د تېرې شنبې په ورځ د مصر په گډون خليج ډېرى هېوادونو اعلان کړى و، چې د سپتمبر لومړۍ نېټه به د روژې مبارکې اوله ورځ وي .
دا په داسې حال کې ده، چې ليبيا ويلي وه، چې د يکشنبې په ورځ به د رمضان لومړۍ ورځ وې .
د سعودي شاهي ديوان هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې : ( نن مياشت ونه ليدل شوه، نو له دې امله سبا يکشنبه به د شعبان ٣٠ نېټه وي، چې دا مياشت بشپړه شي او د سپتمبر لومړۍ چې د دوشنبې له ورځې سره سمون خوري، د روژې مبارکې لومړۍ ورځ به وي .)
په قاهره کې بيا دارالافتاء اعلان کړى، چې (د يکشنبې ورځ د شعبان بشپړوونکې دېرشمه ورځ ده، اودوشنبه به د رمضان اوله ورځ وي .)
په ابو ظبۍ کې هم د مياشتې ليدلو کمېټۍ اعلان کړى، چې : د يکشنبې ورځ به د شعبان دېرشمه او دوشنبه به د روژې لومړۍ ورځ وي .
په قطر کې هم د دغه هېواد د اسلامي چارو او اوقافو وزارت دې ته ورته اعلان کړى .
د کويټ هېواد هم د يادو شويو هېوادونو پر پلونو پښې اېښې دي .
نو له دې کبله، ټولو مسلمانانو، او په ځانگړي ډول د افغانستان غيور او مسلمان ولس ته د روژې د مياشتې مبارکي وايو، په دې هيله چې هر کس په کې خپل ځان اصلاح او له دغه هېواده د جگړې ټغر د تل لپاره ټول شي او يرغلگر دښمنان د تل لپاره خداى وشرموي .
