په دې کې شک نشته چې د ۱۳۸۸ د لیندۍ ۱۸ نیټه د افغانانو لپاره که له یوې خوا د خوښۍ ورځ ده چې په سوله ایزه توګه د واک لیږد صورت مومي او د کابینې غړي یا وزیران د ولسي جرګې په تالار کې د ملت د استازو د اعتماد د رایې د اخیستلو لپاره اعلان کیږي خو له بلې خوا د یوه لوی ناورین د خطر پيلامه هم ګڼل کیږي ځکه چې د نوماندو وزیرانو په منځکې د داسې یوې منحوسې او ایرانپالې څیرې نوم د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په توګه اعلان کیږي چې په ټولیزه توګه د افغانستان خلکو او د ملت استازو رټلی وو او مخکې له مخکې د ملت د عدم اعتماد د رایې سره مخ شوی وو.
اوس چې دا دی یو ځل بیا د افغانانو د ستر غلیم سیدمخدوم رهین نوم د وزیر په توګه اعلانیږي او موږ هیله من یو چې د ملت استازي به یې د پخوا په څیر بیا هم رټي خو له دې ټولو سره سره افغانان د دې دسیسې د مخنیوي لپاره د یو لړ مسوولیتونو سره مخامخ کیږي چې ستاسو پاملرنه ورته را اړوم،
د موضوع د حساسیت په هکله ولسمشر خبرول
افغانانو ته ضروري ده چې له هرې ممکنې لارې وي د افغانستان ولسمشر او هغه ته نږدې خلک د دې موضوع د حساسیت او خطر څخه خبر کړي او که امکان وي نو د ټولو ولایتونو مشران دې د یوه مشترک پلاوي په ډول د دې موضوع په هکله خپل کلک غبرګون د ولسمشر تر غوږونو پورې و رسوي، له نوموړي سره دې و ګوري او د افغانانو له غبرګون څخه یې دې په دې هکله خبر کړي.
د سوله مظاهرو په لاره اچول
که ممکنه وي نو افغانان دې د هیواد په پلازمینه کابل او ولایتونو کې په داسې ډول خپل د اعتراض ږغ پورته کړي چې سوله ایزه بڼه ولري او په ډیرو معقولو دلایلو دې د ملت د استازو او د خلکو غوږونه پرانیزي.
د ولسي جرګې او مشرانو د جرګې د وکیلانو خبرول
دا به ښه خبره وي چې هیواد پال وکیلان د یوه منظم پروګرام له مخې خبر کړای شي څو د ملت دغه رټلې څیرې ته د اعتماد رایه ور نه کړي او دا کار چې هر څومره ژر کیږي نو سر ته یې دې ورسوي.
د ایمیل د لارې د روڼ آندو خبرول
دا ښه خبره ده چې له هر چا سره د مخدوم رهین په ضد مستند مواد وي د ایمیل د لارې د ټولو روڼ آندو او خواخوږو افغانانو سره شریک کړي نو په هغه صورت کې یو خو روڼ آندي پخپله پرې خبریږي او بل هرو مرو دغه خبره مسوولو مقاماتو، ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو ته رسیږي او هغوی یې هرو مرو ولسمشر ته رسوي.
د حضرت صبغت الله مجددي خبرول
داسې انګازې دي چې ښاغلی مخدوم رهین د ارواښاد محمد ظاهرشاه د کورنۍ د پاتې شونو سره د ملګرۍ سربیره د ښاغلي حضرت صبغت الله مجددي په تنظیم کې هم ځان وهلی دی او له هماغه سنګر څخه یې د افغانانو په وړاندې د رزالت توره را ویستلې ده. نو که چیرې رښتیا هم موږ غواړو چې دغه ناولې څیره دې په راتلونکې کابینه کې نه وي نو د حضرت صاحب خبرول هم د مشرانو په وسیله ضروري دي چې داسې څیرې دې زموږ په ملت نه تپي او له دې سره سم باید هغه ټول اسناد ورته وړاندې شي چې موږ د هغه په وسیله مخدوم رهین خاین ګڼو.
د افغان کلتوري ټولنو د جرګې او د سولې د ملي جرګې ملاتړ ترلاسه کول
د دې کمپاین په لړ کې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې او د سولې د ملي جرګې د ټولنو د ملاتړ ترلاسه کول حیاتي ارزښت لري ځکه چې په دې دوو بنسټونو کې د افغان ولس داسې ریښتنې څیرې لیدل کیږي چې د پاک احساس خاوندان دي او د افغانانو د ښیرازۍ او زموږ د ملي پښتو ژبې لپاره په ریښتنې بڼه کار کوي. هغوی و هڅول شي چې په دې لاره کې خپل ټول رول و لوبوي.
د پښتو ویب سایټونو له لارې د لیکنو خپرول
د پښتو بریښناپاڼو له لارې د ګټورو لیکنو د داسې یوې لړۍ خپرولو ته اړتیا ده چې په مستند ډول د مخدوم رهین خیانتونه یو پر بل پسې بیان او دا ثابته کړي چې نوموړی هیڅکله د افغان ولس په خیر نه دی بلکي هغه د اوسني ولسمشر، نظام او روانو پرمختګونو د ناکامۍ سبب کیږي او د پردیو دسیسو ته په هیواد کې لاره هواروي.
د ولسمشر دفتر ته د لیکونو د لړۍ لیږل
ښه خبره به دا وي چې موږ د ولسمشر دفتر ته د رهین د خیانتونو په هکله په یوه صفحه کې په ډیر مستند ډول لیکونه ولیږو خو دغه ډول لیکونه که له تشو احساساتي شعارونو او خبرو خالي وي نو زما په نظر چې اغیزه به یې زیاته وي.
د ولسمشر د دفتر ایمیل آدرس: president@afghanistangov.org
وروستۍ خبره باید دا وي چې موږ باید په هیڅ شکل اجازه ور نه کړو چې دغه کرغیړنه او افغان دښمنه څیره یو ځل بیا د وزیر په توګه د افغان ولس پر اوږو باندې ور و تپل شي، زموږ له ملي ویاړونو سره لوبې وکړي او هغه پرمختګونه په اوبو لاهو کړي چې اتل او نومیالي وزیر جلالتمآب عبدالکریم خرم د خپل کار په جریان کې په لاس راوړي دي
زړګی افغان
