Hewad Afghanistan
کـــــــور

د ملي امنيت چارواکي پښتانه خپلو سيمو ته نه پرېږدي

نيټه : 2008-08-31

هغه پښتانه کډوال چې د بلوچستان له ژوب ښار څخه د تخار خواجه بهاوالدين ولسوالۍ ته راستانه شوي وايي چې د ياد شوي ولايت د ملي امنيت چارواکي دوی خپلو ځمکو ته نه پرېږدي. ددغو راستانه شويو کډوالو يو تن مشر حاجي نصرالله چې دا وخت د لسمې ورځې لپاره د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په زندان کې بندي دی وايي چې د دشت کلا ولسوالي د ملي امنيت مدير ميرزا باچا د راستنو شويو پښتنو کډوالو پر ضد وسله وال کسان ګومارلي او دوی خپل پلرني کلي ته نه پرېږدي. نوموړي وېره څرګنده کړه چې که د ملي امنيت د ياد شوي چارواکي مخه ونه نيول شي نو دوی ته مرګ ژوبله واړوي. حاجي نصرالله له افغان حکومت، ملګرو ملتونو، ولسي جرګې او په ځانګړي ډول له ولسمشر حامد کرزي څخه د دوې د ژوند د ژغورلو غوښتنه وکړه. د تخار ولايت يو چارواکي ومنله چې د دشت کلا ولسوالۍ د ملي امنيت مدير ميرزا باچا د کډوالو پر ضد د بلوا او د راغلو کډوالو پر وړاندې د ځايي ازبکانو په پارولو کې لاس لري.

Print


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!