Hewad Afghanistan
کـــــــور

2009-12-22

مخدوم رهين او عبيدالله عبيد د فهيم له خوا د خپلو موخو پلي کولو لپاره وزارتونو ته نوماندان شوي دي

Date: 2009-12-22

دوه متعصب او فاشيست نوماند وزيران هر یو مخدوم رهين او عبيدالله عبيد د اطلاعاتو او کولتور او لوړو زده کړو وزارتونو لپاره د مارشال محمد قسيم فهيم له خوا غوره شوي دي.

سرچينه وايي چې د دې کسانو په ګمارلو کې ورسره د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي هم سلا شته دی. دا کار فهيم او خليلي د افغاني هويت له منځه وړلو او لوړو زده کړو کې د پښتنو د مخنيوۍ او د خپلو توکمونو د بهر ته لېږلو او پوهنتونو کې د نيولو په موخه کړی دی.

سرچينه وايي چې فهیم او خلیلی له ډاکټر عبید سره دې موافقې ته رسیدلي چې په لوړو زده کړو وزارت کې ددوی دپروګرامونود پلي کولو او دخاصو اهدافو دلاس ته راوړلو له پاره کار وکړي نو له همدې امله په دې دنده ګومارل شوی چې په وزارت او پوهنتونونو کې کې د پښتنو او ملي کادرونو مخه ونيسي او د ځان په شان متعصب کادرونه ورزیات کړي.

مخدوم رهين هم دوی سره ورته موافقې ته رسېدلی دی. رهين او عبيد سره فهيم ژمنه کړې ده چې له ولسي جرګې څخه به ورته د باور رایه اخلي. دا امکان لري چې فهيم او خليلي د ولسي جرګې د یو شمېر غړو رایې اخيستي وي.

د ولسي جرګې یو غړي چې د نوم نه ښودلو غوښتنه یې وکړه ټول افغان ته وويل چې په ولسي جرګه کې ځيني وکيلان په ۵۰۰ ډالر هم خپلې رایې خرڅوي او د دې لپاره چې فهيم په واک کې دی نو د نوموړي د خوشالولو لپاره به ډېر څه وکړي.

شنونکی کمال الدين رنځور وايي چې داسې راپورونه شته دی چې مخدوم رهين او یو شمېر نورو کسانو په دې بحثونه کړي وو چې د پښتنو خلاف جبهه جوړه کړي او داسې ښکاري چې د نوې کابينې جوړښت د همدې ښکارندوی دی. نوموړی وايي چې نوې کابينه دملي مشارکت نه بلکه د تعصب او تبعیض په اساس جوړه شوې ده او ناورينونه به وزېږوي. رنځور وويل چې عبيدالله عبيد د دې سړی نه دی چې د لوړو زده کړو وزير دې وټاکل شي. د رنځور په وينا نوموړی چې کله د طبي پوهنتون ريس وو نو د پوهنتون ټولې پښتو لوحې یې د تعصب له مخې په دري واړولې او د پښتنو زده کونکو سره یې دميرې مور سلوک کاوه.

رنځور وايي چې عبيدالله عبيد د عبدالله عبدالله کس دی او هغه ته یې کمپاين کاوه او امکان لري د هغه د خوشالولو لپاره په کابينه کې ځای کړای شوی وي. نوموړی وايي چې دا هم امکان لري چې د بهرنيو چارو وزارت، ملي امنيت او د ښارې جوړونې وزارت هم عبدالله عبدالله ته ورکړل شي.

د رنځور په وينا ولسي جرګه د یو لوی اخلاقي چيلنج سره مخ ده، ((ولسمشر کرزی اوس په دې کې ناکام شو رښتيا دملي مشارکت او ملي ګټو په اساس ولاړه کابينه جوړه کړي، اوس د ولسي جرګې وار دی چې رښتيا هم د افغانستان یو موټی ساتل غواړي او که د کرزي سره په جريمه کې ځان شريکوي.))

درهین په غندنه خپل کلتور وژغوری (خپل نظر ولیکئ)

Date: 2009-12-22

پت مې دوطن اود پښتو درسره وپالی
نورخومې قاتل ته قهرمان راباندې مه وایه

هر څوکه غربت او بې وسۍ خوله راتړلي ده
ګور ه نوشیطان ته خو انسان راباندې مه وایه

ښي جیبان يې ډک کړل اوس به چپ ورته وروړاندي کړي
ډلې ته دغلوخو وزیران راباندې مه وایه
(‌ذ. حسن )

دافغانستان غیور ولس د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کي دمرګ په بیه د کرزي تر شا ځکه ودریدل چي ولسمشر کرزي ورسره وعدې کړي چي دا ځل به یو د فساده پاک او مسلکي حکومت جوړوي ، تر اوږده ځنډ وروسته ولسي جرګې ته دکابینې لیست ولیږل شو . چي متاسفانه یوځل بیا یوازي دافغان ولس په سترګو د خاوري شندل و .

لکه څرنګه چي د ولس ورته تمه او امیدونه وو دهغه خلاف په لیست کي ټول هغه پخواني جنګي جنایتکاران ، مفسدین، فاشیستان او د تیرو اتو کالو د ناکام دولت ناکامه وزیران شامل دي چي ولس ئې په نوماندئ شرمیږي او دنفرت په سترګه ورته ګوري .

په دغو کسانو کي یو هم فاشیست ، مفسید او دایران ګوډاګئ رهین مخدوم دي چي په ولسي جرګه کي دده د ناکامه فاشیستي پلانونو لکبله داطلاعاتو کلتور وزارت لپاره د عتماد رایه ځیڼي واخستل شوه او دوزارته وشړل شو .

نوموړی د افغانستان د ملي فرهنګ ، کلتور او د اکثریت د ژبي او رواجونو سره ځانګړي دښمني لري او پرځای ئې د ایراني اخندانود کلتور ، ټرمنالوژئ ، او عنعناتو د رواجولو لپاره کار کوي .

دداسي یو کس چي دخپل وزارت په دوره کي ئې افغان ولس تر پوزي راوستې ، ناکامه اوله دندي شړل شوي بیا ټاکل دهغه چا لپاره چي دې ئې نوماند کړی دی یوازي د لیونتوب او حماقت په معنا بل څه نه وي ، خو دابه د ولسي جرګې د بې پرېوالي لپاره د افغان ولس په وړاندي یو لوی چلنج وي چي دغه دول منهوسو اشخاصو ته چي یوځل ئې د باور رایه ترې اخیستې وي بیا د باور رایه ورکوي .

افغان ولسپال ځوانان د ټولو ویښو پښتنو څخه غوښتنه کوي چي د خپلي ژبي ، فرهنګ او تاریخ لپاره ددغسي ناروا اشخاصوپه ضد په ټولیزه توګه خپل غږ پورته کړي او پرې نږدي چي د هیواد کلتوري او تاریخي شتمنۍ د پردو په لاس زیانمني شي .. .

رهین مخدوم د قضاوت په تله کي ، د مخدوم رهین د فاشیستي هڅو څخه پرده پورته کوي دغه کتاب د هغه دواکمنۍ په دوره کي د افغان ولسپال ځوانانو لخوا خپور سوی او له تاسو ټولو څخه هیله کوو چي د دغه فاشیست په اړه خپل نظر، لیکني ، دسترګو لیدلی حال له موږ سرره شریک کړئ ترځو د (( رهین مخدم د قضاوت په تله کي )) کتاب دوهم ټوک چي ډیر ژر به له چاپه راووځي ستاسو په هڅو لا بډایه او مستند شي . موږ ته خپله نظر په لاندي برخه کي او یا په دې بریښنالیک brishnalik@yahoo.com کي پرېږدی

افغان ولسپال ځوانان

کابل افغانستان

افغان ولسپال ځوانان


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!