ناټو ځواكونو د يوې خبرپاڼي په خپرولو په هلمند ولايت كي د ولسي وګړو مرګ ژوبله رد كړه.بېنوا اورګ ويبپاڼي ته د آيساف له خوا رارسېدلې پاڼه د سپټمبر پر لومړۍ نېټه له هلمند ولايت څخه د رسنيو هغه خبرونه ردوي چي وايي د سنګين په ساروان كلا سيمه كي ۵۰۰ ملكي كسان وژل شوي وو.خبرپاڼه وايي دغه عمليات چي د افغان او بهرنيو ځواكونو له خوا د هلمند ولايت د سنګين په ولسوالي كي د وسله والو طالبانو پر ضد پيل شوي وو، په ترڅ كي يې د ۲۲۰ په شاوخوا كي وسله وال كسان وژل شوي دي.
بېرته شاته
© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!