ، نن مې یار راځي
---------------------------------------------
ښاغلي استاد حفیظ اله خیال چې زموږ د هیواد د موسیقې تاریخ، په ده باندې ویاړي دی له
هغو تکړه او نامتو استادانو څخه دی ، چې د ده نوم د موسیقې په ډګر کې نه ورکیدونکې
او نه هیریدونکې دی. دی یو ښکلې سندرغاړې ، موسیقي پوه او کمپوز جوړوونکې دی،
چې د ده له پوهی نه زیاتره هنرمندانو ګټه اخیستی ده. دی په خپل وخت کې په رادیو
افغانستان کې د موسیقې لوی مدیر و. ده هم د سیلاب صیب شعرونه د میرمن ژیلا سره
یوځای په خپل ښکلي او خواږه آواز کې ویلي دي، چې دهغوسندرود شعرونوبیاګې دا ده:

زما د ګلې لښتې ---- مغرورې په زړه سختې
یو سوال درته کومه
لالیه لیونیه ---- سر توره صحرانیه
زه ستا په غم کې یمه
--------------------------------------------
--------------------------------------------
میرمن قمرګله چې زموږ د هیواد یوه درنه، نامتو او د ښکلي اوخواږه آوازخاونده ده، دې
هم د سیلاب صیب شعرونه ویلي دي، چې بیلګه یې دا ده:

دا بیا مې په ګوګل کې ........
-------------------------------------------
استاد ایوب چې زموږ د هیواد یو پخوانۍ نامتواو ولسي هنرمند دی، ده هم دی سیلاب صیب
شعرونه په خپل ښکلي او خواږه آواز کې ویلي دي، خود ده یوه سندره د موسیقې په ډګرکې ځلانده او تل پاتې ده چې د خلکو په منځ کې یو ځانګړې ځای او مقام لري او خلک یې ډیر
زیات خوښوي هغه ښکلې سندره چې شعر یې هم دسیلاب صیب دی دا ده:

لیونې میني کړم آشنا د بیابانه سره
پریدی چې ګرځم لیونې په غرونو
-------------------------------------
نا څاپه خواته شاه لیلا راغله
له نازه ډکه په خندا راغله
-------------------------------------

څومره خوږه ستا دنیا دمینې .........
-------------------------------------
استاد شاه ولي چې یوپه زړه پورې آواز لري، او نن ورځ د پښتو د موسیقې په ډګر کې ډیر
ښکلې ځلیدلې دی، ده هم د سیلاب صیب شعرونه ویلي دي، چې بیلګه یې دا ده:

هغه د غلام د آقا خبرې..........
------------------------------------
استاد طلا محمد چې د رادیوافغانستان پخوانې هنرمنداو دخواږه آواز خاوند دی، او د پښتو موسیقې د ودې لپاره یې ډیر خدمتونه کړي دي، ده هم د سیلاب صیب شعرونه ویلي دي،
چې بیلګه یې دا ده:

ستا مستو خماروسترګو په ما کړې اثر دی
عالم په ما خبر دی
-------------------------------------------------------
بیا باغی ارم ته ځي ---- مسته خاپیرې په ناز
-----------------------------------------------
او بریالې ولي چې زموږد هیواد یو تکړه، خوږژبې ځوان هنرمند دی، ده هم دسیلاب صیب
شعرونه ویلي دي ، چې بیلګه یې دا ده:
دسیند په غاړه شوه را په غاړه .........
-------------------------------------------------------
لنډه دا چې د سیلاب صیب شعرونه چې په دغو اشعارو کې زیاتره برخه د وطن ترانې،د موسیقې شعرونه دي، ډیرو نورو هنرمندانو هم ویلي دي د بیلګې په توګه:
میرمن آزاده، استاد مهوش، لیلا، افسانه، ناهید، پشتون قمر، نغمه او داسی نورو هنرمندانو،
چې د دوی ثبت شوي آوازونه د رادیوافغانستان د موسیقې په ارشیف کې موجود دي.
په رښتیا، چې دموسیقې هنرد ډیرواولسي شاعرانوشعرونه ژوندي ساتلي دي. دسیلاب صیب خواږه شعرونه او ښکلې ترانې او سندرې کله چې د موسیقې په پردو کې راشي نو ځانته یو
ځانګړې خوند لري، او مینه وال یې خوښوي او ترینه لذت وړي.
سیلاب صیب ته خدای پاک یوڅپاند، ځلاند اوروښانه فکر،درک، احساس اوشاعرانه استعداد
ورپه برخه کړې و.د ده په شعرونوکې د ملي،اجتماعي،اخلاقي،عشقي،تصوفي اوتنقیدي اړخ
نه رانیولې تر غزل پورې ډیر پاک سپیڅلې ، ملي احساس پروت دی. دی د خپل وطن او د کړیدلي ولس د دردونو اوغمونو سره دردمن او غمجن و. ده د خپلی ژبې د ودی لپاره او د آزادې او خپلواکۍ په لاره ګې او دخپل هیواد د پر مختګ لپاره ځان لکه پتنګ سوځلې و.
دی په خپل یو شعر کې د وطن سره مینه اود آزادې او خپلواکۍ د ښکلي نعمت پیغام داسی
بیانوي:

ای ګرانه وطنه ته می ګل ز دې بورا یمه
ستا په محبت کې تورې ډال ته په خندا یمه
ای ګرانه وطنه سر او مال به تا نه جار کړمه
مال به صدقه کړمه سر به تا ځنې نثار کړمه
ورک به کړم غماز له تا، دامان به دې ګلزار کړمه
تا به په ګاڼود آزادې همیش سینګار کړمه
--------------------------------------------------------------------

او بیا په خپل یو شعر کې د آزادې درس او دیو خپلواک ژوند چغه داسی پورته کوي:

زه ستا د غیږې خوندورې شیبې
قسم دی کله هیرولې شمه
وطنه ستا دا دنګې هسکې څوکې
کله پردو ته پر یښودلی شمه
ستا په لمن کې د پردو حکمونه
وطنه زه کله زغملی شمه
که می پرې مال عیال شي واړه تباه
پردي واکدار کله منلی شمه
----------------------------------------
سیلاب صیب د زړه له کومې په خپلو شعرونو کې د قوم اوهیواد د بیدارې، ترقې، پښتون اوپښتونوالۍ، آزادې او خپلواکۍ لوړ غږ او آواز پورته کړې دی، او په دی لاره کې دی د
د خپل مال او عیال څخه تیریږي. زه هیله مندیم چې له دی قومي، ولسي ، ملي اواجتماعي
شعرونواو سندرونه زموږ اوسني او راتلونکي نسلونه د عبرت پند واخلي.
د ده خواږه اوپه زړه پوري شعرونه ،ملي سندرې اووطني ترانې په لره اوبره پختونخواکې
دتل لپاره ژوندي پاتی شوې دي.
سیلاب صیب د آزادې او خپلواکۍ ، شرافت او حیثیت او د یو خپلواکه ژوند عزت او د قلم
فضیلت په ډیره میړانه او قربانې دخپل د ژوند تر پایه پورې وساته.
ښاغلي نصرالله حافظ په حپله یوه لیکنه کې وایي، چې یوه ورځ سیلاب صیب ماته وویل:
چې ما خپل قلم ته یو شعر لیکلی دی. ما ورته وویل، ژرشه د قلم شعر راته ولوله.
سیلاب صیب چې ډیر شه دکلماتور و په خپل خوږغږ یې د قلم شعر ولوسته، چې د دغی
شعر دوه بیته داسې دي:
قلمه! ښکل به دې کړم
نوم د جانان ولیکه
ولیکه مرور آشنا ته ، ټول زیات و کم د آشنا
که زما لیکې ورته څیرې ګریوان ولیکه
-------------------------------------------
د سیلاب صیب په شعرونو کې د ځوانانو بیدارول، پوهول، د هیواد سمسورتیا او پرختیا او
د هوسا او آزاد ژوند هڅول نغښتی دي. دا د ده آرمان وه، چې ملي فکر او د آزادې مفکوره
او د خاورې پت او عزت د خپلو وطنوالو په ذهنونوکې را وپاروي.
سیلاب صیب ادبي نثرونوته هم پاملرنه کړې ده. خواږه او سلیس نثرونه یې لیکلي دي.لنډی
کیسی یې هم لیکلي دي، او یو شمیر یې له نورو ژبو څخه ژباړلي دي.
دسیلاب صیب شعري مجموعه وروسته له ده له مړینې څخه په کابل کې د لیکوالو انجمن له خوا چاپ شوه، او نورې شعري مجموعې یې په قلمي توګه د ده د فرهنګي او ادبي ملګرواو
یارانو سره پاتې دي. دا هیله شته دی، چې د ده زوی ښاغلي الله نور سیلاب چې یوتکړه اوبا استعداده ادبي څیره ده وکړای شي د دغو مجموعې په راټولولو د سیلاب صیب نوې شعري
ټولګه چاپ او د مینه والو په اختیار کې کیښودل شي.
سیلاب صیب یو ریښتینې مسلمان او متدین انسان و، دی د تقوا او پرهیزګارې دروند
شخصیت و. ده له خدای پاک سره، د وطن سره، انسان سره، انسانیت اوانساني کرامت سره
سپیڅلې مینه اومحبت درلود.دی یومیلمه پال اوپه پښتواو پښتونوالي کې کلک اوټینګ انسان
و. دی یوځوان شاعر و، شاعري یې ځوانه وه، احساس یې ځوان و، ده کولای شوې نورهم
د پښتو د ادبیاتو د ودې لپاره ډیر ستر قدمونه اوچت کړي وای.
سیلاب صیب یو پاک او سپیڅلې انسان و. ده له خپل هیواد او وطنوالو سره او د هیواد د
خپلواکۍ او آزادې سره یوه ځانګړې مینه لرله، ده د پردو غلامي نه منله، یوآزاده او خپلواکه
ژوند ته معتقد و.همدا وجه وه چې دی په (۱۳۵۷) هجري شمسي کال کې د وخت دحاکمانو
له خوا ونیول شواو د دهمزنګ په محبس کې بندي شو، او وروسته د ځینو وحشي قاتلانو له
خوا په شهادت ورسید. دی نه یوازی چې شهید او ځوانیمرګ شو بلکې د ده شاعري یې هم ځوانیمرګه کړه، اودی له دی دنیا څخه ارمانجن ولاړو، او دهیواد ادبي او فرهنګي ټولنه یې
د یوه څپاند اوتکړه شاعر او له ادبي او فرهنګي نعمتونونه بی برخې کړه.
د ده مړینه زموږ دوطن د ادبیاتو په تاریخ کې یوه لویه اونه جبیره کیدونکې ضایعه وه، چې
د ادب او فرهنګ مینه وال به یې هیڅکله هیر نه کړي.
خو زه باور لرم، چې زموږ د پښتوادبیاتو په غیږ کې به د ده نوم تل پاتې وي اوتاریخ به تل
په داسې اتل میړني ویاړي.دی به دتل لپاره په خپلو با ارزښته لیکنوکې ژوندې پاتې وي، او
د ادب او فرهنګ علاقمندان به د ده په خوږو او تودو شعرونو اونثرونو خپلې ذوقي تندې
ماته وي.
(خدای پاک ده سیلاب صیب وبخښي ) او د ده خواږه شعرونه او ښکلې ترانې ده تل تر تله
ژوندۍ او تاندې لري.



د ارواښاد سیلاب صیب څو شعرونه مو غوره کړې دي چی د تاسو پام ورته راګرځوم:

د مينې جام
څه شو که نوم دې په خندا اخلمه
هره سلګۍ درپسې سا اخلمه
ساقي راواړوه يو جام د مينې
څو به د ښکلو نوم په غلا اخلمه
د محبت د هر تنيدک په نامه
د شوخو سترګو نه سلا اخلمه
نور به تسل د پاريدلي احساس
د ميني هر قدم رسا اخلمه
د ارمانجنو اميدو په خاطر
په هر منزل کې دې رضا اخلمه
( سېلابه ) زړه راته په ډاک وويل
سر ورکومه خو اشنا اخلمه
د اوښکو امېل
ټکوروم د زړه داغونه مخ راواړوه ته
بل مې ګوګل کې کړه اورونه مخ راواړوه ته
کړه مې لمبه نيمکښو سترګو کې په غلي نظر
چې وخورم نوي تيندکو نه مخ راواړوه ته
د خزان باد مې لګېدلی دی د زړه په انګړ
چې راستانه شي بهارونه مخ راواړوه ته
د ژوندانه ډيوه مې ستا په اميد بله ده لا
چې بيا ونه کړې ارمانونه مخ راواړوه ته
که حوصله مې لوړه نه کړې ته په مسکو شونډو
رانه ډوبيږي اميدونه مخ راواړوه ته
(سېلاب ) د ميني په بدل کې رڼې اوښکې امېل
درته راوړي سوغاتونه مخ راواړوه ته
په انتظار يمه زه
د پښتونخوا د آزادۍ تل اميدوار يمه زه
په انتظار يمه زه
وطن لپاره شا زلمى ويښ پهره دار يمه زه
په انتظار يمه زه
پردی واكدار نه منم ملك كې اغيار نه منم
بل اختيار نه منم
معلوم پښتون يم په دنياكې چې واكدار يمه زه
په انتظار يمه زه
وايمه ځانته پښتون وطن ليلا زه مجنون
مقابلې ته د غليم مدام تيار يمه زه
په انتظار يمه زه
باغ او بوستان زمونږ دا ګلستان زمونږ
پښتونستان زمونږ
سر مې دى جار لـه وطن غواړم بهار د وطن
په انتظار يمه زه
وايي (سېلاب)
په انتظار يمه زه
ادبي مسابقه
لكه زه چې پرې شيدا يم بل به نه وي شيدا هسې
لكه زه چې په ژړا يم څوك به نكړي ژړا هسې

د ليلا په غم كې نشته خوشالي او ارامي هيڅ
خو مين چې په ليلا يم بله نشته ليلا هسې
د عشق اور مې تازه كيږي ستا په يادو د ريبار تل
معتكف سر په سودايم اوس مجنون كړم سودا هسې

دا ژوندون ندى عالمه چې په ما باندې تيريږي
زه بې خوبه بې خندايم نور عالم كړي خندا هسې

د وصال په تمه تمه دژوندون چوكاټ زړيږي
ګرزيدونكى په صحرايم د اميد په صحرا هسې

جام د سرو لبو نصيب مې دى كه ندى نه پوهيږم
لا كن عشق كې چې رسوايم بل به نه وي رسوا هسې

سينګاري سامان خونه دى دشهاب په څير لمبې دي
كباب شوى بېنوا يم نشته بل بينوا هسې

مصير دې عاشقي ده ملنګۍ ته ملنګۍ ته
ستا په در چې زه ګدايم ګدا نشته ګدا هسې

زړه زخمي وينې ترې څاڅي د وصال ملهم پرې كيده
دا مې سوال دى چې ګويا يم پرې مې ندې ګويا هسې

دوطن عاشقي نده زندګي ده زنده ګي ده
زه عاشق په پښتونخوا يم نشته باغ و بيديا هسې

د ظالم غماز له لاسه ورور عزيز سره بدبين يم
دا علت دى چې پس پايم نشته څوك پس له ما هسې
چې سېلاب ترې پروت بيماردى دامرض هغه مرض دى
خپلواكي ورته دوايم آزادي هم دوا هسې
څه لټوم؟
پوله په پوله كور په كوركرځم وحدت لټوم
دمساوات ښكلى قانون او عدالت لټوم
چې دمظلوم څيرې ګرېوان ته كړي نظر د رحم
په اوسنو زلمو كې داسې شخصيت لټوم
پېغلې زلمي واړه زاړه چې اتفاق شي همه
د شريعت په مقتضى ښه مدنيت لټوم
د مسلمان په حال چې تل كوي ژړا د ورورۍ
دغه شان تل په اخوت كې محبت لټوم
چې غدارۍ جفا كارۍ تخم له ملكه كړي ورك
داسې رښتېني فدايان دحقيقت لټوم
د خوار يتيم اوښكې چې تل همېش مدام پاكوي
هر مسلمان له دغه خوى داسې خصلت لټوم
چې د بې وزلي بې نوا ژړا چې واوري تل
په يو دانا انسان كې دغه لياقت لټوم
چې د انصاف منګول يې سيورى په خوارانو كړي تل
په دې ملت دا صفت دغه زينت لټوم
چې كينه بغض حسد نه ساتي بڅرى زړه كې
داسې حاكم داسې قاضي او قضاوت لټوم
كچكول تر څنګ لكه ملنګ ګرځم كوڅه په كوڅه
مزخرفاتو خرافاتو نه نفرت لټوم

هغه بينا څه كوم

چې د ټګۍ دامونه ږدي هغه اشنا څه كوم
چې حقيقت نه ښكاروي هغه ملا څه كوم
دعدالت او مساوات نه چې بيرون اوسېږي
هغه ژوندون هغه قانون هغه دنيا څه كوم
چې ترحم عاطفه لطف په مسكين نلري
هغسې خپل او هغه سيټ هغه بينا څه كوم
په فقېرانو مسكينانو چې تيرى كوي تل
هغه ظالم هغه جابر او بې وفا څه كوم
چې جامعې ته په كې نفع يو بڅرى نه وي
دتملق او چاپړوسۍ چټي وينا څه كوم
چې په تنګسه او بى وسۍ كې مې پكار نشي يو
داسې خپلوان له ما بې غم او بې پروا څه كوم
چې د رحمت او فيض باران په كې يو څاڅكى نه وي
دا بې اميده باد و ګرد رعد او بريښنا څه كوم
چې ورځ په ورح مزخرفاتوته ترويج وركوي
داسې سپين ګيرى كلټر او شش كلا څه كوم
چې غلا زنا قمار هيڅ باك نه ګڼي تل يې كوي
كه افلاطون وي په حكمت نو دا دانا څه كوم
چې دين مذهب يې مزخرف بلي عامل يې وي دى
د ناروا ليارې ملګرى رهنماه څه كوم

2010-05-27

دځواکمن قلم او ادب خاوند ارواښاد استاد محمد دین ژواک

Date: 2010-05-27

ليکوال : په ډیر درنښت : انجنیرعبدالقادر مسعود

zhwak.png

په دغه لیکنه کې د یو داسی نامتو او د درناوې وړ شخصیت په هکله خبری کوم ، چې دی یو ادیب ، شاعر، ژورنالیست ، محقق، څیړونکې ، سیاست پوه و، او د پښتو ادب او فولکلور په برخه کښې د یو خوږ ژبی ، دروند ، پوخ او نامتو لیکوال په توګه ځلیدلې دی ، او د ده نوم په کلتوري او فرهنګي چارو کې ځلانده او نه هیریدونکې دی. دا خود رویه ، غوړیدلې ګل اوفرهنګي څیره ارواښاد استاد محمد دین ژواک دی.
استاد ژواک صیب په (۱۲۹۵ ) لمریزکال په کندهار کې زیږدلې دی . د ژواک صیب د شعرونو، لیکنواو افکارو سره زموږ زیاتره لیکوالان ، ادبي او فرهنګي څیری آشنا دي. دی د پښتو او دري ژبو یو تکړه، غښتلې او پوخ لیکوال و، او د ده لیکنی د پښتو د ادبي نثرونوپه څیړنه کې یوه ارزښتناکه شتمنی ده ، او د پښتو د ادبیاتو په تاریخ کښې د قدروړ ځای لري . دی د یو څانګړي سبک خاوند و.
آستاد ژواک صیب همدارنګه د ادبي نثر تر څنګ د پښتو ژبې د ودې لپاره ، او د پښتو ژبپوهنې او ګرامر پوهنې په برخه کې او همدا ډول د فولکلور او فولکلور پوهنې په هکله ډیرې هڅې کړې دي، چې د دی زیار او هڅو له کبله ده (څیړنملۍ) علمي او اکادیمیک لقب ترلاسه کړې دی. د ده ادبي لیکنې ډیری په زړه پورې ، خوږې اودرنې دي. دی یو ادبي نثر لیکونکې و، او په ادبي نثر کې د تصویر نګاري په فن کې یو وارد انسان و. د ده په خوندورو لیکنو کې پاک، سپیڅلې او ملي احساسات په ډیر عالي توګه څرګند شوي دي. هر چاچې د ده لیکنې ویلې او اوریدلې دي نو خامخا په ده باندی یې ډیر ژور اغیز کړې دی.
(استاد عبدالله بختاني خدمتګار) چې زموږ د هیواد یو دروند، نامتو ادیب ، شاعر، لیکوال او څیړونکې دی په خپله یوه لیکنه کې د ژواک صاحب په هکله داسی وایي :
(د څیړنمل ژواک بدیعي ادبي نثرډیرعالي دی، په ډیروبرخوکښي یې یوه مرکزي ایډیه پیچلې او نغښتې ده ، ښکلي او ابتکاري دی ، دغه لیکوال په دې لیکنو کښي ډیر عاطفي او کله هیجاني غږیږي ، په وینا کښي له دقت سره، شور، مستي ، احساسات، او هیجانات لري.
په پای کښي خپل لوستونکي د اعجاب او حیرانتیا په داسي یو مقام دروي چي پر چا آفرین یا نفرین ووایي، یا وژاړي او یا وخاندي.) استاد ژواک صیب په خپل ژوند کې ډیری لوړې ژورې لیدلی او ډیری ترخې ګاللي دي.
ده دخپل هیواداووطنوالوسره مینه اومحبت درلود، اود هیواد د سوکاله حالاتواود وطنوالو د خوشیو سره خوشحاله و، او دهیواد د ستونزو او کړکیچن حالاتو سره او د وطنوالو دغمونو اودردونو سره غمجن کیدو او اوښکې تویولي، او د خپل زړه دردونه یې په خپلو لیکنو کې څرګندول. ده په خپلو لیکنو کې د هیواد د ټولنیزو پیښو تصویرونه په واقعي او ریښتیا او عیني ډول څرګند او بیان کړې دي.
دی دخپل هیواد د طبیعي او ټولنیز چاپیریال محصول دی، همدغه وجه ده چې د ده زیاتره لیکنې د هیواد د پیښو او ټولنیزو نا خوالو حالاتو څرګندوی دی. ده دغو ټولو حالاتو سره مبارزه وکړه او د صبر، تحمل ، او زغم لاره یې پراخه کړه او خپلې لیکنو ته یې دوام ورکړ.
ژواک صیب یو مهربان ، متواضع او زړه سواندې او دپراخې حوصلی خاوند انسان و.
ده له خپلو دوستانواویارانوسره ډیره مینه لرله،اوپه ځانګړي توګه ده د ځوانانوداستعدادونو د روزنې او پالنې لپاره زیاته پاملرنه کوله.
ژواک صیب د پښتو ژبې د ودې لپاره ډیرهنري اوفرهنکي خدمتونه کړې دي، او په ډیروعلمي سیمینارونو ، ادبي او فرهنګي غونډو کې د هیواد د ننه او بهرفعاله ونډه اخیستي ده.
دی د پښتو د ادبي نثر دشعرونو ، او هنري داستانونو په برخه کې یو ځانګړې سبک لري ، او د پښتو د ادبي نثر یو پوخ لیکوال ګڼل کیږي ، همدا وجه ده چې زیاتره ادیبان او
فرهنګیان د ده دغه مقام ستایي. د ده ادبي او فرهنګي شخصیت نه یوازی په هیواد کښې د ننه بلکه د هیواد نه بهر هم د لیکوالانو له خوا په ډیر عالي ډول ستایل شوې دی.
ژواک صیب یو شمیر ادبي، فرهنګي او تاریخي آثار لیکلي دي چې د قدر وړ دي لکه :
ویراوتصویر، افغاني حماسه ، پښتني سندرې، پرونۍ هینداره، پښتومتلونه، شمع فروزان، رمزو راز او د افغاني موسیقي کتاب او داسی نورې لیکنې.
ژواک صیب په خپلو آثارو کې زموږ د پښتو ادب تاریخ بډای او پیاوړۍ کړی د ي.دایوڅر ګنده حقیقت دی، چې موږ دیو لیکوال ، ادیب، شاعر، محقق، ادبي، فرهنګي، سیاسي او تاریخي شخصیت د دوی په آثارو کې او د دوی په څیړنو کې لټولۍ او موندلۍ شو.
د ژواک صیب آثاراو لیکنې هم د ده د ادبي او فرهنګي شخصیت شکارندوی دي ، او د ده آثاراو ادبي لیکنې د ټولو ادبي اوفرهنګي څیرو لپاره چې د خپل لرغوني او سپیڅلي هیواد سره مینه لري ډیری په زړه پوری دی،اود ده شخصیت به لکه دادب نورستوري هروخت
روښانه وي.
آغلې ( زرغونه ژواک عطا ) چې زموږ دهیواد یوه تکړه، پیاوړې اونامتواد بي اوفرهنګي څیره ده، اود رادیو او تلویزیون یوه خوږ ژبې ویانده وه او ده په خپله یوه لیکنه کې د استاد ژواک صیب د پوره پیژندګلوي لپاره داسی وایي :

استاد محمد دین ژواک د ارواښاد غلام محی الدین خان زوی په (۱۲۹۵ لمریز) کال کې د پخواني خشک آوې یا (دامان) او اوسنۍ ډنډ ولسوالۍ پوري اړوند د روربات په کلي کې زیږیدلی دی، لومړنۍ زدکړې یې په خصوصي ډول وکړې، د ځوانۍ په لومړیو وختو کې
یې په کندهار کې د دارالمعلمین د مستعجل کورس تر لوستو وروسته په (۱۳۱۶) لمریز کال کې د ډنډ ولسوالۍ په ښوونځي کې ښوونکی شو، په (۱۳۱۸) کال کې کابل ته ولاړی او هلته په نجات یا اوسنۍ اماني لیسه کې د ادبیاتو ښوونکې وګمارل شو، په (۱۳۲۶) کال
کې د ملي دفاع وزارت د پښتو سرمفتش وټاکل شو او په (۱۳۳۰) کال کې د پښتو ټولني یا اوس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ( زیري ) اخبار مرستیال وټاکل شو.
په (۱۳۳۱) لمریز کال کې د پښتو او قواعد و د صرف و نحوي د څانګي مدیر شو او په (۱۳۳۲)کال کې د ادبیاتو د مد یریت دنده ور په غاړې شوه. په (۱۳۳۴) کال کې د کابل مجلې مسؤل و ټاکل شو او هم یې بیا د پښتو ټولنې د مسلکي غړي په توګه کار کاوه.
استاد محمد د ین ژواک د همدغو کلونو په ترڅ کې د ويښو زلمیانو په غورځنګ کې کارنده ونډه لرله.
ارواښاد ژواک ډیر کلونه په راډیو افغانستان کې د پښتو لوست په مخامخ توګه وړاندې کاوه.

د استاد ژواک څیړنیز آثار:

د پښتو د انګریزي ګرامر پرتله چې کابل مجلې خپور کړې دی.
د توان وروستۍ شپه ، چې هغه وخت طلوع افغان ورځپاڼي خپور کړې دی.
(مات ښانګ) په پروان ولایت کې (پروان) ورځپاڼي خپور کړې دی.
د ادبي مکاتبو ټولګه یې هغه وخت ژوندون مجلې خپره کړې ده.
همدا ډول استاد په هغه وخت کې دپښتو لوست کتاب د څلورمو ټولګیو لپاره لیکلی و.
بیا یې لس کاله د پښتو ټولني د ( زیري ) جریدې مسؤلیت ته اوږه ورکړې وه، چې هلته یې د ( زوړ باب او نوي وخت) افسانو، ادبي تیوریو اومکتبو ، ګپ شپ ، کور او کهول تر سر لیکنونو لاندي لړۍ پرله پسې خپرې شوي دي.
همدارنګه استاد ژواک په سلهاوو نور علمي او څیړنیز آثار د هیواد په رسنیو کې خپاره کړي دي.
شعراو شعریت یې بله لیکنه ده. دداستانومجموعې یې (پرونۍ هینداره)ده.ویراوتصویر افغاني حماسه او د دري شعرونوټولګه يې د(شمع فروزان) په نامه خپاره کړې دي، اود ژوند په ورستیو کلو کې یې د ( رمزاوراز ) لومړۍ او دوهمه برخه د موسیقي کتاب لیکلی او خپور کړې دی. په کار ده چې د هیواد ځوان لیکوال دې دورې پر لیکنو او څیړنوباندي تحقیق وکړي، ځکه چې په دوره کې استاد ژواک دلیکوالوهغه د زړه خواله او لیکني په زیري جریده کې په خورا جرءت خپرولې ،چې په نورو رسنیو کې یې چا د خپریدو زړه نه شوکولای او په دې تړاواستاد څو وارې د وخت د چارواکو له خوا تر فشارونو لاندې هم راغلی دی. د بیلګي په توګه استاد په تهران کې د یونسکو له خوا
جوړي شوي یويې علمي غونډي ته بلل شوی و، جې دسفر په ورځ په کابل هوایي ډګر کې راوګرځول شو اوله سفره پاته شو. خودا ډول فشارونو استاد له خپلي تګلاري څخه وانه ړولای شو. استاد خپل ځانګړی ټولنیز نظرلید درلود، ده هر کله هیواد پال او مثبت
سیاسي ځواکونه تاییدول، د غیري ملي اوغیر وطني تګلارو ټیکه دارانیې انتقادول. دی دی د یوه مثبت او ناتړلې سیاستپوه په توګه دهیڅ سیاسي جریان یا ګوند غړی نه و. خود ټولو وطنپالو او رښتینو سیاسي جریانونوپه څنګ کې یې پر هر ګام د افغانستان دملي
یووالي ، ټولنیز اقتصادي پر مختګ او د افغان ملت د فرهنکي او تاریخي ویاړونو د ساتني لپاره خپل ټول توان او انرژي وقف کړې وه.
استاد دهیواد پرخپلواکۍ مین او بشپړه عقیده یې لرله، چې د افغانانو ګډ کورخپله افغانان جوړولای شي او دا حق باید هیڅ پردي او باندني ځواک ته ورنکړل شي.
استاد ژواک په (۱۳۵۲) لمریز کال کې له خپل قانوني عمر څخه مخکي تقاعد کړه شو.
خو استاد بیاهم آرام نه کښیناست بلکي د ژوند تر وروستیو شیبو پوري یې په خپل هیواد کې د ننه او د باندي د لیکلو څخه لاس وانخیست.
د استاد ژواک میرمن آغلې عایشه ژواک نومیده، پنځه اولادونه ور څخه پاته دي چې د لوړو زدکړو څښتنان دي. دوه یې زامن دي چې یو یې ریدی ژواک دی چې دا مهال په خارکوف کې اوسي او بل یې پسرلی ژواک په ناروې کې اوسي. درې یې لوڼي دي :
زرغونه ژواک عطا او ملالۍ ژواک جواد په آلمان کې ، او نازو ژواک سربلند په هالند هیواد کې اوسي. خدای بخښلی استاد ژواک د (۱۹۹۷ )ع کال داګست پر اوولسمه په آلمان کې د زړه د ناروغۍ له کبله سترګې پټي کړې.
ارواښاد ژواک صیب د خپل ژوند په ورستیو کلونو کې د رمزاو راز اثر دوهمه برخه بشپړه او ولیکله، چې د دغی کتاب څخه مو یوه ادبي ټوټه په نام دی( ما وژړل ) غوره کړې تاسو ته یې وړاندی کوم.

ما وژړل

نن ما وژړل- دومره ډیر لکه پر ما چې په ژوند کښې پر غمونو دژړلو لوی پورلا پاتې وي مګر؟!
ته خو پوهیږې چې ما ستا په جهان کښې هلته چې پسرلي د دښت د لمنې ډکولو غاړه په ګلونو خلاصه کړې وي.
هلته چې د اوریځو شوخۍ د سیند د آرامو اوبو پر مخ د لیونۍ نڅا واری تیر کړی ؤ.
هلته چې سپینې واورې د جګو غرونو دسر د سپینې بګړۍ دولونود پیچلوپت ساتلی وي.
هلته چې د ګڼو ځنګلونود ونود ځانګو په منځ کښې د رنګینومرغیو د ځالې جوړولوخواله نه وه سپمول شوې.
هلته چې د مور د سترګو څخه د خپل نازولي بچي و سترګو ته د نازد ټالونو د للو للوست لا نه وه پاتې شوی.
هلته چې د سپین سحر د وړانګو هیلې د خوشۍ د امیدوارو سترګو د پاره پلټنه د نا امیدۍ
د بیرې څخه سپمولۍ وه.
ما پور ادا کړی دی. د ژړا دهغې ژړا چې ستا دورکې د پلټنې په ویرما پر ځان پورباله.
هلته چې د بیخبرۍ بیه تورې شپې په توره لمن کښې د آرام خوب ارمان لانه پیژانده اوما د خوښۍ د جهان د مړو څخه بییګانه توب د خپل لیونتوب د مزله لومړی پړاو باله.
هلته چې د عقل پرپله روان به د روږد جهان سره ماته د بیګانه په نظر کتل او ما به ستا دور کې د لټون په غم د اوښکو پور ادا کاوه.
هلته چې د شپې آرامتیابه یوازې د رڼوستورو په رالیږلوخپلې مشغولتیا ته دآرامۍ ست او سلامنله، ما به د ژړا- په پټه د ژړا پور ادا کاوه. ما ژړل او د ژړا د تسل اشنایي به مې د ستړي زړه ملګرې وه ما ژړل- ژړل مې او د ژوند د غمونو پور مې ادا کړی دی.
اې زما په پټه ژړا خبره ! نو ته نور زما د لټونې د درد تسکین زما د ستړي زړه د وروستیو څاڅکو رڼې مرغلرې مه بوله، ما پور ادا کړی دی او د ژوند یوازینۍ د تسل هیله مې دغه ده!

اروا دې یې ښاده او یاد دی یې تل ژوندې وې

2010-05-11

هلمند: ايساف ديوي چورلکي دغورځيدو خبره ومنل

Date: 2010-05-11

لودين

ايساف يوه چورلکه راوغورځيده او له منځه وړل سوي ده.
په سهيل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر په کندهار کي د بينوا دفتر ته يوه راليږل سوي خبرپاڼه کې ويلي چې تېره ورځ مازيګر شاوخوا څلور بجي د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په ننګازي سيمه کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو يوه چورلکه راغورځيدلي ده.
د خبرپاڼي په حواله چې دغه چورلکه د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو ويشتل سوي ده او وروسته يې بيړنۍ ناسته کړي ده.
خبرپاڼه کاږي چې د چورلکي سپاره کسان د بلي چورلکي په وسيله ليږدول سوي دي او کومه مرګ ژوبله ورته نه د اوښتي.
خبرپاڼي همدا راز ليکي چې د بهرنيو ځواکونو له خوا بيا پر يادي چورلکي بمبار سوى او له منځه يې وړي ده.
په سهيل کې طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي چې په نوموړي سيمه کې يې دوې چورلکي راغورځولي دي او په لسګونه بهرني سرتېري يې پکښې وژلي او ژوبل کړي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته سوي ده چې په دغه سيمه کې د بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته هم سوي ده.
د هلمند د والي وياند هم وايې چې په سنګين ولسوالۍ کې د ايساف يوې چورلکي بيړنۍ ناسته کړي او نور جزيات په لاس کې نه لري.

خوست کې چاودنې د ښونځي زدکونکي او ښونکي ژوبل کړل

Date: 2010-05-11

میرویس جلالزی

نن د سې شنبې په سهار د خوست ولایت په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې د یوه ښونځي اوه زدکونکي او ښونکي ژوبل شوي دي.

د سیمې پولیس وایې چې چاودنه سهاروختي هغه مهال رامنځ ته شوه چې ماشومان او ښونکي ښونځي ته روان ول.

د چاودنې پړا تر اوسه چا پر غاړه نده اخیستي.

پولیس دا کار د طالبانو بولي.

پاکستان کې د پاکو اوبو له نشتون څخه را پاریدلي اندیښنې

Date: 2010-05-11

نادر شاه - پیښور

ایډیټ: میرویس جلالزی

د پاکستان ګڼ خلک وایې چې دوي د څښاک د اوبو د پاک والې په اړه اندیښنه لري او په ډیرو سیمو کې خلک پاکو او صحې اوبو ته لاس رسی نلري.

د پاکو اوبو د نه شتون ستونزه یوازي په پاکستان پوري تړلي نه بلکې په افغانستان کې هم لیدل کیږی.

د ګیلاني د بنسټ له لوري یو تر سره شوی تحقیق ښیې چې د ټول پاکستان ۷۱ سلنه خلک پاکو اوبو ته لاس رسی نلري او له حکومت څخه غواړي چې دوي ته پاکې اوبه برابري کړي.

د تر سره شوي تحقیق له مخې چې ۳۴ سلنه خلک د خپلې راتلونکې په اړه اندیښنه لري او ګڼ نور بیا وایې چې د دوي ماشومان د پاکو اوبو د نه شتون له کبله له سختو ناروغیو سره لاس او ګریوان شوي دي.

د آریانا افغان هوایې شرکت په الوتکه کې شکمن برید کونکی ونیول شو

Date: 2010-05-11

میرویس جلالزی



د کابل د نړیوال هیوايي ډګر یوه امنیتي مسول وویل چې پرون یې په دغه ډګر کې د آریانا افغان هوایې شرکت له نیمه سرکاري الوتکې څخه یو شکمن برید کونکی چې ښایې د ترهګریز برید پلان یې درلود نیولی دی .

سرچینې وویل په الوتکه کې چې د امنېت کوم ماموران سپاره وو هغوی وکولی شول چې مخکی له هغه نه ېې توقېف کړی چې حمله وکړی.

دا پېښه دارېانا افغان هواېې شرکت په هغه لوتکه کې وشوه چې له کابل نه د اېران د مشهد ښارته روانه وه.

د سرچینې په حواله چې دغه سړي له ډګر څخه د الوتکې د پورته کیدو سره سم د الوتکې کړکۍ او د بیړني خروج دروازه په لغتو ووهله او د هغوې د ماتولو هڅه یې وکړه چې توقیف شو .

د آریانا دغه ایربس ۳۰۱۰ ډوله الوتکه څه موده دمخه د څه کم سل ملیونه امریکایې ډالرو باندي له ترکیې څخه اخیستل شوي ده .

ولسمشر اوباما پر خپل افغان سيال د ډاګيزو نيوکو د بندولو لارښوونه کړې

Date: 2010-05-11

افغان ولسمشر حامد کرزی له ولسمشر اوباما سره د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد.

دا د دوهم ځل لپاره له انتخابېدو وروسته امریکا ته د ولسمشر کرزي لومړنی سفر دی.

دغه سفر په افغانستان کې د حکومتدارۍ او اداري فساد په اړه په وروستيو څو میاشتو کې د امريکايي چارواکو له پرلپسې توندو نيوکو او څرګندونو وروسته ترسره کېږي.

په پام کې ده چې ښاغلی کرزی په خپل دغه څلور ورځني سفر کې له ولسمشر اوباما، د بهرنيو چارو له وزيرې هیلري کلنټن او د دفاع د وزير رابرټ ګېټس سره وويني.

د افغانستان روان حالات او د دوه اړخيزو اړیکو وده او پراختیا د خبرو مهم ټکي ياديږي.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې ناټو د افغانستان په تر ټولو ناامنه سويلي ولايت کندهار کې د پراخو عملياتو تابيا کوي.

ولسمشر کرزي په تېر اپرېل کې په امريکا تور لګولی و چې ګواکې د افغانستان د د تېر کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې يې په ادعا شویو درغلیو کې لاس لاره.

په تېر اګست کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې د نړيوالو څارونکو له لورې د درغلیو له اړخه ګڼې ادعاګانې رامنځ ته شوې وې.

دا راز د امریکا د دفاع وزارت متحده ایالاتو ته د ښاغلي کرزي له روان سفر نه لږ وړاندې په خپل يوه رپوټ کې ويلي وو چې د هېواد په ډېرو مهمو سيمو کې یوازې يو پر څلورمه خلک د ښاغلي کرزي د حکومت ملاتړ کوي.

په رپوټ کې اداري فساد او د وړتیاوو کموالی پر حکومت د خلکو د باور د کمزورتیا اصلي لامل ګڼل شوی و.

خو د واشنګټن پوست ورځپاڼې په يوه رپوټ کې چې د يکشنبې په ورځ خپور شوی، راغلي چې ولسمشر اوباما په کلکه امنيتي چارواکو ته لارښوونه کړې چې پر ولسمشر کرزي له بربنډو او ډاګيزه نيوکو ځان وساتي.

د سپنې ماڼۍ يوه مشر چارواکي چې نوم يې نه دی ښودل شوی، واشنګټن پوست ته ويلي سره له دې چې ښايي د دواړو غاړو ترمنځ لاهم ځينې ستونزې پاتې دي، خو کارونه په عمومي ډول مخ په ښه کېدو دي.

په همدې ترڅ کې ښاغلي کرزي امريکا ته په داسې حال کې سفر کړی، چې په افغانستان کې چارواکي د سولې د رامنځ ته کېدو پر لارو چارو د غور او خبرو لپاره د قومي مشرانو د لویې جرګې د وربللو تابیا کوي.

ولسمشر کرزي ويلي چې د ایتلافي ځواکونو خلاف يې د مخالفانو له لوري د جګړې بندول د کارونو په لومړيتوبونو کې ځای لري.

شنونکي وايي امريکا ته به د روان سفر پرمهال د ولسمشر کرزي یوه لویه هڅه دا هم وي چې له مخالفانو سره د پخلاينې له اړخه د خپلو پلانونو په تړاو د واشنګټن ملاتړ وګټي.

خو په همدې ترڅ کې شنونکي دا هم وايي چې د واشنګټن لوی هدف همدا دی چې څرنګه په افغانستان کې د حکومتي چارواکو په منځ کې فساد ختم کړي.

پر دې هرڅه سربېره له افغانستان نه د ځواکونو د ويستو لپاره د مهال وېش جوړول هم يوه بله مهمه خبره ياديږي.

‎متحده ايالات تمه لري چې د ۲۰۱۱ کال له جولای وروسته به له افغانستان نه د ځواکونو ويستل پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه د نورو کلونو پر تله خورا لوړه وه.

نړيوال سره صليب بګرام کې د 'يوه پټ زندان' پخلی کړی

Date: 2010-05-11

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د هغو رپوټونو پخلی کړی چې وایي د افغانستان د بګرام په هوایي اډه کې یو بل پټ توقیف ځای هم شته.

سره صلیب بي بي سي ته ویلي د ۲۰۰۹ کال له اګست راهيسې امریکایي چارواکي دلته د نیول شوو کسانو نومونه دوی ته په واک کې ورکوي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د هغو رپوټونو پخلی کړی چې وایي د افغانستان د بګرام په هوایي اډه کې یو بل پټ توقیف ځای هم شته.

سره صلیب بي بي سي ته ویلي چې د ۲۰۰۹ کال له اګست نه راېدیخوا امریکایي چارواکي دغلته د نیول شوو کسانو نومونه دوی ته په واک کې ورکوي.

۹ بندیانو بي بي سي ته ویلي چې د امریکایي پوځیانو له خوا په هغه زندان کې چې دوی یې تور زندان بولي، په جلا او سړو خونو کې ساتل کېدل او له خوبه هم بې برخې کېدل.

خو امریکا پوځونو دا رد کړي چې په بګرام کې د دغو ځواکونو په پوځي اډه کې دې بل ځانګړی زندان هم وي، خو ویلي یې دي چې د زندانیانو پر حقونو به کتنه کوي.

د تېر ميلادي کال په جون مياشت کې بي بي سي د بګرام له پخوانيو زندانيانو څخه د زندان په اړه پوښتنې کړې دي .

پخوانيو بنديانو چې د بګرام په هوايي اډې کې ساتل کېدل، بي بي سي ته ويلي دوی له چتونو به ځوړندېدل، د سپيو او وسلو په زور به ګواښېدل .

دا ټول بنديان د ٢٠٠٢ او ٢٠٠٨ ميلادي کال ترمنځ په بېلابېلو وختونو کې نيول شوي ول .

له دغو زندانيانو يوازې دوو ويلي چې له دوی سره نسبتاً ښه چلند شوی دی .

پر دوي دالقاعدې د غړىتوب او له طالبانو سره د همکارۍ تورونه وو خو پر يوه هم جرم نه دي ثابت شوي .

د راپورونو له مخې په دغه زندان کې په سلگونه هغه افغانان بنديان دي چې د طالبانو د ملاتړ په تور نيول شوي دي .

خو له دغه زندانه يو شمېر آزاد شوي زندانيان وايي دوى نه يوازې په زندان کې د امريکايي ځواکونو له لوري کړول شوي بلکې د دوى په وينا د بهرنيو ځواکونو له لوري په ناحقه په مياشتو مياشتو په بند کې ساتل شوي دي.

وړاندې د امريکا د مدني ازاديو اتحاديې يوه قضايي دعوا وړاندې کړې، وه چې په لړ کې يې د بګرام زندانيانو په اړه دوی ته مستند مالومات وسپاري .

دغې ټولنې ويلي وو چې ګني د بګرام د زندانيانو په اړه مهم مالومات پټ کړای شوي وو .

خو امريکايي چارواکو مخکې دا نه منله، چې ګني دوی د بګرام زندان د بنديانو نومونه خپرو .

د يادې شوې ټولنې يوې مدافع وکيلې مليشا ګوډمن ويلي د امريکا دا پرېکړه بې سارې ده چې ''د بګرام پټ زندان په اړه د شفافيت او محاسبې پر لوري د امريکا دا يو مهم ګام دی.''

نوموړې ويلي چې ''شفافيت او محاسبه دې ته اړتيا لري چې دغه بنديان کله او چېرې نيول شوي، په زندان کې يې څومره وخت وتلی، د کوم ځای دي، ايا افغانستان کې د ننه او که په نورو هېوادونو کې نيول شوي دي .''

د کابل په شمال کې د بګرام زندان چې سلګونه افغانان پکې بنديان دي ، له ۲۰۰۱ کال راهيسې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

د رپوټونو له مخې دغلته شاوخوا ٦٠٠ کسان زندانيان دي چې د بشري حقونو د ټولنو په وينا له هېڅ راز قانوني حقونو نه دي برخمن.

کندوز:رسنۍ په نوم ورځپاڼه چاپ شوه

Date: 2010-05-11

په کندوز کې درسنۍ په نوم يوه ورځپاڼه نوې له چاپه راووتله .

رسنۍ د کندوز ولايت د څوخبريالانوابتکارد ي چې دوي يي له ډيروخته هيله لرله ، درسنۍ په نوم ورځپاڼه داي فور سايزپه پاڼوکې په څلورومخونوکې په عادي کاغذکې چاپييږي چې دشمالې ولايتونوتازه خبرونو ،روانو چارو، سياست ،کلتور اواجتماعې مطالبو ته په کې ځاي ورکړي شوي دي .

درسنۍ په لومړې مخ کې د يوکوچنې انجلۍ انځور راوړل شوي چې دروغتون په کټ پرته ده اوپه يولاس کې ورته سروم چالان دي ، دښوونځې دامتعلمه څه موده وړاندي دبې بې زهرې په ليسه کې ديوډول ناپيژاند غازپه وسيله مسموم شوي وه .

همدارنګه درسنۍ په سرمقاله کې کښل شوي دي ، ژورناليزم يومقدس مسلک دي چې دخلکواوټولنو په شعورې بيدارې کې دبلې هرې وسيلې نه ښه رول اداء کولاي شئ .
دمقالې دليکوونکې په اند په نوروولسونوکې خلک په رسنيو ډير باور لرئ ولې په افغانې ټولنه کې دا اعتماد کم دي ځکه دلته دبيان دازادي پولې محدودي دي .

درسنۍ چلوونکې ګل رحيم نيازمن نه مووپوښتل چې درسنۍ په نوم ورځپاڼې اړتيا څه وه ؟هغه په دي اړه ويب پاڼې ته وويل : په کندوز کې په چاپې مطبوعاتوکې داسې يوه چاپې خپرونه نه وه چې دسړي تنده په ماته شئ نوځکه مونږه په ګډه ديوڅوليکوالانواوخبريالانوپه مرسته دي چارې ته مخه کړه دهغه په وينا ددغې ورځپاڼې مالې لګښت درسنيوبنسټ غړې دخپله جيبه ورکوئ .

او همدارنګه ديادي رسنۍ چلوونکې وايي چې رسنۍ بيلابيلې برخې لري چې کولاي شي دخلکو د ذهنيتونوپه روښانولوکې مرسته وکړي .

خوپه کندوز کې يوشمير نورژورنالستان چې په ياد نهاد کې غړيتوب نلرئ دوي بيا نيوکه کوي چې دمطبوعاتو دسرليک لاندي نهاد کسانودوي ته پخپلوغونډوکې خبرندي ورکړې اونه خو له دي خبر دي چې رسنۍ په نوم کومه دخبريالانو ورځپاڼه چاپيږي يا چاپ شوي ، هغوې وايي چې نهاد جوړونه يوعادي چاره ده چې هرڅوک يي ترسره کولاي شي خوپه نهاد کې دخلکو راټولونه اودخبريالانوترمنځ اتحاد سخته چاره ده چې هرڅوک يي نشئ ترسره کولاي .

همايون بابر

څلور فرانسوي عسکر ټپيان سول

Date: 2010-05-11

د ناټو ځواکونو په يوه خبرپاڼه کي ويلي چي د طالبانو له خوا په يوه ماين چاودنه کي يې څلور عسکر ټپيان سوي دي.
د خبرپاڼي له مخي د ټپيانو څخه يو تن يې په بد حالت کي فرانسې ته انتقال سوئ او درې نور يې په افغانستان کي دننه تر علاج لاندي دي.
پېښه پرون د دوشنبې په ورځ د کابل په تګاب ولسوالي کي د فرانسوي پوځيانو يوه مرکز ته نيژدې رامنځته سوې ده.

سلېمان

ولسمشر کرزى د هيلاري کلنټن مېلمه وو

Date: 2010-05-11

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي امريکا ته د څلور ورځني سفر په ترڅ کي تېره شپه د دغه هيواد د بهرنيو چارو د وزيري هيلاري کلنټن مېلمه وو.
د ولسمشر کرزي وياند وايي له مېرمن کلنټن سره په دې ماښامنۍ کي د خبرو عمده برخه د طالبانو سره د سولي پر خبرو او د ملکي کسانو د وژني پر مخنيوى باندي راګرځېده.
ولسمشر کرزى چي د کابينې له شاوخوا لسو وزيرانو سره امريکا ته تللى په اينډريوز پوځي هوايي ډګر کي د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا استازي ريچارډ هولبروک ښه راغلى ورته ووايه.
له حامد کرزي سره په دې سفر کي په کابل کي د امريکا سفير ايکن بېري او د ناټو قومندان جنرال مک کريسټال هم ملګري دي.
راپور وايي په پرونۍ مېلمستيا کي د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس او نور لوړرتبه امريکايي چارواکي هم ناست وو.
ټاکل سوې ده چي ولسمشر کرزى به د خپل سفر په دوهمه ورځ د امريکا له ولسمشر باراک اوباما او مرستيال ولسمشر جوبائيډن سره وګوري او وروسته به په افغانستان کي د وژل سويو امريکايي عسکرو هديرې ته ولاړ سي.

سلېمان

درې امریکایی پوځیان په هلمند کی ووژل سول

Date: 2010-05-11

پنتاګون اعلان وکړ چی یو امریکایی عسکر څلور ورځی مخکی ، بل درې ورځی مخکی او درېیم پرون په هلمند کی د طالبانو لخوا وژل سوي دي . لومړنی او دوهم په مخامخ جګړو کی او درېیم د ماین په ذریعه وژل سوی دی . خو دا یې و نه ویل چی هغه مارجه وه که بل ځای . دغو پیښو د امریکایی پوځ تلفات ۱۰۶۳ ته ورسول .

( ن . صمد )

کروندګرو د ناټو د اکمالاتو د مخنيوي ګواښ وکړ

Date: 2010-05-11

په بلوچستان کي ايالت کي د کروندګرو کمېټې د ايالتي حکومت څخه غوښتنه کړې چي که په شواروز کي ١٥ ساعته مفته برېښنا ور ورته برابره نکړي، دوى افغانستان د ناټو د تلونکو لوجيستيکي سامانونو مخنيوى وکړي.
د خاران، نوشکي، خضدار، کلات، مستونګ، موسى خېلو، ږوب، هرنايي، لورلايي، کلا سيف الله، کلا عبدالله او پښين سيمو کروندګر وايي حکومت دي ژر تر ژره له خپلي ژمني سره سم دوى ١٥ ساعته برېښنا ور ايله کنې د دوى په سيمو کي به د ناټو د اکمالاتي موټرانو پر تګ بنديز ولګول سي.
کمېټه وايي که پنځلس ساعته وړيا برېښنا ورته برابره سي دوى به د ناټو موټرانو ته د تګ اجازه ورکړي.

سلېمان

2010-05-08

په ایران کې افغاني مهاجرین، اعدام او په افعانستان کې ایراني مهاجرین

Date: 2010-05-08

دا خو یوه منل شوې خبره ده چې مهاجر ( په هر ځای او په هر وخت ) په ټولنه کې د دوهمې طبقې خلګ شمېرل کېږي او په ټولنه کې د مزدورکار، کروندګر، ډریور، کارګر او یا د نرس په توګه ترېنه کار اخستل کېږي او یا په بل عبارت یې چې ووایم ، مهاجر په ټولنه کې د یو مفلس حیثیت لري او په مفلسو خلګو کې د جرایموشمیر طبعي خبره ده چې ډیر وي او دا نو یو ټولنیز پرابلم دی او داسې ټولنه هم نشته چې د دې پرابلم سره لاس او ګرېوان نه وي .

نو د ایران دولت که د دې ځواک لري چې اتومي بم جوړ کړي،باید د دې توان هم ولري چې په ټولنه کې مهاجرو ته د کور، کار او فردي پرمختګ زمینه برابره کړي . یواځې د مهاجرو مجرامنو په اعدامولو ټولنه کې امنیت نشي ټینګېدی او د دې کار د پاره باید ټولنه تربیه شي ، نه اعدام.

دا سمه ده چې د ایران دولت افغاني مهاجرو ته یې دعوتنامه نده لېږلې چې ځار ـ کربان راځۍ ایران ته . خو مهاجرت که د سیاسي عواملو له کبله وي او که د طبعي عواملو له کبله ، د ټولو اقوامو د تاریخ ځنې پاڼې يې تورې کړي دي .

همدا په خپله د پارس یا د نننی ایران تاریخ ته په یوې کتنې ښکاري چې که دوۍ باندې بابلیانو ، یونایانو او یا دا چې عرب ، ترک او مغلو یرغل کړی ، نو دوی همدې هندوکش ته پناه راوړې ده او دا د هندوکش شاه ځلمو خپل ځان مرګ ته برابر کړی خو هیڅکله کوم څوګ یې احمد او یا محمود ته ندی تسلیم کړي . ولاوو که دا یې د خپل د ځان دښمن هم وي .

نو ددلته د ایران واکدارانو ته د شرم ځای دی چې افغان مهاجرو باندې په پټه او تر پَردې شا، د اعدام حکمونه صادروياو هغه هم په داسې حال کې چې ایرانیان پوهېږي چې د افغانستان دولت د افغاني مهاجرو مدافع وکیل ندی.



مجرم مجرم دی او جزا باید ورته ورکول شي ، خو اعدام جزا نده بلکې اعدام لمنځه وړل دي . او ایران چې د یو پنځه زره کلن تاریخ دعوا کوي باید د تاریخ له پانو یې دا زده کړي وي چې :


وقایعه بهتر است از معالجه.

تاریخ د طبقاتو جګړه نده ، بلکې تاریخ د اقوامو جګړه ده او پایله یې د اقوامو هجرتونه دي .

مهاجرو سره ناوړه چلند او د هغوۍ بشري حقوقو تر پښو لاندې کول یو نړیوال پرابلم دی او په څو لیکنو او لاریونونو نشي حلېدلی . د دې پرابلم حل یواځې او یواځې یو له بله سره په تفاهم او کو ایکسسټېنس کې دی .

خو بیا هم مهاجر دېخوا او مهاجر هخوا ؛ که د هجرتونو تاریخ ولوستل شي ، بیا نو یهودانو د دوه زره کالو هجرت تیر کړی او که دوۍ د ګاز په تناره کې هم سوزول شوي ، هیچا د دوۍ له پاره لاریون ندی کړی .

په درناوۍ او درنښت
لیکوال : کوشان ساپی

2010-05-06

د استاد اولمير په ياد د ښاغلي محمد امين بسمل يو شعر

Date: 2010-05-06

شاعر : محمد امین بسمل
موږ د ګران استاد اولمیر ۲۸تم تلین لمانځو

ســــتر خـــادم دافــغــانســـتان و

دپښــــــتوپه سپين جبين ځلانده ســــتوری داسمان و
دافغان دشينكي باغ بلــــبل له هر چا خـوش الــهـان و
دســـروددمـــلك بادشــــــاه و ډېر كېمين اوقــدردان و
هســـي پټ و په ايـــرو كې لـكه لعـــل دبدخــــــشان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
ترانې به یې دلـــــــــويې پښــــــتونخـــواراته بلـلــې
په خـــوب تلـلـــې ككــــرۍ بـه یې لــه واره پاڅــولــې
قافـــــيلې به یې تورتــم كي په رمــــزونوپوهــــولې
ماتې هـــــــيلې یې پـه ماتـــو كوګلــــو كې هـــڅـولــې
په ظاهر لكه ملنـګ و خو له ټولـــو ښه څــاروان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
په هيـــكل دمـوسيــــقي كې یې لاچي لونګ قطاردي
ټـــول طرزونه اوراګــــونه یې په لـــوړهنر اعـــياردي
له خــوږژبوشاعـــرانـــویې راټول ښكلى اشـــعاردي
واړه لعــــل دي واړه دور واړه زمـــوږه افتـخـــاردي
دپښــتودښــكلې ناوې په رنګـــين رخسارپيزوان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
ستا د ســـترګــوبلا واخلم بيادسـترګې ولې سرې دي
څه په خـونداوســوزیې ويلې پـكې نغښتې ولــولـې دي
ويـل را ووري مــلغـــلرې كه داوښــكـوفــــوارې دي
كلــه ګل كلــه غــونچه شي په رخـساركې د لـمـبې دي
هركلام دهـــر شاعــریې ادا كـړی په ښــه شــان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
له هغې ورځې چې دامظــلوم نــړۍ تــه و راغــلی
دخـــوښــي مـــخ یې يــوځـــلې په ژونــدون نه وليدلـی
هم دلـــراوهـم دبـــر له ويــره ډېر وكـــړېدلـی
دګـــردون لــه بې رحــمـــيوو تــر پوزې رســـــېدلی
خـوبيا هم په عظـم ټينګ اوسترخادم دافغانستان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
كلــه كلــه به غـــمونــوپـسي واخــيست ميـــكدي ته
نــور یې څــوك نه و پنــاه به یې وروړه رنــد او پيـالــې ته
دساقي ترڅنګ خوشحال و نه ورته دشېخ كوڅې ته
ويل اسمان یې راټيټ كړئ په ځان مه ورځئ ګوښې ته
له رښتــينوسره مـل له ريا کارو سره وران و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
بل به هم بياكومه مور راوړى چې داسې خوش اواز وي ؟
چې د ده غوندې سنــګين وي او د ده په شان پېشتازوي ؟
چې همــدومره په سـينه كې یې دمينې سوز اوساز وي
چې په خپل ولـــس مين اوپه هــــنر كې يـــكه تـــازوي
حمــاســې یې زېږولې ممثل د پاك وجـــدان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
د ادم رباب خاموش شو درخــــو نه راځي بامـــوته
پتنـــګان لمبو ايره كړل اوس به څـوك راځي ډېــوو ته
ســــاقــي لپـې لپـې ژاړي ډكــو ډكــو پيمــانـــوته
په ماتم پســــې ماتم دی نجـــــات وركــړې پښــــــتنوته
دا په كـومه لــومه بند شوو دا دكوم صياد پلان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
وخت به تېر وي چې دخپلوســتورو قدر پښــتانه كړي
بيا به څـوك ورته داښــــكلي نازولـــي راسـتانه كړي ؟
خلګ وختل اسمان ته دوی خـوبونه لا درانـه كړي
د تـورتـم په تـور زندان كې خـپل ځــانونه زولانــه كړي
د افرياد اوافسوس ډير پخوالا كړی خوشال خان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
خــدايه كله به پښـــتون دتمـدون په خـوا روان كړې
چه دبل له نخروخلاص شي دا ويجاړكور یې ودان كړې
بيایې شرنګ دتورې پورته تر ډهلي اواصفهان كړې
غليمان یې نېست نابـوداوشـرمـينده په ټـول جهان كړې

ارواښاد استاد اولمیر زموږ د هیواد ویاړلې اوبرمیاله هنري څېره

Date: 2010-05-06

awalmir.jpg

ليکوال : انجنیرعبدالقادرمسعود

زموږ هیواد دخپلې لرغوني جغرافیوي او استراتیژیک موقعیت له مخې د طبیعي ډیرو ښکلو مناظرو ، طبیعي سرشارو شتمنیو، زیرمو او منابعوو خاوند دی ، چې زموږ فرهنګي نوښتګرو، پوهانو، مورخانو او لیکوالانو په دې هکله د خپل هنر او استعداد په وسیله او هغه مینه یې چې د خپلی خاوری سره لرله د تاریخ حافظی ته یې په خپلواثارو کې درانه یاد ګارونه او نه هیریدونکي خاطرې سپارلې دي، چې ددغو فرهنګي څیرو مبتکرانه زیارګالنې او نه هیریدونکي خدمتونه د پوره قدر او ستاینې وړ دی.
په یوه ټولنه کې هنر دانسانانو د ارتباط وسیله ده، چې هدف او موخه یې د انسانانو راویښول دي او د انسانانو هرډول ویده عواطف، احساسات او تمایلات را بیداروي اود خپل کلام او هنر په وسیله خپل واقعي او ریشتیني افکاراو احساسات په مبتکرانه ډول نورو ته بیان او انتقالوي . په هره ټولنه کې بیلابیل هنرونه موجود دي لکه : د ښکلا او ښکلا پیژندنې هنر، دموسیقي هنر، د انځوریز هنر، دخطاطي هنر، دنقاشي هنر، دلیکنې هنر، د نڅا هنر، دتیاتر هنر، د ډبرلیکنو هنر، د فلم او سینما هنر او داسی نور په زړه پورې حرکتونه د هنرونو په مکتب کې موجود دي. دموسیقې هنر د نورو هنرونو تر څنګ یو ډیر په زړه پورې هنر دی چې خدای پاک هنرمندانوته ورپه برخه کړې دی. لکه څرنګه چې لیدل کیږي دا هنرهم لکه دشعر هنریوالهامي کیفیت اوالهي حکمت دی، چې زیاتره هنرمندانو ته ډالي شوې دی.
همداخبره ده چې زموږ زیاتره هنرمندان د خپلو په زړه پوري اوښکلي آوازونو په وسیله د موسیقې سره یوځای د شعرونو ګلدستی په ډیر ښکلي کمپوزونو کې خپلی ټولنې او خپلو مینه والو ته وړاندې کړې دي. زموږ هیوادوال د موسیقې سره یو ځانګړې مینه او علاقه لري، نو په کار ده چې زموږ هنرمندان خپله دنده په ډیرعالي توګه تر سره کړي. دوی باید خپل خوږ کلام او خپلې په زړه پورې سندرې او ترانې او خوږې نغمې په خپلو اغیزناکواو خوږو آوازونو کې د ساز په څپو کې خپلو مینه والو ته ورسوي، او دهغوی هیلو او آرمانونو ته او د دوی د روح د تسکین او آرامې لپاره خدمت وکړي، او په خپل کلام کی اود موسیقې د هنرپه وسیله د ټولنې اصلاحي او روزنیز حالات هم بیان کړي. یوهنرمند کولای شي چې په خپل یو اثر کې او په خپل په زړه پوري کلام او ژبه کې په خپل حرکاتو اوبرخوردونوکې د انسانانوغم اومصیبت، درد او رنځ په ښادي او ښکلا تبدیل کړي.
یو هنرمند کولای شي چې دخپل وطني او تاریخي افتخاراتو، ملي یوالي، اتحاد او اتفاق، مینی اومحبت یوه څرګنده بیلګه شي.لنډه دا چې یوهنرمند کولای شي چې د انسانانوپه ملي، تاریخي، اجتماعي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي موقف باندی اغیزه ولري. یوه انساني ټولنه د سندرغاړو او هنرمندانو په خوندورو آوازونو او مستو نغمو او موزیکال غږونو ښکلې او رنګینه ده. که د موسیقې په اغیزه سوچ وکړو ، زیاتره شرقیان طبیعتا د غمونو او دردونو سره اخته دي ، نو دوی زیاتره ختیځه موسیقې خوښوي دا پدی چې ځنی ختیځه موسیقې د لویدیزې موسیقې په پرتله غم انګیزه او خواشینوونکې ده.
دا یوه منل شوې خبره ده چې زموږ په هیواد کې د خراب اباد استادانو د موسیقې د ودی لپاره دستاینې وړخدمتونه کړې دي. دخلکوپه افکارو کې د دوی هنري اغیزځلیدونکې اونه هیریدونکې دی. دوی په سلګونو سازیان (نوازندګان) او سندرغاړي په رسمي اوخصوصي توګه روزلی دي، او دموسیقې هنر د دوی د هڅو او زیار له برکته ډیرغوړیدلې دی، او له دغه کوڅه څخه نامتواستادان لکه د موسیقې سرتاج استاد سراهنګ اونور استادان وتلي دي. همدغه د خراب اباد هنرمندان وو،چې زموږ زیاتره خلک د لویواو نامتو شاعرانود شعرونوسره بلد شول لکه: مولانا جلال الدین محمد بلخي، امیرخسرو بلخي دهلوي، حافظ شیرازي، صاحب تبریزي، حضرب ابولمعاني عبدالقادربیدل او داسی نور.استادانواو نورو هنرمندانو د دوی شعرونه په خپلو خوږو سندرو کې اوپه خپل خوږ کلام کې د ټولو هیوادوالوغوږونو ته رسولي دي. زیاتره دغه استادان چې دهندوستان نه افغانستان ته راغلي وو په خراب ابادکې اوسیدل. زیاتره دوی دعرفاني چشتیه طریقې پیروان وو، په دغه طریقه کې د موسیقی ساز او آواز داظهار اجازت شته دی. دهندوانو په مذهب کې هم مقدساتو ته رسیدل موسیقې
ګڼي، او خپل مذهبي مراسم د موزیک په خوندورو څپوکې تر سره کوي، خو په اروپايې هیوادوکې د ډیر کلونو له تریدو څخه وروسته کلیسا ګانو ته موسیقې لاره پرانیسته.
زموږ په وروسته پاتی ټولنه کې د موسیقې هنرهر وخت دځینو متعصیبینوافراطي مذهبي ډلو له خوا له ډیرو بندیزونو سره مخامخ شوې دی، خوبیا هم د دغو ستونزو سره سره زموږ د موسیقې په بڼ کې ډیر شمیر استادان او هنرمندان راټوکیدلي وو او دي، یو له دی نامتو استادانونه ، وتلې او خوږ غږ لرونکې هنرمند خدای بخښلې استاد اولمیر دی.
استاداولمیرزموږ د موسیقې په آسمان کې ځلانده ستوری اوپه کلونوکلونودبزمونومشال ؤ، چې ده په خپل خوږ آواز د رادیوتلویزون څپوته لاښکلا ورکړې وه. دا استادان اوهنرمندان زموږ دهیواد سترې ملي شتمنې دي، چې هر وخت باید دا شتمنې د موسیقې په تاریخ کې ځلانده او روښانه وساتل شي. زه هم دی ته وهڅیدلم، چې د دی ملي شتمنې په هکله خپل وطني او ملي پور ادا کړم او یوڅه ولیکم.
استاد اولمیر یو په زړه پورې آواز لري، چې د اوریدونکواو لیدونکو په زړونو منګولی ښخوي اوهغوی ځانته راکاږي. دی که نن د خلکو په منځ کې نشته خو دده تل پاتی غږاو او هنر د خلکو په زړونو کې ځای لري. ده خپل آهنګونه او سندرې په ډیر عالي کچه ویلې دي او په عالي قالبونوکې یې ځای په ځای کړې دي . د ده کمپوزونه د قدر وړدي، همدا سبب هم دی چې تر ننه پورې د ده آواز د خلکو په ذهن او زړونو کې ژوندی پاتی دی. ده زیاتره د خدای بخښلې (ملنګ جان) شعرونه په موسیقې کې انتخابول.
خدای بخښلې (ملنګ جان) د پښتو ادب په غیږه کې یوخوږ ژبې، وتلې، ولسي، بااحساسه او ملي شاعر ؤ. د ده شعرونه د پښتو ادب په آسمان کې روښانه او ځلیدونکی دي.
د ملنګ جان ډیر نږدی کسان د موسیقې په برخه کې دا وو:
استاداولمیر، استادایوب، استاد منور، عثمان، اسلم، ګلالي، سپین بادام، توربادام، نواب سید علم، نعمت الله، طلا محمد ،اوداسی نور.
دغوهنرمندانوپه کابل رادیوکې اود نورو خلکو په محافلو کې د ملنګ جان شعرونه په ډیرو ښکلوکمپوزونو اوطرزونوکې ویلی دي.
ښاغلې عبدالله بختانی خدمتګار، چې زموږ دهیواد یونامتوادیب، شاعر او لیکوال دی د ملنګ جان په هکله په خپل یو شعر کې داسی وایي:

ملنګ جان زموږ د عصر یو آواز و
د وطن د خوارو خلکو د زړه راز و
په خوږو نغمو بیداره یې اولس کړ
رازو نیاز، دردو ګداز او سوزوساز و

داستاد اولمیر ټولی سندرې او آهنګونه د موسیقې په تاریخ کې یوه لویه پانګه ده.
ده خپلې سندرې په ډیر عالي طرزونو اوښکلي غږ کې ویلي دي، خود ده یوسندره چې شعری یې دخوږ ژبي شاعرملنګ جان دی د هیواد په تاریخ کښی به هر وخت ځلانده او تل پاتی وي، او نن ورځ دغه په زړه پوری سندره د ملي سرود بڼه لري او د موسیقې داسی محفلونه نه شته چې هنرمندانو دا سندره هلته نه وي زمزمه کړی. ددی ښکلی او ملي سندرې شعر دا دی:


دا زموږ زیبا وطن === دا زموږ لیلا وطن
دا وطن مو ځان دی === دا افغانستان دی

دا یو حقیقت دی چې استاد اولمیر یو منلې او وتلې هنرمند و، اود ده غږ ډیر زیات مینه وال لرل.
د استاد اولمیر شخصیت نه یوازی د ده په سندرو کې پروت دی بلکه ده د افغانستان سره او د انسان او انساني کرامت سره یوه ژوره او ښکلی مینه لرله.
استاد اولمیر په (۱۳۱۲) لمریز کال کې د پیښور د (سولی) په کلي کې زیږدلی دی.
د ده پلار احمد خان نومیده. د ده هنري ژوند د یو سر لوړي استاد په توګه د ټولو هنرمندانو په ډله کې یو ځانګړې مقام لري.
استاد اولمیر تر څلورم ټولګي پورې خپله زده کړه په خپل کلي کې سر ته رسولې ده ، او بیا پیښور ته ولاړو او هلته یې د فر نټیر په ښوونځې کې تر لسم ټولګي پورې خپله زده کړه تر سره کړه. دی لس کلن ؤ چې د موسیقې سره یې مینه پیدا کړه او همداسی پسی سندرغاړې شو. ده هر وخت د پښتو فلمي سندرې لیدلې او زمزمه کولې او ترینه یې خوند او ګټه اخیستله. ده خپل مور او پلار په کوچینوالی کې له لاسه ورکړل. دی لس کلن ؤ چې د یو نامتو هنرمند جعفرعلي خان سره په خپله سیمه کې پیژندګلوي پیداکړه اود هغه شاګردي یې په موسیقې کې تر لاسه کړه او د ده نه یې آرمونیه هم زده کړه او استاد دپښتوموسیقې زده کړه له ده سره پیل کړه. وروسته له دی چې پلار او مور یې وفات شول ده په خپل ژوند کې ډیرې ستړې اوستومانې اوترخې شیبی تیرې کړې دي اودی دخپل تره سره اوسیده.هغه استعداد،مینه اوعلاقه چې استاد د ساز، آوازاوموسیقې سره لرله دده تره هم دده ډیر قدر کاوه او دده هنر ته یې په ډیره درنه سترګه کتل.
پس له څو مودې وروسته د ده تره د استاد هغه استعداد او په زړه پورې آواز چې موسیقې کې ولیده دی یې د یو مشهور هنرمند سبزعلي خان سره شاګرد کړ.
سبز علي خان هم چې دده توانایي په موسیقې کې ولیده دی یې دځان سره لاهور ته یووړ او هلته یې ده ته د موسیقې د زده کړی لاره اواره کړه. پس د یو لړ هنري فعالیتونو وروسته دی بیرته پیښور ته راغی.
سبزعلي خان په پیښور کې د استاد سره په ګډه یوه سندره چې ( زړګې می شو ټوټی ټوټی) نومیده د پیښور له رادیو څخه خپره کړه دا لومړنې سندره وه چې خپره شوله. د دغی سندرې دخپرولو وروسته د ده ټوله کورنې له ده نه خپه او خوابدی شوه او دی د زیاتو ستونزو سره مخامخ شو. خو سره له دی هم ده د موسیقې زده کړی ته دوام ورکړ او په دی لاره کې نه هیلی نشو. له څه ځنډ وروسته دی د یو نامتو او پیاوړي شاعر ښاغلي ګلستان سره پیژندګلوی پیدا کړه او یو څه موده یې د ده سره ژوند کاوه او دده نه یې ډیره ګټه ترلاسه کړه او ډیری نوی سندرې یې د ده په مرسته جوړی کړی. پس له ډیرو ستونزو، ستومانیو او خواریو دی په (۱۷) کلنې کې په (۱۳۲۹) لمریزکال کې د تیرا د یو شمیر مخورو او مشرانو سره دافغانستان د خپلواکې په جشن کې د ګډون لپاره کابل ته راغی. په دی محال کې دی د یو نامتو، ادبي ، ولسي اوملي شخصیت ارواښاد ملنګ جان سره معرفي او ملګرې شو.هغه وخت ملنګ جان په رادیو کابل کې د پښتو موسیقې چلوونکې او مسوول ؤ. استاد اولمیر د ملنګ جان په مرسته یو څو مودی لپاره په کابل رادیو کې ګډ کارته ادامه ورکړه.استاد د ملنګ جان خواږه اوپه زړه پوري شعرونه په ډیرعالي طرزونو کې جوړ کړل او په خپل ښکلي غږ کې لاپسی ښکلي اوپه زړه پوري کړل.
خود ځینو ستونزو له کبله د ده اړیکې د کابل رادیو سره وشلیدلې. وروسته استاد دیو نامتو او خوږ ژبي هنرمند ارواښاد استاد نبي ګل سره اړیکې پیدا کړی او د ده په مرسته په (۱۳۳۵) لمریز کال کې بیا د کابل رادیو سره خپل هنري فعالیت پیل کړ.
هغه سرشار استعداد او هغه په زړه پوري غږ چې ده درلود ده خپلو هنري هلو ځلو ته د ژوند تر پایه پورې دوام ورکړاو د رادیو کابل سره یې اړیکې نورې هم زیاتی او پیاوړې شوې.
ده د پښتو موسیقې د ودی او پرمختیا په برخه کې ډیره غټه ونډه واخیسته او په دی لاره کې یې ډیر زیات زیار وګاله او ډیر زیات کارونه یې ترسره کړل. د پښتوپه موسیقې کې د ده خدمتونه د پوره قدر او ستاینې وړ بلل کیږي.
استاداولمیرډیرشاګردان وروزل اویوشمیر سندرغاړوته یې کمپوزونه هم جوړکړي دي. د استاد شاګردان ډیرووخوله هغوی څخه نعمت الله،طلا محمداوسیدعلم ده ته نږدی کسان وو.
استاد په خپل غږ کې په کابل رادیوکې د(۴۰۰) سندروپه شاو خواکې اوپه تلویزیون کې یې هم یوشمیرسندرې ثبتی اوخپرې کړې دي.ده په تلویزیون کې د ناروغې اوصحیي حالاتوله کبله لږسندرې ثبتی کړې دي. استاد دخپلو ثبتی شوې سندروسره د پښتو موسیقې پانګه نوره هم بډایه کړه.

ده ته د اطلاعاتواوکلتور وزارت له خواپه (۱۳۵۰) لمریز کال کې د استا‌ذی درونداوویاړلې لقب ورکړشو. ترهغه ځایه پورې چې ده په موسیقې کې یو څپانده استعداد اوخوږغږ درلوده دی تل د لوړومقاماتو له خوا ویاړل شوې اوستایل شوې دی. ده دوه ځله په ډیر درنښت د لومړې درجې د سندرغاړي هنري جایزه اخیستی ده. د ده استعداد او هلې ځلې په موسیقې کې نه هیریدونکې او نه ورکیدونکې دي.
ده نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې د هیواد نه بهر هم سندرې ویلې دي . استاد د افغاني هنري ډلوسره هندوستان، روسیې، چکسلواکیا، پیښوراوکوټې ته هنري سفرونه کړې دي او هلته یې خپلو مینه والوته کنسرتونه ترسره کړي دي.
د استاد دشعرونو انتخاب اوغوره کول د سندرو لپاره د ده کمپوزونه د پښتوموسیقې د ودی او پراختیا لپاره د قدر وړ دي، اوله همدی کبله د ده خوږې سندرې اوپه زړه پورې ترانې اوزمزمې د خلکو په زړونو کې یو ځانګړې ځای لري اوهر څوک یې خوښوي او ترینه لذت وړي. ده په خپل خوږ آواز اوپه زړه پورې نغمو هر وخت د خلکو محفلونه تاوده ساتلي دي.

استاد اولمیر ډیر کړکیچن ژوند تیر کړې دی اود ډیروستونزواوناخوالوسره مخامخ شوې دی. ده د ژوند تر پایه پوری واده ونه کړاوخپل ژوند یې زیاتره په یوازیتوب تیر کړې دی. ده د ژوند آخری ورځی د تکړه سندرغاړي او د ده شاګرد نعمت الله سره تیره ولی اونعمت الله هم د ده ډیر قدر او درناوې کاوه.
دا خوږ ژبې بلبل، ځلانده ستورې اود په زړه پورې نغمواوسندروهنرمند په (۱۳۵۹) لمریز کال کې د وږې ( سنبلې) په میاشت کې په یوه ترافیکي پیښه کې سخت ټپي شو، چې له بده مرغه په دغه پیښه کې یې کیڼ لاس مات شو او دی د یو څه مودی لپاره په روغتون کې پاتی شو. دغی پیښی اورنځورتیا په ده باندی ډیره ناوړه اغیزه وکړه او دی یې په خپل وروستې ژوند کې ډیر وځوراوه. خو له دی سره سره ده هغه مینه چې موسیقې ته لرله خپل هنري کارونو ته ادامه ورکړه.
دا ځوریدلې استاد دغوایي د میاشتې په ( ۱۴) نیټه په ( ۱۳۶۱) لمریزکال کې له دی فاني دنیا څخه سترګې پټی کړې. دی د شاشهید زیارت تر څنګ خاورو ته وسپارل شو. دیادونې وړده میرمن ملالی چې یوه نامتو څیره ده او زیاتره خلک یې په هیواد کې دننه اوبهرپیژني هغه علاقه چې دی د استاد اولمیرهنري شخصیت ته لرله د ده قبر یې په خپل شخصي لګښت بیرته له سره جوړکړ چې د دی دا کاردهیواد په فرهنګي برخه کې یو نه ورکیدونکې او نه هیریدونکې کار دی.
له دی لیکنې په پای کې ویلې شم ، استاد اولمیرهغه ملي اولوی هنرمند دی چې د ده هنري څیره اود ده ویاړلې نوم د ټولوافغانانواو د ټولو د موسیقې مینه والو په زړونو کې یو ځانګړې مقام لري او د ده غږ د تل لپاره ژوندی دی.
خوشحال خان بابا وایې:

مړه هغه چې نه یې نوم نه یې نښان شته
تل تر تله په ښه نوم پایي ښاغلي

د ده روح دی ښاد وي

د استاد اولمير سندره له دې ځايه واورئ

2010-04-22

دستر نومیالي ، ویاړلي، فرهنګي، ادبي، سیاسي او مبارز شخصیت خوشحال خان بابا په هکله یو څو خبرې

Date: 2010-04-22

ليکوال : انجينر عبدالقادر مسعود
khushal1.jpg
ارواښادخوشحال خان خټک دشهباز خان زوی چه د پښتنو یوې قبیلې (خټکو)مشر او سردار ، د یحیی خان لمسی دملک اکوړه کړوسی ؤ.
دی دپښتو ژبې د ادبي، فرهنګي شخصیت په توګه یو لوي او وتلی لیکوال پیاوړی او غښتلی شاعر او دتورې او میړانې اتل ؤ.
دی دخټکو په یوه لویه او درنه کورنۍ کې په (۱۰۲۲) هجری قمری کال کې د (سرای) نومې ځای کې زیږدلی دی ، او د( اټک) دمست اوڅپاند سیند په غاړه لوی شوی دی .
خوشحال خان خټک په یوه شتمنه کورنۍ کې زیږیدلی او روزل شوی ؤ، پلار او نیکه یې تر ملک اکوړه پوری ټول خانان او قومي مشران وو، او د هندوستان د مغولي دولت په خوښه ملک اکوړه د وریښمو د تاریخي لاری ساتندوی ؤ. وروسته د شهباز خان له مرګه دا کار دڅوشحال خان په برخه شو.

خوشحال خان خټک تر شل کلنۍ پورې ډیرکتابونه ولوستل،دده دشعرویلوسرشار استعدادهم داباسیند په څیر په څپو راغی او دزیاتې پوهې خاوند شو اوهم یې په شل کلنی کې په شعر ویلو پیل وکړ .
نوموړی پښتو او پاړسی ژبی ښه او اوچت شعرونه لري ، عربی، پاړسی اوانکوژبې یې ډیری ښی زده کړی وی . ده د پښتو نثر، د شعر له رنګه راویست او د محاوری رنګ ته یې نژدی کړ.دده په شعر او نثر کې دپښتنولي احساس پروت دی، نو په دی لحاظ کولای شو ووایوچې دی مستحق داستاذې او مشرۍ دی، اودپښتوژبې پیاوړی نثر لیکونکی، وتلی لیکوال، پوخ شاعر، مؤرخ، څیړونکی او نامتو مؤلف ګڼل کیږي .
ښاغلی محمدکاظم آهنګ چې یو ادبي ،فرهنګي څیره او د افغانستان دمجلی مدیر ؤ، دخوشحال خان خټک دادبي او فرهنګي شخصیت په هکله په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي :
خوشحال خان خټک ، ادیب نامور، مرد آزاده وشاعر خوش کلام نه تنها در زبان پښتوداد سخن داده ومکتب جدیدی در شعر بنیان ګذاشته است بلکه در زبان دری نیز سخن آفرینی ها نموده است .
په همدی لیکنه کې په بل ځای کې دخوشحال خان د خواږه اوپه زړه پورې کلام حکمت او پوهه داسې ستایي .
مختصر اینکه تشبیهات لطیف، کنایات نغز، کلمات زیبا، اسلوب روان وساده توام با عمق و پختګی در اشعار دری خوشحال خان خټک موجود است . که این موضوع وقوف و رسایی اورا منحیث شاعری در زبان غیر از زبان اصلی او ثابت میسازد والبته
باید ګفته شود که رسایی او مثلیکه خودش میګوید مانندزبان اصلی او نیست ولی باآنهم کلام دری او با لطافت ها و نازک خیالی های ادبی آمیخته بوده در کلام خود ظرافتهای ماهرانه شعری و ادبی را بکار برده است .
دخوشحال خان خټک ژونداو آثارو دقیقه څیړنه او مطالعه د ډیر وخت غوښتنه کوی . زه غواړم چې په ډیر لنډیز سره د ده قلمي لیکنې او کتابونه چې خپاره شوي دي معرفی کړم .
مسټر راورټی نامتو ختیز پوه د ده آثار له (۲۵۰) څخه هم زیات بولي .دده مشهور آثار دا دي :
- کلیات : په دی کتاب کې نږدې (۴۰) زره بیتونه ځای په ځای شوي دي .
-دپښتنوتاریخ : په دی اثر کې یې د پښتنو داتنیکي او نسب په باب څرګندونې او څیړنې شوې دي .
- دستار نامه : چې دملي افغاني احساس داغیز لاندی لیکل شوی ده اود دستاراولونګۍپه اړوندمسایل پکې راغلي دي .
- عیار دانش : دانور سهیلی پښوژباړه ده .
- فضل نامه :په دی کتاب کې ددیني اوفقهي مسایلوپه هکله څیړنې شوې دي.
- طب نامه یا صحت البدن : په دی اثر کې دصحت اوروغتیامسایلو په اړه څیړنې شوې
دي اودمختلفو ناروغۍ لپاره پکې ډیر ښه دارو او درمل ښودل شوي دي .
- سوات نامه :په دی اثر کې د سوات جغرافیي، اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ادبي حالات بیان شوي دي .
- باز نامه : په دی اثر کې دښکار په اړه یو سلسله مالومات راغونډشوي دي .
- فرخ نامه : په دی اثر کې د تورې، میړانې اوقلم بحثونه شوي دي .
- فراق نامه : په دی اثرکې دخوشحال خان هغه شعرونه چې ده په جیل کې لیکلی دي ځای په ځای شوي دي .
- اخلاق نامه : په دی اثر کې داخلاقواوانساني سلوک په باب مالومات وړاندی شو ي دي .
- آینه : په دی کتاب کې د فقهي افکارپه هکله مالومات بیان شوې دی .
- بیاض : په دی کتاب کې دنثر په اړه مالومات راغونډ شوي دي .
- دخوشحال رباعیات : په دی اثر کې په زړه پورې څلوریزې را غونډې شوې دي .
- تفسیر سوره یوسف :
- پښتوهدایه : دا اثر له عربی ژبی څخه ژباړل شوی دی .
- زنځیری : دا اثر د لیکدود په اړه لیکل شوی دی .
- ریاض الحقیقت :دا دنثر کتاب دی په دی کتاب کې د پرهیز ګاری په هکله مالومات راغونډ شوی دی .
داهغه آثار دي چې معلوم ، مشهوراوپه لاس راغلی دي، خو په سلګونو نور آثار یې
هم شته چې ورک شوي دي .
که چیرې د خوشحال خان خټک آثار په دقیقه توګه ولولو څر ګندیږي چې دی د خپل وخت دی مروجو علومو لکه : فلسفه، منطق، حکمت،طبابت، تفسیر، فقه، حدیث ، معانی، عروض، بیان .......اوداسی نورو علومو سره بلد ؤ .
هغه خدمتونه چې خوشحال خان خټک دپښتو ژبی ادبیاتو ته کړی دي ساری نه لري او ده د نوم دتل له پاره زموږ دپښتوادبیاتود تاریخ په آسمان کې روښانه اوځلیدونکی دی .
دده دآثارو څیړنه او د ده ادبي ، فرهنګي او ملي شخصیت دهېواد په محدوده کښې محدودنه دی پاتې شوی، په نړۍ کښې دلویو پوهانو اوپوهنیزومرکزونوله خوا دیو علمي ،ادبي، تاریخي اوسیاسي مشرپه توګه ستایلی او منلی شوی دی . ده دیوستر مفکر، مؤلف، عالم، فاضل، محقق، مؤرخ، لوی شاعر اوادیب په توګه پوره شهرت ګټلی دی . دده دژوند، ملي ،فرهنګي شخصیت او آثارو په هکله ډیری زیاتی لیکنی شوې دي ، دهېواداوباندنیولیکوالانواو څیړونکوخپلی علمی څیړنی ورباندی کړی دي .دنړۍ ډیرو پوهانو دده آثارلوستي اوژباړلي دي .
زموږ دهېواد ځلیدونکوستورو لکه : پوهاند عبدالشکور رشاد، پوهاندصدیق الله رشتین ، پوهاندعبدالحی حبیبي، استاد ګل پاچا الفت، امیر حمزه شینواری او داسې نورو وتلیواو نامتو پوهانواو لیکوالانو د ده په هکله کتابونه ، مقالی او د ډاکترۍ
تیسیسونه لیکلي دي . دی د یو لوی مبتکر شاعر ، دیو ملي لیډر په حیث، اوملي اتل،اوبشر دوست انسان په څېرنه یوازی په هېواد کې دننه، بلکې په سیمه او نړۍ کې هم د لویدیځو او ختیځوپوهانو او لیکوالانو له خوا پیژندل شوی دی .
دده په هکله جارج مارګنسټرن، سراولف کیرو، پروفیسور میکنیزي، مشهور ختیځ پوه راورټي، ډامسټیټر، ګرکیسیون، بیډولوف، ډاکتر کریسن، روسي ختیځ پوه او افغان پوه اسلانوف، نیکولای دوریانکوف، سونخیف لولف، پادري هیوز، ډورن، الفنستن او داسې نورو پوهانو او ختیز پیژندونکو هم ډیری مقالې لیکلې دي او څیړنې یې پرې کړی دي . ادبي او اتل شخصیت پیژندنه په انګیسي، روسي، ډنمارکي، هندي، اردواو دري ژبو ژباړل شوي او خپاره شوي دي .
خوشحال خان خټک دهېواد دیوغوره نومیالي شخصیت په توګه تل د خپل هیواد، ولس،او د آزادی، دپښتنودیوالي،افغاني اتحاداو اتفاق، دتورې اومیړانې سره ډیره مینه در لوده او د انسانیت او انساني کرامت احترام یې کاوه او دده په غزلیاتو، قصیدو،رباعیاتواو نورو متفرقه آثارو کې دانسان او انسانیت په هکله ډیر شیان لیکل شوی دي او تل یې هڅه کړی چې هېوادوال یې هوسا، بسیا،آ باداو آزاد ژوند
ولري . دی د انساني غوره صفتونو خاوند، یو درویش صفته انسان او د درویشانو او قلندرانو خصوصیات لرل او یوسخاوت مند انسان ؤ . لکه چې وایي :


نیستی هستی ده که ته پوهیږې
لویي پستی ده که ته پوهیږې
بده تر هر څه په دا جهان کښی
خود پرستی ده که ته پوهیږې
=====================
وګړی واړه کارونه خپل کا
مردان هغه دی چې کار د بل کا
څوک چی آرام ګټی د نیکو نام ګټی
د خوږو زړونو دارو به تل کا
بیا وایي :
سخاوت می د تقلید په رسم نه دی
زه له ځایه د سخی بابا پسر یم
دحاتم غوندې می خیل و حشم نشته
په عطا کښې له حاتمه برابر یم

دی د تورې ، میړانې ، شرافت، راستۍ، تقوا، لوړتیا او پوهنې ځلانده او روښانه ستورې ؤ . لکه چې وایي :
په جهان د ننګیالی دی دا دوه کاره
یا به وخوری ککرۍ یا به کامران شی
بیا وایي :
څو وانخلی له غلیمه انتقام
مرد نه خوب کا نه خوراک کا نه ارام
=====================
یا عاشق شه ، یا شهید
چه یادیږی په بدلو په سندرو
او بیا وایي :

درست دیوان مې لکه باغ د علم ګنج دی
پکښې شته هر راز ګلونه هر نهال
========================

ډیردی کتابونه مشتمل په دیرشوحرفونو
کل واړه که ګورې له الفه دی زوولی

دهندوستان دمغلومقتدر اوسرکښه دولت هر وخت دپښتنو د استعمالولواو اسارت په لاره کې له زر،زوراو زاریو نه نیولې بیاتر دسایسوپوری له هر ډول وسایلونه په ډیر محارت او عالی شکل کاراخیسته . کله چې شاه جهان په ناروغۍ اخته شواو مړشو وروسته له ده له مرګه د ده زوی اورنګ زیب په قدرت ورسیده . کله چې اورنګ زیب خپل حکومت کلک کړ نو ورته معلومه وه ، چې خوشحال خان دیو توریالي سرباز په توګه ده ته سر نه ټیټوي او دده دوست نه شی کیدای .اورنګ زیب د خوشحال خان سره تماس ونیوه او ده ته یې وویل : ستا کورنۍ ،ستاپلار او نیکونه ټول خانان او قومي مشران وو،او ستاپلار زماپه دربارکې ډیر قدر او عزت درلود، خو پام کوه چې پښتانه دمغلو په مقابل کې سر در څخه پورته نکړي .
مګر خوشحال خان هغه عشق او احساسات چې د خپل هیواد، پښتنو او ولس سره لرل دده خبری ته غوږ و نه نیوﺉ .
خو دوخت په تیریدوسره دخوشحال خان محبوبیت په خپله قبیله کې زیاتیده اوروابط او تماسونه یې د نورو پښتنو سره لاپیاوړي کیدل او د دوی سره یې اړیکی ټینګی ساتلی وی .
دی د دوی په فرهنګي، کلتوري ، اجتماعي او سیاسي خصوصیاتو ، ارتباتاتو ، دودونو، لهجو،عادتونو، متلونو او اصطلاحاتو باندی آشنا ؤ . له همدی کبله ده د خپلو مطالعاتو او څیړنو په اساس د پښتنو د تیر تاریخ په تیره بیا په هند کې د
افغانانو له سیاسي کارنامو سره ځان پوره بلد کړی ؤ .
دا ښکاره وه چې اورنګ زیب خوشحال خان خټک د یوه نه پخلا کیدونکي دشمن په توګه پیژندلی ؤ، او د ده ظالم حکومت د خوشحال غوندی شخصیت نه شو منلی . اورنګ زیب د مغولي دولت د زمامدارانو په مشوره خوشحال خان نو هغه وو چې په نامردانه ډول ګرفتار او وروسته له څو میاشتو دی یې د هند د (رنتبور) په جیل کې بندي کړ.دی څلور کاله بندی ؤ. اوده په دغه جیل کې زیات آثار هم ولیکل لکه :
دستار نامه، ترجیح بند، ترکیب بند او داسی نور .
دا بند د خوشحال خان په ژوندکې داسی یوه حادثه وه چې دی دمغلومرکزی حکومت له استعماري ماهیت اودهندوستان د خلکو له عام خصوصیاتو سره نور هم بلدشواو ده په خپل سیاسي افکارو کې مکمل بدلون راوست او ده خپله لاره په شعوري ډول وټاکله او د مغلو په ضد یې توره پورته کړه اوداسی یې وویل :

پس له بنده دی دا عزم --- دخوشحال دخاطر جزم
یا نیولی مخ مکی ته --- یا مغل و سره رزم
او رښتیا هم له بنده وروسته تر مرګه پوری خوشحال خان د مغلو سره پخلا نه شو اوخپلې مبارزې ته یې د اورنګ زیب پاچا په مقابل کې دوام ورکړ .
خوشحال د خټکو خان د یوسفزیو سره جوړه وکړه اوخپله توره یې یوازی دخټکوقبیلې دپاره نه بلکه د ټول افغان د پاره راویستله . لکه چې وایي :
که توفیق داتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشحال به دوباره شي په دې ځوان
بیا وایي :
چه درست ګلزار دی د اتفاق دی
چه درست خار زار دی ګنده نفاق دی
د ده ننګ او غیرت، وطني عشق اواحساسات او انقلابي طبیعت څپی ووهلی، دهنددمغولي حکومت دغور ځولو لپاره یې دافغان د ننګ توره پر ملا کړه او په لوړ غږ یې وویل :
دافغان په ننګ می وتړله توره
ننګیالی دزمانی خوشحال خټک یم
یا وایي :
لا تر اوسه په لرزه پریوزی له کټه
چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی
په رښتیا چې دی یوتوریالی اوزړوراو دتورې اوعمل قهرمان دوطن په غم غمجن او دپښتو په درد دردمن او یولوی،پیاوړی اوملي شاعر ؤ .
ده نه یوازی په توره او میړانه کې یو کلک عزم اولوړ همت درلود، بلکې د شعر او شاعرۍ بازاریې هم تودساتلی ؤ. دخوشحال قلم خوشحال خان ته ابدي ژوندورپه برخه کړ . کولای شو ووایو چې دپښتو ژبه او ادب ځکه بختور دی، چې دخوشحال خان په څېرنامتواومفکر انسان یې پخپله غیږ کې وروسته له پیرروښان څخه وروزه . دغې سترادیب او لیکوال او پیاوړي شاعر نه یوازی په خپل کړکیچن ژوندکې د تورې او میړانې غږ پورته کړ، بلکې په ادبي او فرهنګي ډګر کې په هیواد کې د ننه او بهرد توری اوقلم د خاوند په توګه پیژندل شوی او ستایل شوی دی . لکه د خوشحال خان په څېر ستر شخصیتونه په نړۍ کې ډیر کم پیدا کیږي چې هم شاعر، هم لیکوال ، هم څیړونکې، هم مفکر اومؤلف، هم ژباړونکې، هم سیاسي لیډر دخپلو خلکواو دمیړانې او تورې خاوند وي .
ده دتورې شرافت او حیثیت او د قلم فضیلت په ډیر شهامت او میړانې تر پایه پورې وساته . د ده آثار او اشعار د پښتو ادب په آسمان کې ډیر ځلانده او نه ورکیدونکي ستوري دی . ده په خپلو آثاروکې خپل ولس ته میړانه، ټینګ عزم، غیرت، لوړ همت، سرشیندنی، شجاعت ، ننګ، وفاداری، صمیمیت، دوستی، سپن ویل، عدالت،
انصاف، وطن پرستی، ملی اتحاد، یوالی، کاراوزیار، اسلامي مقدساتوته احترام کول ،کلتور، اخلاق ، تربیه او داسی نور ډیر صفات او عالی مفاهیم ورښودلی دی .
ده د تصوفي او اخلاقي اړخ څخه را نیولی تر عشقي، حماسي، اجتماعي،فلسفي جنګي، او دوطن د محبت اومینی تر کچه پوری په خپلو اشعاروکې د دغو اجتماعي خصوصیاتواواوصافو او عالی افکارو انعکاس د شعر په لباس کې نغښتی دی ، او د هر چا په ذوق برابر شعرونه یې ویلی دی . د ده اشعار د عواطفو او پاکو، سپیڅلو احساساتو هینداره ده او دخپل ادب په بڼ کې یې رنګارنګ ګلان کرلي دي .

( اقبال لاهوری) چې یوپیژندل شوی شاعر دی دخوشحال خان خټک د پوهی اوحکمت زړورتیا ،میړانی ، سپین ویل او ټیګ عزم په هکله داسی وایې :
آن حکیم ملت افغانیان---- آن طبیب علت افغانیان
راز قومی دید و بی باکانه ګفت ---- حرف حق با شوخی رندانه ګفت
خوش سرودآن شاعر افغان شناس ---- آن چه بیند باز ګوید بی هراس

دی د پښتو ادب یو ملي شاعر،مؤلف اومفکر، څیړونکی ، ژباړونکی اودننګ د ډګر قهرمان دی .دی نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې په نوره نړۍ کې هم شهرت لري اودیورپ خلکو ورته دیو ملي ،قومي لوی شاعر اولیکوال خطاب ورکړی دی .
د دی ستر شاعر ، نامتو پهلوان ، دتوری او قلم اتل او پیاوړي زعیم آثارو په هکله ژور علمی اومختلف مطالعات او څیړنې شوي دي .
د خوشحال خان خټک (دستار نامه) یومشهور او منثور اثر دی، چې د ملي افغاني جذباتو او احساساتو دتاثیر لاندی لیکل شوې دی .
(دستار نامه ) یو سیاسي او تربیوي کتاب دی ، خوشحال خان خټک د دی کتاب په هکله لیکلی دي : (شل) هنره (شل) خصلته چه اختیار شوی دی په دوه بابه کښی
به واضیح شی :
اول په کښی د ځان پیژندګلوي ده . بیا ورپسی هنر دعلم دی بیا ورپسی نورکسبونه فنونه حرفتونه دی .
د (دستار نامه) په باب ښاغلی سمندر خان سمندر دکتاب په مقدمه کښې لیکلي دي :
(دخوشحال دستار نامه په حقیقت کښی د عزت، حرمت او سړیتوب درنه پګړۍ ده . که څوک د(دستارنامې) په معیاردغه (شل )هنره او (شل) خصلته نه لری نو دقام دمشری د دستار تړلوقابل نه دی .)
خوشحال خان خټک په دی کتاب کې د پښتون ملت او ولس ویښول د دوی عیبونه ورښودل او دوی په شعوري لحاظ د وطن، استقلال،خپلواکۍ دمینی سره آشنا کول او د قومي مشرۍ او سیاسي پوهې او ملي احساساتو، وطن دوستۍ اوملیت پرورۍ مختلف اړخونه تشریح کړی دی . دی غواړي چې وښي لارښوونکی او نمونه پښتون
بایدڅنګه وي .نن ورځ دنړۍ سیاست پوهان دیوخپلواکه دولت سیاسي رهبری ته ډیر اهمیت ورکوي .ځکه چې دیو ټولنی مشردهغی ټولنی داستقلال ،خپلواکۍ اودخلکو لارښوونکی دی . خوشحال خان د واقعی مشرانو په هکله ډیری خبری لري اووایې :
چه د ستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
خوشحال په دی بیت کې پګړۍ، خولۍاو تاج دیوانسان دسړیتوب مقام،غوره اخلاقوعاداتو، کلتور اوفرهنګ سمبول ګڼي او وایې : دستار هغه څوک باید په سر کړي چې قابلیت یې ولری . دا یوه په زړه پورۍ نصیحت نامه ده لوستل یې هرچا ته په کار دي .
د خوشحال دپیژندلو او آثارو په باب دومره مقالی او کتابونه چاپ شوي دي چې پای نه لري .
د دغې لیکنې په آخر کې ویلی شم خوشحال خان دپښتودادبیات په تاریخ کې هغه لوی ملي ،سیاسي،علمي ، ادبي اونامتوتوریالۍ شخصیت دی چې له مړینی نه وروسته یې په ټوله پښتونخوا کې ساری پیدا نه شوه . دی وایې :

دخوشحال قدر که اوس په هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کا ډیر عالم
خوشحال خان په ژوند کې وصیت کړی ؤ چې ما په داسی ځای کې ښخ کړی چې دمغلو د اسونود پښوګردونه ځما په قبر رانشي .
د دی قهرمان او دتوری او قلم سردار دا وصیت هم پوره شو .
دغه لوی شاعر اومتفکرعالم او دمیړاې اوتورې اتل په (۷۸) کلنۍ په (۱۱۰۰)کال کې له دې فاني دنیاڅخه سترګي پټې کړې .
زه هم دهغه لوی ملي ، ادبي،فرهنګي اوعلمي شخصیت ته ددرناوی او ژور عقیدت سر ټیټوم او له لوی څښتن څخه هغه ته جنتونه غواړم . روح دی ښاد وی .
ستا دښایست ګلونه ډیر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادر مسعود

په پای کې د تاسو پام دخوشحال خان بابا د یو څو عشقي، حماسي، ټولنیز،فلسفي وطني، تصوفي، او اخلاقي شعرونو ته راګرځوم .


غزل

که مسجد ګورې که دیر ---- واړه دیو دی نه شته غیر
یو می بیا موندپه هر څه کښې ---- چه می وکړه د زړه سیر
هغه ځای په سیر ګرزم ---- چه ترې نه رسیږی طیر
خوشحال یو وینی خوشحال دی ---- ورنه ورک دی غیر و زیر

غزل

لاله در موسم بهار بود
عیش با روی ګلعزار بود
با رخ و زلف او سرو کارم
در شب و روز روزګار بود
آهوی چشم تو چه آهویست
که در آن شیر نر شکار بود
رخ تو همچو نو شګفته ګلیست
عندلیبان او هزار بود
قد تو در میان دیده ما
همچنان سرو جویبار بود
وقت آن خوش که بعد هجرانت
یا ر همچون تو در کنار بود
قصه درد ما چه میپرسی
حالم از چهره آشکار بود
همچو خوشحال عاشق رخ تو
نیست ممکن که در دیار بود

غزل
نو بهارو می معشوقه و جام است اینجا
زهد و پرهیزو درع را چه مقام است اینجا
قصه کوتاه که در مذهب ما ای صوفی
غیر می هر چه بودجمله حرام است اینجا
یارب آن مغبچه را هیچ ګزندی مرسان
که برویش نګران خاص و عام است اینجا
پیشم از مشک ختا دم مزن ای مشک فروش
که پر از نګهت آن زلف مشام است اینجا
شاه من تند مران رخش که بس مردم شهر
بهر نظاره تو بر درو بام است اینجا
می نوازد می خوش لحن به جادوی نفس
آهوی کوه و بیابان همه آرام است اینجا

غزل
لبت از آب حیوان آب برده
رخت نور از رخ مهتاب برده
ندانم در دوچشم او چه جادوست
که از چشمان عاشق خواب برده
به تاب زلف و پیچ جعد مشکین
صبوری از دل بیتاب برده
ګر آن بت را چو محراب است ابرو
منم چون سجده در محراب برده
بعارض دل به چشمان دین بلب روح
سلامت را همه اسباب برده
نه تنها دل ز خوشحال خټک برد
که زهد از دست شیخ و شاب برده

غزل
چې مې وليدې دا تورې سترګې ستا
زه به نه کړم هېرې نورې سترګې ستا
يا د باز يا د طاوس يا د شاهين دي
يا د تور هوسي که ګورې سترګې ستا
لکه وژغوري کبلی په سنبل زار کې
د خواره اوربل تر سيوري سترګې ستا
لکه پټ سواره د جنګ نېزې په غاړه
دا اوږده باڼه پرې پورې سترګې ستا
چې دې هسې و هر در و ته ولاړ کړ
د عاش دی اور په کورې سترګې ستا
لکه څوک په ميو مست شي هسې مست شي
زه چې ووينم ميخورې سترګې ستا
چې دې غوښت هغه ديدن دی ورته ګوره
که خوشحال نه دي کورې سترګې ستا
غزل
عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا
د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا
معشوقې ته چې يې هومره حُسن ورکړ
دا په دا چې د عاشق خونه تالا کا
په هر ځای چې څو محبوبې سره کښېني
هغه ځای مې تر جنت ښايسته لا کا
دوه مين که سره هر څو، مرور وي
خپله مينه يې بيا زر سره پخلا کا
تور باڼه يې تور توبري په زړه څرخيږي
که راپورته محبوبا سترګې شهلا کا
څو د شاه په، ښکلي مخ باندې خالونه
ما به هم په هومره داغه مبتلا کا
همګي يې ستا له مخه ګفتګوی شي
چې دردمند وبله ټول شي مشغولا کا
په ځير ځير يې مخ ته مه ګوره خوشاله!
په خاطر به دې د اور لمبې والا کا

غزل
که زه نه وای عشق به تالره بلل څوک
په پالنګ به دې دا هسې درختل څوک
واړه عشق دی چې يې سر راته ګياه کړ
ګڼه! زه په ځان مين، د سر ښندل څوک
چې پتنګ ته روښنايي د څراغ ښکاره شي
نور له څراغه نه يې غواړي جار وتل څوک
بدرګه که محبت راسره نه وای
يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک
ددې ميو پيالې ډېرو دي اخيستې
ولې ما غوندې به نه وي لايعقل څوک
د زنخ په چاه دې بند د شونډو مست وي
روغ هوښيار به په کوهي کې پرېوتل څوک
ته پخپله راته ووايې چې وايه!
ګڼه! زه، د مينې راز ښکاره ويل څوک
ته مې وژنه د قصاص اندېښنه مه کړه!
د خپل خون په تور به ونيسم يو بل څوک
ښه خو دا چې د چا نوم په کې ياديږي
په فاني دونيا به نه وي ژوندی تل څوک
تا پخپله سپينگ خوله خوشال ته ورکړه
ګڼه دی، دا هسې شونډې ښکلول څوک

غزل
مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک
له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک
مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد
نه دروغ، نه يې فرېب، نه تش تپاک
لږ ويل ډېر يې کول په خاموشۍ کې
د غونچې غوندې خله ډکه، سينه چاک
چې خبره د پستۍ، د بُلندۍ شي
په لويۍ لکه آسمان، په پستۍ خاک
په تمکين کې لکه سبر، په سخا کې
په هر لور څانګې ږنګورې لکه تاک
لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کې
همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک
چې دا هسې ښه ويل کا زه حيران يم
چې خوشال راوړ له کومه دا ادراک

غزل
زه چې هسې په تعجيــــل او په شتــــاب ځم
خرابات لره په هيلــــــــه د شـــــــــــــراب ځم
د ساقي د لاسه مــــــــى چې تتــــــــاول كړم
بيا په بيارته به بېخوده مست خـــراب ځم
د ساقـــي د مــخ جذبــــــــه مې مــخ ته بـولي
چې دا هسې ميكــــــــدې ته په ترتــاب ځم

درد د درد مـې يـــې له خمـه دى نوشــــلى
اوس په هيـله په اميـــــــــد د مى نــاب ځم
چې مې نه شي بله يو سر بل سر ستــــــــرگې
له جهــــــــــانه مخ پوښــــلى په نقــــاب ځم
له دوو سترگو مې روان د اوښكو سيند شو
د دې سيند دپاسه زه لكه حبـــــــــــاب ځم
خوب وخور مې له خاطره فرامــــــــوش دى
دجمال په خيال يي درسته شپه په خواب ځم
د محبــــــوبې د جمــــال شغلـــې اتـــــش دي
زه خوشحــال يې له ليدلو زړه كباب ځــــــم


غزل
بيا رباب د مغني ښه سرايت کا
په نغمه کې نوی نوی حکايت کا
شېخ دې کونج د صومعې زه به ګلګشت کړم
د بهار ګلونه ماته هدايت کا
ګدايانو لره غم د ګېډې ډېر دی
بادشاهان دې غم د ملک او ولايت کا
د وفا مهر، کرم به يې لا څه وي؟
په جفا کې چې دا هومره عنايت کا
په ماڼې يې هم خوشحال شم هم دلګير شم
لکه څوک چې له شکر و شکايت کا
دا زما د بخت اثر نه دی نو څه دی
له رقيبه چې شکوه په دا غايت کا
په دا شهر کې څرګند شراب خرڅيږي
محتسب د باده نوشو رعايت کا
که د ښکليو د ديدن مينه ګناه ده
سکه خوشال خټک درست عمر جنايت کا

غزل
زه هم چېرې فرزانه وم، فرزانه يم لا تر اوسه
تل بېخوده دېوانه وم، دېوانه يم لا تر اوسه
جدايي نشته وصال دی، ځنې بعد هم خيال دی
له هغه چې همخانه وم، همخانه يم لا تر اوسه
چې راغلی په جهان يم، خبر شوی پخپل ځان يم
د رازونو خزانه وم، خزانه يم لا تر اوسه
په عالم زما خبرې ، خلک کا په نژدې لرې
په وګړي افسانه وم، افسانه يم لا تر اوسه
چې د مخ پلو يې وا شو، يو مشال و چې نوا شو
هغه دم پرې پورانه وم، پروانه يم لا تر اوسه
ناوکي يې د مژګان دي، چې بلا زما د ځان دي
ورته عمر نښانه وم، نښانه يم لا تر اوسه
چې يې ځان سره اشنا کړم، له هر چا يې شاپه شا کړم
له عالمه بېګانه وم، بېګانه يم لا تر اوسه
هغه بحر چې محيط دی، په افراط او په تفريط کې
د، غه بهر دُر دانه وم ، دُر دانه يم لا تر اوسه
هغه شان له خپله ياره، بې وکيله بې ريباره
زه خوشال چې يګانه وم، يګانه يم لا تر اوسه


غزل
څو په باغ کې لا يو ګل د نوبهار شته
د بلبلو، د توتيانو پرې چغار شته
نن دې غم له مانه ځان ساتي که ښه کا
چې په سيل د بهار راسره يار شته
چې له ياره سره مست، د ګلو ګشت کړم
محتسب که رانژدې شي پيزار شته
شيخ ملا دې زما غم په بهار نه خوري
چې رباب او سريندې غوندې غمخوار شته
نه به زه د ميو جام کښېږدم له لاسه
نه زما له پارساييې سره کار شته
ما و خپلې پارسايۍ ته رخصت ورکړ
په دا نورو پارسايانو مې اوس ډار شته
ساقي! بيا زما د ښهر خبر واخله!
لا يو څو په کوڅو پاتې پرهېز ګار شته
ګل و مل، ساز و سرود، ساقي سرې سترګې
لا به ډېر عالم رسوا کا چې دا چار شته
چې په هر پياله عقل له ما زدويي
د ساقي منت راباندې په بار بار شته
د ګلونو په موسم کې خوار هغه دی
چې يې نه پياله په لاس نه يې نګار شته
نن هغه شاه جهان د زمانې دی
چې دسته يې د ګلونو په دستار شته
چې نا اهل په غفلت ورباندې نه ځي
ځکه وصل د هر ګل په څنګ کې خار شته
د بهار زېبا ګلونه سوداګر دي
لخلخه به ځنې پيري چې خريدار شته
نن خوشاله! د زړه داد د عشرت ورکړه
دا څو ورځې غنيمت دی څو ګلزار شته


غزل
ما د ښكلــيــــــــو ننــــــداره كړه ، زاهــــد ننگ كړ
ښه خو دا چې خداى دى هم زمــــــــا په رنـگ كړ
هغه وخت چې را په ياد شي ډېر خوشحـــال شم
چې به ما درته دعـــــــــــا كړه ، تا به جنــــــگ كړ
زمــا زړه يې په قــــــــلاب د زلفـــــــــــــــــــو يووړ
ورســــــــــــره يې اوده كړى په پالنــــــــــــــــــگ كړ
كه ژوندى نه شي له مرگــــه ، عمر يې شوم دى
چــــې په خــــــاك يـــــې د پايلو باندې شرنـــگ كړ
كښـــــــــلى مـــخ يــــې لكـــــــــه څراغ هسې بليــــږي
خوار عاشق يې په دا څراغ باندې پتنــــگ كړ
ملنگــــــــــــان يـــې د دربار درويــــــزه مومـــــــــــي
ما هم ځكه ځان د يار د ور ملنـــــــــــــــــــــگ كړ
ته له ځايــــــــــه هسې نه وې دا څه حــــــال دى؟
چـــې په ما باندې دې زړه دا هسـې سنگ كړ

2010-04-08

د استاد يارمحمد سره مرکه

Date: 2010-04-08

yaar-m.jpg
د خوږ غږ لرونکي سندرغاړي استاد یارمحمدسره ځانګړې مرکه
مرکچي: انجنیرعبدالقادرمسعود

نن سبا ساینس پوهانو دا خبره منلې ده چې موسیقي نه یوازي د بنیادم په معنویاتو او روح اغیز لری بلکه په مرغانو او حیواناتو اوحتی په ونو او شنو بوټو هم ګټور اغیز لرلای شې- زه نه غواړم د موسیقۍ په هکله ډیرې خبرې ؤ کړم زه صرف دومره وایم که ځنګل ښایسته دی د چوڼو او بلبلانو په خوږو نغمو به ښکلی او ښایسته وی اوکه انساني ټولنه ښکلې ده د سندر غاړو په خوندورو آوازونو او موزیکال غږونو به رنګینه وي او اروا پوهانو له موزیک څخه د ناروغانو د معالجې لپاره ګټه تر لاسه کړې ده او په اسلامې نړۍ کي د تصوف د لارې د پیروانو له خوا د سازونو په څپو کې د اسې سرودونه ویل کیږې چې ذکر جهر ئې بولي او آوریدونکي د نیکو فضایلو او انساني عواطفو اواخلاقو په لور را کاږي او لنډه ئې دا چې موسیقی د انسان او ژوند لپاره ضرورې پدیده ده زمونږ په ښکلي هیواد ګران افغانستان کې کله چې د وطن د حراست او ارضي تمامیت خبره پورته کیده د وطن آزادۍ ساتونکو به د یرغل په وخت کې رزمې او حماسي سندرې ویلي د میوند په جګړې کې د ملالۍ سندرې نه هیریدونکې سندرې دي. د افغانستان په پلازمینه د کابل په ښار کې یوه کوڅه وه چې نوم یې (خراب آباد) ؤ خو نا لوستو عوامو خلکو دغه کوڅه د خرابات په نامه یادوله د دغې کوڅې اوسیدونکي واړه د خدایتعالی(ج) په مینه مست طرنم ویونکي او ټنګ ټکور غږونکي استادان ؤ د هغوی د هڅو او زیار له برکته د موسیقي د ګلانو باغچې په افغاني ټولنې کې ؤ غوړیدې او له دغې کوڅې څخه نامتو استادان لکه د موسیقۍ سر تاج خدای بښلي استاد سر آهنګ او داسې نورو استادان را برسیره شو،او شائي دا خبره هیره نکړو چې هندیان خپل مذهبی مراسم د موزیک په خوندورو څپو کې تر سره کوي او ساز او آواز د هندیانو لپاره مقدسه مذهبي پدیده ګڼل ګیږي خو په اروپا ئي هیوادونو کې د ډیرو کلونو له تیریدو څخه وروسته کلیسا ګانو ته موسیقۍ لار پرانسته خو زمونږ په وروسته پاته ټولني کي د موسیقۍ د مهار کولو لپاره د ځینو متعصیبو افراتي مذهبی ډلو ټپرو له خوا بندیزونه لګیږې دا چې د دغو بندیزونو لمن به کله ټوله شي د مستقبل او د ټولنې د فرهنګي د ودې او پر مخ تګ پورې اړینې خبري دي خو د دغو ستونزو سره سره زمونږ د موسیقۍ په بڼ کې یو شمیر ښکلي ګلان را ټوکیدلي دي چې یو ګل یې د خوندور آواز خاوند ګران
استاد یارمحمد دی.
استاد یارمحمد د علی احمد زوی دی چې په کال(۲۳. ۰۲. ۱۹۵۷) کې دکابل ولایت په شهر نو کې زیږیدلی دی. لومړنی زده کړه یې د مسعود سعد په ښوونځی کې اوثانوی

زده کړی یې دنادریی په لیسې کې ، لوړې زده کړیې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علوموپه پوهنځي کې سر ته رسولی دي. د تحصیلاتو له فراغت څخه وروسته دننګرهار ولایت د شوونکو د روزنی په عالی موسسه کې د استاد په توګه و ګمارل شو. وروسته یې د کورنیو چاروپه وزارت کې د سرباز په توګه دنده اجرا کړې ده اوله هغه وروسته د څارندوی د انسامبل د آمر په توګه وټاکل شو.د هیواد بیلا بیلو ولایتونوته یی سفرونه کړی او هلته یي په زړه پوری کنسرتونه ورکړی دی.
دی په موسیقی کی یو خاص مهارت لری، اوپه مختلفو ژبو لکه: پښتو، دری، اردو، انګلیسی، روسی، جرمنی کی سندرې لری. ده تر اوسه پوری په بیلا بیلو هیوادونوکې کنسرتونه اجرا کړی دی لکه: پاکستان، مسکو، لندن، اطریش، جرمنی، امریکا، کانادا، ناروی، دنمارک، سویدن، فرانسه، بلجیم اوهالند. ده تر دی مهاله دوی اودیو کستي به هالند کې ، دوی اودیوکستې په کابل کې،دوی اودیو کستي په پاکستان کې، دری ویدیو کستې په مسکو کې، اوشپږ سی دی ګانی ئې په اروپا کې خپلو مینه والو ته ثبت کړی دی، او یوشمیر هنرمندانو ته یې کمپوزونه هم جوړ کړی دی.
اوس مهال دی د هالند په هیواد کې ژوند کوی او له موسیقي سره بوخت دی.
د استاد یار محمد سره مرکه لرو چې د تاسو پام ورته راګرځوم.

۱- پوښتنه: تاسو دموسیقی نړۍ ته څرنګه مخه کړه او په دې لاره کې ستاسو تشویق کوونکی څوک ؤ؟
ځواب: زما شوق موسیقی سره ؤ او زما د کورنۍ غړي زما مشوقین ؤ.

-۲- پوښتنه: مهربانی وکړی ووایست چې په دې پردیسي کې د وطن نه لرې په کومو موثرو هنري کارونو مو لاس پورې کړﺉ او څرنګه هالند ته راغلاست؟
ځواب: په پردیسي کې نوي سندرې جوړوم ځانته او نورو ځینوهنرمندانوته.په هیواد کې دخرابو حالاتو له کبله هالند ته راغلی یم.

۳- پوښتنه: دموسیقی په برخه مو استاد څوک دی او له کوم سبک څخه تاسو پیروي کوی؟
ځواب: زه د پنډت داکتر وسنتراودیش پانډې شاګرد یم او د پتیاله ګرانه سبک څخه پیروي کوم.

۴- ستاسو په آند کوم محترم استادان دافغاني موسیقی په ډګرکې ښه ځلیدلي دي؟
ځواب: مشخص کول لازم نه ګڼم خواګثریت استادان ښه ځلیدلي دي او دهغو کارونه ته د قدر په سترګه ګورم.
۵- د شرقي او غربي موسیقی د یو ځای کیدوپه هکله تاسو څه نظرلری؟
ځواب: موسیقي سرحد نلري. دا کار د هنرمندانوپه توان مندي پورې اړه لري.

۶- پوښتنه :څرنګه چې افغانستان اوهندوستان یوبل سره ښې کلتوري اړیکې لري ځینې د هندي موسیقي لهجې افغانستان ته او ځینې نغمې او افغاني سندرې هند ته رسیدلي دي، په دغه مشترکه هنري تاثیراتوستاسو نظر څه دﺉ؟
ځواب: موسیقي د انسانانو مشترکه کلتوري ژبه ده او تاثیرچې ښکلا بخښونکی وي د منلووړ دﺉ.

۷- پوښتنه :امیرخسرو بلخي (رح) چې په هندوستان کې ژوند کاوه او د( دهلوي) په نامه مشهور ؤ ، د موسیقي په برخه ځینې تاسیسات کړي دي ، تاسو کولای شی په دی هکله مونږ ته معلومات راکړﺉ؟
ځواب:په کلیان ټاټ کې راګ یمن او زیلاف راګ د بهیرو په ټاټ کې چې دا راګ یعنی زیلاف راګ په دوه ټاټونو کې ویل کیږي یو په اسوری ټاټ کې چې دی جونپوري او کهت څخه ترکیب شوی دی، او بل په بهیرو ټاټ کې چې د بهیرو او کالین ګره د راګانوپه ترکیب کې ویل کیږي او ځینو هم نور راګونه دامیر خسرو بلخي د تاسیساتو څخه په راګ کې شمیرل کیږي.
او په لی(تال) کې فیروز دست او یو تعداد نور خدمتونه هم د امیرخسرو د زحمتونوآثار ګڼل کیږي.

۸- پوښتنه :زمونږ د هنرمندانوله جملی څخه کومو هنرمندانو د شرقي موسیقي او غربي موسیقي په یو ځای کولو کې ابتکارات منځ ته راوړي او هغوی تر کومې اندازې موفق دي.آیا تاسو ددې رنګ یو ځای کیدل څخه پلوي کوﺉ؟
ځواب: زه ددې آمیزش طرفدار یم خو دچا نوم دلته نشم ذکر کولای دا کار ځانته مساعده هنري زمینه غواړي.

۹- پوښتنه: ددې تیروحالاتو سره سره افغاني موسیقي څرنګه ارزیابي کوﺉ؟
ځواب: په کار ده چې د افغاني هنرمندانو لپاره مرکزیت وټاکل شي او دهنرمندانو په منځ کې هنري ارتباط موجود وي افغاني موسیقی ښه وده کولای شي تر څو تبادل افکار منځ ته راشي او یو دبل د تجربو نه ګټه واخلي. اوسني حالت د یو هنري مرکز د نلرلو له وجې په ښه حالت کې نه دې.خپل اصالت ورځ په ورځ له لاسه ورکوی او یونامعلوم جهت ته روان دﺉ

۱۰- پوښتنه:اوریدلی مې دﺉ چې( دخرابات محله دځینوهنرمندانوپخوانۍ ځاله) له سره جوړه شوې ده او یا ممکن هم چې جوړیږي، آیا ممکن دﺉ چې د خرابات ټول هنرمندان بیرته سره راټول شي او دافغانی اصیل او پخواني موسیقي د ودې لارې وڅیړل شي؟
ځواب: هو ممکن دﺉ خو یوڅه وخت غواړي او د ښی زمینه مساعدول واضیح ده چې پایله به یې ښه وي.

۱۱- پوښتنه: څوک کولای شي چې دا کار تر سره کړي؟
ځواب: دکلتور وزارت، رادیوتلویزون او د هنرمندانو اتحادیه کولای شي دا کار په ښه صورت سر تر سره کړي.

۱۲- پوښتنه: زمونږد لرغوني موسیقی په هکله مو نظر څه دﺉ؟ دا موجوده موسیقی په کوم لور روانه ده؟ اوڅه باید وشی؟
ځواب: د دي پوښتنی ځواب مې مخکی ورکړی دی.

۱۳- پوښتنه: تاسو څه وخت او په څه ترتیب د استادی لقب افتخار مو تر لاسه کړ؟
ځواب: زه په موسیقی کې استاد نه یم او هیڅکله هم د استادي لقب نه لرم اوهم یې نه غواړم. موسیقی بحر دﺉ او زه په کې یو حباب.

۱۴- پوښتنه: تاسو د یو استاد په څیر آیا د شاګردانو د روزلو په برخه مو اقدام کړﺉ او که نه؟ او که مو کړﺉ وي کولای شی چې په دې برخه کې مونږ ته معلومات راکړﺉ؟
ځواب: شاګردان مې روزلي دي اوځینو ته د خپلې تجربې نه مې ډیر شیان ورسپارلي دي لکه: ادریس دراني، احمدشاه کریمي، فاروق شفا، احمدشاه مستمندي، غرېی، نوید حبیب زاده ، مسیح، سهراب عزیز، مشروت احمد، عبید، هما افغان مینه، الکترینا، جاوید ساحلي ، رویین، او ځینونور.

۱۵- پوښتنه: زمونږ د ګران هیواد یو شمیرمحترم استادان چې په بهر کې ژوند کوي څرنګه چې لازم دﺉ ولې د شاګردانو په روزلوکې همت نه کوي؟
ځواب: استادان اکثرا غواړی چې شاګردان وروزي خو زما په آند شاګردانو ته مشکله ده چې دایم د یوې محدودې دورې کورس لپاره ځان چمتو کړي. خو هغو چې دا زحمت په ځان منلی دی ضرور فیض یی تر لاسه کړﺉ. وایي(جوینده یابنده است). د درس زده کول هم استعداد غواړي او شاګرد باید چې ورپسې وګرځي او زده کړه وکړي او خپلی تجربې لا هم زیاتې کړي.

۱۶- پوښتنه: د ادبیاتو په ډګر کې ، چې سم تلفظ کول د توري او د شعرونوانتخاب کې بر سیره پر دې چې تاسو د ادبیات استاد یاست څوک شته چې تاسو تر اوسه ترې لارښوونې دضرورت په وخت تر لاسه کړی وي؟
ځواب: که چیرې ضرورت وي او په څه باندې پوه نه اوسم نوخامخا د خپل ادیبانو، شاعرانو او لیکوالانو څخه پوښتنه کوم او ځان پرې پوهوم.

۱۷- پوښتنه: تاسو تر اوسه دخپلې لرغوني موسیقی په هکله څه کارونه تر سره کړي دي؟ او که نه مو دي کړي نو ولې؟
ځواب: ما تر خپل توانه پورې د موسیقی په برخه کې ډیرکارونه کړي دي.دا ځکه چې دخپل وطني موسیقي مې غواړم چې ژوندﺉ اوسي.

۱۸- پوښتنه: پردیسی حالت او د وطن نه لرې توب ستاسو په موسیقی کې څه رنګ تاثیر اچولی دﺉ؟
ځواب: پردیسی په خپله د مسافرله احساس سره تړلې دی او د حالاتو څخه عکس برداري کوي او بیرته یې ټولنې ته منعکسوي.

۱۹- پوښتنه: د وطني موسیقی په هکله د پردیسی په دیار کې لرې له وطنه څه ډول فکر کوﺉ؟
ځواب: که چیرې افغانې ټولنې په پردیسی کې خاص پروګرامونه جوړکړي او خلک راوبولي دا روحیه زیاتیږي او هرې خواته جشنونه جوړیږي او په دې محفلونو کې نه یوازی موسیقی ژوندی پاتی کیږي بلکه د ودی اوتکامل زمینه هم ورته برابریږي.

۲۰- پوښتنه: د نوروهیوادونو د هنرمندانو سره هم اړیکې لرﺉ؟ او د هغوی سره مرسته اوهمکاری څرنګه ارزیابي کوﺉ او څیړﺉ؟
ځواب: هواړیکې لرم.لکه یوشاګرد مې په مسکو کې چې عراقۍ وه او بل مې په سویدن کې چې هندۍ دی او بل هم په هالند کې چې یو هالندۍ دی. اویو بل هنرمند دی چې (عود) غږوي او یو ایرانۍ دی چې هغه هم (عود) غږوي او بل آلمانۍ دی چې ویلون او پیانو غږوي. زما ارزیابي تبادل د افکارو دی. لکه چې ما د لبناني هنرمند سره یو ځای کنسرت ورکاوه ما په بلاول ټاټ کې سندرې ویلې او ده په خپل موسیقی آله کې چې عود نومیږي دا سندری ډیرې شې غږولې، بیا یي وویل چې ستا همدغه راګ یا مقام زمونږ په ملک کې د (عجم) په نامه یو مقام یادیږي او زه ورسره ښه بلد یم.

۲۱- پوښتنه: تر اوسه پوری څو سندرې د رادیوتلویزون په آرشیف کې او یا د باندی لرﺉ؟ آیا هغه سندری ټولې ستاسو خپل کمپوزونه دي او یا شته داسی نور کسان چې تاسو ته یی کمپوزونه در ګړي وي؟
ځواب: دسندرو تعداد رانه ورک دی او په یاد مې نه دي چې څومره. اکثرا کمپوزونه زما خپل کمپوزونه دي او د نورو استادانو لکه:استاد سلیم قندهاری، استاد هاشم او استاد دیش پانډې کمپوزونه مې هم ویلي دي او ډیر وخت چې توان مې نه درلودو کاپي سندرې مې هم ویلي دي.

۲۲- پوښتنه: آیا تاسو دیو استاد په حیث نورو هنرمندانو ته هم سندرې کمپوز کړي، او که نه نو ولې؟
ځواب: ما ډیرو هنرمندانوته سندری کمپوز کړی دي لکه: جاوید شریف ته پنځه کمپوزونه، شرون هندۍ هنرمندې ته، څلور کمپوزونه رامین بلوچ ته، دوه کمپوزونه احمد عبید ته، اته کمپوزونه احمدشاه مستمندی ته، دوه کمپوزونه احمدشاه کریمی ته، شل کمپوزونه ادریس دراني ته، او داسی دیرش کمپوزونه نورو هنرمندانو ته.

۲۳- پوښتنه: تاسو دخپلو هنری په هلوځلو کې (سی دی ګانی اودی وی دی ګانی) هم ثبتې کړي دي که نه؟ او که نه نو ولې؟
ځواب: هودا کار مې کړې دی تقریبا هر کال می نوي نوي شیان خلکو ته ډالی کړﺉ دﺉ.

۲۴- پوښتنه: تاسود علمي موسیقی د زده کړې لپاره نورو ځوانانو ته څه ویل لرﺉ؟
ځواب: ځوانان باید موسیقی په علمي توګه زده کړي او دا د دوی لپاره ډیره مهمه خبره ده.

۲۵- پوښتنه: اوس محال په مسافرﺉ کې د موسیقی په ډګر کې په څه کارونوبوخت یاست؟
ځواب: شاګردان روزم، ځان او نوروته کمپوزونه جوړوم، په کنسرتونو کې برخه اخلم.

۲۶- پوښتنه: تاسو دیو هنرمند په حیث د موسیقي په ډګر کې د(سر او لی) په هکله یو څه معلومات راکړﺉ؟
ځواب: سر د غږ یا صوت لپاره او(لی یا تال) د ضرب ،وزن او یا د طبلو لپاره استعمالیږي.

۲۷- پوښتنه: تاسو کولای شی د موسیقی د سرونو په هکله یو څه معلومات راکړﺉ؟
ځواب: په موسیقی کې (اووه) سروونه اصلي دي چې
یادیږي . Tiwar swars یا Natural swars

او پنځه نور سروونه دي چې
Half Noteیا komol swars
یادیږي.
چې ټول سروونه ۱۲ سروونه کیږي کومل او تیور.

۲۸- پوښتنه: ستاسونظر د (راګ) په هکله څه دﺉ؟
ځواب: راګونه د موسیقی د زده کړې اساس او ښه لاره ده. او واقعا ښه علم دﺉ.

۲۹- پوښتنه: ستاسو نظر د استاد سرآهنګ په هکله چې زمونږ د هیواد دموسیقی له تکړه هنري څیرو څخه دﺉ څه دﺉ؟
ځواب: استاد سراهنګ زمونږ دګران هیواد افتخار دﺉ. استاد سرآهنګ دافغاني موسیقی معرف او استاد ؤ، په کارونو باندې یې افتخارکوم.

۳۰- پوښتنه: ستاسو نظر داستاد سرآهنګ د (قانون طرب) دکتاب د چاپولواو ویشلو په هکله څه دﺉ؟
ځواب: دا یو ښه ګام دﺉ. خو زما نظر دا دی چې مرکزیت د موسیقی دې جوړ شي جې دا کتاب او دنورو هنرمندانو آثار البته هنري لارښونې شاګردانوته تدریس شي.

۳۱- پوښتنه: ستاسو نظرزمونږ د ګران هیواد د ځوان هنرمندانو په هکله څه دی؟
ځواب: څه نا څه د ځوانو هنرمندانو سره پیژندګلوی لرم اود دوی کارونه ستایم او د دوی نه هیله کوم چې د موسیقی په عرصه کې زیات زیار وباسي.

۳۲- پوښتنه: ستاسو پیام زمونږ دهیواد ځوانو هنرمندانو ته چې د خپلو سندرو په ویلو کې سم تلفظ او سم ویل دشعر ته پاملرنه وکړي څه دی؟
ځواب: دا ځوان هنرمندان باید د ادیبانو او شاعرانو سره شناخت تر لاسه کړي تر څو خپلې ادبي ستونزې له منځه ویسي او شې لار ښونې تر لاسه کړي.

۳۳- پوښتنه: د خپلو سندرو په جوړولو کې زیاتره د کوم نوع شعرونو څخه کار اخلی؟ او د کومو شاعرانو سره مو زیاته مینه ده؟
ځواب: هغه عشقی، وطنی،او حماسی شعرونه چې د ولس سره مینه په کې څرګنده شوی وی زیاتره استعمالوم. د ډیرو محترمواوقدرمندوشاعرانو سره ډیری شی اړیکې لرم. دمرحوم ملنګ جان دشعرونو څخه اود پیر محمد کاروان اونورو ډیرو شاعرانو څخه مې شعرونو تر لاسه کړي دي.

۳۴- پوښتنه: ستاسو یوه سندره چې (مه خیږه سپوږمۍ زما سپوږمۍ په خوب ویده ده) چې ډیره په زړه پوری سندره ده زما اوشاید هم دنورو دوستانوډیره خوښیږي. تاسو کولای شی چې ووایاست شعر یې دچا دی اوچا کمپوزکړی دی؟
ځواب: د دې سندرې د شعر اوکمپوز په هکله څه نشم ویلی نه پوهیږم چې محترم شاعر یی څوک دﺉ اوما دا دولس په منځ کې ومونده، خدایزده چا ویلی ده خو په حجرو او کلیو کې هم ویل کیده.

۳۵- پوښتنه: د (سی دی ګانو او دی وی دی ګانو) نشرول د هنرمندانود اجازې نه پرته نن سبا ډیر رواج موندلی او هم دا چې یو کمپوزیتورخپل کمپوز پر څو هنرمندانو خرځوي به خصوص د وطن نه په بهر کې او یو ګډووډی یی منځ ته راوړی ده، د دی کار مخ نیوی او ښه انتظام لپاره مو څه نظر دﺉ؟
ځواب: د (سی دی او دی وی دی ګانو) تکثیرول چې د هنرمند په اجازه او مشوره وي قانوني بڼه لري او ښه کار دی او پرته له دی صحیح کار نه دی. کمپوزیتورخپل کمپوز هغه وخت باید چا ته ورکړي چې خپله حقه الزحمه یې تر لاسه کړي وي، او که خپله حقه الزحمه یې نه وي تر لاسه کړی نو واضیح ده چې حق لري خپل کمپوز بل هنرمند ته ورکړي.

۳۶- پوښتنه: د کاپي ویلو په هکله چې د ځینو هنرمندانوله خوا کیږي ستاسو څه نظر دﺉ؟ او تاسو ورته د یو هنرمند په توګه څه لار ښونې کوﺉ؟
ځواب: کاپ ویل صنعت دﺉ په شرط د دې چې که د اصل نه لوړ نه وي نو کم هم باید نه وي. که د کاپی او اصل تر منځ توپیر ډیر ستر وي نو لازمه نه ده چې کاپی وویل شي.خپله هنرمند ته یې ضرر ډیر رسیږي. کاپی سندری ویل ته باید ډیر ښه مشق او تمرین وښي او د خپل ځانه هم ابتکارات په کې راوړی تر څوښکلا پیدا کړي.اصل ته باید ډیر غوږ کیږدي او واوري تر څو اصل په ذهن کې یې ښه ځای ونیسي.

۳۷- پوښتنه: د هنرمندانو سراسری ټولنه د(۲۰۰۰) کال په نومبر میاشت کې په امریکا کې جوړه شوی ده. ستاسوغوښتنه د دې ټولنې څخه څه دي؟
په دی هکله څه وړاندیزونه او نیوکې لرﺉ؟
ځواب: زه پوره معلومات نه لرم چې د دوی کار څه دﺉ ، دوی په کومو هنري برخو کې کار کوي.

۳۸- پوښتنه: کولای شی چې د هغو استادانو، کمپوزیتورانو، او موسیقی پوهانوچې ډیر خدمتونه یې د موسیقی په ډګر کې سرته رسولي دي، نوم واخلی؟ او ستاسو نظر د هغو په هکله چې اوس ژوندي دي څه دﺉ؟
ځواب: اکثرا استادان، کمپوزیتوران دخپل توان او استعداد سره سم د ښه خدمتونوافتخارات تر لاسه کړي دي. زما په آند دا نړﺉ یو ستیږ دﺉ اوهم یو راځي خپل رول لوبوي که د هنر په برخه ده او که د ټولنیزو مسایلو په برخه.

۳۹- پوښتنه: په هیواد کې او یا ګران هیواد نه بهر د کومو رسمی ارګانونوله خوا تقدیر شوی یاست؟
ځواب: په خپل ګران هیواد کې د رادیوتلویزون، دهنرمندانود اتحادیه له خوا اوځینی نورو ټولنیزوارګانونوله خوا. اوګران هیواد نه بهر دافغانانود ټولنوله خوا په لندن کې، په جرمنی کې د کلن شهر کې، په بروسل کې، په اوسلو کې ، په سویدن کې د مالمو په شهرکې او په هالند کې تقدیر شوی یم.

۴۰- پوښتنه: ستاسو پیام د ګران هیواد هنرمندانو ته څه دﺉ؟ او د موسیقی د آینده لپاره څه وړاندیزونه لرﺉ؟
ځواب: ښه به وي چې هنري مرکزونه جوړ شي او هنرمندان سره راټول شي تر څو تبادل افکار د دوی په منځ کې پیدا شي اوهم د وطني موسیقی د ودې لارې وڅیړل شي.

له تاسو څخه ډیره مننه کوم چې له ما سره مو مرکه ؤ کړه.
زه هم له تاسو څخه مننه کوم چې ما ته مو موقع راکړه چې د تاسو پښتنې ته ځواب ووایم.

2010-04-06

د سولې مشورتي جرګې ته تیارۍ بشپړېدونکې دي

Date: 2010-04-06

په افغانستان کې د سولې مشورتي جرگې د کميسيون چارواکي وايي چې د دغې جرگې زياتره تيارۍ نيول شوې دي.

د هغوى په وينا جرگه به د راتلونکي غويي مياشتې په ١٢ مه په کابل کې وشي او شاوخوا ۱۳۰۰ کسان به برخه په کې واخلي.

د سولې د ملي مشورتي جرگې کميسيون وايي چې په جرگه کې به د افغاني ټولنې بېلابېل پاړکي ونډه ولري او پرېکړې به يې هم عملي کېږي.

افغان حکومت د سولې ملي مشورتي جرگه په هيواد کې د امن راوستو او له وسله والو مخالفانو سره د خبرو د اترو د پيلولو په موخه جوړوي.

د دغې جرگې د تياريو د کميسيون په وينا جرگه کې د گډونوالو لېستونه نوي په سلو کې جوړ شوي او پاتې لس په سلو کې نور به هم په راتلونکو څو ورځو کې بشپړ شي.

ددغه کميسيون مشر فاروق وردګ وايي چې په جرگه کې به د ١٣ کټه گورىو شاوخوا ١٣ سوه تنه گډون ولري او د افغانستان د روانې ستونزې د حل په موخه به خبرې اترې وکړي.

ددې ترڅنگ ښاغلى وردک وايي چې د يو شمېر بهرنيو هيوادونو سفيران، ديپلوماتان، ځينې حکومتي غړي او داسې نور به د جرگې په لومړۍ او وروستۍ ورځ د مېلمنو په توگه گډون وکړي.

که څه هم په لومړي سر کې ويل کېدل چې نوموړې جرگه د سولې په موخه کېږي او د حکومت مخالفان به هم گډون په کې وکړي، خو د يادې شوې جرگې د تياريو کميسيون وايي چې په جرگه کې به له مخالفانو سره د خبرو اترو د اډانې په جوړولو کار وشي او د هغوى استازي به برخه په کې نه اخلي.

په افغانستان کې د ملي مشورتي جرگې جوړېدو او په دې وروستيو کې د افغان حکومت او يو شمېر بهرنيو متحدينو ترمنځ د ځينو اختلافونو رامنځته کېدو ددې وېره راپيدا کړې چې په جرگه کې به د بهرنيو ځواکونو د وتو او يا پاتې کېدو په اړه هم خبرې اترې وشي.

خو د سولې د ملي مشورتي جرگې مشر وايي چې د جرگې اجنډا له پخوا ټاکل شوې او د بهرنيو ځواکونو د وتو خبره به ځکه نه مطرح کېږي چې په وينا يې دا مهال په افغانستان کې د يادو شويو ځواکونو حضور ته ډېره اړتيا ده.

افغان حکومت د سولې د ملي مشورتي جرگې ترڅنگ له وړاندې له طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو لړۍ پيل کړې، چې په دې لړ کې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب له استازو سره مخامخ خبرې هم شاملېږي.

کرزی: طالبان وروڼه دې له بهرنيو جنګیاليو جلا شي

Date: 2010-04-06

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د لوېديځوالو په اړه د خپلې وروستۍ وینا دفاع وکړه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي یوځل بيا د لوېديځ پرضد د خپلې قهرجنې دفاع وکړه او وايي دی پرخپلې دې خبرې ولاړ دی، چې د تېر زمري د ۲۹ مې په ولسمشريزو ټاکنو کې درغلي افغانانو نه وه کړې، بلکې د لوېدېځوالو لخوا شوې وه.

ښاغلي کرزي د افغانستان په جنوبي نارامه ولایت کندهار کې له بي بي سي سره په خبرو کې دا خبره رد کړه، چې ګني د ده خبرو د افغانستان او لوېديځ ترمنځ اړيکو ته سخت زيان اړولی دی .

ولسمشر کرزي په خپله وينا کې له طالبانو د وسلو اېښودو او د سولي له بهير سره د يوځای کېدو غوښتنه وکړه .

نوموړي وويل چې طالبان يې وروڼه دي، او له دوی يې وغوښتل چې له بهرنيو جنګياليو ځانونه جلا کړي.

بلخوا د حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شورا مشر احمد ولي کرزی وايي د فساد موضوع بايد د پرمختګ پروړاندې خنډ ونه ګرځي.

احمد ولي کرزي بي بي سي ته وويل : ''هلته فساد شته، هلته ځينې ستونزې شته، خو دا ټول بايد هغه پرمختګونه چې په تېرو اتو نهو کلونو کې ترسره شوي، تر خپل سيوري لاندې رانه ولي. تاسو پوهېږﺉ چې په کندهار کې هره ورځ جګړه ده او پلان شوي بريدونه ترسره کېږي. دلته ستونزې شته خو موږ پرمختګونه هم کړي، نو موږ به هغو کارونو ته دوام ورکړو، چې بايد ويې کړو، او په دې توګه به په سم لوري پرمخ درومو. ''

د بي بي سي خبرياله ليزدو سيت چې تازه له کندهار ولايته کابل ته ستنه شوې ده، وايي د لوېديځ په اړه د کرزي سخته او اوږده وينا په تېره بيا د واشنګټن د سختې ناخوښۍ او نارامۍ لامل ګرځېدلې ده.

سپينه ماڼۍ لاهم دغه څرګندونې ناهيلۍ کوونکې ګڼي .

ښاغلي کرزي بي بي سي ته وويل لوېديځ ته يې دا ګواښنه که چېرې خپلو کړنو ته بدلون ورنه کړي، نو ښايي د يرغلګرو په سترګه ورته وکتل شي ، ويې غوښتل چې دا پيغام ورته ورسوي چې د افغانستان او ملګرو هېوادونو ترمنځ د ملي حاکميت لرونکو اړيکي سره ټينګ دي.

ولسمشر کرزی وايي د ناټو غړي هېوادونه شتمن دي، افغانستان بې وزله دی، خو ځواکمن تاريخ او هويت لري.

د افغانستان ولسمشر په افغانستان کې د ناټو امريکايي ځواکونو له قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل سره په کندهار کې د خپل دوه ورځني سفر په درشل کې په ليدنو بوخت و.

د بي بي سي خبرياله وايي له ښاغلي مکرېسټل نه مو وپوښتل چې ایا په دې وخت کې کندهار ته راتګ نامناسب نه دی؟

هغه په ځواب کې راته وویل که ولسمشر په دې سفر کې بلنه نه وای ورکړې، نو رښتيا به هم داسې وای، او يا هم تر دې بد تره .

"افغانان نه غواړي چې خپل مشران د بل چا په لاس کې د نانځکې په څېر وويني."
حامد کرزی
ښاغلي مکرېسټل وويل دا بلنه پر ګډې همکارۍ د ټينګار نښه ده .

نوموړی جنرال وايي هغه څه چې له ښاغلي کرزي سره د خبرو او له هغه سره د راټوکېدلو اندېښنو په اړه خپرېږي، په پام کې نه نيسي او هڅه کوي خپله تګلاره د يوه پوځي قوماندان په توګه متمرکزه او ټينګه وساتي.

په افغانستان کې د ناټو امريکايي ځواکونو د قوماندان څرګندونې دا ښيي که څه هم د ولسمشر کرزي څرګندونې نهيلي کوونکې دي، خو متحدين يې لاهم لازمه ګڼي چې له هغه سره د ګډ کار کولو لارې چارې ولټوي.

ډېرې پېښې د رامنځ ته کېدا په درشل کې دي. ولسمشر کرزي او د ناټو قوماندان کندهار ته په داسې حال کې سفر کړی، چې هلته د طالبانو پرضد د پراخه عملياتو تياری نيول کېږي .

دا په حقیقت کې يو ستراتيژيک او ارزښتمن کمپاين دی.

جنرال سټېنلي مکرېسټل وايي که دا کمپاين بريالی شي، د دې توان لري چې له دې لارې دې د افغانستان ټولو خلکو ته یو ستر پيغام ورسوي.

بل خوا سپينې ماڼۍ د کرزي پر وروستيو تندو څرګندونو غبرګون ښودلی .

د امريکا سي ان ان تلوېزيوني شبکې د سپينې ماڼۍ د وياند رابرټ ګېبس له خولې ويلي"رښتيا هم د کرزي وینا پاروونکې وه."

کرزي په کندهار کې قامي او سيمه ييزو مشرانو ته وويل تر هغه به په کندهار کې د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات نه کېږي، چې د خلکو خوښه نه وي.

کرزي زياته کړه "افغانان نه غواړي چې خپل مشران د بل چا په لاس کې د نانځکې په څېر وګوري. "

2010-03-06

د ښاغلي پويان سره مرکه

Date: 2010-03-06

مرکه

Read more...

2010-02-17

زه يو څوک پېژنم

Date: 2010-02-17

سرفراز مومند

زه یو څوک پیژنم چې دکوڅی ماشومانو ښه ماشوم ګاڼه-په مکتب کی همصنفانو اونوروهلکانو ورته ښه شاګرد وایه .
زه یو څوک پیژنم چې پلاراوموریی ښه ځوی او ورونو او خویندویی ورور ګاڼه-په پوهنتون کی دلایقواوشریفومحصیلنوپه جمله کی حسابیده زه یو څوک پیژنم چې دجومات ملا صاحب او دکلی خلک یی دیو لمونځ ګذاره مسلمان، با تقوا او نیک انسان په حیث پیژني- صوفی مشربه دی- دهیواد په کچه بهترین ژورنالیست ، په مسلک کی وارد اودهمکارانو سره صمیمی دی .
زه یو څوک پیژنم چې ډیر شعرونه یی یاد دي خصوصا دصوفی شاعرانو دشعرونو علاقمنددی- دپخواني ښوخلکو حکایتونویی خبروته نوره ښکلا وربخښلې ده ښکلې او په زړه پورې خبرې به یي کولې- ضرافت یی په خبروکی له ورایه ښکاریده- اوریدونکي ورسره نه ستړي کیږي – په ملګرو او دوستانو کی یی ځانګړی ځای درلود او ټولوورته داحترام په سترګه کتل .
زه یو څوک پیژنم چې سیاست یی نه کاوه خو د وطن دمصالحو سره بی طرفه نه ‌‌ؤ دوطن سره یی مینه دهرچانه زیاته وه خود وخت په سیاسی ګوندونو او ډلوټپلو کی نه ؤ- دوطن دګټو په اساس یی ازاد قضاوت کاوه .
زه یو څوک پیژنم چې دمهاجرت په څو کلنو کی یی وطن هیر نه کړ- وطن ورته ګران ؤ اوپدی ارمان چی کله به وطن کی دخدمت دپاره بیا شرایط برابر شی په دې هیله او انتظاریی شپې سبا کولې .
نو دا شخصیت څوک دی؟
دا څوک دی چی په کوڅه کی ښه ماشوم- په مکتب کی ښه شاګرد په کور کې ښه ځوی اوښه ورور- په کلي او جومات کې په ښو اخلاقو مشهور- په پوهنتون کی لایق او ښه محصل – په سیاسی خرابیو کی شریک نه دی – ملګري او دوستان ورته احترام کوی .
نودا څوک دی؟
دومره ښیګڼې په لږو انسانانو کی یو ځای کیدی شی او هغه څوک چی دومره صفتونه ولری نو هغه ته باید انسان وویل شی .
هغه ښه شخصیت الحاج غوث زلمی دی- زه چی غوث زلمی د ډیر پخوا نه پیژنم په پوهنتون کی زما شاګرد ؤ- دا ټولې ښیګڼې می عمیق دده په شخصیت کی لیدلی دي- نو ځکه هغه تهمتونه چی په نوموړي لګیدلي دی زه پری باور نه شم کولی او که چیرې دیو انسان په حیث ترې غیر اګاهانه کومه اشتباه شوی وي- نو پروردګار عالم هم په توبه انسان بخښی- باید
غوث زلمی عفه شی او ضایع نه شی- دده له فهم - دانش – انرژی اوشخصیت څخه دوطن په ګټه استفاده وشی- اوس هم لا نا وخته ندی . دغوث زلمي دخلاصیدو اووطن ته یی دخدمت په هیله .

2010-02-11

جینوساید چیست؟

Date: 2010-02-11

انجینیر فضل احمد افغان
تاریخ 9 فبروری2010م کانادا.

جینوساید چیست؟
?What is genocide


قراریکه اطلاع داریم به تعقیب کانفرانس بین المللی لندن براه انداختن عملیات چهار مرحله ئی قریب الوقوع نظامی ولایت هلمند که در آن در حدود4000 عسکر انگلیس و تعدادی از سر بازان افغانی اشتراک خواهند داشت بنام پاکسازی منطقه از طالبان اعلان گردید یعنی بار دیگر بنام صلح عمل جنایتکارانه جینوساید را در یکی دیگر ازمناطق پشتون نشین انجام مینمایند. برای اینکه من مفهوم اصلی جینوساید را فهمیده باشم از گوگل پرسیدم که جینوساید که یک کلمه انگلیسی است چه معنی دارد و جواب من چنین بود.
جینوساید عبارت است از:- ویرانی عمدی و سستوما تیک و یا قصد ویرانی نزاد - قوم- مذهب و یا گروپی ازملت میبا شد.
خواهران و برادران وطندوست اعمال غیر انسانی و بشری قدرتهای اشغالگر در هشت سال گذشته در رهبری نا مردانه غیر افغانی جناب حامد کرزی به اصطلاح رئیس جمهور دولت اسلامی افغانستان با تبانی بعضی از رهبران احزاب و تنظیمهای سی و یک سال اخیر که د ستا نشان الی آرنجها بخون ملت مظلوم و ستمدیده افغان سرخ میباشد و مادروطن عزیز ما را با قلب آن که شهر کابل باشد ویران نموده اند و هنوز هم به حمایه و تشویق بادران خارجی خود بسیار محیلانه و خائینانه میخواهند برای رو پوشی جنایات شان کشور را به خرابه ها تبدیل و ملت را چنان مضمحل و به زانو در آورند که تمام جنایات شانرا ملت مظلوم روی جبر زمان فراموش و به وقت زعامت و قدرت آنها شکر کنند د ست اتحاد را با قوائی اشغالگر داده و مناطق پشتون نشین دو طرف خط سیاه دیورند را به نامها و نیرنگهای مختلف عمدآ و قصدآ به خونپاره ها گلوله باران و توسط طیارات با پیلوت و بدون پیلوت بمباردمان نموده ومردم بیگناه راکه احتمالآ درگروگان بعضی جنایتکاران گماشته شده بنام طالبان و تروریستها باشند شهید و یا ویران نمودن کلبه های گلی شان آنانکه نیمجان سر بسلامت میبرند با اطفال و زنان از منازل شان رانده- آواره و در بدر میسازند آیا جینوساید نیست؟
بلی هموطنان عزیز جینوساید است و جینوساید در سطح بین المللی محکوم است. فی لهذا وظیفه ملی و بین المللی فرد فرد ملت افغان است که صدای برحق خود را بلند و تقاضا نمایند که به جینوساید در افغانستان خاتمه داده شود و این آرزو وقتی برا ورده شده میتواند که به جوامع بین المللی در کانفرانس آینده کابل قناعت داده شود که به جینوساید خود در افغانستان خاتمه بدهند و به جناب حامد کرزی اجازه داده شود که مسئولین امور نظامی- امنیتی و استخباراتی کابینه خود را که هریک با رهبریهای تنظیمی - حزبی خود و قدرتهای خارجی وابستگیها دارند از کرسیهای شان برطرف و در عوض اشخاص بیطرف – وطندوست - غیر وابسته - با تقوا – پاک و مجرب را تعین تا اورگانهای مربوطه خود را از بالا تا پائین صافکاری و اداره سالم دلسوز و با کفایت بیطرف را ایجاد و ملت مظلوم را از این بدبختی که دامنگیرشان است نجات دهند.
همچنان هموطنان عزیز میدانند که از کانفرانس بن به بعد رهبران تنظیمی و حزبی سیع داشته اند که با مانع شدن راه یابی اشخاص مجرب - پاک- با دانش و باتجربه کاری افغان ما خارج از کشور در دستگاه دولتی مخصوصآ پستهای کلیدی و مهم بنامهای مختلف سنگ اندازیها نموده و ساحه کار را بالایشان مسدود ساخته اند و در تلاش بوده اند که کرسیهای مهم و کلیدی را درانحصار خود داشته و به آرزوهای پلید خود برسند که این موضوع نیز جدی در کانفرانس بین المللی آینده کابل مطرح و به جناب کرزی عجالتآ اجازه و صلاحیت داده شود که اشخاص پاک- بادانش و مجرب غیر وابسته افغان را چه در ساحه ملکی باشد و یا نظامی به وظایف مهم بکار بگمارند تا اداره سالم و آری از فساد که طرف قبول و اعتماد ملت افغان و جهان ذیدخل باشد ایجاد و ملت را از بد بختی دامنگیر سی ویکسال اخیر نجات و کشورهای اشغالگر نیز راهء بیرونرفت آبرومندانه را برای خود سراغ نمایند.
هموطنان گرانقدر میدانند که در جنگهای نظامی منظم زمینی و هوائی بین دوطرف متخاصم وقتی هردوطرف معتقد شوند که دوام جنگ به جز از تلفات انسانی و لوجیستکی چیزی دیگری نیست و نمیتوانند موءفقیتی در بر داشته باشند سیع مینمایند که از طریق مداخله مرجع سومی جنگ با مصالحه ختم شود و یا یکطرف خود را در جنگ بازنده میبیند اولآ تلاش مینماید که از طریق مرجع سومی جنگ را با مصالحه ختم نماید ود ر غیر آن ناچار با بلند نمودن بیرقهای سفید سر تسلیم صلح را بطرف مقابل خم میکنند.مطلب اینست که درافغانستان جنگ نابرابر قدرتهای خارجی با نیروهای زمینی و هواه ئی مجهز و منظم خود در مقابل جنگ چریکی عدهء از آزادی خواهان که به جز از آزادی مادروطن شان از قید اشغالگران آرزوی دیگری ندارند و عدهء دیگری از جنایتکاران تروریست اند که وابستگی های بیرونی دارند و امروز در یکجاه و فردا در جای دیگری با گروپهای کوچک و تکتیکها بخصوص غافلگیرانه خود شان در مقابل دشمن می جنگند قرار دارند که در نتیجه به استثنائی تعداد محدودی از طرف متخاصم اکثرآ انسانهای مظلوم و بیگناهء قصبات و دهات که در گروگانشان اند کشته شده و خانه ها و قصبات شان بخاک هموار و آنانکه جان بسلامت میبرند در یکجاه و یا جای دیگری مهاجر میگردند که باز هم میتوان آنرا علرغم تجارب تلخ و ناکام اضلاع متحده امریکا از جنگهای چرکی ویتنامی ها و اتحاد جماهیر شوروی از افغانها عملکرد عمدی فعلی شانرا در افغانستان یک عمل جینوساید دانست لهذا به عقیده من در این جنگ برنده هیچ طرف نیست بلکه بازنده ملت مظلوم افغان است که در بمباردمانها با فقر- عدم حاکمیت قانون و آزادی در سلط اغیار دست و پنجه نرم میکنند.
میخواهم به عرض هموطنان گرامی و جهانیان برسانم که ملت افغان میخواهد به آزادی- استقلال - حاکمیت ملی و حاکمیت ارضی شان که حق مسلم هر فرد ملت افغان است احترام گذاشته شده و از جهانیان انتظار دارند که با ایجاد یک دولت قوی مرکزی که بر مبنای حفظ روابط حسنه متقابل دو جانبه با کشور های همسایه – منطقه و جهان صلحدوست باشد و بتواند ملت را یکپارچه و متحد بطرف خوشبختی و سربلندی سوق دهد مشترکآ درفضائی دوستانه و صادقانه کار نمایند. یعنی قبل از کانفرانس بین المللی آینده کابل مذاکرات بدون قید وشرط دولت فعلی افغانستان با قوتهای متخاصم مسلح در کانفرانس بین الافغانی که من آنرا شورای عالی اجرائیوی وتقنینی در پیشنهاد طرح صلح موءرخ 2 جنوری خود نامیده ام مطرح وبعد از رسیدن به نتیجه و توافقات مثبت که در آن همه مصالح علیائی کشور در نظر گرفته شده باشد در کانفرانس بین المللی کابل مطرح و بعد از فیصله نهای کانفرانس بین المللی لویه جرگه عنعنوی غیرتشریفاتی و مصلحتی در کابل دایر وتائید ملت گرفته شود.
در اینجاه نیز قابل تذکر است که جناب آقای کرزی اخیرآ با شبکه الجزیره یاد آوری از خدمت عسکری اجباری نموده اند و من نیز در مقالات متعدد خود از آغاز مجدد دوره مکلفیت دوره های قبل از کودتای خونین ثور را نموده ام و من معتقدم که با آغاز دوره مکلفیت عسکری ما میتوانیم قوه نظامی و امنیتی ملی را که سمبول وحدت ملی باشد بسازیم یعنی در همه قطعات عسکری از تمام اقوام - مذاهب - مناطق و زبانها بدون کدام امتیاز و برتری و روابط شخصی در فضائی برادری وصمیمیت بحیث افغان در دفاع از نوامیس ملی و مادروطن خود در خدمت داشته باشیم. وقتی من صحبت از آغاز مجدد دوره مکلفیت مینمایم مطلب من اینست که اولآ گلیم جنگسالا ران - جنایتکاران – زرداران - زورداران و مافیائی مواد مخدره جمع و با ایجاد فضائی صلح احصائیه نفوس در سراسر کشور تکمیل و تذکره تابعت توذیع گردد باز میتوانیم دوره مکلفیت را با امتیازات و تجهیزات بهتر آغاز و تطبیق نمایم. بنآء من آرزومندم که در کانفراس بین الافغانی (شورای علی) پیشنهاد شده من- کانفرانس بین المللی آینده کابل و لویه جرگه عنعنوی احتمالی در مورد سرنوشت جنگسالاران- تفنگداران- زورداران- جنایتکاران تصامیم قاطع اتخاذ و فرصت را برای احصائیه گیری نفوس و توذیع تذکره تابعت مساعد سازند تا بعد ازآن دوره مکلفیت عسکری مجددآ آغازشود من معتقد میباشم که بدون قوهء نظامی و امنیتی مسلکی ملی و غیر سیاسی نمیتواند صلح و آرامش دائیمی را در کشور برقرار نمایم . و پیشنهاد مینمایم که فعلآ با استفاده از موقع و صرفه جوئی در بودجه دولت به کسانیکه در انتخابات ریاست جمهوری شورا های و لایتی و ولسی جرگه کارت رائی گیری توذیع گردیده تذکره تابعت نیز بعد از ارزیابی و تحقیق در باره موءثق بودن افغانیت شان به استناد کارت دستداشتهء شان تذکره تابعت توذیع و ثبت نام گردند.
همچنان تآکید مینمایم که تشکیل قوه کار در چوکات وزارت فوایدعامه و قوه سبز در چوکات وزارت زراعت چنانکه در پیشنهاد طرح صلح موءرخ 2 جنوری من بیان گردیده برای تسریع پروسه اعمار مجدد کشور یک امر حتمی و ضروری است. ومن الله توفیق

2010-02-08

اجمل خټك د پښتني ټولنې ابدي شتمني

Date: 2010-02-08

ليکوال : ډاكتر كبير ستورى

نيټه : دسمبر ۱۹۹۷

اجمل خټك د پښتني ټولنې ابدي شتمني

د نړۍ په سر د انسان ژوند محدود دى، خو ځينو انسانانو دومره غټه مانوي شتمني جوړه كړې وي او ټول ژوند يې مانا ګرځېدلې وي، چې د مرګ له قيد څخه ازاد وي او تل ژوندي وي. په دې ډله انسانانو كې د پښتو د ادب پلار اجمل خټك راځي، چې په 1926ع كال په اكوړه خټك كې د حكمت خان په كور كې پيدا شوى دى.
دى اوس يو اويا (71) كلن دى، خو د پښتون ولس په خدمت كې نه ستړې كېدونكې منډې ترړې وهي. اجمل خټك يو ډېر اړخېزه سړيتوب (شخصيت) دى او د پوهنې، فلسفې، سياست او ادب په ډګر كې بې سارى جګ مقام لري. د اجمل خټك د سړيتوب ټول اړخونه په يوه مقاله كې راټولولو ګران كار دى، له دې كبله يو څو مهمو ټكو ته ځغلنده نظر اچول كېږي. اجمل خټك د باچا خان (فخر افغان) د لارې ملګرى او د خداى خدمتګارو د تحريك كره ستنه ده.
باچا خان كه څه هم د ستر خان زوى و، خو ناسته ولاړه يې د مزدور د طبقې او غريبانانو سره وه. باچا خان د ښكېلاك (استعمار) په مقابل كې د پښتنو په يوه مركز د راغونډولو لپاره دا سياسي ناره پورته كړې وه، چې (كه سپوره وي كه پوره وي، نو په شريكه به وي) ترڅو د مزدور د طبقې هغه اندېښنه له منځه يوسي، چې كه موږ د ښكېلاك او زبېښاك (استحصال، استثمار)څخه ځان خلاص كړو، نو بيا به مو خپل خانان ملكان زبېښي. د باچا خان دا ناره له پښتني ټولنې څخه اوبه اخلي، شريك ملكيت د پښتني ټولنې دود وو. لا تراوسه ډاګ، غر او جبه د پښتنو په ځينو سيمو كې شريك ملكيت دى. اجمل خټك د باچا خان دا سياسي ناره خپله سياسي فلسفه وګرځوله او د ادب په رنګينه جامه كې يې راونغاړله او په دې توګه يې له خپلو ملګريو شاعرانو او ليكوالو سره يوځاى قامي طبقاتي ادبي خوځښت (تحريك) روان كړ.
قامي طبقاتي خوځښت يا مبارزه د كمونستي يا سوسيالېستي طبقاتي خوځښت يا مبارزې سره توپير لري. د قامي طبقاتي مبارزې هدف د يوې خوا د ښكېلاك له زبېښنې څخه د ټول قام خلاصون او له بلې خوا د قام په منځ كې د تضادونو د منځه وړلو لپاره د ټولنې د ټول عاېدات عادلانه وېش دى، چې ټولنيزې ولسولۍ (سوشل ډيموكراسۍ) سره ورته والى لري. په نورو تورو سره د قامي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټه او سوكالي ده، چې د يوې خوا بهرنى تضاد، چې د ښكېلاك سره يې قام لري، د منځه وړي او له بلې خوا د قام په منځ كې دننني تضادونه مزدور طبقې ته د پيداوارو (توليد) په وسايلو كې د عادلانه برخې د وركولو په واسطه د منځه وړي. د كمونستي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټې نه دي، بلكې صرف د مزدور د طبقې ګټې دي، چې په هېواد (سټيټ) باندې د مزدور د طبقې د قبضې او حاكميت د لارې د پيداوارو وساېل په لاس كې اخلي، چې د قام په منځ كې تضادونه د منځه نه ځي، بلكې شكل او بڼه يې بدلېږي.
نن ورځ قامي طبقاتي ادبي خوځښت په پښتني ټولنه كې ډېر پراخوالى موندلى دى او زيات شمېر شاعران او ليكوالان په دې ادبي خوځښت كې د قام د هوساينې او ابادۍ په لور اوچت ګامونه اخلي.
قامي طبقاتي ادبي خوځښت د ادبي بهير پرمختللې (مترقي) بڼه ده، چې خپلو قامي ارزوګانو ته په نړۍ وال ډګر كې ژوند وربښي. له دې كبله ددې خوځښت چلونكيو شاعران او ليكوالانو ته قام پرسته مترقي شاعران او ليكوالان هم ويل كېږي.
اجمل خټك د قامي طبقاتي ادبي خوځښت د بنسټ ايښدونكي په توګه د پښتني ټولنې ابدي شتمني ګرځېدلې ده. د اجمل خټك د شعرونو او ليكنو ټولنيز ارزښت په دې كې پروت دى، چې د قام د ويښولو او پوهولو وسيله ده. قامي سياسي نظري او پېغامونه پكې په داسې انداز كې خوندي شوي دي، چې د شعر او ادب ښكلا او هنر پكې بشپړ او د ودې جګ پړاو ته رسېدلى دى. دلته يې د شعر يو بيت د بېلګې په توګه وړاندې كوو:
اجمل خټك د اديب فاضل او منشي فاضل د ازموينو وروسته د پېښور په پوهنتون كې د ادبياتو په څانګه كې د ماسټرۍ درجه ترلاسه كړې ده. په پښتو ژبه يې ډېر كتابونه ليكلي دي، چې ځينې يې دا دي: د پښتو د ادب تاريخ، د غېرت چغه، باتور ته عقيدت، دا زه پاګل وم، ژوند او فن، كچكول، موږ او منزل، فكر او عمل، عوامي جمهوري تحريك، د وخت چغه، ګلونه تكلونه، ګل پرهر، سرې غونچې او نور...
اجمل خټك پښتون قام ته د خدمت په لاره كې ډېرې سختې تنګې ليدلي دي. د پېښور، مچ، ډېرو او جهلم جېلونه يې بېلګې دي. دى 15 كاله (1973_1988ع) په كابل كې ژوند كولو ته مجبور شوى و، خو هلته يې هم د پښتو او پښتونولۍ وږمې هرې خوا وشيندلې او ذهني اوښتون (انقلاب) يې په تېره بيا د قام په ځوان كول (نسل) كې راووست.
د اجمل خټك د صدارت په وخت كې د عوامي نيشنل پارټۍ او قام پرستو پښتنو په هلو ځلو سره د پښتونخوا د قرارداد منظورېدل ستر سياسي برى او تاريخي وياړ دى، چې د باچا خان او خان بابا ولي خان د نظريو ډيوه بله ساتي

2010-01-15

برهان الدین رباني د اریانا افغان هوايي شرکت د الوتکې پرغیرقانوني خرڅلاو تورن شو

Date: 2010-01-15

rabbani.jpg

هغه اسناد چې په دې وروستیو کې خپاره شوي ښيي چې د افغانستان پخواني ولسمشر، د جمعیت اسلامي د تنظیم مشر استاد برهان الدین رباني د خپلې واکمنۍ په کلونو کې د آریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه په غیرقانوني ډول پلورلې ده.

په دې اړه راپور پژواک خبري آژانس ورکړی او لیکي چې په دې معامله کې په مشهد کې د افغانستان د هغه مهال جنرال قونسل، چې ولسمشرحامدکرزي په نوې کابینه کې ولسي جرګې ته ورمعرفي کړی، هم دخیل دی.

پژواک خبري آژانس په دې اړه په یوه راپور کې یې لیکلي چې استاد برهان الدین رباني نهه کال مخکې، د خپلې واکمنۍ پرمهال د آریانا افغان هوايي شرکت الوتکه په غیرقانوني ډول پر یوه ایراني شرکت پلورلې ده.

د آریانا دا الوتکه په 1980 کال کې په درې سوه لکه امریکايي ډالرو له روسیې څخه اخیستل شوې وه، خو استاد رباني د ایران پر کسپین کمپنۍ په نه بیه، یعنې په څلورنیم لکه ډالرو وپلورله.

پژواک په دې اړه د خپلو څېړنو په حواله لیکي، په دې معامله کې انجنیرعبدالرحیم سیدجان چې د ولسمشرحامدکرزي له خوا په نوې کابینه کې د کډوالو چارو د وزیر په توګه نومول شوی دی، هم لاس درلود.

د آریانا افغان هوايي شرکت مشر کپټان معین خان وردک تایید کړې ده چې دې شرکت د دوو TU-154M روسۍ الوتکو د اخیستو لپاره شپېته میلیونه امریکايي ډالر روسیې ته ورکړي دي، خو له دې الوتکو یوه، تقریباً په بازار کې ترخپلې بیې په څه باندې ۲۹۵ لکه ډالرو ارزانه پلورل شوې ده.

TU-154M الوتکه په دېرش زره فټ لوړه ارتفاع کې د الوتنې توان لري، سل ټنه بار او ۱۸۰ تنه مسافر وړای شي او د بوېینګ ۷۲۷ معادل الوتکه بلل کېده. همدا الوتکه د څو لسیزو په ترڅ کې دپخواني شوروي د هوايي کرښو اصلي الوتکه وه.

راپور زیاتوي، د استادرباني له امر سره سم په مشهد کې د افغانستان د هغه مهال قونسل له ایرانۍ کمپنۍ څخه د دې الوتکې په بدل کې، یوازې څلورنیم لکه ډالر ترلاسه کړل، په داسې حال کې چې دولت د هغې د اخیستو لپاره دېرش میلیونه ډالر ورکړي وو.

پژواک وړاندې لیکي، کله چې له ښاغلي رباني څخه پوښتنه وشوه چې ده ولې له دې معاملې سره چې د بېوزلي افغانستان په ډېرزیات زیان تمامه شوه، موافقه و کړه، نو ده هېڅ منطقي ځواب نه درلود او د دې پرځای یې هڅه وکړه چې ځان په دې او هغه خبره تېرباسي. ده پرله پسې همدا خبره کوله چې د ۹ کاله مخکې پر مسئله اوس خبرې کول هېڅ معنی نلري.

دا مسئله لاهم یوه معما ده چې د دې الوتکې په بدل کې افغانستان ته ورکړل شوې پیسې څه شوې او ولې استادرباني د بیت المال له مال سره په دې ډول چلند وکړ. د هغه وخت یو دولتي مقام چې نه غواړي نوم یې ذکر شي، وايي چې حتی د الوتکې په بدل کې اخیستل شوي څلورنیم لکه ډالره هم هېڅکله د حکومت حساب ته انتقال نه شوې.

خو عبدالرحیم چې په نوې کابینه کې د کاندید وزیر په توګه معرفي شوی ټینګار کوي چې له ایراني شرکت څخه ترلاسه شوي څلورنیم لکه ډالر، د استادرباني له امر سره سم، هغه مهال په مشهد کې د افغانستان د قونسلګرۍ بانکي حساب ته انتقال شول.

عبدالرحیم وايي، یادشوي څلورنیم لکه ډالر وروسته بیا د مجاهدینو د حکومت د نویو بانکنوټونو د چاپ لپاره روسیې ته ورکړل شول. ده پرله پسې خپله دفاع کوله، ویل یې، دی د حکومت یو صادق مامور و او تل یې ترځانه د لوړو آمرانو اوامر پرځای کول.

د 85748 پرله پسې نمبرلرونکې د آریانا الوتکه په 1997 کال کې هغه مهال چې شمالي ټلوالې، مزارشریف له طالبانو څخه بېرته ونیو د مزارشریف په هوايي ډګر کې ولاړه وه. له مزاره د طالبانو له اېستلو وروسته دا الوتکه تهران ته والوزول شوه او د 2001 کال د جنورۍ په دوهمه نېټه پر کسپین هوايي شرکت وپلورل شوه.

د پژواک راپور د ترلاسه شویو اسنادو په حواله زیاتوي، استادرباني چې د کابل له سقوط وروسته یې مزارشریف خپل موقت پایتخت وټاکه د 2000 کال په جون میاشت کې د 025 نمبر مکتوب له مخې عبدالرحیم سیدجان ته د دې الوتکې د خرڅلاو معامله وسپارله.

په مشهد کې د افغانستان د هغه مهال جنرال قونسل عبدالرحیم وايي، له ده سره پرټولو موجودو اسنادو د استادرباني لاسلیکونه شته. دی وايي، هغه مهال دا پیسې دولتي بانک، یعنې د افغانستان بانک ته نشوای انتقالېدای ځکه دا بانک د طالبانو د واکمنۍ په قلمرو کې و.

2010-01-08

تازه خبر: د احمدشاه مسعود مــېرمن د چاودنو په تــور محاکمه کېږي

Date: 2010-01-08

ټاکل سوې ده چي نن د بلجيم په پلازمېنه بروسلز کي د القاعدې سره د تړاو په تور نهه تنه محاکمې ته راکش سي، په دغو کسانو کي يوه ښځه د افغانستان د پخواني جنګسالار احمدشاه مسعود مېرمن ده.



دغه خبر چي د پاکستان په جنګ ورځپاڼه کي راغلئ، په دې هکله يې نور تفصيل نه دئ ورکړئ خو وايي دوى د القاعدې سره د تړاو په تور څو مياشتي دمخه نيول سوي دي.



پر دغو کسانو باندي تور لګېدلئ چي د تر مځکي لاندي ريل ګاډيو يا ميټرو باندي يې د حملې پلان درلودئ.
که پر يادو سويو کسانو دغه تورونه ثابت سي هر يو به په ٢٠ کاله بند محکوم سي.



د احمدشاه مسعود پلويان چي د خپل مشر مړينه د القاعدې د لاسه بولي، داپه خپل ذات کي يوه نوې موضوع ده چي د هغه مېرمن له القاعدې سره لاس لري.

سلېمان

ملا برادر له ملا عمر سره خپله لاره جلا کړه

Date: 2010-01-08

امتياز غوښتنه او د طالبانو په رهبري کې د نظر اختلاف ددې ډلې درهبري شورا د خوره وره کيدو سبب شوى دى او داکار ددې لامل شوى دى چې دهغوى افراد له امنيتي ځواکونوسره د مقابلې توان له لاسه ورکړي . يو امنيتي خبرځاى دباختر اژانس خبريال ته وويل : دطالبانو د ډلې درهبري ترمنځ د اختلافونو دلمنې پراخيدل دکويټي شورا د خوروورو کيدو سبب شوى دى او ددى ډلى يوه څانګه چې ملا برادر يې په سر کې دى چې کراچي ته ليږدولى ده . ملا برادر د کويټي شورا کليدي غړي و اوس دطالبانو دغه قوماندان خپله ديو رهبر او مخکښ په نامه عمل کوي جنګي کسان انتصابوي او هغوى په هغو ساحو کې چې ښه مادي عايد لري ځاى پرځاى کوي . دغه امنيتي خبرځاى چې نه غواړي نوم يې واخستل شي دوام ورکوي دطالبانو د ډلې د رهبري ترمنځ د اختلافونو په رامنځته کيدو سره په کويټي شورا کې ژور درز ليدل کيږي او دطالبانو د ډلې سيمه ئيز قوماندانان په دوو برخو ويشل شوي دي . هغه قوماندان چې د ملا محمدعمر په ګټه فعاليت کوي دهغه قوماندانانو دزيات تحرک او امکاناتو له امله چې له ملابرادر سره دى خواشيني شوي او له دې حالت څخه يې ملا عمر ته شکايت کړي دى . او ويلي دي ملا ذاکر ، ملامنصور او ملا محمد رسول چې دطالبانو له خوا دهلمند د جنوب او دفراه ولايت مسووليت په غاړه لري اوس د ملا برادر په ګټه فعاليت کوي ، زيات مالي امکانات په واک کې لري په داسې حال کې چې ددوى حالت مناسب نه دي . دطالبانو د رهبري شورا ترمنځ د اختلاف د لمنې پراختيا ددې سبب شوى دى چې ملا محمد عمر ديوې غونډې د جوړولو په لټه کې شي چې دغه حالت وڅيړي . ټاکل شوې ده دغه غونډه په نږدي راتلونکي کې جوړه شي . او ملا محمد عمر هلې ځلې کوي چې حالت دده په ګټه وي . لکه څرنګه چې ده د غونډې له جوړولو څخه مخکې ملا برادر ته خبر داري ورکړى دى چې ځان او دځان دفاع ته متوجه وي . دخبرځاى د څرګندونو له مخې کراچي ته دملا برادر تګ ددې سبب شوى دى چې دطالبانو ارتباطي سيستم شنډ شي او له قوماندانانو سره دافرادو او له رهبري سره دقوماندانانو اړيکې کمې شي . ځکه دطالبانو رهبري که په ملا محمد عمر پورې اړونده څانګه او دملا برادر څانګه نشي کولي په خپلو وسله والو فعاليتونوکې له موبايل تيلفونونو څخه استفاده وکړي . ځکه د بي پيلوټو الوتکو بريدونه ددې سبب شوي دي چې دطالبانو رهبري دموبايل په واسطه اړيکې شنډې کړي . هغوى همدا اوس د ليکلو پيغامونو ، کستونو او فلمونو په ليږلو سره خپل افراد رهبري کوي چې دغه لاره چاره دلارې د اوږدوالې له امله ستونزې لري . خبرځاى په تګاب جومات کې دپنځه ويشتو تنو وژل کيدو ته اشاره کوي چې له خپلو رهبرانو سره دموبايل تيلفونونو په وسيله د طالبانو د افرادو اړيکې دهغوي د ادرس دافشا کولو سبب شوى دى او دهوايي بمباريو له امله د طالبانو پنځه ويشت تنه ووژل شول . دطالبانو د رهبري څوګونې چلندونه د هغوى او د دوى دقوماندانانو ترمنځ بيلتون زيات کړي دي او ددې سبب شو چې قوماندانان په خپل منځ کې خونړي جګړي ولري . خبرځاى ټينګار کوي دطالبانو د رهبري دوه ډله توب چې هره يو يې خپلو قوماندانانو ته جلا جلا لارښوونې کوي يوه ډله په بهرنيو او افغان ځواکونو د بريدونو ټينګار کوي اوبله ډله د بمباريو د ويري او ددوى دافرادو دوژل کيدو له امله دغه کار ضروري نه بولي . او په واټونو کې په ماين ايښودلو ، ځان مرګو بريدونو او په ښارونوکې په وسله والو چريکي بريدونو زور اچوي چې دغه څو ډله ئيز توب دهغوى دقوماندانانو له مخالفت سره مخامخ شوي دي . لکه څرنګه چې دطالبانو د ډلې يو قوماندان ملا شرف الدين چې دهلمند په شمال کې فعاليت کوي ګواښ وکړ که چيري ده ته پيسي او مهمات ونه رسيږي له جګړې څخه به لاس په سر شي . خبرځاى دې موضوع ته هم اشاره وکړه دپيسو او جنګي امکاناتو نه رسيدل ، دوه ګونې لارښوونې او دطالبانو په ليکو کې چاپيريالي اختلافونه ددې سبب شوې دې چې دهلمند ولايت په بغران اوکجکي کې ددې ډلې افراد خپل جنګي امکانات پلوري . دغه امنيتي خبرځاى چې دطالبانو تحرک او فعاليت څاري زياته کړه دطالبانو د ډلې بيلابيلي دلګيو چې خپل مادي امکانات دعشر ، ذکات او ماليې په شان په بيلابيلو نومونوسره ترلاسه کول دخپلې ډلې درهبري او دخپلوقوماندانانو په واک کې ورکول . خو اوس هر څوک په هر نامه پيسې راټولوي هغه خپل حق بولي او ځان رهبري ته دهغو په تاديه کولو مکلف نه بولي . يوازې دطالبانو دويشلو موضوع نه ده چې ددغې ډلې فعاليت يې کمزوره کړي دى دغه امنيتي خبرځاى بله موضوع هم څرګندوي چې د طالبانو فعاليت يې تر پوښتنې لاندې راوستي دى . دده د څرګندونو له مخې دطالبانو ترځنګ دبهرنيو جګړه مارو شتون په يوه حساسه موضوع بدله شوې ده . ددې ډلې ځينې افراد دبهرنيو افرادو او په تيره بيا د پنجابيو زغم نه لري لکه څرنګه چې د پنجابي طالبانو يوه پنځوس کسيز ډله چې د مولوي لوند په مشرۍ دهلمند په ناد علي ولسوالۍ کې فعاليت کوي ددغې ولسوالۍ ځينې برخې دافغان طالبانو له شتون څخه پاکې کړي دي ، دغه حرکت دخلکو او سيمه ئيزو طالبانو غرور زيانمن کړي دى او دطالبانو دډليې له رهبري سره دهغوى د ملاتړ د له منځه وړلو سبب شوى دى . امنيتي خبرځاى په هغه څيړنې سره چې دطالبانو دحالت په باب يې لري په دې عقيده دى ، د کويټي شورا ويشل او د ميرامشاه او پيښور په شوراګانو د پيښور د شورا ويشل دطالبانو په رهبري کې دننه اختلافات زيات کړي دي او دې کار د طالبانو د اتحاد منلو سيستم ته زيان رسولي دى او په ټول قوت سره دغه امکان وجود لري چې په نږدې راتلونکي کې به ددې ډلې يو زيات شمير افراد له جګړې څخه لاس واخلي .

2009-01-03

ښاغلي کرزي ته پرانيستی ليک

Date: 2010-01-03

هلمند شېرزاد ، مالمو - سويډن
nasib143@hotmail.com

دافغانستان ښاغلي جمهور ريس حامد کرزي ته پرانستې ليک !
په دې کې به هيڅ شک نه وي چې د افغانستان بيارغول او ددی هېواد د غريب او مظلوم ولس سره مرستی او يو موټي افغانستان به ستاسي مرام او هدف وي، او ددغي ارمان د پوره کولو لپاره تاسی لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده ډيري منډی او ترړي وکړلې، افغان ولس داهم مني چې تاسې ته په افغانستان کې واک په داسی شرايطو کې لاسته درغلو چې ټول سيستم په ټپه دريدلې وو او ټول څه چې ددی هېواد لپاره په تير کې شوي وو هغه د ټوپکسالارانو لخوا تالاوالا شوي وه،ګران افغانستان د جنګ جګړو له امله په کنډوالو بدل شوی وو دا په دی مانا چې افغانستان په تير ديرش کلن ناورين کي په هراړخيزه توګه خراب او د ۱۴ قرن يا پيړی لورته کش کړل شوی وو خلکو پريمانه زيانونه ليدلي وو، بهرنيو لاس وهنو اود کورنيو بنياد ګرو لخوا دا وطن يرغمل ساتلی وو اودا لړی همداوس هم دوام لري ددی وطن بيا رغونه او سمسورول هم اسانه نه وه او نه دي . ددی کار لپاره د ټول ملت يوالي ته ژوره اړتيا وه او تر ټولو مهمه دا هم ده چې ددی کار لپاره يو يا دو شخصيتونه کار نشي کولای ددی ملي او با ارزښته کار لپاره ملي يوالي وروری اونه ستړی کيدونکي کار ته اړتيا ده.

راځم اصلي مطلب ته:
دغه د ستونزو ډکه کښتۍ چي د طوفان ظالمو بادونو ورځني خپل مسير ورک کړی، د سمندر بي رحمه څپو غړچولي ،زخمي او زده کړي، د سوارليو هم په مخ کې رنگ نه ليدل کيږي او د ماشومانو شورماشور نور هم ددغي خلکوپه روحيه باندي دم په دم تاثير ورزيات کړی او لا هم دغه ستونزی ډيريدونکي دي. زما په انددداسي ستونزو ډکي کښتۍ ژغورلو لپاره به نه يو ډريور ته چي صرف ددغي کښتۍ د چلول يي زده وي بلکي يو داسي با صلاحيته،با تجربه اوبا استعداده کاري گروپ ته اړتيا ده چې ددغو ټولو ستونزو سره مقابله وکړي تر څو دا په توفانو کې ډوبه شوی کښتی خپل اصلي مسير ته راوګرځوي او دی ولس ته نجات ورکړل شي .

دغه نن چي ستاسي څخه وارپار خطا دي ستاسي په بي صلاحيتوب او ناتوانۍ باندي دلالت کوي. تاسي په ۴ مياشتو کي ونه شوه کړای چې خپله کابينه مکمله کړی. ټاکنې هم د ستونزواودرغليو څخه ډکې وی . د مخالفينو لړی ورځ په ورځ په زياتيدو ده د ولسي وګړو تلفات د نړيوالو راپورونو له مخی د تيرکال په نسبت څوځله زيات شوی، نړيوالو هم پتيلی ده چې نور تازه دمه پوځونه افغانستان ته راواستوي زما په اند د نورو پوځونو راستول به سود ونلري افغان ولس تشويش لري نودنوموړي تشويش د ليری کولو لپاره زه مناسب گڼم چي ستاسي څخه يو څو سوالونو ځوابونولپاره ستاسي قيمتي وخت ونيسم.

۱. لکه څنگه چي تاسی ښاغلي وار وار ويلي چي ستاسي راتلونکې نوی کابينه به له هر ډول نيمګړتياوو څخه پاکه وی. کاربه هغه اشخاصو ته ورکوی چې کاري وړتيا پاکوالی او پر وطن زړه سوی ولري نوکله چې ستا نوی کابينه وليدل شوه هماغه زړې څيري په نوی شکل او نوی نقاب ولسی جرګی ته پيژندل شوی. زما سوال دادي چې تاسو واروار په خپلو ويناوو کې ولس ته دا وعدي ورکړي چې زه به په فساد کې ککړ کسان د قانون منګولو ته سپارم. نو بيا هغه په فساد ککړ څوک وو چي تاسي تر اوسه ناری وهلي؟

۲. که دغه ښاغلي رهين ،مارشال فهيم خليلي واقعآ دومره پاک او پر وطن مين خلک وي، نو ولي يي يو ځل وشړي او بيا يي بيرته راولي؟

۳. ايا تاسي دا لازم نه ګڼي چې نوموړي ټوپکسالاران بايد بي وسلي شي؟ ايا دوي د افغانستان د ابادي لپاره په اينده کي خنډنشي گرزيدلاي؟ ددی په عوض چې دوی بايد دقانون منګولو ته سپارل شوی وایی تاسو يو ځل بيا په ډيرو لوړو مقامونو وګومارل. ايا په دی هېواد کې نور وړ کسان نه وه چې په دي مقامونو کې استخدام شوی واي ؟

۴. زموږ ښاغلي د دفاع وزير کوم چي يواځي ستاسي امنيت نشي نيولي ( تاسي بايد په هغه ورځ له وظيفي گوښه کړي ووپه کومه چې تاسي د مجاهدينوودبری د ورځی په لمانځلو لو باندي حمله وشوله) هغه به څنگه دټول افغانستان د ټولو سرحداتو امنيت وساتی؟

۵. تاسي چي کله بهر ته سفر کوي نو په بهر کي د تجارانو څخه په افغانستان کي د پانگوني غوښتنه کوي، ايا ستاسي په نظر په افغانستان کي اوس امن دي؟

ښاغليه مشره: تاسي ددغي مظلوم او ډير کړيدلي ولس يو انتخاب شوي جمهور ريس ياست، تاسي بايد داسي کارونه و نه کړي چي سبا ستاسي اولادونه پري شرمنده وي. تاسي سره په دي کار کي ټول ملت ولاړ دي. دغه په مختلفو ډلو ټپلو ويشلي ولس چي د پرديو په واسطه يي تر منځ بي حده ډير ژبنی،سياسي، مذهبي او قومی تعصبونه رامنځ ته شوي بايد ورک او دغه فاصله رالنډه شي. د ملي گټو او يو موټي افغانستان لپاره کار وکړي. دغه کار هغه وخت شوني دي چي کله تاسي او ستاسي محترمه کابينه په خپل پلان سره گران افغانستان ته صادقانه کار وکړي. ددغه ولس درد يواځي او يواځي افغانان خوړلي شي. نه بهرني پوڅونه ولس غواړي تاسو د نړيوالو څخه مرسته شوی پيسی د خلکو په ګټه مصرف کړی د فساد اداري، رشوت خورو مخه بايد په رښتي توګه ونيول شي هغه کسان چې ددی ملت عامه شتمني چور کړی بايد د عدالت منګولو ته وسپارل شي .

اباد او سرلوړي دي وي افغانستان

2009-01-01

طالبانو له ۷ تنو ماشومانو څخه دجاسوسى په تورسرونه غوڅ كړل

Date: 2010-01-01

وخت خبرى اژانس

ترينكوټ- ارزگان

دمرغومي ۱۰مه



دارزگان ولايت امنيتى چارواكي وايى ددغه ولايت مركز په دوه مسجدونو كې پردرسونو بوختو ماشومانو سرونه دنامالو كسانو له خوا په چړو پرې شوي دي.



پېښه دارزگان مركز ترينكوټ ښارته څيرمه دسرخم سيمې په دوه جوماتونو كې رامنځ ته شوې او وژل شوي طالبان دهلمند ولايت اوسيدونكي و.



دارزگان ولايت دامنيت امر گلاب خان وخت خبري اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: ((په وژل شويو كوچنيو طالب علمانو كې ۲ تنه په چړې حلال شوي او ۵ نورپه چړو ټوك ټوك شوي دي.))



گلاب خان په وينا، د ۸ ماشومانو نه يوتن ژوندى پاتې دى چې پرټول وجود يې سخت ټپونه خوړلي او اوس تردرملنې لاندې دى.



دهغه په وينا دپاتې شوي يوه ژوندي طالب علم صحي وضعيت هم داندېښنې وړدى.



دارزگان امنيتى مسوولينو په وينا، دوژل شويو طالب علمانو څخه د دوه تنو عمرونه ۱۸ كاله او پاتې نور له هغوى ټيټ عمرونه لري.



ددغه ولايت مسوولينو په وينا، پېښه بيگا شپې مهال رامنځ ته شوې او ۴ تنه چې طالبانو ته ورته دي دپېښې له ځايه نيول شوي دي.



دهغوى په وينا،دنيول شويو كسانو څخه پلتنې روانې دي او ۲ تنه نور له سيمې نه په تېښته بريالي شوي دي.



ددغه ولايت پوليس وايى دغه ماشومان طالب علمان دسرخم سيمې په دوه جوماتونو كې په دينى زده كړه بوخت و او ښايى بل جرم ونه لري.



دارزگان ولايت مطبوعاتي مسوولينو هم پېښه تاييد كړې خو نورجزئيات يې ورنكړل.



تردې دمه هيچا دپېښه پړه نه ده منلې او نه هم ددغې عام وژنې لاملونه په گوته شوي.

خو يو شمير ځاى استوگنو چې نه يې غوښتل نومونه يې واخيستل شي وخت خبري اژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي چې دغه ځوان طالب علمان دولت ته دجاسوسى پرتور وژل شوي.

ځنې نورخلك بيا وژل شوي ۷ تنه ځايى پوليس گڼي.



خبريال: نثار جمال په ارزگان كې دوخت خبريال
اډيټ: طيب

افغان پوليسو درې پاکستاني ملېشې ووژلې

Date: 2010-01-01

د افغانستان د سرحدي لېوا پوليسو درې پاکستاني پوليس هغه مهال وژلي چي د افغانستان خاوري ته بې اجازې ننوتلي دي.

پېښه د زابل ولايت او ږوب سيمي ترمنځ پولي ته نيژدې رامنځته سوې ده.

د خبرونو له مخي د پاکستاني سرحدي ملېشو مړي اوس هم د افغان سرحدي پوليسو سره دي.

سلېمان

د « سی آی اې » والو څخه یوه د خوست مشره وه

Date: 2010-01-01

اسوشیټیډ پریس د سی آی اې د افسرانو په حواله خبر ورکوی چی د خوست په پرونۍ حمله کی چی کوم اته سی ای اې وال وژل سوي وو ، یوه یې په خوست کی د سی آی اې آمره وه چی د درو اولادونو مور وه .

په واشنګټن کی د سی آی اې لوی رییس « لیون پنیتا » د دې افسري او ۷ نورو ایجنټانو په وژنه سره خپل ژور غم او ماتم ښکاره کړ او دا پیښه یې په اتو کالو کی د سی آی اې لپاره عظیم ترینه ضایعه وبلله .

سی آی اې وویل چی د هغوی نومونه د وظیفې د حساسیت له امله نسي معرفي کولائ .

خبر زیاتوی چی په تیرو اتو کالو کی د سی آی اې فقط درې افسران په افغانستان کی وژل سوي وو، خو په پرونۍ حمله سره اته نور افسران په صرف څو دقیقو کی د مرګ کندی ته ولوېدل او شپږ نور یې هم ژوبل سول چی دا د طالبانو لپاره یو ډیر ستر بریالیتوب ګڼل کیږي .

(ن.صمد)

ولسمشر حامد کرزی دفرانسې ددفاع له وزير سره وکتل

Date: 2010-01-01

ولسمشر حامد کرزی دفرانسې ددفاع له وزير سره وکتل
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي اودفرانسې ددفاع وزير هاروي مورن په افغانستان کې دامنيت دټنيگښت لپاره دهمکارۍ په باره کې خبرې وکړې. دوى په دې کتنه کي چې دجمهوري رياست په ارگ کې وشوه، دغه راز دافغانستان اوسيمي دحالاتو ، ددوه اړخيزو اړيکو دپراختيا اودافغانستان دوسله والوځواکونو دروزنې اوپياوړتيا په اړوندهم خبرې وکړې. دفرانسې ددفاع وزير يوځل بيا په بيلابيلو برخو کې د افغانستان له خلکوسره دخپل هيواد دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې فرانسه دافغانستتان دملي اردو اوملي پوليسو په روزنه اوپياوړتيا کې خپلوهمکاريو ته دپخواپه شان دوام ورکوي . په مقابل کې جمهوررييس وويل دغه مرستې دافغانستان دخلکو د ژوندانه په ښه والي او دوسله وال پوځ په پياوړتيا کې ښه اغيزه کړې ده.

عیدبادشاه هاشمی

محلی چارواکودملکی کسانودوژنی خبرورکړی دی

Date: 2010-01-01

دبادغیس بالامرغاب ولسوالی دلاری اوږدوکی دجمعی په سهاردمسافریوپالان کوچ ډوله موټردسړک داغاړی په مین وربرابرشو،چه بادغیس دوالی ویاندشرف الدین مجیدی په ویناددوه میرمنوپه شمول پنځه تنه قربانیان ملکی وګړی دی.مجیدی په ټلفون سره خبری وکړی زیاته یی کړه مین دوسله واله مخافینوپه زر یعه په عام سړک ځای په ځای شوه وه په اړوندیی د پولیسوپلټنی پیل شوی دی.دپیښی اصلی عاملین طالبان وبلل شوه مګردطالبانوله لوری لاددغی پیښی په اوړندنظرنده ویل شوی.په بادغیس کی دپنځه تنه ملکیانودوژنی خبرپه داسی مهال محلی مامورینوتائیدکړچه پنجشنبی په ور رځ دپولیس دزون قوماندان جنرال اکرام الدیدین یاورددغه ولایت قادس ولسوالی لنګری کلی کی دعملیاتوترڅ کی ترلس تنوزیاتوملکی وګړودمرګ ژوبلی خبره منلی وه دلته هم دپیښي ملامتی ځکه په طالبانوواچول شوه چه دمامورینوپه وینادملکی کسانوڅخه دسپرپه ډول استفاده کوی.ولی سیمه ایزه خلک بیابرخلاف دجګړی په دواړوطرفونودبدسلوک شکایتونه کوی.


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!