Hewad Afghanistan
کـــــــور

د نړۍ مصروف ترین روغتون

نيټه : 2008-08-31

رویټر خبري آژانس راپور ورکوی چی د افغانستان په هلمند کښي د برتانویانو پوځی روغتون نن په ټوله نړۍ کی لومړنی مصروف ترین روغتون ثابت سوﺉ دﺉ . د رویټر خبر یال لیک بیکر وایی چی تر لویی خیمې لاندی دا روغتون ۱۵۰ ډاکټران او نرسان لری او تقریبأ ۲۴ ساعته د زخمیانو په عملیاتو بوخت وی .

دا زخمیان برتانوي ، امریکایی او ډنمارکي پوځیان دي او هم افغانی عسکر او پولیس او هغه ملکي افغانان دي چی د دوی د بم وریو قربانی سوي وی . د برتانیې د هوایی ځواک یو روغتیایی کارمند وویل چی همدا اوونۍ دغه روغتون د عراق او جوهانز بورګ تر روغتونونو هم مصروف ترین روغتون ثابت سو ( د جنوبی افریقا د جوهانز بورګ روغتون د مجرمینو د حملو له امله د نړۍ مصروف ترین روغتون دﺉ ) . ډګروال ایان ملز وویل چی ما پدې عملیات خانه کی شپږ هفتې کار کړﺉ او پدې موده کی مو ۵۰۰ زخمیان عملیات کړي دي . ده زیاته کړه چی دا د طالبانو د حملو د ډزرښت دلیل دﺉ .

Print


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!