Hewad Afghanistan
کـــــــور

جمهور رئيس كرزى شينډنډ ته ولاړئ

نيټه : 2008-09-04

د افغانستان له جمهوري رياست څخه خپاره شوي خبرونه وايي ولسمشر كرزي نن سهار د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالي ته ورسېد.
ولسمشر كرزي وروسته له هغه شينډنډ ولسوالي ته سفر كوي چي نيژدې دوې اونۍ وړاندي د امريكايي الوتكو په بمباريو كي د سلو په شاوخوا كي ولسي كسانو ژوند له لاسه وركړ.
د ولسي مرګ ژوبلي له كبله ښاغلي كرزي د هرات دوه لوړ پوړي پوځي قومندانان له دندو ګوښه كړل او همدا راز پراخي ولسي مظاهرې او په هيواد كي دننه او دباندي غندونكي غونډي جوړي شوې.
ټاكل شوې ده چي ولسمشر كرزى به د زيانمنو شوو كورنيو له پاتي غړيو سره له نيژدې وګوري او غمشريكي به ورسره وكړي.
د يادوني وړ ده سره له دې چي د افغانستان حكومت په بمباريو كي وژل شوي كسان ولسي كسان بولي، خو امريكايي پوځي چارواكي وايي په دې بريد كي يې ۲۵ طالبان او پنځه ولسي كسان وژلي دي.
د امريكايي پوځيانو له خوا په وژل شوو كسانو كي د ملاصديق په نامه د طالبانو د يوه ځايي قومندان نوم هم اخيستل كېږي.

Print


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!