Hewad Afghanistan
کـــــــور

د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر په وياړ غونډه

نيټه : 2008-08-22

دپښتودخوږ  ژبي شاعر  ښاغلي عبدالوهاب سرتېر  د ادبي  اوکلتوري  چوپړ د درناوي  په  وياړغونډه .



 په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز  د گران افغانستان  د علمي اوفرهنگي  شخصيتونو د لمانځنې اودرناوي په  لړ کې  دا ځل د هيواد  د خوږ ژبي  اونازک خياله وتلي شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتېر  د ادبي اوفرهنگي هلو ځلو او د هغه  د ژوند د شپېتم پسرلي  درارسېدو په  وياړ  د روان  ۲۰۰۸کال  دسپتمبر د مياشتې پر  شلمه ((۲۰))  نېټه  د سويډن د مالمو په  ښارکې  درنه او پرتمينه  غونډه جوړوي  .
دهيواد  ټولو شاعرانو، ليکوالو، اديبانو او فرهنگيانو ته بلنه ورکوو چې  د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر  د ادبي او فرهنگي خدمتونو او تلاښونو په  اړوند خپلې ليکنې، اندونه  شعرونه او پيغامونه  موږ  ته  دسپتمبر تر ۱۵نېټې پورې  پدې  برېښنا پته  راولېږي :


ghamkhor@hotmail.com    يا    ghamkhor@gmail.com


يادونه :
دزياتومعلوماتو د ترلاسه  کولو لپاره کولای  شئ  پدې شمېره  تليفون له  حبيب الله غمخور سره تماس ونيسئ :
0046736511569

Print


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!