Hewad Afghanistan
کـــــــور

امریکا به په ژمي کې د طالبانو پر وړاندي خپلو عملیاتو ته زور ورکړي

نيټه : 2008-09-04

يو امریکاېی جنرال واېې چې ځواکونه به ېې په افغانستان کې خپلو ژمنيو عملیاتو ته پراخوالی او شدت ورکړي .تورن جنرال "جفري شلوزر "داڅرگندوني د اسوشیتت پرس آژانس خبریال ته په هغه چورلکه کې د مرکې پر مهال وکړي چی په نورستان ولایت کې روانه وه.جنرال وویل چې که چیرته په ژمي کې د طالبانو پټن ځایونه ویجاړ کړای شي هغوي به دا موکه پیدا نه کړي چی د پسرلي لپاره دمه وکړي .جنرال جفری ویلی طالبان د ژمی پر مهال وسلې را ټولوي او په پسرلي کی پرې بریدونه کوي خو دا ژمی به له هغوی څخه دا موکه واخیستل شي .دې جنرال د تیر پسرلي په دوو لومړیو میاشتوکې د طالبانو پر حملو کې د 40 فیصده زیاتوالي اصلی لامل هم په ژمی کې د هغوي آرام او د وسلو راتلونکي فعالیت څخه زيږنده وبلل. نوموړي چې د نورستان په ولایت کې ېې مرکه کوله طالبان گرم وبلل چی په ځينو سیمو کې ېې ولسي افغانان جبرا دې ته اړ کړي چې له خپلو کرونو څخه ووزی تر څو دوې هلته ځای پر ځای شي .د دې امریکايي جنرال دا څرگندوني په داسی حال کی خپريږي چی همدا اوس هم د ملک په یو شمیر سیمو کې پراخ عملیات روان دي .طالبانو هم سږ کال خپلو بریدونه ته شدت ورکړی او هان د کابل دروازې ېې هم را وټکولي.

Print


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!