Hewad Afghanistan
کـــــــور

قاري يوسف دطالبانودعملياتوتوضيحات خپاره كړل

نيټه : 2008-05-12

په هغه ويبپاڼه كي چي طالبانوته منسوبيږي قاري يوسف احمدي چي په جنوب كي دطالبانووياندبلل كيږي ديوې مركي په ترڅ كي دعبرت په نامه دعملياتودپيل راهيسي دخپلوملګرودبرياووپه اړه معلومات خپاره كړي اودده په ويناچي دغه ټول معلومات يي دنړيوالوخبري آژانسواومشهورويبپاڼوسره هم دپيښوپرمهال شريك كړي دي ،د احمدي په ويناچي په دغوعملياتوكي يي ټولټال ۱۴۰۱ نفره وژلي چي په دغه شميره كي ۶۳۲ تنه بهرني ځواكونه، ۷۵۵ تنه كورني عسكر، اود د هالينډ د مسلحو قواوو د مشر جنرال" فيترون " د زوی (بريدمن دانسون ) په ګډون ۱۴ تنه دولتي مسئولين وژلي دي، ښاغلي احمدي دمركې په ترڅ كي د ۹۶ بهرنيوټانكونو،۱۳۱ دولتي رينجرموټرونواو۵۲ اكمالاتي موټرونوترڅنګ په ګرمسيركي ديوي چينوك ډوله هليكوپتردراغوځولو خبره هم كړې ، احمدي زياته كړې چي پورته لاسته راوړني يي د۶ ځانمرګيوبريدونو،۷۱ كمينونواو۷۷ دماين دپيښوپه مرسته ترلاسه كړيدي.

Print


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!