| کـــــــور |
لغمان:"د بيارغاونې څلور پروژې بشپړي شوي"نيټه : 2008-05-12په لغمان ولايت کې دبيارغاونې څلورپروژې بشپړې اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه رغنيزې پروژې دملی پيوستون دپروګرام ترچترلاندې ددې ولايت دالينګاراودولت شاه په ولسواليوکې بشپړې شوي دي. دلغمان ولایت دملی پیوستون دپروګرام مشرانجینرهمایون اکسير وويل: په دغو رغنیزوپروژو کې ، سرک جوړونه، استنادی دېوال، اود څښلودپاکو اوبو دژوروڅاګانوکېندل شامل دي.ويل كيري په دغو پروژو شا اوخو څلورمیلیونه افغانۍ لګښت راغلى دى. ©
Copyright 2008. All rights reserved.
Contact: Webmaster
|