Hewad Afghanistan
کـــــــور

هلمند:په گرمسير کې بيا مرگ ژوبله شوي

نيټه : 2008-05-13

د هلمند په ناکراره ولسوالۍ کې يو ځل بيا د حکومت پلوه ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتي شوي . د ائتلافي ځواکونو يو چاپي بيان چې نن بينواويب پاڼي ته رسيدلی واېې چې تيره شپه او نن سهار په گرمسير کې سختي نښتي شوې چې گڼ شمير دولت ضد وسله وال پکې وژل شوي دي .ائتلاف واېې عمليات د هغه طالب قوماندان د نيولوپه هدف پيل شول کوم چې د گرمسير طالبانو ته د وسلو په قاچاق تورن دی خو تر اوسه ندی نيول شوی .په همدې حال کې له گرمسير څخه شاوخوا 9000 کسان تښتيدلي دي .د کډوالو چارو وزير" شمس الدين سرحدي"نن وويل د کومو ارقامو په اساس چې دوي ېې لري تر اوسه له گرمسير ولسوالۍ څخه 900 کورنۍ چې ټول ټال شميره ېې 6000 ته رسيږي امن ځايونو ته کډه شوي دي.ډير دا کډوال اوس لشکرگاه ته څيرمه په هغو پنډغالو کې ميشت دي کوم چې د افغان دولت له خوا جورړ شوي دي .

Print


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!