Hewad Afghanistan
کـــور

2009-12-31

د زمزم سپېڅلې اوبه

Date: 2008-12-31

لیکنه: پوهیالی اسدالله حامد پیاروخیل

زمزم د هغي سپیڅلی څاه نوم دې چه د مکې معظمې ښار په بیت الحرام جومات کې د شلو مترو په فاصله د کعبې ختیځ لوري ته واقع ده . د اسلامي تاریخ له مخې د زمزم څاه هغه معجزه ده چه د خداي (ج) په امر د جبریل پواسطه د اسماعیل (ع) د پښو لاندې چه په یوه دښته کی تږۍ وه په نا څاپه توګه پیدا شوه. هر کال په زرګونو مسلمانان د حج فریضې د ادا کولو په وخت کي د دغی سپیڅلې څاه څخه لیدنه کوي او د هغې له خوندورو اوبو څخه څښي او هم یی خپلو ځانوسره خپلو کورنیو او ملګرو ته د تحفې لپاره وړي.

د زمزم د سپیڅلی څاه لنډ تاریخ

اسلامي تاریخ د زمزم اوبو د څاه پیدایښت محترمې بي بي هاجرې د اسماعیل (ع) مور او د ابراهیم (ع) میرمنې ته راجع کوي. د اوس نه څه د پاڅه څلوزره او اته کاله وړاندی محترمې هاجری د صفا او مروا د غونډیو په منځ کې چې یوه وچه دښته وه د خپل ماشوم ځوی اسماعیل (ع) د سختې تندې له امله د اوبو پلټنه کوله ، ځینې اسلامي تاریخونه لیکي چه بي بي هاجره اووه ځله د صفا او مروا غونډیو په منځ کې د اوبو د موندلو لپاره منډې ووهلې مګر هیڅ یی ونه موندل، بیا خداي (ج) چه پخپلو بنده ګانو همیشه رحیم او مهربان دی ملاًُیکه جبریل (ع) یی د مرستې لپاره ولیږله چه ځمکه یی وکیڼله او د اوبو چینه راپیدا شوه خو ځینې تاریخونه بیا وایي چه اوبه پخپله د اسماعیل (ع) د پښو لاندی په نا څاپه توګه راپیداشوې او یا هم جبریل (ع) پخپلو پښو ځمکه وکینله او بیا یې په خپلو وزرونو خاورې پاکې کړې او د زمزم څاه پیدا شوه. د دغی سپیڅلې څاه نوم د زوم زوم له کلمې چه د دریدلو او یا تم کیدو په مانا ده اخیستل شویده.

اسلامې تاریخ لیکي هغه وخت چی د جورهم قبیلې د مکې معظمې د ښار واک یی په لاس کی واخیست د زمزم څاه د یو څه وخت لپاره وچه او ورکه شوه، ځینې تاریخونه لیکي چه زمزم د څاه وچیدل او ورکیدل د جورهم د قبلی د زیاتو ګناهونو له امله وه او بیا ځینې لیکي چه کله د جورهم قبیلې د مکې ښارڅخه پرشا ولاړل او ښار یی پریښود نو د زمزم څاه یی د خاورو نه ډکه او پټه کړه. خو بیا دغه څاه د حضرت محمد (ص) د نیکه ابوالمطلب لخوا چه د زمزم د څاه په هکله یی خوب لیدلی وه ددوهم ځل لپاره کشف او څرګنده شوه.

د محترمې بې بې هاجره او د زمزمو د اوبو دغه کیسه د اسلام په دین کې د یواسلامي دود په بیلګه تر نن ورځی پاتې شوه او ټول هغه ښځینه او نارینه مسلمانان چه د حج فریضې د ادا کولو لپاره مکې معظمې ته ځي نو د صفا او مروا د غونډیو تر منځ باید اووه ځله په تیزۍ سره لاړ او راشي او بیا د زمزم سپیڅلې اوبه و څښي.

د اسلام دیني عالمان په دی موافق دي چه د زمزم د اوبو څښل ټولو مسلمانانوته په خاصه توګه هغو مسلمانانو ته چه د حج او یا د عمرې د اداکولو لپاره مکې معظمې ته ځي مستحب دی، ځکه چی د صحیح بخارې شریف (۳/۴۹۲) حدیث دی چه حضرت محمد (ص) د حج د اداکولو په وخت کې د زمزم اوبه څښي دي. او همدا رنګه د صحیح مسلم شریف (۴/۱۹۲۲) کښې ابو ‌‌ذر غفاري څخه روایت دی چه حضرت محمد (ص) د زمزمو د اوبو په هکله ویلي دي: ((د زمزم اوبه د خدای (ج) رحمت دی اوښه غذا ده چه ستاسو تنده او لوږه دواړه مرفوع کويّ)) چه د ابو ذر غفاري په یو بل حدیث کې د پورتني حدیث اثبات شوی چه پخپله ابو ذر غفاري د مکې معظمې په ښار د یو میاشتې لپاره پاتې شوې وو، چه د زمزم اوبو نه بغیر هیڅ شی یی د خوړلو او څښلو لپاره نه لرل. صحیح الجامي (۳۳۰۲) هم د زمزمو د اوبو په هکله روایت کوي چه محمد (ص) ویلی (( د ځمکې پر مخ تر ټولو غوره او سپیڅلې اوبه د زمزم اوبه دي، ستاسو لپاره یو ډول غذا او د نارغیو درملنه ده. همدا رنګه سلسلات الصحیح (۸۸۳) روایت کی چه حضرت محمد (ص) د زمزم اوبه څښلي دي، اودس یې پرې کړی او هم یی پخپل سر مسح کړیدي، او هر کله به یی زمزم اوبه له ځانه سره په یوه لوښي کې وړلی او د خلکو په سر به یی اچولی او هغو ته به یی د څښلو لپاره ورکولې. ابن ماجه په یوه حدیث کې روایت کوي او وایي چه حضرت محمد (ص) ووایي (( د زمزم اوبه د هر هغه هدف لپاره دی چې تاسې یې څښې، که یی د روغتیا لپاره څښی نو خدای (ج) به صحت درکړي، که یی د د لوږی پخاطر څښی نو الله (ج) به مو موړ کړي او که یی د تندی پخاطر څښی نو الله (ج) به مو تنده ماته کړي)).

زمزمود اوبو په هکله ځینی ساینسي څیړنې

ګن شمیر اسلامي او اروپایي هیوادونو کې د زمزمو د اوبو په هکله هر اړخیزې څیړنې شویدي او د ا یی ثابته کړیده چه د زمزم اوبه د نورو اوبو په پرتله خورا لوړ کیفیت لري او په خپل ترکیب کې دیر د پام وړ منرالونه، مرکبات اومالګې لري، چه د انسان د صحت او روغتیا لپاره ګټور دي. ددغو ساینسي څیړنو له جملې څخه یو څو مهمی څیړنې یې په لاندې ډول دي.

۱. طارق حسین چه یو پاکستانۍ ساینسپوه ده د زمزمو د اوبو په هکله په یوی مقاله کې یادوي چه د زمزم اوبه د اروپا په ځینو تحقیقاتي لابراتوارونوکې تر څیړنې لاندې نیول شوي او په نتیجه کې لیکي چه د زمزم او نورو اوبو تر منځ خورا لوی توپیر شته چه مهم توپیرونه یی د کلسیمو او مګنیسیمو د مالګې په کیفیت کې دی، او لیکي چه د زمزمو اوبو د کلسیمو او مګنیسیمو کیفیت د عادي اوبو په پرتله خورا ډیر لوړ دې. محترم طارق حسین وایي؛ دا چه هر کال په میلونونو حاجیان د حج د مراسمو په وخت کې د زمزمو اوبه څښي او د دوی تنده او ستوماني رفع کوي، کیدای شي چه علت یی د زمزمو د اوبو لوړ کیفیت وي، او ډیره مهمه خبره د دې اوبو په هکله داده چی پخپل ترکیب کې خورا زیات فلوراید لري چه د مکروب وژلو خاصیت لري او ّنه پریږدي چه الجي او یا نوری باکتریاوی پکې رشد وکړي.

۲. څیړنو ښودلی ده چه د زمزم اوبه د مکروب وژلو کیمیایي مرکب ( کلورین) ته هیڅ ضرورت نه لري او هیڅکله هم ورڅخه استفاده نده شوی. د زمزم اوبه داسې صحي او پاکې ښکاري لکه چه په ښارونو کې د نلونو تصفیه شوی اوبه کوروته لیږدول کیږي. دا واضح خبره ده چه طبعي څاکانو، ویالو او د ابو په چینو کې هرومرو ځینی نباتات او مکروبونه رشد کوي، او د اوبو په کیفیت، رنګ، بوي او خوند اغیزه کوي، خو د زمزمو په څاه کې دغه ډول هیڅ نباتات او د اوبو نور مکروبونه ندي لیدل شوي چه دا د الله (ج) لوی حکمت دې او مونږ یې باید شکر وباسو.

۳. دا ثابته شوی ده چه د زمزم اوبه د ځینو ناروغیو لپاره ښه درملنه ده. ساینسپوهان پدې هکله وایی چه د زمزم اوبه د ډیرو ګټور منرالونه او مالګې په لرلو سره د مکروب وژلو ښه خاصیت لري. د زمزم اوبه په خپل ترکیب کی سودیم، کلسیم، پوتاشیم، مګنیزیم او ځینې نور ګټور مرکبات لري چه د ځینو ناروغیو لکه: د مفاصلو التهاب، روماتیسم او د هډوکو او پوستکی بیلابیلو بی نظمیو لپاره ښه درملنه او دوا ده.

۴. ډاکتر ماسارو ایموتو چه یو جاپانۍ ساینس پوه دی پدې نږدې وختونوکې یې د زمزمو اوبو په هکله بیلابیلې څیړنی کړیدي او وایي چه د زمزمود اوبو کرستالونه د نورو اوبو په پرتله خورا ډیر زیات توپیر لري او وایي چه د ډیرو څیړنو په نتیجه کې د طبعي کیفیت او کمیت له نظره هیڅ ډول توپیرد زمزمو په اوبو کې ندی موندل شوی. ډیره مهمه خبره دا ده چی ډاکتر ایموتو وایي چه کله د زمزمو د اوبو یو څاڅکی د عادي اوبو په زرو څاڅکو کې علاوه شي نو عادي اوبه به هم د کیفیت له نظره کټ مټ د زمزمو د اوبو په شان وي، چه دا ډیره د حیرانتیا خبره ده.

۵. ددنیا په بازارونو او مارکیتونو کې اوبه د منرالونو د ښه کیفیت او کمیت له نظره په لوړه بیه خرڅیږي او ښی اوبه هغه اوبه دی چه د منرالونو اندازه یې ۳۵۰-۱۵۰ ملي ګرامه په یوه لیتر کې وی. د حیرانتیا خبره داده چه د منرالونو اندازه د زمزمو په اوبو کې ۲۰۰۰ملي ګرامه په یوه لیتر کې ده او زیاته اندازه یی هم د سودیم، مګنیزیم او پوتاشیم منرالونه دي چه د نورو منرالونو په پرتله خورا ډیر ګټور دي.

۶. ساینس او تکنالوژۍ دا ثابته کړیده چه د زړه او شریانونو ناروغي په هغو کسانو کې چه د زمزم په شان د زیاتو منرال لرونکو اوبه څښي، کمه لیدل شویده او یا هم هیڅ نشته.

۷. اوبه د ښی هاضمی لپاره مهم مرکب بلل کیږی، خو په دی شرط چه په خپل یوه لیتر ترکیب کی د ۲۵۰ ملي ګرامو څخه زیات د بای کاربونټ مرکب ولري. د دنیا تر ټولو ښه منرال لرونکې اوبه د فرانسی د اویان د چینې اوبه دي چه د باي کاربونټ اندازه یی ۳۵۷ملي ګرامه په یوه لیتر کې ده. پداسې حال کې چه د زمزمو په اوبو کې د باي کاربونټ اندازه ۳۶۶ ملي ګرامه په یوه لیتر کې ده. چه ددنیا د مشهورې چینې له اوبو څخه ۹ ملي ګرامه زیاته ده. چه داخبره د حضرت محمد (ص) د حدیث چه فرمایي ((د زمزم اوبه د مځکې پر مخ تر ټولو غوره او سپیڅلې اوبه دي)) ښه ثبوت دی.

۸. د زمزمو په اوبو کې اته قسمه مهم عناصر موجود دي چه ددوي اندازه د نورو اوبو په پر تله خورا ډیر زیات دی چه دا عناصر مګنیزیم سلفیټ، سودیم سلفیټ، سودیم کلورایډ، کلسیم کاربونټ، پوتاشیم نایتریټ، هایدروجن سلفیټ، سلفور او باي کاربونټ دې.

د زمزمو اوبو د څښلو آداب

د ابن عباس رضي الله عنه په یوه حدیث کې روایت شوی چه وایي (( یو سړی ابن عباس (رض) ته راغی، نو ابن عباس (رض) ورڅخه پوښتنه وکړه چه له کومه ځایه راغلې؟ نوموړي سړي ځواب ورکړ چه د زمزم له چینې څخه راغلم. بیا ابن عباس (رض) ورڅخه وپوښتل، آیا د زمزم اوبه دې لکه څنګه چه باید وڅښل شې وڅښلې؟ سړي ځواب ورکړ ای ابن عباسه د زمزم اوبه څرنګه باید وڅښل شي؟ ابن عباس ځواب ورکړ او ورته یی وویل کله چه د زمزم اوبه څښې نو مخ د باید د قبلې په لور وي، الله (ج) باید یاد کړې، په دریو دمو یی وڅښې، څومره چه څښلی شې باید ویې څښې او په آخر کې باید شکر وباسې. ابن عباس به چه کله د زمزم اوبه څښلې همیشه به د نافع علم، پراخه روزی او د ښه صحت دعا کوله.

د زمزمو د اوبو څښلو په وخت کې لاندې آداب باید په نظر کې ونیول شي:
۱. د زمزمو اوبه باید په دریو دمو وڅښل شي.
۲. د زمزمو اوبو د څښلو په وخت کي مو مخ باید د قبلې په لور وي.
۳. د زمزم اوبه څومره چه څښلی شو باید ویې څښو.
۴. د زمزمو اوبو د څښلو په وخت کې باید دعا وکړو او شکر وباسوو.
۵. د زمزم اوبه چه د هر مقصد لپاره وڅښل شي نو خدای به مو مقصد پوره کړي. نو ښه به داوي چه د ابن عباس (رض) په شان د نافع علم، پراخې روزی او پوره صحت غوښتنه وکړو.

په آخر کی راځی چه د الله (ج) لوی دربار ته لاس په دعا شو چه لمړی د بیت الله شریف حج را په نصیب کړی او بیا د زمزمو د اوبو څښلو په وخت کې د پوره صحت، نافع علم، د ګناهو څخه د مغفرت، له مرګ نه وروسته ژوند په جنت کې، د جمعې په ورځ د با وقاره مرګ او په دنیا او آخرت کې د پوره عزت او سر لوړی ژوند غوښتنه وکړو.

آمین

د افغانستان په اوسنیو شرایطوکې د ځوانانو مسئولیتونه

Date: 2008-12-31

لیکنه : پوهیالی اسدالله حامد پیاروخیل

ځوانان د یوی ټولنې هغه فولادي قوت دی ّّچه کولای شي په بیلابیلو پړاوونو کې غورځنګونه او انقلابونه منځ ته راوړي او د حکومت جوړولو په ټولو اړخونو کې فعاله ونډّه ولري او د خپلو حقوقو څخه پوره دفاع وکړي. افغانستان په تیرو دریو لسیزو کې د داسی کورني جنګونو، کړاونو، سیمیزو او قومي تبعیضونو شاهد وؤ چه سارۍ یې په ټوله ڼړی کې نه لیدل کیده. افغان ملت درپه دره شو، ښکلۍ افغانستان په خاورو او کنډوالو بدل شو، میندی کونډې شوی، ماشومان یتیمان شول ځینو کورنیو چه څه نا ّڅه د هجرت توان درلود په ډیر خوارشینۍ اوبی وزلۍ سره ګاونډیو ّهیوادونو ته مهاجر شول او له هر رنګه کړاونو او محدودیتونو سره سره د هجرت او جلاوطنۍ ژوند ته دوام ورګړ. هغه کورنې چه د جنګ په میدان کی پاتې وی له هر ډول امنیتي اقتصادي او ټولنیزو تکالیفو او کړاونو سره مخ ول.

باید په ښکاره ډول سره ووایو هغه ّځوانان چه په تیرو دریو لسیزو کې په جنګي شرایطوکې لوی شوي دي هیّڅ ملامت نه دي، ځکه چې امنیتي او اقتصادي مشکلات یی لرل، د زده کړې او تحصیل زمینه ورته برابره نه وه، آن تر دې چه ډیرو ځوانانو د راتلونکي ژوند تمه نه لرله.

دا یوه معلومه اوښکاره خبره ده چه جنګي شرایط نه یواځې د یوی ټولنې په امنیتي، اقتصادي، سیاسي او ملي ارزښتونو تاثیر لري بلکې د ملت په خاصه توګه د ځوانانو په روحیه، ټولنیزو اخلاقو، زده کړه او فکرونو هم ډیری اغیزې لري چه نن سبا زمونږ ډیر ځوانان ددغو بدو اغیزوپه نتیجه کې په هیوادکې د ځینو نا امنیو او نا خوالو لامل ګرځیدلي دي او په همدې ډول ځینې ځوانان د هجرت په دوران کی د پردیو د کلچرونو، فکرونواو ایډیولوژی تاثیرلاندې راغلي دي چه تر نورو زیات سیمیز، ژبیز او قومی تبعیضونو ته لمن وهی او نه پریږدي چه ګران افغانستان کې امن او څوکالي راشي. ددې ټولو بد بختیو اوکړاونو تر څنګ په ډیری خوښی سره باید ووایو چه زمونږ ډیر ځوانان د هجرت په دوران کې د هر ډول مشکلاتو او کړاونو سره سره د زده کړې ډیرې ښې زمینې ورته برابری وی او د ښه زده کړې او تحصیل خاوندان شول، چه بیرته ګران وطن ته راستنیدوسره یی ډیرې ښې لاسته راوړنی لرلې. همدا رنګه ډیرو ځوانان په افغانستان کې د نا امنۍ او جنګي شرایطو سره سره یې خپل زده کړې او تحصیل ته ډیر پام وو اود هر رنګه مشکلاتو او کړاونوسره سره یې خپلو درسونو او تحصیل ته ادامه ورکړه. بی له شکه باید ووایو چه په هغو بدو شرایطو کې ځینو والدینواو کورنیو د خپلو اولادونو په روزلو کې ډیره فعاله ونډه درلوده چه په ځانونویې هر ډول کړاونه اوتکالیف قبول کړل ولې خپلو اولادونوته یې د زده کړې او تحصیل زمینې برابری کړې او له هر څه نه یی زیات د هغوي راتلونکي ته ډیر پام وو چه زه هم د همدغو ځوانانو له جملې څخه یو خوشبخته او طالعمنده ځوان یم او همیشه خپلې کورنۍ او موروپلار ته دعا کوم اود څښتن تعالی څخه ددوي د خوشحالۍ او صحت غوښتونکۍ یم.

د افغانستان په اوسنیو شرایطوکې سره له دې چه اکثرو ځوانانوته ښه امکانات برابر دي او د اقتصاد له پلوه هم ّّڅه نا څه بد ندي، خو څرنګه چه لازمه ده د نسبي امکاناتو او وخت نه یي پوره ګته نده اخیستی. دا اوس مهال په افغانستان کې د ښونځیو،پوهنتونونو، بهرنیوژبو، ساینس او کمپیوټر اود ځینو نورو تعلیمي کورسونو ښه زمینه برابره ده او د اقتصاد له پلوه هم ډیر ځوانان ددې وس لري چه عالي تحصیلات وکړی او یا په خصوصي برخو کې کورسونه تعقیب کړي او په آینده کې د ویجاړ وطن لپاره د خدمت مصدر وګرځي. ولې له بده مرغه باید ووایوچې چه ځینې ځوانان د ښونځي او یاد ژبې د کورسونوپه ختمولو اکتفا کوي او یا یې ښونځي هم نیمګړي پریښي دي او په ځینو بهرنیو غیر دولتي موسسو کې کار کوي، یا هم په غیررسمي توګه د بهرنیو نظامي او یا ملکي وګړو سره په ترجمانۍ بوخت، ډالری معاشونواو موټرو ته خوشحاله دي اویا داسې ځوانان هم شته چه د ښه علمي او فکري استعدادونو خاوندان دي ولې له بده مرغه ځینو ګاونډیواونورو هیوادونو ته د کاراو مزدورۍ لپاره ځي خو دې ته متوجې ندي چه راتلونکی ژوند لری او د خپل ځپلي وطن بی وزله ملت او راتلونکو نسلونو په مقابل کې درانه مسؤلیتونه لری.

دافغانستان په اوسنیو شرایطوکې، ځوانان له هر څه نه وړاندې خپل زده کړې او تحصیل ته باید زیاته توجه وکړي، ځکه چه افغانستان تکړه او با استعداده ځوانانو ته اړتیا لري او د ځوانانو د هدف ته رسیدو یواځنۍ لار ده، دوي د اوسني شراط غنیمت وګني او له وخت نه د پوره ګته واخلی.

ټول ځوانان د لاس یو کړي او د یو واحد قوت په لرلو سره کولای شي چه هر رنګه ژبیزُ، قومیز او منطقیز تبعیضونه له منځه یوسي، ددریو لسیزو له تاریخ نه د عبرت واخلی او پرینږدي چه هغه شرایط او کړاوونه بیا تکرارشي، که چیریٌ ځوانان ملي یوالۍ او وحدت ولری نو هر څه کولې شي.

د ویجاړ وطن په جوړولو کې د فعاله ونډه واخلي، افغانستان په ټوپک نه جوړیږي، بلکې په قلم او مټو جوړیږي که چیرې ځوانان لاس یو کړي او په پوره صداقت کار وکړي نو واضح خبره ده چه ددوي زحمتونه به پوره نتیجه ورکړي.

هغه ځوانان چه په دفترونو او دولتي اداروکې کار کوي، کولی شي چه د بډې اخیستنی او بډې ورکونی مخه ونیسي او اداري فساد له منځه یوسي، پدې شرط چې دوی په پوره صداقت او ایمانداری کار وکړي او اصلي هدف یی د ویجاړ افغانستان جوړول وی نه د پیسو او مقام لاس ته راوړل.

هغه ځوانان چه افغانستان نه بهر ژوند کوي، که د مالي مرستی توان لری نو له بی وزلو ځوانانو سره د مرسته وکړي تر څو وکولۍ شي خپل تحصیل او زده کړې ته دوام ورکړي، او هغه ځوانان چه په بهر کی پخپله په زده کړه بوخت دی او د مالی مرستی توان نه لری نو کولی شي چه خپلو ملګرو او نورو ځوانانو ته نیکې مشورې ورکړي او دوي خپلو درنو مسؤلیتونو ته متوجه کړي.

نو راځی ځوانانو چه لاس سره یو کړو او په پوره صداقت او ایمانداری خپلې دندې مخ ته بوځو اود بې وزله ملت او ویجاړ افغانستان د جوړولو لپاره ملا وتړو. تول افغانان یوو، دیوه ملی بیرغ لاندی ژوند وکړو اوپری نږدو چه دښمنان زمونږ په منځ کې تفرقه واچوي د ژبی، سیمې او یا قوم په بهانه مو سره بیل کړي.

2009-12-30

پېښور: د محرم په مياشت کښي دي د بې ځايه گرځيدو نه ډډه وسي

Date: 2008-12-30

په پېښور کښي د افغان کډوالو د رياست له خوا پر افغانانو غږ شوئ، چي د محرم په مياشت کښي له بې ځايه گرځيدو څخه ډډه وکړي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د رياست له خوا ايس سي پي آر ډي ته په يوې راليږل شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې افغان کډوال دې د محرم الحرام د مياشتې له لامله له بې ځايه گرځيدو څخه ډډه وکړي او د گرځيدو پر مهال دې د افغان سيټيزن اصلي کارډونه وگرځوي او پوټو سټيټ دې نه گرځوي.

اعلاميه زياته وي، چې افغان کډوال دې د کوربه هېواد پاکستان قوانينو احترام وکړي،هغه کډوال، چې په کيمپونو کې ووسيږي له کيمپونو څخه دې ښاري سيمو ته نه راځي او د ښاري سيمو کډوال دې په خپلو کورونو کې ووسي او د اړتيا وړ توکې دې له اوسه څخه راونيسي.

فضل قادر انډيوال - له scprd.comڅخه په مننه

په خيبر كې درنه نښته

Date: 2008-12-30

خبري سرچينو ويلي، نن سهار د خيبر ايجنسۍ په جمرود او شاوخوا سيمه كې د پاكستاني پوځ له خوا پر اورپكو سخت بريد پيل شوى. په بريد كې له درنې توپخانې كار اخيستل كېږي او دا هم ويل شوي، چې د كوهاټ ټونل لا له مخكې بند كړل شوى. دغه راز پېښور ښار ته نزدې سيمه بډه بېره كې هم ګرځ بنديز اعلان شوى.
د محرم له پيلېدو سره سم په پېښور ښار كې هم امنيت سخت ټينګ شوى او ځاى ځاى پوليسو تالاشيانې پيل كړې.
د يادونې وړ ده، چې نن د پېښور د كارخانو كاروباري ماركيټونه تړل شوي او د پېښور- تورخم په لاره تګ راتګ بند دى. د پېښور تورخم لار هغه سيمه ده، چې تل پكې ناټو ته تلونكي ټانكرونه او باروړونكي موټر د اورپكو له لوري سوځول كېږي.

په افغانستان کې دماشومانو دحقوقو په ملاتړکې دمدافع وکيل درول ترعنوان لاندي يو ورځني ورکشاپ جوړشو.

Date: 2008-12-30

په افغانستان کې دماشومانو دحقوقو په ملاتړکې دمدافع وکيل درول ترعنوان لاندي يو ورځني ورکشاپ نن دافغانستان دحقوقي خدمتونو موسسي له خوادشبرغان ښار په مليمستون کې جوړشو.ددغي موسسي رئيس وويل: دغه ورکشاپ ديوي ورځي لپاره ديونسف په مرسته دقاضيانو ، دڅارنوالانو ، مدافعو وکيلانو او دماشوم د حقوقو دنورو مرکزونو دچارواکو دفعالينو په گډون دعدلي ارگانونو دپنځوسو تنوکليدي شخصيتونو په گډون جوړشوي دي.
دده دڅرگندولو له مخي ددغه ورکشاپ دجوړولو هدف په امنيتي اوقضايي مراجعو کې دنسبتي دوسيو دڅيړني په وخت کې دماشوم دحقوقو په ملاتړکې دمدافعو وکيل درول څرگندول اودمدافع وکيل زيات روزل دي .

د كند هار ښار دعينو سيمي د لو مړ نى ښوونځى د نوى ودا نى د جوړولو كارپيل شو .

Date: 2008-12-30

دغه ودا نى د خلكو له خوا ددوه نيم جريبه وركړ شوى ځمكې په سا حه كې د پو هنى و زارت له بود جى څخه د يو مليو نو يو سلو لس زرو افغا نيو په لګښت په يوه پوړ كې په پا خه ډول جوړيږى .

په دغى ودا نى كې اته در سى خو نى ،كتا بتون ، دوه ادارى خو نى او نور ضروريات په پا م كې نيول شوى دى .

د كند هار په ولايت کي درى بوشكې چاوديدونكې مواد كشف اوشنډ كړل شو.

Date: 2008-12-30

د كند هار ولايت د امنيه قو ما ندا نى پو ليسو پرون ددغه ولايت په مر بو طاتو كې درى بوشكې چاوديدونكې مواد كشف اوشنډ كړل .

د كور نيو چارو و زارت د مطبو عا تى دفتر د معلو ما تو له مخى دغه مواد چى د ترو ريستا نو له خوا د چاود نى په مقصد د ژيړى ولسوالى د بيرا نه په كلى كې تر يوه پلګى لاندى ايښودل شوى وو چې د پو ليسو له خوا كشف اود ايتلاف د پوځو نو په همكارى شنډ كړاى شول.
ديو بل خبر له مخى د لغمان ولايت د امنيه قو ما ندانى پو ليسو پرون د وسايطو ضد يو ماين چى ددولت د مخالفينو له خوا ددغه ولايت د عليشنګ ولسوالى د سالا ب درى د مواصلا تى لار ى په تګلورى كى ايښودل شوى وو كشف او شنډ كړ .
په يوه بل خبر كې ويل شوى دى د وسايطو ضديو ماين چى د ترو ريستا نو له خوا د كندز ولايت د چاردرى ولسوالى د عيسى خيلو د كلى د مواصلا تى لارى په تګلورى كى ځاى په ځاى كړاى شوى وو ددغه ولايت د امنيه قو ما ندا نى د پو ليسو له خوا پرون كشف اوشنډ كړاى شو.

2008-12-28

خوست کي سهارني ځانمرګي لویه مرګ ژوبله واړوله

Date: 2008-12-28

په خوست کي نن سهار په هغه ځانمرګي برید کي چي په صرف ډوله موټر کي تر سره شو شاوخوا ۷۰ کسانو ته مرګ ژ،بله واړوله .

د اسماعیل خیلو د ولسوالۍ په دروازه کي نن سهار ۱۰ بجو او ۴۵ دقیقو باندي یو ځانمرګي بریدکونکي خپل موټر هغه وخت والوزه چي ګڼ شمیر د ښونځۍ ماشومان د ولسوالۍ د ودانۍ ترڅنګ دښونځۍ د کتابونو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وه .

دهمدې ولسوالۍ ولسوال دولت خان قیومي بېنوا ته وویل چي دی دننه په ودانۍ کي و او په ودانۍ کي غوڼده روانه وه . هغه وویل چي په پیښه کي درې پولیس او لس عام وګړي چي اوه ئې ماشومان دي وژل شوي دي . او تر ۵۰ زیات کسان چي ډیری ئې ماشومان دي سخت ژوبل شوي دي .

داسماعيلخېلو د ولسوالۍ د ودانۍ ترڅنګ ولاړ د روشن مخابراتي شرکت انتن هم په دې پېښه کې ويجاړ شوى دى او په سیمه کي د برید کونکي د بدن دټوټو تر څنګ دښونځۍ دماشومانو کتابونه ، قلمونه او نور مواد هم هر خواته تیت پراته وه .

دوه ټنه چاودیدونکي توکي ونیول شول

Date: 2008-12-28

جلالزی

په کندهار کې د ملی پوځ قوماندانان وایې چې نن د یکشنبې په سهار یې د غورک ولسوالۍ څخه دوه ټنه چاودیدونکي توکي نیولي دي . دغه توکي د طالبانو له خوا کارول کیدل . په دې موادو کی ماینونه او د سکر توغندیو گولۍ هم شاملي دي او په تور یی څوک نه دي نیول شوي .

دخوست په اسماعيل خېلوکې ځانمرګی بريد شوی

Date: 2008-12-28

دخوست په اسماعيل خېلواومندوزيوولسوالۍ کې ځانمرګی بريد شوی دابريد همداڅوشېبې وړاندې پرنوموړې ولسوالۍ ترسره شوی٠ دسيمې ولسوال دولت خان قيومي وويل ،چې بريد ديوه موټر بم په وسيله ترسره شوی ،خودمرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل ،خودايې زياته کړه،چې نورمالومات به يوڅوشېبې پس په ډاګه کړو٠

کابل: دری تنکۍ خویندي ړانده توغندي ووژلي

Date: 2008-12-28

د کابل پوليس وايي چې تېره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار په لوري دوه توغوندي راغلي دي چې يو يې په افشار سيمه کې پر يوه استوگن ځي لگېدلى دى چې درې تنه نجونې يې وژلې او درې تنه نور سيمه ييز وگړي يې ټپيان کړي دي .د وژل شویو نجونو اکا فرامرز وویل چې د ده وریرې هره یوه دیارلس، څورلس او شپاړس کلني وي چې راکټ ټوټي کړې .د پلازمیني د پوليسو مشر ايوب سالنگي وويل چې توغوندي د پغمان له لوري راتوغول شوي دي، د توغنديو د نور زيان په اړه تر دې مهاله معلومات نه دي په ډاگه شوي . افغان چارواکي وسله وال طالبان د دغه راز بريدونو په کولو پړه بولي.

کندهار:دوه کاناډایان، یو افغان ژباړن او یو ساتونکی ووژل شول

Date: 2008-12-28

جلالزی

د کندهار ښار په لویدیځ کی پرون د واټ د غاړي په یوه چاودنه کې دوه کاناډایی سرتیري، د هغوي افغان ژباړن او یو بل افغان ساتونکی ووژل شول. په کندهار کې د کاناډایی سرتیرو قوماندان جنرال تامپسن وویل چی دغې چاودنی سخت خواشینی کړی دی .

2008-12-20

دنړیوال اقتصاد د خرابېدونکي حالت انځور په رسانیو کې

Date: 2008-12-20

لیکونکی : حکمت الله حکمت

دغربې نړۍ رسانۍ د نړیوال قتصاد خرابي تر هغه حد زیات خراب بولي کوم چې د ۱۱د سیپټیمبر د ۲۰۰۱ کال نه وروسته را پیدا شوې وه .
د نړۍ د رسانیو د ورځې د بحث منځنې ټکې د نړیوال اقتصاد د وران حالت انځور جوړوې .
په دی هکله دنړۍ په خورا معتبرو ورځپاڼو ، تلویزیونې خپرونو … کی هره ورځ حتی هر ګړۍ نوې خواشینونکې خبرونه خپریږۍ.
زه ددې حالت د پوهاوې لپاره ګرانو لوستونکو ته د سویډن دهیواد د یوې اعتبار لرونکې ورځ پاڼې
( ورځنۍصنعت http://di.se ) د نن ورځې ( ۲۰۰۸ .۱۲. ۱۷ ) لوی سر خطونه یا عنوانونه ور و پیژنم .
- ۲۰۰۹ کال به د نړۍ د اقتصاد لپاره یو تور کال وې ،امریکا د قیمتې اثارو قیمت په په سلو کې پنځوس راټیټ شې ، دتیل د یوه بایلر قیمت به ۲۵ ډالرو وې ، دچین د هیواد کلنې اقتصادې پرمختګ به په سلو کی صفر شی ... دډنمارک د هیواد د Saxo Bank بانک په حواله .
- د اروپا د ګډی ټولنې غړو هیوادو پریکړه وکړه چی خصوصی شرکتونو، کمپنیو او بانکونو ته به تر نیم میلون یورو پوری دولتې پور ورکوې تر څو دوۍ د سقوط نه وژغورې. دا لمړۍ ځل دۍ چی ددولت ونډه په ازاده پانګوالې کی دومره لوړی کچې ته رسیږی . سیاسې او اقتصادی کار پوهان په دی نظر دی چی داد ازاد بازار یا کپیټالیزم دمړینې معنی نه لری ولۍ د کپیټالیزم ډول باید انسانی شې . ددی کار لپاره ددلت یعنې مالیه ورکونکو یا وګړو رول باید زیات شې .
- د امریکا فیدرالی ذخیرې د نور اقتصادې خرابوالې د مخ نیوې لپاره د بانکې پورونه ګټه صیفر یا ۰،۲۵ ته را ټیټه کړه .
- د موتورولا Motorola تخنیکی کمپنې دخپل اجرائيه لوې رئیس د امتیاز معاش او دخپلو نورو کارکونکو د معاشونو دټیټولو له لارې غواړې ۶شپږ میلیارده دالره ددی لپاره ذخیره کړی چې په راتلونکی کی د سقوط سره مخامخ نه شې.
- د Green Cargoکمپنۍ د مالی بهران په وجهه خپل څلور سوه ۴۰۰ کار کونکې دکارنه ویستل .،
- دسعودې عربستان په وړاندیز د Opec غړو هیوادونو د تیلود رایستلو کچه به د ورځې دوه میلونه ، روسیه دری سوه او شل زره او نور د تیلو تولیدونکې هیوادونه دوه سوه او اتیا زره بیلره را ټیټوې .،
- د SAS دهوائی کمپنې پیلوټانو دکمپنې د مالې ستونزو په نظر کی نیولو سره د خپلو معاشونو د ټیټولو تړون ومانه تر څو د بیکارۍ نه ځانونه وژغورې .
- د سویډن به هیواد کې به د بیکارانو کچه په سلو کې لس ته جګه شې او هر دریم بیکاره به د بیکارۍ بیمه ونه لرې .دا په دی هیواد کې په څو ورستیو لسیزو کی تر ټولو بد اقتصادې حالت په ګوته کوې.
- د سویډن د موټر جوړولو دوی لوې کمپنې Volvo او Saab دلویو مالې ستونزو سره لاس به ګریوان دی . د کار پوهانو په اند به د Volvo کمپنې په راتلونکی کی تر ستونزو بریالۍ راووزی ولې Saab به د منڅه لاړه شې .،
- ... بیا هم نور بد اقتصادی خبرونه ...

2008-12-15

جورج بوش اوس په بوټونو ويشتل کېږي

Date: 2008-12-15

فدا ارمغان

له ډېری خلکو سره دا بېره وي چي په نړۍ کې بدعمله کسان، په خپله سزا نه رسېږي او د دې پرځای چي په بدنوم ياد شي تل په ښو نومونو سره يادېږي، حال دا چي د دغو کسانو اعمال د شرم وړ دي، لاسونه يې د خلکو په وينو سره دي، د بشريت نوم يې بد کړی او حرص او طمعه يې ټوله نړۍ نشي پوره کولی.

دا خبره که تر يوه حده رښتيا هم وي خو باالآخره دغسي جنايتکاران ټول خلک پېژني او د هغه جنايتونه او بدي کړني يو نه يو وخت راڅرګندېږي.

د امريکا د اوسني جمهور رئيس غلطي پالېسۍ اوس ټولي نړۍ ته څرګندې شوې دي. د نړۍ آزادي خوښوونکو خلکو کله چي جورج بوش د دوی هېوادونو ته سفر کړی، نويي په لاريونونو لاس پوري کړی او د افغانستان، عراق او فلسطين د خلکو بدحالت يې د نړۍ د دغه زبرځواک هېواد مشر ته ور په ياد کړی دی.

په حقيقت کې دغه لاريونونه د بوش هغه سياست منفور ګڼي چي ده د نړۍ د نيولو لپاره تر لاس لاندي نيولی.

که څه هم دغه لاريونونه کوم عملي ګام د دغو خلکو د ژوندانه د ښه کولو لپاره نشي کېدلی، خو د امريکا ولسمشر ته دا په ډاګه کوي چي دی د خلکو په منځ کې څومره منفور او بد سړی دی. انسان په ډېره وړه خبره مکمله مياشت خوابدی وي، او که هغه د نفرت خبره وي، نو کېدی شي يو کال يې هم له زړه ونه وځي.

د بوش په مقابل کې دغسي د نفرت نه ډک لاريونونه او اعمال کولی شي د بوش لپاره يو لوی ذهني شوک وي، هغه که هرڅوک دی خو اوس پوه شوی دی چي نړۍ څونه ورنه بېزاره ده.

نن د امريکا جمهور رئيس جورج بوش د عراق په سلام ماڼۍ کې له خبريالانو سره د خبرو پرمهال د يوه عراقي سړی لخوا په بوټونو وويشتل شو.

دغه خبر د غورځنګ په ښکلي انټرنټ سايټ کې راغلی دی، تاسو يې ليدلو ته رابولم:

يوه عراقي سړي جورج بوش په بوټونو ووېشت

2008-12-13

د نوې هيلې ۲۷ ګڼه په ليکه شوه.

Date: 2008-12-13

د سويډن د مالمو د ښار څخه دخپرېدونکې مهالنۍ خپرونې نوې هيلې ۲۷ ګڼه په ليکه شوه . دنورو معلوماتو لپاره دلته وټوکئ!

2008-12-11

د بېلابېلو ويډيوګانو نوې برخه

Date: 2008-12-11

دکابل د ښار نن او راتلونکې

Date: 2008-12-11

ليکونکی : حکمت الله حکمت
د کابل ښار د وګړو دشمیر د زیاتوالې له مخې د 2001نه تر 2008کلونو کې د نړې په کچه لمړۍ ځاۍ لرې .
د1776کلونو په وروستیو کې د د ی ښار د وګړو شمیره دلسو زرو 10.000 تنو په شاوخواکې وه .
په 1880 کې داشمیره سلو زرو 100.000تنوته جګه شوه .
دکورنیو جګړو په پیل (1978) کې دښار وګړې ا وسوه اوپنځوس زره 750.000 تنه وه په داسې حال کی چې دا شمیره په 2001کی دومیلونه او اته سوه زرو او په 2008کال کې څلورنیم میلونو ته ورسیده .
دټول هیواد په کچه دښارونود وګړو زیاتوالۍ تر جنګ وړاندی په سلوکې دونیم 2.5وه ولی دا رقم د2001 راپدی خوا په سلو کې اولس 17ته ورسیدۍ .که د کابل دښاردوګړود شمیرزیاتوالۍ په دې کچه وې نو د کار پوهانو په نظر به ددې ښار د وګړو شمیره په کال 2020کې دو چنده یعنې نه میلونوته پورته شې.
پدی ډول به ډښارونو دوګړو شمیره د کلیو تر وګړو چی نن په سلو کی اتیا یمه برخه جوړوې تر 2045کال پورې زیاته شې .
کابل په کال 1776 کی دکابل د رود او شیردروازې تر منځ په پنډو دیوالونوکی دیو او یا یو نیم کیلو متر په اندازه خاوره کی پروت د هیواد پلازمینه وه .
کابل د یوه قوی مرکزې حکومت د پلازمینه هغه وخت و ځلیدۍ چې د هیواد یو غښتلې او د قوې ارادې څښتن ملې مشر (امیرعبدالرحمن خان) چی اروپاﺉ تاریخ لیکونکی ﺉ د نوی او یو موټی افغانستان بنسټ ایښوونکۍ ګڼې لخوا په 1880 لسیزه کې نور یاغې او خپل سرې اداری مرکزونه په ولایاتو کی وتړل شول .
د فولادی امیر په وخت کی کابل د نظامی ، ادارې ، تجارتې ،مخابراتې ، سیاسې او اقتصادې چارو په یو قوی مرکز تبدیل شو .
د فولادی امیر نه بیاپه سلو ورستیو کلونو کې کابل د یوه پراخیدونکی ښار بڼه غوره کړه چی د کلیونه به خلک ورته را کډه کیدل او ښار به هر کال نور هم پراخیدۍ .
زموږد هیواد پلازمینې کابل ته د هیوادوالو ډله ایز راتګونه او لاملونه دادې :
لمړۍ ـ د 1978نه تر 1992 کال پوری پدې کلونو کې کابل ته د راتګ علتونه به ډیر وی خو اساسی ﺉدادی:
ـ په ولسوالیو او علاقداریو کی د مرکزی حکومت کمزورتیا او یا نه موجودیت ،په همدی سیمو کی د ښونې او روزنی د مرکزونو او د اداری او ا قتصادی موسیساتو د منڅه وړل د دوخت ددولت د کورنیو مخالیفینو او د ګاونډیو هیوادونو (ایران او پاکستان) لخوا .
- په هیواد کی دسیاسی دښمنیو او زور زیاتیو شد ت چی د کلی او ښارد وګړو تر منځ ﺉواټن زیات کړ ،
- د شوروې اتحاد لیونۍ یرغل چې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف ﺉ زموږ هیواد اشغال چی په پایله کی ﺉ میلونونه هیوادوال دننه او بهر ته کډوال شول ... او نور ،
دوهم - 1992نه تر 2001 کال پوری . دادوره چی د ښارې وګړو لپاره ډیره دردونکې وه په دوه برخ ویشلی ده او د نورو دورو خلاف په دی دوره کی وګړی د ښارونونه کلیو اويا د هیواد نه بهر کډوال شول : د تنظیم سالارۍ دوره اود طالبانو د تحریک دوره چی دواړې دورې د کډوالو د خوځښت سره تړلی وې .
دریم – 2001 نه تر 2008 کال پورې . د ناتو او د غربی نورو هیوادونو یرغل په پایله کی ډیر افغان کډوال د بهر نه د ښارونو خواته را کډه شول . ددی ګډوالو ډیرۍ د کابل ښار ته راغلل.
دپاکستان او ایران نه دمیلیونونو کډوالو بر سیره پنځه څلویښت زره کورنی کډوال په دی ښار کی میشته دې .
دا ښار د ښاری لمړنیو اسانتیاونه لکه د چښاک اوبه ، بریښنا ، داوسیدو ځاۍ ،کانالیزاسیون ، څړکونه ،روغتونونه او نورو ښاری خدماتو نه بی برخې دۍ .
دښار یواځی په سلو کی دیرشمه برخه وګړی په هغه کورونو کی اوسیږې چی د ښار په ماستر پلان کې شامل دې . د کابلیانو یواځی شل په سلو کې د څښاک پاکی اوبه لرې ، ّهر پنځم کور د بد رفت سیستم لری او ...
دکابل ښاروالۍ دښار لپاره نوۍ پلان لری خو د دی پلان د عملې کولو لپاره میلیونونو ډالرو ته اړتیا ده کومې چې درک نه لرې .
اوسنۍ دولت په پام کی لری چی دکابل په شمال شرق کی نوۍ ښار د دهسبز دښار په نامه جوړ کړې چی ټول لګښت به ﺉ د پنځوس میلیاردو امریکاﺉ ډالرو په شاوخوا کی وې بیا هم یکۍ نه سته خو پلان سته ...؟
دکابل ښاروالۍ د 2008- 2013 کلونو د بودجې وړاندیز څه کم دوه میلیارده ډاره وه خو د مالیی وزارت یواځې 760میلیونه دالره منلی دی او بس .
د ښار د پراختیا لپاره یوه ګټوره خبره د دولتی څمکو خرڅول دی خو د جهادی تنظیمونواو توپک سالارانو یو شمیر مشرانو ددولت دا اګټوره مرجع مخکې له مخکې نه د ځان او د جهاد د سنګر د نورو ملګرو په ګټه په کار اچولی ده او دا پروسه لاهم جریان لرې بیا هم د حکومت سره د ځمکو د خرڅلاو پلان سته ولې ځمکې نه سته ... ؟
ددی ټولو نا خوالو سره سره به دا امید پیدا شوۍ واۍ چې د کابل ښار به د اوسنې ناوړی حالت نه ښه شې که په دولت کی بډې اخیستل او ادارې فساد د ننۍ ادارۍ ټول وجود نه واۍ مسموم کړۍ . دا زما خپله خبره نده . داد یوې نړیوالې مرستندویه ټولنې د یو لوړ پوړې چارواکی خبره ده چی په دی ورستیو کی د افغانستان نه را ستون شوۍ وه او د تلفونی خبرو په ترځ کی ﺉ راته وویل :
دکابل د ښا د بیا رغونی لپاره می د یوې پروژې منظورې تر لاسه کړه او په ډیری خوښۍ مې د پروژی د عملې کولو لپاره د اړونده چارواکو سره خبری پیل کړې خو دکار پر مخ تګ نه لیدل کیدۍ ددې خبری علت چی می و پوښتۍنو پوه شوم جی بیله بډویا ریشوت نه هیڅ نه کیږې نومی دیوه بل مرستندوۍ نه مرسته و غوښته چی دا کار په یوډول ... حل کړې . کوم وخت چی می د کار د شروع لپاره د افغانې کارکونکو دکا ر شرایط وپوښتل نو وامې وریدل چې دوې د معاش نه پرته د ورځې 70 ډالره دورځینۍ مصرف لپاره هم غواړې . ډیر خوابدۍ شوم نو می د افغانی لورې یوه چارواکی ته وویل چی تاسو اخیر ولې داسی کوۍ ، موږ دخپلو هیوادوالو د مالی نه ټولی شوې پیسې راوړو او ستاسو د هیواد د بیا رغونې لپاره ﺉ لګوه خو تاسو ددی کارد عملی کیدو مخ نیوۍ کوۍ . افغانی چارواکې په خندا ولی جدې ژبه راته وویل ٬٬تاسو زموږ د هیواد ابا دی غواړۍ ولی زه د ځان ابادی غواړم او بس ٬٬
دده دی خبری ماته د عبرت درس راکړ ....

یادونه : ددی لیکنی لپاره د کابل ښاروالۍ او ځینو نورو دولتی ادارو د موادو څخه استفاده شویده . ,www.SAK.se ، Acted

2008-12-04

هيواد ځان اوايمان دي

Date: 2008-12-04

هيواد ځان دي ،ايمان دي

Read more...

2008-12-01

دڅرخي پله په زندان کې په نشو د اخته کسانو د شمیرې ډیریدل

Date: 2008-12-01

د کابل د څرخي پله يوشمير بنديان وايې چې په زندان کې د بند زياته موده د سمې بوختيا نشتوالی او د روږدو کسانو شتون ددې لامل شوی څو دوي په نشه يې توکو روږدي شي .
بل خوا د عامې روغتيا وياند وايې ، وروستۍ څيړنې ښيې چې د مرکز او ولايتونو په زندانونو کې يولس زره و شپږ سوه و څلويښت تنه بنديان شته چې پنځه سوه و اتلس تنه يې په نشه يې توکو اخته دي .
دڅرخي پله د زندان له درې زره پنځه سوو بنديانو څخه يو سل او اته څلويښت تنه په نشه اي توکو روږدي دي .
دغه روږدي کسان وايي سالمې بوختيا نه لرل او د هغوي د بند د مودې زياتوالی نشه اي توکو ته دهغوي د مخه کولو لاملونه دي .
له بله پلوه د څرخي پله د زندان د لومړي بلاک د روغتيا مسوول په دې برخه کې د امکاناتو له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې ياد شوي کسان لازياتو درملو او امکاناتو ته اړتيا لري .

د څرخي پله د زندان د لومړي بلاک د روغتيا مسوول همداراز د عامې روغتيا وزارت وياند د هيواد د مرکز او ديارلسو ولايتونو په زندانونو کې د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو د جوړولو خبر ورکړ.

عبداله فهيم د ويلو ده چې د هيواد په زندانونو کې له دوه سوه او څلويښتو ښځينه بنديانو څخه يوازې نهه تنه يې په نشه اي توکو روږدې دي .

هلمند کې ځانمرګی برید وشو

Date: 2008-12-01

نن د هلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې، ٣٢ تنو ته مرګ ژوبله واوښته . د موسى کلا ولسوال ملا عبدالسلام وويل چې دغه ځانمرګى بريد نن له غرمې مخکې د ١١ بجو په شاو خوا کې د موسى کلا په بازار کې وشو . بريد کوونکى، چې پلى روان و، د پوليسو له رنجر موټر سره يې چاودنه وکړه .هغه وايي چې په دې ځانمرګي بريد کې ٧ تنه وژل شوي او ٢٥ نور تپيان دي .ولسوال زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې ٢ پوليس او ٥ عام وګړي او په ټپيانو کې ٢ پوليس او نور ټول عام وګړي شامل دي .

د كراچي د مړو شمېر ۳۳ ته ورسېد

Date: 2008-12-01

په كراچي كي له څه باندي يوې اونۍ راهيسي رواني جګړې له امله په بېلابېلو پېښو كي ۳۳ كسه وژل سوي او تر ۱۰۰ زيات زخميان دي.
په كراچي كي مېشت پښتانه وايي هندي مهاجرو يې پر ضد عمليات پيل كړي چي غواړي پښتانه په كراچي كي كمزوري او له دې ايالت څخه يې وباسي.
د كراچي پوليسو په ښار كي پر موټرسايكلونو د دوو كسانو ناسته بنده كړې او د كورنيو چارو ايالتي وزير پوليسو ته امر كړئ، چي كه څوك د امنيت د ګډوډولو هڅه كوي پر هغه ځاى دي يې وژني.
د كراچي ښار په روانو جګړو كي په لسونو موټران، حكومتي او ملكي ودانۍ هم سوځلي سوي دي.
په دې ښار كي وروستى تاوتريخوالى وروسته له هغه پيل سو چي د شنبې په ورځ د بنارس چوك څخه ولسي كسانو د وسله والو او تشدد غوښتونكو پر ضد لاريون پيل كړ، چي وروسته په جګړو واووښت.
پوليس وايي د كراچي ښار په سرجاني ټاون، سولجر بازار، ايم اې جناح روډ، كي بي آر سوسايټي، قصبه كالوني، اورنګى ټاون، منګوپير، سراب ګوټ او ګلشن په سيمو كي اوس هم حالات سم نه دي او د ښار ټولي تعليمي ادارې تړلي دي.

سلېمان

پېښور: په راكټي بريد كي يو كس مړ او څلور ټپيان سول

Date: 2008-12-01

د پېښور په حيات آباد كي افغانستان ته د تلونكو موټرانو پر اډه باندي راكټ بريد سوى چي يو كس پكښي مړ او څلور تنه ټپيان سوي دي.

د پېښور پوليس وايي له دې ځايه د ناټو ځواكونو هغه موټران بارېږي چي په افغانستان كي مېشتو پوځيانو ته خوراكي او پوځي توكي رسوي.

د پوليسو په وينا نامعلومو كسانو تېره شپه دې سيمي ته څلور راكټونه غورځولي چي پر پورتنۍ مرګ ژوبله سربېره يې دوه غټ لارۍ موټران له پكښي بار سامان سره سوځلي دي.

په دې وروستيو كي د ناټو ځواكونو پر هغه موټرانو بريدونه ډېر سوي چي له كراچي څخه د پېښور پر لار افغانستان ته راځي، تر دې دمخه د خيبر په دره كي څو ځله د دغو ځواكونو موټران د طالبانو له خوا تښتول سوي دي، خو دا لومړى ځل دئ چي د ښار په منځ كي ورباندي بريد كېږي.

سلېمان

ورځپاڼو ته کتنه

Date: 2008-12-01

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو مسله راغستې خو پوښتلي دې چې نور ځواکونه افغانستان ته څوک د څه لپاره راغواړي.

ورځپاڼې د همدې مخ په یو بل مطلب کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو مسله راغستې او لیکلي دي چې د خبرو لپاره د ملا محمد عمر اووه ماده ایزه طرحه دولتي چارواکو ته سپارل شوې ده.

ورځپاڼې په کابل ښار کې وروستیو ځان وژونکو حملو ته په اشارې چې پکې یو شمیر خلک مړه او ژوبل شول دا پوښتنه کړې چې ایا کابل په رښتیا هم د امن ښار دې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له ایران نه د افغان کډوالو د شړلو مسله راغستې او لیکلي دي چې د کډوالو د نه شړلو په باب کړې ژمنې ولې نه عملي کیږي.

ورځپاڼې د خپل دوهم په یو څیړنیز مطلب کې یو ځلې بیا کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي په سفر تبصره کړې او هغه يې له بیلابیلو برخو اروزلې ده.

ورخباڼې د ښځو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي مسله هم راغستې او لیکلي دي چې ددغه تاوتریخوالي مخنیوې او کمول هر اړخیزې هڅې غواړي.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د افغانستان د دفاع وزارت په نقل لیکلي دي چې افغانستان هڅه کوي څو ملي اردو په سیمه کې د ځواک انډول رامنځ ته کړي.

په ورځپاڼه کې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي چې د راتلونکي پسرلي نه مخکې د کابل د شاوخوا سیمو امنیت به افغان ځواکونو ته وسپارلې شي.

ورځپاڼې یو ځلې بیا پخپله سرمقاله کې د هندوستان په ممبیي ښار کې په شویو ترورسیتي حملو تبصره کړې او هغه ستونزې يې هم څیړلي چې افغانستان ورسره مخ دې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې جنرال دوستم د یوې ځانګړې الوتکې په وسیله ترکیې ته تللې.

د ورخباڼې د همد مخ په یو بل مطلب کې یو ځلې بیا د ولس مشر کرزي په کابینه کې د احتمالي بدلونونو خبر ورکړل شوې دې.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې ځینې کړۍ هڅې کوي چې د روانو جنګونو لمن د هیواد شمال ته هم وغزوي.

ورخباڼې پخپله سرمقاله کې د کابل ښار په اوسني حالت تبصره کړې او لیکلي دي چې دې ښار د یوې پوځي کلا بڼه خپله کړې ده.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د امنیت د ټینګولو په پروسه کې د امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ د همکارۍ په اړتیا ټینګار کړې دې.

خو اصلاح بیا په کابل ښار کې د تیرې ورځې د ځان وژونکې حملې په اړه د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې دا حمله د هیواد د سولې او ارامۍ د دښمنانو کار دې.


او د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د هند په ممبيي ښار کې له ترورستي حملو وروسته ددغه هیواد د کورنیو چارو د وزیر استعفې ته په اشارې لیکلي دي چې دا د افغان چارواکو لپاره د عبرت ښه سبق دې.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې په پاریس کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې پدې غونډه کې به د افغانستان په امنیت کې د ګاونډیانو رول وڅیړل شي.

په ورځپاڼه کې په پاکستان کې د تښتول شوي افغان سفیر د خلاصون لپاره روانو هڅو ته هم کتنه شوې.

حمید مهمند

کاندید اکډمیسن عبدالهادي هاند له نړۍ سترګي پټي کړې

Date: 2008-12-01

دافغانستان د علومو داکاډمۍ غړی ، تکړه لیکوال او ادیب کاندید اکاډمیسن عبدالهادي هاند نن دشپې پر درې بجو په کندهار کي خپل روح حق ته وسپاره .

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد هاند دخپل عمر په ۵۲ کاله کي د افغانستان په کلتوري او ادبي بهیر کښي نه هیریدونکي خدمتونه کړی او ګن شمیر تحقیقي او علمي اثار ئې چاپ او یو شمیر ئې ناچاپ پریښي دي .

ار وا ښاد هاند د افغا نستان په علو مو ا کا ډيمۍ کې درې لسيزې په علمي او تحقيقي کا رو نو بو خت او ډيره موده يې دافغا نستان د علو مو ا کا ډيمۍ د اجتما عي علو مو د مر کز نشرا تي خپر ونه د اريا نا مجله چلو له او د همدې مجلې مد ير و٠ خدای بښلی بر سيره پر دې چې يو تکړه محقق و،يو هيواد پا لو نکی، متواضع، بې کبره او د ښو صفا تو او اخلا قو خا وند و٠

2008-11-30

لوګر کې د اوبو یو ستر بند ورغول شو

Date: 2008-11-30

د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د شاهي په نامه د اوبو بند د سیمي د ولایتي بیارغاوني ډلي په مالي مرسته ورغول شو. د لوګر دوالي نطاق دین محمد درویش وویل چې د دې بند په رغولو ۷۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی چې په سیمه کې د چک جمهوریت د سرتیرو له خوا ورکړل شوی دی. د درویش پر وینا چې اوس به د سیمي ۹۰ زره جریبه کرهنیزه ځمکه د دې بند د اوبو په مټ خړوبه شي.

امریکایی بې پیلوټه الوتکو دوه کسان ووژل

Date: 2008-11-30

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی نن امریکایی بې پیلوټه طیارو د شمالی وزیرستان میران شاه ته نږدې د راکټونو په حمله کی چی پر یو کور یې وکړه ، دوه کسان ووژل او پنځه نور یې زخمیان کړل . تر اوسه معلومه نه ده چی دا څوک وو خو پاکستانی استخباراتی مسؤلینو چی نه یې غوښتل نومونه یې معلوم سی وویل چی دا د محلی طالبانو د یو قوماندان کور و مګر بهرني جنګیالي به هم پر میلمانه کېدل . پاکستان او امریکا رسمأ هیڅ غبرګون نه دﺉ ښودلی .
نثار احمد صمد

طالبان وایی چی ډاکتر حنیف دولت وواژه

Date: 2008-11-30

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی په هغه لیک کی چی خبری رسنیو ته یې لېږلی ویلی چی د طالبانو پخوانی ویاند ډاکتر حنیف د کابل د رژیم لخوا په شهادت ورسېد . احمدی وایی چی ډاکتر حنیف په زندان کی تر ډېری شکنجې وروسته د سرطان په ناروغۍ مبتلا سوی و څو چی باالاخره د سور صلیب په مرسته خوشی سو ، خو استخباراتو د علاج لپاره بهر ته د تګ اجازه نه ورکوله . دی وایی چی دولت پر هغه دا فشار اچولی و چی کار ورسره وکړی خو ډاکتر حنیف د جسمانی درد او خوږ له امله کار نه سو کولای او په ننګرهار کی یې شاګردانو ته د قرآن شریف تدریس کاوه . احمدی زیاتوی چی ډاکتر حنیف خبریالانو ته د خپلو شکنجو په هکله څه بیان کړی و نو ځکه د رژیم استخباراتو فیصله وکړه چی د هغه خوله د تل لپاره بنده کړی او په همدې هدف یې د شپې لخوا ۲۰۰ وسلوال کسان په ۸ رینجر موټرو کی ور ولېږل او هغه یې د دوو د تره زامنو او یو خوریی سره شهید کړ او د ښځو چیغی او کریږی یې هیڅ په باک رانه وړې . ده اخطار ورکړ چی د ډاکتر حنیف قاتلان به د خپل عمل په سزا ژر یا وروسته ورسول سی .
نثار احمد صمد

تازه خبر: دهند دكورنيو چارو وزيراستعفا وكړه

Date: 2008-11-30

دممبئ دپيښي څخه وروسته نن دهندوستان دكورنيو چارو وزير (شيوراج پاټيل )استعفا وكړه ، درپوټونوپه حوال پرون دكابيني غونډه شوي وه او دتيرو څومياشتو په ترځ كې په هندوستان كې دشو يو پيښو لا مل يې دپوليسو او داستخباراتو كمزوري او سهل انگاري وبلله، په همدي موخه دكانگرس واكمن حكومت پريكړه وكړه چې دكورنيو چارو وزير بايد له خپلي دندي څخه استعفا وكړي،دا په داسي حال كي ده چې د هند او پاكستان ترمنځ اړيكي يوځل بيا تر حده خرابي شوي هندي رسني داسي خبرونه خپروي چې دممبئ دپيښي رهبر دپاكستان دكراچي ښار څخه كيده ،خو پاكستاني چاروكي بيا دا خبرونه نه مني ، په همدي حال كي دپاكستان لمړئ وزير خپله څلوروځنئ سفر چې هانگ كانگ ته يې لاره هم پسخه كړي دي

دپاكستان او هند ترمنځ دروان تاوتريخوالي تازه حال دلروبر څخه مه هيره وي

محمد شفيق همدرد

2008-11-29

((افغان وژنه بس كړئ)) لاريون تر سره شو

Date: 2008-11-29

د ((افغان وژنه بس كړئ)) په نامه په پلازمېنه كابل كې د ليندۍ په اتمه نېټه، د زرګونو افغانانو په ګډون د افغانستان ملي سراسري جرګې لخوا يو ستر لاريون تر سره شو.

stop_afghanicide_afghan_wajana_bas_kri_kabul_laryoon_29-11-2008.jpg
چې په جنګ شي نو په ننګ شي، stop killing afghans ، افغان وژنه بس كړئ، زموږ ودونو ته د بمونو ډالۍ مه رالېږئ، افغان كشى را بس كنيد او. . . هغه شعارونه وو، چې د اسقلال ليسې څخه د ملګرو ملتونو دفتر پورې د ګډونوالو لخوا ويل كېدل.


افغانستان ته د بهرنيوځواکونو (ناټواوايساف)له راتګ څخه اوه کاله اوړي، په دغو اوو کلوکې د دې ترڅنګ چې نړيواله ټولنه د امنيت د ټينګولو په اړه په خپلو ډېرو ژمنو کې پاتې راغلې، له بده مرغه د ملکي وګړو وژنه هم ورځ په ورځ زياتېږي.که څه هم له هماغه لومړۍ ورځې څخه د افغانانو له ژوند سره په مجموع کې او د ملکي وګړو له ژوند سره په ځانګړې توګه په ډېرې بې پروايۍ چلند شوی، خو په دې وروستيو وختو کې دغو وژنو ډېر پراخ اوغمجن ابعاد غوره کړي، د استوګنو پر سيمو پرله پسې ړندې بمبارۍ ترسره کيږي او ډېر کله د ودونو او ښادۍ مراسم په وير اړول شوي او د واده جوړې ته بمونه او توغندي د ډالۍ په توګه اورول شوي دي، چې هسکه مېنه ، شينډنډ، وچ باختواو شاه وليکوټ يې ورو ستۍ بېلګې دي.


د افغان ولس د پرله پسې نيوکو او اعتراضونو سربېره، نه يوازې د وژنو په کچه کې کوم کمی نه دی راغلی، بلکې بهرني ځواکونه معمولاٌ پر پېښو او واقعيتونو سترګې پټوي. اګر چې وسله وال مخالفين هم د ملکي وګړو له ژوند سره له پوره بې پروايۍ کار اخلي، خو دا په دې مانا نه ده چې نړيوال ځواکونه دې د استوګنې پر سيمو ړندې بمبارۍ وکړي او بيا دې پړه پر نورو واچوي. د بهرنو ځواکونوله بې پروايۍ او بې رحمۍ ډک چلند د افغان ولس ترمنځ ناهيلي او ژوره کرکه رامنځته کړې او هغه ځواکونه چې په پيل کې د مرستندويانو په سترګه ورته کتل کېدل ، اوس ورو ورو د نيواکګرو څېره غوره کوي.


د دغو ټولو پېښو ترمنځ له بده مرغه د افغانستان دولت هم ونه شوکولی د يوه ملي دولت دنده او مسووليت ترسره کړي ، د افغانانو د ژوند له حق څخه دفاع وکړي، د بې ګناه وژنو مخنيوی وکړي او د وژنو عاملين محاکمې ته راکاږي.


د افغانستان ملي سراسري جرګه ، چې د شاوخوا سلو سياسي ، ټولنيزو،مدني سازمانانو او قومي شوراګانو استازېتوب کوي ، د همدې لاريون له لارې دغه لاندې ټکي او غوښتنې وړاندې کوي.


1- موږ په افغانستان کې پر ټولو نړيوالو ځواکونو( ناټو، ايساف او امريکايي ځواکونه) غږ کوو،چې نور دې په قطعي ډول د استوګنو پرسيمو له بمباريو او ړندو عملياتو ډډه وکړي. موږ ته نور په هېڅ نوم او پلمه د استوګنو پرسيمو بمباري د منلو وړ نه ده.


2 – دابايد په ياد ولرو، چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره دځانګړو عواملو له مخې د بهرنيوځواکونو شتون زغمل شوی، خو که د ملکي وګړو وژنې همداسې دوام ومومي اوسنی زغم به په کرکه اوعمومي پاڅون بدل شي.


3 – موږ په افغانستان کې د دموکراسۍ تر شعار لاندې د تش په نامه لوکسو حقونو د مخه د ژوند او مصوونيت حقونو ته اړتيا لرو. که زموږدا طبيعي حقونه تر پښو لاندې کيږي ، نو بهرني ځواکونه دې هم نور له افغان ولس څخه د سوله ييز غبرګون تمه نه کوي.


4 – که د نړيوالو ځواکونو لپاره په رښتيا د افغانانو ژوند ارزښت لري ، نو يوازې د (ساري) ويل کفايت نه کوي، بلکې د دې ترڅنګ چې بايد له ړندو بمباريو کلکه ډډه وشي ، لومړی د ې د تېرو پېښوعاملين په ډاګه او محاکمه شي او بيا دې د دغو ړندو عملياتو او بمباريو قربانيانو ته د نړيوالو معيارونو له مخې خونبها او خساره ورکړل شي.


5 – څرنګه چې له بده مرغه د نړيوالو ځواکونو شتون اوعملياتو تراوسه د امنيت په برخه کې تر ګټې تاوان زيات رسولی ، د دې ترڅنګ چې له وسله والو مخالفينو سره د تفاهم او خبرو پر اړتيا ټينګار کوو ، د بشپړې سولې تر ټينګيدو پورې د جګړې له ټولو اړخونو غوښتنه کوو ،چې د ملکي وګړو د ژوند حق او د جګړې د نړيوالو قوانينو کلک درناوی وکړي.


6 – موږ له نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو له نړيوالو موسسو غوښتنه کوو ، چې له خپل توان اوصلاحيت څخه دملکي وګړو د وژنو په مخنيوي کې کارواخلي او د جګړې مجرمين او د ملکي وژنو عاملين نړيوالو محکمو ته راکاږي.


7 – که د افغانستان دولت په رښتيايو منتخب ملي دولت اود خپل ولس د حقونو ساتونکی وي، نو له يوې خوا دې له خپلو وسله ځواکونو څخه په ځانګړې توګه د جګړو په سيمو کې مشکوک او مفسد عناصر وباسي او له بلې خوا دې د ملکي وګړود بهرنيووژونکو پروړاندې په نړيوالو محکمو کې دعوا وکړي.


8 – موږ د دولت له ټولو وسله والو مخالفينو څخه هم په کلکه غوښتنه کوو، چې له ملکي وګړو څخه دې د انساني ډال په توګه کار وا نخلي او چېرته چې د ملکي وګړو ژوند ته د زيان امکان موجود وي هلته دې له هرډول عملياتو په قطعي ډول ډډه وکړي.


د افغانستان ملي سراسري جرګه ټينګار کوي، چې که د دوی دا مشروع غوښتنې ونه منل شي دوی به د خپلو هېوادوالو د وژنې د مخنيوي لپاره پرنورو جدي لارو چارو فکر او اقدام وکړي.

توره بوړه: دډاکټرحنیف دوژني په اړه تازه معلومات

Date: 2008-11-29

دتوري بوړي وېب پاڼي دطالبانو دپخواني وياند ډاکټرمحمدحنيف دوژني په اړه لاندي تازه معلومات خپاره کړيدي: دډاکټرحنيف دنژدې خپلوانوله خولې توري بوړي ليکلي: د ډاکټر حنيف معصومانه او بى ګناه شهادت دکرزي او شيرزي دوسلوالو بزدلانه او بى رحمانه عمل دى چې اوس غواړى په دې غم لړلې پيښه کې خپل منحوس او په وينو سره لاسونه په نورو پاک کړيډاکټر حنيف چې په زندان کې دګل اغا شيرزى په ابتکار داستخباراتو له خوا هغه ته يوه ليکلې پاڼه ورکول شوى وه ،چې پکې يو شمير جعلى تورونه ليکل شوى وو او دډيرو سختو حيوانى او بشرضد شکنجو په بدل کې هغه دى ته مجبور کړى شو، چې داپاڼه پخپل اواز کې ولولي، هغه مهال ده ته داهم ويل شوي و، چې که هغه ددې پاڼى (جعلى تورونو) حقيقت کله هم افشا کړى نو سزا به يې مرګ وي،خو چې کله هغه د(سره صليب) په مرسته په زندان کې يو څه اسانتياوى ترلاسه کړې نو دغه راز يې د"فيکس نيوز" له يوه خبريال سره شريک کړ،چې سمدستى دکابل داستخباراتو له لورى تر سختو جسمانى او روانى شکنجو لاندى راغى او خبريال هم خاموش کړى شو، ددغو مسلسلو روانى شکنجو په پايله کې حنيف دمعدې دسرطان (کينسر) په ناروغۍ اخته شو،هغه پخپله دغه ناروغۍ ناخبر و، خو واکمن چې کله دهغه په دغه ناروغۍ خبر شول، نو ددې لپاره چې دهغه د درملنى مسئول ونه ګڼل شى او يا دشکنجو راز يې افشانشى په يوه ظاهرى عفوه کې يې حنيف له زندان نه خوشى کړ شهيد حنيف چې کله په خپله ناروغۍ خبر شو، نو درملنې لپاره يې هڅى پيل کړى، دا مهال دننګرهار داستخباراتو له خوا هغه ته ګواښ وشو ،چې که هغه ګاونډي هيواد ته ددرملنى په موخه ولاړشى، نو ټوله کورنۍ به يې بمبار کړى شى، شهيد حنيف دخپل کلي په مسجد کې خلګوته پداسى حال کې دقران کريم ترجمه او درس شروع کړ، چې خپلى ورپيښى ناروغۍ سخت زورولو. ګوډاګى رژيم بيا هم په همدى مظلوم حالت کې له هغه نه ويريده او کله به يې داسى فشار راوړ چې له دولت سره دى رسمى کار وکړى_ترڅويې له طالبانوسره پرېکون ثابت شي_ او کله به يې ورباندى له طالبانو سره دبيا همکارى تورونه لګول، خو حنيف دخپل بيمارى او دکورنۍ دسرپرستى په وجه اسلامى امارت هم دبيا کار لپاره نه و دعوت کړى او هغه هم دعادي ژوند داختيارولو فيصله کړې وه او دهغه بدنى ځواک هم دکوم فعاليت جوګه نه و، څو ورځى وړاندى هغه له خبريالانو سره څه خبرى وکړې، چې دشيرزې دادارى دانديښنى وړ وګرځيدې او دننګرهار استخبارات پدې هڅه کې شول، چې شهيد حنيف نور دې ته پرينږدې چې خپلى دزندان هغې خاطرې په ډاګه کړې، چې دګوډاګي رژيم داستخباراتو په توره ټنډه يو بل تور داغ وګرځى او ددوى هغه دروغجن تورونه افشا شى چې دشکنجو په بدل کې دحنيف په ژبه خواره کړي وو.دهمدې انديښنى له امله دګوډاکي رژيم نژدى (٢٠٠) سو وسلوالو چې په (٨) خړو رينجر موټرونو کې سواره وو،په نیمه شپه دشهيد حنيف کور محاصره کړ؛ هغه يې له دو دتره زامنومحمدرحیم اومحمدنعیم اوخوريئ ذاکرالله دمحمد رحیم زوﺉ سره يو ځاى ونيول او بيا يې په ډير بې رحمانه ډول په ګوليو غلبيل کړل وحشي قاتلانودکوردسپین ږیرو،تورسرواوماشومانوپه زاریو،چیغواوناروهیڅ پرواونکړه اودخپلوبادارانو له لوری ورکړل شوی پروګرام یی عملی کړ. خبري رسنۍ بايد په دې اړه دشهيد حنيف له وينو سره دومره ستره جفا هم ونه کړي، چې دقاتل څرګند لاسونه پټ کړي، اقلا بايد دهغه کورنۍ او دکلي له خلګو خو پيښه وپلټي اوپه دی خبره هم ځانونه پوه کړی چی دشیرزې ویاندولی دنوموړی دشهادت دڅرنګوالی په اړه له عادته خلاف زیاته دلچسپی اخلی. حنيف له چاسره کومه داسي شخصى شخړه نه لرله، چې په (٨) موټرونو کې دوه سوه مجهزوسلوال په پوځی یونیفورم اورینجروموټروکی ورته راولي دا ډول اوازې خورول دګوډاګي رژيم هڅې دي، چې له حقيقت سره هيڅ سمون نه خوري دشهيد معصومي او مظلومي وينې به ضرور رنګ راوړي او حيوان صفته قاتلان به ضرور رسواشي شهيد حنيف دشهادت پرمهال (٢٧) کلن زلمى وه، له ديني علومو فارغ و؛ په کمپيوټر او انګلسي ژبه کې يې ځانګړى مهارت لاره او دننګرهار پوهنتون داصول دين پوهنځى دڅلورم کال زدکونکى پاته شوى و، معتدل مزاجه او زړور انسان وو،نوړی په دی ورستیووختوکی خپلوملګرته ویلی ‌ؤچی الله تعالی دی نورماته شهادت رانصیب کړی دهغه دتره زامن هم رښتینی مجاهدین وو موږ دالله په دربار کې دهغه دجهاد، مبارزې او زندان دقربانيو اجر او دهغه اوملګروودينداره کورنيو ته دجميل صبر غوښتونکي يو.

د عبدالخالق فراهي د خلاصون په بدل کې پیسي نه دي غوښتل شوي

Date: 2008-11-29

د پاکستان له پیښور ښار څخه د تښتول شوي افغان دیپلومات عبدالخالق فراهي د خلاصون په بدل کې تښتونکو پیسي نه دي غوښتي. دا ټکی د افغانستان د باندنیو چارو وزارت نطاق سلطان احمد بهین چې همدا اوس اوس په اسلام آباد کې دی څرګندکړ. ښاغلي بهین دغه ګنګوسي رد کړي او زیاته یې کړه چې کابل هڅه کوي چې خپل دیپلومات په هره ممکنه لاره چې وي را خوشی کړي خو تر اوسه د فراهي د خلاصون په بدل کې د هغه له کورنۍ او یا افغان دولت څخه د پیسو مطالبه نه ده شوي.
فراهی څو میاشتي دمخه د پیښور له حیات آباد سیمي څخه وتښتول شو او موټر چلونکی یې ځای پر ځای ووژل شو.

کابل کې پراخ امنتي تدابیر نیول شوي

Date: 2008-11-29

کابل کې پراخ امنتي تدابیر نیول شوي

د کابل ښار د مکرویانو په سیمه کې د وروستي ورځي د ځانمرګي برید څخه وروسته د ښار په بیلا بیلو سیمو او مهم ځایونو ته په ور غزیدلو لویو لارو کې پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په سلګونو تنه د چتک غبرګون پولیس او د ترهګرۍ ضد څانګي منصب داران د ښار په بیلا بیلو سیمو کې د تیارسي پر جال کې دي.
په ښار کې له تیریدونکو شکمنو ګاډو څخه پلټنه کیږي او حتی هغه کسان هم پوښټل کیږي او اسناد یې کتل کیږي چې پولیسو ته شکمن بریښي. د وزارت خانو دمخه اضافي پولیس او د ملي امنیت کارکونکي په دندو ګمارل شوي چې ښایي د کوم بل احتمالي برید مخه به ډب کړي. تیره . له چاودنې وروسته په ښار کې د پولیسو ګزمي د هر بل وخت په پرتله زیاتي وي او بهرني ځواکونه هم په واټونو نه تر سترګو کیدل.
نن د جمعې په ورځ هم د ښار له مینځ څخه د پراګنده ډزو غږونه واوریدل شول خو دا نه شوه څرګنده چې ډزي د چا له خوا په کومه موخه تر سره شوي دي.

کندهار: حج ته تلونکي له دولت څخه سر ټکونه کوي

Date: 2008-11-29

د جنوبي کندهار ولایت څخه د حج مراسمو ته تلونکي زایرن دغلته د حکومت له خوا د نیول شویو ناسمو ترتیباتو له امله سرټکونه کوي. هغوي وایې چې له څو شپو را پدې خوا حج ته د تلو لپاره ټاکل شويو ځایونو ته را غوښتل شوي خو هیڅ الوتکه درک نه لري چې دوي سعودي عربستان ته ولیږدوي. د کندهار له ولایت څخه حج ته د تلونکو کسانو دا شکایتونه په داسي حال کې د بینوا ویب پاڼي پوري را رسیدلي چې روانه میاشت ولسمشر کرزي د ترانسپورت وزیر د بی کفایتي له امله له دندې هیسته کړ. د کندهار ولایت زایرین له مرکزي دولت څخه غواړي چې ژر تر ژره د دوي د تګ پلان پلی کړي که نه نو دوي به په پراخو لاریونونو لاس پوري کړي . مونږ د دې خبر د توازن په موخه د کندهار ولایت د حج د چارو له انتظامیانو سره اړیکي ونیولي خو هغوي ځواب ورکولو ته غاړه کینښوده.

د طالبانو پخوانی ویاند ‌ډاکټر حنیف ووژل شو او خاوروته وسپارل شو

Date: 2008-11-29

د طالبانو پخوانی ویاند ووژل شو

د طالبانو د ډلي پخوانی ویاند ډاکټر محمد حنیف وړمه شپه د وسله والو ګسانو په برید کې په خپل پلرني کلي ( للمه) کې چې د ننګرهار ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کې پروت دی ووژل شو.
د ننګرهار د والي نطاق احمدضیا عبدالزي د دې وژني پخلی کړی او وایې چې په دې برید کې د ډاکټر حنیف د تره دوه زامن هم وژل شوي دي.
ډاکټر حنیف تیر ژمی د دولت له خوا هغه وخت په تورخم پوله کې ونیول شو چې ننګرهار ولایت ته پر لاره وو خو د څو میاشتي بند په تیریدو د مولوی وکیل احمد متوکل او یو شمیر نورو پخوانیو طالبانو په منځګړیتوب آزاد کړای شو.
ډاکټر حنیف د خپل مرګ څخه دوه ورځي دمخه بینوا ویب پاڼي ته د ټلیفون پر لیکه وویل چې دی شخصي دښمني لري او تیر کال یې ورور هم په پیښورکې وژل شوی وو. خدای بښلي حنیف د خپل ژوند په ورستیو ورځو په خپله سیمه کې د یوې دیني مدرسي مشري کوله او په یوه مهالنۍ یې هم کار کاوه. ډاکټر جنیف د نیکو اخلاقو خاوند ځوان وو چې زیات ملګري یې لرل. طالبانو په دې برید کې خپل لاس درلودل رد کړي دي. د دې ډلي ویاند ذبیح الله مجاهد چې د ډاکټر حنیف له نیول کیدو وروسته د طالبانو د ختیځ زون د ویاند په توګه کار کوي نن سهار وویل چې دوی د حنیف د وژني په اړه هیڅ راز اطلاع نه لري او دا کار طالبانو نه دی کړی.

دکابل په ځانمرګي بریدکې د ځیانمنو شویو کسانوکورنۍ مرستي غواړي

Date: 2008-11-29

دکابل ښار د پنجشنبې د ورځي په ځان وژونکي برید کې د وژل شویو او زخمیانو د کورنیو غړي له ولسمشر حامد کرزي څخه عاجلي مرستي غواړي .
د پنجشنبې په سهار اته بجې اودیریش دقیقې یو ځل بیا دکابل ښار یوې زورورې چاودنې ولړزاوه. دا چاودنه د عامي روغتیا څلور لارې ته نژدې د امریکې د سفارت ودانۍ ته په ۶۰ مترۍ کې رامنځ ته شوه. برید کونکی په یوه ګړندي موټر کې
سپور وو چې غوښتل یې د امریکايي ځواکونو قافله په نښه کړي. عیني شاهدنو بینوا ویب پاڼي ته وویل چې برید کونکی له برید شیبه دمخه هڅه وکړه چې د امریکایي ځواکونو د زغروالو ګاډو کتار ته ځان ور نژدې کړي خو د ولسي افغانانو د موټرو ګڼه ګوني د هغه مخه نیوله او نوموړي له وارخطایې ځان د ولسي افغانانو له یوه ټکسي موټر سره وجنګاوه . په دې چاودنه کې چې غږ یې هان تر یوه کیلومتر واټن پوري واوریدل شو لږ تر لږه یو تن مړ او شپږ نور ژوبل شول. دا چاودنه د ولسمشر کرزي له هغو څرګندونویوازي څو ساعته وروسته وشوه چې د طالبانو مشرانو ته یې سولي ته د ورګډیدو بلنه ورکړه. طالبانو یو ځل بیا د تیر په څير د دې برید مسولیت ومانه.
له چاودنې سره سم د عامي روغتیا وزارت امبولانسونه سیمي ته را ورسیدل او مړه او ژوبل کسان یې نژدې روغتونونو ته ولیږدول. د کابل ښار د امیه قوماندان جنرال ایوب سالنګي وویل چې سیمي د پولیسو له خوا کلا بند شوي ده او پولیسو خپلي څیړني پیل کړي دي.

2008-11-17

كندهار:په ډنډ ولسوالۍ كې ځانمرگى بريد شوي

Date: 2008-11-17

کندهار ولایت په ډنډ ولسوالي كې يو ځانمرگى بريددبريدگرپه گډون څلورتنه ووژل . ددغه ولايت چارواكي وايې چې دغه بريد نن دوشنبه وروسته له غرمي يوه تن چې دپوليسو جامي يې اغوستي وي هغه مهال تر سره كړ چې ولسوالي ته دننوتو هڅه يې كوله . چارواكو وايې په غه ځانمرگى بريد كې دوه تنه پوليس يو لاروي او خپله ځانمرگى وژل شوي او دري پوليس ژوبل دي . دكندهارپه ډنډولسوالي كې دا ځانمرگى بريد په داسي حال كې تر سره كيږي چې په پرون هم په هرات اوبغلان كې دوه ځانمرگي بريدونه تر سره شوي و

کرزى: که ملا عمر خبرو ته کښېني، ضمانت به يې وکړم

Date: 2008-11-17

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل که چېرې د طالبانو مشر ملامحمدعمر خبرو ته سلا شي، د امنيت ضمانت به يې وکړي .



د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې خبري کنفرانس ته وويل که چېرې د طالبانو مشر ملا محمد عمر خبرو کولو ته کښېني، نو د امنيت ضمانت به يې وکړي .



ولسمشر کرزي وويل له قانون منونکو طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دى .



تر دې وړاندې له طالبانو سره د خبرو اترو لومړۍ هڅه په سعودي عربستان کې د تېر سپتمبر په مياشت کې شوې وه .



په سعودي کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ځينې چارواکي او پخواني افغان مشران سره جرگه شوي ول، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو ته لاره اواره او تاوتريخوالى پاى ته ورسوي .



خو وسله والو طالبانو له حکومت سره هر ډول خبرې اترې رد کړې وې، او ويلي وو څو چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي خبرو ته به راضي نه شي .



ولسمشر کرزي په خبري کنفرانس کې وويل که د طالبانو مشر ملا محمد د سولې په موخه له حکومت سره کښېناستل غواړي، نو د امنيت ضمانت به يې وکړي :



'' که چېرې زۀ له ده نه واورم، چې غواړي افغانستان ته راشي او يا د سولې په موخه خبرې کول غواړي، د افغانستان د ولسمشر په توگه به د نوموړي د ساتنې ټولې هڅې وکړم . ''



'' زۀ چې وايم د ملاعمر حفاظت غواړم، نړيواله ټولنه دوه غوراوي لري، که راسره موافقه نه وي، له واکه به مې ليرې کوي يا به مې پرېږدي. ''



خو ولسمشر کرزي وويل لا هم د ملا محمد عمر د حفاظت لپاره لاره شته، او دې ته سترگه په لاره دى، چې ايا دوى سوله ييزو خبرو ته چمتو دى او که نه:



'' اوسمهال موږ دې پړاو ته نه يو رسېدلي، زه غواړم د طالبانو له مشرتابه دا واورم چې دوى په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي . ''



په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي پېښې مخ پر ډېرېدو دي .



شاوخوا ٧٠٠٠٠ بهرني پوځيان د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې له وسله والو طالبانو سره په جگړه کې ښکېل دى، چې ډېرى يې امريکايان دي .



د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما ويلي وو، چې په افغانستان کې به د عراق له ستراتيژۍ کار اخلي او د طالبانو له قانون منونکو مشرانو سره به د خبرو دروازه پرانيزي .

په سوات او کندهارکې ځانمرګي بريدونه شوي

Date: 2008-11-17

کندهار : په ډنډ ولسوالۍ کې ځانمرګی بريد شوی

دکندهار په ډنډ ولسوالۍ کې پر پوليسو ځانمرګی بريد شوی چې پکې درې تنه وژل شوي. دځايي امنيتي سرچينو په وینا بريد نن غرمه مهال هغه وخت ترسره شو چې دپوليسو په جامو ملبوس ځانمرګي بريد ګر غوښتل دولسوالۍ ودانۍ ته ننوځي خو دپوليسو له خوا تر درول کېدا وروسته يې له ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول چې له لامله يې دوه پوليس او يو عام وګړی ووژل شول او دوه پوليس ټپیان شول.



نن هم په پښتونخوا کې ځانمرګی بريد شوی

دپښتونخوا په جګړه ځپلې سيمه سوات کې نن يوبل ځانمرګی بريد شوی. په سوات کې دپوليسو سرچينو خبري رسنيو ته ويلي چې نن له غرمې مخکې دخوازه خېلې په سیمه کې ديوه ناپېژاندي کس له خوا دپوليسو دګزمې پر موټر ځانمرګی برید ترسره شو چې پکې اته تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

دپوليسو په وينا په بريد کې درې تنه پوليس وژل شوي او پېنځه نور ټپيان شوي.

د تایلینډ د کرکټ په سیالیو کې عمان افغانستان ته ماتې ورکړه

Date: 2008-11-17

په هغه سیالیو کې چې د آسیایي هیوادونو د ۱۷ څخه کم عمره لوبډلو تر منځ په تایلينډ کې تر سره کېږي، د عمان لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته نن په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.

عمان لومړی لوبه وکړه او د ۱۱۱ منډو په جوړولو یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. په ځواب کې یې افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۰ منډې جوړې کړې.

دا لومړۍ لوبه ده چې افغان لوبډله یې په دې سیالیو کې تر سره کوي. لا ترمخه د دې تمه وه چې عمان یې له افغانستان څخه وګټي.

په همدې سیالیو کې نن تایلینډ، مالیدو ته او ایران میانمار (بورما) ته ماتې ورکړه.

سبا به افغانستان دویمه لوبه د میانمار (بورما) د هیواد سره تر سره کوي.

په دې سیالیو کې اوه لوبډلې لوبېږي. په الف ګروپ کې افغانستان، عمان، میانمار، او ایران لوبېږي. په داسې حال کې چې په ب ګروپ کې تایلینډ، مالدیو او چین لوبېږي. دا سیالۍ به د روانې نومبر د میاشتې تر ۲۳ نېټې پورې دوام لري.

د ملي لوبډلې روزونکي کبیر خان لا تر مخه ویلي و چې د کمکیانو له لوبډلې څخه دې خلک زیاته تمه نه کوي ځکه چې دا لوبډله د رنګارنګ ننګونو سره مخ ده، چې یو یې هم د عمر د معلومولو خبره ده.

په تېرو لوبو کې د افغانستان د کمکي لوبغاړو عمر د ناسمتیا له وجې افغانستان ګټلې لوبې، بایللې اعلان شوې وې.

په افغانستان کې د ډېرو لوبغاړو د پیدایښت تاریخ نه دی لیکل شوی او داسې کوم میکانزم هم نشته چې له لارې یې د بېلا بېلو لوبغاړو عمرونه معلوم کړای شي.

دا ځل د دې دپاره چې افغانستان بیا د دا رنګ ننګونو سره مخ نه شي، د کرکټ فدراسیون ډېر کم عمره لوبغاړي په لوبډله کې نیولي او تایلینډ ته یې لېږلي دي.

2008-11-16

په بغلان کې د ایساف پرځواکونو دموټربم چاودنه شوی

Date: 2008-11-16

په بغلان کې د ایساف پرځواکونو دموټربم په چاودنه کی دایساف قواو یوتن عسکر ټپي شوی او یو ټانک یې تخریب شوی دی ذبیح الله مجاهد د بغلان ولایت په نوي ښار کې په چاودنه کې د دولسو کسو الماني عسکرو د ټپي او وژل کیدو ادعا کوي خو پولیس وایي چې په دغه چاودنه کې دولس ملکي وگړي ټپیان او یو تن وژل شوی دی عيني شاهدان هم په پېښه کې د دولسو ملکي وګړو د ټپي کيدو او د يو تن د وژل کيدو خبر تاييدوي پوليس دبغلان په چاودنه کې د يوالماني عسکر دټپي کيدو خبر سم بولي

نيازمند

هرات : اسدالله خالد دي دهرات والي نه ټاکل کېږي

Date: 2008-11-16

دپیمان ورځنپاڼي پربنسټ، دهرات ولس او پلازمېنه کابل کي ددې ولایت استازو هرات کي دراغلو بدلونونو ملاتړو کړ، خو داسدالله خالد چي مخکي دغزني او کندهار ولایتونه والي وو، دنوموړي ټاکل یې دهرات لپاره ښه ونه ګاڼه ، نوموړویلي چي اسدالله خالد یو بې کفایته شخص دی، او ویلي یې دي ، چي له دولت له ټولو بدلونو څخه خوښ ښکاري ، خواسدالله خالددي دهرات والي دي نه ټاکل کېږي ، ځکه هغه خپل امتحان مخکي دغزني او کندهار په ولایتونو کي ورکړی دی.

تراوسه د کورنیو چارو وزارت دهرات دنوي والي په هکله څه نه دي ویلي .

هاخوا د هرات اوسنی والي ښاغلي انوري ویلي ، چي په بدلونو ، ددولت ادارې له فساد څخه نه پاکیږي ، بلکې باید امنيتي قوتونو دي په پرمختللیو وسایلو سمبال شي .

یوسفزی - هرات

خوست: يو تن خپل ورور، وريندار او وريرونه ووژل

Date: 2008-11-16

په خوست كې يوه تن د يوې كورنۍ څلور تنه وژلي او له پېښې وروسته يې په نامعلوم لوري پښې سپكې كړې دي.
په وژل شويو كې پلار مور او دوه تنكي زامن دي او وژونكى هم د وژل شوي پلار سكه ورور دى.
دا پېښه تېره ورځ ناوخته د خوست ولايت د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ په يوه كلې كې شوې.
پېښې ته نېږدې يوه تن وويل، چې وژونكى په ناڅاپي توګه د خپل ورور كور ته ور ننوتى او د ټوپك په ډزو يې ورور، وريندار او دوه وريرونه وژلي او دريم وراره يې هم په ټپي حالت د ولسوالۍ ودانۍ ته ځان له مرګه خلاص كړى دى.
د سيمې ولسوال دولت خان قيومي پېښه مني او وايي، چې د وژونكي په نېولو پسې يې هڅې پيل كړي، خو تر دې دمه په لاس نه دى ورغلى.
تر اوسه د دې پېښې لامل نه ځايي اوسيدونكو ته معلوم شوى او نه هم حكومتي مسؤولينو ته ، خو په تېرو كې دا ډول پېښې، د كورني تاؤتريخوالي، يا هم د ځمكو او پولو پر سر د لفظي شخړو له امله رامنځته شوې دي.
په خوست كې نېږدې هره ورځ د شخصي دښمنيو له امله داسې يوه پېښه كيږي، چې له امله يې مرګ ژوبلې هم اوړي، خو تر اوسه يې حكومت په كابو كولو نه دى توانيدلى.


نوراجان بهير

هلمند:چارواكي او وسلوال طالبان د۱۳كسانو د وژني ادعا كوى

Date: 2008-11-16

تيره ورځ دهلمندولايت دناوى ولسوالۍ دطبيلى په سيمه كى دوسلوالوطالبانواو پوليسوترمينځ سخه نښته سوى چى دوادى غاړى يوبل ته ددرنى مرګ ژوبلى ادعاكوى .

په هلمندولايت كى دپوليسومشر سمونوال اسدالله شيرزادوايي چي تيره ورځ غرمه دناوې ولسوالۍ دطبيلي په سيمه كي وسله والوطالبانودپوليسوپريوې امنيتي پوستي بريدوكړچي په نښته كي څلورطالبان ووژل سول اوپوليسويوميل كلاشينكوف هم ترلاسه كړخوخپل لوري ته مرګ ژبله نه منى او وايي چى په دغه نښته كى ولسۍ وګړوته هم كوم زيان نه دى رسيدلى .

په سيمه كى ځايي خلكودتيلفون په ليكه كى داواز نه وركولوپه شرط وويل چى جګړه ډيره درنه وه اووويل چى جګړى څه دپاسه دري ساعته دوام درلود خوولى دمرګ ژوبلى په اړه يي معلومات نه لرله .

اه خواوسلوال طالبان خپل لوري ته مرګ ژوبله نه منى قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانوويان راپيژنى ديونامعلوم ځاى څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى دتيري ورځى په جګړه كىددوى يوملګري هم نه دى وژل سوى خوولى ادعاكوى چى په دغه نښته كى نهه تنه پوليس وژل سوى دى .

داپه داسى حال كى ده چى دهلمندولايت دباباچى په سيمه كى هم جګړه روانه ده خوولى ښكيلوغاړوتردامهله خه نه دى ويلۍ .

عزيزاحمد شفيع

حامد كرزى: يا ووزئ، يا مي خبره ومنئ!

Date: 2008-11-16

د افغانستان ولسمشر حامد كرزى چي تازه د غرب له سفر څخه هيواد ته راستون سوى، يو ځل بيا د مخالفو وسله والو مشر ملامحمدعمر ته د سولي د خبرو بلنه وركړه.
جمهور رئيس حامد كرزي نن سهار د طالبانو له مشر ملامحمدعمر، ملا عبيدالله، ملا عبدالرزاق او ملا برادر اخند څخه وغوښتل چي د ملي منافعو د ساتني په خاطر بېله كوم شرطه خبرو ته ورسره كښېني او دى به يې د سرونو ضمانت وكړي، خو وسله وال طالبان د خبرو دپاره له افغانستان څخه د بهرنيو پوځونو وتل شرط بولي او د هغوى په حضور كي هر راز سوله ايزي خبري بې معنى ګڼي.
جمهور رئيس كرزى چي له لويديځ څخه هيواد ته راستون سوى پر نړيوالو ځواكونو يې نيوكه وكړه چي په خپل سرو بمباريو يې ولس د ځان په مخالفت كي درولى او د ولايتي بيا رغوني (PRT) ټيمونه يې د هيواد په ولايتونو كي د دولتي حاكميت د كمزورۍ سبب وګاڼه.
حامد كرزي وويل نړيواله ټولنه په مخ كي درې لاري لري، يا به د طالبانو سره سوله كوي، يا به دى له واكه ګوښه كوي او يا به له افغانستان څخه وزي.
د ولسمشر پورتنۍ خبره پر خپل ځاى پر نړيواله ټولنه سخته نيوكه ګڼل كېږي، خو كارپوهان وايي نور نړيوالي ټولني د كرزي پر ادارې باور له لاسه وركړى دئ، د ده پر ځاى د يوه جدي او كارنده شخص په لټه كي دي، چي هم افغانستان له دې روان بحران څخه وباسي او هم په افغانستان كي د لوېديځ ګټي خوندي كړي.
كارپوهان وايي ولسمشر كرزى د طالب مشرانو د ساتني اختيار لري او نه هم د نړيوالي ټولني له ملاتړ پرته له هغوى سره خبري پيلولاى سي.
د كارپوهانو په وينا ښاغلى كرزى كه ښه دئ د خپل حكومتي ټيم او آن د ښځينه زدكوونكو امنيت دي خوندي كړي، چي نه يې دنيا مخالفه ده او نه هم ولس.

2008-11-15

ذبيح الله مجاهد:"طالبانو د افغانستان تر نیمايي زیاته برخه ولکه کړي ده"

Date: 2008-11-15

(( طالبانو د افغانستان تر نیمايي په زیاته برخه ولکه لري او د امریکې د نوي ولسمشر هغه اقدام بي گټي دي چې واېې افغانستان ته به نور سرتیري واستوي تر څو د طالبانو جگړه ماته کړي)). دا ټکی د طالبانو د ډلی ویاند ذبیح الله مجاهد د BBC د رادیويي شبکې له نړیوال انگریزي سرویس سره په یوه ټلیفونی مناظره کې چی د نړۍ له گوډ گوډ څخه ورسره خلگ په اړیکه کې وو څرگند کړ .مجاهد په دې نړیواله راډیويي برنامه (Have your say) کې په دریو ژبو دری، انگریزۍ او پشتو ژبو بیلا بیلو پوښتنو ته ځوابونه ویل . مجاهد وویل چی طالبانو د نجونو د زدکړو خلاف نه دي او د کندهار په ولایت کې په نجونو باندي د تیزابو د شیندلو په حادثه کې هم هیڅ لاس نه لري .ذبیح الله مجاهد د هغې پوښتنی په ځواب کې چې آیا اسامه بن لادن چیرته دی وویل:" زه نه پوهیږم چې هغه چیرته دی خو افغانستان ته د القاعدی په راتگ کې امریکا گرمه ده نه د طالبانو ډله. "

نتکۍ

په خوست ولايت کې ديوې ښځې په ګډون څلور کسه ووژل شول

Date: 2008-11-15

نن ورځ دخوست ولايت لوېديځ شپږ کيلو مېترۍ کې داسماعيل خېلو او مندو زيو ولسوالۍ اړوند دکندې کلي ديوې کورنۍ څلور تنه دشخصي دښمنۍ له امله ووژل شول ،ذکرشوي دوژونکي ورور ،ورېندار او دوه ورېرونه وو.
ديادې ولسوالۍ ولسوال دولت خان قيومي په دې اړوند ويلي :(( يو تن له خپلو زامنو سره لاس په ټوپک دخپل ورور کورته ورغلل او يادشوي کسان يې تر ډزو لاندې ونيول ،چې په پايله کې يې ددې کورنۍ څلور غړي ووژل ،چې قاتلانو له بريد وروسته سيمه پرې ايښې او په تېښته بريالي شوي ،خو دنيول په لټه کې يې يو)).
ديادولو وړده ،چې تېره ورځ هم په همدې ولسوالۍ کې ديوه خصوصي ساختماني شرکت درې تنه کارکوونکي دنامالو مو کسانو له خواوژل شوي ،خو وژونکي په تېښته بريالي شوي .

فضل يار

يو کس چې غوښتل يې دپوليسوقرارګاه ته لاسي بم ورواچوي ووژل شو

Date: 2008-11-15

دخوست ولايت مرکز مېخانيک لېسې سره په خواکې يو بريد ګر چې تقريباً داته ويشتو کلو په عمر و،دپوليسو له خوا په ډزو ووژل شو ،دامنيې قومندان عبدلقيوم باقي زوى وويل :(( دې کس چې پرځان پورې يې انفجاريه مواد هم تړلي وو ،غوښتل يې لېسې ته داخل شي ،خو بيايې هملته دپوليسو قرارګاه ته لاسي بم وراچولى ،خو بې له کوم زيانه بريد ګر وژل شوى)) ديادولو وړ ده چې تېره ورځ دخوست ولايت په باک ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد کوونکي درې تنه پوليس زخميان کړي.

فضل يار خوست

د کندهار له زيانمنو شويو زده کوونکو سره يوې افغاني مرسته وکړه

Date: 2008-11-15

د چک جمهوريت په مرکز پراګ کې مېشتې افغانې خبريالې فرح هېواد، په کندهار کې له هغو شپږو نجونو سره مالي مرسته وکړه چې تېره چهارشنبه يې نامعلومو کسانو پر څېرو تېزاب وشيندل.

په هغه پېښه کې چې په ميرويس مېنه کې وشوه، پر ١٦ نجونو نامعلومو موټرسايکل سپرو تېزاب وشيندل چې د شپږو تنو حالت د اندېښنې وړ و. دوى روغتون ته انتقال شول او اوس په دې ښوونځي کې د نجونو شمېر تر حد ډېر کم شوى دى.

فرح هېواد هرې نجلۍ ته سل سل ډالره مرسته وکړه او له شمسيې سره يې ٢٠٠ ډالره مرسته وکړه چې د نورو نجونو په پرتله يې وضعيت ډېر خراب و او کابل ته انتقال شوه.

د لېسې استادانو، مدير او د دغو نجونو د کورنيو غړو د فرح هېواد د دې مرستې مننه وکړه.

فرح هېواد تر دې مخکې هم په ورته مواردو کې د خوارو افغانانو لاسنيوى کړى دى، هغې مخکې په زابل کې له هغه ښوونکي سره د ٢٠٠ ډالرو مرسته وکړه چې موده مخکې يې نامعلومو کسانو غوږ په چړې ځنې پرې کړى و.

وروسته يې له سيد غلام سره هم د ٢٠٠ ډالرو مرسته وکړه چې نامعلومو کسانو د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې سترګې ځنې وکښلې.

انځورګر

د تاریخ تیر ۱ ټن درمل او ۲۰۰ کېلو خوراکي توکي وسوځول سول

Date: 2008-11-15

دمیدان وردګ په ولایت کې یو ټن تاریخ تیرې درمل او دوه سوه کیلوګرامه تاریخ تیرې خوراکي توکې د ټاکل شوې کمیسیون پروړاندې وسوځول

دمیدان وردګ ولایت په میدان ښار مرکزي روغتون کې د میدان وردګ ولایت د ټولو ولسوالیو څخه تاریخ تیرې یو ټن درمل چې څه موده وړاندې د موظف کمیسیون لخوا راوړل شوې وه نن ورځ د ولایت دمقام څخه د ټاکل شوې کمیسیون په وړاندې وسوځول او همدارنګه د میدان ښار د هټېوالو څخه (۲۰۰)کیلوګرامه تاریخ تیرې خوارکي توکې چې دموظف کمیسیون لخوا راټول شوې وو وسوځول شول ، د میدان وردګ والي محمد حلیم فدايی لخوا اړونده ادارومسولینو ته لارښوونه وشوه چې راتلوونکې کې د خرابو او تاریخ تېرو درملو او خوراکي توکیو د استعمال،پلورل او راوړلو څخه ډډه وکړي او د راوړلو په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي

دیادونې وړ ده چې دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدايي د ټولو ولسوالانوته دمسلحو غیرقانوني قوماندانو په بې وسلې کولو او ډایاک ته د هغوۍ د وسلې سپارلو او راتلوونکې ژمي لپاره د بې وسو خلکوته د اړینو توکیو اومرستو رسولوپه اړه لازمې لارښوونې وکړ ی .

سیرت

دمیدان وردګ ولایت سیمه ایز تلویزیون په خپلو خپرونو پیل وکړ

Date: 2008-11-15

دمیدان وردګ ولایت سیمه ایز تلویزیون په خپلوخپرونو پیل وکړواو هم درادیو تلویزیون د چهاردیوالۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه .

د میدان وردګ ولایت سیمه ایز تلویزیون په خپلو یو ساعته خپرونو پیل وکړو او هم په درې جریبه ځمکې څخه یې د چهاردیوالۍ دبنسټ ډبره د یولړ مراسمو په ترڅ کې کیښودل شوه.

په دغه مراسمو کې دمیدان وردګ والي محمد حلیم فدايی، دترکیې ولایتي بیارغاونې ټیم مشر جنید،امنینتي ادراو ریسانو،دمیدان ودرګ ولایت اتوولسوالا نو اودولتي ادارو ریسانوګډون وکړو، د میدان وردګ ولایت دسیمه ایز تلویزیون د خپرونو او د درې جریبه ځمکې څخه د چهاردیوالۍ د بنسټ ډبره او د پټۍ د پریکړې مراسم میدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدايی لخوا ترسره شول چې د تلویزیون خپرونې او چهاردیوالۍ جوړښت دولایت دمقام په مرسته جوړيږي ، همدارنګه د نشه یې توکیو پروړاندې دمبارزې وزارت لخوا دې ولایت ته یو میلیون امریکايي ډالرو د ورکړې ژمنه چې شوې وه د ولایتي شورا او د ولایت دمقام په ادارې جلسه کې یې نوموړي یومیلیون ډالره د رادیواو تلویزیون لپاره تصویب کړې دي چې د ټیفیک نقشه یې د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون څخه بشپړ شوې او د نشه یې توکیو پروړاندې د مبارزې وزارت په منښتې سره به د میدان وردګ ولایت رادیو تلویزیون په اساسي ډول جوړ او خپلې خپرونې به د سپوږمکۍ د لارې په ۴۰ څلویښتو هېوادنو کې پیل کړي.

دمیدان ودر ګ ولایت د رادیو تلویزیون نوښتګر ریس زاهدالله زاهد په وینا چې اوس لپاره به زمونږ خپرونې په میدان ودرګ ولایت کې د یوساعت لپاره خپریږي چې په نږدې راتلوونکو کې به دغه خپرونې د ډیر وخت لپاره وغزو، ښاغلي زاهد دټولو ژونالیستانو او ادب مینوالو څخه غوښتنه کوي چې دمیدان ودرګ ولایت په تلویزیون کې پرګرامونه او خپرونې واخلي او دغه تلویزیون ته ښکلا ورکړي.

سیرت

2008-11-12

کندهار: 15 ښځينه زدکونکي وسوځول شوي

Date: 2008-11-12

نامعلومو کسانو نن د چهارشنبی په سهار د کندهار ښار په ميرويس مېنه کې د نجونو د لېسې پر ١٥ زده کوونکيو نجونو تېزاب وشيندل . ددې ولايت د پوهنې د رياست فرهنګي مسوول علاءالدين وويل چې دغه نجونې د نازو انا د لېسې زده کوونکې وې . هغه زياته کړه چې ديادې شوې لېسې دغه نجونې، چې مخونه يې په چادرۍ هم پټ وو ، په داسې حال کې چې لېسې ته پلې روانې وې، نامعلومو کسانو يې پر مخونو تېزاب وشيندل او ١٥ واړه يې وسوځولې . یو شمیر نجوني د میرویس روغتون ته را وړل شوي او روغتیايي حالت ېې نازک ښودل شوی .

پښتونخوا: امريكايي لوړ پوړى چارواكى ووژل سو

Date: 2008-11-12

د پېښور څخه وركړل سوي خبرونه وايي په دغه ښار كي د امريكا د USAIDموسسې يو لوړ پوړى مشر نامعلومو وسله والو وواژه.
دغه امريكايي تبعه په قبايلي سيمو كي د امريكا د پراختيايي ادارې يو، ايس، اې، آى، ډي موسسې د هغو مرستو د وېشلو مسئوليت پر غاړه درلود چي په سيمه كي د طالبانو پر ضد جنګونو كي په يوه او بل ډول زيانمن سوي دي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت لا تر اوسه په دې باب خپل نظر نه دئ څرګند كړى، خو په اسلام آباد كي د امريكا سفارت د نوموړي مړېنه منلې ده.

عاجل خبر: د كندهار په ښار كي درنه چاودنه وسوه

Date: 2008-11-12

څو شېبې وړاندي د غرمې پر شل كم دوولس بجې د كندهار په ښار كي يوه درنه چاودنه وسوه، چي په اړه به يې جزيات وروسته پر ليكه سي.
دا معلومه نه ده چي د چاودني هدف څوك و، خو د چاودني له ځايه په څو كيلومتره شاوخوا سيمو كي د ودانيو د كړكيو او دروازو هنداري ماتي شوي دي. د لومړنيو خبرونو له مخي د پېښي ځاى د ښار جنوب لوېديځه برخه ښودل سوې، چي ګڼي دولتي ودانۍ پكښي موجودي دي.

2008-11-10

تازه خبر: د ترانسپورت وزیر له دندی ګوښه کړای شو.

Date: 2008-11-10

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د کابېنې په غونډه کې د ترانسپورت وزیر حمید الله قادري له دندی ګوښه کړ او هغه یې څارنوالۍ ته معرفي کړی، د ولسمشرۍ د رسنیو ددفتر له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي ، چې نوموړي په دنده کې غفلت کاوه او ځېنې مشکوک کارونه یې ترسره کړي. خبرپاڼه دا هم لیکي چې نوموړي بیت الله شریف ته د حجاجو د انتقال په اړه په قراردادونو او حجاجو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې لټي کړې، ولسمشر کرزي د دغه وزارت د کارونو د مخ بېولو لپاره په اقتصادي چارو کې د هغه سر سلاکار عمر زاخېلوال ددغه وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی.

امريکايي ځواکونو ۱۴ تنه نور بېګناه افغانان ووژل

Date: 2008-11-10

امريکايي ځواکونو دخوست ولايت په اړوندو کې دسړک جوړونې ديوه شرکت ۱۴ تنه ساتونکي وژلي. دځايي دولتي سرچينو په ويناپېښه تېره ورځ هغه وخت رامنځته شوه چې وژل شوي کسان له خوست څخه دباک ولسوالۍ پر لوري روان ول چې دخوني خوړ په سيمه کې امريکايي ځواکونو پرې ډزې وکړې او ټول يې ووژل.

زيارت يو ځل بيا زلزلې ولړزاوه

Date: 2008-11-10

د سهيلي پښتونخوا زيارت او زيارت ته څېرمه يو شمېر نورې سيمې نن سهار يو ځل بيا درنې زلزلې ولړزولې .

دغه زلزله چې د ريكټر په كچه يې اندازه څلور اعشاريه درې ښودل شوې ده د پخوانې هغې په پرتله كمزورې وه .

د جيو ټلوېزيون د يو راپور په اساس د نن ورځې زلزله د سهار په اته بجې او ديارلس دقيقې را مېنځته شوه چې د ايالت په نورو سيمو سربېره يې د زيارت ،كواس ، ورچون او كان سيمې هم ولړزولې .

يولس ورځې وړاندې يو درنې زلزلې چې د ريكټر په كچه يې اندازه شپږ اعشاريه پېنځه ښودل شوې وه . په نږدې ټوله سهيلي پښتونخوا سربېره د افغانستان د زابل او كندهار ولايتونو ځينې برخې هم ولړزولې چې زيان يې يوازې د پاكستان لور ته اوښتى وو .

د اكتوبر د نهه ويشتمې له درنې زلزلې را په دې خوا تر دا مهاله پورې د سهيلي پښتونخوا يو شمېر سيمې يو زر درې سوه او پېنځوس ځله د زلزلې سختو او كمزورو ټكانونو لړزولې دي .

2008-11-09

د کابل له هوائي ډگر څخه د ملگروملتونو اړوند موټر غلا شوی

Date: 2008-11-09

د کابل له هوائي ډگر څخه پرون د شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو یو سپین رنگی لنډکروزر موټر ناڅرگندو کسانو تښتولی دی . په کابل کې د ملگرو ملتونو دفتر چارواکي وايي چې دوي ویره لري دا موټر د ترهگرو لاس ته نه وي ورغلی اوترینه په ځان وژونکو بریدونو کې کار واخیستل شس .سرچیني وايي چې له پرون ورځي راهیسي په دې سپین رنگی لنډکروزر پسي چی په شنه رنگ پرې د ملگرو ملتونو نوم لیکل شوی ، لټون دوام لري خو تر اوسه ېې څرک نه دی لگيدلی. باوري سرچینو ویلي چې دا لنډ کروز د کوډان مخابرې او یو شمیر اسنادو سره يو ځای غلا شوی دی.

هرات کې د سړي تښتونکو يوه 6 کسيزه ډله نیول شوي

Date: 2008-11-09

د هرات ولایت پولیسو د سړي تښتونکو د یوې شپږ کسیزي ډلي د نیولو خبر ورکړ. د نوموړي ولایت امنیه قوماندان جمعه عديل پر وینا یادو شویو کسانو غوښتل د" ادرسکن" په ولسوالۍ کې د یو ودانیز شرکت کارکونکي وتښتوي .له نیول شویو کسانو څخه یو راکت لانچر، یوه پیکا ماشیڼگنه او دري ميله کلاشینکوفونه تر لاسه شوي دي .امنیه قوماندان د سړي تښتونکو د دې ډلگي په نیولو کې د سیمي د خلکو همکاري مهه وبلله .

عاجل خبر: ځان وژونکي برید بهرنیو سرتیرو ته مرگ ژوبله واړوله

Date: 2008-11-09

نن غرمه شاوخوا یوه بجه د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د افغان او ایټالوي ځواکونو په گزمه ځانمرگی برید وشو . د لویدځ زون د پولیسو قوماندان جنرال اکرام الدین یاور وویل چې په دې برید کې یو ایټالوی سرتیري وژل شوی او څلور نور د یو ولسي افغان په گډون ژوبل دي . د برید پړا د تل په څیر بیا هم طالبانو پر غاړه واخیسته .

دطالبانو ویاندقاري یوسف احمدي بېنوا ویب پآڼي ته دټیلفون پرکرښه وویل چي برید په یو ټونیس موټر کي د حبیب الله په نامه د یو طالب لخوا تر سره شویدی قاري یوسف همدا راز ادعا وکړه چي په نوموړي ځانمرګي برید کي یو لوی ټانک او ۱۰بهرني عسکر وژل شوي دي

امریکا : کابل د ملکی تلفاتو له امله ورڅخه خپه نه دﺉ

Date: 2008-11-09

اسوشیټیډ پریس د واشنګټن څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی د خارجه وزارت مرستیال ریچرډ بوچلر نن وویل چی وروستیو ملکی تلفاتو د کابل او واشنګټن اړیکی نه دي خرابی کړي . ده وویل چی زموږ پوځ کوښښ کوی چی ملکی تلفات حد اقل وی خو طالبانو په شاه ولی کوټ کی واده یرغمل کړﺉ و تر څو موږ مجبور کړی چی بمباري وکړو او ملکی خلک ووژنو . ده وویل چی طالبان غواړی زموږ پر ضد د افغانانو خښم را وپاروی . خو څېړونکي عقیده لری چی که بوچلر رښتیا هم وایی نو دا د طالبانو تاکتیکی برﺉ او د امریکایی پوځ تاکتیکی ناکامی ده چی استعمالوی یې . امریکایی طیارو په دې بم وري کی ۴۰ ملکی انسانان شهیدان کړل .

نثار احمد صمد

مولانا: عوامي نيشنل د پاكستان د تجزيې كوښښ كوي

Date: 2008-11-09

په پښتونخوا ايالت كي د جمعيت علماء الاسلام مولانا فضل الرحمان د ګوند صوبايي مشر او سناتور مولانا ګل نصيب د عوامي نيشنل ګوند د پاكستان په تجزيې باندي تورن كړ.
مولانا ګل نصيب په پېښور كي يوه خبري كنفرانس ته وويل د پاچاخان فاونډېشن د كرك، لكي مروت او بنو په مكتبونو كي د پاكستان د ملي سرود پر ځاى د لوى پښتونستان ترانې وايي، چي دا كار يې د پاكستان د تجزيې دپاره هڅي او يو خطرناك سازش دئ.
نوموړي د پاچاخان فاونډېشن د امريكا په مرستو تورن كړ او له حكومت څخه يې وغوښتل چي د ټولو ګوندونو له غړو څخه يو ګډ څېړونكى هيئت وټاكي او د پاكستان د تجزيې پلانونه رسوا كړي.
مولانا د پښتونخوا پر ايالتي حكومت چي د عوامي نيشنل له خوا جوړ سوى تور ولګاوه، چي په سيمه كي يې د سولي د ټينګښت او فساد د وركولو پر ځاى كورنۍ جګړې ته لاره اواره كړې ده.

ننګرهار : دولت او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلي ادعا کوي

Date: 2008-11-09

د ننګرهار چارواکي وايي دوی د امريکايي ځواکونو په ملتيابیګا شپه د اچين ولسوالۍ د باندر په کلي کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده، د والي وياند احمدضيا عبدالزي په وينا په دغو عملياتوکې ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ نور يې ټپيان دي، نوموړی زياتوي چې دغلته يې ۱۳ تنه وسله والو سره د تړاو درلودو په شک نيولي او دا مهال ترې اښتنې پوښتنې کوي، تر ده وړاندې طالب وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې وه چې د دوی ملګرو په ياده سيمه کې پر افغان او ناټو ځواکونو بريد کړی او مرګ ژوبله يې ورته اړولې چې ده ته يې کره شمېره نه ده ورمعلومه، خو په ننګرهار کې چارواکي بيا د طالبانو بريد نه مني.

بل خوا ته د طالبانو په خبرپاڼه کښي د ورته نورو بېلابيلو تلپاتو ادعا هم سوې ده :

په شنډنډ کښي د امريکايي عسکرو پر يوه پوځي کاروان ځانمرګی بري، د کندهار پر هوايي ډګر د توغنديو بريد، د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ مرکز ته څیرمه د"پاشمول" په سیمه کښي د ملي اردو پر عسکرو، د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د" سورکي" په سيمه کښي د اکمالاتي کاروان د ۴ عرادو ټېلرونو د سوځېدو، د پکتيا ولايت دزرمت ولسوالۍ د" تعمير" په سیمه کښي د ملي اردو پر عسکروبريد کي د ۳ تنو مرګ ژوبله، د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ ودانۍ ته څیرمه د کندهار - هرات پرلويه ريموټ کنټرول بم له امله د ملي اردو د ۶ تنو مرګژوبله او د غزني ولايت د ګيروولسوالۍ پر مرکز د هاوان بريد بېلابيلي ادعاوي سوي دي .

اروپا د بن لادن زوى ته پناه نه وركوي

Date: 2008-11-09

د اسامه بن لادن زوى عمر بن لادن او مېرمن يې اهليه زاينا چي له مصر څخه هسپانيې ته د سياسي پناه په موخه تللي وه، بيرته مصر ته واپس سول.
عمر بن لادن ويل په منځني ختيځ كي يې ژوند ته خطر دئ او د هسپانيې له حكومت څخه يې هلته د پاته كېدو غوښتنه كړې وه، خو هسپانيې يې كېس ونه مانه او ويې ويل چي دوى ته تر هسپانيې مصر ډېر په امن كي دئ.
د عمر بن لادن مېرمن وايي دوى دواړه د تعصب ښكار ګرځېدلي او دوى د خپل ځان د سپيناوي دپاره موقع غواړي.

سلېمان

2008-11-08

په بلخ ولایت کې میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر جوړ شو

Date: 2008-11-08

(دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر داړیکو څانګه): د ۱۳۸۷ کال د لړم میاشتې په ۱۳ نیټه په بلخ ولایت کې د میرمن ټولنیز کلتوري بهیر پرانستونکې غونډه جوړه شوه .
په پرانستونکې غونډه کې د بلخ ولایت یوشمیر میرمنو او په بلخ ولایت کې دادبي بهیر یوشمیر غړو ګډون کړی و.
دبلخ ولایت دوهم ولایت دی چې هلته میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر جوړیږي ، تردې وړاندې دغزني ولایت میرمنو هم پخپل ولایت کې میرمن کلتورې ـ ټولنیز بهیر جوړ کړی و.دبلخ ولایت دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر په پرانستونکې غونډه دافغانستان د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر غړو آغلې دل آفروز ځیرک او اغلې سپوږمۍ نوري هم ګډون کړی و.
ددې خبر بشپړ تفصیل به وروسته وړاندې شي .

زمه وال

په کونړ کې توده جګړه روانه ده

Date: 2008-11-08

له کونړ نه په ترلاسه شويو تازه رپوټونو کې ويل شوي چې له نن سهار راهيسي دکونړ ولايت دوټه پور په ولسوالۍ کې دملي اردو او مخالفينو تر منځ توده جګړه روانه ده ويل کيږي چې تر اوسه دملي اردو دوه تنه سرتيري په دې جګړه کې ټپيان شوي خو چارواکي وايي چې دجګړې تر پاې ته رسيدو پورې مالومات نشي ورکولاې،ددې خبر بشپړ جزيات به وروسته په ليکه شي

بلال شينواری

2008-11-04

د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د کلنۍ غونډې خبرتيا

Date: 2008-11-04

ډاکټر عطاالله زيارمل :
د افغان کلتوري ټولنو جرګه غواړي، چې خپله کلنۍ کاري غونډه د هیواد په پلازمینه کابل کې جوړه کړي.
له نېکه مرغه د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د جوړېدو او فعالیت څخه دادی څه د پاسه يو کال تېرېږي د جرګې د کړنلارې سره سم بايد د جرګې غړي، کارډله، ولایتي استازي او د کلتوري ټولنو مسوولین په کال کې لږ تر لږه يو ځل ګډه غونډه ونيسي. ددې ګډې عمومي غونډې په ترڅ به د تېر کال د فعاليتونو راپور د غوڼدې ګډون والو ته وړاندې او د راتلونکي کال لپاره به په پلان جوړونه او ستراتيژۍ باندې خبرې او پرېکړې کېږي. همدارنګه له دې فرصت نه په ګټه اخيستنې سره په ټول هېواد کې د کلتوري فعاليتونو او هڅو د لاښې همغږۍ لپاره هم عملي طرحې جوړېږي.
نو موږ په ویاړ سره اعلان کوو، چې د افغان کلتوري ټولنو جرګه خپله کلنۍ غونډه د را روانې جمعې په ورځ، چې د ۱۳۸۷ ل کال د لړم په ۱۷ مه نېټه په کابل ښار کې جوړوي په همدې مناسبت د افغان کلتوري ټولنو د جرګې ټولو ولایتي استازو او د کلتوري ټولنو مشرانو ته خبر ورکول کېږي، چې په نوموړي مجلس کې خپل ګډون زموږ د اړیکو د کمیټې له لارې یقیني کړي. په دې لړ کې د ولایتي استازو او د ټولو کلتوري ټولنو له مشرتابه پلاوي څخه په ډېر درنښت هيله کېږي چې د خپلو فعاليتونو، بریاوو، ګواښونو او خنډونو په هکله د اړوندې کلتوري ټولنې راپور زموږ د اړيکو څانګې ته مخکې له مخکې را واستوي، چې د جرګې د پلان جوړونې او ستراتيژۍ په جوړولو کې ورته پاملرنه وشي.
د افغان کلتوري ټولنو د جرګې کارډله ستاسو راتګ او ګډون ته سترګې په لاره دي.

په درنښت

ځای : د کابل ښار، ميرويس ميدان ( کوټه سنګي) ، د کابل اريانا هوټل، A سالون
وخت : د سهار له نهو بجو څخه تر نيمې شپې پورې خو د میلمنو راتګ له نهو بجو څخه مخکې ټاکلي ځای ته صورت مومي.
نېټه : د جمعې مبارکه ورځ ، د ۱۳۸۷ ه ل کال د لړم ۱۷ مه ، چې د ۲۰۰۸ ز کال د نومبر د مياشتې له ۷ مې نیټېې سره برابره ده.
يادښت : ( د هیواد له لرې سیمو څخه د غونډې ګډون وال کولی شي، چې په کابل کې د جرګې د کلنۍ غونډې تر پيل کېدو مخکې او یا وروسته د شپې تېرولو تابيا په خپله ونيسي خو هغه کسان، چې د ځای ستونزه ولري نو د جرګې کارډلې په دې هکله ترتیبات نیولي او تاسو کولی شئ د اړيکو له څانګې سره په دې هکله خبرې وکړئ.)
د ټليفون شمېرې:
۰۷۰۰۶۴۳۶۴۸
۰۷۷۷۳۹۱۳۹۱

2008-10-12

د کاناډا لوی درستیز له خپل افغان سيال سره په کابل کې وکتل

Date: 2008-10-12

د کاناډا هيواد د وسله والو ځواکونو لوی درستیز پرون په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی .نوموړي له خپل افغان سیال جنرال بسم الله محمدي سره د دواړو هیوادونو په پوځي همکاريو خبري وکړي . د ملي دفاع وزارت د رسنیو دفتر واېې چې د ترهگرۍ ضد جگړې پر سر بحثونه د دواړو لورو د خبرو اصلي ټکی وو .د کاناډا د پوځ لوی درستیز د افغان ملي ځواکونو د فعالیتونو ستاینه وکړه او یو ځل بیا ېې له افغان ملي پوځ سره د خپل هیواد په دوامدارو مرستو ټینگار وکړ .

هلمند: 300 طالبانو ته مرگ ژوبله واوښته

Date: 2008-10-12

رپوټونه واېې چې د هلمند په لشکرگاه ښار کې د افغان ملي اردو په قرار گاه تيره شپه وسله والو طالبانو برید وکړ . برید شاوخوا 7 نيمي بجې پیل شوو چې پکی طالبانو ته د درانده ځیان د اوښتو دعوه شوي . نن سهار د هلمند د والي ویاند "داود احمدي" رسنیو ته وویل چې د دولتي ځواکونو او ناټو سرتيرو په گډ ځوابي برید کې 62 طالبان وژل شوي او نږدې 250 تنه ژوبل شوي دي . که څه هم طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو د ناټو ځواکونه هم خپل دښمن ته د درانده ځیان د اړولو ادعا کوي . د ناټو له قومانداني څخه یو خپور شوی بیان واېې چې په ځوابي برید کې له هوائي ځواکونو څخه هم په دقیقه توگه کار اخیستل شوی دی . بیان د ناټو ځواکونو له عمومي ویاند جنرال ریچارد بلنچيت څخه په حواله وویل چې دا برید د طالبانو د ژمنیو بریدونو پیلامه بلل کیدای شي او هغوي ته د مشرتکو قواوو د تیرې شپې کلک ځواب دا ښيي چې هغوي هيڅکه هم خپلو مقاصدو ته نه شی رسیدلای . ايساف واېې چې په دې بریدنو کې د طالبانو یو شمیر گاډي سوځیدلي او وسلي هم ترینه پاتي دي .

د بدرمنير پۀ مړينه د پـښتو فلم يو ځلانده باب وتړل شو

Date: 2008-10-12

ليک : مدثرشاه
اړمه ورځ يعني داکتوبر پۀ يولسمه نيټه غرمه د بيلا بيلو مطبوعاتو له خوا خبر خپور کړى شو چې د پښتو فلمونو تکړه هنرمند بدرمنير دخپلې ناروغۍ له امله د اسلام اباد پۀ يو روغتون کې ساه ورکړه. انا لله و انا اليه راجعون.
بدرمنير دپښتونخوا سوات سيمې دمدين پۀ يو کلي شاګرام کې پۀ کال نولس سوه دوه څلويـښتم کې پۀ يوه مذهبي کورنۍ کې سترګې پرانستې وې او پلار مولوي ياقوت خان ئې دکلي جومات کې امام وو . بدرمنير چې کله د ګټې وټې عمر ته ورسيدو نو د نورو يو شمير پښتنو بې وزله ځوانانو پۀ څير ئې د روزګار پۀ لټون خپل پلرني ټاټوبي سره خدائې پۀ اماني وکړه او د کراچۍ ته لاړو ترڅو هلته محنت مزدوري وکړي او د کور نورو غړو ته ډوډۍ پيدا کړي . دا هاغه وختونه وو چې کراچۍ ښار کې هم د لاهور پۀ شان فلمي سټوډيوګانې فعاله وې . بدرمنير ته پۀ دغه رقم يوه سټوډيو کې د کار زمينه برابر شوه او وظيفه دا وه چې کوم وخت به د فلم عکاسي ( شوټنګ) کيده نو نوموړي به رڼاګانې ترتيبولې . هر څو کۀ بدرمنير دومره لوستى بنده نۀ وو خو ولې د خپل کار سره د مينې او سټوډيو کې دننه ټولو همکارانو سره د خلوص او دوستۍ پۀ وجه بدرمنير ډير زر د ټولو مشرانو کشرانو او ښځو سړو د سترګو تور شو. پۀ خندا خوشحالۍ وختونه تيريدل چې دپښتو ژبې نوميالي شاعر علي حيدر جوشي ارده څرګنده کړه چې دى د پښتو فلم جوړول غواړي . خدائې بخښلي علي حيدر جوشي د فلم لپاره قيصه او سندرې وليکلې او نوم ئې ورله يوسف خان او شيربانو خوښ کړو کوم چې د پښتونخوا يو فولکلوري داستان دى . کال نولس سوه اويايم کې چې علي حيدر جوشي د فلم جوړولو لپاره د عملي ګامونو پورته کولو پۀ غرض سټوډيو ته ورغلو نو فلم کې د ټولو کردارونو لوبونکي هنرمندان ئې خوښ کړل دپښتو ددې ړومبي فلم ډائرکټر عزيز تبسم وو. بدرمنير هم پۀ کې د رڼا اچونکي (لائټ مين) پۀ حيث شامل شو . علي حيدر جوشي خپله يوه مرکه کې وئيلي وو چې کله د يوسف خان او شيربانو فلم عکاسي پيل شوه نو د يوسف خان کردار لوبونکي هنرمند د اداکارۍ څخه زۀ مطمئن نۀ وو او ما به اکثره ليدل چې بدرمنير هغۀ ته د کردار لوبولو چل ښائي نو ما فکر ووکړو چې بدرمنير دۀ ته اداکاري ښودلى شي خپله ئې هم کولى شي او ما فيصله وکړه چې ددې فلم د يوسف خان کردار به دغه ځوان بدرمنير لوبوي . کله چې ما دغه خبره وکړه نو د بدرمنير پۀ شمول ټول حيران وو خو ما پۀ منت زارۍ بدرمنير دغه کار ته چمتو کړو. بدرمنير ددغه واقعې پحقله خپله يوه مرکه کې پۀ ټوقو ټوقو کې وائي چې استاد علي حيدر جوشي سره به هر وخت پۀ بډه تماچه وه او چې ما د يوسف خان د کردار لوبولو څخه انکار ووکړو نو استاد تماچه راوباسله او ماته ئې ووئيل چې دغه کار کوې او کۀ نه .
يوسف خان او شيربانو د خپل وخت يو کاميابه فلم ثابت شو او د فلمونو ناقدانو فلم کې د ټولو کارکونکو کار وستائيلو . يوسف خان او شيربانو د پښتو ژبې ړومبى فلم وو چې دې لړ کې ئې د نورو پښتو فلمونو جوړولو لپاره دروازې پرانستې. او ورسره بدرمنير هم د لائټ مين نه اداکار کې بدل شو . ددې نه پس بدرمنير ادم خان دورخانۍ، اوربل، باغي، ديدن، کوچوان، ميرنى ورور، خانه بدوش، ټوپک زما قانون، دهقان، ناوې د يوې شپې او يو شمير کاميابه فلمونو کې بنسټيز کردارونه ولوبول . ارواښاد بدرمنير پښتو فلمي صنعت ته دومره زړۀ پورې ، ګټه ور او کاميابه فلمونه ورکړي دي چې دا کرښې توان نۀ لري چې ټول ياد شي البته دومره وئيلى شو چې د بدرمنير د فلمونو شميره د اووۀ نيم سوو څخه جګه ده چې پۀ کې پنځۀ اتيا داردو ژبې، يو ديرش د پنجابۍ، يولس دسندهۍ او يو د هندکو ژبې فلمونه هم شامل دي. راروانو وختونو کې چې څوک هم د پښتو پۀ فلم څيړنه کوي نو بدرمنير ته ځانګړى مقام او حيثيت ورکوي ځکه چې د خدائې بخښلي بدرمنير د ذکر نه پرته به دغه څيړنه د قبوليت وړ نۀ وي.
بدرمنير سره زما فقط يو ځل ليدل کتل شوي دي او هغه داسې وو چې قريباَ پنځلس کاله اګاهو نولس سوه درې نوي کې زۀ او نوموړى يو پرواز کې برابر شو. پرواز د کراچۍ نه ماسکو ته وو . زۀ د خپل تحصيل لړ کې او هغه روسيه کې د يو فلم جوړولو سلسله کې ماسکو ته روان وو. الوتکه کې يا خو پښتانۀ محصلين وو چې روسيه کې ئې درسونه وئيل او يا هم روسيان . اردو ژبي يو څو کسان هم موجود وو. الوتکه چې د کراچۍ هوائي ډګر نه پورته شوه نو لږه شيبه پس بدرمنير ښکاره شو، هر تن ته به ئې غاړه ورکوله او خوشحاله وو چې الوتکه کې زيات شمير د پښتنو دى. روسۍ فضائي کوربنې به هغه منعې کولو چې الوتکه کې د داسې ګرځيدو اجازه نيشته خو ولې هغۀ به زمونږ پۀ خلې د هغې د قانع کولو هڅه کوله چې دى پريږدي چې خپلو پښتنو وروڼو سره خبرې اترې وکړي. مونږ ټول الوتکه کې د هغۀ نه ګير چاپير ناست وو او د هغۀ نه مو د هغۀ د ژوند او فن پۀ اړه پوښتنې کولې. ما ترې تپوس وکړو چې د پښتو فلمونه شمالي او جنوبي پښتونخوا، افغانستان، يو شمير عربي هيوادونو او اروپائي ملکونو کې پښتانۀ ګوري او خوښوي ئې خو ولې فلمي سټوډيوګانې ټولې لاهور کې دي نو څۀ وجه ده چې يوه سټوډيو پيښور، کوټه، جلال اباد يا کابل کې تر دې دمه نۀ ده پرانستل شوې . بدرمنير ددې پوښتنې ځواب کې ووئيل چې زمونږ پښتنو فلمي هنرمندانو لپاره دا يوه لويه ستونزه ده چې د پيښور نه ورکوټي غوندې کار لپاره هم مونږ لاهور ته پۀ تګ مجبوره يو او يا هم د زيات کار پۀ وجه لاهور کې پۀ مستقله توګه استوګنه اختيار کړو. هغۀ زياته کړه چې فلم سټوډيو جوړول د يو هنرمند د وس کار نۀ دى البته کۀ يو پښتون سرمايه دار يا د شتمنو پښتنو يو ګروپ وغواړي نو دغه کار ګران نۀ دى او ګټه به ئې د پښتو فلمي صنعت سره سره دغه سرمايه دار هم اچتوي.
د افسوس مقام دى چي د دومره اوچتې کچې د هنر مند پۀ تلين د پښتو ټي وي چينلونو، راډيوګانو او ورځپاڼو بدرمنير ته هاغه رقم ځائې ورنکړو کوم چې ددۀ د فني خدماتو حق وو البته د امريکا غږ ډيوه راډيو خبريال ميا فاروق فراق چې د وحدت ورځپاڼې هم يو تکړه ژورنالست دى پۀ عاجله توګه د پيښور څخه لاهور ته لاړو تر څو د ډيوه راډيو اوريدونکو او د وحدت لوستونکو ته د بدرمنير د فني خدماتو او ددۀ د جنازې د مراسمو پحقله نيغ پۀ نيغه معلومات ورکړي . ډيوه راډيو د ستائنې وړ ده چې پۀ يولسم اکتوبر ئې نۀ يوازې خپلو خبرونو کې د بدرمنير پۀ مړينه ځانګړي خبرونه خپارۀ کړل بلکې د شپې د نهۀ نه تر لسو بجو بله ډيوه او د يولسو نه تر دولسو بجو شپه مو پۀ خير پروګرامونه ئې ټول پۀ ټوله د بدرمنير فني او کلتوري خدماتو ته وقف کړل چې پۀ کې د لاهور نه يو شمير هنرمندانو او بدرمنير سره مينه لرونکو خبرې اترې وکړې .
لاس پۀ دعا يو چې لوئې خدائې دې د بدرمنير پۀ قبر رڼا او دۀ ته مغفرت وکړي او ددۀ پسماندګانو ته دې پۀ دې لوې زيان د صبر توفيق ورکړي. امين

2008-10-10

طالبانوفراه کي یو اس پي ای ته درنه مرګ ژوبل وراړولې

Date: 2008-10-10

فراه ولایت کی دیوایس پی ای په نوم دیوې شخصي امنیتي کمپنۍ کاروان چه امریکایي ځواکونوته یې لوجستکی اکمالات وړل دطالبانوکمین کي درنه مرګ ژوبل وراوښتې اوزندان کي دزندانیانواعتصاب پنځمي ورځي ته وغځیده نور جزیات به دشرفیارپه راپورکي چي له سیمي ئې رالیږلی ولولئ .


دفراه والي روح الامین بالابلوک اولسوالۍ کي دیوایس پی ای په نوم شخصي امنیتي کمپنۍ اکمالاتي کاروان باندي تیره شپه دطالبانودبریدحال ورکړاوویویل ۱۱موټریې سوځولي اوپنځه نوریې ځان سربیولي .
والي زیاته کړه دمرګ ژوبلي حال یې تراوسه نده دقیق خویوې بلي امنیتي منبعې دوه دکمپنۍ او ددوه پولیس دمرګ اودرې تنودنادرکۍ وویل ، وروسته دوسله واله طالبانویوه سیمه ایزه قوماندان ملابلال دپیښي مسولیت په غاړه واخیست.
همدارازدهرات قندهارپه لاره ملي اوردودپنځه تنه وسله واله غلودګرفتاری حال ورکړ.
په عیني حال کي دفراه دزندانیانوهغه اعتصاب لاهمغسي جریان لري چه دمحکمې له جریان نه په شکایت یې څلورورځي وړاندي پیل کړی دفراه والي روح الامین وایې ددوئ شکایتونه یې په یوه لیکلي بڼه ترې اخستې اویوپلوي یې دستونځودحل هڅه کوي.

افغانستان ايټاليا ته هم ماتې ورکړهکابل ، د تلې ١٩مه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ايټاليا ته په ماتې ورکولو سره د ٢٠١١ کال دکرکټ نړيوالې اتل

Date: 2008-10-10

کابل ، د تلې ١٩مه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ايټاليا ته په ماتې ورکولو سره د ٢٠١١ کال دکرکټ نړيوالې اتلولۍ د تياريو درېيم پړاو او په تانزانيا کې د څلورم پړاو د روانو سياليو پاى لوبې ته لاره ومونده .

د کرکټ د فدراسيون رييس الله داد نوري وويل چې د کرکټ ملي لوبډلې په ٥٠ اورونو کې ٢٣٤ منډې جوړې کړې او لس لوبغاړي يې وسوځېدل .

د نوري په وينا، په نننۍ لوبه کې پخواني کپتان رييس احمدزي تر ټولو ښه لوبه وکړه او ٦٢ منډې يې جوړې کړې چې پکې دوه (شپږيزې او اوه څلورېزې) هم شاملې وې.

دغه راز په نننۍ لوبه کې افغان لوبغاړي احمد شاه ٤٢، اصغر ستانکزى ٣٣ او محمد نبي ٣٢ منډې جوړې کړې .

د ملي لوبډلې توپ وهونکيو د تانزانيا دروانو سياليو په لړ کې تر ټولو ښه لوبه وکړه .

د ايـټاليا د لوبډلې توپ وهونکو يا بيټسمينانو ښه لوبه پيل کړې وه او يو وخت يې په ٦٠ منډو يو لوبغاړى سوځېدلى و، خو افغاني لوبغاړو دهغوى مخه ونيوله او په ١٤١ يې ټوله لوبډله وسوځوله.
دغه راز افغانستان دا سيالي په ٩٣ منډو وګټله .

افغانستان دې لوبې ګټلو سره د روانو سياليو پاى لوبې او د ٢٠١١ کال دکرکټ نړيوالې اتلولۍ د تياريو درېيم پړاو ته چې ټاکل شوې په ارجنټاين کې ترسره شي، هم لاره وموندله .
له دې مخکې د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل پچه وګټله او لومړۍ يې د توپ وهلو يا بيټنګ پرېکړه وکړه.
په تانزانيا کې پيل شوې دغه سيالۍ د ۲۰۱۱ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي څلورم پړاو دی ، چې شپږ هېوادونه پکې برخه اخلي .
يواځې پايلوبې ته رسېدونکي دوه هېوادونه به درېيم پړاو ته د رسېدو حق ترلاسه کوي .
په دغو سياليو کې له افغانستان سره ، تانزانيا ، جرسي ، فيجي ، ايټاليا او هانګ کانګ برخه اخلي .

په فراه ولایت کي زندانانو کی اعتصاب کړی

Date: 2008-10-10

دفراه ولایت محبس کي دوه ورځوراهیسي یوشمیربندیانودډوډی نه خوړلواعتصاب کړی والي رسنیو ته دپیښي په تاییدوایې ددغي موضوع دحل هڅه یې پیل کړې شرفیاردسیمي څخه نور راپورراکوي.


له هغه وروسته چه فراه ولایت نه سیمه ایزه خلکوزندان کي دبندیانوداعتصاب خبر ورکړدفراه والي روح الامین پیښه تاییدمګرترشاه یې دیوشمیرخلکوسیاسي تحروک وویل نه دزندانیانوستونځي .
امین وویل ددیوه باصلاحیته پلاوي ته یې دپیښي دڅیړني اوزندانیانودشته ستونځوداواریدودنده ورکړې افغانستان کي دزندانیانوورته اعتصاب څه نوې خبره نده وړاندي هم کابل هرات بادغیس غور،کندهاراودنوروویو شمیرولایاتو محبسینوداډول ډیرشکایات کړي اوپه خپل وخت دولتې چارواکوددوی دشکایاتودحل ژمنه کړې ده

2008-10-05

نیویارک ټایمز : ولي کرزﺉ د هیرویًینو په تجارت کی لاس لری

Date: 2008-10-05

نیویارک ټایمز د کابل څخه په خپل تازه راپور کی نن لیکی چی د ولسمشر کرزي ورور احمد ولی کرزﺉ د هیروًینو په تجارت کی لاس لری . ورځپاڼه د سپینی ماڼۍ د دوو لوړ پوړو مامورینو له قوله لیکی چی هغوی په دې باور دي چی احمد ولی کرزﺉ د مخدره موادو په کاروبار کی لاس لری او امریکایی مقاماتو څو څو واره ولسمشر کرزي ته خبرتیا ورکړې ده چی ورور یې په دې هکله سیاسی مسؤلیت لری . ورځپاڼه زیاتوی چی د سپینی ماڼۍ ، خارجه وزارت او په افغانستان کی د امریکا د سفارت د فعلی او پخوانیو مامورینو له قوله احمد ولی کرزﺉ د مخدره موادو په کاروبار کی دخیل دﺉ . ورځپاڼه زیاتوی چی په ۲۰۰۶ کی د ولسمشر کرزي سره د یوې غونډی په ترڅ کی د امریکا سفیر ، د سی آی اې منطقوی آمر ، او برتانوي همتا هغه ته د دغو ادعاګانو په هکله ویلي وو او غوښتنه یې ترې کړې وه چی خپل ورور دې د هېواد څخه بهر ولیږی . خو ولسمشر کرزي مقاومت کاوه او واضح شواهد یې غوښتل . ورځپاڼه زیاتوی چی ده ته پاخه شواهد نه دي سپارل سوي نو ځکه هغه په جرأت سره وایی چی « چیری دي ستاسی شواهد ؟ » ورځپاڼه زیاتوی چی سیاسی نزاکت د هر څه مخنیوی کوي .

جنرال:"د بریټانیا خلګ باید د طالبانو پر وړاندي جګړه کې زمونږ بریالی توب ته په تمه نه وي"

Date: 2008-10-05

په افغانستان کې د بریټانوي پوځ مشر قوماندان جنرال "مارک کارتون سميت" ویلي چې د بریټانیا خلگ باید په اوږده مهال کې د طالبانو پر وړاندی د خپلو سرتیرو بریالي توب ته په تمه نه وي . هغه وويل ، لکه څنگه چې طالبان د یوې ستونزي برخه ده همداسي هغوی د يوه هواري برخه هم بلل کیدای شي . جنرال سمیت همدا راز وويل امکان لري چې مونږ یوه ورځ له افغانستان څخه ووزو ،نو له دې دمخه باید طالبان ډیر ناتوانه کړو تر څو د یو ستراتیژیک خطر په توگه بریټانویانو ته سر را پورته نه کړي خو دا په دې معنی نه ده چې هغوی په بشپړه توگه محوه شي . نوموړي له طالبانو سره د سیاسی ډیالوگ پلوی دی او واېې چې مونږ نه غواړو په دې جګړه کې کاملا بریالي شو . نوموړي په خپلو خلگو غږ وکړ چې باید له طالبانو سره د یوې معاملې کولو ته چمتو وي دا ځکه چې دا جگړه یوازی د سیاسي ډیالوگ له لاري هواريدای شي . دا په داسی حال کې ده چی په کابل کې د بریټانيې سفیر هم د افغانستان لپاره د یوه ځان پالي ولسمشر د غوره کیدو غوښتونکی شو چې وروسته بیا د بریټانيې دولت په کابل کې د خپل سفیر څرگندوني بي اساسه وبللي .

په صوات او لغمان کې کولرا خپره شوي،روغتیايي ډلي سیمي ته رسیدلي

Date: 2008-10-05

د افغانسان د لغمان او دپاکستان په صوات سیمه کی د کولرا ناروغي خپره شوي او لا هم د پراخیدو په حال کې ده. د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د کلورا ناروغۍ له امله درې مېرمنې او څلور ماشومان مړه شوي او لسګونه نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي . په افغان پارلمان کې د لغمان د خلکو استازې میرمن زيفنون ساپۍ وويل چې دغه ناروغۍ له شنبي ورځي راهيسې د دولت شاه د پراشغان په سيمه کې خپره شوې ده . هغې زياته کړه چې تراوسه ددې ناروغۍ له امله درې مېرمنې مړې او شاوخوا ٢٠٠ تنه ناروغ شوي دي . د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي ديادې شوې ناروغۍ خپرېدل تاييدوي او وايي چې درې مېرمنې مړې او شاوخوا ٧٠ تنه نور پرې اخته شوي دي . هغه وويل چې د اېډ ميډيکل انټرنېشنل په نامه ديوې فرانسوۍ روغتيايي موسسې په مرسته يې درمل او دډاکټرانو شپږ کسيزه ډله سيمې ته لېږلې ده.ها خوا په صوات کی هم دې ناروغۍ شاوخوا 5 تنه نارینه وژلي او نږدې 1400 تنه په دې ناروغۍ اخته کسان په تیرو دریو ورځو کی سیمیزو روغتونو ته لیږدول شوي دي .

پولیس: "د هلمند هندوان وسلي نه اخلي"

Date: 2008-10-05

د هلمند ولایت د پولیسو مشر واېې چې په دې ولایت کې میشتو هندوانو ته یی ویلي چي د خپل امنیت د خوندي توب په موخه وسله واخلي خو هغوي له دې کار څخه دډه کړي ده . د امنیه قوماندان اسدالله شیرزاد دا څرگندونی وروسته تر هغه راځي چې د هلمند هندوانو پرون د یوې اعتراضیه غونډي پر مهال د خپل امنیت د خوندي توب په باب شدیده اندیښنه وښوده . دلته د میشتو هندوانو مشر باک سینگ بینواویب پاڼی ته وویل چې دوي د اعتراض په توگه خپلي هټۍ په لښکرگاه ښار کې د اوس لپاره تړلي دي . هغه وویل: "زمونږ یو هندو ملگری څو ورځي دمخه غلو وتښتاوه چې وروسته ېې بیا د اختر په لومړۍ ورځ د پیسو په بدل کی آزاد کړ." د هلمند د پولیسو مشر وویل چې د هندوانو د امنیت ساتلو لپاره یی د یو نوی ساتونکی ټولگی د جوړولو تابیا نیولي ده . دا گړۍ په هلمند کې شاوخوا 100 کورنۍ هندوان ژوند کوي .

اسحاقزۍ

افغان کرکټ لوبډله نن له جرسي سره لوبه کوي

Date: 2008-10-05

ټاکل شوي چې د افغانستان د کرکیټ ملی لوبډله نن د یکشنبې په ورځ له خپل پخواني او مات کړای شوي رقیب جرسي سره په تانزانیا هیواد کې لوبه وکړي . دا لوبه د 2011 کال د کرکیت نړیوالو سیالو ته د لار موندلو په څلورم پړاو کې تر سره کيږي . افغان کرکیټ لوبډلی پرون فیجی هیواد ته په اتیا امتیازو ماتي ورکړه . د یادونی وړ ده چی د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي څه باندی 5 میاشتی دمخه د بریټانیا په جرسي ټاپو کې همدې ډلی ته ماتي ورکړي وه . هیله ده چی افغان لوبغاړي به دا ځل هم جرسی لوبډلی ته ماتي ورکړي .

2008-10-04

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

Date: 2008-10-04

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې د منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د نوي قومندان په حواله لیکلي دي چې پاکستان باید د ترورزم په وړاندې په روانه مبارزه کې جدي همکاري وکړي.

ورځپاڼې په عینې حال کې د هسپانیې ددفاع د وزارت د یو پټ رپورټ په نقل لیکلي دي چې د پاکستان د استخباراتو اداره د وسلوالو طالبانو ملاتړ کوي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د دولت او طالبانو ترمنځ د جوړ جاړي لپاره روانو هڅو ته هم کتنه کړې او د هغې امکانات يې څیړلي دي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې له طالبانو سره د پاکستان د استخباراتو د ادارې د همکارۍ په اړه د هسپانیې ددفاع د وزارت په پټ رپورټ تبصره کړې او لیکلي دي چې اوس نړیوال پوه شول چې اوبه چا خړې کړیدي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د پاکستان روانو حالاتو او پیښو ته په اشارې لیکلي دي چې برطانیه او ملګري ملتونه له اسلام اباد نه د خپلو ډیپلوماټانو کورنۍ وباسي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې دا خبر ورکړې چې د هرات د تاریخي ارګ د اثارو د غلا په تور نیول شوې یو کس مړ شوې دې.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د پاکستان روانې پیښې څیړلي او لیکلي دي چې دغو پیښو په افغانستان کې ځینې خوشبینۍ ځیږولي دي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې په ماشومانو د جنسي تیریو مسله راغستې او د هغې د ناسمو پایلو د څیړلو ترڅنګ هغو اندیښنو ته هم کتنه کړې چې له دې بابته په هیواد کې موجودې دي.

ورځپاڼې د روانو نا امنیو په اړه د کابل ښاریانو نظرونه هم خپاره کړي او لیکلي دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې امن ټینګ وو.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د پوهنې په وړاندې د طالبانو کړنې څیړلي او لیکلي دي چې ددې ډلې مشر خپلو کسانو ته امر کړې چې د ښوونځیو کتابونه دې نه سوزوي.

ورځپاڼې د اختر د ورځو یو تفصیلي رپورټ هم خپور کړې او لیکلي دي چې پدې ورځو کې کومه پیښه نده شوې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د جنایت پیښې څیړلي او لیکلي دي چې مجرمین باید سزا ومومي.

د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغاتنستان او سیمې د روانو حالاتون او پیښو په اړه بیلابیل مطالب خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې وسلوالو مخالفینو ته د ولس مشر کرزي په وروستۍ بلنې تبصره کړې او ددې بې څاري انعطاف د انګیزې د موندلو هڅه یې کړیده.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د پاکستان د نشنل عوامي ګوند په مشر اسفندیار ولي شوې ځان وژونکې حمله څیړلې او لیکلي دي چې دا حمله په کلکه غندي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا په کابل کې د برطانیې د سفیر د وروستیو څرګندونو دا برخه راغستې چې په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي د ماتې خوړلو په حال کې ده.

ورځپاڼې د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمیسون په نقل دا هم لیکلي دي چې په افغانستان کې د بشري حقوقو د تیریو پیښو دوه برابره زیات شویدي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د کاناډا د صدراعظم په حواله دا هم لیکلي دي چې ناټو نشي کولې د تل لپاره په افغانستان کې پاتې شي.


او د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو مسله څیړلې او لیکلي دي چې ولس مشر کرزي دا په ډاګه کړه چې د سعودي عربستان له باچا نه يې پدې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

ورځپاڼې د پاکستان د استخباراتو په اداره کې د وروستیو بدلونونو په اړه لیکلي دي چې څیرې بدلیږي خو پروګرامونه پخپل ځاې دي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د لوږې او فساد په اړه هم یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې دا دواړه پدیدې له یو بل سره مستقیمې اړیکې لري.

دتیموریانو دپیر لرغونی ودانی د یو ملاپه حکم ړنګه شوه

Date: 2008-10-04

هرات ولایت کی دفرهنګ اوځوانانوچاروریس په داسي حال کي دغه ولایت کي دلرغونواثارواوتاریخی ودانیووضعیت داندیښنووړبولي چه دغلته یوه تاریخي ودانۍ ددوردیوه ځایي ملاپه حکوم ړنګه شوې دفرهنګ وزرارت یونسکوته تضمین ورکړی چه دهرات زاړه ښارودانۍ به نه ورانیږي ځکه نوپه دغه ډول به هرات اندیښنه شته راتلونکي کال کي هم دیونسکوفرهنګي میراث نوم لړته داخل نشي.په دې هکله دبېنوا همکار شرفیار له هرات څخه نور حال راکوي.


هرات ولایت کي دفرهنګ اوځوانانوچاروریس نعمت الله سروري دټیلفون په لیکه بېنوا ته دداسي یوې تاریخي ودانۍ دړنګیدوخبرورکړ چه تاریخي قدامت یې وسوه کلونوته رسیږي.
سروري: دهرات زاړه ښارسیمه کي دسادیه نومي جومات چه دتیمورګرګاني زمان کي دشیخ سعدالله تفتازاني له خواجوړشوی و دیوه ځایي ملامولوي جلیل الله مولوي زاده په امرغیرقانوني ډول وران شوددغه لرغوني ودانۍ دساتني دافغانستان دلرغونواثاروکمیسیون څوپلاویلي و .
سروری وویل دغه سړي ته دافغانستان په ګڼه دولتي چارواکوسربیره دافغانستان دفرهنګ اوځوانانووزارت مرستیامحمدضیاابشاراودتاریخي عابدوعمومي ریس ددغه کارنه کولوعضروکړمګرمخ یی ونه مانه .
هرات کی په وروستیوکي په قصدی ډول نوري لرغوني ودانۍ هم تخریب اولرغوني اثارولوټل شوه ځکه نوسروری دایوه منظم فرهنګی هجوم دهرات په وړاندي یوه بهرنۍ دسیسه اودخپل ولایت اوسني حال داندیښنې وړبولي.همدارازدافغانستان داطلاعاتوکلتوروزیرمحمدکریم خرم دادافغانستان په فرهنګ یوه حمله وبلله زیاته یې کړه ستونځه یې دوزیرانوشورااودکورنیوچارو وزارت سره شریکه کړې ده.هرات کي لرغونواثاروباندی په سیستماتیک ډول تیری مونږته اندیښنی پیداکړي.
داپه داسی حال کي دي چه لاپولیس دهغو۲۲قلمه لرغونواثارو په موندنه ندي بریالي شوي چه اونۍ وړاندي دهرات ملی موزیم نه ورک شوه ورک اثاردبودادیوې ډبریني مجسمې په شموله اسلام دمخه اوداسلام وروسته دغزنویانواوتیموریانودورپوري اړه لري دادطالبانوترحکومته وروسته په ټوله نړۍ کي له یوه موزیم نه دلرغونواثارولویه غلابلل کیږي.
اوس پوښتنه داده که هرات کي په لرغونواثاروهمداسي تعرضونه جریان ولري هرات به ۲۰۰۹میلادی کال کی دیونسکودفرهنګي میراث برخه وپیژندل شي؟ دفرهنګ اوځوانانوچارومعین چه هرات ته دیوه پلاوي په مشری له اختره مخکي راغلی ومي پوښته زیاته یې کړه دیونسکوموضوع دافغانستان دولت ډیره په تیزي څاري.
هوکي داډول پیښی به داپروسه یوڅه وځنډوي.
دری میاشتی وړاندي دایټالیاپایتخت روم ښارکي دیونسکوفرهنګي غونډه کي دهرات والي سیدحسین انوري اودافغانستان دفرهنګ وزارت پلاوي دیونسکوټولني ته ژمنه ورکړې وه چه هرات کي به دزاړه ښارودانۍ په خپل سره ډول نه ورانیږی.

د پکتيکا المپيک مشر ووژل شو

Date: 2008-10-04

د پکتيکا ولايت مرستيال والي مالک تڼي بېنواته وه ويل چې پرون د دوى د ولايت د المپيک مشر ډاکتر علي خيل او د ده ځوى پداسې حال کې د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شول چې له مرکز شرنې نه د خپل کور په لورې روان وو.
ده زياته کړه چې نن يې مړى له شرنې سره نيږدي پيدا شوى، او ځوى يې ټپي حالت کې موندل شوى دى. په سيمه کې پوليسو ويلي دي،چې نومړى په ګوليو ويشتل شوي او وژل شوي.
ډاکتر علي خيل نيږدي دوه کاله وړاندې د المپيک د ريس په توګه خپله دنده پيل کړيوه.
دا چې دا کار به چا کړىوي، تر اوسه پورې يې چا پړه په غاړه نده اخيستي.
پکتيکا د افغانستان په جنوب ختيځ کې پروت هغه ولايت دى،چې د نورو چارو ترڅنګ پکې لوبو هم پورا وده نده کړي، او د لوبو لپاره خاص ميدانونه هم نلري.
اتل سادات

د امریکې او هند چارواکو په دوو اړخیزو علایقو خبري وکړي

Date: 2008-10-04

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کاندو لیزا رایس د جمعې په ورځ هند ته ورسيده او د هغه هیواد د چارواکو سره د امریکا او هند ترمنځ د ملکي ذروی تړون په باب چی د چهارشنبې په ورځ د امریکا کانگرس منظور کړ ، خبری وکړی.
میرمن رایس دا تړون ډیر مهم تاریخي تړون وباله. میرمن رایس په لومړي سر کې د هند له صدراعظم من موهن سینگ او بیا هم د خارجه چارو له وزیر سره په جلا جلا توگه وکتل .د هند د کانگرس حاکم گوند وایی چی د امریکا د مشرانو د جرگې له خوا ددې تړون منظوریدل یوه ډیره لویه او بې سارې کامیابي ده . مگر د هند کمونیسټ او مخالف گوندونه تر اوسه لا هم ددې تړون په باب ناخوښ دي او وایی چی هغه د هند حاکمیت ته تاوان رسوي.

افغانستان د اتومي انرژۍ د نړیوال آژانس د اداری پلاوي څوکۍ وگټله

Date: 2008-10-04

تیره شپه د لومړي ځل لپاره افغانستان د اتومي انرژۍ د نړیوال آژانس د اداري پلاوی یوه څوکۍ وگټله . افغانستان وروسته تر هغه دا بری تر لاسه کړ چې د سوريې هیواد دې څوکۍ ته له خپلي کاندیداتورۍ تیر شو .د دې سیټ لپاره افغانستان او سوريې سیالي کوله او ایران لا وختي د خپل اتومي پروگرام په باب د شفافو معلوماتو د نه ورکولو په دليل له دې سیالۍ ایستل شوی وو .د ملگرومتلونو په نړیوال اتومي آژانس کې د افغانستان دایمي سفیر "وحيد منور" د سازمان په اداري پلاوی کې د خپل هیواد په غړي توب خوښي څرگنده کړه .افغانستان دې مقام ته د رسیدو لپاره د سازمان د 145 رایو څخه تر 90 زیاتي رائي وگټلي او د دوو کلونو لپاره ېې د اداری پلاوی غړي توب تر لاسه کړ.

حامدکرزی:د ملامحمد عمر د خوندي توب تظمين کوم

Date: 2008-10-04

افغان ولسمشر حامد کرزي د طالبانو مشر ملاعمر ته بلنه ورکړي چې که چیرته له بغاوتونو لاس واخلي او هیواد ته راستون شي نو دی به د هغه د امنیت عام او تام تظمين وکړي .ولسمشر کرزي د پاکستان د جیو ټلوزیون سره د مرکې پر مهال چی د جمعې په ورځ خپره شوه وویل:" زه د پاکستان د جیو ټلوزیون له لاري له ملاعمر څخه غوښتنه کوم چې هیواد ته را ستون شي او زه به د هغه د امنیت عام او تام تظمین کوم او په دې سربیره به د هغه په استازی توب د نړیوالو ټولو پوښتنو ته ځوابونه ووايم". کرزي له ملاعمر څخه غوښتنه وکړه چې د هیواد له سیاسي پروسې سره یو ځاي شي . دا په داسي حال کې ده چی تیره ورځ هغه 30 کسیزه ډله له سعودي عربستان څخه کابل ته را ورسیده چې له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه سعودی عربستان ته تللي وه . په دې ډله کې ملاعبدالسلام ضعیف، وکیل احمد متوکل، د پارلمان غړی عارف نورزی، د پارلمان غړی سلام راکټي، اسدالله وفا او یو شمیر نور کسان شامل ول .

mullah_omar.jpg hamid_karzai.jpg

عاجل خبر:په شمالي وزیرستان برید کې 21 تنه ووژل شول

Date: 2008-10-04

تیره شپه په افغانستان کې میشتو امریکائي ځواکونو د یوی بې پیلوټه الوتکي په مټ په شمالي وزیرستان کې یو لړ شکمني سیمې تر بریدو لاندي راوستی چې په پایله کې ېې 21 تنه وژل شوي دي . ویل کيږي دا برید تیره شپه نهه نیمي بجي د "محمد خیلو" په نامه کلي کې کوم چې له میرانشاه څخه 30 کیلومتره لري پروت دی تر سره شو . امریکائي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .د پاکستان DAWN ټلویزیون نن د شنبې په سهار خبر ورکړ چی په وژل شویو کسانو کې 14 تنه ېې بهرني اورپکي دي .

2008-09-28

دمحسني اقرار: طلوع ټلويزون په خپل کورکې نه پرېږدم.

Date: 2008-09-28

دروژې ددوهمي چهار شنبې شپه وه يوه ملګري مي تليفون راوکړ چې روژه ماتي ته ميلمانه يو. روژه ماتى دکابل دوزير اکبرخان په لسم سړک کې په يوه کور کې جوړ شوى وو چې ډېرى کسانو برخه پکښي اخيستې وه. خداى شته ښه روژه ماتى وو او تر ډېره بريده لوړپوړي حکومتي کسان او پيسه داره خلک ورته رابلل شوي وو. زه خو هسي هم په ماسکو کي اوسم او ملګري مي ناستو کسانوته خورا غټ وروپيژندلم . زه خداى شته چې ډېرزوريدلم خو هغه زما په اړه ډېري ښې پيرزويني وکړې .
تر ډوډۍ خوړلو وروسته سم دستي ميوه او چى تيار وو چې بيا نو څوک دوه څوک درې او څوک پنځه پنځه ملګري سره يوځاى شول او په ګروپي بڼه يې دعامو افغانانو په څېر له يوه اوبل سره خبري کولې. زما ملګري بيا ددوبۍ څخه د دوو راغلو ميلمنو سره دزړه خواله کوله ، زما سره په خواکي څلور کسان ناست وو چې درې يې په درې شي کي او يو بل يې په افغاني جامو کي وو. په دريشي يو کس خورا تيز او زهينه ځوان وو چې ما وړاندي دومره تيز افغان نه وو ليدلى خورا ښه فارسي يې ويله او وخت ناوخته به يې ايراني کلمې هم کارولې . زه که څه هم پټه خوله وم خو ددوى پوره مجلس مي اوريده . عجبه غوندي خبري کيدې . دغه کس چې نورو ملګرو ترې پوښتني کولې ځان زلمي خليل زاد ته ډېر نژدې باله او ويل يې چې هغه مي پر سر ولاړ دى او هيڅوک راته څه نه شي ويلاى . خداى شته زه يوڅه نور متوجه شوم او نور مي هم غوږونه ورته بک بک شول . يوځل خومي فکر کاوه چې ښايي دادامريکا راغلى کوم افغان وي او دزلمي خليلزاد سره يې دامريکا څخه ملګرتيا او انډيوالي وي خو وروسته وروسته وپوهيدم چې داځوان (ساد محسيني ) دى چې د طلوع ټلويژن مشر دى . ښاغلي محسني دافغانستان داطلاعاتو اوکلتور داوسني وزير په خلاف ږغيده او ويل يې چې مخامخ يې ډېر څه ورته ويلي دي . زه نه پوهيدم چې دوى به څه سره ويلي وي خو دښاغلي محسني ټينګار داوو چې اصلاًً يې هيڅ وس نه راباندي رسيږي. ډېري خبري وشوې خو هغه خپلو ملګروته ډاډورکړ چې تاسو بيخي بېغمه اوسئ زه ښه پوهيږم .
زه لکه چې دوى ونه پيژندلم او که دوى ذهسي هرځاى داسي غږېږي . ما لومړنۍ زدکړي دهيواد په شمالي ولايت شبرغان کي کړي او وروسته مي دژوند ډېره برخه په کابل کي تېره شوې او له تېرو ديارلسو کلونو راهيسته په ماسکو کي اوسم . هغه دچا په خبره دري مي هم ډېره ښه زده ده. تر روژه ماتي وروسته دخپل ملګري سره راووتم او هغه راڅخه دروژه ماتي په اړه پوښتنه وکړه ؟ ما ته هم روژه ماتى ډېر په زړه پوري وو او مننه مي ځيني وکړه . زه دکابل په دريم مکروريانو کي دخپلي خور په کور کي اوسيدم او ملګري مي موټر دمکروريانو پر لور رهي کړ.
پر لاري مي هله خپل ملګري څخه وپوښتل چې دا کس رښتيا د طلوع ټلويزون مشر وو هغه په ډېره هيرانه وونکې توګه زما پوښتنه ځواب کړه او سمدستي يې راته وويل هو ولي؟
ما ورته وخندل او ومي پوښتل چې هسي ښه ځوان او بااستعداده سړى ښکارېده . ملګري مي وويل چې هودا ساد محسني نوميږي اسټراليا مېشتى افغان دى . ارمان ايف ايم ، طلوع او لمر ټلويزون دده دي . ما په افغانستان کي دامريکا دپخواني سفيراو دښاغلي بوش دځانګړي استازي زلمي خليل زاد او دده داړيکو په اړه ورڅخه وپوښتل ؟ هغه وويل چې داډيري پټي او ژوري خبري دي په دې پسي سرمه ګرزوه. خو ما اسرار وکړ او هغه راته وويل چې دوى دواړه په ځينو مسايلو کې سره شريکان دي خو ټينګار يې داوو چې چاته به نه وايم. ما تکراراً ورڅخه وپوښتل چې په کومو مسايلو کي سره شريکان دي؟ هغه دتل په څېر راته وخندل او په خپله هميشنۍ لهجه يې وويل: ((بسيار شله انسان هستي)) خليل زاد او محسني صاحب په لمر ټلويژن سره شريکان دي . اوس دي پوښتنه حل شوه؟ ما په خندا ورته دهو ځواب ورکړ.
ما ورته وويل : زما له پاره داډېره نوې خبره وه چې وامي ورېدله. دامي اوريدلي وو چې طلوع ټلويزون ته ايرانيان پيسې ورکوي او ديوايس اى ډي څخه هم بوديجه اخلي خو دامي نه وو اوريدلي چې خليلزاد غوندي کس هم ددوى ملګرى دى.
ملګري مي غږ راباند وکړ چې ځه کوز شه کورته راورسېدې او ما بيا هم ټينګار وکړچې ياره ډېره په زړه پوري موضوع ده او اوس دي تر هغو نه پرېږدم چې زما يوه بله پوښتنه دي نه وي حواب کړې . يوځل موږ دواړو هغه دښوونځي دورځو په څېر سره وخندل .
بيا يې وويل : اشنا ته نابلده نه يې افغاني ټولنه درمعلومه ده چې دلته زور اوزر ډېر اهميت لري او داوجه ده چې محسني صاحب ډېر زوره وردى . هغه چې دهندي ډرامو پر سر په اطلاعاتو او کلتور وزير پسي راواخيسته نو خداى شته چې هغه غريب يې ډېر ستړى کړ او يوه ورځ خو يې داهم ورته وويل چې زه پخپله په کورکي طلوع ټلويزون نه پرېږدم خو دا زما بزنس دى او تاسو يې نه شئ رابندولاى . په دغه غونډه کي زه هم ناست وم او دامجلس داطلاعاتو او کلتور په وزارت کي جوړ شوى وو.
نور نو موږ دواړه سره رخصت شو.
تېره اونۍ چې زه له کابله خوځيدم نو همدغه ملګري تر هوايي ډګره راورسولم او ډېر ټينګار يې داوو چې زه چاته دمحسني او خليلزاد داړيکو په اړه څه ونه وايم . خو زه دخپل ملت او هيواد دمسؤليت پر بنسټ نن هغه وعده ماته وم چې ما له خپله ملګري سره کړې وه . او ددغه ليک په وسيله بخښنه ترې غواړم چې زما دښوونځي دټولګيوال او زړه ته رانيژدې ورور غوندي ملګري اعتبار ته زيان وراړوم . ځکه دازما ملي فريضه ده چې وايم او ځيني پټ رازونه رسپړم. که د طلوع ټلويزيون مشر او ښاغلى خليلزاد زما دکلتور، ملت، اسلام او افغانيت لپاره ګواښ وي نو زه يې په ښکاره کولو ځان مجبوره ګڼم . که د طلوع ټلويزون مشر په خپل کور کي خپل تلويزون نه پرېږدي نو زما بېوزله او خوار ملت ولي ورته وګوري.
دايراني کلتور او امريکايي پلانونودعملي کوونکي طلوع او لمرټلويزيون دواړه مشران ښاغلى محسني او زلمى خليلزاد دي ځانونه پوى کړي چې په افغانستان کي هيڅ پټ نه پاتيږي او داددغه ملت سره دخداى(ج) مرسته ده چې دافغان ملت پټ دښمنان به حتماً ښکاره کوي .
په درناوي
ډاکتر محمد عيسا تکل/ماسکو
بريښنا ليک: esa.takal@yahoo.com

2008-09-25

د ښاغلي سرتېر په وياړ د غونډې مکمل راپور، د ليکوالو ليکنې او پيغامونه او د غونډې انځورونه

Date: 2008-09-25

2008-09-24

په ميدان وردګ ولايت كې د نيم ميليون ډالرو څخه په زيات لګښت دميخانيكي ليسې د ودانۍ د بنسټ ډبره كيښودل شوه

Date: 2008-09-24

د تلې په دريمه نيټه د ميدان وردګ ولايت د تورو تيكو په سيمه كې د دميخانيكي ليسې د ودانۍ دبنسټ ډبره د نشه يې توكيو پر وړاندې د مبارزې وزير جنرال خدايداد او دميدان وردګ والي محمد حليم فدايى لخوا د يولړ مراسمو په ترڅ كې كيښودل شوه . ددې په خاطر چې دميدان وردګ ولايت نشه يې توكيوله پلوه صفر دى نو د نشه يې توكيو پروړاندې دمبارزې وزارت د يوميليون ډالرو نوره مرسته اعلان شوه.
دميدان وردګ والي محمد حليم فدايى دنشه يې توكيو پروړاندې دمبازې وزارت دغه نيك ګام وستايلو او زياته يې كړه چې ددغه ميخانيكي ليسې په جوړولو سره به د مسلكي او تخنيكي ظرفيتونواو كدرونو دستونزو په حل كې د ميدان وردګ له ولس سره مرسته وكړئ ، همدارنګه دنشه يې توكيو پر وړاندې دمبارزې وزير جنرال خدايداد د د افغانستان اسلامي جمهور رييس (۹۹) فرمان چې دنوموړې ليسې په اړه صادر شوې وه ګډونوالو ته ولوستو همدارنګه ښاغلى وزير ددې ولايت مبارزه دنشه يې توكيو پروړاندې وستايله او د يوميليون نورو امريكايي ډالرو ژمنه يې وكړه چې ددې ولايت په واك كې به يې وركوي ترڅو په دې ولايت كې دبيا رغاونې بهير نور هم چټك شي.
نوموړې ميخانيكي ليسه چې د بديل معيشيت پروګرام پراساس د نشه يې توكيو پر وړاندې دمبارزې وزارت په مالي لګښت د (۵۶۰،۶۸۸) زرو امريكايي ډالرو په ارزښت په( ۳۰۰۰ )متره مربع ځمكه كې د( ۹) مياشتوپه جريان كې د افغان جرمن شركت لخوا په دوه ودانيو كې چې يوه يې تدريسي ودانې چې (۱۰) تدريسي خونې،(۲) د(زيرمتون )ګودامونو خونې، داستادانو،دمعلوماتو ، دانتظاراود ډيپارټمينټ خونې لري او همدارنګه دليلي ودانۍ چې (۲۴) د اوسيدلو، (۲) د دفتر، (۲) ګودامونه خونې او نور داړتيا وړ اسانتياوې په لرلو سره په نوې او عصري سيستم جوړيږي.
ديادونې وړ ده چې ددې ترڅنګ مسجد، خوړنځاى(طعام خوري) او يو دكانفرانسونو تالار هم په پلان كې دي، په دغه ميخانيكي ليسه كې به (۵۰۰) تنه شاكردان د د (۳۶) مسلكي استادانو لخوا زده كړې ترلاسه كوي او دټولني ته به وړاندې كيږي.

دميدان ودرګ ولايت مطبوعاتي دفتر مسول
سيرت

2008-09-23

په ميدان وردګ ولايت كې د پوهنې دملاتړ کمیټو او په سلهاوو قومي مشرانو د امنیت د تامین په اړه پخه ژمنه وکړه

Date: 2008-09-23

دميدان وردګ ولايت كې دپوهنې ملاتړ او دفاع شوراګانو د پوهنې څخه دملاتړ او امنيت په موخه د تلې په دويمه نيټه د ولايت په مقام كې غونډه جوړه كړه، غونډې كې دميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايې، ولايتي شوراغړو،دولتي او نادولتي ادارو ريسانوبرسيره د ميدان وردګ ولايت د اتو ولسواليو اړوندد پوهنې ملاتړ او دفاع (۲۳۷) شوراګانواستازو په شمول(۶۰۰)تنو برخه واخیسته.
غونډې ته دميدان وردګ ولايت د اتوولسواليود پوهنې ملاتړ او دفاع شوراګان استازو وينا وكړه او هريو په خپلو خبرو كې د پوهنې او ډاډمن امينت ژمنه وكړه وروسته غونډې ته دميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايى يوه پراخه او هراړخيزه وينا وكړه او ميشتې شوراګانې يې د پوهنې ملاتړ او دفاع ترڅنګ ډاډمن امنيت، سولې او سوكالۍ او همدارنګه په ولسونو كې د دولت د مخالفينو د ناسمو تبليغاتو په اړه د عامه پوهاوي پراخه كمپاين ته راوبلل او زياته يې كړه( علم او پوهه ده چې ولسونه دجهل او ناپوهې څخه دسعادت او سوكالۍ لورې ته راباسى خو په دې شرط چې علم ته دعمل جامه ور واغوندل شي،اوزياته يې كړه چې ترهغه پورې په حقيقي ډول د پوهنې څخه دفاع اوملاتړنشې كولاى چې ترڅوپه خپلو سيمو كې ډاډمن امينت پلې نه كړئ او په دې اړه خپلې هلې ځلې كړندۍ نه كړئ په اخر کې ښاغلی فدایی دټول ټاکنو داهمیت او په دې بهیر کې دنومونو د ثبتولو په اړه دغونډې ګډونوالو ته لازمې لارښونې وکړي) وروسته دولايتي شورا رييس حضرت محمد جانان هم د پوهنې ارزښت په اړه وينا وكړه او دميدان وردګ ولايت ميشت قومونه او لسونه يې د پوهنې،امنيت او سوكالۍ لورې ته راوبلل او د پوهنې نوموړى چټك بهير يې د ارزښت وړ وباله.
دغونډې پاى كې د پوهنې ملاتړ او دفاع شوراګانواستازو لخوا يوپريكړه ليك په (۱۱) مادو كې تصويب شو، دپوهنې بهيرته وده وركول، دښونځيوو ساتنه او هغې ته دخپلو لوڼو او زامنو ليږل، دپوهنې ملاتړ او ستونزو دحل په موخه مياشتنۍ غونډې، د هېواد دښمنانو ورانكارو عملونوته د امنيت د ګډوډولو په اړه اجازه نه وركول او بالاخره د پوهنې، امنيت ، ابادۍ او سوكالۍ په اړه په ټول ولايت كې د عامه پوهاوې كمپاين پيل كول د پريكړه ليك منځپانګه جوړوي.
ديادونې وړ ده چې په ميدان وردګ كې ۱۲۹۳۲۳ تنه زده كوونكې په ۳۰۳ ښونځيو كې بوخت دي چې ددې جملې څخه ۳۰۵۰۰ انجونې تشكيلوي همدارنګه په تيركال كې په دې ولايت كې د ۲۳ ښونځيو ودانۍ بشپړ شوې اواوسمهال په دې ولايت كې ۵۳ ښونځيو د ودانيو د جوړولو كار روان دى.
دميدان وردګ ولايت دمطبوعاتي دفترمسول
سيرت(۰۷۰۰۶۳۱۸۶۰)

2008-09-21

فدايي :"د امنيتي کمپنيو وسلوال په ميدان وردګو ولسي وګړي ځوروي

Date: 2008-09-21

"امنيتي کمپنيو په ميدان وردګو ولايت کې دکابل _ کندهار د لويې لارې امنيت خراب کړى او په دې لاره پراته ولسي وګړي ځوروي . دغه ټکى د ميدان وردګو ولايت والي محمد حليم فدايي څرګند کړ . هغه وويل چې د ولايت د امنيتي ځواکونو د اطلاعاتو په ساس ، ددغو اکمالاتي موټرو په ويشتلو او يو شمېر نورو وسلوالو بريدونو کې دغه وسلوالې امنيتي کمپنۍ لاس لري . فدايي وويل چې څو ځله ورته د محلي شوراګانو استازيو او قومي مشرانو ددغو کمپنيو له کړنو شکايت کړى دى . د کريم په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي وويل چې ددغو کمپنيو وسلوال له خلکو پيسې ، ټېلېفونونه او وسايل اخلي او په خلکو ډزې هم کوي . فدايي وويل چې ددغو کمپنيو له کړنو سره د حکومت او خلکو ترمنځ واټن پيداکيږي . ده له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چې د اکمالاتي کاروانونو امنيت دې امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي . نږدې شل ورځې مخکې د ميدان وردګو ولايت امنيتي ځواکونو د خاور او پني شهر په نومونو دوه امنيتي هغه کمپنۍ چې د رسيمې جواز له لرلو پرته يې ناټو ته توکي لېږدول بې وسلې کړې .

په سمنگانو کې د دولتي پوهنتون د جوړیدو کار پيل شو

Date: 2008-09-21

د لومړي ځل لپاره د سمنگانو په ولایت کې د دولتي پوهنتون د بنسټ ډبره کيښودل شوه . د سمنگان مرستیال والي حاجی غلام سخی وویل چې د دې پوهنتون په جوړولو به دری ملیونه او پینځه سوه زره امریکايي ډالر ولگول شي چې د مخدره توکو پر وړاندی د مبارزی وزارت له خوا ورکول کيږي .دا پروژه به په لسو میاشتو کې بشپړه شي او شاوخوا 700 زدکړیالان به پکې په بیلا بیلو څانگو کې زدکړي وکړي.ټاکل شوی چې په گاونډي فاریاب کې هم په روان کال کې د اتو ملیونو امریکايي ډالرو په لگښت د یو نوي پوهنتون د ودانۍ د جوړولو کار پیل شي .

افغانستان كې د پانگوني په اړه د نړیوال بانک رپوټ

Date: 2008-09-21

نړیوال بانک په افغانستان کې د پانګې اچوونې له کمښت څخه اندېښمن ده. د نړیوال بانک په خپور شوي رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د پانګې اچوونکو لپاره د ځمکې او برېښنا نشتوالی، د پانګې اچوونې د کمښت اصلي لامل کېدای شي. په ورته وخت کې د افغانستان د پانګې اچوونې د ملاتړ اداره په هېواد کې شته چالشونه مني او وايي چې تر پروسږ کال پورې سږ کال پانګه اچوونه زیاته وه. په افغانستان کې د نړیوال بانک مشره، مریم شیرمن وايي ناکرارۍ، په دولتي ادارو کې فساد او د پانګې اچوونې او سوداګرۍ په برخه کې د منظمو قوانینو نشتوالی هغه چالشونه دي چې پانګه اچوونکي او سوداګر ورسره لاس اوګریوان دي. خو د پانګې اچوونې د ملاتړ اداره بیا وايي چې تر تیر کال پورې سږ کال د شرکتونو په جوړولو کې ۳۳ سلنه زیاتوالی راغلي چې د زیاتو خلکو لپاره یې د کار زمینه هم برابره کړي ده.

ولسي جرگه:"ادارې فساد د نرخونو د لوړیدا سبب شوی"

Date: 2008-09-21

د ولسې جرګې د اقتصادي کمېسیون مشر، محمد داوود سلطانزوی وايي چې په هېواد کې د خوراکي توکو د لوړېدو یوازینۍ علت اداري فساد او د حکومت په دستګاه کې د اړوندو ادارو تر منځ د مسوولیت نه منل دي. نوموړی وایي تر څو چې د دې کار مخه ونه نیول شي نو ورځ په ورځ به د خوراکي توکو بیه لوړه شي. د کابل ښار په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړیدل څه موده کېږي چې پیل شوی چې کابل ښاریانو ته یې زیاتي ستونزې رامنځته کړي دي. ښاغلی سلطانزوی وايي چې، حکومت باید د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره بنسټیزې لارې چارې ولټوي.

دسولی په ورځ به په افغانستان کي طالبان حمله نه کوي

Date: 2008-09-21

دسولی په نړیواله ورځ به ټول افغانستان کي طالبان حمله کونکی نوي - نور جزیات له هراته دبېنوا همکار شرفیار را کوي

داخبری طالب ویاندقاری محمدیوسف احمدی په ټلفون کي بېنوا ته وکړی ویویل طالبان به دفاعی ډول ولری اوتعرض به نه کوی یوسف افغانستان کی طالبان تل په مدافع حالت کی بلل زیاته کړه جګړه دامریکاپه مشری ایتلافی ځواکونوپر تپلې اوترهغه مهاله چه داایتلاف دهغه په وینادغه هیوادکي ووسي دسولي امکانات کم دي
دسیاسی چارویوشمیرڅیړونکی دیوی ورځي لپاره هم دطالبانوسولی اوډزبندته غاړه کیښول نیک پال ګڼی وایی کیدی شی په همدغه ډول دجګړی فرهنګ له افغانستان نه ټول شی دافغانستان جمهورريس حامدکرزی ټول وسله واله ځواکونوته لادمخه دڅلورویشت ساعتونولپاره دډزبندحکم کړی دی

دغه اقدام نه ګوټ ګوټ کی دافغانستان خلک هرکلی کوی اوډیری جوماتونوکی ملاامامانوپه ډله ایزه ډول دتل پاته سولی لپاره د دعاله خدای ج )نه وغوښتله

د پاکستان په ماريوت هوټل برید په پراخه کچه وغندل سو

Date: 2008-09-21

hotel_marriot_islamabad.JPG
سوسن-فريدون شاه- اسلام آباد

پرون شپه شاوخوا اوه بجې د پاکستان په پلازمینه اسلام آ باد کې په ماریوت پینځه ستوری هوټل ځان وژونکی برید وشو . پولیس وایی په دې برید کې لرږتر لږه 47 تنه وژل شوي او نژدې300 تنه نور ژوبل دي . ماریوت هوټل اکثرا د بهرنیو میلمنو ، خبریالانو او دیپلوماتانو د ا ستوگني ځای دی . عیني شاهدان واېې چاودنه هغه وخت د هوټل عمومي او مخکنۍ دروازې ته مخامخ وشوه کله چې یوه باروړونکی ټرک موټر د دروازې مخي ته د پولیسو د تلاشۍ د پوستې تر څنگ والوت . له چاودنې سره سم د هوټل مخکنۍ برخه ونړيده او ډیری کوټې د اور په لمبو کی پټي شوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر واېې په دې برید کې تر 1000 کیلوگرامه ډیر چاودیدونکي توکي کارول شوي ول . په ژوبلو او وژل شویو کسانو کی یو شمیر بهرني میلمانه هم شامل دي خو تر اوسه ېې د هویت په اړه مقامات څه نه وايي . دا برید په دې وروستیو کی په سیمه کی بی ساری ښودل شوی دی . د امریکې ولسمشر، افغان جمهور رئيس د اسټرالیا صدراعظم او د بریټانېې د بهرنیو چارو وزیر هم دا برید وغانده . ولسمشر کرزی وویل ، دا برید ښيې چې د ترهگرو پر وړاندی باید مبارزه شدیده شي . ولسمشر بوش بیا ویلي، دا برید دا په ډاگه کوي چې ترهگر پولي نه پیژني او باید د نړۍ په هره برخه کې تعقیب شي . تر اوسه د دې برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو امنیتی مامورين د قبایلي طالبانو او القاعدی ډله د دې برید طراحين بولي . له دی ځواکمني چاودني وروسته په ټول پاکستان کی د خطر زنگونه وکړنگیدل او ټول امنیتي ځواکونه د طیارسي په حال کې دي.

2008-09-17

طالبانو ډاکټر عبدالولي خوشى کړ

Date: 2008-09-17

د مشرانو جرگې دويم منشي عبد الخالق پشه يي بي بي سي ته وويل چې د ښاغلي احمدزي د راخوشې کېدو په برخه کې کومه پټه معامله نه ده تر سره شوي او د قامي مشرانو په منځگړيتوب خوشي شوى او د طالبانو هېڅ غوښتنه نه ده منل شوې .
د مشرانو جرگې دغه غړې شاوخوا دوه مياشتې مخکې د ملي شورا د دوبنيو رخصتيو په مهال د لوگر ولايت له څرخ ولسوالۍ څخه تښتول شوي و .

زموږ همکار مصطفى سالک د ښاغلي احمدزي تر خوشې کېدو څو شيبې وروسته له نوموړي سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلي دي چې د بند په مهال ورسره د وسلوالو طالبانو چلند څنگه و؟

'' هغه اول گروپ يې چې و، هغه جنگي خلک وو او له سختۍ نه يې کار اخيست، زما لاسونه يې شاته وتړل او په موټر کې يې واچولم، يوه ليرې غره ته يې يوړم او هلته يې زما موټر ته يې هم اور اچولى و، او د شپې مهال دوه بجې يې ماته وويل چې موټر ستا خپل و که د دولت؟ ما ورته وويل هو زما خپل و، بيا يې په هماغه شپه يوې بلې ډلې ته ورکړم، او هغوى په لوگر کې يوۀ ډېر ليرې ځاى ته يوړم. ''

ډاکټر عبدالولي وايي زه په دې نه پوهېدم چې په کوم ولايت کې يم، خو دى وايي چې د خبرو نه ده دا انگېرله چې د غزني د زنه خان ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې دى .

'' مرگ مې په سترگو وليد ''

ډاکټر عبدالولي وايي چې لومړي سر يې دا فکر کاوۀ چې ژوندى به پاتې نه شي، دى وايي:

'' په اول کې مې دا فکر کاوۀ، چې وژني مي، خو چې کله يې هغه بل گروپ ته ورکړم، دوى د لوگر په سطحه معلومات درلود، او دوى دا فکر کاوۀ چې د لوگر دغه بانفوذه کسان ووژنو، نو د احمدزيو قوم دښمنۍ به ونشو گاللى . ''

دى وايي د قوم ځينې خلک يې د طالبانو او قوم ترمنځ منځگړي وو، او د هغوى يوازېنۍ هڅه وه، چې دى راخوشى شو :

'' زموږ د قوم ځينې خلک د طالبانو او قوم ترمنځ رابط وو، څو څو ځله يې ورسره جرگې او ناستې درلودې، قومي استازو ورته ويل چې دغه سړى د خلکو استازى دى، د دولت کارکوونکى نه دى، او بې گناه دى، همدغه وو چې په پايله کې زه راخوشى شوم.''

په افغانستان كي دملكي وگوړمرك ژوبله زياته سوي .

Date: 2008-09-17

داخبره داسوشيټډپريس اژانس دملگروملتونوله قوله څرگنده كړي اوويلي يي دي چي په افغانستان كي دملكي وگړوتلفات دتيركال په پرتله په سلوكي څلويښت زيات سوي .ددوي په وينا دملكي وګړوتلفات دوسلوالوطالبانوله خوا په ځان وژونكو حملو،دسړك دغاړي دماينونواودوسلوالوبريدونواودايتلاف دځوكونوپه بمباريوله امله زيات سوي .په دي سره ملگروملتونو خپله ژوره خواشيني څرگنده كړي اوپه جگړه كي له ښكيلوډلوڅخه يي غوښتنه كړي چي دجګړي پرمهال دي ملكي وګړوته زياته پاملرنه وكړي ترڅودسراومال زيان وروانوړي .

دامريكاددفاع وزيرافغانستان ته سفركړي .

Date: 2008-09-17

دافغانستان ددفاع وزير ښاغلي گيټ به پخپل دي سفر كي دافغانستان له جمهورريس حامد كرزي اونوروچارواكواوپه افغانستان كي دميشتوامريكايي ځواكونوله قوماندانانوسره وويني اوپه افغانستان كي به له تر وريزم سره په جگړي ،دمخدره موادوسره پرمباريزي اودملكي وگړودمرگ ژوبلي دمخنيوي په اړه هراړخيزه خبري وكړي .دامريكا ددفاع وزير پداسي حال كي افغانستان ته سفركړي چي دامريكا داوردولوي درستيز پاكستان په سفر بوخت دي .

ملي امنيت دوه تنه سړي تښتونكي نيولي دي

Date: 2008-09-17

دملي امنيت دعمومي رياست لخواپه كابل ښاركي دسړي تښتوني ديوې لويي ډلي دوه تنه مهم كسان نيول سويدي .

دملي امنيت دعمومي رياست وياند سعيدانصاري وايي چي نيول سوي كسان عبدالوراء اوببرك نوميږي چي دپنجشيراوكابل اوسيدونكي دي، دغه دوه تنه درئيس خدايداد په مشرى دسړي تښتوني ديوې لويي ډلي غړي دي چي په كابل ښاركي يي په څوپيښوكي په لاس درلودو هم اعتراف كړي دي، دملي امنيت وياند زياته كړه چي دغي ډلي څه موده مخكي له يوه تن څخه چي دوي تښتولى وودخوشي كيدوپه بدل كي اووه سوه زره امريكايي ډالره اوله بل تن څخه پنځه سوه زره ډالره ترلاسه كړيوه.

بغلان: په وسله واله نښته كې شپږ مړه او دوه نور ټپيان دي

Date: 2008-09-17

دبغلان ولايت داندراب ولسوالۍ د بنوپه سيمه كې د وسله والو او پوليسو تر مينځ په نښته كې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان ولايت د امنيي قوماندانۍ وياند جاويد احمد بشارت وويل چې د اندراب په ولسوالۍ كې د قاچاقبرانو د دوه ډولو تر مينځ نښته كې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي، هغه وويل چې يوتن له يوې خوا او پنځه نور له بلې خوا وژل شوي دي، خو دبغلان ولايت والي عبدالجبار حقبين وايي چې په اندراب كې د پوليسو او قاچاقبرانو تر مينځ په نښته كې څو تنه پوليس اوڅو تنه قاچاقبران وژل شوي دي، هغه دقيق ونه ويل چې څوتنه پوليس وژل شوي خو زياته يې كړه چې په ټوليزه توګه شپږ تنه وژل شوي دي، د سيمې عيني شاهدان هم وايي چې د وسله والو ډلو په دغه نښته كې له لسو څخه زيات كسان وژل شوي دي.
خو دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ددوې طرفدارو د اندراب ولسوالۍ پر ودانۍ په بريد كې شپاړس تنه پوليس وژلي او اتلس نور يې ټپيان كړي دي، هغه وايي چې د په همدې ورځ د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ د امنيه قوماندان هم په اندراب كې و چې په وژل شوو كې هغه هم شامل دى، ذبيح الله مجاهد زياتوي چې ددوې طرفدارو په دغه جګړه كې د دولت څلور موټرې هم ويجاړې كړي دي.

انګلستان پېنځه ملیونه پونډه مرسته وکړه

Date: 2008-09-17

د انګلستان د نړیوال پرمختګ وزیر، ډوګلاس الیکسانډر له افغانستان سره د اضافي پېنځه ملیون پونډو خوراکي توکو د مرستې اعلان وکړ.

دا په داسې جال کې ده چې څه موده مخکې د انګلستان یوې خیریې موسسې، اکسفام په خپل رپوټ کې ویلي و چې، سږ کال به نږدې پېنځه ملیونه افغانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شي.

ښاغلي الیکسانډر دا خبرې د سه شنبې په ورځ په لندن کې د نړیوالو سټراتیژیکو څېړنو په انسټیټوټ کې په هغه غټه غونډه کې چې د افغانستان د راتلونکې په اړه یې پوهانو، پوځي مشرانو، د بهرنیو چارو کارپوهانو ته خبرې کولي، څرګند کړ.

تمه ده چې دا پیسې به د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له خوا وکارول شي. نن ورځ په نړۍ کې له هرو پېنځو وګړو څخه یو تن په لوږه او بېوزلۍ کې ژوند کوي چې ټول شمېر یې نږدې یو ملیارد ته رسیږي.

جارج بوش د ګل اغا شيرزي او ګلاب منګل ستاينه وکړه

Date: 2008-09-17

د امريکې جمهور ريس جارج ډبليو بوش په نړيواله کچه د مخدره توکيو د کښت کېلې د مخنيوي په اړه خپلو خبرو کي په ځانګړې ډول د ننګرهار ولايتي اداره د مخدره موادو سره د مخنيوي په اړه ستايلې ده ، ولسمشر بوش د هلمند ولايت والي ګلاب منګل هڅي هم وستايلې .
نوموړي وويل چي د ننګرهار ادارې وکولای سول په افغانستان کي د مخدره موادو دوهم نمبر توليدوونکی ولايت کي د مخدره موادو کښت د سيفر تر کچي راټيټ او په ټپه ودروي .

د يادوني وړ ده چي ګل اغا شيرزی په ولس کي د پراخ ملاتړ تر څنګ د نړيوالو د ملاتړ څخه هم برخمن دی ، دا خبره هغه مهال لا روښانه سوه کله چي څو مياشتي مخکي د امريکا ولسمشرۍ ته کانديد بارک اوباما د افغانستان د سفر پر مهال ننګرهار ته ولاړ او هلته يې له ګل اغا شيرزي سره ليده کاته وکړه .

سناتور عبدالولي احمدزی طالبانو خوشې کړی.

Date: 2008-09-17

د رپورټونو له مخې وسلوالو طالبانو د مشرانو جرګې غړی سناتور عبدالولي احمدزی تېر ماښام خوشې کړی، پخپله سناتور عبدالولي احمدزي ویلي چې دی د سپېن ږېرو او منځګړو په هڅو د طالبانو له منګولو خوشې شوی او کوم مالېې ورکړه نده وړاندې شوې. سناتور عبدالولي احمدزي ویلي چې دی پدی موده کې وسلوالو طالبانو په لوګر، د غزني په زنه خان ، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې ساته. هغه پخپله ویلي چې وسلوالو طالبانو له ده سره سم او انساني سلوک کاوه او تر کومې ربړی لاندی نه وو. سناتور عبدالولي احمدزی نېږدی دوه میاشتې وړاندی په لوګر ولایت کې د چرخ په ولسوالۍ کې وسلوالو وتښتاوه. هغه په مشرانو جرګه کې د لوګر د خلکو سناتور دی.

طالبانو د غزني پر امنيې قومندان ( خان محمد ) دبريد ادعاکوي

Date: 2008-09-17

ذبيح الله مجاهد وايي چي ددوی وسله والو کسانوپرون سهار د غزني د امنيې قومندان خان محمد مجاهد پر موټرانود کابل کندهار پر لويه لاره د ميدان وردګ ولايت د سيد اباد په سيمه کي د کمين په ترڅ کي بريد کړی ، دوه پيک اپ موټر او ورکي سپاره کسانو ته يې زيان اړولی دی ، طالب وياند د خان محمد د مرګ او ژوند په اړه بېخبري ښودلې ده .

لراوبر ته د ناټو له خوا په راغلې خبرپاڼه کي ورته پېښه تاييد سوې ده او ادعا کوي چي طالبانو د کابل کندهار پر لويه لاره روان کاروان باندي د راکيټ بريد وکړ چي وروسته د ناټو د هوايي ځواک له خواپه نښه او ټول لس تنه بريد کوونکي ووژل شول .

ناټو او طالبانو دواړو په خپلو خبرپاڼو کي د ځان د زيان په اړه غوږ کوڼ اچولی او يوازي يې د مقابل لوري د مرګ ژوبلي ادعاوي کړي دي .

2008-09-10

ولسمشر کرزي څخه د ځينو ختیځو ولایتونو د استازو غوښتنه

Date: 2008-09-10

یوسف ننګرهاری

له ننګرهار ، لغمان، کنړ او نورستان څخه کابل ته سل کسیزه جرګه رسیدلی او دغه جرګه له ولسمشر کرزی څخه غواړی چې پخوانی وکیل التجار حاجی محمد امان خیری چی نهه میاشتی وړاندی محکمی بی ګناه بللی ،خوشی کړی . دجرګی یو تن غړی حاجی ریس بینوا ته وویل چې دمحکمی دحکم وروسته یو تن په زندان کې ساتل ظلم دی . یو بل غړی ډاکتر صدیق مومند بینوا ته وویل چی که ولسمشر کرزی دختیزو ولایتونو دیادی شوی جرګی غوښتنو ته پام ونه کړی نو جرګه به پخپله یوه داسې پرېکړه وکړی چې مسولیت به یی دچارواکو او پخپله دولسمشر پر غاړه وی . دیادونی وړ ده چې پخوانی وکیل التجار حاجی محمد امان خیری تیر کال دفواید عامی دوزیر حاجی عبدالقدیر دوژنی په تور ونیول شواو تر یوه کال بند وروسته ستری محکمی پریکړه وکړه او حاجی محمد امان خیری بی ګناه ثابت شو خو دمحکمی دحکم څخه نهه میاشتی تیرې شوی او تر اوسه دنوموړی د زندان څخه دویستلو پرېکړه ځنډول شوی ده .

په جوزجان کې د یو شمیر ټول ګټو پروژو بشپړیدل

Date: 2008-09-10

د جورجان په ولایت کې لس ټول ګټي پروژي بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارل شوي. په دې پروژو نژدې لس ملیونه افغانۍ لګښت راغلي. د نوموړي ولایت د کلیو د پراختیا او بیارغاوني ریاست ریس محمد جان تمکین پر وینا چې دا پروژې د ولایت په لري پرتو ولسوالیو کې د ملي پیوستون د پروګرام په مټ بشپړي شوي دي. د ښاغلي تمکین پر وینا چې د اوبو رسولو د دې لسو پروژو په بشپړیدو سره د نژدې دوه نیم زرو کورنیو د څښاک د اوبو له پلوه اوسنۍ ستونزي هواري او په دې سربیره پينځه زره جریبه کرهنیزه ځمکه هم خړوبیدای شي. ویل کیږي چې دا ګړۍ د شبرغان ښار په اړوندو سیمو کې یو سلو شپږویشت پروژې تر کار لاندي نیول شوي چې یو شمیر یې بشپړي شوي دي.

دغزني د نظامي محکمي رئيس په دري کاله بند محكوم شو

Date: 2008-09-10

دستری محکمي عالي شورا دغزني و لايت د نظامي محکمي رئيس چي د بډي اخستني تور ورباندي لګول شوي و په دري کاله بند او دقضا له مسلک څخه په ګوښه کيدومحکوم کړ . جګړن احمد ضيا د قاضیانو له خوا د 4000 امریکایی ډالرو رشوت په جرم له دې پریکړي سره مخ شوی دی . د غزني نظامی محکمی ریس ته دا پریکړه په کابل کی د قاضي القضات عبدالسلام عظیمی پر وړاندي وارول شوه .

دكابل هوا ئى ډګر پوليسو يو تن د نشه يى تو كو د قا چاقو په تور ونيوه

Date: 2008-09-10

د میدان وردگو ولایت یو تن اوسیدونکی هند ته د مخدره توکو د قاچاق په تور د کابل په نړیوال هوایی ډگر کې ونیول شو . د هوا ئى ډګر د سرحدى پو ليسو قو ما ندان حق نواز حقيار وويل: دغه سړى اعتراف كړى چى پخوا يى دوه ځلى نشه يى تو كي هند ته ليږدولي دي اود ا يى دريم ځل وو چى بدبختانه ونيول شوم .

كرزي له زرداري سره ګډ خبري كنفرانس وركړ

Date: 2008-09-10

د پاكستان د ولسمشر د لوړي تر مراسمو وروسته د پاكستان نوي جمهور رئيس آصف علي زرداري او ولسمشر حامد كرزي په يوه ګډ خبري كنفرانس كي د دواړو ملكونو پر ګډو اړيكو او د تروريزم ضد روان جنګ باندي خبري وكړې.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزي وويل دا لومړى ځل دئ چي د پاكستان د خوا له افغانستان سره د همږغۍ احساس كوي.
د ولسمشر كرزي له پورتنۍ خبري څخه ښكاري چي د پاكستان د پخواني پوځي واكمن جنرال مشرف سره يې اړيكي سمي نه وې، او چنداني ښه خاطره نه ځني لري.
آصف علي زرداري وويل پاكستان او افغانستان دواړه د تروريستانو له خطر سره مخ دي او د ده مېرمن بېنظير بوټو هم د دې جګړې ښكار سوه.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزي او آصف علي زرداري دواړو په تروريزم ضد جنګ كي د ولسي مرګ ژوبلي په اړه اندېښنه وښودل او زياته يې كړه چي په دې جنګ كي د ايتلافي ځواكونو له خوا عامه قتلونه پر نړيواله ټولنه باندي د دواړو هيوادونو د اوسېدونكي باور كموي چي له امله به يې د ترويزم خلاف مبارزې ته سخت زيان ورسېږي.
له آصف علي زرداري څخه د پخواني قاضي افتخار محمد چوهدري د سرنوشت په اړه پوښتنه وسوه، خو نوموړي يې په اړه دريځ ښكاره نكړ.
د پخواني ولسمشر جنرال مشرف له خوا د دغه ليري كړل سوي قاضي پر سر د پاكستان د ايتلافي حكومت د عمده غړي نواز شريف او آصف علي زرداري ترمنځ ناندرۍ اوس هم رواني دي، چي له امله يې ښاغلي شريف څو ځله د ايتلافي حكومت څخه د وتلو پرېكړه كړې.
د نوازشريف سره د اړيكو په باب جمهور رئيس زرداري وويل ښاغلى شريف به د اوسني حكومت د پياوړتيا دپاره هر راز مرستي وكړي.

پكتيا: د درو ښوونځيو د جوړېدو كار پيل شو

Date: 2008-09-10

ن د پكتيا په مركز ګرديز او احمد اباد ولسوالۍ كې د درو منځنيو ښوونځيو د بنسټ ډبري كېښودل شوې.
د غه ښوونځي د پوهني وزارت د پرمختيايي پلان له مخي او د ګرديز د بيارغوني ټيم لخوا په پنځه، پنځه جريبه ځمكه كي په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.
نوموړي ښوونځي د ادارې او تدريسي خونو سربېره كتابتون، لابراتوار، د اوبو او د برېښنا سيستم هم لري او پر څه باندي ۴۷۰۰۰۰ امريكايي ډالرو به د روان كال تر پايه بشپړ شي.
سلا كار وزير او د پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد د دغو ښوونځيو د بنسټ ايښودني پرمهال وويل: له دې درو ښوونځيو سره ټول ۵۷ ښوونځي كېږي، چي په پكتيا كې كار پري روان دى او د روان كال تر پايه به بشپړ شي.

هلمند: د ملي اردو درې سرتيري ژوبل شول

Date: 2008-09-10

د هلمند ولايت د ګريش ولسوال عبدالاحد خان وويل چي تيره ورځ په ګريشك ولسوالي كي د ملي اردو په يوه موټر باندي چاودنه شوي وه چي د چاودني په پايله كي يي دري تنه ژوبل شول نوموړي وايي چي په دغه چاودنه كي نو رچاته زيان نه دي اوښتي
بل خوا قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي د ګريشك ولسوالي د نورزو په كلي كي يي دملي اردو اته تنه سرتيري په چاودنه كي ووژل او موټريي هم ويجاړكړي دي .
احمدي وايي چي د ملي اردو د سرتيرو د بدن غړي خواره واره پراته وه .
او د يوه بل خبر له مخي قاري يو سف احمدي ادعا كوي چي ۱۸ تنه پوليس يي وژلي دي خو دګريش ولسوالي ولسوال عبدالاحد خان بيا وايي چي په دغه ولسوالي كي نن هيچاته هم كوم زيان نه دي اوښتي دي دوسلوالو طالبانو ادعا ردوي
قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي د ګريش ولسوالي د سپين مسجد په سيمه كي د پوليسو اووسلوالو طالبانو له لوري جګړه پيل شوه چي جګړي دشپي تر ناوخته پوري دوام وكړ او د جګړي په ترڅ كي يي دولس تنه پوليس وژلي دي.
دي وايي چي ورته پيښه په نهر سراجي ولسوالي كي هم رامنځ ته شوي ده چي ۶ تنه پوليس وژل شوي دي او يو سرف موټر هم له منځه تللي دي، احمدي زياتوي چي په دغه جګړه كي دري تنه طالبان هم ژوبل شوي دي.
د يادوني وړده چي د ګرشك او نهرسراج په سيمه كي ډيري داسي پيښي يوه نه بله ورځ رامنځ ته كيږي.

زرداري د مسلم ليګ د وزيرانو استعفا منظوره كړه

Date: 2008-09-10

د پاكستان نوي جمهور رئيس آصف علي زرداري د خپل كار په لومړۍ ورځ له صدراعظم يوسف رضا ګيلاني سره د مسلم ليګ نون ګوند د وزيرانو استعفا ومنله او اعلان يې وكړ چي ډېر ژر به په كابينه كي نوى تغير راسي.
مسلم ليګ نون او پيپلز ګوند له چي د پاكستان د پارلماني حكومت دوه عمده غړي دي، وروسته له هغه يې په ايتلاف كي درز رامنځته سو او وزيران يې له كابينې څخه ووتل، چي پيپلز ګوند له مسليم ليګ نون سره د قاضي القضات په توګه د پخواني قاضي افتخار محمد چوهدري بيرته ګومارل ونه منل.
د پاكستان ولسمشر آصف زداري چي د سپټمبر پر نهمه نېټه يې د لوړي مراسم ترسره سول، وايي لومړى سفر به يې چين ګاونډي هيواد چين ته وي، چي هلته به پر يو لړ سياسي، اقتصادي او تجارتي مسايلو باندي له چينايي چارواكو سره وږغېږي.

استخباراتو پر پاکستان د حملو خبردارﺉ ورکړ

Date: 2008-09-10

د امریکا « ملی استخباراتی شورا » سپینی ماټۍ ته خبردارﺉ ورکړ چی د امریکایی کوماندوګانو لخوا په قبایلی سیمو کی پر القاعده او طالبانو حملې خطرناک انجام په بر کی لری . دغه شورا چی څه باندی دوولس استخباراتی سازمانونه پکښی شامل دي ، وایی چی په قبایلی سیمو کی به د امریکایی خاصو ځواکونو کوماندویی حملې د پاکستان دولت بې ثباته او پوځ متزلزل کړی . تېره اوونۍ یعنی د سپټمبر پر درېیمه په قبایلی علاقه کی د امریکایی کوماندوګانو د یوې حملې په ترڅ کی څه باندی شل کسان ووژل سول چی اکثریت یی ملکی او بیګناه کسان وو . د امریکا استخباراتی شورا استدلال کوی چی پدې سره به د پاکستان وضع د « بد » څخه « بدتره » سی او دا کار د واشنګټن په مطلق زیان او د اسلامپالو په ګټه تمامېدای سی .

2008-09-04

امریکا به په ژمي کې د طالبانو پر وړاندي خپلو عملیاتو ته زور ورکړي

Date: 2008-09-04

يو امریکاېی جنرال واېې چې ځواکونه به ېې په افغانستان کې خپلو ژمنيو عملیاتو ته پراخوالی او شدت ورکړي .تورن جنرال "جفري شلوزر "داڅرگندوني د اسوشیتت پرس آژانس خبریال ته په هغه چورلکه کې د مرکې پر مهال وکړي چی په نورستان ولایت کې روانه وه.جنرال وویل چې که چیرته په ژمي کې د طالبانو پټن ځایونه ویجاړ کړای شي هغوي به دا موکه پیدا نه کړي چی د پسرلي لپاره دمه وکړي .جنرال جفری ویلی طالبان د ژمی پر مهال وسلې را ټولوي او په پسرلي کی پرې بریدونه کوي خو دا ژمی به له هغوی څخه دا موکه واخیستل شي .دې جنرال د تیر پسرلي په دوو لومړیو میاشتوکې د طالبانو پر حملو کې د 40 فیصده زیاتوالي اصلی لامل هم په ژمی کې د هغوي آرام او د وسلو راتلونکي فعالیت څخه زيږنده وبلل. نوموړي چې د نورستان په ولایت کې ېې مرکه کوله طالبان گرم وبلل چی په ځينو سیمو کې ېې ولسي افغانان جبرا دې ته اړ کړي چې له خپلو کرونو څخه ووزی تر څو دوې هلته ځای پر ځای شي .د دې امریکايي جنرال دا څرگندوني په داسی حال کی خپريږي چی همدا اوس هم د ملک په یو شمیر سیمو کې پراخ عملیات روان دي .طالبانو هم سږ کال خپلو بریدونه ته شدت ورکړی او هان د کابل دروازې ېې هم را وټکولي.

کنړ:د 12 پروژو کار پيل سو

Date: 2008-09-04

د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د ملي پيوستون د ١٢ پروژو کار پيل شو . د دې ولايت د کليو د پراختيا رييس انجنير امين الدين بيدار وويل چې په دې پروژو کې پولګوټي، سربندونه، کانالونه او واړه سړکونه شامل دي .پر يادو شويو پروژو څه دپاسه شل ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې لس فيصده يې د خلکو لخوا ورکول کيږي .

ناټو په هلمند كي ولسي د ولسي كسانو مړينه رد كړه

Date: 2008-09-04

ناټو ځواكونو د يوې خبرپاڼي په خپرولو په هلمند ولايت كي د ولسي وګړو مرګ ژوبله رد كړه.
بېنوا اورګ ويبپاڼي ته د آيساف له خوا رارسېدلې پاڼه د سپټمبر پر لومړۍ نېټه له هلمند ولايت څخه د رسنيو هغه خبرونه ردوي چي وايي د سنګين په ساروان كلا سيمه كي ۵۰۰ ملكي كسان وژل شوي وو.
خبرپاڼه وايي دغه عمليات چي د افغان او بهرنيو ځواكونو له خوا د هلمند ولايت د سنګين په ولسوالي كي د وسله والو طالبانو پر ضد پيل شوي وو، په ترڅ كي يې د ۲۲۰ په شاوخوا كي وسله وال كسان وژل شوي دي.

جمهور رئيس كرزى شينډنډ ته ولاړئ

Date: 2008-09-04

د افغانستان له جمهوري رياست څخه خپاره شوي خبرونه وايي ولسمشر كرزي نن سهار د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالي ته ورسېد.
ولسمشر كرزي وروسته له هغه شينډنډ ولسوالي ته سفر كوي چي نيژدې دوې اونۍ وړاندي د امريكايي الوتكو په بمباريو كي د سلو په شاوخوا كي ولسي كسانو ژوند له لاسه وركړ.
د ولسي مرګ ژوبلي له كبله ښاغلي كرزي د هرات دوه لوړ پوړي پوځي قومندانان له دندو ګوښه كړل او همدا راز پراخي ولسي مظاهرې او په هيواد كي دننه او دباندي غندونكي غونډي جوړي شوې.
ټاكل شوې ده چي ولسمشر كرزى به د زيانمنو شوو كورنيو له پاتي غړيو سره له نيژدې وګوري او غمشريكي به ورسره وكړي.
د يادوني وړ ده سره له دې چي د افغانستان حكومت په بمباريو كي وژل شوي كسان ولسي كسان بولي، خو امريكايي پوځي چارواكي وايي په دې بريد كي يې ۲۵ طالبان او پنځه ولسي كسان وژلي دي.
د امريكايي پوځيانو له خوا په وژل شوو كسانو كي د ملاصديق په نامه د طالبانو د يوه ځايي قومندان نوم هم اخيستل كېږي.

درې کاناډایی پوځیان ووژل سول

Date: 2008-09-04

د کاناډایی ځواکونو قوماندان جنرال ډنیس تامپسن نن اعلان وکړ چی درې کاناډایی پوځیان په چهارشنبه د کندهار د ژړۍ په ولسوالي کی د طالبانو د یو کمین په ترڅ کی ووژل سول . ډه وویل چی د طالبانو پدې غافلګیره حمله کی پنځه نور کاناډایی پوڅیان زخمیان سوي چی د یوه حالت خطرناک دﺉ . دغه درې وژل سوي پوځیان لږ موده وروسته کاناډا ته تلل خو مرګي مهلت ورنکړ . پدې سره په افغانستان کی د کاناډایی پوځیانو د تلفاتو شمېر ۹۶ ته ورسېد .

2008-08-31

د نړۍ مصروف ترین روغتون

Date: 2008-08-31

رویټر خبري آژانس راپور ورکوی چی د افغانستان په هلمند کښي د برتانویانو پوځی روغتون نن په ټوله نړۍ کی لومړنی مصروف ترین روغتون ثابت سوﺉ دﺉ . د رویټر خبر یال لیک بیکر وایی چی تر لویی خیمې لاندی دا روغتون ۱۵۰ ډاکټران او نرسان لری او تقریبأ ۲۴ ساعته د زخمیانو په عملیاتو بوخت وی .

دا زخمیان برتانوي ، امریکایی او ډنمارکي پوځیان دي او هم افغانی عسکر او پولیس او هغه ملکي افغانان دي چی د دوی د بم وریو قربانی سوي وی . د برتانیې د هوایی ځواک یو روغتیایی کارمند وویل چی همدا اوونۍ دغه روغتون د عراق او جوهانز بورګ تر روغتونونو هم مصروف ترین روغتون ثابت سو ( د جنوبی افریقا د جوهانز بورګ روغتون د مجرمینو د حملو له امله د نړۍ مصروف ترین روغتون دﺉ ) . ډګروال ایان ملز وویل چی ما پدې عملیات خانه کی شپږ هفتې کار کړﺉ او پدې موده کی مو ۵۰۰ زخمیان عملیات کړي دي . ده زیاته کړه چی دا د طالبانو د حملو د ډزرښت دلیل دﺉ .

د دوشنبې په ورځ د روژې مبارکې لومړۍ ورځ

Date: 2008-08-31

د تېرې شنبې په ورځ د مصر په گډون خليج ډېرى هېوادونو اعلان کړى و، چې د سپتمبر لومړۍ نېټه به د روژې مبارکې اوله ورځ وي .

دا په داسې حال کې ده، چې ليبيا ويلي وه، چې د يکشنبې په ورځ به د رمضان لومړۍ ورځ وې .

د سعودي شاهي ديوان هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې : ( نن مياشت ونه ليدل شوه، نو له دې امله سبا يکشنبه به د شعبان ٣٠ نېټه وي، چې دا مياشت بشپړه شي او د سپتمبر لومړۍ چې د دوشنبې له ورځې سره سمون خوري، د روژې مبارکې لومړۍ ورځ به وي .)

په قاهره کې بيا دارالافتاء اعلان کړى، چې (د يکشنبې ورځ د شعبان بشپړوونکې دېرشمه ورځ ده، اودوشنبه به د رمضان اوله ورځ وي .)

په ابو ظبۍ کې هم د مياشتې ليدلو کمېټۍ اعلان کړى، چې : د يکشنبې ورځ به د شعبان دېرشمه او دوشنبه به د روژې لومړۍ ورځ وي .

په قطر کې هم د دغه هېواد د اسلامي چارو او اوقافو وزارت دې ته ورته اعلان کړى .

د کويټ هېواد هم د يادو شويو هېوادونو پر پلونو پښې اېښې دي .


نو له دې کبله، ټولو مسلمانانو، او په ځانگړي ډول د افغانستان غيور او مسلمان ولس ته د روژې د مياشتې مبارکي وايو، په دې هيله چې هر کس په کې خپل ځان اصلاح او له دغه هېواده د جگړې ټغر د تل لپاره ټول شي او يرغلگر دښمنان د تل لپاره خداى وشرموي .

کرزی د تاجکستان او ایران سره د فارسي تلویزیون په جوړولو سلا شو

Date: 2008-08-31

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د تاجکستان او ایران سره په تاجکستان کې د فارسي تلویزیون په جوړولو سلا شو. دا خبره رسنیو ته د نوموړي د بهرنیو چارو وزیر رنګین سپنتا کړې ده.

مخکې هم داسې اوازې وې چې داسې یو تلویزیوني چينل به جوړېږي. ایران او تاجکستان ، افغانستان یو فارسي ژبی هېواد بولي او په داسې کړو وړو غواړي خپله دا دعوه ثابته کړي.

ولسمشر کرزی په داسې حال کې د فارسي تلویزیون په جوړولو د ایران او تاجکستان سره موافقه کوي چې د افغانستان په شمال کې ځاي جنګسالاران چې د ولسمشر کرزي ایتلافیان دي راستانه شوي کډوال نه پرېږدي خپلو کورونو ته ستانه شي او ولسمشر کرزي یې هم په اړه د تل په څېر کوټلی دريځ نه دی غوره کړی.

د یادونې وړ ده چې د سپتمبر د یولسمې د پېښې څخه وروسته پښتانه په نړۍ کې د لویو او سیمه ییزو قدرتونو هدف ګرځېدلي دي. د کرزي د واکمنۍ دوره د پښتنو د ځپلودپاره بې سارې دوره ده.

افغانان د ایران او تاجکستان سره د فارسي تلویزیون په جوړولو خوښ نه دي او یو ملي خیانت یې بولي.


د افغانستان د ولسې جرګې غړې ملالۍ شینواري څه موده مخکې شمشاد تلویزیون ته په یوه مرکه کې ویلي و چې د ایران، تاجکستان او افغانستان تر منځ د فارسي تلویزیون جوړول خیانت دی.

نوموړې دا خبرې د شمشاد تلویزیون سره د تاوده بحثونو په پروګرام کې کړي وې. نوموړي دا هم ویلي وکه ولسمشر هم د داسې تلویزیون د جوړولو سره موافق وي، خیانت یې بولي.

نوموړي ویلي ؤ چې دا د ایران د کولتوري یرغل ښکاره بېلګه ده. دولسي جرګې غړي ویلي و چې په ایراني کتابونو کې حتي د میوند د جګړې اتلې ملالۍ ته هم سپکې سپورې ویل کېږي.

د ملي امنيت چارواکي پښتانه خپلو سيمو ته نه پرېږدي

Date: 2008-08-31

هغه پښتانه کډوال چې د بلوچستان له ژوب ښار څخه د تخار خواجه بهاوالدين ولسوالۍ ته راستانه شوي وايي چې د ياد شوي ولايت د ملي امنيت چارواکي دوی خپلو ځمکو ته نه پرېږدي. ددغو راستانه شويو کډوالو يو تن مشر حاجي نصرالله چې دا وخت د لسمې ورځې لپاره د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په زندان کې بندي دی وايي چې د دشت کلا ولسوالي د ملي امنيت مدير ميرزا باچا د راستنو شويو پښتنو کډوالو پر ضد وسله وال کسان ګومارلي او دوی خپل پلرني کلي ته نه پرېږدي. نوموړي وېره څرګنده کړه چې که د ملي امنيت د ياد شوي چارواکي مخه ونه نيول شي نو دوی ته مرګ ژوبله واړوي. حاجي نصرالله له افغان حکومت، ملګرو ملتونو، ولسي جرګې او په ځانګړي ډول له ولسمشر حامد کرزي څخه د دوې د ژوند د ژغورلو غوښتنه وکړه. د تخار ولايت يو چارواکي ومنله چې د دشت کلا ولسوالۍ د ملي امنيت مدير ميرزا باچا د کډوالو پر ضد د بلوا او د راغلو کډوالو پر وړاندې د ځايي ازبکانو په پارولو کې لاس لري.

2008-08-29

قاضي کبير: که تخار ته راستانه شوي پښتانه کډول بيرته ونه وځي وبه يې وژنو

Date: 2008-08-29

د تخار ولايت په خواجه بهاوالديڼ ولسوالۍ کې د ازبکو يوې غونډې هلته د بلوچستان له ژوب ښار څخه بېرته راستنو شويو ٨۳ پښتنو كورنيو ته چې له تېرو اوو ورځو راهيسې د سيمه ييزو ازبکانو لخوا په يوې کلا کې محاصره دي نن د جمعې د ورځې تر اتو بجو ضرب الاجل وركړى چې سيمه پرېږدي كه نه په ضد به يې وسله وال ګام واخلي. دغه جرګه د يو سيمه ييز جنګ سالار لخوا چې قاضي كبير نومېږې او د دوستم لخوا هڅول كېږي، راغوښتل شوې ده. دغه پرېكړه نن سهار شوې او له هغې وروسته ټوله ورځ د ولسوالۍ د ښار دوكاندارانو پر دغو پښتنو غذايي توكي بند كړي دي. دغه ٨۳ كورنۍ ٧٥٠ كسان دي چې د اوبو د څښاك لپاره له يوې څا څخه كار اخلي او ډېرى ښځې او ماشومان يې په نس ناستي اخته شوي دي. د جرګې په پرېكړه كې راغلي چې د كوکچې له سيمې اخوا په نهو ولسواليو كې پښتانه نشي اوسېدلاى او دا د ازبكانو سيمه ده. سيمه ييز پښتانه وايي چې سيمه يیز جنګسالار قاضي کبير او د تخار والي لطيف ابراهيمي چې خپله هم ازبك دى د دغو پښتون ضد بلواو تر شا دي. سيمه ييزو پښتنو غوښتل چې د ستونزې د حل لپاره يوه جرگه جوړه كړي خو ازبكانو د لاريونونو په ترڅ كې د مرگ پر پښتنو شعارونو وركولو ددغې هڅې مخنيوى وكړ. د اړيكو شمېرې: قاضي كبير : ٠٧٩٩٤١٩٣٣١ د خواجه بهاوالدين ولسوال اكرم : ٠٧٩٩١٧٦٩٩٩ سيمه ييز پښتون مشر امين الله : ٠٧٠٠٧٠٠٣٤٣

طالبان وایي پخوانی وزیر او د کرزي مشاور امان الله زدراڼ یې تښتولی دی

Date: 2008-08-29

د پاکستان څخه د پاک ټریبیون انټرنټي خپرونه وایي چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې په لوګر کې یې یي پخوانی وزیر او د کرزي مشاور امان الله زدراڼ یې تښتولی دی. مجاهد ویلي دي چې ملګرو یې د چارشنبې په ورځ امان الله زدراڼ او د نوموړي د تره زوی هغه مهال ونیوه چې د پل علم څخه چېرته تللو. مجاهد ویلي دي چې پخوانی وزیر او د تره زوی یې یو پټ ځای ته وړي دي او خپلي شرعي محکمې ته به یې وړاندې کړي چې د برخلیک په هکله یې پرېکړه وکړي.

افغان دولت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.

2008-08-28

کابل کې د علي احمد جلالی په ملاتړ غونډه وشوه

Date: 2008-08-28

د افغانستان د پخواني کورنیو چارو وزیر علي احمد جلالي په سلگونو پلویانو په کابل کې د یوې غونډي په جوړولو د نوموړي له کانیداتورۍ څخه خپل ملاتړ اعلام کړ .دغو خلکو د افغانستان اوسني حالت ته د یو نوي مشر د ټاکلو غوښتنه کوله چې پر وینا ېې ښاغلی جلالی د دې مشرتابه لپاره مناسب کس دی .که څه هم د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره رسما انتخاباتي منډي نه دي پیل شوي خو ځينو کسانو لا وختی خپل نومونه په ډاگه کړ ي دي .په دې لړ کې اوسنی ولسمشر حامد کرزی، زلمی خلیل زاد، رمضان بشر دوست او یو شمیر نورو سیاسی څيرو نومونه اخیستل کيږي. د سیاسی چارو شنونکي واېې چې په قوي احتمال راتلونکو ټاکنو ته به بل کاندید ښاغلی علي احمد جلالی وي .

فراه کې ځان وژونکی ووژل شو

Date: 2008-08-28

دفراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ د شيوان په سيمه کي دچهارشنپي پرمآسپښين يوځان وژونکي سړي ترهدف دمخه ځان منفجرکړ.دفراه دوالي ويانداحمدفريد ايوبي په دغه خبرسربيره وويل چه دځان وژونکي هويت نه پيژندل کيږي او په روانه اونۍ کي دا دوهم ځان وژونکي بريددي. لومړي يي دشنبي په بيګاه ددغه ولايت مرکزکي په ملي اوردوترسره شومسوليت يي طالبانومنلي .دتازه پيښي مسوليت چاندي اخستي خوطالب وياندقاري محمديوسف احمدي په همدغه ورځ دراکټي بريدونوله کبله ددفراه بلي اولسوالي دلارام کي امريکايي ځواکونوته ددرني مرګ ژوبلي ادعاوکړه ليکن دغه ادعايي دولتي چارواکي نه مني.

كندهار: ددارالمعلمين محصلينوته اطلاعنامې ووېشل سوې

Date: 2008-08-28

دكندهاردښوونكودروزني عالي مؤسيسې دڅلوروټولګيو(بيولوژي Aاوبيولوژي B،پښتواودرياضي )محصلينوته اطلاعنامې ووېشلې . هغه غونډه چي له همدې امله دهمدغه ښوونيزاوعلمي مركزدغونډوپه تالاركي نن جوړه سوې وه په پيل كي دكندهاردعالي دارالمعلمين رئيس استادعبدالصمد(نظري) په خپلوخبروخبروكي لومړي ټولومحصلينوته مباركي وويل چي په خيريې دامتحانونودوره پاى ته ورسول اوبيايي ځوانان اوحاضرمحصلينودلوړوزده كړوپه لاركي هرډول زياراوهڅي ته وهڅول ورپسې داستادانوپه استازيتوب دښوونكودروزني دعالي مؤسيسې اداري مرستيال داروخان هم محصلين زده كړوته متوجه اوله ولايت مقام څخه يې غوښتنه وكړه چي په دې لاركي له دوى سره نوري مرستي هم وكړي ترڅوښوونكي په لوى زړه خپلي دندي ته زړه ښه كړي .دغونډي په وروستۍبرخه كي برابري سوي تحفې پرتكړه محصلينوباندي ووېشل سوې . ديادوني وړده چي كندهاردارالمعلمين دهيوادپه كچه يوله هغوعلمي اوښوونيزوڅانګوڅخه دى چي په دې څولسيزوكي يې په سلګونو ښوونكي يې په بيلابيلاڅانګوكي فارغ اوټولني ته وړاندي كړي دي .

په غزني كي امريكائي سرتېرى وژل سوى

Date: 2008-08-28

امريكائي سرتېرى نهه ويشت كلن سرجنټ براين سټوډرهغه مهال ووژل سو كله چي د سړك د يوه ماين د خنثي كولو په چاره لګيا ؤ چي ورباندي وچاودېد او دى ئې له منځه يووړ. د پنټاګون له مخي نوموړى څلور سوه او دو څلوېښتم سرتېرى دى چي دلته مري.

په يوسف خيلو كي الوتكه لوېدلې

Date: 2008-08-28

د بهرنيو ځواكونو يوې خبر پاڼي خبر وركړ چي د پكتيكا ولايت په يوسف خيلو ولسوالۍ كي يوه الوتكه چي ډول ئې څرګند نه دى د تخنيكي عوارضو له امله لوېدلې چي بيرته سمبال سوي او نژدې عملياتي مركز ته لېږدول سوې ده. ددې تر څنګ ئې په يوه بله خبر پاڼه كي ويلي چي په پكتيكا ولايت كي ئې د عملياتو پر مهال يو تن مخالف وسله وال وژلى او دوه نور ئې نيولي دي.

نيكپاى راورسېدى

Date: 2008-08-28

د المپيك په لوبو كي د افغانستان لومړنى مډال ګټونكى روح الله نيكپا د بيجنګ په سياليو كي تر برخي اخيستلو وروسته نن د كابل په هوائي ډګر كي كښته سو. د كابل هوائي ډګر ته ټول غزيدلي واټونه د نيكپاى په انځورونو او د (افغانانو مبارك مو سه) په شعارونو پسولل سوي ول. وروسته د ټينګو امنيتي تدابيرو په بدرقه، نيكپاى عمومي لوبغالي ته بوتلل سو چيري چي په زيات شمېر كي افغانانو د نوموړى هركلى وكړ او د (نيكپا، د افغانستان وياړ) او (تل دي وي افغانستان) په شعارونو ئې بدرقه كړ.
شل كلن نيكپا د بيجنګ په المپيك سياليو كي د تيكواندو په لوبه كي د خپل الماني، برتانوي او هسپانوي سيالانو په ماتولو د افغانستان لپاره لومړنى د برونزو مډال وګټى. په لوبغالي كي د ولسمشر دوهم مرستيال كريم خليلي ټول افغان اولس او دولت ته د نيكپا د بري مباركي وويله.
ولسمشر حامد كرزي نېكپا ته په كابل كي د يوه هستوګنځي او بيلابيلو سوداګريزو شركتونو د پيسو او موټرو د جايزو د وركړي اعلان كړى دى.

احمدي نژاد: ناټو په افغانستان کې د بې ګناه وګړو د مړينې لامل ده

Date: 2008-08-28

ايراني ولسمشر احمدي نژاد ويلي چې په افغانستان کې د ناټو شتون د دغه هيواد له پر پښو درولو او باثباته کولو سره مرسته نه ده کړې، بلکې لا يې پر خوله غورځولى او د زرګونو بې ګناه اوسېدونکو د مرګ ژوبلي سبب يې ګرځېدلې ده. ده دغه خبره له روسيې سره د همکارۍ په اړه د قزاقستان، تاجکستان، قرغستان او ازبکستان له خوا د جوړي شوي غونډې په اوږدو کې وکړه.

په پاى کې نوموړو څلورو هيوادونو په جورجيا کې د وروستۍ پېښې شوي جګړې اړوند د روسيې د دريځ ملاتړ وکړ او په دغه هيواد کې يې د اوربند د پر ځاى ساتلو په هلوځلو کې يې د روسيې د فعال رول هرکلى وکړ. (AFP)

کرکټ ملي لوبډله: د رحمت ولي په وژنه سخت خواشیني یو.

Date: 2008-08-28

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د خپل یوه همکار په وژنه سخته خواشېنې شوې ، د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپټان ریس احمدزي لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې رحمت ولي د دوی د ټیم تکړه او با استعداده لوبغاړی وو ریس احمدزی وايي چې نوموړي په ګڼو لوبو کې برخه اخیستې وه دی وايي چې رحمت ولي کيڼ لاس بېټسمین او بالر وو. رحمت ولي وړمه شپه د امریکايي ځواکونو له لوري په شهادت ورسېد ، د رحمت ولي د مېرمنې په وینا امریکايي ځواکونه لومړی دهغه کور ته ور ننوتل هغه یې په شهادت ورساوه او بیا یې د کور خونه پری نسکوره کړه. په افغانستان کې ډیری خلک اوس په نړیوالو ځواکونو باور نه لري او د دولت او خلکو ترمنځ دا ډول خپلسرو لوی واټن را منځته کړی دی.

2008-08-27

بهرنیو ځواکونود کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی په ډېره بې رحمۍ شهید کړ

Date: 2008-08-27

په خوست کې امریکايي ځواکونو د کریکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی رحمت ولي په شهادت رسولی دی.

امریکايي ځواکونو د رحمت ولي په کور وراوختي او په بمونو یې د نوموړي د کور ځینې خونې الوزولي. امریکایانو په رحمت ولي لاسونه تړلي او بیا يې وژلی دی. د رحمت ولي یو ورور احمد ولي يې د ځانه سره ژوندی بیولی دی. معلومه نه ده چې احمد ولي به هم ووژني او که څنګه. حیرانونکي دا ده چې ولې امریکایانو رحمت ولي ژوندی ونیولو او بیا يې وواژه.

۲۸ کلن رحمت ولي د خوست په ولایت کې په ۱۹۸۰ ز کال کې زېږېدلی ؤ. رحمت ولي د کرېکټ د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړي او په ۲۰۰۶ ز کال کې په کوېت کې یې ډېره ښه لوبه کړې وه. نوموړي په چپ لاس توپ واهه.

دا دردونکي پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې امریکایانو په هېواد کې د بې ګناه ولسي وګړو وژل زیات کړي دي. د شنونکو په باور امریکایان ولسي وګړي قصدا وژني تر څو یې مجبور کړي په هېواد کې د امریکایانو اوږد مهال شتون ومني او یا هم د عراق په رنګ ورسره تړونونه لاسلیک کړي.

تر اوسه د ولسمشر کرزي رژیم د ډېرو وعدو سره سره پاتې راغلی دی امریکایان او نور بهرني ځواکونه په دې قانع کړي چې ولسي وګړي وژل ودروي.

د افغانستان د کریکټ د فدراسیون مشر شهزاده مسعود شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې د رحمت ولي وژل وغندل او لویه ضایعه یې وبلله. شمشاد سره په خبرو کې د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل چې د خوست څخه خبرې کولې وویل چې رحمت ولي پرون شپه شهید کړای شوی ؤ او نن خاورو ته وسپارل شو. نوروز منګل یې په جنازه کې برخه اخستې وه چې د نوموړي په وینا د سیمو سپین ګیرو، ځوانانو او ګڼ شمېر خلکو هم په کې برخه اخستې وه او د رحمت ولي په وژنه سخت خفه ؤ. نوروز منګل وویل چې نه پوهېږي چې امریکایانو ولې رحمت ولي شهید کړ.

د څمکنۍ غږ راډيو د مدیر مسول د خلاصون غوښتنه وشوه

Date: 2008-08-27

د افغا نستان دژور ناليستا نو ټولني او د ژورنالیستانو یو شمیر نورو مدافع ټولنو د څمكنۍ غږ را ديو د مسوول مدير صالح محمد كو هسار د خلاصون غو ښتنه كړي ده . صالح محمد كوهسار ورمه ورح د پکتیا په ولایت کی د ناپيژاندو وسله والو كسا نو له خوا برمته شو.د ژورناليستا نو د ملى اتحاد يى رئيس محمدهاشم عصمت الهى د پكتيا ولايت له امنيتى مسوو لينو ، سيمه ييزو مخورو او وكيلانو څخه غو ښتنه و كړه چى ددى ژورناليست د خوشى كيدو په برخه كى همكاري و كړي.د دې خبر تر خپریدو پوري د ښاغلی کوهسار د خلاصون په باب هيڅ راز اطلاعات نه دي را رسیدلي .

عاجل خبر: د تښتول شوي جاپاني متخصص مړی وموندل شو

Date: 2008-08-27

د خېوې ولسوال وايي چې وسلوالو طالبانو تښتول شوى جاپانى وژلى او مړى يې لږه شېبه مخکې وموندل سو. د خېوې ولسوال شکر الله وويل چې دى اوس پخپله په يوه غرييزه سيمه کې د جاپاني له مړي سره دى . نوموری دا کار د طالبانو وبلل. تیره ورځ لا وختي طالبانو ویلی وو چی جاپانی یی وژلی خو بیا د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري د هغه د خلاصون خبر ورکړ.د کرهني د چارو دا 31 کلن متخصص له ډيري مودې راهیسی په جلال آباد کی په بیارغنیزو چارو بوخت وو او له ولسي افغانانو سره ېې هم بی له ویري ملگرتیا کوله.

فراه:خاک سفید ولسوالي نه ده سقوط شوي،جگړه روانه ده

Date: 2008-08-27

يدفراه ولايت خاک سفيد ولسوالي دطالبانوپه لاس نده سقوط لیکن له سختي جګړي نه وروسته طالبانواودولتي قواوته ددرني مرګ ژوبل خبرونه را روان دي. دفراه ولايت يوامنيتي مقام تيره شپه يي دخاک سفيد ولسوالي باندي دطالبانوبريدومانه او زياته يي کړه چې يودولتي پوليس اودري تنه طالبان مړه اودوه پوليس ټپان شته خوقاري محمديوسف دطالبانوپه وياندي دخاکسفيددنيولوادعاوکړه ويويل ٧)تنه دولتي عسکريي وژلي دي.
.ددغه خبربشپړ راپوروروسته راځي.

د ډنمارک یو پوځي ووژل سو

Date: 2008-08-27

رویټر آژانس د ډنمارک د دفاع د وزارت له قوله خبر ورکوي چي د ډنمارک هغه پوځي چي نقلیه وسیله يې د هلمند په ولایت کي پر یو ماین ختلې وه، د خپلو زخمونو له امله مړ سو. ډنمارک په افغانستان کی ۵۵۰ جنګي پوځیان لري چي تر اوسه یې ۱۵ پوځیان وژل سوي دي .
د یو بل خبر له مخي د کاناډا (۸) پوځیان هغه مهال ټپیان سول چي نقلیه وسیله یې پر یو ماین برابره سوه، خو ویل کېږي چي د دې زخمي پوځیانو روغتیایي حالت خطرناک نه دﺉ. کاناډا په افغانستان کي ۲۳۰۰ پوځیان لري چي ۹۳ یې تر اوسه وژل سوي دي.

د افضل خان لالا ماركېټ والوزول سو

Date: 2008-08-27

نا معلومو كسانو د سوات په مټه سيمه كي د پښتون سياستوال افضل خان لالا پر شخصي ماركېټ باندي بريد وكړ.
د خبرونو له مخي د ښاغلي خان لالا ماركېټ په بمونو الوزول سوى چي له امله يې ماركېټ په بشپړ ډول له منځه تللى دئ.
سيمه ايز چارواكي وايي دا چي دوكانونه تړلي وه، نو چاته ځاني تاوان هم نه دئ اوښتئ.
د ماركېټ دوكاندران وايي سيمه ايزو طالبانو څو ورځي دمخه لا د دې ماركېټ د تشولو اخطار وركړى و.
د پښتونخوا قامي ګوند مشر افضل خان لالا خپله هم تېر كال له يوه وسله وال بريد څخه ژوندى ووت، خو سخت ژوبل سو.
نوموړي دوه كاله دمخه د پښتونخوا قامي ګوند په نېشنل عوامي پارټۍ كي مدغم كړ.

2008-08-26

احمدولي کرزى ،شرکتونه دي بې روزګاري لمنځه يوسي

Date: 2008-08-26

په سويلي حوزه کې دلوي کندهارپه نامه ١٧٥ ودانيزوشرکتونوديوې گډي اتحادې دجوړېدواعلان وکړ.

دغه ودانېزشرکتونوچې له نږدې شپږوکلونوڅخه په سيمه کې فعاليت کوي له دولت سره رسميت لري .

دنوموړي اتحادې مشروايې چې له گډي اتحاديې څخه يې موخه په سيمه کې دبيارغاوني دکارونودکيفيت لوړول اوپکې سرعت راوستل دي .

دلوي کندهاردودانېزوشرکتونوداتحادې دپرانېسي پرمهال دکندهاردجگ پوړوولايتي چارواکوترخواپه کندهارکې دهندوستان ،ايران اوپاکستان هيوادونودسياسي نمائنده گيومشران هم وربلل سوي و.

دکندهاردولايتي شوراريس احمدولي کرزي په سويلي حوزه کې دگڼوټول گټوپروژوپرټيټ کيفيت نيوکې وکړې چې دساختماني شرکتونوله لوري رغول سوي .
دنوموړي په خبره چې دگډي اتحادې له لاري دي هڅي وسي چې له يوي خواڅخه دسيمي داوسيدونکودبې روزګاري ستونزه هواره سي اوله بلي خواڅخه دهغوپروژوکيفيت په پام کې ونيول سوي چې دنړيوالوپه مرسته سويوپېسوباندي پلي کيږي .

سيمه يزوقومي مشرانوهم پردې ټکي ټينگارکاوه چې ودانېزشرکتونه دي دنړيوالومرستوپه مټ دعملي کېدونکوټول گټوپروژپه کيفيت ته زياته پاملرنه وکړې .
دوى هم غوښتنه وکړه چې گډه اتحاديه دي دبې روزگارى په لمنځه وړلوکې کوښښ وکړي .

په کندهارکې دکليودبيارغاوني اوپراختياوزارت استازي (طارق عصمتي ) وويل چې وزارت يې يوله هغوادروڅخه دي چې په سويلي حوزه کې ترنوزيات دبيارغاوني په برخه کې له ودانېزوشرکتونوسره سروکارلري
خودوى له ځېنوشرکتونوسره په ستونزوکې دي .
په وينايي چې که اتحاديه ښه خده مات وړاندي کړي نودوى به په سويلي حوزه کې ټولي رغونېزي پروژي ددوى له لاري عملي کړي .

په کندهارکې گڼ شمېرودانېزشرکتونه پداسي حال خپله گډه اتحاديه اعلانه وي چې په سويلي حوزې کې دناامنيوله امله دگڼوپروژوعملي کېدل له ننگونوسره مخ سوي .

داچې ده کيفيت دساتلوترخوابه نوموړي اتحاديه دنوموړوپروژوعملي کېدوته څومره موقع برابره کړي وروسته به معلومه سي .

تخار: په لسګونو کورنۍ د ځايي خلکو له خوا کلابندې دي

Date: 2008-08-26

د تخار خواجه بهاؤالدين ولسوالۍ ته له پاکستان څخه ٨٠ بېرته راستنې شوې کورنۍ، له درېيو ورځو راهيسې د ځايي خلکو له وېرې په پخواني محبس کې اړولي دي او هره شېبه ځانونه له بريد سره مخ ګڼي . ظاهر خان ، چې له خپلې کورنۍ سره د خواجه بهاءالدين په پخواني محبس کې اوسېږي ،د وږي په ٤مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى په ناوړه شرايطوکې وخت تېروي . هغه زياته کړه : (( که پوليس نه وي نو ازبکان را باندې بريد کوي . ))
د ظاهر دڅرګندونو له مخې، شاوخوا ازبکان له لرګيو سره ولاړ دي ، خو ددوى امنيت د ولسوالۍ پوليسو نيولى دى . د نوموړي د څرګندونو له مخې ، دوى د بلوچستان ايالت له ژوب سيمې څخه راستانه شوي دي، خو ځايي خلک يې خپلو مېنو ته نه پرېږدي . د ظاهر په وينا، په محبس کې اوس شاوخوا ٧٠٠ تنه ،چې مېرمنې ، ماشومان ، بوډاګان او ځوانان په کې شامل دي اوسېږي . هغه داهم وويل چې پرون پرې ځايي خلکو بريد وکړ او لس تنه يې په لرګيو ووهل او ټپيان يې کړل .
د خواجه بهاءالدين دولسوالۍ جنايي امر علي مراد چې په محبس کې يې دد غو راغلو کورنيو امنيت نيولى دى ، پژواک ته وويل چې د پوليسوپه همکارۍ وضعيت تر کنترول لاندې دى . هغه هم وويل چې د لاله ګزر خلک راغلي دي او بېرته راستانه شويو پښتنو کورنيوته ګواښونه کوي .
عبدالحکيم ، چې په محبس کې له خپلې کورنۍ سره پروت دى ، وايي چې له محبس شاوخوا لرګي په لاس ازبک ګرځي او که د پوليسو وېره نه وي نو بريد پرې کوي . د نوموړي په وينا، ددوى کډې په پنځو کمازونو او دريو ټکټرونو کې بار دي او دوى يې له وېرې ښکته کولى نه شي . د محمد ظاهرخان د معلوماتو له مخې ، ددوى ځمکه او جايدادونه شاوخوا ٢٥ کاله وړاندې هغه مهال د ځايي زورواکو لخوا چوراو خپلو منځو کې ووېشل ، چې دوى پاکستان ته مهاجر شول .
د نوموړي د معلوماتو له مخې ، دولت په ١٣٣٥ کال کې دوى ته په تخار کې ٢٥٠٠ جريبه ځمکه ورکړې وه اسناد يې په لاس کې لري ، خو اوس ترې غصب شوې ده . د تخار ولايت اداري رييس او يادې شوې شخړې ته د حکومتي پلاوي مشر قطب الدين کمال ، پژواک ته وويل چې دوى په سيمه کې څېړنې پيل کړې دي . د نوموړي په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې ، دلته ميشتو پښتنو ته د پخواني شاه ( محمد ظاهر ) په دوره کې ځمکه ورکړل شوې ده ، خو ځايي خلک دعوه کوي چې شاه غيرقانوني ددوى ځمکې ورکړې دي . د نوموړي په وينا، اوس وضعيت ترکنترول لاندې دى او دغه موضوع به د حقوقي مراجعو له لارې وڅېړل شي . له خواجه بهاءالدين ولسوالۍ پرته د دغه ولايت د درقد او ينګي کلا ولسواليو ترمنځ لږکي ګوجر سره د ځايي خلکو له ګواښ سره مخ دي .
د ګوجرو د شورا لوى مشر مولوي محمد صادق پژواک خبري اژانس ته وويل چې دلته ګوجر د ځايي زورواکو لخوا کلا بند دي . هغه داهم وويل چې ګوجرو ته ګواښ کېږي ، چې که خپلو ځمکو او باغونو ته لاړ شي، نو بريد به پرې وشي . نوموړي ددغو تاوتريخوالي اصلي لامل د تخار پخوانى والي او جهادي قوماندان قاضي کبير مرزبان وګاڼه او هغه يې ګوجرو سره په زور زياتي تورن کړ . خو قاضي کبير ، چې په مشرانو جرګه کې د تخار د خلکو استازى دى ، دغه دعوه رد او زياته يې کړه چې دا د ځايي خلکو او ګوجرو ترمنځ شخړه ده او دى په کې هيڅ لاس نه لري .
د درقد ولسوال فيض الله که څه هم د پېښې په اړه ډېر توضيحات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې سيمې ته پلاوى راغلى دى او په دې اړه څېړنې روانې دي . د درقد ولسوالۍ اوسېدونکى امان الله ، چې د ګوجرو پر وړاندې ولاړ دي ، وايي چې دوى د خپلو ځمکو شرعي قبالې لري . هغه زياته کړه : (( په هيڅ صورت به موږ ګوجرو ته بيا اجازه ورنکړو . )) امان الله داهم وويل چې دوى اوسمهال د دولت پرېکړې ته سترګې په لاره دي او وروسته به دوى خپله پرېکړه کوي . د ګوجرو او ځايي خلکو ترمنځ روانه شخړه لومړنۍ نه ده ، له دې وړاندې هم څوځلې د ځايي خلکو او ګوجرو تر منځ په تخار کې شخړې راپورته شوې دي .

پارلمان:"د ناټو قوماندان زمونږ خبري نه مني، ارزگان کی مرگ ژوبله وشوه

Date: 2008-08-26

په افغانستان کې د ناټو تړون عمومي قوماندان جنرال دیوید مکرنان د ولسي جرگې هغه غوښتنه و نه منله چې دی ېې غونډي ته د گډون په موخه ور بللی وو. په دې سر بیره ټاکل شوي چې د افغانستان د پارلمان یو شمیر غړي په هیواد کې د نا امنیو د خطمیدو پر سر له ولسمشر کرزي سره په یو لړ موضوعاتو خبري وکړي .د ولسی جرگي غړي نورالحق علومی پر وینا چې دوي به له ولسمشر کرزي سره د هغو نا امنیو پر سر خبري وکړي چې د هیواد گڼ شمیر خلک ترینه شدیده اندیښنه لري .دا په داسي حال کی ده چی د کندهار او ارزگان تر منځ پر لویه لاره د ولسي افغانانو پر یو موتر د ماین چاودنه شوي چې له امله ېې 15 تنه وژل شوي دي. امنیتی مامورین واېې د دې کسانو د سپرلۍ موټر هغه مهال د واټ د سر پر یو ماین ور برابر شو چې له کندهار څخه د ارزگان دهراوت ولسوالۍ ته په یوه شورا کی د گډون په موخه ور روان وو.

غزني:طالبانو سل زره ټوکه ديني،ساينسي او نور کتابونه وسوځول

Date: 2008-08-26

دپو هني وزارت له خوا په چاپو شویو درسي (دیني،بیالوژې ،رياضي، اجتماعي،بشري حقوق ) كتا بو نو بار يو لارۍ د دولت ضد وسله والو له خوا د غزني و لايت د مقر په ولسوالۍ كې سوځول شوي ده. دمقر ولسوال وويل دغه كتا بو نه چى په يو كانټينر كې ځاى پر ځاى شوى وو كند هار ته ليږدول كيدل.چارواکي واېې په دې برید کې په زرگونو ټوکه دینی کتابونه هم سوځيدلی دي .ولسوال دا کار د طالبانو وبلل خو طالبانو په دې باب تبصره نه ده کړي.

بلخ : د " لحظه" خصوصي راديو خپروني پیل شوې

Date: 2008-08-26

په بلخ ولایت کې د لحضه په نامه یوې خصوصي اف ام راډيو په خپرونو پیل وکړ. ددغي راديو رئيس او دامتيازخاوند محمدابراهيم غضنفر وويل دلحظه راديو دبلخ ولايت څوارلس ولسوالۍ تر خپل نشراتي اغيزي لاندي نيولي اوهره ورځ دسهارله شپږوبجوڅخه دشپي تردوولسو بجوپوري په ټولنيزو، فرهنگي اوسياسيپروگرامونو سره په پښتو ، دري ، او ازبکي ژبو خپروني کوي.

جلال آباد:پولیس او ولسي وگړي په جاپانیانو پسي را ووتل

Date: 2008-08-26

د جاپان دوه اتباع نن سهار د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې وتښتول شول . په ولايتي شورا کې د خيوې د خلکو استازي استاد سيد غفور وويل چې ياد شوي جاپانيان نن سهار په شپږ نيمو بجو د خېوې ولسوالۍ له بډيالي کلي څخه تښتول شوي دي . هغه زياته کړه چې ياد شوي جاپانيان په سيمه کې ديوې پروژې په ليدنه بوخت وو، چې نامعلومو وسلوالو له افغان موټر چلوونکي سره وتښتول . ويل کيږي د سيمې په لسګونه خلک راوتلي او هغه سيمه يې محاصره کړې، چېرته چې تښتوونکيو جاپانيان پکې ساتلي دي .

غزني: د بل تفريحي پارک د بنسټ ډبره کيښودل سوه

Date: 2008-08-26

په غزني ولایت کې د یو نوي تفریحي پارک د جوړولو کار پیل سو . دغزني ښاروال وويل دغه پارک دښاروالي له پرمختيايي بودجي څخه د څه دپاسه شپږ مليونو افغانيو په لګښت دپنځه جريبه ځمکي په ساحه کي په دريو مياشتو کي جوړيږي. دا د غزني په ښار کي دويم تفريحي پارک دي چي دښاروالي له بودجي څخه جوړيږي .

د افغانستان تر ټولو ستر پل په کنړ کې جوړيږي

Date: 2008-08-26

ټاکل شوي چې د امریکې د ولایتی بیارغوني ډلي په مالی مرسته په کنړ ولایت کې د هیواد په کچه تر ټولو ستر پل جوړ شي .دا پل 320 متره اوږدوالي او 5 متره سور لري چې د جوړولو پر کار به ېې یو ملیون او دری سوه زره ډالر ولگول شي.

تخار ته له راغلو پښتنو سره هيڅ راز بد سلوک نه دی شوی

Date: 2008-08-26

د تخار امنيه قوماندان ضیاالدین محمودي هغه خبرونه چې له ځينو رسنيو څخه په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې له پښتنو سره د بد سلوک په اړه خپاره شوی ول، بي اساسه وبلل او رد ېې کړل . جنرال محمودي د سې شنبې په ورځ بینوا ویب پاڼي ته په یوه ځانگړي مرکه کې وويل چې شاوخوا 80 کورنۍ چې واېې له پاکستان څخه راغلي دعوه کوي چې د" درقد" په ولسوالۍ کې خپلو پخوانیو مینو ته ستنيږي خو ځايي ازبک او ترکمنان ېې نه پريږدي . ښاغلي محمودي وویل چې که څه هم والي لطيف ابراهیمي دا گړۍ له هیواد څخه بهر دی خو ده یو پلای د والي د مرستیال په گډون سيمي ته استولی تر څو موضوع له نژدې وڅيړي . د محمودي پر وینا چې دا کډوال هيڅ راز قانوني اسناد په لاس کې نه لري خو سره له دې هم دوي هڅه کوي چې له ازبک او ترکم قومونو سره را پورته شوي دا لانجه د عدلي او قضايي محاکمو له لاري هواره کړي .محمودي زیاته کړه چې حتی یو کډوال ته هم بي عزتي نه ده شوی، برید نه دی پري شوي، بنديان شوي نه دي او دا خبري قومي شخړو ته لمن وهل دي .دا پښتنې کورنۍ واېې چې د ظاهرا شاه د واکمنۍ پر مهال په درقد کې دوي ته ځمکي ورکړل شوي خو اوس ېې پر ځمکو ازبکو او ترکمنو خيټه اچولي . خو د تخار د امنیه قوماندان پر وینا چې تیرو څو کلونو جگړو اوبدبختۍ دې ته هم لاره هواره کړي چې ځيني کسان په شرعي قبالو نوري قبالي واخلي او اوس په سیمه کې د نویو ملکیتونو ادعاګاني کوي . نوموړي په پاې کې له ټولو خبریالانو او د بشردحقونو له مدافع ډلو غوښتنه وکړه چې سیمي ته ورشي او د تخار چارواکي حاضر دي چې هغوي لانجمني سیمي ته بدرگه کړي او حالت له نژدې وگوري . هغه وویل چې دوي یو پلاوی ټاکلی چې را ستنې شوي پښتنې کورنۍ په یو دریم ځای کې چې څه نا څه د ژوندانه له سهولتونو برخمن وي په موقتی ډول تر هغه ځای پر ځای کړي چې دا لانجه د عدلی او قضايي محاکمو له لاري نه وي هواري شوي .د تخار امنیه قوماندان له دې کورنیو سره بی عذتي او بد سلوک یوه تشه مطبوعاتي پروپاگندا په گوتو کړه.

ذبيح الله مجاهد:په ننگرهار کې تښتول شوی جاپانی ووژل سو

Date: 2008-08-26

ذبیح الله مجاهد چې د تل په څير له ناڅرگنده ځای څخه ځان د طالبانو ویاند بولي واېې چې هغه جاپانی سړی څو شیبې دمخه ووژل شو کوم چې د ننگرهار له خیوې ولسوالۍ څخه تښتول شوی وو .مجاهد وویل چی دا کس هغه مهال مړ شو چی ځايي خلکو اوپولیسو د هغه د خلاصون لپاره له یرغمل نیونکو سره په وسله وال اخ او ډب پیل وکړۍ .دا جاپانی چې د بیاودانولو په یوه پروژه کې ېې کار کاوه نن د پنجشنبې په سهار تښتول شوی وو . مجاهد دا مشخصه نه کړه چې دا جاپانی د یرغمل نیونکو او که د پولیسو په ډزو وژل شوی دی .

2008-08-25

طالبانو دخپل جنګيالي دوژل کيدو غچ واخيست

Date: 2008-08-25

ميدان وردگوولايت نرخ ولسوالى په ناڅرگنده سيمه کې وسله والو طالبانو يو تن په دې توراعدام کړچې دملامحمد مشهور په ( ملا ټانگ )په نامه ددوى يو تن جنگيالى يىدرى ورځى وړاندى دهغي ولسوالى دده مسلم په سيمه کى وژلى وو.

په سيمه کې دايوب سمندر په نامه يوتن چې ځان د وسله والو طالبانو ديوې ډلې مشربولي وخت خبري آژانس سيمه ئيز خبريال ته دتيليفون په کرښه ويلي چې ميدان وردګوولايت مرکز دسيمې اوسيدونکي دملاعزيزالله دوه زامن دنورحمان اوګل رحمان په نامه وړمه ورځ طالبانو دولت ته دجاسوسي پهتوربرمته کړي وه.

دايوب سمندرپه وينا ددوى جنګياليودنورحمان په نامه يوتن تيره ورځ دنرخ ولسوالى په يوه نامالوم ځاي کې اعدام کړى دى.

دنرخ ولسوالى يوتن امنيتي مسؤل چې دنوم ښودلو څخه ډډه کوي وايي چې وسله والو طالبانو نورحمان په دې توراعدام کړى چې درې ورځې وړاندې يى دملامحمد په نامه طالب چې په ملاټانګ مشهور وه وژلى دى .

دميدان وردگوولايت امنيه قوماندانى چارواکي پيښه مني خو دلازياتومالوماتو ورکولو څخه ډډه کوي .

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ددغه ولايت دجلريز ولسوالى په مربوطاتوکې وسله والوطالبانو دپينځه تنو له ډلى چې دغلاوپه تورنيول شوى وه يوتن اعدام کړى وه.

تخار: سلګونه پښتنې ميرمني اوماشومان بنديان شول

Date: 2008-08-25

دافغانستان دتخارولايت دخواجه بهاوالدين په ولسوالۍ کي دپخواني والي قاضي کبيرپه مشرۍ په لسګونو وسله والوځايي خلکو هیواد ته دبېرته راستنیدونکو پښتنوپریوه کاروان بريدوکړاوپه سلګونه سپين ږيري،تورسري اوماشومان يی له ځانه سره برمته یوړل.

دتفصيلاتوترمخه دتخارولايت دخواجه بهاالدين ولسوالۍ دلالاګذر اوشېرتوغي دسيمو اوسيدونکي پښتانه چي تراوسه دبلوچستان په ژوب کي اوسيدل دملګروملتونو دکډوالو دبیاستنولو دپروګرام ترچترلاندي هیوادته بیاستانه شول.خومخکي لدې چي هغوي خپل پلرني کلي ته ورسيږي دقاضي کبير او اوسني والي لطيف ابراهيمي وسله والوورباندي دولسوالۍ په سيمه کي بريدوکړ.هغوي يي ونيول اوټول يی له ځانه سره برمته یوړل.

ددغوکډوالو یوه تن استازي مولوي عبدالحکيم ټول افغان ته دټیليفون پرکرښه وويل چي دغه کډوال ۸۲ کورنۍ اودغړوشمېره يی نژدې دری سوه تنه وه.هغوي غوښتل چي دلالاګذراوشيرتوغ کلیوته لاړ اوپخپلو پلرنیو مېنو واړوي خو ځايي اوزبکانو يی نه یواځي داچي مخه ونیوله بلکي هغوي يی سخت سپک کړل. په سلګونه ماشومان اوتورسري يی په یوه کلاکي بندکړل اوشاوخوايی وسله والي پیرې ورباندي ودرولې.

دکډوالو دغه قافله دارباب محمدولي خان اوارباب محمدظاهرخان په مشرۍ خپل هیواد ته روانه وه او ویل کیږي چي دغه دواړه مشران هم دبنديانو په ډله کي شامل دي.

له بلي خوا عيني شاهدانو ټول افغان ته وويل چي قاضي کبيردپښتنو استازوته دخبروپرمهال څرګنده کړه چي هغوي دنادرشاه اوظاهرشاه دحکومت له لوري شوی دشمال دځمکو ویش نه مني اوهرڅوک چي دناقل په بڼه دلته راغلي موږ يی باسو. ځمکه اوجايداديی دځايي اوزبکانو حق دی اوپښتانه بايدچي خپلو سيموته لاړشي.

کله چي ټول افغان له والي لطيف ابراهيمي سره دتماس هڅه وکړه نوهغه پدې اړه له خبري کولو سکوټ انکاروکړ.یوتن چي خپل نوم يی جوره بېګ ښود اوځان يی دوالي صيب انډیوال معرفي کاوه وويل چي دغه خلک ځکه هلته بندساتل شوي چي په سيمه کي دیوه توکميزفساد وېره ترې کېدله.

ديادولو وړه ده چي دجنوبي اولويديځ افغانستان پښتنوته نیغ په نیغه دباندنیو ځواکونو له لوري دهغوي دميړاني اوسرزورۍ سزا ورکول کيږي اوپه شمال کي بیادځايي سردارانو له لوري په یوه اوبل نامه ځورول کيږي.

که څه هم افغان حکومت تردې دمه پدې اړه څه ندي ويلي خو دورته پېښوپه اړه دهغه تېردريځ ته په کتلو سره داسي نه ښکاري چي هغه دي داځل هم دپښتنو دشړلو په اړه کومه توره وکړي.

د سوات په بريد کې د يوه کور اته غړي وژل شوي

Date: 2008-08-25

20080823130304swat203.jpg دغه بريد د اگست پر ٢٥ د سهار شاوخوا اته بجې د سوات د 'کبل' سيمې په شاه ډېرۍ کلي کې د ايالتي پارلمان د غړي وقار احمد د ورور اقبال احمد پر کور شوى و .

په بريد کې د ښاغلي اقبال احمد د يوه ورور، دوو ورېرونو په گډون د هغه څو ساتونکي پکې وژل شوي .

د بريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې .

د سوات په دره کې د رواني اوونۍ په ترڅ کې لږ ترلږه ٣٠ وسله وال د پا کستاني ځواکونو په روانو عملياتو کې وژل شوي دي .

د پاکستان ځواکونو له تېر يوه کال راهېسته په سوات کې د اورپکو پروړاندې خپل عمليات پيل کړي دي .

له تېرو درېيو ورځو راهيسته په سوات کې شاوخوا ٧٠ وسله وال اورپکي وژل شوي دي .

درې ورځې وړاندې په سوات کې د پوليسو پر يوه مرکز په ځانمرگي بريد کې لس پوليس ووژل شول .

راکټي بريد ١٠ کسان ووژل

Date: 2008-08-25

دشمالي پښتونخوا په سوات ولسوالي کې دکبل په سيمه کې دشمالي پښتونخوا دولايتي جرګې يا اسمبلۍ ديوه غړي وقار احمد خان دورور پرکور نن سهار راکټي بريد وشو . پوليس وايي چې په پېښه کې دعوامي نيشنل ګوند دغړي وقار احمد خان يو ورور دوه وريرونه او اوه امنيتي ساتونکي وژل شوي دي . وسله والو طالبانو دپېښي پړه په غاړه واخيسته او دايې په سوات کې دروانو پوځي عملياتو غبرګون وباله . دعوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي دپېښ غندنه وکړه او دايې دانانيت خلاف ګام وباله

2008-08-24

خوست :٤تنه مخالفين دريموټ کنټرول دستګاه ووسره يوځاي نيول شوي

Date: 2008-08-24

نيول شويوکسانوسره څلور نوي ماډل ريموټ کنترول دستګاوي څلورپاي ګرځنده تيليفونونه يوه دريموټ کنترول ارتباطي دستګاه دپاکستان هيوادشناختي کارډونه اونورچاوديدونکې توکې ورسره دي .

نيول شوي کسان چې دوه دخوست ډيري اودوه يي دنادرشاه کوټ ولسوالۍ دکپړي کلي اوسيدونکې دي وايي چې دوي دپاکستان دټل دسوريخېلو په صديقه مدرسه کې زدکړي کړي اودهغه ځايه خوست ته په لاروکې دماينونود ځاي پرځاي کولولپاره راليږل شوي .

امنيتي ځواکونه وايي چې ددوي سره شته ريموټ کنترول دستګاووي په داسي ډول سره عيارګيداي شي چې موټرکوم بل ملګري ته په دي بهانه ورکړي چې نوموړي موټرراته په کرايه يوځاي ته بوځه اووروسته يي هغه بل ملګري چې دريموټ ارتباطي دستګاه ورسره ده انفجارکړي

دوي زياتوي چې دشک نه پري کيدولپاره يي په ورسره سپين سراچه ډوله موټرکې دپاکستان دټل باکي خېلوسيمي څخه دونونيالکې اوبوسو بوجۍ هم اچولي وي څوپه اساني سره خوست ته پراته دکومي ويري دامنيتي پوستوڅخه دتلاشيوپرمهال راواوړي.

2008-08-22

د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر په وياړ غونډه

Date: 2008-08-22

دپښتودخوږ  ژبي شاعر  ښاغلي عبدالوهاب سرتېر  د ادبي  اوکلتوري  چوپړ د درناوي  په  وياړغونډه .



 په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز  د گران افغانستان  د علمي اوفرهنگي  شخصيتونو د لمانځنې اودرناوي په  لړ کې  دا ځل د هيواد  د خوږ ژبي  اونازک خياله وتلي شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتېر  د ادبي اوفرهنگي هلو ځلو او د هغه  د ژوند د شپېتم پسرلي  درارسېدو په  وياړ  د روان  ۲۰۰۸کال  دسپتمبر د مياشتې پر  شلمه ((۲۰))  نېټه  د سويډن د مالمو په  ښارکې  درنه او پرتمينه  غونډه جوړوي  .
دهيواد  ټولو شاعرانو، ليکوالو، اديبانو او فرهنگيانو ته بلنه ورکوو چې  د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر  د ادبي او فرهنگي خدمتونو او تلاښونو په  اړوند خپلې ليکنې، اندونه  شعرونه او پيغامونه  موږ  ته  دسپتمبر تر ۱۵نېټې پورې  پدې  برېښنا پته  راولېږي :


ghamkhor@hotmail.com    يا    ghamkhor@gmail.com


يادونه :
دزياتومعلوماتو د ترلاسه  کولو لپاره کولای  شئ  پدې شمېره  تليفون له  حبيب الله غمخور سره تماس ونيسئ :
0046736511569

2008-08-20

امریکا ۱۲۰۰۰ نور پوځیان افغانستان ته لیږي

Date: 2008-08-20

په افغانستان کی د ناټو امریکایی قوماندان « ډیویډ مک کایرنن » د پنتاګون څخه د ۱۲۰۰۰ الی ۱۵۰۰۰ نورو امریکایی عسکرو غوښتنه کړې وه چی درې غونډونه کیږی . د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) نن وویل چی دا غوښتنه منظور سوه او د روان کال تر پایه به یو غونډ ورولېږل سی او متباقی دوه به د راتلونکي کال تر دوبي پوری هلته سوق کړی .
په تېر مارچ کی هم ۳۵۰۰ امریکایی پوځیان افغانستان ته لېږل سوي وو . همدا اوس په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو شمیر ۳۴۰۰۰ ته رسیږی چی ۱۵۰۰۰ یی د ناټو په قومانده کی دي او پاتی ۱۹۰۰۰ یی مستقل عملیات کوی .

جنرال مک کایرنن وایی چی موږ د سړک د غاړي ماینونو ډیر په عذاب کړی یو چی تیر کال ۳۰- ۴۰ ٪ هغه زیات سوي او موږ ته له بل هر څه نه زیات تلفات را اړوي. ده زیاته کړه څنګه چی پر موږ اوس تعرضی حملې کیږی او هغه زیاتی سوي دي نو ځکه نورو ۱۲- ۱۵ زرو امریکایی پوځیانو ته اړتیا لرو . دا نوي پوځیان به د پاکستان سره په مهمو ستراتیژیکی سیمو کی مستقر سی .

ژباړه : نثار احمد صمد

د مولوي عمر او مولوي فقیر محمد کورونه بمبار شوي دي

Date: 2008-08-20

د پاکستان له اوسنیو قبایلي سیمو خبر را رسیږي چې تیره شپه د پاکستان د پوځ چورلکو په مهمند اجنسۍ کې د طالبانو د ویاند مولوي عمر او د تحریک طالبان پاکستان د مشر مولوي فقیر محمد پر کور بریدونه کړي . په دې بریدونو کې ځکه څوک نه دي وژل شوي چې دې دوو مشرانو له دوخته خپل کورونه تش کړي ول. له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسي لږ تر لږه ۳۴ تنه پاکستاني طالبان وژل شوي دي او جګړه لا هم روانه ده .

عبدالرب رسول سیاف: د افغانستان امنیت ته مجاهدینو ته وسپارل شي

Date: 2008-08-20

د ولسي جرګي یو شمیر غړي وروستیو نا امنیو ته په پام سره وایې چې د هیواد بشپړ امنیت دي پخوانیو مجاهدینو ته وسپارل شي. د ولسي جرګي د غړو دا څرګندوني یوه ورځ وروسته تر هغه راځی چې تیره ورځ د کابل د سروبي ولسوالۍ له اوزبین سیمي څخه د ۱۰ تنو فرانسوي سرتیرو د مړیني او ۲۱ نورو د وژبل کیدو خبر ورکړ شو. د ولسي جرګي غړو د خپلې چهارشنبې دورځي په غونډه کې په امنیتي مسایلو بحث وکړ. د ولسي جرګي غړي عبدالرب رسول سیاف وویل چې مجاهدینو روسانو او طالبانو ته ماتې ورکړي او کولای شي چې د هیواد امنیت په ښه توګه وساتي. هغه زیاته کړه:(( که چیرته دولت دا کار هم نه کوي نو باید خلکو ته اجازه ورکړي چې تر څو د خپل سر او مال امنیت په خپله وساتي)). خو د ولسي جرګې یو شمیر نورو غړو وویل چې که چیرته امنیت مجاهدینو ته وسيارل شي نو یو ځل بیا به د ۷۰ لسیزي کورنۍ جګړې تکرار شي. په هغو جګړو کې چې د نجیب الله د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته پیل شوي په سلهاوو زره افغانان ووژل شول، په زرګونو کورونه، واټونه، روغتونونه، ښونځي، جوماتونه، پلونه او دولتي تاسیسات چور تالا او ویجاړ کړای شول.

آيساف طالبانو ته د مرګ ژوبلي ادعا كوي

Date: 2008-08-20

د آيساف ځواكونو له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي ادعا سوې چي د خوست ولايت په باك ولسوالي كي يې په لسګونو طالب جنګياليو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خبرپاڼي له مخي طالبانو د بيا رغوني پر يوې موسيې حمله كړې وروسته افغان پوليس سيمي ته ورغلي او له امريكايي څرخكو څخه يې مرسته غوښتې چي له امله يې طالبانو ته پورتنۍ مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه زياتوي چي د آيساف ځواكونه سيمي ته رسېدلي او د طالب جنګياليو لټون اوس هم روان دئ.

طالبان: د پوليسو قومندان او ۱۵ عسكر تسليم سول

Date: 2008-08-20

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د پكتيكا په خوشامندو ولسوالي كي د يوه قومندان د تسليمۍ ادعا كوي.
ذبيح الله مجاهد وايي د موسى خان په نوم د پوليسو دغه قومندان له خپلو پنځلسو عسكرو سره په خپله خوښه تسليم سو.
د نوموړي په وينا له قومندان سره وسلې او اووه بار وړونكي موټران هم دي، چي د طالبانو له خوا يې د سر او مال د تضمين ډاډ وركړل سو.
ذبيح الله مجاهد وايي موسى خان يو وخت د امريكا د سپېشل فورس ځواكونو سره هم كار كړى دئ.

هلمند:دوه طالبان وژل شوي

Date: 2008-08-20

دهلمند ولايت د باباجي په سيمه كي تيره شپه د پوليسو په يوه كمين كي دوه تنه وسلوال طالبان ووژل شول . دغه خپره د هلمند ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال وويل :چي تيره شپه ناوخته پوليسو كمين نيولي وو چي د كمين په ترڅ كي يي دوه تنه وسلوال طالبان ووژل شول او وسلي يي هم پوليسو په ځانه سره وړي دي. امنيه قوماندان وويل چي پوليسو ته كوم زيان نه دي اوښتي . وسلوالو طالبانو لا تردامهاله پوري څه نه دي ويلي .

ويښ ځوانانو دسولې په نړيوالې ورځ په بيلا بيلو هيوادونو کې لاريون کوي

Date: 2008-08-20

کابل: ويښ ځوانانو تكل كړى چې د روان كال د سپتمبر په ٢١مه، د افغانستان په ټولو ولايتونو او همداراز په بېلابېلو هېوادونو كې د سولې لاريون ترسره كوي.

د ویښ ځوانانو د ټولنې مشر اسرار احمد کریمزي په کابل کې نن یوې خبري ناستې ته وویل چې دوی غواړي د افغانستان په ټولو ولايتونو او همداراز په بېلابېلو هېوادونو كې د سولې لاريون ترسره كوي او د دغه نړيوال لاريون په ترڅ ویښ ځوانانو له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څه

دوه غوښتنې لري چې یوه یی (افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي) او (٢٠١٠م كال دې د باچا خان په نوم ونومول شي).

کریمزيٍ زیاته کړه ويښ ځوانان په جګړه كې له ښكېلو اړخونو غواړي چې له افغان وژنې لاس واخلي. همداراز دوې له ملگرو ملتونو څخه غوښتنه كوي چې د افغان وژنې د پاى ته رسولو په موخه دې په افغانستان كې له نوې ستراتېژۍ څخه كار واخلي او هڅه دې وكړي چې په خپل منځگړتوب د افغانستان ستونزه د جنگ پر ځاى په نورو لارو حل كړي.

هغه وویل چې پر افغانانو د ورتپل شوې جگړې له كبله ننۍ نړۍ افغان د ترهگر په توگه پېژني. خو نړۍ لا له دې نه ده خبره چې افغانان د تورې ډگر د اتلانو تر څنگ د عدم تشدد او سولې اتلان هم لري، چې له دغې جملې څخه تر ټولو ستر اتل يې فخر افغان خان عبدالغفار خان دى. ده په خپل ژوند كې سربېره په ډېرو ځورونو او بندونو خپلې سوله ييزې مبارزې ته دوام وركړ او دا يې ثابته كړه چې هره ستونزه له سوله ييزو لارو هم حل كېداى شي.

د هغه په وینا نلسن منډېلا، مارټن لوتر كنگ، گاندي او باچا خان د تېرې پېړۍ د عدم تشدد مخكښان دي خو د باچا خان مبارزه پر دې نورو ځكه ارزښتناكه ده چې ده د نړۍ هغه قام چې د هرې ستونزې حل يې د زور او ځواك په كارولو كې ليده، عدم تشدد، سولې او خدايي خدمت ته راوبلل.

ښاغلي کریمزي وویل كه ملگري ملتونه ٢٠١٠م كال د خان عبدالغفار خان په نوم ونوموي نو په نړۍ كې به د عدم تشدد فلسفه يو ځل بيا راژوندۍ شي، د افغانانو د رښتيني انځور ژوندي كولو بېلابېلې هڅې به وشي، نړيوال به د يو سترسوله غوښتونكي افغان له كارنامو څخه خبر شي، همداراز د سولې لپاره د يو كال ځانگړيتوب له امله به په نړۍ او په ځانگړې توگه افغانستان كې سولې ته لاره اواره شي.

د سولې نړيواله ورځ په ٢٠٠١ کې د ملګرو ملتونو لخوا په ټوله نړۍ كې د عدم تشدد او اوربند د رعايت لپاره نومول شوې ده. دغه ورځ، هر كال د سپتامبر په ٢١مه، د نړۍ په گوټ گوټ كد سولې راوستو په موخه نمانځل كېږي.

د ويښ ځوانانو ټولنه د ٢٠٠٧ په سپتامبر كې د افغانستان عدليې وزارت سره ثبت شوې. ټولنه د افغاني ځوانانو د ويښتيا په موخه ټولنيزې هڅې كوي.

اولمپیک: افغان لوبغاړي نېکپا په تیکواندو کې جرمني لوبغاړي ته ماته ورکړه

Date: 2008-08-20

افغان لوبغاړي نېکپا د اولمپیک د تیکواندو په لوبه کې جرمني لوبغاړي تولکانت لېونت ته چې د ۵۸ کېلو په وزن کې یې سره سیالي کوله ماته ورکړه او کوارټر فاینل ته چې اته لوبغاړي به په کې سیالي کوي بریالی شو.

tekwando_afghan.jpg افغان لوبغاړي څلور او د جرمني لوبغاړي درې نقطې لاس ته راوړې.
جرمنی لوبغاړی د اروپا لومړی خو د نړۍ پنځم نمره لوبغاړی دی، په داسې حال کې چې افغان لوبغاړی د اسیا درېم او د نړۍ ۳۳ نمره لوبغاړی دی.

د نېکپا راتلونکي لوبه د مکسیکو د لوبغاړي پیريز ګولیرمو سره نن د پېکنګ په وخت د مازدیګر په څلورو بجو ده. مکسیکی لوبغاړی د نړۍ په کچه د ۵۴-۵۸ کېلو په وزن کې دویم نمره دی.
nikpal.jpg
۲۱ کلن نېکپا کوارټر فاینل ته چې اته لوبغاړي په کې لوبه کوي بریالی شو.

د افغانستان, باكستان او ناتو دري ارخيزه غونده جوره شوه

Date: 2008-08-20

د افغا نستان ، پا كستان اود ناتو درى اړ خيز كميسيون غونډه تيره ورح په كا بل كى جوړه شوه د ملى دفاع و زارت دمطبو عا تى دفتر دمعلو ماتو له مخى په دى غونډه كى د افغا نستان له لورى د وسله وال پوځ لوى درستيز سترجنرال بسم الله محمدى ، دپا كستان له خوا ددغه هيواد د اردو لوى درستيز اشفاق كيا نى اود نا تو دپوځو نو له خوا د نا تو لوى قو ما ندان ستر جنرال مكرنين ګډون كړى و ددرى اړخيز كميسيون په دى غونډه كى د امنيتى مسئلو ، د قو تو نو ترمنځ دګډو هلو ځلو او همكارى اود ترو ريزم پر خلاف د يو خيل مبارزى په باب خبرى وشوى .
اړوندو لورو د نننى غونډى نتيجى ګټورى و بللى اود نړيوال ترو ريزم د له منځه وړلو په كاركى ئى دپوځى همكاريو ژمنى وكړى. د كميسون به غونده كي بريكره وشوه جي له دي وروسته به د دي كميسون غوندي زر زر جوريري حو په خپل وخت د امنيتى قضيو په باب تصميمو نه ونيول شى

د فرانسي ولسمشر افغانستان ته راغلي

Date: 2008-08-20

د فرانسي ولسمشر نيكولا سركوزي د ياد شوي هيواد له دفاع وزير هيرف مورن او بهرنيو جارو وزيرانو سره يو حاي كابل ته راورسيدل.

سركوزي كابل ته د سفر اعلان وروسته له هغي وكر جي د كابل د سروبي به ولسوالي كي د مخالفو جنكياليو سره به نسته كي لس تنه فرانسوي سرتيري ووزل شول او 21 نور تبيان شول .

د فرانسي ولسمشر به به كابل كي له خبلو سرتيرو سربيره له افغان ولسمشر او نورو افغان جارواكو سره ليده كاته ولري.

2008-08-19

په ميدان ښار کښي دملي اردو ٨سرتيري سخت ټپيان شوي

Date: 2008-08-19

تيره ورځ غرمه مهال دملي اردو يوګاډي دميدان ودرګو ولايت په مرکز ميدانښا رکي دسړک دغاړي له يوماين سره برابرشو اواته ستيري په کي ټپيان شو يدي .

دملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوي اعلاميه کي راغلي دي چي اته واړه سرتيري چي په يوه موټر کي سپاره وو دياد شوي ولايت پرمرکز ميدانښار پوري اړوندي سيمي کي ددښمن له ماين سره برابر شوي دي اواته واړه سرتيري په کي ټپيان شوي دي

اعلاميه کي دموټر دويجاړيدو يادونه هم شوي ده

خو دوسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګند ځاي څخه دټلېفون په کرښه لراوبر ته ويلي چي ملګرو يي تيره تيره ورځ غرمه مهال ١٢ بجي داردو په ځواکونو دريموډ کنټرول ماين والووزاه اوپه کي په موټر کي سپاره ټول سرتير ي يي په کي وژلي دي

مجاهد وويل چي په دي چاودنهه کي موټر هم په پشپړه توګه ويجاړشوي دي

ولسمشر حامد کرزي په دي وروستيو وختونوکي دميدان ودرګو ولايت پخواني والي عبدالجبار نعيمي له دندي ګوښه اوځوا ن حليم فدايي ورته واستاوه ترڅوپه دي ولايت کي وضعه ښۀ شي

خو دفدايي له راتګ سره سم په دي ولايت کي دامنيتي ځواکونو اودبهرنيوځواکونوپه وړاندي بريدونه زيات شوي دي او وضعه لا پسي خرابه شوي ده .

دغه ولايت چي دکابل په غربي دروازه کي پروت اودکابل کندهار لويه لاره له همدي ولايت څخه تيره شوي ده يو له نا امن ترينو ولايتونو څخه شميرل کيږي

څه موده وړاندي په دي ولايت کي څلور امريکايي سرتيري سره له دوو ټآنګونو سره دمخالفينو په يوه بريد کي لولپه شوي وو.

پنځه ويشت تنه په ځانمرګي بريد، پنځه ويشت په بمبارۍ او شپاړس په جګړه کې ووژل شول

Date: 2008-08-19

د سه شنبې په ورځ د پښتونخوا ايالت په ناکراره سيمه ډېره اسماعيل خان کې د يو ځانمرګي بريد په نتيجه کې پنځه ويشت تنه، د باجوړ په قبايلي سيمه کې د بمبارۍ له امله نور پنځه ويشت او د کرمې ايجنسۍ په روانه جګړه کې شپاړس تنه ووژل شول.

د ځايي سرچينو له مخې د ډېره اسماعيل خان د ښار د مرکزي روغتون سره نژدې لومړى وسله والو کسانو د شيعه ګانو د ډلې يو مشر وواژه او کله چې هغه روغتون ته ورسول شو نو هلته يو ځانمرګى بريد وشو چې تر دې دمه پکې د پنځه ويشتو کسانو د وژل کېدو تصديق شوى دى.

پوليس د تل په څېر وايي چې د ځانمرګي بريدکوونکي د جسد اعضاء يې موندلي او پلټنې يې پېل کړې دي.

د پوليسو سرچينو وويل چې په وژل شويو کې ګڼ شمېر پوليس هم شامل دي.

اخوا د افغانستان د کونړ ولايت سره پيوست د باجوړ ايجنسۍ د ناواګۍ په سيمه کې وسله والو کسانو د پوځيانو په يوه مرکز بريد کړى چې د پوځيانو لخوا بيا بريدکوونکي بمبار شوي او پنځه ويشت تنه پکې وژل شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې په وژل شويو کې طالبان او ملکي وګړي شامل دي.

د باجوړ د روانو جګړو د لاسه په لکونو خلک نورو سيمو ته په کډه کولو مجبور شوي دي.

همداراز د کرمې ايجنسۍ څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د تېرو څو ورځو راهيسې د شيعه او سني ډلو ترمنځ په روانو جګړو کې نور شپاړس تنه وژل شوي او څليرويشت ټپيان شوي دي.

په دې سيمه کې د تېرو ديارلسو ورځو راهيسې درنده جګړه روانه ده چې تراوسه پورې پکې په سلګونو خلک مړه او ټپيان شوي دي.

په سروبي کې لس فرانسوي پوځیان وژل شوي، ولسمشر سارکوزي هوډ کړی کابل ته لاړ شي

Date: 2008-08-19

د فرانسې د ولسمشر د دفتر په حواله ویلي دي چې د کابل د سروبي په ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ (پرون) طالبانو په یو برید کې لس فرانسوي پوځیان وژلي دي.

دا په افغانستان کې په یو برید کې د فرانسویانو دپاره تر ټولو ستر د سرونو زیان دی.

افغان چارواکي وایي چې د سروبي په نښته کې یې د طالبانو دیارلس جنګیالي وژلي او څوارلس نور یې ټپیان کړي دي.

رسنیو د طالبانو د خولې ویلي دي چې د سروبي په برید کې یې د څو ګاډو د الوزولو دعوه کړې ده او ویلي یې دي چې په دې برید کې یې پنځه جنګیالي وژل شوي دي.

له بلې خوا د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي اعلان کړی چې نن ماښام به د خپلو پوځیانو د ملاتړ په موخه کابل ته ځي. سارکوزي رسنیو ته ویلي دي چې د پوځیانو وژنه یې د "ترهګرۍ" ضد جګړه سخته ضربه ده چې دوی یې ګوري.

دا مهال په افغانستان کې ۳۰۰۰ فرانسوي پوځیان د ایساف د ځواکونو په چوکاټ کې په دنده بوخت دي چې ډېری یې د کابل او کاپیسا په ولایتونو پورې اړوندو سیمو کې د افغان حکومت سره په امنیت ساتلو کې مرسته کوي.

عاجل خبر:جگړه پای ته ورسیده خوست آرام دی

Date: 2008-08-19

دتازه معلوماتو له مخې په خوست کې دايتلاف قواو د بريد په پايله کې دايتلاف ديو سرتير او دوو تنو ملکي وګړو په ګډون ٨ ملکي وګړي ووژل شويدي . دخوست ښار په ختيځه برخه کې دايتلاف قواوپر اډه بيګا شپه يو بجه يو شمير ځانمرګو بريد کوونکی وسلوال راکټي بريد کړی چې وروسته ايتلاف او افعان ځواکونو ددوی پرضد عمليات پيل کړل نن ورځ ٩ بجي ديوې اوږدې جګړې وروسته عمليات پای ته ورسيدل. دخوست ولايت دامنيي قوماندان ډګروال عبدالقيوم باقي زوی وايي چې لومړی وسلوالو ځانمر ګو دايتلاف قواو پر اډه وسلوال بريد وکړ او وروسته دبريد کوونکو پرضد عمليات پيل شول چې د7ساعته جګړې وروسته دهوايي او ځمکني بريد په پايله کې درې تنو ځانمرګو په خپله ځانونه وچاودول او شپږتنه دچاوديدونکو واسکټو سره يو ځای ووژل شول باقي زوی زياته کړه چې ځانمرګي ايتلاف قواو اډې ته نږدې په کليو کې پټ شوي او په وسلوال مقاومت يې لاس پورې کړی وو چې له همدې امله په يوکور کې دوتنه ملکي وګړي مړه او درې ښځي اوماشومان ټپيان شول .له بله پلو ه خوست والي ارسلاجمال نوموړي پيښه منلي خو رسنيو ته يي ويلي چې په دغه وسلواله جګړه کې يو تن دايتلاف سرتيری هم وژل شويدی.

کنړ: د څرک جوړوني په مامورینو برید وشو

Date: 2008-08-19

په کونړکې دسرک جوړونې په امنیت ساتونکو برید شوی. دکونړ د څوکۍ ولسوال شاه محمود شهید بینواته وویل په برید کې یو کس وژل شوی او دری ژوبل دي٠خو ذبیح الله مجاهد چې رسنېو ته ځان دطالبانو ویاندورپیژني واېې چې په سیمه کې یی دری امنیتی پوستې له مينځه وړې اوپولیسوته یی درنه مرګ ژوبله اړولې .

عاجل خبر: کندهار کی ځانمرگی برید وشو

Date: 2008-08-19

نن د سه شنبی په ورځ شیبه دمخه د کندهار په پنجواېې ولسوالۍ کې د کاناډايي سرتیرو په قافله ځانمرگی برید وشو . د سیمې یو پولیس چې نه غواړس نوم ېې واخیستل شي واېې په دې برید کی يو کاناډايي او یو افغان سرتیری ژوبل شوی او یو افغان ژباړن وژل شوی دی .د کندهار د نوی والي له راتگ سره په سیمه کې نا امني مخ پر زیاتیدو ده.

هرات کي نهه څلويښت ودونه په يوه شپه

Date: 2008-08-19

دهيوادداستقلال (٨٩)کليزه هرات کي دودونووپه خوښي نمانځل شوي دغه ودونه په يوه مکان کي (٤٩)تنه ځوانانوته دهغوي په رضايوي خيريه موئسسي کړي مراسموکي يي څه ناڅه دوزره تنوګډون کړي دغه ډول ودونه هرات کي بي سابقي دي اوخلک يي په نيک فال ګڼي . دهرات ښارمولاناجلا الدين تالارکي ديکشنبي په شپه دنهه څويښت ناوکيولاسونه دخپلي خوښي ځوانانوته په لاس کي ورکړل شوه اوهغه دعواموپه اصطلاح په داسي حال کي چه دنوروګډونوالوترڅنگ دولتي چارواکولاسونه ورته پړقول بختونه يي خلاس شوه ه ددغه ودونوناوي وزومانوځکه ځانونه نيکمرغه بلل چه دواده شپه يي دهيوادداستقلال ٨٩کيزي سره سمون لاره ددوي ودونه ددخلکونړيواله سوکالي په نوم يوي خيريه موئسسي ترتيب کړي وه مالي لګښت يي هغوي په غاړه اخيستي وه دخوني په يوه کونج کي لسګونه ناوکي په يوډول سپينوجاموکي ناستي اوبل طرف ته زومان په يورنګ دريشيوکي دخپلوجوړوخواته دانتظارشيبي شميرلي. دودونوترتيبکونکي موسسي مشرعبدالله کاظمي داسي خوښ بريښيده چه تابه ويل هره ناوي يي لوراوهرزوم يي سکه زوي دي.
.تري ومي پوښتل چه له دغه کاره يي موخه څه وه زياته يي کړه دول ورنونوقيمتي دخلکوترمنځ ناوړه اوملاماتونکي دواده دودونه دډيري ځوانانودواده ارمانونه افغانستان کي نيمګړ تيا سره مخ کړي ځکه نومونږدغه ګام پورته کړ.
ترجمه : دنړيواله سوکالي په نوم خيريه موئسسي نن شپه هرات کي د٤٩جوړوودونه دهغوي په خوښه سره وکړه داموئسسه هيله لري چه دالړي ټول افغانستان ته وغځوي اوناداره ځوانوسره په ودونوکولوکي کومک وکړي .
که داډول ودونه هرات کي لومړي لوبه وه دغه ولايت کي تردي دمخه دومره عام ډګرکي سازواوازهم تيروکلونوکي لومړي واردي . دودونودغه مراصم دنکاح ختونوپه ورکړه دهرات دښاروال محمدرفيق مجددي اودولايت اجرايه چارورئيس اصيل الدين جامي له خواختم اورته دودونه يي دټولني په کټه يادکړه. دلته خبريالانويواځي دکتونکودنده لرله ډيرځله دعکس اخستواوناوکيوسره دخبرواجازه نوه خودمراسموپه اخرکي دهغوي په خوښه ماله څوتنودهغوي احصاس وپوښت وويل.
ترجمه: دوي وايي دژونددغه خاطره به دعمرترپايه زړه کي وساتي ډيريي ځانونه نيکمرغه ګڼل ويل يي داسي يوه شيبه يي خوب اوخيال کي هم کله نوه تيره شوي . دغلته يوي ناوکي اويوزوم چه نوم نه اخلي زياته کړه کورني يي ناداره وي که دغي موسسي مرسته نوي ورسره کړي بي ودونوبه پاته وه د ودونو دجګ ولورله کبله افغانستان کي يوه ستونځه جوړه شوي دلته خلک وايي يوځوان چه کم نه کم ٦سوزره افغاني نقدي ونه لري نودواده نوم په خوله نه اخلي، داپه داسي حال کي ده چه بختورسړي افغانستان کي دورځي ٢٠٠)افغاني عايدلري ځکه نوډيري خلک دودونوپه نيت له هيواده بهرمسافري باندي تللي اويايي هم دډيروپيغلوتورويښتان دخسرخيلودناداري له کبله دپلارپه کورکي سپين کړه.

عاجل خبر: په کابل ښار د توغنديو برید وشو

Date: 2008-08-19

تیره شپه(د سه شنبې شپه) د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو څلور توغندي لگيدلي دي .برید د شپې شاوخوا دوه بجې تر سره شو .تاید شوی رپوټونه کاږي، یو توغندی د یکه توت بل ېې د هوائی ډگر څنگ ته او دوه نور ېې د شش درک په سیمه کې د ايساف ځواکونو په عمومی قوماندانۍ کې لگیدلی دی .د ایساف ځيني منابعو هم د دوی په عمومي مرکز باندي شوی برید تاید کړی خو د مرگ ژوبلی په اړه ېې جزیات نه دی ورکړي .له بریدونو وروسته په ښار کی د امبولانسونو غږونه اوریدل شوی او گمان کيږي چې توغندیو مرگ ژبله هم اړولي ده .دا توغندي په داسی حال کې د کابل په ښار لگیدلی چې په همدې ورځ د خپلواکۍ د جشن د لمانځلو لپاره 7000 اضافي پولیس د ښار په بیلابیلو علاقو کې په دندو ټاکل شوي وو .

2008-08-18

دننګرهار ولایت دامنیې قوماندانۍ درې تنه پولیس مړه او شپږ تنه ټپیان شول

Date: 2008-08-18

نن شپه شاوخوا یوه بجه دننګر هار ولایت دپوځي کمیسیون اړونده دپولیسو پریو رنجر موټر دسړک دغاړې خښ شوي ماین چاودنه وشوه،چې له امله یې درې تنه پولیس مړه او شپږ تنه نور تپیان شول، دننګرهاردامنیې قوماندانۍ درسنیومسؤل د دې خبر دپخلي تر څنګ وویل،یادشوي پېښه دمولوی خالص فامیلیوته څېرمه دفارم په اډه کې را منځته شوه ،دننګر هار دعامې روغتیا مشرد ټپي شوو پولیسو روغتیایی حالت د ډاډ وړبللی، خویوبل تن ډاکټر چې دنوم له اخیستو نه یې ډډه کوله وایی چې د دو تنو تپي شوو پولیسو روغتیاییي حالت داندېښنې وړه ده.دغه پېښه هغه مهال رامنځته کیږي چې دپولیسو دغه موټر دجشن دمراسمو په موخه دسیمې امنیتې حالت څاره،چې تر دې دمه دیاد شوي پېښې پړه چاپر غاړه نه ده اخیستې.

دبلخ په ولایت کې پر یوماشوم باندې جنسي تېری وشو

Date: 2008-08-18

پرون غرمه یوتن ماشوم دناپېژاندوکسانو له خوا تر جنسي تیري لاندې را غی، دشولګرې ولسوالۍ دپولیسو مشر محمد سرورخیر خواه وویل، تیری کونکی شخص له پېښې نه وروسته په تېښته بریالی شوی، اودهغه ملګری دپولیسو له خوا نیول شوی دی، دپولیسو په وینا نیول شوی تن بلخ ولایت څارنوالۍ ته د پلټنو په موخه استول شوی دی، خو دشولګرې ولسوالۍ دروغتون ډاکټرانو دیاد شوي ماشوم روغتیایی حالت داندېښنې وړ بللی،
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر حامدکرزي څوموده وړاندې جنسي تیری کونکو ته دسختې سزا دورکولو حکم صادر کړ خو ورته پېښې لا تراو سه پورې دهیواد په شمالي ولایاتو کې روانې دي.

د ښځو د روزنې په موخه د عامه ادارې لومړنى انستيتيوت جوړيږي

Date: 2008-08-18

د ښوونې او روزنې وزير محمد حنيف اتمر خبر ورکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به، د ښځو د روزنې په موخه د عامه ادارې لومړنى انستيتيوت پرانېستل شي .

اتمر، چې د زمري په ٢٧مه ، يې په کابل کې د جندر لپاره د بوديجې د بېلولو په اړه، د بحث په موخه جوړې شوې غونډې ته معلومات ورکول، وويل چې دغه انستيتيوت به په راتلونکيو ١٥ ورځو کې خپل کار پيل کړي .

د هغه په وينا، په دغه تعليمي مرکز کې به ښځو ته د عامه مديريت،د مالي چارو مديريت او معلوماتي تکنالوژۍ روزنه ورکول کيږي .

د ښوونې او روزنې وزير زياته کړه چې ټاکل شوې وه، په دغه مرکز کې ١٥٠٠ تنو ښځو ته روزنه ورکړل شي، خو د دې لپاره ، چې زياتو ښځو دغو زده کړو ته لېوالتيا ښودلې، د محصلينو شمېره يې ٢٤٠٠ تنو ته ورسېده .

پروېز مشرف دولسمشرۍ له څوکۍ سره مخه ښه وکړه

Date: 2008-08-18

دپاکستان ولسمشر ددغه هېواد له ملي تلویزیون او رادیو نه د وینا په ترڅ کې دولسمشرۍ له څوګۍ نه خپله استعفا په رسمي توګه اعلان کړه، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف دپاکستان ملت ته دخپلو خبرو پرمهال وويل د کړکېچ د مخنيوي لپاره يې له خپلې دندې نه استعفا ورکړي ده، ښاغلی مشرف په خپلو وینا وکې هڅه کوله چې د پاکستان د واکمن گوند له خوا پرې له لگول شويو تورونوڅخه هم دفاع وکړي . په همدې ډول مشرف داهم ووییل چې د ده مخالفې ډلې دپاکستان ملي ګټې ته پام نه لری او دپاکستان دملت لپاره په صادقانه ډول کار نه کوي.مشرف ووییل چې دده اسغفا لیک به نن دپارلمان مشرته ورسیږي دمشرف تلویزیوني څرګندوې همدا اوس پایته ورسېدې.پروېز مشر د خپل حکومت په موه ده کې شو پرمختګونو اولاسته راوړنوته په اشارې سره ووییل د هېواد اقتصاد، د پانگونې ډېروالي او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د ملي مروجې پيسې د اروزښت زياتونې دپاکستان ملي ګټی لا با ارزښته کړي دي په همدې ډول مشرف وويل : ''نن زه د خپل قوم او ولس په خاطر له خپلې دندې استعفا ورکوم .''
ښاغلي مشرف وويل: '' زه له خپلو هغو 'سياسي او غير سياسي ملگرو' او دوستانو څخه مننه کوم، چې له ماسره يې په ستونزمنو وختونو کې مرسته کړې ده .'' د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د واکمن گوند غړو تر دې وړاندې ويلي وه ښاغلى مشرف ډېر وخت نه لري . مسلم ليگ – نواز شريف د گوند يوه چارواکي ويلي : '' پر مشرف ډېر لوى تورونه وجود لري .. . موږ به دغه تورونه لږترلږه تر سې شنبې ورځې پورې اړوندو چارواکو ته وسپارو ددې ټولو ترڅنګ د پاکستان واکمن گوند تېره ورځ له ښاغلي مشرف نه غوښتي وو، چې د اگست تر ١٨ پورې له خپلې دندې استعفا ورکړي، که نه نو استيضاح ته به راوغوښتل شي .
دغه ايتلاف، چې مشري يې د پاکستان د پخواني لومړۍ وژل شوې وزيرې بېنظير بوټو د گوند په غاړه ده، ښاغلى مشرف يې په بې کفايتۍ او له اساسي قانون نه د سرغړاوي په تور تورناوۀ .
خو د پاکستان د ولسمشر وياند ويلي وه، چې ښاغلى مشرف به استعفا ور نه کړي او له خپل ځانه به دفاع وکړي .
ښاغلى مشرف په ١٩٩٩ کال کې د دولت پروړاندې، د نوازشريف په خلاف د يوې کودتا په ترڅ کې واک ته ورسېد . او نن دپاکستان دنجیب ولس په غوښتنه دولسمشرۍ له څوکۍ نه استعفاورکړه.

2008-08-15

ننګرهار: ځانمرګی برید کونکی نیول شوی

Date: 2008-08-15

يوپاکستاني تبعه چي غوښتل يي دننگرهار ولايت داچين په ولسوالي کي دائتلاف دپوځونو پرخلاف په ځانمرگي بريدلاسپوري کړي دملي امنيت دځواکونو له خواونيول شو. دملي امنيت مطبوعاتي دفتر یوې سرچینې د نوم د نه اخیستلو په شرط بینواویب پاڼي ته وویل چې دپاکستان اوسيدونکي سيف الله دننگرهار ولايت داچين په ولسوالي کي پرون کله يي چي غوښتل دائتلاف دپوځونو په وسايطو باندي بريد وکړي دځانمرگو بريدونوله يوه ځانگړي واسکټ سره ونيول شو. ده اعتراف کړي دي چي دباجوړ ايجنسي دشندومور دکلي له اوسيدونکي مولوي محمدرحيم سره ددوو کلونو دپيژندگلوي په ترڅ کي ځانمرگي بريدته چمتوشوي دي.

تخار:د کبانو د روزني فارم پرانیستل سو

Date: 2008-08-15

د تخار په ولايت كې د GTZ ددفتر د كرهني او مالدارۍ دڅانګى مسئول انجنير محمد اسحق پر حواله چې دغه پرو ژه د جى ټى زيډ مو سسى له خوا د يو مليون افغا نيو په لګښت اود خلكو په سلو كى د پنځه ويشتو په ونډي سره د فرخار په ولسوالۍ کېجوړه شوي ده . نوموړي وویل : ((په دى فارم كى چى څلور ډنډو نه لري ۲۲۰۰ خالداره ايرا نى كبان تر رو زنۍ لا ندى نيول شوى دي)) . انجنير اسحق وويل ټا كل شوى ده دكبا نو دوه نور فارمو نه ددغه ولايت د ورسج په ولسوالى كى جوړ شى . د جى ، ټى زيډ مو سسه د المان د مرستو مو سسه له ۲۰۰۴ كال را په ديخوا د تخار ، بد خشان او كندز په ولايتو نو كى د بيا جوړ ونى او پرمختيا ئى پرو ژو په برخو كې فعاليت كوي .

ادارې فساد د افغانستان د اقتصادي پرمخګ پر وړاندي ستر خنډ دی

Date: 2008-08-15

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي ښونکی او د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد اکبر وایې چې د حکومت به دستګا کې شته فساد د دې هیواد د اقتصادي حالت د پرمختګ پر وړاندي ستر خنډ دی. ښاغلي اکبر دغه څرګندوني پرون په یوې مرکې کې څرګندي کړي. نوموړي وویل چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو را پدې خوا د نړیوالي ټولني په لسهاوو ملیارده امریکایې ډالره بسپنې چور او تالا شوي او همدا یې علت دې چې د عادي افغانانو په دسترخوان کې هیڅ بدلون نه لیدل کیږي. د ښاغلي اکبر دا څرګندوني په داسي حال کې خپریږي چې ځيني نړیوالي ټولني هم له ادارې فساد څخه په سخته ویره کې دي.

هرات: سلو تنو پولیسو بري لیکونه تر لاسه کړل

Date: 2008-08-15

سل تنه ملي پولیس د پولیسي روزني له تر لاسه کولو وروسته د پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت د پولیسو د روزني له مرکز څخه فارغ شول. چارواکي وایې چې دا پولیس به د لویدیځي حوزې د امنیتي حالت د ښه والي په منظور په سیمه کې په دندو وګمارل شي.د لویديځ زون د پولیسو د قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالروف احمدي بینواویب پاڼي ته وویل چې دا پولیس د ادرسکن ولسوالۍ د پولیسو د روزني له مرکز څخه فارغ شوي دي. د نوموړي پر وینا چې تر اوسه ټول ټال ۹۳۰ تنه پولیس له دې مرکز څخه د زدکړو له تر لاسه کولو وروسته په دندو ګمارل شوي دي.

2008-08-12

خوست کې مليونونه ډالرناسم مصرف شوي دي

Date: 2008-08-12

وخت خبري آژانس

خوست ښار

دزمري مياشت
دخوست ښاريان شکايت لري چې په دغه ولايت کې په مليونونو ډالربېځايه اوناسم مصرف شوي دي،رغول شوې سيمې، ودانۍاو سړکونه دکاراو موادو ټيټ کيفيت له وجې دلنډ وخت وروسته له منځه تللي.
ددغه ښار دښاريانو په وينا په دغه ولايت کې گڼې پروژې ترلاس لاندې دي خو دلگښت په پرتله يې کيفيت ډيرټيټ دى.دغه راز شکايت کيږي چې دپروژو په ورکړه کې دلازم احتياط څخه کارنه اخيستل کيږي.
دخوست پخوانى او اوسنى والي ددغه بې کيفيته کارپړه پريوه اوبل اچوي، او په ځينو پروژو کې پى آرټى او نورې لوړپوړې ادارې هم ملامتوي چې قراردادونه يې ناسم ترسره کړي.
دخوست ښاريوتن هټيوال محمداعظم (زرګر) پدې اړوند وايى:((په خوست ولايت كې دبيارغونې كارونه ډيرشويدي خو دكيفيت له نظره هغومره ندي ځليدلي څومره چي موږ توقع ځنې درلوده.))
دمحمداعظم په وينا څومره پيسې چې دخوست بيا رغاونې او پروژو ته ځانگړې او منل شوي په هغو باندې خوست درې ځله اباديږي. دخوست دغه اسيدونکى حيران دى چې ولې ددومره پيسو سره سره کارونه نيمگړي ا و ناسم ترسره کيږي.
نوموړى دتوپچي په نوم ديوقيرشوي سړك مثال وركوي چې دلکڼو سيمه له خوست ښار سره نښلوي.دهغه په وينا دغه سړك دجوړيدا دمخه وران شوى حال داچې ډيرلگښت پرې شوى.
د خوست ښاريوبل اسيدونکى (حاجى عبدالقدوس) هم دې ته ورته نظر لري او وايى: ((داسړك چې خورا زيات لګښت پرې راغلى دى دخام سړك نه هم اوس ډير خراب شوى دى.))

دهغه له نظره دغه سړک دجوړيدو وروسته کوچنى شوى او له هغه پخوانى خامې بڼې يې لاپسې خراب شوى دى.

نوموړى زياتوي پخوا ددې سړك پراخوالى دلسو مترو په شاوخواكې وه خو دپخولو وروسته يې پلن والى شپږو متروته راكم شوى دى، چې دهغه په وينا نه يواځي سړك ته پكې زيان اوښتى دى بلكې خلكوته هم دتګ او راتګ پر وخت مشكلات پيداشوي دي.
دخوست ښار دپنزايي سيمې اوسيدونکى نوراجان دناسم کار دنتايجو پړه پر دولت اچوي، هغه وخت خبري اژانس ته وويل: ((مسؤول ارگانونه هغه چاته پروژې وركوي چې دخپلې ګټې په خاطر دټول ولس شتمني ته زيان رسوي.))

نوموړى زياتوي په ودانيوكې دناسمو او بې کيفيتو توکو کاريدنه ددې سبب كيږي چې رغول شوي ځايونه وروسته له كمې مودې بيرته پخواني حالت ته راوگرځي.

دخوست ځنې ښاريان بيا په دې اند دي چې دپروژو ورکړه دمعيارونو له مخې نه ترسره کيږي، اوددغو پروژو زياته برخه غيرفني او مسلکي کسانو لاس ته ورځي. دعلامه سيدجماالدين افغان كلتوري ټولنې مرستيال عبدالشكور ماليار په دې اړه وخت ته وويل:((زياتې پروژې دغيرمسلكي خلكو لاس ته ورځي چې پايله يې بې خونده وي.))

نوموړى دغلام خان سړك يادونه كوي چې خوست ښار له ميرانشاه سرحدي سيمې سره نښلوي. دهغه په وينا نوموړي سړك باندې خورا زيات لگښت ترسره شوى دى خوبيرته دورانيدوپه حال كې دى.

نوموړى دشيخ زاهدپوهنتون ودانۍ دبلې بيلگې په توگه يادوي چې دغه پوهنتون دمليونونو ډالرو په لګښت جوړشوى خو دكيفيت له نظره بيخي پرې حساب نشي کيداى او گڼې نيمگړتياوې لري.

په خوست کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو ټولنې سمييز مشر فيض الله غمخور هم دغلام خان سړک دجوړيدا پرنيمگړي کارنيوکه لري او وايي:((ددغه سړک جوړيدا لپاره په اول ځل ٥٢٠٠٠٠ دالر اعلان شول، خو وروسته دگڼو داوطلبيو دغه پروژه په ١٢٠٠٠٠ دالرو يوې کمپنى ته وسپارل شوه چې داصلي لگښت په پرتله په کمو پيسو جوړشوى.))

ښاغلى غمخور دپروژو نيمگړي کارباندې څو نيوکې لري، دهغه په وينا، دزيات شمير پروژو قرارداد په ډيره ټيټه بيه ترسره کيږي چې دغه ډول قراردادونو کې ددې امکان موجود دى چې کارونه په ټيټ کيفيت او کمه بيه بشپړشي.

دهغه په وينا په دوه نورو علتونو کې ددولت له خوا دنظارت نشت والى او دکمپنيو سره دمسلکي انجينرانو کمبود شامل دى، چې دغو ستونزو هم خلک انديښمن کړي دي.

دخوست ډير ښاريان په دغه ولايت کې دنوي جوړشوي پارک دکارڅخه هم ناخوښ ښکاري. ښاغلى ساجدبهار ددغه ښار يو زده کونکى وايى چې په خوست کې ببرک خان پارک باندې ټول مصارف بې ځايه ترسره شوي او له ورايه مالوميږي چې په مصارفو کې درغلي شوي.

ساجد بهار وخت خبري اژانس ته وويل: ((په دغه پارک باندې مصرف شوې پيسې دانه ايجابوي، چې دغه پارک دې په دومره لږ وخت کې خراب شي.)) دهغه په وينا دغه پارک اوس يوه ډيران ته ورته دى.

نوموړى له مربوطه ارگانونو څخه هيله كوي چې دبيا رغاونې پروژې بايداعتمادي كسانوته په لاس كې وركړل شي اوضمناً تركلكې څارنې لاندې ونيول شي څوپه آينده كې له دغه ډول ستونزو سره مخ نه شي.

دساجد بهارپه وينا تراوسه هيڅ يوه ارگان ددغو پروژو ناسم تطبيق په اړه پوښتنې او پلټنې ندي کړي څو دخلکو اعتماد ترلاسه کړي.

په خوست کې دانکشاف دهات رياست درسنيو سره داړيکو برخې مسؤول امرالله هلال وخت خبري اژانس ته دمرکې پرمهال دخلکواندېښنې پرځاى وگڼلې او دځينو لويو پروژو کاريې بې کيفيته وگاڼه.

ښاغلي هلال وخت خبري اژانس ته وويل: (( داسمه ده، چې دپوهنتون ودانى، غلام خان سرک، پارک او نورې ودانى او سيمې په ټيټ کيفيت او خرابه موادو جوړې شوي.))

دهلال په وينا، ددوى رياست ددغو پروژو مسؤوليت پرغاړه نه لري، ځکه ددغو پروژو زيات شميريى مستقيم دپى آر ټى، او نورو ادارو له خوا دقرارد په شکل ورکول کيږي.

دهغه په وينا انکشاف دهات رياست دملي پيوستون پروگرامونو مسؤوليت پرغاړه لري چې کاريې په خورا شفافيت، دخلکو په مرسته پرمخ ځي.

دبې کيفيته ترسره شويو کارونو په اړه چې دخوست اوسني والي له وياند (خيبرپښتون) نه مالومات وغوښتل شول هغه وخت خبري اژانس ته وويل، چې ددغو پروژو زيات شمير يې دپخواني والي پټان پروخت پشپړې شوي چې دټيټ کيفيت او خراب کار پړه يې هم دهغه والي پرغاړه ده.

دپښتون په وينا، موږ ددغو پروژو ځينې قرارداديان راغوښتي، او هغوى مو په دې مجبور کړي چې پرته له نورو مصارفو خپل کړى کارله سره په سمه بڼه بشپړکړي.

نوموړي دخوست پوهنتون ناسم کارته په اشارې سره وويل چې ددغه کارقرارداديان موظف شوي چې دپوهنتون کاناليزاسيون لپاره نوې څاه جوړه کړي، دغه راز توپچي سرک قراردادي مکلف شوى چې ناسم کاريې بيرته ترميم کړي.

دخوست اوسني والي وياند، خيبرپښتون، وخت خبري اژانس ته وويل: ((موږ ټول کارونه دښاروالى، ښارجوړونې او څو نورو سکتوري رياستونو دگډکميسيون دلارې بشپړوو. ))

ښاغلي پښتون وايى، ځنې ستونزې شته، نوموړي د د٢٠٠ بستريز روغتون مثال ورکړچې دپى آرټى له خوايې قرارداد شوى، دروغتيا وزارت له خوايې نقشه راليږل شوې خو دولايت مقام ورسره موافقه نه لري ځکه دغه نقشه دسړو سيمو لپاره په پام کې نيول شوې نه دگرمو سيمو لپاره لکه خوست.

نوموړى وايى موږ وزارت ته ددغه مشکل دحل لپاره ٥ ځله مکتوبونه ليږلي، او دنقشې دنيمگړتياوو په اړه مو مالومات ورکړي خو تراوسه هيڅ ځواب ندى راغلى.

دخوست پخوانى والي معراج الدين پټان، دخيبر پښتون نيوکې ردوي او وايى دنوموړي دولايت دورې په اړه دې دخوست خلکو نه پوښتنه وشي، چې دبدلېدو پرمهال يې څو ورځې پرله پسې دهغه په ملاتړ کې لاريونونه کول.

ښاغلي پټان وخت خبري اژانس ته وويل: ((ارسلا جمال په خوست کې د((فيصدي والي)) په نامه مشهوردى، نوموړى په هره پروژه کې لس فيصده شريک دى.))

پټان په وينا دخوست اوسنى والى، ولې زما پرکارونو نيوکې لري هغه خپله ان په وژنو متهم دى، نوموړي وخت ته وويل: ((ارسلا جمال، ديوه ولسوال په وژنه متهم دى، مهاجرينو پروژه يې تړلې، اسماعيل خيلو، مندوزيو سحرا يې په خپل سرويشلې، بادام باغ سيمه چورشوې، او دروغتون ٢٠٠ جريبه ځمکه يې نيمايى کړې ده.))

داوسني والي ارسلا جمال وياند بيا دپټان تورونه ردوي او غيرمسؤولانه يې گڼي، هغه وخت ته وويل: (( پرارسلا جمال دوژنې تورناسم او دپټان شخصى نظردى، دښاغلي نيمگړي ورورعريضه کړې وه هيئت پلټنې کړي او ثابته شوې چې ارسلا جمال په دغه پېښه کې لاس نه لري.))

خيبر پښتون وايى: ((پټان دولايت پرمهال دفرهنگيانو په نامه په ټولو گمرکونو، اوتجارتي خونو کې پيسې ټولې شوي پرچې يې موجودې دي، يوازې په يوه پارک ١٣ مليونه افغانى مصرف شوي چې دتسليمى مخکې په يوه باران کې له منځه لاړ.))

ښاغلي پښتون، دارسلا جمال پرضد دمظاهرو سپيناوى په اړه وويل،خلک له دولت سره ستونزه لري نه له والي سره، هغوى خپلې نومرې غواړي چې څوکاله دمخه يې دهغو قيمتونه تسليم کړي دي.

دهغه په وينا مشکل دددفاع وزارت سره دى، ددغو نومرو قانوني مراحل نه دي طى شوي، دفاع وزارت ددغه ځاى ورکړې سره مخالفت لري.

داوسني والي وياند وايى، روغتون په اړه دپټان مالومات نا سم دي، روغتون دپخوا په څيرپه ٢٠٣ جريبه ځمکه کې جوړشوى چې دښاغلي پټان دوينا پرخلاف ٣جريبه ځمکه يې زياته ده.

کله چې دپټان نيوکو په اړه دخوست اوسني والي ارسلا جمال نظر وپوښتل شو، نوموړي وخت خبري اژانس ته دتېلفون پرليکه وويل:((زما پروخت ټولې زياتې پروژو قرارداد دپى آرټى، يو اس اى آى ډي او نورو مؤسسو له خوا شوى، ولايت پکې ډيرکم رول لوبولى، زموږ پروژې دشاروالى دلارې دداوطلبيو وروسته منظورې شوي چې په سمه توگه يې نظارت شوى.))

دخوست اوسني والي دښاغلي پټان دتورپه اړه وخت ته وويل:((يادشوى ولسوال په کمين کې دطالبانو له خوا وژل شوى، حمله شوې، ډزې شوي او طالبانو يې دوژنې پړه پرغاړه اخيستې ده.))

ارسلاجمال وايى:((ددغه پېښې تحقيقات دلويى څارنوالى له خوا تکميل شوي، تاسې کولاى شى دجنرال کبيرپه نوم ديوه کس نه دتحقيقاتو دنتايجو پوښتنه وکړى.))

نوموړى وايى، داټول دښاغلي پټان نږدې ملگرو او تجارتي شريکانو تبليغات دي چې په ماپسې يې کوي.

ښاغلى جمال زياتوي، چې پټان صيب خپله د١٢٠٠ فاميلونو پيسې وړي او هغوى ته يې نومرو وعده ورکړې وه، په هغو پيسو يې يو نمايشى پارک جوړکړى، پاتې پيسو درک يې ندى مالوم.

دخوست پخواني والى(پټان) دښاغلي ارسلاجمال ټولو نيوکو ته په پاى کې دوخت خبري اژانس دلارې، دوه ځوابه وايى يو داچې دخوست خلکو نه دې پوښتنه وشي، چې کوم والي سم کارونه کړي او دغه راز دې دخوست امنيتى وضعه دتير وخت سره مقايسه شي څو دخلکو خوښي او رضايت مالوم شي.

خبريالان:اکبراقبال او رحيم الله سمندر

اکبراقبال،په خوست ولايت کې دنړيوال ژورناليزم مرکز دعامه اړيکو اورسينيو د ورکشاپ ګډونوال دى.
اډيټر : رحيم الله سمندر

میدان وردګ:"د کابل بانک څانګه پرانیستل شوه

Date: 2008-08-12

په هغه غونډه کې چې له دې امله جوړه شوی وه د میدان وردګ ولایت والی ښاغلى محمد حلیم (فدائی) ، دکابل بانک رییس الحاج خلیل الله فیروزی، ولایتی شورا غړو او نورو دولتی ادارو ریسانو او د کابل بانک منسوبینو ګډون وکړوچې ددې څانګې په پرانیستی سره به دمیدان وردګ ولایت اوسېدونکو او په ځانکړى ډول د پوهنې د منسوبینو ستونزې حل شی . دمیدان وردګ والی په خپلو خبرو کې د کابل بانک ترڅنک نورملی پانګوال دې ته وهڅول چې په خپل هېواد کې پانګه اچونه وکړی، ښاغلى فدائی زیاته کړه چې په ولسواکو نظامونو کې خصوصی سکتور خلکو ته خدمات وړاندې کوی او دولت یوازې دوى ته اسانتیاوې برابروی، او د ولسواک نظام پایښت یې په دې کې وښود چې هلته دولتی، خصوصی او غیردولتی درې واړه سکتورونه ګډفعالیت وکړی او ولس ته خدمات وړاندې کړی.

پاکستان کې چاودني 13 تنه ووژل

Date: 2008-08-12

نن د پاکستان د پيښور او کوهات تر منځ په غزیدلي څړک د پاکستان د هوائي ځواکونو د مامورینو په یو بس موټر چاودنه وشوه . پولیس واېې په دې چاودنه کې 13 تنه مامورین وژل شوي او لږ تر لږه 15 نور ژوبل دي.

2008-08-10

امريكايي ځواكونو ۱۶ملكي وګړي وژلي دي

Date: 2008-08-10

كابل-
امريكايي چورلكو د كاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ كې د خپلو پرلپسې بمباريو په ترڅ كې ۱۶ بې ګناه ملكي وګړي وژلي دي.
د ولسي جرګې د دفاع او امنيتي چارو كميسيون مشر محمد اقبال وايي، دغه بمباري د شنبې ورځې پر مازيګر شوې او درې تنه پكې ټپيان شوي هم دي. په وژل شويو كسانو كې ښځې او ماشومان شامل دي. محمد اقبال وايي، امريكايي چورلكو پر سيمه دوه ځله بمونه غورځولي، په لومړي بريد كې پنځه تنه او په دوهم هغه كې ۱۱ تنه شهيدان شويدي. دده په وينا، په سيمه كې د دولت دمخالفانو نښه نښانه نه ترسترګو كيږي، خو له ځپل شوې سيمې ډېر لرې طالبانو د بهرنيو ځواكونو پر يوه كاروان بريد كړى و.
د ولسي جرګې د دفاع او امنيتي چارو كميسيون مشر وايي، د سيمې خلك پر دې بمبارۍ ډېر پارېدلي او د پېښې د پلټنې غوښتنه كوي. دده په وينا، دغسې بمبارۍ د بهرنيو ځواكونو پر وړاندې د خلكو كركه لا ډېروي. ده وويل: ((بهرني ځواكونه له دولت نه د ولس د لرېوالي مسوول دي)).

ارغنداب:دملی اردویوموټردماین ښکارشو.

Date: 2008-08-10

طالب ویاندقاری یوسف احمدی دټلیفون په کرښه خبری رسنیوته وویل چی تیره ورځ دزابل ولايت دارغنداب ولسوالی دبیزل بندپه سیمه کی دملی اردویوموټرپه هغه ماین وخت چی ددی لخواپه همدی موخه په سیمه کی ځای په ځاي شوي وه نوموړی وائي چی په پیښه کي اته عسکروژل شوي اوموټرهم په بشپړه ټوګه له منځه تللی

مونږکوښښ وکړ چی ددی خبرپه اړه دزابل دامنیتی چارواکونظرهم واخلوخوبریالی نه شو

2008-08-09

ګل آغا شیرزی: زما وژونکي ونیول شول

Date: 2008-08-09

د ننګرهار والي وایې چې پولیسو هغه ځانمرګی برید کونکی نیولی چې د دې د وژلو لپاره ننګرهار ته د ډیورنډ له هغې غاړې را اوښتی وو. چارواکی وایی یادشوی کسان یې ددې ولایت داچین اولالپورې په ولسوالیوکې په دوه بیلابیلوپېښوکې نیولی دی. نیول شوی کسان دوسلواوچاودیدونکی واسکټ سره یوځاى دجلال ابادپه شاهی ماڼۍ کې خبریالانوته وښودل شول. دختیځوولایتونودسرحدی پولیسوسرپرست مشرسمونوال قادرګل ځدراڼ خبریالانوته په خپلوڅرګندونوکې وویل: مونږته دملی امنیت ادارې له وړاندې خبرراکړى و چې دوه تنه ځانوژونکی دننګرهارولایت ته راننوتی دی چې دډېروپلټنووروسته دیوتن څرک دشینواروداچین ولسوالۍ دکرکڼې په سیمه کې ولګېد. نوموړى وایی: نیول شوى ځانمرګى بریدکوونکى سیف الله نومېږی چې دپاکستان دسرحدایالت دملاکنډ د دېردسیمې اوسیدونکى دى اوننګرهارته دجشن په مراسموکې دځانمرګی بریدپه موخه راغلى و، چې تېرمازیګردیولړعملیاتوپه ترڅ کې داته کیلوګرامه چاودیدونکی واسکټ اودوه تنوافغانی همکارانوسره یوځاى ونیول شو. خودځانمرګی بریدپه تورنیول شوی تن په داسې حال کې چې اوښکویې پرمخ لارې جوړولې په ژړه غونی اندازویل چې بې ګناه دى اویادشوى واسکټ دده نه دى.

د شمالي ټلوالي پخوانی قوماندان ووژل شو

Date: 2008-08-09

دکاپيسا ولايت دکوهستان په ولسوالۍ کې د جمیعت اسلامي ګوند دیوپخواني قوماندان په ګډون درې تنو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې له خپل کورڅخه دولسوالۍ پرلور روان وو . دکوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق وويل چې پېښه نن له غرمې وروسته څلور بجې هغه مهال رامنځ ته شوه چې قوماندان شمستان له فدامحمد او يارمحمد سره دخپل کور په لور روان وو، چې پرې ډزې وشوې . ولسوال دغه پېښه دشخصي دښمنيو له کبله وبلله اوزياته يې کړه چې قوماندان شمستان چې دجمعيت پخوانىقوماندان وو دپنځو تنو په وژنه تورن اوله دوى سره يې دوسيې پرتې دي .

کونړ :طالبانو يوه ښځه مړه او دوه ماشومان ژوبل کړل

Date: 2008-08-09

د کونړ والي وايي چې د وسلوالو طالبانو په يوه توغندويي بريد کې يوه ښځه وژل شوې او دوه ماشومان ټپيان شويدي . والي سيد فضل الله وويل چې وسلوالو طالبانو تېره شپه په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو پر يوه مرکز اوه توغندي توغولي وو . هغه زياته کړه چې يو توغندى د نږدې کلي پر يوه کور ولګېد چې له امله يې يوه ښځه مړه او دوه ماشومان ټپيان شوي دي .والي وويل چې ټپيان د ناټو ځواکونو روغتون ته وړل شوي ، خو دهغوى د روغتيايي حالت په اړه يې بې خبري وښوده .

قاري یوسف:په کندهار کې مو ټانک والوزول

Date: 2008-08-09

قاري یوسف:په کندهار کې مو ټانک والوزول

د طالبانو په استازي توب له مطبوعاتو سره تماس لرونکی کس چې ځان قاري یوسف او د ډلي ویاند بولي وایې چې نن سهار یې دکندهار د ژیړۍ ولسوالۍ په سرتاک سیمه کې د بهرنیو سرتیرو یو ټانک په کمین کې په ماین الوزولی او بیا یې پرې ډزي کړي. یوسف وویل چې په برید کې یې ټانک ویجاړ او ۱۱ بهرني سرتیري وژلي دي. په کندهار کې چې ډیری کاناډایي سرتیري اوسي تر اوسه یې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

2008-08-08

عاجل خبر:د ائتلافي ځواکونو یو سرتیری ووژل شو

Date: 2008-08-08

د امریکې په مشرۍ ائتلافی ځواکونو شیبه دمخه وویل چې د دوي یو سرتیری نن د جمعې په سهار د افغانستان په لویدیځ کې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.د دی پيښي نور جزیات نه دی ورکړل شوي خو یوازی دومره ویل شوي چې ماین د واټ پر سر ځای پر ځای شوی وو او د دوي کاروان ېې په نښه کړ.
afghan1_500.jpg

امریکا په هوائي ځواک پیسې لگوي،پکتیکا کې الوتکه لويدلي

Date: 2008-08-08

د امریکا د دفاع وزارت غواړي په افغانستان او عراق کې د خپلو قواوو د هوايي ځواک د تقویه کولو لپاره دوه اعشاریه دوه میلیارد ډالره اضافي پیسې ولگوي. د پنټگان یوه نطاق وویل، دغه پیسې به د استخباراتي بې پیلوټه الوتکو د شمیر په زیاتولو ولگول شي. هغه وویل، د الوتکو د شمیر زیاتوالی به په عراق او افغانستان کې امریکايي قواوو ته ددې زمینه برابره کړي چې ورانکارې عناصر تعقیب کړي. پنټگان غواړي د جگړې پر سیمو باندې د هوايي گزمو شمیر د ورځې له ١٢ نه ٣٠ ته ورسوي. دا په داسی حال کی ده چی د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو یوه الوتکه پرون په پکتیکا ولایت کی لویدلي ده . ایساف دا پیښه له بینوا ویب پاڼي سره ومنله.

افغانستان سره د امريکې د 20 مليارد ډالري نوي مرستي غوښتنه

Date: 2008-08-08

د امریکې دفاع وزیر په دې تمه دی چې د هغې نوي بودجې منظوري تر لاسه کړي چې دافغان پوځ او ناټو ځواکونو د تقویت لپاره پنتاگون په پام کې نیولي ده .دفاع وزیر رابرت گيټس وویل چی د دې مرستي اندازه تقریبا 20 ملیارده امریکايي ډالرو ته رسيږي.دفاع وزیر وویل چی دا گام ېې په افغانستان کی د دولت ضد مخالفینو د مخ پر زیاتیدونکي خطر په اړه پورته کړی دی .د گيټس پر وینا چې د افغان دولت هغه وړاندیز يې هم منلی چې واېې تر راتلونکو 5 کلونو باید د افغان ملي اردو د جنگي سرتیرو شمیره 120 زرو ته پورته سي .

2008-08-07

زابل: يوې محکمې 5 تنه په اعدام محکوم کړل

Date: 2008-08-07

د زابل ولایت چارواکي وايي چې یوې اپتدایه محکمې د کلات په ښار کې 5 تنه په اعدام محکوم کړي او 6 نورو ته ېې اوږدمهالی بند اورولی دی .دا کسان د شاجوی په ولسوالۍ کې د دریو دیني عالمانو په گډون د لسو تنو د وژل کیدو په جرم مجرم وپیژندل شول. چارواکي واېې مجرمینو په خپلو جرمونو اعتراف کړی٠په ولسي جرگه کې د زابل ولایت استازی زلمی زابلی واېې چې دا کار د مدافع وکیلانو د نه درلودو په صورت کی شوی او د ته د منلو وړ نه دی .د مجرم پیژندل شویو کسانو کورنیو هم شکایت کړی چې د زابل څارانوال په کابل کې وو او دا پریکړه د هغه په غیاب کی شوی ده . ښاغلی زلمی واېې چې په دې اړه به له قاضی القضات سره خبري وکړي .

بلخ:په چاربولک د خیریه ټولنی په کارکونکو برید وشو

Date: 2008-08-07

دبلخ د چار بولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دمزارشريف او شبرغان پر لويه لاره دSave The Children UK ( د ماشومانو دساتنې برتانوي خيريه ټولنې ) پر يوه موټر ددوموټر سايکل سپرو له لوري ډزې شوې دي خو چاته يې زيان نه دى اړولى . دچاربولک ولسوال ګل احمدپيمان وويل چې بريد داسې مهال وشو چې پوليس له سيمې څخه تېرېدل .

باجوړ كي ۲۵ طالبان مړه او ۳۰ زخميان سول

Date: 2008-08-07

پاكستاني پوځ په باجوړ ايجنسي كي د طالب وسله والو پر ضد د روانو عملياتو په ترڅ كي د ۲۵ طالبانو د وژل كېدو او ۳۰ نورو د زخمي كېدو ادعا وكړه.
د پاكستان پوځي چارواكي وايي په دغو عملياتو كي له په سپكو او درنو وسلو سمبالو پوځيانو او څرخكو الوتكو څخه كار اخيستل سوى دئ.

2008-08-04

ولسمشر کرزی نن هندوستان ته ځي

Date: 2008-08-04

ټاکل شوې چې ولسشمر حامد کرزی نن ناوخته دسارک په دوه ورځنۍ غونډه کې له ګډون وروسته په یوه رسمي سفر هند ته لاړشي.
دولسمشر ویاند همایون حمیدزاده نن له آزادۍ راډیو سره په ېوې مرکه کې وویل،ولسمشر کرز ی اوورسره پلاوی به یې نن ناوخته دنوي ډهلي په لور حرکت وکړي.
ویل شوي چې ولسمشر کرزی به ددغه سفر په ترڅ کې دهندله جمهورې رئیسې میرمن پهرتاپ پاتیل، دجمهوري ریاست له مرستیال حامد انصاري، صدراعظم من موهن سنګ او دبهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.
حمیدزاده زیاته کړه ولسمشر کرزی به په دغه سفر کې له هندي چاروواکو سره ددواړو هیوادونو ترمنځ داړیکو پرپراختیا،امنیت دترهګرۍ سره په مبارزې اویو شمېر نورومهمو مسایلو خبرې وکړي.
ویل کیږي چې ولسمشر کرزی به ددغه سفر په ترڅ کې دهند چاروواکو ته په کابل کې دهندپر سفارت په برید کې دپاکستان دلاس لرلو ځینې شواهد هم وړاندې کړي.
تېره میاشت په کابل کې دهند پرسفارت په برید کې دڅلورهندي اتباعوپه ګډون لږ ترلږه ۴۱ تنه ووژل شول اوله ۱۴۰ تنو زیات ټپیان شول.
له ولسمشر کرزي سره پدغه سفر کې دبهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا،دمالیې وزیر انوارالحق احدي،دملي امنیت سلاکار زلمی رسول،دولسمشر ددفتر ريئس محمد عمر داودزی او دجمهوري ریاست ویاند همایون حمیدزاده ملګري دي.

شمالي ټلواله په افغانستان کې د بل حکومت جوړولو په لټه کې

Date: 2008-08-04

د روسيې د پارلمان غړي او د منځنۍ اسیا د چارو کارپوه د شمالي ټلوالي پر مشرانو تور ولگاوه چې بیلتونپالي نظرونه لري او غواړي د افغانستان په یوه برخه کې ځان ته جلا حکومت جوړ کري . سیمیون باگدساروف واېې شمالي ټلواله له طالبانو سره په جگړه کې د امریکا بشپړه مرسته کوي او امریکا هم د هغوی نظرونو ته د قدر په سترگه گوري :هغه واېې دغه ډله له هغو گروپونو جوړه ده چې قوم پاله او بیلتونپاله نظرونه لري او په دې لټه کې دي چې خپل دولت د نني افغانستان په يوه برخه کې چې په قومی احتمال به ېې مرکز پنجشیر وي جوړ کړي . د سیمون پر وینا واشنگټن له دغې ډلي سره یوه شمیر مسایلو لکه نشه ېې توکو کی، څرگند تړونونه لري . شمالی ټلوالي تر اوسه د دې روسي کارپوه د نظر په اړه خپل بیان نه دی ورکړی .

هلمند :دملکي هوايي ميدان دجوړولوکار پيل سو

Date: 2008-08-04

نن د یکشنبې په ورځ د هلمند د ملکی هوايي ډگر د جوړولو کار پیل سو.د هلمند والي ګلاب منگل وويل چې د ياد شوي هوايي ډګر د جوړولو دکار د پرانېستلو په غونډه کې د ټرانسپورټ وزارت مرستيال انجنير رازمحمد عالمي، د امريکا د متحده ايالاتو دسفارت مرستيال کرسټوفر ډيل، د يو ايس اي ډي مشر چك برومين ، يو شمېر دولتي چار واكيو او په سلګونو قومي مشرانو ګډون کړى وو . والي ګلاب منګل پخپله پرانېستونکې وينا کې د دغه هوايي ډګر په جوړولو کې د امريکا له متحده ايالاتو او په ځانګړې توګه ددغه هېواد دنړيوالې پرمختيايي ادارېUSAID له مرستې څخه مننه وکړه.په دې پروژې به 20 ملیونه امریکايي ډالره ولگول شي.

يوه 15 کلن ځانمرگی بريد گر ځان ملي پوځ ته حواله کړ

Date: 2008-08-04

د ذاکرالله په نامه د کاپيسا ولایت د تگاب ولسوالۍ یوه اوسیدونکي چې د ځانمرگی برید لپاره روزل شوی وو ځان افغان ملی پوځونو ته حواله کړ .دا ټکی نن د افغانستان د ملی پوځ جنرال زمری څرگند کړ . هغه وویل چې ېی ځوان ته ویل شوي وو تر څو په تگاب کې په گډو ځواکونو انتحاری برید وکړي .ذاکرالله بینوا ویب پاڼي ته وویل چې ده ته ویل شوی وو تر څو د چټک غبرگون په ځواکونو ځان والوزوي او ده له دې کار څخه لاس واخيست .

انگلستان- افغانستان ته څارگرې الوتکي استوي

Date: 2008-08-04

د انگلستان دولت خپلي يو شمیر څارونکي الوتکي افغانستان ته استوي .دا خبر د تپټایمز ورځپاڼي نن د انگلستان د دفاع وزارت له چارواکو په حواله خپور کړ .دا الوتکي چي ( سمندرد پاچا) په نامه ياديږي کولای شي چې د څړک د غاړي د ماینونو په اړه چټک او پر وخت معلومات خپل مرکز ته مخابره کړي . دفاع وزارت واېې دا الوتکی به د ناټو په مشرۍ بريټانوي سرتیرو ته د سرد ځيان د کچې په راټيټولو کې د پام وړ مرسته وکړي.انگليسي سرتیري چې ډيره شمیر ېې په هلمند ولایت کی میشت دي ، وخت نا وخت د څړک د سر د ماينونو ښکار گرځي .

ميدان وردگ: په ٤٢٥000 ډالرو نوي لېسه جوړه سوه

Date: 2008-08-04

په ميدان وردګو ولايت کې د( ٤٢٥ ) زره امريکايي ډالرو په لګښت یوه لېسه ګټې اخيستنې ته چمتو سوه .دغه لېسه د ميدان ښار په اړونده سيمه، ده افغانانو کې جوړه سوې ده . په دې دوه پوړيزه لېسه کې ٢٤خونې له اړوندو ملحقاتو سره د شپږو مياشتو په موده کې جوړې شوې دي او د جوړونی لگښت یی په سیمه کې د ترکيې هیواد ولایتی بیارغاوني ډلي ورکړی دی.په ميدان وردګو ولايت کې ټول ٣٠١ ښوونځي فعال دي ، چې ١٢٧ زره نجونې او هلکان په کې په زده کړه بوخت دي .

2008-07-27

کندهار،جنرال نايبي ،زابل کې دوژل سويوبهرنيانوجسدوه راسره دي

Date: 2008-07-27

امنيتي مامورين وايې چې دزابل په نښته کي يې دوژل سويوکسآنوجسدونه په لاس کې دي چې بهرنيان هم پکې شامل دي .
دغه کسان دتيري پنج شنبې په ورځ دزابل دشاجوي په والسوالۍ کې ديويې وسله والي نښتې په ترڅ کې وژل سوي دي .

په سويلي زون کې د٢٠٥ اتل قوال اوردوقومندان بريدجنرال ګل اغانايبې ديوې خبري ناستي په ترځ کې اعلان وکړچې په وژل سويوکسانوکې عربان ،پاکستانيان،چيچنيايان اوځيني نوربهرني اطباع هم شامل دي .

دنوموړي په خبره چې دبريدپرمهال يې ٣٧ تنه وسله وال طالبان وژلي اودرې تنه يې په ټپي حالت کې نيولي دي .
جنرال ګل اغانايبي وايې چې دشاجوي دبازرګان په سيمه کې دملي اوردودسرتيرويوه موټريزکاروان ته کمين نيول سوي وچې دوى يې په اړه لاله مخکې استخباراتي معلومات لرل .
دنوموړي په خبره په خبره چې له د٢٧٠ تنوڅخه زياتووسله والوطالبانوپه نوموړي سيمه کې ددوى پرموټريزکاروان دبريدهوډدرلود.

په ټولېزه توګه دکابل کندهارلويه لاراوس له هري جګړيزي سيمي څخه زياته دنښتوشاهده وي .
که څه هم ددغې لويې لاري دامنيتي وضع دسمون لپاره په دې وروستيوکې دملي دفاع وزارت له پولېسوسره په ګډه يوشمېرامنيتي ګامونه پورته کړي خوله دغې لويې لاري څخه تيرېدونکې سپرلۍ يې کافي نه بولي .

ددغې لويې لارې په اوږدوکې په ځانګړې توګه دزابل اوغزني ولايتونوپه اړونوسيموکې به ډيرلږداسي پلونه اوپل چکونه دوسله والوطالبانودبريدونوڅخه روغ پاتي وي .
جنرال نايبي وايې چې دکابل کندهاردعمومي لاري په اوږدوکې يې ګرځنده ګزمې اونظامي قرارګاوي زياتي کړي اودوى هيله من دي چې نوربه ورباندي امنيتي ستونزي نه رامنځ ته کېږي .

جنرال نايبي ددولت وسله وال مخالفين کمزوري وبلل اوهغوي ته يې دولسي خلګودروحياتودکمزوري کولوپه موخه دشايعاتودخپاراوي ګوته ونيول .

دنومه وړي په خبره چې دښمن يې دمخامخ جګړې توان نلري اوکه بياچيري ورسره مخ سوي نودسردروندزيان يې وراړولي دي .

دکابل کندهارپرلويه لاردملي اوردوپه مټ زيات مسافردامنيت دسمون طمع لري خوتردامهاله لالکه څنګه چې دسپرليوهيله وه هغه څه ندي سوي .

دملي دفاع وزارت تيره اونۍ اعلان وکړچې دکابل کندهاردعمومي لاري دامنيت دسمبالولولپاره به يوه ليواعسکرپه دنده وګماري .

له دغې لويې لاري سره تړلي ملي پانګه وال وايې چې که په پرې تجارتي مالونه په سالمه توګه ترخپل هدف پوري ورسيږي نوپه بې ساري توګه به دهرڅه په بيه کې هم دپام وړبدلون رامنځ ته سي .


عزيزالله پوپل کندهار

په خوست کې د نېږدې سلو وسلوالو د وژلو ادعا شوی.

Date: 2008-07-27

دافغانستان حکومتي چارواکو او دناټو په مشرۍ دایساف ځواکونو ادعا کړی چې تېره شپه یې د خوست ولایت په سپېری ولسوالۍ کې تر سلو پوری وسلوال وژلي دي، لر او بر ویبپاڼې ته دایساف له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تېره شپه دوه بجې وسلوالو د سپېری په ولسوالۍ برید وکړ او په ملي پولیسو یې برید خښ کړی ایساف خبرپاڼه کې لیکي چې دوی دهغوی مرستې ته ورودانګل او له هوايي ځواک څخه یې کار اخېستی دی. ایساف ویلي چې دوی تر سلو پوری وسلوال ووژل بل لورته د وسلوالو طالبانو ویاندویان بیا دغه ادعا نه مني دوی وايي چې وسلوالو طالبانو د سپېری ولسوالۍ نېولې وه او شپږ پولیس یې وژلي دي هغوی دا هم زیاته کړه چې دوه رینجر موټر یې هم له ځان سره وړي دي. دا ډول د خوست والي ارسلا جمال بیا رسنیو ته ویلي چې پدی پېښه کې له ۵۰ تر ۷۰ پوری وسلوال وژل شوي دي. د خوست والي ارسلا جمال دا هم ویلي چې پدی پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور بیا ټپيان شوي دي ، سپېره د خوست ښار سويل لوېديځ ته د پاکستان له شمالي وزيرستان سره پر پوله پرته ولسوالي ده.

په خوست کې ځانمرګی بريد شوی

Date: 2008-07-27

د يکشنبې په ورځ د خوست ولايت د يقعوبيو ولسوالۍ د خلبسات په سيمه کې د سړک جوړونې د خصوصي شرکت په ساتونکو ځانمرګۍ بريد شوی چې له امله يې يو تن مړ او شپږ نور ټپيان شويدي .
د يعقوبيو ولسوال ګل قاسم جهاديار خوست لراوبر ته د تيلفون پر کرښه وويل چې نوموړی بريد نن ماسپښين دوه بجې رامنځته شوی .
ده زياته کړه چې ځانمرګی بريد کوونکې د شرکت د ساتوونکو خيمي ته داخل شوی او خپل ځان پوري تړلي توکيو ته يې چاودنه ورکړې چې په پايله کې يې يو تن ساتونکې مړ او شپږ نور ټپيان شول .
جهاديار وايي چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او روغتيا يي حالت يې د ډاډ وړ دی .
د بريد پړه تر اوسه چا پرغاړه نده اخيستي

طالبان: د اوبهاما سفر بي ارزښته دی،اضافي سرتيري ګټه نه لري

Date: 2008-07-27

طالبانوداوبامادوروستیوڅرګندونوپه اړه سخت غبرګون وښود. په هغه اعلامیه کې چې ددې ډلې دسیاسی چاروکمیسون له لورې ترتیب شوې راغلی چې دوى ته په افغانستان کې دامریکایی پوځونوډېرښت اوکمښت ارزښت نه لري . دامریکادولسمشرى په راتلونکوټاکنوکې دجمهوری ریاست دڅوکۍ له پاره ددموکرات ګونددکاندیدبارک اوباما دوروستیوڅرګندونوپه اړه چې افغانستان ته یې دخپل سفرپرمهال ویلی و، که دامریکاراتلونکى ولسمشرشی نودعراق نه به امریکایی سرتېرې افغانستان ته راولېږدوی، ددولت مخالفووسله والوطالبانوخپل سخت غبرګون ښودلى دى. ذبیح الله مجاهدچې خپل ځان په سیمه کې ددې ډلې ویاندبولی، له ناڅرګندځایه یې رسنیوته هغه اعلامیه لوستې چې دده پروینا ددوى دسیاسی چارودکمیسون له لورې ترتیب شوې ده.په اعلامیه کې راغلی چې دوى ته په افغانستان کې دامریکااونوروهېوادونو دپوځونوډېرښت اوکمښت ارزښت نه لری اوپه افغانستان کې دوروستې صلیبی عسکردشتون پورې به خپل جهاداومقاومت ته ادامه ورکوی. دطالبانوله لورې په خپره شوې اعلامیه کې دامریکادخلکونه غوښتنه شوې ده چې خپل اولادونه دې دافغانستان په غرونو اورغونوکې دوژل کېدوله پاره نه رالېږی.اعلامیه زیاتوی چې که امریکاپه افغانستان کې دبې ګناه خلکودوژنې له پاره هرڅومره دخپلوپوځونوشمېرزیات کړی، نونه یوازې داچې په دې کارسره به ددوى مقاومت کمزورى نه کړی بلکې دپوځونوپه زیاتېدوسره به یې تلفات اودوژنې کچه هم لوړه شی.ډېرى افغان کارپوهان داوباما دوروستیوڅرګندونوپه اړه چې په افغانستان کې به دخپلوسرتېروپه شمېرکې زیاتوالى راولی، دافغانستان دکشالې حل نه بولی اووایی چې دامریکایی سرتېرودزیاتېدوپرځاى دې دافغان ځواکونوقوی کېدوته پاملرنه وشی.

گيلاني:"د ISI اداري چاري به د کورنيو چارو وزارت پر مخ بيايي"

Date: 2008-07-27

دپاکستان د استخباراتي شبکې ISI ادراې چارې به له دې نه وروسته دپاکستان دکورنیو چارو وزارت پرمخ بيايي. دپاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګېلاني پرون ناوخته، دیوه فرمان په صادر ولو سره د پاکستان داستخباراتي شبکې اداره په کورنیو چارو وزارت پورې ادغام کړ.یوسف رضاګېلاني د دې پرېکړې اصلي موخه له ترهګرو سره دمبارزې په لاره کې یو حرکت بولي،داپه داسې حال کې ده چې دپاکستان په څارګرې ادارې، ای اس ای شبکې پورې هغه تورونه چې دافغانستان لپاره د ترهګر و روزنه،له وسله طالبانوسره پوځي مرستې، او په ولسمشر باندې دتروریستي برید تورونه هم لګېدلي دي، دپاکستان داستخباراتي ادارې دطالبانو په روزنه کې ډېر مهم رول لوبولی دی. ټاکل شوې ده چې دپاکستان لومړي وزیر یوسف رضا کېلاني به د رواني اونۍ په پای کې امريکې ته هم سفر وکړي.

پکتیا: که پدرام محاکمه نه شي په ټاکنو کې به برخه نه اخلو

Date: 2008-07-27

د غه لاريون كوونكو په يوه ناسته كي د لطيف پدرام د محاكمي غوښتنه وكړه ، د غه اعتراض كوونكو د لطيف پدرام پر ضد شاعرونه وركول او د هغه انځورونو ته يي اور ورته كړ، په دغه لار يون كي شاوخوا لسګونو تنو د پكتيا د اولس په استازيتوب برخه اخيستي وه، د لاريون په پاي كي يو دري ماده يي پريكړه ليك صادر شو ، په دي پريكړه ليك كي د لطيف پدرام د ګوند منحل كيدل او دده د محاكمي غوښتنه له مركزي دولت شوي وه. او د پكتيا د ولايتي شورا مرستيال ښايسته جان احدي وويل كه دولت دي قضيي ته پام ونه كړي د پكتيا ولس به په راتلونكي ټولټاكنو كي برخه وانخلي.

خوست:له 50 تر 70 دولت ضد وسله وال وژل شوي

Date: 2008-07-27

د خوست والی ارسلا جمال نن يکشنبه شيبه دمخه وویل چې د ائتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې چې نن سهار دوخته تر سره شو له 50 تر 70 پوری دولت ضد وسله وال وژل شوي دي . دجمال پر وینا چې دا بمباري وروسته تر هغه پيل شوه چې وسله والو د افغان پوليسو پر یوه پوسته بريد وکړ .جمال د بمارۍ دقیقه سیمه په گوتو نه کړه .طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي .

د پاکستاني سرحدي پوليسو له خوا يو شمېر افغانان ونيول شول

Date: 2008-07-27

د سپين بولدک او چمن تر منځ پر پرته پوله يو شمېر افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د پاکستاني سرحدي پوليسو له خوا ونيول شول.

د پاکستاني سرحدي پوليسو په خبره نن تر غرمې مخکې نږدې لس بجې د سيمه ييزو سرحدي پوليسو له خوا پينځه تنه افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور هغه مهال ونيول شول چې غوښتل يې د چمن له لارې پاکستان ته په ناقانونه توګه واوړي. د بلوچستان ايالت د چمن د سرحدي پوليسو د مشر په خبره نوموړي پينځه تنه افغانان د پوښتنو ګروېږنو لپاره د چمن مرکزي څارنوالۍ ته لېږدول شوي دي.

د چمن د پوليسو نوموړي مشر چې د نوم له خپرولو يې ډډه کوله، بېنوا ويب پاڼې ته د ټليفون پر کرښه وويل، که څه هم د سپين بولدک او چمن تر منځ د پرتې لويې لارې له خوا د هرې ورځې په اوږدو کې ګڼ افغانان پاکستان ته سفر کوي، خو د نوموړي په خبره يا خو هغوی د پاکستاني دولت او ملګرو ملتونو په مرسته ورکړل شوي مهاجر کارډونه لري او يا هم ورسره کوم بل سند شتون لري چې د پاکستاني دولت له خوا د منلو وړ وي. په خبره يې يادو شويو پينځو تنو افغانانو عبدالطيف، ظاهرخان، غلام نبي، زمان خان او محمدرضا پرته له کوم قانوني اسنادو غوښتل پاکستان ته ننه وځي، چې د سرحدي پوليسو له خوا تعقيب او ونيول شول.

د پاکستاني پوليسو له خوا د پينځو تنو نيول شويو افغانانو د برخليک په اړه د چمن د سرحدي پوليسو مشر اندېښنه وښوده چې ګمان کېږي، نيول شوي پينځه تنه افغانان به په پاکستان کې له ترهګريزو کړيو سره تړاو ولري، په خبره يې له نيول شويو افغانانو څخه لومړنۍ پوښتنې دا ښيي چې هغوی هرومرو پاکستان ته د تخريب او ورانکارۍ لپاره تلل، خو د سرحدي پوليسو ياد شوي مشر دا ونه ښوده چې د دوی له خوا لومړنۍ پلټنې په څه ډول پر دې دلالت کوي چې هغوی په پاکستان کې له ترهګريزو کړيو سره تړاو لري، خو يوازې دومره يې وويل، چې نويول شوي کسان نه خو په افغانستان کې خپل اصلي ځای ښيي او نه په پاکستان کې د هغه ځای په اړه څه وايي چې دوی يې د ورتګ په تکل وو.

بل خوا په کوټه کې مسجد روډ ته نږدې شاوخوا يوولس بجې دوو موټر سايکل سپرو د ټرافيکو پر يو تن مشر په عمومي بازار کې ډزې وکړې او ويې واژه.
تر پېښې وروسته د ټرافيکو د مشر جسد د پوليسو له خوا يووړل شو خو د زياتې ګڼې ګوڼې له کبله شونې نه وه چې په بېړني ډول د پېښې اصلي ځای ته د لا زياتو معلومات د تر لاسه کوو لپاره لاس ر سی وشي.

خو د کوټې ښار د ټرافيکو مدير د پېښې په اړه له معلومات وروکولو ډډه کوله يوازې يې پېښه تايد کړه او دومره ومنل چې د ټرافيکو سيمه ييز مشر د نا څرګندو کسانو له خوا وشتل شوی او وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم پر يو تن ټرافيک د ناڅرګندو کسانو له خوا د کوټې ښار منان څلورلارې ته نږدې ډزې وشوې او ووژل شو.

د کابل پوليسو بيړنۍ غونده

Date: 2008-07-27

دکابل پولیس واېې چې دوی دکابل ولایت او ورسره،دسروبي ولسوالۍ دلارو دامنیت دساتلو لپاره لازم امنیتي پلان تر لاس لاندې لري. دکابل د امنیې قوامندانۍ درسنیو دفتر وایي چې ،دوی دکابل ښار اولنډو ولسوالیو دلارو دامنیت دښه ساتلو په موخه نن دټولو امنیتي ادارو تر منځ په سروبي ولسوالۍ کې به یوه ګډه امنیتي غونډه جوړه کړي. دکابل پولیس په داسې حال کې دغه تصمیم نیولی چې وسله والوطالبانو ګواښ کړی وو چې ، دوی به دنغلو بند والوزوي. د دې خبربشپړ جزیات به وروسته وړاندې شي.

2008-07-24

د نوې هيلې ۲۶ ګڼه په ليکه شوه

Date: 2008-07-24

د ښو يارانو ورځ په ورځ کمی دئ

Date: 2008-07-24

إنا لله و إنا إليه راجعون.


د ښو يارانو ورځ په ورځ کمئ دی . نن مي واوريدل چي دهيواد د پوهني يو سابقه داره صادق خدمتکار صميم الله خان (د استاد اصف صميم پلار) وفات سو. څو مياشتي دمخه د وطن يو بل دلاور او هوښيار قومي مشر ملک دلاورخان (د استاد صميم خسر) لدې فاني نړۍ ولاړ.

دا دواړه پوه او ملي شخصيتونه پخپلو منځوکي انډيوالان او زما هم اشنايان وه.

څرنګه چي دواړو خدای بخښلو زما سره د پوهني په وزارت کي کار کاوه او ماته يې په سختو شرايطو کي سپيڅلتوب، ايمانداري، درايت او وطن ته نه ستړی کيدونکی صادقانه خدمتونه ياد دی نو زه دا پرځان پور ګڼـم چي ددوی ددغو ښيګـڼو يادونه وکړم. موږ بايد دوطن په داسي شخصيتونو فخر وکړو.

دعاء کوم چي الله پاک عزوجل مرحومينو ته جنت نعيم، اصف جان او نورو پاتو کسانو ته يې صبرجميل او موږ ته يې نعم البديل راکړي.

امين يا رب العلمين.

دکتور فاروق أعظم – لـنـدن 22 جولای 2008

دکتور فاروق أعظم

2008-07-23

دپدرام په ضد لاريون وشو

Date: 2008-07-23

نن په جلال اباد ښاركې د لطيف پدرام دتېري ورځي دځرگنده ونو په وړاندي يو پراخ لاريون وشو

دغه لارون د پښتونستان واټ څخه پيل بيا تر امير شهيد بڼه چېرته چې غازي امان الله خان خښ دي دتر سره شو . په دغه لاريون كې دننگرهار د ولايتي شورا غړو ليكوالانو، شاعرانو، او عامو خلكو چې شمير يې سلگونو تنو ته رسيده گډون كړي و او پر لطيف پدرام يي دمرگ غږونه كول.

ددغه لاريون په پاى كې يو پريكړه ليك هم دولايتي شورا دمرستال مولي عبدالعزير له خوا ولوستل شو چې يو شمير مادې يې لرلې او په يوه ماده كې دپدارم د محكمي غوښتنه هم شوي وه

دلطيف پدارم دڅرگندونو په وړاند ي دا لمړې لاريون ووچې دهيواد په كچه تر سره شو

،ديادوني وړده چې دوي ورځي وړاندي پدرام ديوه خصوصي تلوزيون له لاري غازي امان الله خان ته كنځل كړي وچي دغو څرگند ه ونو دډېرو افغانانو غصه راوپاروله

د سرپل په ولايت کې سيلابونو زيانونه اړولي

Date: 2008-07-23

د سرپل په بلخ آب ولسوالۍ کې د سيلابونو د راوتلو له امله لږ تر لږه 4 تنه مړه شوي او نږدې 200 د استوگني کورونه ړنگ شوي دي .دا ټکی د سرپل د والی وياند قمرالدین شکیب څرگند کړ.
هغه وويل چې دی نيزونو د سيمې د اوسیدونکو په سلگونو جريبه کرهنيزي ځمکي ته هم زيانونه اړولي او له مرکزي دولت څخه ېې د بلخاب ولسوالۍ زیانمنو شویو کورنيو ته د مرستی غوښتنه وکړه .که څه هم سیمی ته د ژغورني يوه ډله استول شوی خو ځايي خلگ ادعا کوي چې داسی ورانونکی سيل په دې سیمی که په تيرو 50 کلونو کې ساری نه درلود .

ائتلاف:په وردگو مو بمبار کړی،طالبان مو وژلي

Date: 2008-07-23

د امريکې په مشرۍ ایتلافي ځواکونه واېې چې تیره شپه ېې د میدان وردگو په سيد آباد ولسوالۍ کې د تلاشۍ د عملیاتو پر مهال يو شمير دولت ضد وسله وال او د هغو امريکايانو قاتلين وژلي چی د جون په 26مه نيټه ېې دری امریکايي سرتيري او د هغوي یو افغان ژباړن په همدې سيمه کې وژلي وو. د ائتلاف یو بیان چی همدا څو شیبې دمخه بینواویب پاڼي ته په واشنگټن کې رسيدلی واېې چې د دقیقو استخباراتي معلوماتو له مخی هغه کور لومړی د سپکو وسلو او بيا د هواېې بمباری لاندي راغی چیرته چې یاد شوي قاتلين پټ شوي ول او په سرتيرو ېې ترینه ډزي کولي . د وژل شویو طالبانو شميره نده ښودل شوي او ملکی کسانو ته هم ځيان ندی رسیدلی.

2008-07-22

په کابل کې ځان مرګی بريد

Date: 2008-07-22

نن سهار په شپږنيموبجوکابل کې يو ځانمرګي بريد کونکي د بابر باغ تر مخه په لوي سړک ځان والوځولو . په دې پيښه کې ويل کيږي درې کسان وژل شوي او يو تن ټپي شوی دی ، طالبانو دخبری رسنيو له لارې د بريدپړه منلې ده. ويل کيږی چې نن د هزاره قوم کسانو غوښتل چې په ښار کې لاريون وکړي ، پوليسو د ښار د امنيت له پاره لارې تر څارنې لاندې نيولې وې کله چې ځان مرګي د پوليسو د تالاشۍ سره مخ شو ځان يې الوځولی دی . د پيښې په اړه به وروسته معلومات وړاندې شي .

دپکتيکاولايت وياند ووژل شو

Date: 2008-07-22

خبري رسنيو ته رسيدلي خبرونه وايي چې د پکتيکا ولايت وياند غمی خان چې د رخصتی له پاره ګرديز کې خپل کور ته تللی و ، تيره شپه په دولسو بجو د مسلحو کسانو له خوا په خپل کور کې په ډزو ويشتل شوی دی . ويل کيږي چې غمی خان مړ او ميرمن يې ټپي شوې ده

د پېښور یو ولسي وګړي درې طالبان ووژل

Date: 2008-07-22

د پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز خبریال وایي چې پرون د دوشنبې په ورځ په پېښور کې یو ولسي وګړي درې طالبان وژلي دي.

د ورځپاڼې په حواله درې طالبان د یو کس کور ته - چې داود نومېده- ورغلي ؤ تر څو یې په سود د پیسو ورکولو څخه منع کړي خو کس چې د نشې په حالت کې ؤ په طالبانو ډزې وکړې او ویې وژل.

داود په تېښته بریالی شوی خو نورو طالبانو یې وروسته په کور برید کړی او نړولی یې دی.

په دې اخرو وختونو کې په پېښور ښار کې د طالبانو فعالیت زیات شوی او د پاکستاني حکومت واک په کمېدو دی.

ولسمشر ته نوى وياند ټاکل کيږي

Date: 2008-07-22

جمهوري رياست ته نيږدې سرچينې وايي چې جمهور رئيس حامد کرزى د ښه او غوره وياند په ټاکل کيدو باندې فکر کړى او زر به خپله دغه پريکړه عملي کړې د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د يو غړي په خبره چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي ولسمشر په پام کې لري چې عبدالغفور ليوال د خپل نوي وياند په توګه وګماري اوسنى وياند حميد زاده په دې وروستيو کې د جمهوري رياست د يو شمير رازونو په افشا کولو او د جمهور رئيس له نامه څخه په ناوړه استفاده تورن شوى نوموړى د خبرو کولو پوره جرات نه لري په پښتو نه پوهيږي له مطبوعاتو سره په اړيکو ساتلو کې په هيڅ شميرل شوى .دغه راز عبدالغفور ليوال يو مشهور ژورناليست ،د کابل پوهنتون د ادبياتو لسانس او په ژورناليزم کې يې په امريکا کې ماسټري اخيستې نوموړى په پښتو ،دري ،او انګليسي ژبو پورنه تسلط لري .د يادولو وړ ده چې غفور ليوال د دولت له پاليسۍ څخه په ډيرو مهمو بحثونو کې دفاع کړې او پوره وړتيا يې لري .

بې پته بې عزته پدارم داسې وايي:

Date: 2008-07-22

اظهارات لطيف پدرام در مورد غازى امان الله خان

اين ربطى به پيشرفت وپسرفت ندارد. بسيار معذرت ميخواهيم که اين طور جدي صحبت ميکنم! براى اينکه، من چند شب که صحبت ميکنم متاسفانه... بنام کبير سراج و علي سراج از خانوادۀ نمى دانم پدرلعنت امان الله خان است، کيست- اونها – او- امان الله خان کل پشتوها را در شمال رفت و زمينهاى مارا برايش داد. حال يک گپ زده که زنها مثلا" تک همسرى باشد، آن گپهايش را هم پس گرفت. ازى براى ما بت ميسازند. من اين امان الله خان را ميشناسم. برين (برويد) شما تاريخ پولاک ريسنر را بخوانيد! اولين طراح اشغال سرزمين هاى شمال به وسيله شوونيزم پشتون همين امان الله خان مستغرف غازى پدر لعنت بود. برين نگاه کنيد تاريخ را که قبل از عبدالرحمان خان برده اينها را جاببجا کرده، پيش- بعد از او برده جا بجا کرده و به اين آدم ميگويند از طراحان اصلى است. پول داده براى پشتونها که بروند سرزمين هاى شمال را اشغال بکنند. ازى به نام قهرمان ملى ياد ميکنند، کدام قهرمان ملى؟ اين دووس از قندهار به يک تک گرفت و گريخت به ايتاليا.

افغان ملت : پدرام بايد محاکمه شي

Date: 2008-07-22

د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت) ملى مترقى ګوند د لطيف پدرام د محاکمى غوښتنه کوى



نن د سه شنبه ورځ د اسد اوله نيټه د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت) ملي مترقي ګوند لخوا خپره شوې يوې اعلاميه کې نوموړي ګوند د لطيف پدرام لخوا د هيواد د ستر غازي او د افغانستان د استقلال ګټونکي محبوب پادشاه اعليحضرت امان الله خان ته په سپکاوي د هيواد د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي او د اړوندو قانون يلي کونکو اداراتو څخه غوښتنه کړې چه نوموړي دي په دغه ستر جنايت د مملکت د رايجو قوانينو سره سمه جزا ورکړل شي ـ



اعلاميه زياتوي چه د پدرام دغه عمل د افغانستان ملي يووالې او ملي امنيت ته ستره ضربه ده او که دولت نوموړي ته په جزا ورکولو کې عاجل اقدام ونه کړي نو لرى نه ده چه د هيواد په کچه به يو لويي مشکل او ګډوډي رامنځ ته شي ستر غازي امان الله خان چه د ټولو بااحساسه افغانانو په زړونو کې ځانګړې ځاې لري او ټول افغانان که د هر قوم يا ډلى پورى ټړلي وى يو شان عقيدت او احترام لري د پدرام دغه زهرجنو څرګندونو د ټول ملت احساسات راپارولي دي ـ پدرام او دغسي نور اشخاص د داشان زهرجنو خبرو له لاري غوآړى چه خپل ناپاک اهداف ترلاسه کړي دوۍ دهيواد د هيڅ يو قوم او ډلى نمايندګي نه شي کولاې او د افغانستان د دښمانانو لخوا ملاتړ کيږي ـ



ياده دي وي چه پدرام تيره ورځ په يوه غونډه کې د افغانستان د استقلال ګټونکې پادشاه غازي امان الله خان په شان کې ډير ناوړه او کرغيړني څرګندوني کړې او د هيواد دغه ستر غازي يي په ډيرو بدو نومونو ياد کړې دى.

په کابل کې د هزاره گانو پراخ لاريون پيل شو

Date: 2008-07-22

نن سهار د کابل سار له لويديځ څخه د هزاره توکم په غوښتنه يوستر لاريون د ښار د مرکز په لور را پيل شو .په لاریون کې زرگونو هزاره گانو گډون کړی وو او له دولت څخه ېې د خپلو ستونزو د هوارولو غوښتنه وکړه .د لاریون سمبالونکی واېې چی د لاریون یوه برخه گډون وال به د پارلمان د ودانۍ او بله به ېې د ملگرو ملتونوو د څانگي مخې ته ځانونه ورسوي .لاریون کونکو چی پولیسو ې سخت امنيت نيولی له ولسمشر کرزی څخه غوښتنه کوله چې د میدان وردگو په بهسودو ولسوالۍ کې له کوچيانو سره د دوي ستونزي هواري کړي .

2008-07-17

افغان چارواکو د١٥٠ تنو طالبان دوژلو خبر ورکړ

Date: 2008-07-17

ائيلافي او افغان ځواکونودډيورنډ کرښې نه پورې غاړې نه دتر سره شوو بريدونو په ځوابى ځمکنيو او هوايي عملياتو کي شاوخوا ١٥٠ وسلوال طالبان وژلي دي.

داخبره دپکتيکا والي وياند غمي خان وخت خبري آژانس ته کړي او ويلي يى دى : ((دپکتيکا ولايت برمل ولسوالى په شکين سرحدي سيمه کې افغان او ناټو ځواکونو په مرکز ٣٥٠تنه وسله والوطالبانو بريد کړى وو .))

دوالي وياند غمي خان په وينا دوژل شويو طالبانو مړي دسيمې اوسيدونکو وړي دي .

ديوبل خبر له مخې دپکتيکا ولايت امنيه قوماندان جنرال عصمت الله عليزي وخت خبري آژانس سيمه ئيز خبريال ته دتلفون په کرښه ويلي چې تيره ورځ دپکتيا او پکتيکا په لويه لار دزرمت ولسوالى دسرکې په سيمه کې داکمالاتي کاروان په يوه موټر پسې دخښ شوي ماين چادونه شوې چې له امله يې يوکانتينرپه سيمه کې پاتي شوى وه .

دنوموړي په وينا تيره شپه ددولت مخالفو وسله والو غوښتل چې دغه کانتينرته اور واچوي خو ناټو ځواکونو هوايي عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلورتنه وسله وال مخالفين وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي .

دغمي خان په وينا ددغو عملياتو په ترڅ کې يوشمير وسلې او موټر سايکل هم دامنيتي کسانو لاس ته ورغلي دي .

خو ددغو دواړو پيښو په اړه تردې دمه ددولت مخالفينو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چى تيره ورځ پکتيکا ولايت کې امنيتي مسؤلينو لخوايو ځان وژونکۍ نيول شوي وه.

دځايي چارواکو په وينا له بريد کوونکي څخه دپلټنو په ترڅ کې دا څرګنده شوې وه چې له ځانمرګي بريد نه ورسته ١٥٠ وسله والو طالبانو غوښتل چې دپکتيکا ولايت په امنيتي پوستو بريد وکړي .

په افغانستان کي دامريکايي پوځيانو د همېشني حضور طرحه

Date: 2008-07-17

دخبرگزاری صدای افغان څخه پتو ته ژباړه

دواشنگتن پست ورځپاڼه چي په امريکا کښي خپرېږي ،له دې رازنه پرده پورته کړې اوليکي چي دامريکا دمتحده ايالاتو کنگره په افغانستان کي دامريکا يي پوځيانودهميشنی حضورپر طرحه بحث کوي . ددې ورځپاڼي دليکنې له مخي دامريکادکنگرې وکيلان غواړي ((۶۲ ))مليونه ډالره دبگرام دهوايي ډگر دپراختياکارولپاره جلاکړي ،چي داکار په افغانستان کي دامريکادپوځيانو هميشني شتون لپاره يوه مقدمه بلل کېداي سي .

دامريکا پوځيانودبگرام هوايي ډگر په افغانستان کي دخپلو وسله والو ځواکونودملاتړ اوهمدا ډول داساسي گواښونو په مقابل کي دمقابلې په خاطر په خپل واک کښي ساتلی دئ .

دامريکادمرکزي ځواکونوقوماندان ستر جنرال وليام فالون تير کال له کنگرې ته دبودجې دوړانديز پر وخت دبگرام هوايي ډگر يوه ځانگړې پايگاه اومنځنۍ اسياته درسېدو لار وگڼل .

دې امريکايي ورځپاڼي ليکلې چي ،همدا ډول دامريکادکنگرې استازو په افغانستان کي دامريکايي پوځيانو دهميشني پاته کېدو څخه دملاتړ په موخه ،داردوهغه وړانديزته چي ((۴۱)) ميليونه ډالرئي په بگرام کښي د((۳۰))زره ميگاواټ برق دتوليدي چارودسمبالتيا لپاره غوښتی وه مثبته رايه ورکړه .

دژباړونکي يادونه :

داسي معلومېږي چي په اروپاکې دامريکا لخوا دوغنديوپر ضد دسپر دجوړيدواورادار سيستم دځاي پر ځاي کېدوپه اړوند دروسې دکلک غبرگون په مقابل کي امريکانه غواړي وروستئ چانس دلاسه ورکړی ،ځکه نو دامريکا کنگره پدې لټه کي ده چي دامريکايي پوځ دتل لپاره اوکه تل نه وي نوديوې اوږدې مودې لپاره په افغانستان کي دپاته کېدوپه اړوند مالي اومادي امکانات ولټوي .

دامريکامتحده ايالات به دخپل پوځ د پاته کېدولپاره ټولي لاري چاري وسنجوي . خوپدي هيله چي په افغانستان کي دکړکيچ ددوام تر بهانې لاندي دخپلو پوځيانو دپاته کېدوعمر اوږد نکړی . پدې هليه چي افغانستان يوځل بيا دشرق اوغرب تر منځ دپوځي سياليواوسياسي زورآزموينوپه ډگر بدل نشي .

ميدان ښار: طالبانو ۳ اکمالاتي موټر سوځلي دي

Date: 2008-07-17

طالبانو وردګو په مرکز ميدان ښا رکې دامريکايي ځواکونودرې اکمالاتي موټر سوځولي دي .

ذبيح الله مجاهد لر اوبر ته وويل چې ملګرو يې تيره نيمه شپه دوالي دفتر په څومترۍ کې دبازار په مينځ کې دصداقت هوټل مخې ته درې دکمپاين موټر لومړي په راکټ وويشتل اوبيايي اور ورته واچاوه .

نوموړي وويل چې دغه پېښه کې ددوي هغه ملګرو برخه اخيستي وه کوم چې په ميدان ښا رکې ځاي پرځاي دي .

خودوالي مرستيال خاشع پېښه تايد کړه او زياته يې کړه چې په دې پېښه کې درې موټر سوځيدلي اوپنځه تنه په کې ټبيان شوي دي .

خاشع وويل چې پلټنې مو پيل کړي دي چې ددغې پېښې څرنګوالي معلوم کړي .

وردګ هغه ولايت دي چې په دي وروستيو کې دمخالفو وسله والو اودولتي ځواکونودنښتو شاهد دي

ديادولو وړده چې ولسمشر کرزي دې ولايت ته ددې په خاطر نوي والي وټاکه ترڅو دامنيت په ټينګښت کې هڅې وکړي ولي دنوي والي په راتګ سره دامنيوپېښې اودکمپاين دموټرو سوځول دولايت دولسواليو څخه مرکز ميدان ښار ته راورسيدلې .

پکتيا: په يوه ترافيکي پيښه کې ١٦ تنه ټپيان شول

Date: 2008-07-17

ددغه ولايت دجنايي جرمونو سره دمبارزې مدير ولي جان بينو ا ويب پاڼې ته وويل چې دغه ترافيکي پيښه دپنځم ورځې په ماښام دشپږو بجو په شاواخو کې مينځ ته راغلي چې دسرک څخه ديوه لارۍ موټر دلويدو له امله ديوې کورنۍ ١٦ تنه ټپيان شويدي چې له پيښې وروسته ټُپيان په بيړنۍ توګه دګرديز ښار روغتون ته ددرملنې په موخه رسول شوي چې پکې دځينو ټُپيانو روغتيايي حالت هم دانديښنې وړ دی ولي جان زياته کړه چې دغه کورنۍ داريوب ځاځيو ولسوالۍ اوسيدونکي وه اوکډه يې له همدې لارې پلازمينه کابل تلله چې په لاره کې دداډول برخليک سره مخ شوه .

چارواکو دځانمرګي ويډيو يي فلم ژورنالستانو ته وښود.

Date: 2008-07-17

دغه ځانمرګي بريد کوونکي په برمل ولسوالۍ کې دملي اردو ځواکونو لخوا هغه مهال نيول شوی و چې يوپوځي ګډې يې دچاوديدونکو توکو څخه ډک کړی واوغوښتل يې چې په دولتي ځواکونو بريد وکړي او دپنځم په ورځ يې ويديو فلم د ٢٠٣ تندرقول اردو په قرارګاه کې ژونالستانو ته وښودل شو( دغې بريد کوونکي په خپل ويديويي فلم په پنجابۍ ژبه خبرې کولې او تريوه بريد يې پښتو هم زده وه چې ويل يې زما نوم اصف عابد او دپلار نوم مې عباس دی او دپاکستان دملتان اوسيدونکی يم او دواڼه له لارې يوې ډلې طالبانو برمل ولسوالۍ ته راوستی وم چې راته ويل و دغه پوځي ګډی په سيمه کې دافغان او ايتلافي ځواکو له کاروان سره ټکرکړه او يا يي په تاسيسات بريد وکړه )دنوموړي بريد کوونکي دفلم له خپريدا وروسته دنوموړي قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالخالق درسنيو کارکوونکو ته وويل چې دچاوديدونکو توکو ډک موټريې له منيځه وړی دی او دنيول شوي کس څخه دزياتو معلوماتو دترلاسه کيدو په موخه پلټنې دوام لري . دا په داسې حال کې ده چې دولتي ځواکو په سويل ختيزو ولايتونوکې ورته ځانمرګي بريدکوونکي دچاوديدونکو توکو سره يوځاي په خواهم نيولي وو.

خوست : سل تنه اربکي په دندو وګمارل شول

Date: 2008-07-17

هغه غونډه چې دقلندر اوموسی خيلو ولسواليو قومي مشرانو دخوست والي ارسلاجمال سره درلوده قومي مشرانو په خپلو ولسواليو کې د ښه امنيت دساتنې لپاره دسلو تنو اربکيو په دنده د ګمارلو خبر ورکړ. دوي په خپلو خبروکې زياته کړه مونږ دخپلې سيمې د ډاډمن امنيت دساتنې لپاره دغه اربکي په سيمو کې په دندو ګمارلي ترڅو له دولتي چارواکو سره دامنيت دساتلو په برخه همکاري وکړي او ددوی دفعاليتونو په سيوري کې دبيارغونې پروژو ته وړزمينه برابره شي .خوديادونې وړده چې دلويي پکتيا قومونو دخپلو قومي پريکړو له مخې دډيرپخوا راهيسي دخپلو سيمو دامينت ساتنې لپاره دوخت له حکومتونو سره دهمکاری په موخه ورته اربکي په امنيتي دندو توظيف کړي چې دسيمې په ټيکاو او امنيت کې ددوی هڅې اغيزمنې تمامي شويدي .

ايتلاف: په بکوا ولسوالۍ کې مو ولسي وگړي ووژل

Date: 2008-07-17

د امریکې په مشرۍ ايتلافي ځواکونو ومنله چی پرون ېې د فراه په بکوا ولسوالۍ کې په یو کور بريد وکړ او چې له امله ېې اته تنه مړه او دوه نور ژوبل شول .د ايتلاف يو مطبوعاتی بيان چې شيبه دمخه خپور شو واېې سرتيري په سيمه کې پر گزمه بوخت ول چی له همدې کورنو پرې د سپکو وسلو او ماشينگڼو ډزی وشوي او هغوی هواېې ځواک سيمې ته را وباله چی بیا دا پيښه رامنځ ته شوه .ائتلاف په دې پيښه خواشينې ښولي او واېې چې هيڅ کله هم دوی قصدا د ملکي وگړو وژل نه غواړي .

ننګرهار:لوروښوونځيو بنسټ ډبري کيښودل شوي

Date: 2008-07-17

د ننګرهار ولايت د پوهني ريس محمد اقبال عزيزي وايي چي د چپرهار او روداتو په ولسواليو کې د څلورو ښوونځيو د بنسټ ډبري کيښودل شوي،نوموړي وايي دغه ښوونځي د پوهني وزارت،يونيسف او المان هېوادد مرستندويو ټولنو د يو ميلون امريکايي ډالرو پر ارزښـت جوړيږي،د پوهني ريس وايي کار به تر راتلوونکو شپږو مياشتو کې بشپړ شي چې د ديرش زره ذده کوونکو د سرپنا ستونزه به ورسره هواره شي،له بلي خوا د جلال اباد په ښار کې دوه ښوونځي له جوړولو وروسته ګټي اخيستو ته وړاندي شول،دپوهني ريس په وينا چې د ښوونکو لپاره د حرفوي ذده کړو او سيانسي مضامينو د ذده کړي کورسونه جوړ کړيدي،

ولسمشر کرزي هسکي مېني ته لاړه

Date: 2008-07-17

د پنجشنبي په ورڅ سهار ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار ولايت دهسکي مېني ولسوالۍ ته دهغوخلکود تسليت لپاره لاړه چې څه موده وړاندي يي دايتلاف په هوايي بمباري کې ترپنځوسو تنو پوري ښځي،ماشومان اوپيغلي وژلي وي،که څه ايتپلاف ټينګار کاوه چې ترهګر يي وژلي خو دولسمشر کرزي هيئت او ولسمشر به اوسمهال خپله هم ليدلي وي چې څوک يي وژلي دي،ديادوني وړ ده چي دغه بمباري کې چې ديو واده پرمراسيموترسره شوي وه،خلک وايي د افغان حکومت دننه په استحباراتي ادارو کې يوشمير خلک شته چې هغوي په لوي لاس غواړي دغه ډول پيښه رامنڅ ته کړي،ولسمشر کرزي هم يوازي له خلکو سره ليدلي او خپل تسليت يي ورته وړاندي کړي او دپيښي عاملينو ته دسزا په اړه کومه غوڅه ژمنه له خلکوسره نده کړي،د هسکي مېني ولسوال وايي ولسمشر يوازي له خلکوسره ليده کاته وکړه او له فاتحي وروسته بيرته دکابل په لوري يي حرکت وکړو،

2008-06-17

هلمند: پنځه تنه سړي ټښتوونکي په پوځي يونيفورم کي ونيول شول

Date: 2008-06-17

دهلمند ولايت د امنيه قو ما ندا نى پو ليسو پرون پنځه تنه سړى تښتوونکى چى په پوځى يو نيفورم سمبال و نيو لى دى .
د کور نيو چارو و زار ت د مطبو عا تو اوعا مه اړيکو رياست دمعلو ماتو له مخى، دغه افراد له دووکلا شينکوفو نو سره د لښکر ګاه ښار د لکان په سيمه کى د پو ليسو له خوا نيول شوى دى موضوع ترڅيړنى لا ندى ده .

بريټانيا افغانستان ته ۲۳۰ سرتيري استوي

Date: 2008-06-17

د بريټانیا دفاع وزارت نن په رسمي ډول خبر ورکړ چې غواړي افغانستان ته د طالبانو د ځپلو لپاره ۲۳۰ تازه دمي سرتیري واستوي. دفاع وزیر ډس بروان وویل چې له دې سرتیرو سره به په افغانستان کې د ټولو بریټانوي سرتیرو شمیره ۸۰۰۰ ته ورسیږي . براون وویل چې طالبانو نوي چلینجونه رامنځ ته کړي نو اضافي سرتیرو ته اړتیا شته .

2008-06-15

په کابل کي يوتن دزمردودليږدولوپه تورونيول شو

Date: 2008-06-15

دکابل هوا ئى ډګر دسر حدى پو ليسو مو ظفينو يو تن د زمردو د يو سلو پنځوسو نګينو د ليږد ولو په تورونيوه .
د کور نيو چارو و زارت دمطبو عاتو او عا مه اړيکو ر ياست د معلو ما تو له مخى : په نيول شوى کس تور لګول شوى چى غو ښتل يى دغه نګينو نه دکام اير الو تکى د الو تنى په وسيله له کابل څخه دوبى ته وليږدوى اود پو ليسو له خوا ونيول شو .

فراه : دائتلاف پوځونوڅلور تنه سرتيري ووژل شول

Date: 2008-06-15

دائتلاف دپوځونوڅلور تنه سرتيري پرون دفراه ولايت دبکوا په ولسوالي کي ديوماين دچاودني له امله ووژل شول.
دائتلاف دپوځونو په خپره شوي اعلاميه کي دماين دچاودني له
امله دڅلورو امريکايي عسکرو وژل تائيد شوي ،خودهغوي دهويت په باب څه نه دي ويل شوي .

بريتانيا افغانستان ته سرتيري استوي

Date: 2008-06-15

دبريتانيا ددفاع وزارت يوويندوي دغه خبرتائيدکړي او ويلي يي دي، په روانه اووني کي به دغه موضوع په رسمي توگه اعلام شي.
بريتانيا اوس دافغانستان په جنوب کي اووه زره اته سوه تنه سرتيري لري .

2008-06-10

بغلان : قوماندانه کفتره دسولي دټينګښت له بهيرسره يوځاي شوه

Date: 2008-06-10

ميرمن کفتره چي څه ناڅه له دوه نيمو کلونو راهيسي دبيلا بيلوانګيزو له مخي، له دولت سره په مخالفت کي وه او تر خپلي قومانداني لاندي افرادو سره په غرونو کي اوسيدله ، له مخالفت څخه لاس واخيست او له خپلو لسو تنو اړوندو افرادو سره دبغلان په ولايت کي د سولي د ټينګښت له بهير سره يوځاي شوه .

2008-06-09

د كندوز ژورناليستانو د عبدالصمد روحاني وژنه وغندله

Date: 2008-06-09

په كندوز كې د نړيوالو او كورنيو خبري اژانسونو او راډيوګانو په هلمند ولايت كې د بي بي سي د خبريال عبدالصمد په مړينه خواشني څرګنده كړه او د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ كې يې له دولت څخه وغوښتل چې په سيمه كې د امنيت د راوستلو اوټينګښت لپاره هڅې وكړي، ددغې غونډې په پاى كې ژورناليستانو دخداى بخښلي عبدالصمد روحاني كورنۍ ته تسليت وړاندې كړ، هغوې ته يې له الله جل جلاله څخه د صبر غوښتنه وكړه، او د شهيد روحاني لپاره يې د جنت فردوس د غوښتنې پر وخت د اوښكو په ملتيا لاسونه لپه كړه.

هلمند: دري تنه بريټانوي سرتيري ووژل شول

Date: 2008-06-09

دبريټانيا ددفاع وزارت پرون دهلمند په ولايت کي دخپلو دريو تنو عسکرو وژنه تائيد کړي ده .
دغه سرتيري په گزمي بوخت و ،چي ځانمرگي بريدورباندي وشو اوپه نتيجه کي دري تنه ووژل شول .

په هلمندکي دبي بي سي خبريال ووژل شو

Date: 2008-06-09

په هلمند کي دبي بي سي خبريال صمدروحاني دشنبي په ورځ بي درکه شوي و اومړي يي ديکشنبي په ورځ دلښکرگاه په ښار کي پيدا شو.
د روحاني په بدن کي دگوليو دلگيدو نښي نښاني ليدل کيږي، خوتراوسه پوري چادده دوژني پړه په غاړه نه ده اخيستي .

کندهار : دکاناډا يو سرتيري ووژل شو.

Date: 2008-06-09

دکاناډا ددفاع وزارت مقاماتو ويلي دي ،چي ددوي يوسرتيري
تيره شپه دکندهارولايت دژيړي په ولسوالي کي په گزمي بوخت و په يوڅاه کي غورځيدلي او وژل شوي دي.

2008-06-08

په خوست کی ٦٠ کيلو ګرام چاوديدونکي توکي ونيول شول

Date: 2008-06-08

د خوست ولايت امنيې قوماندانۍ د امنيت امرسمونوال محمديعقوب وايي، پوليسود خوست ښار په مركزي برخه كې يوفلاينګوچ موټر چې شپيته كيلوګرامه چاوديدونكي توكي ، بارود او نور توكي په ښه مهارت سره پكې ځاى پرځاى شوي وو، ونيوو.
چارواكي وايي، چې موټر چلوونكى په تيښته بريالى شوې خو لدې سره يې د تړاو په توريې درې شكمن كسا ن نيولي.

په كندهار كي يوپاكستاني انجنيروتښتول شو

Date: 2008-06-08

دكندهار امنيه قوماندان مل پاسوال سيداغا ثاقب وويل :دسيټا په نوم دسړك جوړوني دپاكستاني كمپني يوانجنير نن دكندهارښار لويديځ خواته دكوكران په سيمه دنامعلومو وسلوالو كسانو لخوا دهغه ديوه تن همكار سره يوځاي وروسته له يوي وسلوالوحملي څخه تښول شوي دي .
ښاغلي ثاقب وويل: په دي پيښه كي دنوموړي كمپني يوتن كارګر ټپي سوي هم دي

لورا بوش کابل ته راورسیده

Date: 2008-06-08

دامریکا دمتحدو ایالاتو دولسمشر جورج واکر بوش میرمن لورا بوش کابل ته رارسېدلې او له ولسمشر کرزي سره به وګوري، هغه به له امریکايي سرتیرو سره هم نیږدې لیدنه وکړي ،میرمن بوش به دا ډول بامیانو ته هم سفر وکړي او د بودا مجسمه چې طالبانو نړولې له نیږدی ووینې، میرمن بوش به دپولیسو هغه اکاډمي هم وګوري چې ښځینه پولیسو ته پکې روزنه ورکول کیږي. دا د میرمن بوش دریم سفر دی چې افغانستان ته یې لري.

په شمال ختیځو ولایتونو کې د مثلث په نوم عملیات پيل شول.

Date: 2008-06-08

دافغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې دملي دفاع وزارت دمثلث په نوم عملیات پيل کړي، دا عملیات چې دملي اردو په رهبرۍ پيل شوي، نړیوال ځواکونه او ملي پولیس هم ورسره ملګري دي، دملي دفاع وزارت ویندوی وویل : دا عملیات نن سهار په نهو بجو پيل شول ، او داشکمش او نهرین په ولسوالی کې روان دي، له دغو عملیاتو موخه سېمې له وسله وال طالبانو پاکول دي.

2008-06-03

کندهار: دو بشکي چاوديدونکي توکي کشف شول

Date: 2008-06-03

دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتو اوعامه اړيکورياست دمعلوماتوله مخي :
دغه توکي دتروريستانو له خوا دچاودني په خاطر دکندهار ښاردنهمي ناحيي دباباي ولي دتيلو ټانک ته څيرمه دسرپوزي په سيمه کي ځاي پرځاي شوي و ،چي دپوليسو له خوا کشف او شنډ شول .

د چارسياب په ولسوالي دوه توغندي وتوغول شول

Date: 2008-06-03

دکابل دساحوي زون دپوليسو دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رئيس جنرال عليشاه پکتياوال ددغه خبرپه تائيدولوسره وويل ،دغه توغندي دچاراسياب ولسوالي دهوتکي له دښتني څخه توغول شوي دي اوپوليس اوس دسيمي په لټونه بوخت دي.
اودجنرال پکتياوال دڅرگندونو له مخي، يوتوغندي يي دعمومي
سړک په پنځوس متري اوبل يي دمهاجرينو کمپ ته څيرمه لگيدلي دي. چي دسرزيان اومالي تاوان يي نه درلود.

2008-06-02

دISAF يو سرتيري مړه او څلور ټپيان شول

Date: 2008-06-02

د ايساف د مطبوعاتي دفتر چارواکي ددغه خبر په تائيدولو سره وويل: د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالي د سړک په تګلوري کي د تروريستانو له خوا د يو ايښودل شوي ماين د چاودني له امله د ايساف د پوځونو يو عسکر ووژل شو او څلور تنه نور يي ټپيان شول ،ده دوژل شوي سرتيرو او د ټپيانو هويت څرګند نه کړ.

2008-06-01

دائتلاف پوځونو دوه تنه سرتير ووژل شول

Date: 2008-06-01

په افغانستان کي د ائتلاف پوځونو تائيد کړه ،چي ددي پيښي له امله دناتو دوه تنه سرتيري وژل شوي اوڅلور تنه نور يي ټپيان شوي دي ، ددغو عسکرو هويت او مليت ته اشاره نه ده شوي .
پرون له غرمي وروسته د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کي د بهرنيو پوځونو په سرتيرو باندي ځانمرګي بريد وشو، ددي پيښي له امله د ناتو ديو شمير سرتيرو په وژني او ټپي کيدو برسيره دننګرهارپنځه تنه اوسيدونکي هم ټپيان شوي دي .

پکتيا: يوطالب دماين دځاي پرځاي کولوپه وخت کي ووژل شول

Date: 2008-06-01

دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتو اوعامه اړيکورياست دمعلوماتوله مخي، دغه سړي چي غوښتل يي دوسايطوضد يو ماين دزرملي ولسوالي دگلدارخيلو په ساحه کي په سړک باندي ځاي پرځاي کړي دغه ماين و چاوديد اودي يي وواژه.

2008-05-31

په کابل چاودنه وشوه

Date: 2008-05-31

نن سهار اوه نيمې بجې د کابل د پنځمي ناحيې د آب رسانۍ په سيمه کی دسړک پر سر ملي پوځيانو د افسرانو په يو کاستر موټر بمي چاودنه شوي .
چې،يو شمير خلکو ته په کې مرک ژوبله اوښتې ده.
د کابل ښار د جنايي جرمونو د څانگي مشرعلي شاه پکتياوال رسنيو ته وويل ،چې بريد په گلدان کې د چاوديدونکو توکو د چادونې له امله رامنځ ته شوې چې، په وينا يې ٣ تنه ملکي کسان په کې ژوبل شوي دي.
خو دعيني شاهدان له خولي چي پدي چاودنه کي دملي اردوڅلوروسرتيروته مرګ ژوبله اوښتي ده.
تر دې دمه د بمي چاودنې موخه معلومه نه ده.

په غزني کي دوه تنه انجينران دنامعلوم کسان له خوا وتښتول شول

Date: 2008-05-31

پرون دنامعلومو وسله والو کسانو دغزني ولايت دڅلورمي حوزي په ساحه کي دپاملرني خيريه موسسي دوه تنه انجينران وتښتول .
دغزني ولايت دامنيت آمر سمونوال محمدزمان وويل :دادوه انجينيران چي دعامه خدمتونوباندي په دغه ولايت کي بوخت وه دنامعلوم کسان له خوا پرون وتښتول شول .
زياده يي کړه :چي تراوسه پوري ددي تښتوني پله چاپرغاړه نه دي اخيستي، چي دکوم هدف لپاره دادوه نفر تښتول شوي دي.
دغزني ولايت دقومانداني دامنيت آمر تښتوونکي طالبان بللي دي .

په ميدان وردګو کي ٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

Date: 2008-05-31

د کور نيو چارو و زارت د مطبو عا تو او عا مه اړيکو رياست د معلو ما تو له مخى : دغه عمليا ت د نرخ په ولسوالى کى دپو ليسو اود ايتلاف دپوځو نو له خوا تر سره شوى دى .چى په نتيجه کى ددولت څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوى او يو تن بل يى نيول شوى دى .

2008-05-29

دافغانستان په ختيځ کي دناتو يوسرتيرووژل شول

Date: 2008-05-29

دناتودپوځونوپه خبرپاڼه کي چي نن سهار خپره شوه ويل شوي دي، چي دغه سرتيري دافغانستان په ختيځ کي په گزمي بوخت و، چي له ايښودل شوي ماين پري وچاوديد،چي په نتيجه کي يوسرتيري ووژل شول اوڅلورتنه نور سرتيري ټپيان شول.
دسرتيروهويت ، مليت اودپيښي دقيق ځاي ته کومه اشاره نه ده شوي.

کابل کي نن سهار ځانمرگي بريد وشو

Date: 2008-05-29

دغه ځانمرگي بريد دکابل _ جلال اباد دلوي لاري ديکه توت په ساحه کي دتيلو ټانک ته مخامخ ترسره شو چي زموږ يوشميرکسان پکي ووژل شول ياټپيان شول.
ځانمرگي يرغلگر په سرف موټر کي سپور و چي خپله
واسطه يي دبهرنيو عسکرو وسايطو ته څيرمه وچووله .
تراوسه پوري ددغي پيښي له امله دسردزيان ددقيق شمير په باب څه نه دي ويل شوي خو ځيني امنيتي خبرځايونه په دي پيښه کي ددريو تنو ملکي کسانو وژل کيدل تائيدکړي دي.

2008-05-22

ISAF : زمونږڅلورو سرتيرو ته مرگ ژوبله اوښتي

Date: 2008-05-22

دناټو په مشرۍ ايساف ځواکونه واېې چې د دوي دوه سرتيري تيره ورځ د غزني په آب بند ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې له خپل افغان ژباړن سره يو ځای وژل شوي دي . چاودنه د سرتيرو د گزمې پر موټر شوي . د ايساف عمومي وياند جنرال "چارلس برانکو" د وژل شويو سرتيرو هويت ندی په ډاگه کړی .په ورته وخت کې پرون په پکتيکا کې د ناټو پر يوه گزمه د سپکو وسلو ډزي شوی او دوه سرتيري ژوبل دي .

ننگرهار:د افغان کډوالو ماشومان گرمۍ وژلي

Date: 2008-05-22

رپوټونه واېې چې د پاکستان له جلوزو پنډغالي څخه افغانستان ته را که ه شوي د کنړ ولايت شاوخوا په 180 لاريو بار کډوال د ننگرهار ولايت د امنيتي مامورينو له سخت چال چلند سره مخ شوي دي .دا کډوال چې د بهسودو د قاسم آباد په دښته کې د ميشته کيدو غوښتونکي دي خو د کډوالو چارو اداره ورته دا اجازه نه ورکوي . د دې کډوالو ځيني استازي واېې چې تيره ورځ ېې د سختی گرمۍ له امله دريو ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړي .هغوی واېې والی گل آغا شيرزي ورسره ژمنه کړي وه چې دلته به ورته د تم کيدو اجازه ور کوي خو اوس چی دوی هيواد ته را ستانه شوي شيرزی له خپلي ژمني په شا شوی دی .د ننگرهار د کډوالو چارو اداره واېې که په دې سيمه کې دې کډوالو د ميشته کيدو اجازه ورکړي ويره شته چې هغوي به د تل لپاره په دولتي ځمکو خيټي واچوي.

خپلواک:پاکستان د ترهگرۍ په مبارزه کې ناکام شوی دی

Date: 2008-05-22

د پاکستان له اوسنۍ پولي سره دافغانستان د گاونډي پکتيکا ولايت والي ډاکټر اکرم خپلواک واېې چې پاکستان د ترهگرۍ ضد نړيواله جگړه کې ناکام شوی دی نو ځکه ېې له قبايلي طالبانو سره د سولی تړون لاسليک کړی دی .ښاغلی خپلواک وايي چې دوي د دې تړون په اړه شديده انديښنه لري دا ځکه چې هره ورځ د قبايلو اورپکې افغانستان ته را اوړي او په دولتي تاسيساتو اوعسکرو بريدونه کوي . نوموړی واېې چې دا انديښنه ېې له ميشتو بهرنيو سرتيرو سره هم شريکه کړي ده او د دې بغاوتونو د مخ نيوي په برخه کې ېې له تيري يوې مياشتي را پدې خوا د پکتکيا او پاکستان تر منځ په پولو کې سخت عمليات پيل کړي دي.

نجيب منلی: د افغان خبريالانو ملاتړ کوو

Date: 2008-05-22

د اطلاعاتو او فرهنګ وزات سلاکار نجيب منلی وایې چې دوي به تر خپل توان پوري دافغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د ټولو خبریالانو او په خاصه بیا د ښځینه خبریالانو امنیت وساتي.
دا ډاډینه وروسته تر هغه خبریالانو ته ورکړل شوه چې د لومړي ځل لپاره بینواویب پاڼي پرون داسي خبر خپور کړ چې ګواکې د بی پولو خبریالانو ټولني له افغان حکومت څخه د افغان خبریالانو د امنیت د خوندي توب په اړه د ډیر څه غوښتنه وکړه .
د بی پولو خبریالانو ټولني عمومي مرکز د هغه بیان په خپرولوچې په لومړي سر کې د بینواویب پاڼی ادارې ته را ورسید له افغان حکومت څخه وغوښتل چې په خاصه بیا د هرات ولایت د خبریالي نیلوفر امنیت ته جدی پام وکړي.
ټولني وویل چې آغلې نیلوفر له وهلو ټکولو وروسته لا هم تر سختو ګواښونو لاندي ده او هره لحظه یې مرګ ګواښوي.
آغلې نیلوفر چې تیره اونۍ ناپیژاندو وسله والو په چړو هم ژوبله کړه دا ګرۍ د هرات له روغتون څخه تر نسبي درملني وروسته رخصته شوي خو لا یې هم هره شیپه مرګ ګواښوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ښاغلی منلی وایې چې دوي له افغان امنیتي مامورینو سره په ګډه کار کوي تر څو د افغانو خبریالانو ژوند وژغوري. تیر کال په ټول افغانستان کې د شمشاد ټلویزیون د خبریالي څانګه آماج او د صلح د راډیو د مشرې ذکیه ذکې په ګډون پینځه افغان خبریالان د هیواد د پلازمیني په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې وژل شوي وو.
افغان ژورنالستان، دولت ضد وسله وال، د مخدره توکو کاروباریان، جهادي ټوپک سالاران او په ځينو مواردو کې افغان امنیتي مامورین په لوی لاس او قصداً د افغان خبریالانو د مړیني لامل بولي.

کندهار: په هر ډول چې کيږي سر شميرنه د نه کيږي

Date: 2008-05-22

په کندهار ولايت کې د جنوبي او لویدیځو ولايتونو په سلګونو تنو سپینږیرو، قومي مشرانو، د ولايتي شورګانوغړو او سيميزو سیاست والو د یوې ستري غونډې په جوړولو په هیواد کې د راتلونکي سرشمیرني د نه تر سره کیدو غوښتنه وکړه .

د غونډي ګډون والو له ولسمشر کرزي او نړیوالو په وار غوښتنه کوله چې سر شمیرنه د نه تر سره کیږي دا ځکه چې امنیتي حالت سم ندی او ویره شته چې ګڼ شمیر سیمي له سر شمیرني پرته پاتې شي.

هغوي ویل چې د ملک ۱۹ولایتونه د سرشمیرني لپاره نه دي برابر دا ځکه چې هلته د مخالفو وسله والو فعالیتونه خورا ګړندي دي.

په دې غونډه کې چې ویل کیږي د سولي د مرکې په نامه ډلي له خوا را بلل شوي وه د هرات، کندهار، نیمروز، فراه، هلمند، زابل، بادغیس او یو شمیر نوروولایتونو استازو او قومي مشرانو ګډون درلود.

ګډون والو د افغانستان په هغو ولایتونو کې هم د سرشمیرني لپاره خورا ډیري ستونزي په ګوتو کړي کومي چې دا ګړۍ د طالبانو له بریدونو تر ډیره بریده په امن کي دي.

مشرانو وویل چې هغه سیمي چې د طالبانو له بریدونو خوندي دي هلته بیا بله لویه ستونزه موجوده ده او هغه هم د ټوپک سالارانو شتون دی چې د دې لامل کیدای شي چې هلته ټوپک سالاران په خپله ګټه په سرشمیرنه کې لاس ووهي او ورته ځیان ورسوي.
د دې ولسي غونډي یو تن ګډون وال او د کندهار د ولایتي شورا مشر قیوم جان کرزي وویل: (تر هغو چې په سیمه کې امنیت نه وي ټینګ شوی سرشمیرنه نامکنه او یو ستونزمن کار دی).

ګدون والو په پای کې ژمنه وکړه چې د دې ډول غونډو جوړولو ته به تر هغه دوام ورکړي تر څو په خلکو کې داسي شعور رامنځ ته شي چې د سرشمیرني د نه تر سره کیدو غوښتونکي شي.
هغوي له ولسمشر کرزی څخه غوښتنه وکړه، په هر ډول چې کیږي باید د سرشمیرني مخه ونیسي.
د افغانستان د احصایې مرکزي اداره وایې چې دوي په راتلونکي اسد میاشتي کې سرتاسري سرشمیرني ته تابیا نیولي ده .

2008-05-20

کابل کې د بيلا بيلو قومونو غونډه جوړه شوه

Date: 2008-05-20

په افغانستان کې د مختلفو قومونو او قبايل د شته ستونزو لپاره د حل لارو چارولټولو لپاره دهيواد دبيلابيلو قومونو څه دپاسه ۲۰۰ تنه سپین ږیری او مخور په کابل کې سره ټول شوی وه. دغه غونډه په کابل کې د کانترپات موسسی په ابتکار او د امريکا د متحده ایالاتو انکشافی ادارې په مالي مرسته جوړه شوي وه. ددغه کنفرانس يوه تن په لاره اچونکی، محمد حليم فدائي وویل چی دغه کنفرانس دمدنی ټولنی د جوړیدو او د قومونو او قبایلو تر مینځ د همغږی را وستلو په موخه جوړه شوی دی. دغه کنفرانس ادمدنی ټولنی په وره کی د کوچیانو او قومی جرګو د غرو ونډهب تر نوم لاندی په لاره اچول شوی وه. ګډون کونکی یې په بیلابیلو کاری ډلګیو کی د مدنی ټولنی جوړیدو د څرنګوالی خلکوته د آسانتیاوو د برابرولو د ښځو د تحصيل په لاره کې خنډونو په موضوګانو بحث وکړ.

هلمند کې چاوديدونکي توکي نيول شوي

Date: 2008-05-20

نړيوال سوله ساتونکی ځواک وايې چې د هلمند په گرشک ولسوالۍ کې ېې د يو لړ پلټونکو عملياتو پر مهال يو اندازه انفجاريه مواد او په زرگونو فيره مرمۍ تر لاسه کړي دي .دا وينا په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې خپره شوي ده .په نيول شويو مهماتو کې د راکټ لانچر 50 گولۍ او نږدې 100000 ډول ډول مرمۍ او چاوديدونکي بستې هم شاملي دي.په هلمند کې د بريټانوي سرتيرو وياند ډگرمن "روبين متيوس" واېې دا عمليات د افغان او بريټانوي سرتيرو له خوا په گډه تر سره شول .په دې عملياتو کې چې د سيمي د کرارۍ په موخه سر ته رسيدلي د پوليسو څو جورې جامې چې د مخالفينو له خوا د ناوړه اعمالو د تر سره کولو په موخه کاريدې هم تر لاسه شوي دي .

ناروې ، افغانستان ته 700 مليونه ډالر ورکوي

Date: 2008-05-20

د ناروې حکومت ژمنه کړي چې په راتلونکو 5 کلونو کې به له افغان دولت سره څه نا څه 700 مليونه امريکايي ډالره مرسته کړي.په دې ملک کې افغان سفير جاويد لودين واېې چې دا پيسې به د روغتيا ، ښوني او روزني او د حکومتی ادارو د وړتيا په لوړولو کې ولگول شي .ناروې چې افغانستان ته د بسپنه ورکونو هيوادونو په کتار کې مخکښ ځای لري دا گړۍ دلته 495 سرتيري هم لري .دا سرتيري د ناټو تر قوماندې لاندې فعاليت کوي .

د حضرت علي پر کور د بريد په تړاو کسان نيول شوي

Date: 2008-05-20

د لغمان ولايت پوليسو د قوماندان حضرت علی پر کور د بريد په تور لس تنه له مهترلام ښار څخه توقيف کړي دي .د لغمان د والي نطاق ښاغلي" اټک" وويل چې دا کسان د حضرت علي په دستور نيول شوي دي او انگيرل کيږي چې په دې بريد کې به پوره لاس ولري.د نوموړي پر کور چې د جلال اباد ښار په زړه کې پروت دی شاوخوا لس ورځي دمخه بريد وشو چې بريد کونکو د هغه د پلار تر وژلو وروسته د کور 7 تنه غړي چې ځينې ښځي هم پکې شاملي دي له ځان سره يوړل .د تښتول شويو کسانو څرک ندی ليگدلی او له نيول شويو کسانو پوښتني پلټني پيل شوي دي.

په پاکستان کې يو ځل بيا چاودنه وشوه

Date: 2008-05-20

د پاکستان د سرحد ایالت په باجوړ سيمه کې يو ځل بيا تيره شپه په يو جومات کې ځواکمنه چاودنه شوي چې څلور تنه ېې وژلي او پينځه تنه نور ېی ژوبل کړي دي .دا چاودنه د باجوړ په مومند نومي سيمه کې شوي ده .په ورته وخت کې د پاکستان تحريک طالبان پاکستان ډلي د مردان د وروستۍ چاودنې مسوليت پر غاړه اخيستی .د دې تحريک وياند مولوي عمر دا کار د ډمه ډولې د بريد ځواب په گوتو کړی .

ملاعبدالسلام: دولت موسى كلا كې كړې ژمنې ندي پوره كړې

Date: 2008-05-20

له هغه نيټې چې دهلمندولايت دموسى كلاولسوالي ددولت په ولكه كې راغله ددغه ولايت دولتي چارواكو د دغې ولسوالى له خلکو سره د رغاونې او ربيارغونې په برخه کې بې شميره ژمنې وكړې خو دسيمې داوسيدونكوپه ويناچې تردې مهاله هغه ژمنې په سلوكې پنځوس هم نه دي عملي شوې.

ددې ولسوالى يوتن قومي مشرحاجي سلطان شاه وخت خبري آژانس ته وويل: "اوس هم په سيمه كې دبيكارى ستونزه پرځاى پرته ده اوزياتره خلك دپخواپه شان بې روزگاره دي."

هغه زياته كړه چې په لومړيوكې دولت اونړيوالې ټولنې پدې سيمه كې د رغنيزو پروژو د پيل ډيرې ژمنې وكړې، كه چيرې د کړيو ژمنوڅخه يې پنځوس فيصده هم عملي شي نود خلکوډيرې ستونزې به ليرې شي.

ده زياته كړه چې د سيمې ډيرى خلک له دولت څخه ناخوښه دي او هغه همدا د دولت وچې ژمنې او نه عملي کول دي.

۴۰ كلن اخترمحمدچې دهمدې ولسوالۍ دمركزاوسيدونكى دى بياله بهرنيو ځواكونوڅخه سرټكوي اووايي:"دملكي كسانوپه كورونودشپې لخواعمليات كوي اوبيله دې چې دکور کسان په جريان كې واچوي دروازه يې ورماتوي اوورننوځي."

هغه له دولت اونړيوالوځواكونوڅخه غوښتنه وكړه چې په سيمه كې دخپل سري عمليات ودروي اويوازې ددطالبانوپلټنه وكړي اونوردې ملكي وگړي نه ځوروي.

همدارنگه يوبل تن مخورحاجي ولي شاه هم له ورته ستونزې سرټكاوه، هغه وويل:" څه موده وړاندې ددې ولسوالۍ مركزته څيرمه په سپينه ورځ بهرنيوځواكونودملكي كسانويوه عراده تونس موټرپه نښه كړچې پكې دوه تنه نه يوازې ووژل شول بلكې داورپه لمبوكې لولپه شول اوڅلورتنه نورسخت ټپيان شول چې ښځې اوماشومان هم پكې وو."

دموسى كلا ولسوال ملاعبدالسلام دخلکو دغه ستونزې او انديښنې پرځاى وبللې او وايي:"دولت موسى كلا ولسوالي هيره كړې ده كه چيرې پوره پاملرنه ورته ونه كړي نو پخوانى حالت به يوځل بياتكرارشي."

هغه ديوې ځانگړې مركې په ترڅ كې وخت خبري آژانس ته وويل چې په سيمه كې بهرني ځواكونه هم خپل سري عمليات كوي او موږ هيڅ په جريان كې نه اچوي.

ده هم دبهرنيوځواكونوله لوري دملكي كسانودموټرويشتل اوپكې دملكي وگړومړينه تاييدكړه.

نوموړي همداراززياته كړه چې مركزي دولت بايدپه دې ولسوالى كې امنيتي ځواكونه زيات كړي ترڅودامنيت په راوستوكې پوره مرسته وكړي ،دده په ويناچې دامهال په دې ولسوالى كې دملي پوليسوځواك كم دى اوددې جوگه نه دى چې له مركزپرته په نوروسيموكې امنيت ټينگ كړي.

ده يوځل بياپه دولت غږوكړچې په دې سيمه كې خپلې كړې ژمنې ترسره كړي اودبيكارى ستونزه دې له منځه يوسي.

ديادونې وړده چې تيره اونى دهلمندوالي محمدگلاب منگل په گډون ديوشميردولتي ادارو مسؤلين پدې موخه دغه ولسوالۍ ته ورغلل چې هلته يوشميرپروژې پرانيزي،خو د هغوى د سورلۍ په الوتکې بريد ددغوپروژو پرانيستنه وځنډوله.

2008-05-19

د قلمي همکارانو اړتيا

Date: 2008-05-19

د هيواد ويبپاڼه قلمي همکارانو ته اړتيا لري.
موږ غواړو چې د هيواد ويبپاڼې لوستونکي د ورځنيو خبرونو او نورو مهمو پېښو څخه خبر وساتو، نو لدې امله موږ هغه کسانو ته چې وکولای شي د هيواد د داخل او بهر څخه د هيواد په ويبپاڼه کې په مستقيم ډول خبرونه او نور جالب مطالب خپاره کړای شي اړتيا لرو .
دغه ډله کسان هم د پښتو اوهم د انګليسي برخو ته په کار دي .
هغه څوک چې دې چوپړ ته اماده وي کولای شي په لاندې پته زموږ سره تماس ونيسي :
webmaster@hewad.com
تماس

په ننګرهار کې ترسلوزروجريبو زياته دولتي زمکه زورواکو لاندې کړې

Date: 2008-05-19

دننګرهار ولايتي اداره وايي پدغه ولايت کې يې دلاندې شويو دولتي زمکودبيرته راګرځولو په موخه يو پلاوي ته دنده سپارلې .دولايتي ادارې دچارواکو په وينا دغه پلاوې به چې دبيلابيلو اړوندو ادارو استازي پکې برخه لري ترسلو زروزياته جريبه دولتي زمکه چې دځينې زورواکو له لورې لاندې شوې بيرته راوګرځوي.ددغه پلاوي مشر او دولايت اداري ريس حاجي نظير ديکشنبې په ورځ خبريالنو ته وويل په ننګرهار ولايت کې نږدي ټوله دولتي زمکه خلکو لاندې کړې .هغه وويل په دغو خلکو کې ځينې زورواکي شته چې هم په دولتي ادارو کې دنده اجرا کوي اوهم يې دښارګوټو په نوم دولتي ځمکې لاندې کړيدي
حاجي نظير وويل دننګرهار دولايتي ادارې له لورې ټاکل شوې پلاوې به ټول هغه خلک چې په يو او بل نوم يې دولتي زمکې لاندې کړي تر پوښتنو ګرويګنو لاندې راولي او دهغوې نه به په دې اړه دقانوني او بااعتباره اسنادو دوړاندې کولو غوښتنه وکړي .هغه وويل دده په مشرۍ ټاکل شوې پلاوې به تر هغه پورې خپلې دندې ته دوام ورکوي چې ترڅو يې ددغه لاندې شويو زمکو برخليک نه وي ټاکلى.که دننګرهار دولايتي ادارې له لورې ټاکل شوى پلاوې په دغه ولايت کې دوې په وينا پر دولتي زمکو دزورواکو له لورې جوړ شوي ښارګوټي ناقانونه بولي ،خو په ولسي جرګه کې دپکتيکا دخلکو استازې سيداسحق ګيلاني چې دجلال اباد سهيل لويديز ته يې په زرګونه جريبه زمکه کې په خپل نوم داستوګنې ښارګوټې جوړ او تر دامهاله يې زرګونو کورنيو ته دپيسو په بدل کې زمکې ورکړي، ويشل شوې زمکه خپل پلرنې جايداد بولي او وايي چې دې ددرې ګونومحکمو او دافغانستان دعدليې وزارت په ګډون دنهمو اړوندو ادارو له لورې ورکول شوې پريکړه په لاس لري هغه وويل حاضر دى چې خپل اسناد اړونده کميسون ته دڅيړنې په موخه وړاندې کړې.ننګرهار دافغانستان په کچه هغه ولايت دې چې ډيره دولتي زمکه پکې دخلکو له لورې لاندې شوې چې ددغه لاندې شوې زمکودبيرته راګرځولو په موخه په تير کې هم ورته پلاوي ټاکل شوي خو ډيرې کارپوهان په داسې حال کې چې دننګرهار دولايتي ادارې له لورې دا پورته شوې ګام ډير ناوخته بولي په دې باور دي چې اوسمهالى دولت لادومره ځواکمنتيا نه ده موندلې چې ددولتي زمکو دلاندې کوونکو قبله ورسمه کړي .

په لومړي ځل افغان هوايي پوځي عمليات پيل شول

Date: 2008-05-19

د افغانستان د ملي دفاع وزارت اعلان کړى چې د دې هېواد هوايي ځواکونو د لومړي ځل لپاره په پوځي عملياتو کې برخه واخيسته .

دغه هوايي عمليات د افغانستان په لوېديځو او شمالي ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو د مورچلو د ويجاړولو په موخه تر سره شوي دي .

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په يوه خبري ناسته کې وويل دا لومړى ځل دى چې د ملي اردو سرتېرې په يوازې سر پوځي عمليات کوي .

د کاريز په نوم پوځي عمليات د بادغيس او فراه په ولايتونو کې وشول او موخه يې د هغو سيمو پاکول اعلان شوي دي چې کله ناکله وسله وال مخالفين ترې غلچکي بريدونه کوي .

په دغو چاڼيزو عملياتو کې د هغو چورلکو تر څنگ چې لوژيستيکي دندې يې لرلې له دوه نورو چورلکو د وسله والومخالفينو د سنگرونو په له منځه وړلو کې کار اخيستل کېده .

د افغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي دا لومړى ځل دى چې د افغانستان له هوايي ځواکونو نه په پوځي عملياتو کې کار اخيستل کيږي :

''د کاريز په نوم خپلواکه عملياتو کې چې په هغه کې بهرني ځواکونه برخه نه لري اود فارياب اوبادغيس په ولايتونو کې د شاهين ٢٠٩ قول اردو د جزوتامو له خوا ترسره کېږي، د لومړي ځل د ملي ارودو هوايي ځواکونه کارول شوي دي .''

ښاغلى عظيمي وايي که څه هم تر اوسه پورې د افغانستان ځمکني ځواکونه په مخامخ ډول له وسله والو مخالفينو سره نه دي ښکېل شوي خو د پلټنو په عملياتو کې زيات شمېر وسله او پوځي مهمات د ملي اردو لاسته ورغلي دي .

دده په وينا دا مهال څو بېلابېل عمليات د افغانستان په سوېل ختيځو ولايتونو پکتيا او پکتيکا کې او همدارنگه د افغانستان په لوېديځ فراه ولايت کې دوام لري چې د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا ترسره کيږي .

د يوبل خبر له مخې د ناټو چارواکو د هلمند ولايت د گرمسېر ولسوالۍ له اوسېدونکو غوښتي چې د سختې جگړې له امله تر يوې مودې پورې خپلو کورونو ته ستانه نه شي .

دگرمسېرعمليات دوه اوونۍ وړاندې پيل شوي او ويل کيږي چې تر اوسه پورې پکې شاوخوا سل تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي .

د ناټو ځواکونو په وينا د جگړو له وېرې کابو ١٢٠٠ کورنۍ د گرمسېر له ولسوالۍ تښتېدلي دي .

2008-05-18

پاکستانی سفير د ۴۰ طالبانو په بدل کې آزاد شوی

Date: 2008-05-18

د پاکستان د استخباراتو یو عالي رتبه مامور تیره ورځ ناوخته ویلی چې د کابل لپاره د دې ملک سفیر طارق عزیزالدین د څلویښتو تنو طالب وسله والو په بدل کې آزاد شوی دی .نوموړی وړمه ورځ په داسي حال کې چې په ښه روغتیایې حالت کې وو قبایلي طالبانو خوشي کړ. نوموړی د فبرورۍ میاشتي په یولسمه کله چې له پیښور څخه کابل ته پر لاره وو له خپل موټرچلونکي سره یو ځای د جمرود له سیمي وتښتول شو. د پاکستان د استخباراتو دې مقام وویل چې عزیزالدین د بیت الله محسود د پلویانو له خوا نیول شوی وواو د هغه د پلویانو په بدل کې آزاد شوی دی . د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تر اوسه دا خبر ندی تاید کړی خو ګڼ شمیر قبایلي مشران هم دا مني چې طارق عزیزالدین د قبایلي طالب اسرانو په بدل کې آزاد شوی دی.

هلمند کې ځان وژونکي برید دروند ځيان اړولی

Date: 2008-05-18

تیره ورځ د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د پولیسو پر مشر ځان وژونکی برید شوی چې ده ته ځيان ندی رسیدلی لیکن څلور ولسي وګړي وژل شوي او د ۵ تنو پولیسو په ګډون ۸ ولسي وګړي ژوبل دي . دا خبر د نوموړی ولایت امنیه قوماندان محمدحسین انډیوال راکړ. په دې برید کې برید ګر هم وژل شوی دی . موسي کلا د هلمند هغه ولسوالي ده چې پکې تیره ورځ د والي ګلاب منګل په چورلکه هم برید شوی وو خو نوموړی له دې برید څڅه روغ خلاص شوی وو. ګمان کیږي چې دا ځان وژونکی به هم د پرون ورځي د غونډي لپاره برابر کړای شوی وو خو دا غونډه تر نامعلومي مودې پورې ځنډول شوي ده . ټاکل شوي وه چې په دې غونډه کې یو شمیر د بیارغوني پروژې په موسی کلا کې پرانیستل شي.

پاکستان کې چاودني ۱۲ وژلي او ۲۰ نور ټپيان دي

Date: 2008-05-18

تیره ورځ ناوخته شاوخوا اوه بجې د پاکستان د سرحد ایالت په مردان ښار کې په یو مارکیټ کې ځانمرګی برید شوی چې لومړني رپوتونه د لږ تر لږه ۱۲ کسانو د مړیني او شاوخوا ۲۰ تنو د ټپي کیدو خبر ورکوي.د سیمي د پولیسو یو افسر طاهر خان وویل چې په وژل شویو کسانو کې څلور پوځیان او په ټپیانو کې ۶ تنه امنیتي مامورین شامل دي. په دې مارکیټ کې اکثراْ د ساز او سرود سیډي ګاني او فلمونه خرځیږي . د مارکیټ دوکاندارانو وویل چې دوي ته له چاودنې څو ورځي دمخه ناپیژاندو وسله والو ویلي وو چې خپل کاروبارونه بند کړي که نه نو د دې کار برخلیک به ناوړه وي . د پاکستان ولسمشر دا برید غندلی او ژمنه یې وکړه چې خامخا به د ترهګرۍ ریښې له پاکستان څخه وباسي . په ورته وخت کې لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني چې د مصر په شرم الشیخ ښار کې په اقتصادي غونده کې ګډون لري هم دا کار یو بزدلانه او ترهګریز عمل بللی. پولیس وایې چې د بم چونکي د بدن ټوټي یې موندلي او پرې څیړني کوي.

طالبانو د کندهار عينو مېني اوسيدونکو ته خبردارئ ورکړ !

Date: 2008-05-18

قاري يوسف احمدي چي رسنيو ته ځان د طالبانو د رسمي وياند په توګه ورپيژنې لراوبر ډاټ کام ته په رالېږلي خبرپاڼه کي د کندهار ښار د عينو مېني اوسيدونکو ته خبردارئ ورکړئ دئ چي که ددې کورونو او مځکو له رانيولو او خرڅولو لاس وانه خلي نو د قاري يوسف احمدي په وينا ذمه واري به يې پر خپله غاړه وي .

د طالبانو دا خبردارئ په دې ډول ليکل سوئ دئ :

ددولتي ځمکو د غصب په اړه زموږ دريځ .
2008-05-18قاري / يوسف احمدي
دکندهارښار د "کابل دوراهي" په سيمه کې د "عينو مينې" په نامه چې نوې ودانۍ جوړي شوې دي ، داد حامد کرزي د ورور او د تارياقو د بډای قاچاقبر احمد ولي کرزي له خواحکومتي ځمکې غصب شوي او تعميرونه يې ورباندې جوړ کړي دي .
زموږ د معلوماتو له مخې ، په دولتي ځمکو دخيټي اچولو او غصب لړۍ لا اوس هم دوام لري .
نو موږ ټولو هغو پيريدونکو ته په کلکه داخبرداری ورکوو چې ددې ډوله کورونو او ځمکو له رانيولو څخه دي ډډه او اعراض وکړي ، کنه نو په راتلونکي کې به يې ذمه واري په خپله غاړه وي .
والسلام
د افغانستان د اسلامي امارت رسمي وياند قاري / محمديوسف احمدي


عينو مېنه د کندهار ولايت يوه تر ټولو ښکلې او په عصري سيسټم جوړه سوې د اوسيدني سيمه ده چي د تيرو پنځو کالو راپه دې خوا يې د جوړوني چاري پيل سوې او اوس په زيات شمېر هستوګن لري ، دې سيمي پارک او د سپورټ لوبغالي ( ميدان ) ته د کندهار ښار زيات ځوانان د تفرېح او سپورټ لپاره ورځي . په دې کي شک نسته چي د طالبانو له خوا دعينو ميني د مځکو او کورونو ( خرڅوونکو او رانيوونکو ) ته خبردارئ به د عينو مېني د اوسيدونکو لپاره د خواشينۍ وړ خبر وي .

تر دې وړاندي هم دولسمشر حامد کرزي پر ورور او کندهار والي اسدالله خالد باندي نيوکي کېدلې چي غواړي په کندهار پوهنتون کي د ښووني او روزني پوهنځي لپاره د نوي ودانۍ جوړولو مخنيوئ وکړي ، دا خبره په لراوبر ډاټ کام کي د يوې ليکني په ترڅ کي ياده سوې وه .

د WFP پرغنمو بار دوه لارۍ وسوزول شوې

Date: 2008-05-18

دکندهار ولايت امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن له غرمې وړاندې د لسو بجو په شاوخوا کې دکندهار- هرات پر لويه لار باندې تلونکې د خوراک نړيوال سازمان يا (WFP )دوه لارۍ چې غنم پکې بار ؤ سوزولې دي.

د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال سيدآغا ثاقب وخت خبريال ته وويل: ((د WFP دوه لارۍ چې پر غنمو بار وې د کندهار هرات پر لويه لار د ميوند ولسوالۍ د خان چوپان په سيمه کې د وسله والو مخالفينو لخوا سوزول شوي دي. ))

دى وايي چې له هغه وروسته دپوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې چې څلور تنه طالبان پکې وژل شوي او دهغوى يو موټر سوزيدلى، او يو موټرسره ديو موټرسکيل د پوليسو لاس ته ورغلى دى.

ثاقب وايي چې په نښته کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اووښتى .

دى ادعا کوي چې د وژل شويو طالبانو مړي دا مهال دجګړې په ډګر کې پراته دي.

ثاقب دا هم وويل چې د کندهار هرات لويه لار له لسو بجو تر يوې بجې پورې د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

دا چې پدغه جګړه کې د نړيوال سازمان دموټرو چلوونکو ته کوم زيان اووښتى او که نه تر دې دمه مالومات په لاس کې نشته.

ثاقب وايي چې دمخالفينو دموندنې پسې يې پلټنې پيل کړې دي او دا مهال په سيمه کې تصفيوي عمليات روان دي.

له بلې خوا دسيمې خلک او له سيمې څخه راغلي موټر چلوونکي وايي چې اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده او د سپکو او درنو وسلو ډزې اوريدل کيږي .

دا پداسې حال کې ده چې له يوې خوا په هيواد کې د خوراکي توکو بيه لوړه شوې او له بلې خوا خلک د خوراکي توکو مرستو ته سخته اړتيا لري چې دغه راز پيښې به له خلکو سره د نړيوال سازمان مرستو ته زيان ورسوي.

خبريال : نثارجمال

د کابل په پينځمه حوزه کې بمونه نيول شوي

Date: 2008-05-18

د کابل پوليسو تيره شپه د کابل ښار په پينځمه حوزه کې له ېو هوټل څخه دوه بمونه موندلي او بيا ېې هملته چولي دي.د پينځمي حوزی يوه عالي رتبه مامور وويل چې دا بمونه سراي هراتي ته نژدې يو هوټل ته څيرمه د دې لپاره ځای پر ځای شوي وو چې د ښار په دننه کې پرې يو ترهگريز بريد تر سره شي.عيني شاهدانو وويل چې پوليسو د بمونو د شنډولو وسايل نه لرل او دواړه بمونه ېې هملته په گوليو ويشتلي او الوزولي ېې دي .په دې چاودنو کې گڼ شمير دوکانونه ويجاړ شوي او د هوټل ډيرې برخي هم ځيانمني شوي دي .په دې تړاو دوه کسه هم نيول شوي دي .

هرات: تښتول شوي بهرنيان آزاد شول

Date: 2008-05-18

دوه بهرني وگړي چې نژدې يوه مياشت دمخه د هرات له ادرسکن ولسوالۍ څخه تښتول شوي ول روغ رمټ آزاد شوي دي. د هرات د پوليسو يو ه چارواکي وا نن سهار وويل چې دا دوه د پوليسو د يو لړ عملياتو پر مهال له هرات ولايت څخه د برمته کونکو له منگولو روغ رمټ ژغورل شوي دي .دې دوو له دوبي ميشتي يوې لوجستکي کمپنۍ سره کار کاوه چې يو ېې د نيپال او بل ېې د هند تابيعت لري .

قاري يوسف: په عينومېنه كي ځمكي اوكورونه مه رانيسئ!

Date: 2008-05-18

قاري يوسف احمدي چي په سهيل لويديځه حوزه كي دطالبانووياندبلل كيږي نن مطبوعاتوته ويلي چي دكندهارښارپه ختيځه سيمه كي دنوي ښارګوټي چي عينومېنه يي بولي اړوندكورونه اوځمكي دولتي دي اوهيڅوك يي درانيولوحق نه لري، احمدي دكندهارولايت دولايتي شوراي رئيس احمدولي كرزى تورن كړى چي په دغه ساحه كي يي ددولتي ځمكوغصب ته دوام وركړى، اوپردولتي ځمكويي دغه ښارګوټى جوړكړى دى، احمدي په دغه سيمه كي دكورونواوځمكوټولورانيونكوته كلك خبردارى وركړى چي په آينده كي به يي ذمه واري په خپله غاړه وي.

2008-05-17

مولوي عمر وايي په افغانستان کي جهاد جاري ساتو

Date: 2008-05-17

دپاكستاني طالبانو دتحريك مشروياند مولوى عمر وئيلى دى چې مونږ به په افغانستان كښې جهاد جارى ساتو، داخبره نوموړې تيره ورځ ديوې برتانوى خبررسانې ادارې سره دخبرو اترو په وخت كړيده ديو سوال په جواب كښې دهْ ووئيل چې دپاكستان حكومت سره زمونږ لوظنامه په خپل ځاې خومونږ به ائتلافى ځواكونه په افغانستان قبضې اچولو ته پرينږدو ځكه چې مونږ مسلمانان يو او نه غواړو چې غيراسلامى ځواكونه دې په منطقه قبضه وكړى دهْ داخبره هم وكړه چې پاكستان زمونږ ملك دى او مونږ دا كوښښ كوو چې حكومت سره زمونږ مذاكرات كامياب شى چې په نتيجه كښې به ئې په سيمه كښې امنيت رامينځ ته شي . کاروهان په دې نظر دي چي پاکستان له دې لاري په افغانستان کي دجګړې اوږدولو او ناامنۍ ته لمن وهي او ددغسي ډلو له لاري د ډيورنډ ها خوا سيمو ته وسله وال کسان هستوي تر څو بې ثباتي رامنځته کړي .

په خوست کې دری ماين خښونکي وژل شوي

Date: 2008-05-17

تيره ورځ ناوخته د خوست په شمالي صبرۍ ولسوالۍ کې دری تنه ماين خښونکی په يوه هوايي بريد کې وژل شوي دي .د خوست د والی مرستيال "طاهر خان صبری" واېې چې دا بريد د ائتلافي ځواکونو له خوا په دولت ضد وسله والو تر سره شوی دی .په دې واټ چې ماين خښونکو پرې د ماين د ځای پر ځای کولو تکل درلود هره ورځ په زرگونو تنه تگ را تگ کوي .

ولسمشر کرزی نن د امريکې له جمهور رئيس سره گوري

Date: 2008-05-17

ټاکل شوي چې نن جمهور ريس حامد کرزی د مصر په مرکز قاهره کې له خپل امريکاېې او مصري سيالانو سره خبري وکړي .په مصر کې ميشت افغان سفير حفیظ الله ايوب واېې چې ښاغلی کرزی به د نړۍ په اقتصادي مجموعه کې له ښاغلي بوش سره د افغانستان په روانو حالاتو او پرمختگونو خبري وکړي .د پاکستان له نوي صدراعظم يوسف رضا گيلانی سره هم د ولسمشر حامد کرزی ځانگړي خبري په مهال ويش کې ځای شوي دي .په مصر کې افغان سفير حفيظ الله ايوب واېې چې دا غونډه به صبا پيليږي او دوه ورځي به دوام کوي .نوموړی په دې غونډه کې د ولسمشر کرزی گډون د ملک لپاره خورا گټور بولي .

پاکستان برمته شوي سفير آزاد شو

Date: 2008-05-17

په کابل کي دپاکستان هيواد سفير طارق غزيز الدين نن طالبانو په وزيرستان کي پاکستاني حکومتي چارواکوته وسپاره.

په کابل کي دپاکستان سفارت درسنيو مسؤل نعيم خان له وخت خبري آژانس سره دتلفون په کرښه دطارق عزيزالدين دخوشي کيدو خبره ومنله او وويل: (( دپاکستان سفير په وزير ستان کي نن حکومتي چارواکو ته وسپارل شو او نن به اسلام آباد ته ورسيږي .))

نعيم خان ددي خبري په اړه چي پاکستان حکومت دخپل دغه عاليرتبه مامور دخوشي کيدو په بدل کي طالبانو ته څه ورکړي او يايي دهغوي کومي غوښتني منلي هيڅ هم ونويل .

نعيم خان وويل چي د سفير دخوشي کيدو په اړه به د پاکستان خارجه وزارت به اسلام آپاد ته دطارق عزيزالدين له رسيدو وروسته مالومات خپاره کړي.

عزيز الدين دروان ميلادي کال دفبروري په ١١ مه نيټه هغه مهال چي خپلي دندي کابل ته د ځمکي له لاري راتلو په خيبر ايجنسي که دوسلوالو له خوا وتښتول شو چي وروسته مالومه شوه داکار دپاکستاني طالبانو لخوا ترسره شويدي.

دپاکستان نوي حکومت دهغه هيواد له وسلوالو طالبانو سره دخبرو اترو لړي پيل کړيده چي به ځينو خبرو کي دي دواړو لورو لخوا هوکړي هم ترسره شويدي ،خو ددغي لړي په هکله دا خوا په افغانستان او غربي هيوادونو په تيره بيا امريکي کي بيلابل غبرګونونه را مينځته شوي او ورته دشک په سترګه کتل شويدي.

همدا راز دپاکستاني طالبانو وياند مولوي محمد عمر آمريکايي ځواکونو ته ګواښ کړي چي دهغه بريد غچ په واخلي کوم چي پدي وروستيو ورځو کي دامرکايي طيارو لخوا دپاکستان په سرحدي سيمو ترسره شوي او دهغه هيواد طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده.

2008-05-16

اکرم خپلواک: بي شميره طالبان افغانستان ته را اوړي

Date: 2008-05-16

د پکتيکا والي دپاکستانيو طالبانو اوحکومت ترمنځ په جوړ جاړي نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې له دغه جوړ جاړي وروسته ډلې ډلې پاکستاني طالبان دورانکارۍ لپاره افغانستان ته راځي . دپکتيکا والي اکرم خپلواک وويل چې په سويلي او شمالي وزيرستان کې د ځايي طالبانو ددوو ډلو مولوي نذير او بيت الله محسود ترمنځ روغه شوې ده . هغه زياته کړه چې له دې روغې وروسته دوى له حکومت او استخباراتي ادارې ( اى ايس اى) سره لاس يو کړى او هره ورځ ډلې ډلې جنګيالي افغانستان ته دورانکارۍ لپاره رالېږي . د نوموړي په وينا، په تېره يوه اونۍ کې د پکتيکا ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې شاوخوا ٥٠ تنه کورني او بهرني طالب جنګيالي وژل شوي دي . هغه وويل چې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو دوه مهم قوماندانان اقبال وزير(پاکستانى) او عبدالحميد ( افغان ) او د ځايي طالبانو ترڅنګ، چيچنيايي، ازبک ، عرب او پاکستاني جنګيالي هم شامل دي

هلمند:د څپانده سيند مشاعره په اتڼونو سرته ورسيده

Date: 2008-05-16

د هلمند ولايت په مرکز کې د څپانده سيند په نوم مشاعره تير ماښام جوړه سوه .په دې مشاعره کې د كابل، كونړ، ننګرهار، خوست ، پكتيا، زابل،كندهار او د هلمندولايتونو په لسګونو شاعرانو، ليكوالانو او د ادب مينه والو برخه واخيسته . د څپانده سيند مشاعره دهلمند د والي ګلاب منګل په نوښت جوړه شوې وه . ياده شوې مشاعره به له دې وروسته هركال جوړيږي . داطلاعاتو اوكولتور وزرات مشاور نجيب منلى هم د دغې مشاعرې له ګډونوالو څخه و . نوموړي په خپلو خبرو كې وويل، چې په ټول هيواد كې مشاعرې كېږي خو د څپانده سيند مشاعره، ځانګړى خوند اورنګ لري . منلي زياته كړه :" هلمند دومره ناارامه ولايت هم نه دى څومره چې يي په رسنيو كې په اړه خبرې كېږي، زه وايم چي هلمندوال جګړه نه غواړي اوكه چېرې يې له جګړې سره مينه لرلى، نو داسې په زړه پورې مشاعره يې نه جوړوله. "دغه مشاعره، د سندرو او اتڼونو په بدرګې پاى ته ورسېده .

يو ننگرهاری په امريکې کې محاکمه کيږي

Date: 2008-05-16

د افغانستان د طالبانو يو غړى په امريکا کې د مخدره مواودو د ترهگرۍ په تور د يوې محکمې لخوا محکوم سوى دى. د افغانستان د طالبانو يو غړى په امريکا کې د مخدره موادو او توريزم په تور د يوې محکمې لخوا محکوم سوى دى. د امريکا د عدليې وزارت وويل خان محمد لومړى کس دى چې د ملي قانون دمخدره مواود او تروریزم د مادې پر اساس محکوميږي . . امريکايي مقامات وايي خان محمد دامريکا د مخدره مواودو ضد ادارې د څانګې لخوا د عيني شاهد په مرسته د تحقيقاتو په نتجه کې نيول سوى دى. خان محمد د ننګرهار ولايت دى او کېداى سي چې د 20 کالو په حبس يا عمر قيد محکوم سي.

2008-05-15

٣٧ طالبان او ١٢ لوړي پوړي پوځي چارواکي خوشې شول

Date: 2008-05-15

دسر حد صوبايي حكومت په جنوبى وزيرستان كې دبيت الله محسودترمينځه دكاميابوخبرو اترو څخه وروسته 37 افغان طالبان د وزيرستان په رزمک سيمه کې دقبايلي مشرانو په منځګړيتوب د بيت الله محسود پلويانو ته وسپارل شول .اوبيت الله محسود ددې په مقابل كې 12 امنيتي چارواكي پريښودل تيره ورځ په جنوبي وزيرستان دطالبانواودحكومت ترمينځه په لومړي پړاوكې دبنديانوپه تبادلې پريكړه وشوه

فراه کې ځانمرگي بريد پوليسو ته مرگ ژوبله واړوه

Date: 2008-05-15

نن د پنجشنبی په ورځ سهار په 9 بجې د فراه ولايت په دل آرام ولسوالۍ کې د نظم عامه پوليسو پر يوه ټولگي ځان وژونکی بريد شوی . د فراه د پوليسو قوماندان خليل الله رحماني بينواويب پاڼي ته وويل چې په دې بريد کې 20 پوليس او ولسي وگړي مړه او ژوبل شوي دي .ويل کيږي دا بريد د هغه ځان وژونکي له خوا تر سره شوی چې خپل موټر ېې له چاوديدونکو توکو ډک کړی وو.

طالبان: د قرانکريم د نسخو سوځوونکى ووژل سو

Date: 2008-05-15

په هغه خبرپاڼه کي چي د طالب وياند قاري يوسف په حواله بېنوا ويبپاڼي ته رسېدلې، ويل سوي چي طالبانو د عزت الله په نامه د کندهار د ميوند ولسوالۍ د بازار اوسېدونکى پر خپل جرم تر اقرار وروسته ځکه وژلى چي د امريکايانو له خوا د قرانکريم د نسخو پر سوځولو ګومار ل سوى وو.
خبرپاڼه کاږي چي عزت الله د قرانکريم هره نسخه د زرو امريکايي ډالرو په بدل کي سوځوله، چي طالبانو له شرعي پرېکړي سره سم، په عام محضر کي اعدام کړ.
خو په خبرپاڼه کي دا نه دي ويل سوي چي عزت الله څنګه او په کومو حالاتو کي د قرانکريم نسخې سوځلې، په داسي حال کي چي په وار- وار د ښوونځيو د کتابخانو د سوځونو په پېښو کي د دولتي چارواکو په وينا په لسګونو د قرانکريم نسخې سوځل سوي دي، چي دولت يې خپلو وسله والو مخالفينو ته په اشارې سره د هيواد د دښمنانو کار بولي.

2008-05-13

طالبانو په کوهات کې موسسو ته ضرب الاجل ورکړ

Date: 2008-05-13

قبايلي طالبانو د پاکسان د سرحد ايالت په کواهات ښار کې ټولو نا حکومتي موسسو ته خبر داری ورکړی چې تر دريو ورځو خپل فعاليتونه ودروي . د پاکستان ډيلي ټايمز ورځپاڼي نن خبر ورکړ چې طالبانو دې موسسو ته ليکونه استولي او هغه ېې په دې سيمه کې په جاسوسی او ورته نورو کړنو تورني کړي دي.په ورته وخت کې دې نا حکومتي موسسو ته ويل شوي چې هغه د نجونو ښونځي هم بايد وتړل شي چې د دوی له خوا تمويليږي.

هلمند:په گرمسير کې بيا مرگ ژوبله شوي

Date: 2008-05-13

د هلمند په ناکراره ولسوالۍ کې يو ځل بيا د حکومت پلوه ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتي شوي . د ائتلافي ځواکونو يو چاپي بيان چې نن بينواويب پاڼي ته رسيدلی واېې چې تيره شپه او نن سهار په گرمسير کې سختي نښتي شوې چې گڼ شمير دولت ضد وسله وال پکې وژل شوي دي .ائتلاف واېې عمليات د هغه طالب قوماندان د نيولوپه هدف پيل شول کوم چې د گرمسير طالبانو ته د وسلو په قاچاق تورن دی خو تر اوسه ندی نيول شوی .په همدې حال کې له گرمسير څخه شاوخوا 9000 کسان تښتيدلي دي .د کډوالو چارو وزير" شمس الدين سرحدي"نن وويل د کومو ارقامو په اساس چې دوي ېې لري تر اوسه له گرمسير ولسوالۍ څخه 900 کورنۍ چې ټول ټال شميره ېې 6000 ته رسيږي امن ځايونو ته کډه شوي دي.ډير دا کډوال اوس لشکرگاه ته څيرمه په هغو پنډغالو کې ميشت دي کوم چې د افغان دولت له خوا جورړ شوي دي .

کنړ کې امريکايي سرتيري ځان وژنه کړي

Date: 2008-05-13

د کنړ له مرکز اسعدآباد څخه خبر رارسيږي چې د امريکايي ځواکونو يوه سرتيري ځان وژنه کړي ده .دا سرتيری Matthew.W.Brown نوميده او پرون ېې ځان په اسعد آباد کې په نامعلوم دليل وژلي دي .د دې پيښي يو څيړونکي "اليزابت مايفورت" نن د سه شنبې په سهار وويل چې دې 20 کلن ځوان يوه پوځي ماموريت ته له تگ دمخه ځان په گوليو ويشتلی او خپل ژوند ته ېې د پای ټکی يښی دی .

پوليسو پکتيا کې ٣ تنه له ماينونو سره يو ځاى ونيول

Date: 2008-05-13

د پکتيا ولايت امنيتي چارواکو د دغه ولايت مرکز ګرديز اړوند تېرې په سيمه کې د ٣ تنو وسله والو د نيونې خبر ورکړ .

د پکتيا ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال غلام دستګير رستميار وخت خبريال ته وويل: ((دغه درې تنه چې يو دخوست ولايت او دوه تنه نور يې دپکتيا ولايت اوسيدونکي دي تېره ورځ ناوخته دتېرې په سيمه کې له ريموټ کنټرول ماينونو سره يو ځاى ونيول شول.))

د رستميار په وينا دغه درې تنه پر يو موټرسکيل سپاره ؤ دګرديز خواته دتخريبي کارونو لپاره را روان ؤ چې د پوليسو لخوا ونيول شول .

د ده په وينا دوى پخپل جرم اعتراف کړى او د بشپړو تحقيقاتو لپاره به څارنوالۍ ته معرفي شي.

ده دا هم وويل چې دويته لاپخوا پدې اړه مالومات راغلي ؤ چې څوتنه شکمن کسان په سيمه کې په فعاليت بوخت دي .

له بلې خوا څه موده وړاندې هم په همدې سيمه کې پر وسلو بار يو سراچه ډوله موټر د پوليسو لخوا ونيول شو .

2008-05-12

كندهار: دكابل دښوونكواوزده كوونكولاريون وغندل سو

Date: 2008-05-12

په کندهار کي د مرکزي ښوونځيو مسوولينو او ښوونکو دهيواد په مرکز کابل کي دځينو ښوونځيو دښوونکو او زده کوونکو له خوا دشنبي دورځي لاريون چي دګډوډيو لامل وګرځيدي وغندي دوي چي دپوهني رياست دغونډو په تالار کي سره را غونډ سوي وه نوموړي لاريون يي يوه سياسي توتيه وبلل .
دوي زياته کړه چي ښوونه او روزنه دټولنيز ژوند يوه بي طرفه او له سياسته ليري برخه ده نو ښوونکي او زده کوونکي دي بيدار اووسي چي څوک يي دخپلو شخصي او سياسي گټو ښکاو ونه ګرځوي دوي يادونه وکړه چي دښوونکوغوښتني ددوي دژوند اړتيا او حق دي خوبايد هر څه په سوله ايزه فضا او سړه سينه سره تر سره نه کړي نه په بي ترتيبه لاريونونو باندي .

لغمان:"د بيارغاونې څلور پروژې بشپړي شوي"

Date: 2008-05-12

په لغمان ولايت کې دبيارغاونې څلورپروژې بشپړې اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه رغنيزې پروژې دملی پيوستون دپروګرام ترچترلاندې ددې ولايت دالينګاراودولت شاه په ولسواليوکې بشپړې شوي دي. دلغمان ولایت دملی پیوستون دپروګرام مشرانجینرهمایون اکسير وويل: په دغو رغنیزوپروژو کې ، سرک جوړونه، استنادی دېوال، اود څښلودپاکو اوبو دژوروڅاګانوکېندل شامل دي.ويل كيري په دغو پروژو شا اوخو څلورمیلیونه افغانۍ لګښت راغلى دى.

خوست اوپکتياکي وسلوالوکسانوته مرګ ژوبله اوښتې

Date: 2008-05-12

دپکتيا ولايت د ٢٠٣ تندرقول اردومطبوعاتي دفتر بريد مل مستک خان ځاځي بينوا ويب پاڼې ته وويل: چې دغه پيښه تېره شپه لس بجې هغه مهال دخوست ولايت دوه منده ولسوالۍ سيدخيلو په سيمه کې مينځ ته راغله چې ملي اردو اوپوليسو ګډه ګزمه کوله او وسلوالو مخالفينو ديوه نيول شوي کمين په ترڅ کې پردوی وسله وال بريد وکړ او دولتي ځواکونو هم په متقابلو ډزو لاس پورې کړ او دبريد په جريان کې دولتي ځواکونه له ايساف قواو څخه دمرستې غوښتونکي شول چې ايساف قواو په بيړنۍ توګه په مخالفينو باندې هوايې بريد وکړ اوپايله کې يې څلورتنه مخالفين ځاي پرځای ووژل اويوشمير سپکې اودرنې وسلې هم ددولتي ځواکونو لاس ته ورغلي مستک خان زياته کړه چې دمخالفينو مړي دامهالدپېښې په ځای کې پاتې شوي له بله پلو ه دنوموړي دفتر استازی مستک خان ځاځی وايي : چې تيره ورځ دپکتيا ولايت دزرمت په ولسوالۍ کې ددولتي ځواکونو لخوا دعملياتو په لړ کې درې تنه مخالف جنګيالي وژل شوي او څلورتنه نور ديوه ټپي شوي مخالف په ګډون ژوندي نيول شوي دي دی زياتوي :چې د نښتې په پايله کې دولتي ځواکونو ته هيڅ ډول مالي اوځاني زيان نه دی اوښتی .

خوست او پکتيا کې د دولت ضد وسله والو وژل کيدل

Date: 2008-05-12

فغان ځواکونو د هيواد په خوست او پکتيا ولايتونو کې د يو لړ عملياتو پر مهال 7 تنه دولت ضد وسله وال وژلي او څلور نور ېې ژوندي نيولي دي .په سيمه کې يوو امنيتي مامور مټک خان ځاځي وویل چې دری تنه وسله وال د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې مړ ه او څلور نور چې يو ېې ټپي وو نيول شوي دي .په يوه جلا پيښه کې په خوست ولايت کې هم څلور تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي .

قاري يوسف دطالبانودعملياتوتوضيحات خپاره كړل

Date: 2008-05-12

په هغه ويبپاڼه كي چي طالبانوته منسوبيږي قاري يوسف احمدي چي په جنوب كي دطالبانووياندبلل كيږي ديوې مركي په ترڅ كي دعبرت په نامه دعملياتودپيل راهيسي دخپلوملګرودبرياووپه اړه معلومات خپاره كړي اودده په ويناچي دغه ټول معلومات يي دنړيوالوخبري آژانسواومشهورويبپاڼوسره هم دپيښوپرمهال شريك كړي دي ،د احمدي په ويناچي په دغوعملياتوكي يي ټولټال ۱۴۰۱ نفره وژلي چي په دغه شميره كي ۶۳۲ تنه بهرني ځواكونه، ۷۵۵ تنه كورني عسكر، اود د هالينډ د مسلحو قواوو د مشر جنرال" فيترون " د زوی (بريدمن دانسون ) په ګډون ۱۴ تنه دولتي مسئولين وژلي دي، ښاغلي احمدي دمركې په ترڅ كي د ۹۶ بهرنيوټانكونو،۱۳۱ دولتي رينجرموټرونواو۵۲ اكمالاتي موټرونوترڅنګ په ګرمسيركي ديوي چينوك ډوله هليكوپتردراغوځولو خبره هم كړې ، احمدي زياته كړې چي پورته لاسته راوړني يي د۶ ځانمرګيوبريدونو،۷۱ كمينونواو۷۷ دماين دپيښوپه مرسته ترلاسه كړيدي.

د غزني د عامي روغتيا له رياست سره دPRT مرسته

Date: 2008-05-12

د غزني ولايت د عامي روغتيا رياست سره نن په دې ولایت کې ميشتي د ولايتي بيارغوني ډلي د 50 پايو چپرکټونو مرسته وکړه .د غزنی د عامی روغتيا رياست ريسې ډاکټري "ضيا گل اسفنده ی" پر وينا چې دا مرستي د هغه وړانديز په اساس له دوي سره تر سره شوي چې د رياست له خوا د PRT ډلي ته مخکې تر مخکې برابر شوی وو. په ورته وخت کې د غزنی د عامي روغتيا رياست ريس ډاکټر "اسماعيل ابراهيمزي" هم په دې ولايت کې د صحي خدمتونو د سم پرمختگ خبر ورکړ .نوموړي وويل چې د دوي ملکي روغتون څلرويشت ساعته ډول د ملکی او پوځي ناروغانو په خدمت کې دی.

جلال اباد: د سولې كاروان پرانيستل شو

Date: 2008-05-12

په هغه غونډه كې چې نن د جلال اباد په شيرزي لوبغالي كې جوړه شوې وه څه د پاسه پنځوس زره تنو په كې ګډون كړى و.
په دې غونډه كې د سولې كاروان چې د قومي مشر حاجي عبد الظاهر قدير او د هغه د ملګرو له خوا له څه مودې راهسې پيل شوى و، نن په رسمي ډول پرانيستل شو.
په دې ورځو كې د ختيځ امنيتي حالت ښه نه دى، او خلك د لارو له ستونزو سره هم لاس و ګريوان دي، خو بيا هم غونډې ته د هيواد له ټولو سيمو نه په سلګونو خلك راغلي وو، چې د سولې له كاروان نه يې خپل ملاتړ اعلان كړ.
د سولې كاروان د مشر حاجي عبدالظاهر قدير په خبره، چې د دې غورځنګ د مشرۍ ټاكنه به د كاروان د غړو د ټاكنو پر بنسټ وي، نوموړى همدارنګه وايي چې دا كاروان د افغانانو دى، د افغانستان د گټو لپاره به كار كوي، او ټولې چاري به يې د ولس د غوښتنو او فكر پر اساس وي.

د هلمند په درو ولسواليو كي طالبانو ته زيان اوښتى

Date: 2008-05-12

له درو ورځو را په دېخوا د هلمند ولايت د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ د را منځ ته سوى تاوتريخوالي له امله وسله والو طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده .

تر ټولو سخته نښته په موسى كلا ولسوالۍ كي سوې چي پكي څلور تنه وسله وال طالبان وژل سو ي دي د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال د يك شنبې په ورځ د يوې خبري غونډي پر مهال خبريالانو ته وويل چي په دغو درو ولسواليو كي اوه تنه وسله وال طالبان وژل سوي او په لسګونه ميله درنې او سپكي وسلي ، مرمۍ د يوه سټلايټ په ګډون ورځيني يو شمير مبايل ټيليفيونونه هم ورځيني تر لاسه سوي دي .

نوموړي زياته كړه چي په دغو پيښو كي پوليسو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى او د وژل سويو طالبانو مړي د لښكرګاه په بست روغتون كي پراته دي ، انډيوال وويل چي په دغو عملياتو كي ورسره ځايې خلكو هم ډېره مرسته كړې ده .

وسله والو طالبانو ددغو را منځ ته سويو پيښو په اړه تر دا مهاله څه نه دي ويلي .

د يادوني وړ ده چي په دې وروستيو مياشتو كي د هلمند ولايت په پوليسو كي د پخوا په پرتله زيات مثبت بدلون تر ستركيږي او څو څو ځله يې ددولت د مخاليفينو څخه په ورته شميره كي وسلې نيولي دي او په سيمو كي يې د امنيت د ټينګښت په موخه خپلواك عمليات تر سره كړي دي .

2008-05-10

بې سره سرشمېرنه

Date: 2008-05-10

ليکوال : پوهنوال محمد اسمعيل يون

له قلموال خپرونې نه په مننه !

ټاكل شوې ده د نړيوالې ټولنې او زموږ د يوه ګاونډي هېواد په مرسته او لېوالتيا د افغانستان احصايې د مركزي ادارې له خوا د افغانستان عمومي سرشمېرنه واخيستل شي. د احصايې دمركزي ادارې د مامورينو په وينا، دا سر شمېرنه به د ١٣٨٧ل كال د زمري مياشتې پر (١) نېټه پيل، پر (١٢) نېټه به ختمېږي او ټولو شلو ورځو كې به د نږدې (٣٠) زرو مامورينو په مرسته په ټول افغانستان كې بشپړېږي. د هېواد په نامناسبو سياسي او امنيتي حالاتو كې په بيړنۍ توګه ددې ډول يوې لويې پروژې پيلول د هېواد پالو افغانانو په ذهنونو كې ګڼې پوښتنې راولاړې كړي دي. اساسي اندېښنه داده چې يو شمېر كورنۍ او بهرنۍ كړۍ غواړي په افغانستان كې طبيعي قومي اكثريت پر يوه اقليت بدل كړي يا لږ تر لږه د اكثريت اصطلاح له منځه يوسي، يا اكثريت راكم كړي او يا هم اقليتونه ورزيات كړي، په دې ډول به نو دوی له خپل نظر سره سمه سياسي موخه ترلاسه او تر دې وروسته به بيا نورې سياسي بې عدالتۍ ته لاره اواره كړي. ټول پر دې پوهېږي چې په اوسني حكومت كې د يوه اقليت زياته ونډه او د لوی اكثريت محروميت، د سرشمېرنې پر رښتينوالي مستقيم تاثير لري، خو بياهم محدودې كړۍ په دې هڅه كې دي چې له خپل دې موقعيت او زمانې چانس څخه د ځان په ګټه كار واخلي. اوسمهال څو داسې مهمې ستونزې دي چې د سرشمېرنې پر وړاندې پرتې دي، تر هغې پورې چې دا ستونزې حل نه شي، سرشمېرنه اصلاً واقعي مفهوم نه لري يوه خيالي او جنجالي موضوع به وي او بس.
دلته به په لنډير سره ددې ستونزو يادونه وكړو:
امنيتي ستونزه: د سرشمېرنې پر وړاندې تر ټولو• غټه ستونزه امنيتي ستونزه ده، شپږ- اوه داسې ولايتونه دي چې عملاً په كې ګرمه جګړه روانه ده، هلته له درنو وسلو او ځواكونو پرته ان د پوليسو تګ راتګ ګران دی نو پاتې لا د سرشمېرنې د مامورينو شل ورځنی فعاليت. اوه - اته داسې ولايتونه دي چې په هغو كې د جګړه ييزو پېښو اطلاعات شته او څلور- پنځه داسې ولايتونه دي چې ناوړه امنيتي پېښې په كې كله كله پېښېږي، په مجموعي ډول (١٩) ولايتونه داسې دي چې په سم ډول په كې سرشمېرنه نه شي ترسره كېدلای او نورو ولايتونو ته هم د سرشمېرنې د زماني واټن او تثبيت شوي مهال له مخې د نا امنۍ پېښې غځېدلای شي، په داسې حال كې چې د احصايې مامورينو يوازې د هلمند ولايت نا امنه ګڼلی اود سرشمېرنې له محاسبې يې ويستلی دی. د سرشمېرنې مامورين د كوم تظمين له مخې غرو، رغو، كليو او بانډو كې سمه سرشمېرنه ترسره كولای شي؟ ايا د سرشمېرنې محلي او مركزي مامورين به د خپل سر د قيمت په بيه د نورو د سرونو شمېرنې ته حاضر وي؟ پوره باور دی چې نه! د مهاجرو ستونزه: نږدې په سلو كې (١٥-٢٠) افغانان بهرنيو هېوادونو كې مهاجر دي، په دې عمومي سرشمېرنه كې هغوی له پامه غورځول شوي نو چې په سلو كې شل خلك د شمېرنې له بهيره وغورځي نو دا خو د سرشمېرنې مشروعيت ته غټ زيان رسوي. دغه راز ګڼ شمېر افغانان دهېواد په داخل كې بېځايه شوي دي، د هغو شمېرنه هم د اصلي او اوسني استوګنځي په پام كې نيولو سره ستونزمنه ده، دا هم د سرشمېرنې پر وړاندې يوه ستونزه ده.
كلتوري ستونزه: په كليوالي او لرې پرتو سيمو كې ګڼ شمېر• افغانان د ځينو كلتوري مناسباتو له امله دېته حاضر نه دي چې د خپلې كورنۍ د ښځينه غړو شمېر، نومونه، مدني حالت او د هغو د عمر كچه په دقيق ډول وښيي، كه د احصايې مامورين دا ټول معلومات په دقيق ډول ثبت نه كړای شي نو هغه به څه احصائيه وي او د څه شي درد به دوا كړي؟
د کوچيانو ستونزه: د افغانستان دنفوسو يوه• درنه او پام وړ برخه په ګرځنده او كوچياني ډول ژوند كوي چې زياتره وخت متحول دي، ددوی د شمېرنې لپاره هم په دې سرشمېرنه كې كوم خاص پروګرام په پام كې نه دی نيول شوی نو چې دا هم له محاسبې ووځي، د احصايې مامورينو ته له ځينو لويو ښارونو پرته نور څه پاتې كېږي؟
د ګاونډيانو لاسوهنه: اساساً خو• سرشمېرنه د يوه هېواد د بشري پرمختګ او سوكالۍ لپاره يوه مهمه بشري موضوع ده، خو په افغانستان كې له دې موضوع څخه يو جنجالي او سياسي موضوع جوړه شوې، ځينې بهرني هېوادونه په تېره بيا زموږ ځينې ګاونډي هېوادونه غواړي چې په دې مسئله كې هم مداخله وكړي او د افغانستان پر هر اړخيزو معلوماتي مسايلو واكمن شي، په دې ډول خپل مذهبي او ژبني اړيكوال دلته زيات وښيي. دا په داسې حال كې ده چې د نړيوالو معيارونو له مخې هېڅ ګاونډي هېواد په داسې مهمو كورنيو معلوماتي مسايلو كې د ګډېدو يا ككړتيا حق نه لري. كه چېرې دا كار وشي نو سرشمېرنه خپل باور له لاسه وركوي. اوس چې ايران د نړۍ په كچه تر بل هر هېواد زيات د افغانستان د سرشمېرنې لېوال، مينوال او په كې دخيل دی دا طبعاً د افغانانو شكونه پيداكوي، د افغانستان هغه سرشمېرنه چې د ايران او يا پاكستان د لاسوهنو، همكاريو او يا هم مداخلو له امله واخيستل شي پر هغې به كوم رښتينی افغان باور وكړای شي؟
د• احصايې پر مركزي ادارې د باور دنشتوالي ستونزه: په تېره څو كلونو كې د احصايې مركزي اداره تر ډېرې كچې سياسي شوې او قومي شوې ده، په هغې اداره كې چې مشر او ځينې مهم مامورين يې يو مشخص جنجالي تنظيم ته وفادار او له قومي پلوه هم د يوه قوم غړي وي او سرشمېرنه هم د دوی له خوا اخيستل كېږي، نورې سياسي او قومي ډلې به پرې څنګه باور وكړي؟ د ځينو معلوماتو له مخې د احصايې د مركزي ادارې مشر د اسلامي جميعت د تنظيم وفادار غړی دی، د مامورينو شمېر يې د قومي تركيب له مخې نږدې (٧٠) سلنه تاجك قوم پورې تړلى دى، او نور پاتې د افغانستان نورو ټولو قومونو پورې اړه لري، نو داسې يو سياسي، سمتي او قومي تركيب چې د احصايې په اخيستلو كې اساسي نقش ولري څه فكر كېږي چې نور قومونه به پرې باور وكړي؟ د احصايې په الكترونيكه برخه (سافت وير) او نورو په جوړونه كې هم چې ايرانيان دخيل دي، نو بيا به ښه او شفافه احصائيه ترسره شي!؟
د احصايې تخنيكي ستونزې: د• پورتنيو منفي عواملو ترڅنګ د احصايې رياست پر وړاندې ګڼې تخنيكي ستونزې هم پرتې دي، هغه پوښتنليکونه چې دوی چاپ كړي او د هغو پواسطه سرشمېرنه كوي، ډېره مشكله ده چې د ښوونځيو ښوونكي او يا هم كم لوستي محلي خلك دې پر كم وخت د هغو په سمې كارونې او دقيق ثبت پوه شي. د زماني واټن په تناسب د خلكو عامه پوهاوی هم ډېر سخت ښكاري، د احصايې مامورين وايي هغه سيمې چې د مامورينو تګ ورته د بېلابېلو عواملو له مخې ګران دی هلته د سپوږمكۍ يا سټلايت له لارې د كورونو احصائيه اخيستل كېږي او هر كور د منځي حد (٦) تنو غړو په ضريب ضربېږي او د هغې سيمې مجموعي كميت معلومېږي. اول خو د (شپږو ضريب) په اطرافي سيمو كې دقيق ځكه نه دی چې دلته كورنی منځی حد تر دې پورته دی بيا كه دا هم سم وي نو په دې كې خو د سړي (سر) معلوم شو، د عمر، جنس، مدني حالت، سواد، شغل او نور چې د احصايې اصلي هدفونه دي څنګه معلومېږي؟ كه چېرې موږ پر احتمالي احصائيه ډډه لګوو، نو دا ډول احتمالي احصايې خو اوس هم شته، پر هغو ولې ډډه نه لګوو او د نړيوال معيار له مخې دې هر كال يو ټاكلی ضريب ورسره ضربېږي.
د (١٣٥٨) ل كال احصائيه يوازې په دې دليل نيمګړې ګڼل كېږي چې هغه وخت د جګړو له امله د نورستان او پكتيكا په ځينو سيمو كې سرشمېرنه په سمه توګه ترسره نه شوه، خو اوس چې په (١٩) ولايتونو كې سرشمېرنه په سمه توګه ترسره كېدی نه شي، ولې بيا د نوې احصايې پر اخيستلو ټينګار وشي؟ ددې ټينګار له مخې ښكاري چې د احصايې اخيستلو تر شا سياسي هدفونه پراته دي او دا مشخصې كړۍ غواړي د نړيوالو له شتوالي او مصداق څخه په غلطه توګه ګټه پورته كړي، له دې عمليې څخه هداف دادى چې دوی به ناسمه احصائيه واخلي او پر نړيوالو به يې تصديق كړي، بيا به څوك ددې وس نه لري چې دروغ په رښتيا دروغ ثابت كړي. په دې برخه كې ډېر نور دلايل هم راوړل كېدی شي چې دا سرليكنه يې د ټولو د ځايولو وس نه لري خو دولت ته زموږ وړانديز دادی چې اوس دې له نړيوالې ټولنې څخه د سرشمېرنې لپاره پانګه راټوله كړي، په دې پانګې دې په ولسواليو او ولايتونو كې د احصايې د مامورينو لپاره دفترونه جوړ كړي، خپل مامورين دې وروزي، د احصايې مركزي رياست دې د يوې ډلې او يوه قوم له انحصاره وباسي، د عامه پوهاوي كارونه دې ترسره كړي، كله چې په هېواد كې سراسري امنيت ټينك شو، كورني كډوال او بهرمېشتي افغان مهاجر خپل هېواد ته راستانه شول، په حكومت كې د ځينو ډلو سياسي ناقانونه واك ختم شو، په احصايې او نورو چارو كې د ګاونډيو هېوادونو د مداخلې هر ډول امكان له منځه لاړ نو بيا دې تر هغه وروسته دا لويه ملي او بشري پروژه عملي شي، له هغې پرته دا ډول احصائيه چې نه په كې سرونه شمېرل كېږي او نه هم په كې كلي او ښارونه، يوه خيالي او سياسي احصائيه ده او له يو سياسي بحران او بشري غميزې پرته به بله نتيجه ونه لري.
پای

2008-05-08

ننگرهار: په خبريالانو سندونه وويشل شول

Date: 2008-05-08

ننگرهار کې د ژورناليزم دورکشاپ پرګډونوالودفراغت سندونه وويشل شول.دغه ورکشاپ چې دننګرهاردملی رادیوتلویزیون دځوانانودروزنیزمرکزله لورې جوړشوى و،دپوهنتون لسګونوتنومحصلینوته په کې دژورنالیزم زده کړه ورکړل شوه. دننګرهاردملی رادیوتلویزیون رئیس انجينيرزلمى واېی: دژورناليزم دزده کړې دغه کورسونه له تېرودریومیاشتوراهیسې دننګرهاردملی رادیوتلویزیون دادارې دځوانانودروزنیزې څانګې له خوادوام لری، چې دننګرهارپوهنتون ګڼ شمیرمحصلینوته په کې دژورنالیزم زده کړه ورکول کېږی.نوموړی وویل: دژورنالیزم دزده کړې دغه لنډمهالی کورسونو ته دننګرهارپوهنتون نیږدې ٦٠٠ تنومحصلینوثبت نام کړى، چې تردې دمه ترې ١٧٢ تنه وروزل شول، اودفراغت سندونه ورکړل شو.د يادونی وړ ده چې د ننگرهار ځوانان دا گړۍ تر بل هر وخت ډير په شعر او شاعرۍ بوخت دي او تر څنگ يي د خبريالۍ په ډگر کې د کار کولو ليواله دي.

ناټو:شمال ته طالبان راغلي مونږ انديښنه لرو

Date: 2008-05-08

د بلخ په ولايت کې د ناټو د ولايتي بيارغوني ډلي قوماندان د دې ولايت او يو شمير شمالي نورو ولايتونو د امنيتي حالت په اړه خپله انديښنه ښولي ده .د بلخ ولايت د پي ار ټي ( ولايتي بيارغوني ډلي) مشر ډگروال " توربيون لارسون" چې يوې ډلي خبريالانو ته ېې وينا کوله وويل:د طالبانو يو شميري وړې ډلي شمالي ولايتونه ته داخلي شوي چې له همدې امله د بلخ ولايت په يو شمير لري پرتو کليو کې هم د بيارغوني پروژې له خنډونو سره مخ شو دي .نوموړي وويل چې د بلخ ولايت ډيري امنيتي چاري دا گړۍ د کورنيو ځواکونو په لاس کې دی خو مونږ يوازي ملاتړی رول لرو خو سره له دې هم بهرني ځواکونو د افغانستان د خلکو دامنيت لپاره کار کوي.

ميدان وردګو ولايت كې درې ښوونځي ګټې ته تيار شول

Date: 2008-05-08

له دغو ښوونځيو څخه ، يويې د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ او دوه په نرخ ولسوالۍ كې پرانستل شول. د ميدان وردګو ولايت د مشرتابه د مطبوعاتي دفتر د مالوماتو له مخې د سيداباد ولسوالۍ د قلعه سعدالدين د نجونو لېسه او د نرخ ولسوالۍ د كانعزت لومړنى ښوونځى د تركيې د ولايتي بيا رغونې ډلې لخوا د ( ۲۶۰،۰۰۰ ) امريكائي ډالرو په لګښت جوړ شويدي او هر ښوونځى ۱۴ خونې لري . نوموړى دفتر زياتوي ، چې د نرخ ولسوالۍ د بني بادام د نجونو ښوونځى د يونسف لخوا د (۳۳،۵۸۶) امريكائي ډالرو په لګښت جوړ شوى او نهه خونې لري .دميدان وردګولايت والي عبدالجبار نعيمي وايي، چې سږ کال به شاوخوا اويا ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي. ديادونې وړ ده، چې په ميدان وردګ ولايت کې دوه سوه او اووه شپېته ښوونځي شته، چې له يولک او اته ويشتو زرو نه ډېر زده کوونکي پکې زده کړې کوي.

جورج ډبليو بوش له حامد کرزي سره گوري

Date: 2008-05-08

ټاکل شوي چې د امريکې ولسمشر جورج ډبليو بوش د روانی ميلادي مياشتي له 13مي څخه تر 18مي پورې له افغان ولسمشر حامد کرزي او عراقي جمهور ريس "جلال طلباني" سره خبري اتري وکړي .ټاکل شوي چې ولسمشر بوش به په لومړي سر کې منځني ختيځ ته ورشي .د امريکې د ملی امنيت سلاکار" سټيفن هډلي" وويل چې ولسمشر بوش له افغان جمهور ريس حامد کرزی سره د ملاقات لپاره سعودی عربستان او اسرايلو ته خپل سفر ځنډولی دا ځکه چې بوش غواړي له ولسمشر کرزي سره په مصر کې په يوه نړيواله اقتصادي غونډه کې چې د شرم الشيخ په تفريحي ښار کې جوړيږي خبري اتري وکړي .

2008-05-07

دافغانستان د خپلواکۍ اونجات دريښتيني تاريخ په اړه علمي کنفرانس

Date: 2008-05-07

په برتانيه کې داوسيدونکو افغانانو ټولنه لندن ـ ويسټ اکټون

دافغانستان د خپلواکۍ او نجات تاريخ د هیواد د خپلواکۍ او نجات د جګړو د تاريخ په اړه يو ډير مستند او مؤثق کتاب دی ، دغه کتاب د پياوړي مجاهد او نامتو مبارز ارواښاد جرنيل يار محمد خان وزيری د خاطراتو ټولګه ده دنوموړي کتاب په اړه او د هيواد ريښتيني تاريخ درابر سيره کولو د هڅو په توګه د ښاغلي ډاکټر ببري ګل ( وزير) لخوا په برټش لايبررۍ کې څيړني سرته رسيدلي. په دې اړه د ښاغلي ډاکټر ببري ګل (وزير ) لخوا د مۍ په شلمه نيټه د ورځی په دري بجود افغان سوسايټي په تالار کی يو علمي کنفرانس وړاندي کيږي . له ټولو هيوادوالو ، پوهانو ، فرهنګيانو او دافغانستان د ريښتيني تاريخ د مينه والو څخه هيله کيږي چی په دې علمي کنفرانس کې ګډون وکړي .

په درنښت
سيدجان کارواني
په برتانيا کې داوسېدونکو افغانانو د ټولنې مشر
پته او وخت : دمۍ شلمه نېټه دماسپښين دري بجي ويسټ اکټون.
په لندن کی د اوسيدونکو افغانانو ټولنه ټیليفون : ۰۲۰۸۹۹۳۸۱۶۸
د برېښناليک پتې:
saruk@btconnect.com
hussein_enayat@hotmail.co.uk
hussein.enayat@gmail.com

Address: Churchill Gardens West
Acton London W3 0JN
TEL: 020 8993 8168

2008-05-06

په سمنگان،باميان او کابل کې د ښونکو اعتصاب

Date: 2008-05-06

د افغانستان د پلازمينې په گډون په دريو ولايتونو کې ښونکو يو ځل بيا اعتصاب کړی .لومړنی خبر واېې چې د باميانو ولايت د 28 ښونځيو نارينه او ښځينه ښونکو ويلي تر هغه چې ېې مرکزي دولت حقوق ور نه کړي دوي به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي.په همدې حال کې له سمنگان ولايت څخه هم خبر را رسيدلی چې د "دره ی صوف" ولسوالۍ گڼ ښونکي او زده کونکي تيره ورځ لارو کوڅو ته را ووتل او له حکومت او نړيوالو ټولنو څخه ېې غوښتنه کوله چې ورسره خپلي ژمني پوره کړي .
هغوي تور لگاوه چې ورسره د دريو ښونځيو د جوړيدو ژمنه شوي خو هيڅ چا عملي نه ده عملي کړي.
د کابل د يو شمير ښونځيو ښونکو هم د خپلو معاشونو د ځنډ په سبب اعتراض کړی او له کار څخه ېې لاس اخيستی .په دې ښونځيو کې يو ېې هم د آماني ښونځی ده.د دې ليسې ښونکي وايي حنيف اتمر بايد استعفا وکړي ځکه په خپله دنده کې پاتې راغلی .

د جنرال ظاهر عظيمي ځوان زوی ووژل شو

Date: 2008-05-06

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د وياند جنرال ظاهر عظمي زوی وړمه ورځ د ناپيژاندو وسله والو له خوا وژل شوی دی .د ښاغلی عظيمي يوه نژدې ملگري نن سهار بينواويب پاڼي ته وويل چې ښاغلي عظيمي له چا سره دښمني نه لرله او اتلس کلن زوی ېې وړمه ورځ په گوليو ويشتل شوی او وژل شوی دی .د يادونی وړ ده چې محترم ظاهر عظيمي د افغانستان د هرات ولايت اصلي اوسيدونکی دی او يوازي دا يو زوی ېې لرل .

تهران د 13 تنو افغان خبريالانو کوربه دی

Date: 2008-05-06

د افغانستان 13 تنه خبريالان د ايران د اسلامي جمهوريت په رسمي بلنه هغه هيواد ته ورسيدل .په هرات کې د ايران د قونسلگرۍ يو خپور شوی بيان واېې چې د دې خبريالانو ځيني په افغان دولت او ځيني ېې بيا په ناحکومتي موسسو پوري تړلي دي .تهران خو دا واېې چې دا کار ېې د دواړو هيوادونو د مطبوعاتي ډلو د اړيکو د تينگښت لپاره تر سره کړی دی .د هرات ولايت د دولتي راډيو تلويزيون ريس حسام الدين شمس دا سفر خورا اغيزمن په گوتو کړ .په دې ډله کې د نورين ټلويزيون ، ساقي ټلويزيون ،کليد راډيو، نواد راډيو او د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون د خبريالانو تر څنگ يو شمير نور خبريالان هم شته .

2008-04-30

په کابل کې طالبانو ځيني کورنه ولکه کړي او جگړه ده

Date: 2008-04-30

تيره شپه ناوخته افغان څارگرو ادارو داسي رپوټونه تر لاسه کړي چې د ښار په سويل لويديځه گزرگاه په سيمه کې يو شمير کورونه د طالبانو له خوا ولکه شوي او هغوي غواړي په دولتی تاسيساتو بريدونه وکړي .د کورنيو چارو وزارت يو چارواکي چې نه ېې غوښتل نوم يي خپور شي شيبه دمخه بينواويب پاڼي ته وويل چې نن د چهارشنبې ورځي په سهار شاوخوا پينځه بجې پوليسو ، ملي پوځ او نړيوالو ځواکونو په سيمه چاپه واچوله او سخت جگړه روانه ده . تر اوسه نده معلومه چې د بريدکونکو شميره څو تنو ته رسيږي خو له سيمي څخه د سپکو او درندو وسلو ډزی تر غوږو کيږي .عيني شاهدان واېې چې دولت ضد وسله وال د گزرگاه سيمي تر څنگ په ولاړ غره کې په ځينو کورونو کی پټ شوي دي .دا کسان په داسي حال کې د دولتي ځواکونو له خوا کلابند شوي چې د اونۍ په سر کې يو شمير وسله والو د افغانستان په يو لړ رسمي مراسمو بريد وکړ چې درنده مرگ ژوبله ېې واروله .دا گړۍ سيمه کلابند شوي او گڼ کسان له سيمي څخه تيريدو ته نه پريښودل کيږي .مونږ له تاسو سره ژمنه کوو چې ډير ژر درته د دې پيښي تازه جزيات او انځورونه پر ليکه کړو .

افغانان د اټک په پوله زورول کېږي

Date: 2008-04-30

په پاکستان کې د افغان سفارت، په پېښور کې د افغان قونصلګيرۍ او همدارنګه د پاکستان د امنيتي او لوړپوړو چارواکو څخه په کلکه غوښتنه کېږي چې د صوبه پنجاب او پښتونخوا (سرحد) پر ګډه پوله د اټک د سيند پر غاړه چې د سپرليو کومه تالاشي اخيستل کېږي، د دغو تلاشيو قانوني پوښتنه دې وکړي ځکه چې له ډېرې مودې راپه دېخوا د خلکو عام شکايتونه بېخي مخ په زياتېدو دي. دلته هره ورځ په سلګونو بې ګناه افغانان سخت زورول کېږي او بې له دې چې کوم قانوني چلند ورسره وشي نغدې پېسې او نور قېمتي څيزونه ترې په زور اخيستل کېږي.

په همدې نږدې ورځو کې له يوې افغاني کورنۍ څخه نږدې يو لک پاکستانۍ روپۍ په زور اخيستل شوي او تراوسه پورې يې هيچا هم غم ندى خوړلى. همدارنګه د اټک ښار يو بل افغاني مهاجر جمشېد د خپلو سترګو ليدلى حال داسې بيانوي: زمونږ موټر پوليسو ودراوه زما سره دوه مېرمنې هم وې بيا يې زما په بکس کې پخپل موټي کې نيولي چرس کېښودل او سمدستي يې شپږ زره روپۍ راڅخه واخيستې. راته يې وويل که دغومره پېسې رانکړې بيا به په کلونو کلونو خلاص نۀ شې.

دغه راز همدې ته ورته په سلګونو پېښې شوي او اوس هم هره ورځ کېږي نو ځکه مونږ له پورتنيو ادارو او همدارنګه اړونده بشري ارګانونو څخه يو ځل بيا هم په کلکه غوښتنه کوو چې د دغه راز ناوړه، غېر انساني او غېر اخلاقي چلند د مخنيوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي او د هغو په زرګونو بې ګناه افغانانو غم دې وخوري چې له ډېرې مودې راهيسې د دغسې بدو او شومو پېښو قرباني دي.

په درناوي

سعد الله مېوند

اټک

2008-04-28

د ١٣٨٧ کال غوايي د پکتيا وکيل وخوړئ

Date: 2008-04-28

ه کابل کي د غوايي د اتمي په مراسم چي نن له وسله وال بريد سره مخ سول، د ځينو نورو کسانو په ګډون د پکتيا دوه پارلماني وکيلان فضل الرحمان څمکنى او داود ځاځى هم پکښي ټپيان سول.
خو د پکتيا د والي وياند روح الله سمون بېنوا ويبپاڼي ته وويل، چي حاجي فضل الرحمان څمکني د سختو زخمونو له امله په روغتون کي ساه ورکړه.
فضل الرحمان څمکني په هغو مراسمو کي د ګډون له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، چي هر کال په همدې ورځ د اسلامي انقلاب د برياليتوب په نوم لمانځل کېږي.
رپوټونه وايي هغه وخت چي لا جشن د پيل په درشل کي و، پر ويناوالو يې د سپکو وسلو ډزي وسوې، چي غونډه يې سخته ګډوډه کړه او د غونډي ویناوال يې ډک زړونه کور ته پر ستنېدو مجبور کړل.
د يادوني وړ ده چي په دې مراسمو کي د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي په ګډون د کابينې يو شمېر وزيرانو او ګڼو جهادي مشرانو ګډون کړى و، چي ټول له پيښي څخه روغ رمټ وتلي دي.

که څه هم د بريد مسوليت طالبانو پر غاړه اخيستئ دئ، خو جمهور رئيس کرزي امنيتي چارواکو ته د پيښي د پلټني امر کړئ دئ.

2008-04-27

ملت ته د ولسمشر کرزي پيغام

Date: 2008-04-27

د هيواد ولسمشر حامدکرزي شاوخوا دوه ساعته وروسته له هغه چې د غوايي اتمه د مجاهدينو د کاميابۍ د شپاړلسمې کليزې د لمانځنې مراسم ګډوډ شول د ملي تلويزون له لارې ملت ته د امنيتي اوضاع په برخه کې د ډاډينې پيغام ورکړ .

پدغه پيغام کې ولسمشر کرزي څرګنده کړه چې ننۍ بريد د افغانستان د سولې او امنيت د دښمنانو لخوا پدې مقصد ترسره شو چې غوښتل يې د جشن مراسم ګډوډ کړي .

ولسمشر کرزي ملت ته ډاډ ورکړ چې د هيواد مسلح قوا پر اوضاع مسلطه ده او دوى دې هيڅ راز انديښنه نه کوي .

ولسمشر کرزي په ډاګه کړه چې امنيتي قواو د پيښې په تړاو يو شمير کسان نيولي دي .

دجهاد برياليتوب جشن دډزوله امله ګډوډسو

Date: 2008-04-27

ډزې نږدې ( ٩:٤٥ ) هغه مهال پيل شوې کله چې تلاوت او ملي سرود پاى ته ورسېد .
دغه مراسم چې په ژوندۍ بڼه له ملي ټلويزيون څخه خپرېدل له ډزو څو شيبې وروسته په ټپه ودرېدل . د مجاهدينو د جهاد د برياليتوب ١٦ کليزې د برياليتوب په مراسمو کې له پيل سره سم ډزې وشوې ولسمشر حامد کرزي او نورو ګډونوالو د جشن سيمه پرېښوده .
تراوسه ، لا ددغو ډزو او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته خو اوس هم ( نږدې لس بجې ) د بالاحصار له خوا ډزې روانې دي .
ددغه بريد مسووليت طالبانو پرغاړه واخيست نورجزيات به يي وروسته خپاره شي

د نني جشن په مراسمو کې د ملي شورا دوه تنه غړي ټپيان شوي دي

Date: 2008-04-27

د وخت خبري آژانس خبريال چې په سيمه کې حضور لري د عيني شاهدانو په حواله وايي چې په هغو ډزو کې چې د بالا حصار د غونډې لخوا نه د ستيژ لوري ته شوې دي د ملي شورا دوه تنه غړي ټپيان شوي دي .

دا چې دغه دوه کسان څوک او د ولسي جرګې غړي دي او که د مشرانو جرګې تر دې دمه کره مالومات د رسنيو په لاس کې نشته .

طالبانو د پيښې پړه په غاړه اخيستي او وايي چې د دې بريد هدف ولس مشر کرزى او د کابينې غړي او د جشن نور ګډون وال ؤ .

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي وايي چې دغه بريد د شپږ تنو طالب جنګياليو لخوا تر سره شوى چې په هغو کې درې تنه طالبان وژل شوي دي او درې تنه نور په تيښته بريالي شوي دي .

په همدې توګه دولتي منابع وايي چې د بريد په تور يې تر دې دمه شپږ تنه مشکوک کسان نيولي دي .

له بلې خوا ويل کيږي چې وسله والو طالبانو پرون مخکې تر دې چې د جشن مراسم تر سره شي ګواښ کړى ؤ چې د جشن مراسم به ګډوډوي .

2008-04-24

ولسمشرکرزي:"د سردار داود خان مړی بايد وموندل شي"

Date: 2008-04-24

افغان ولسمشر حامد کرزي يوو کميسيون ته دستور ورکړ چې د هيواد دپخواني جمهور ريس سردار محمد داود خان د جسد لټون وکړي .سر دار داود څه کم ديرش کاله دمخه د کابل په شاهي ماڼۍ کې د يوې پوځي کودتا په ترځ کی ووژل شو او واکمنۍ ېې نسکوره سوه .له نوموړي سره د هغه د کورني گڼ شمير کوچنيان ، ځوانان او بوډا گان هم وويشتل شول .د ولسمشر کرزي د دفتر وياندويان واېې د پلټونکي کميسيون مشرۍ د څارگري ادارې د مشر امر الله صالح په غاړه ده او ورسره د اطلاعاتو او فرهنگ ، کورنيو چارو او دفاع وزارت استازي هم کار کوي .حکومت واېې په لټونکي ډله کې د محمد داود خان د کورنۍ يو غړی نادر نعيمي هم شتون لري .

د هرات په جومات په مليونونو افغانۍ لگول کيږي

Date: 2008-04-24

افغان دولت د هرات د جامع جومات بيارغوني ته د څه نا څه 13 مليونه افغانيو تخصيص ورکړ. د چارو ادارې د يوه بيان په خپرولو ويلي چې افغان دولت غواړي د هرات جامع جومات د بياودانولو کې څه کم 13 نيم مليونه افغانۍ ولگوي .د هرات جامع جومات د نړۍ په کچه 5 ستر تاريخی جومات شمير کيږي چې لرغونتوب ېې 1400 کلونو ته رسيږي .د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت دا هم منلی چې د دې جومات د ساتلو لپاره به هر کال 5 نيم مليونه افغانۍ په پخواني لگښت سربيره په مصرف وروسوي .ټاکل شوي چې له دې پس به د جامع جومات د ساتلو دنده د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت ته وسپارل شي.

بهرنيا بنديان دي ، افغان ملگری ېې آزاد سو

Date: 2008-04-24

دهرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې ددريو تښتول شويوکسانو له جملې څخه يو تن خوشې شو ، خو دوه بهرنيان تراوسه د تښتوونکيو په بند کې دي . ناپېژاندو وسلوالو يو هندى ، يو نيپالى او دهغوى افغان چلوونکى ، چې د ادرسکن دپوليسو د روزنيز مرکز په پروژه کې يې کارکاوه ، دوه شپې مخکې ، کله چې له هرات څخه د ادرسکن ولسوالۍ په لور روان وو، د ادرسکن ولسوالۍ د شاه بېد په سيمه کې وتښتول . د ادرسکن ولسوال عبدالرشيد پوپل وويل چې چلوونکى عبدالمجيد نومېږي او تېره ورځ د ادرسکن په يوه غرييزه سيمه کې خوشې شوى دى .

2008-04-23

ليکوالان دې خټکي خرڅول شروع کړي

Date: 2008-04-23

نن (د اپرېل دوه ويشتمه) مې د پېښور په وحدت ورځپاڼه کې د ښاغلي مصور قرېشي د کالم په دې سرليک نظر پرېوت چې "موسيقي د قران او سنت په رڼا کې" نو لږ ورته ځير شوم. د دې لپاره نۀ چې ګوندې زه د موسيقۍ په پلوۍ يا خلاف بحث سره کومه علاقه مندي لرم، بلکې د دې لپاره چې وګورم په دې موضوع باندې د دې ښاغلي د بحث سويه څومره په اوبو کې ده. او په لومړي پراګراف کې پوه شوم چې ښاغلى قرېشي په ګډو وډو سر شوى دى. هغه داسې چې حواله يې د پښتو د پياوړي او ښکلي سندرغاړي ګلزار عالم د يوې مرکې ورکړې ده کومه چې په همدې ورځپاڼه کې څو ورځې وړاندې خپره شوې وه. ښاغلي قرېشي د دغې مرکې په حواله ليکلي دي ((څو ورځې وړاندې د ګلزار عالم کوم چې اوس حاجي شوى هم دى يوه مرکه شايع شوې وه. په دغه مرکه کې ښاغلي د يو سوال په ځواب کې ويلي وو چې د اېم اېم اى په دور حکومت کې مونږ فنکارانو سره ډېر زياتى او ناروا سلوک کېدو نو په دې وجه مې ګلوکاري پريښې وه او د پراپرټۍ کاروبار مې شروع کړى و خو چونکې دغه کاروبار (پراپرټي) حرامه ده په دې وجه مې پرېښوده او په ما حرام ساز نۀ راځي زه تل د حلال رزق (ګلوکارۍ) په تکل کې ګرځم يعنې ښاغلي پراپرټي حرامه کړه او ګلوکاري يې حلاله کړه).
پراپرټي نه د ښاغلي قرېشي مراد د کورونو، دوکانونو، ځمکو او نورو جاييدادونو په کمېشن د اخيستلو خرڅولو کاروبار دى، کوم چې په پېښور کې د افغانانو د بدبختۍ له امله ډېر زيات دى. قرېشي وايي چې ګلزار عالم دغه کار ته حرام ويلي دي. اوس به وګورو چې ايا رښتيا هم ګلزار عالم دغه خبره په همدې ټکو کې کړې ده که؟
هغه وايي : ((ځواب: د موسيقۍ نه پرته زما بل کوم کار نه دى زده. ځکه نو زه به د پروګرامونو لپاره د کويټې نه کراچۍ ته تللم خو بيا په هغې هم ګزاره ګرانه وه نو ما په کمېشن باندې د کورونو د اخيستلو او خرڅولو کار پېل کړ. په دغه کار کې ټولې دوکې او فرېبونه وه نو پرې مې ښوده ځکه چې زه د حلال رزق ګټونکى انسان يم او د دوکې فرېب حرامه ګټه راباندې ښه نه لګي. کراچۍ کې د اوسېدو په اخرنيو مياشتو کې مې مجبوراً د ټېکسي ډرايوري هم وکړه)).
يانې ښاغلى ګلزار عالم د پراپرټي د کاروبار دوکې او فرېب ته حرام وايي او دغه کار ورته ښه نۀ ښکاري. که رښتيا تاسې چرته په پېښور کې وخت تېر کړى وي او د کرايې کور يا جاييداد اخيستلو ته مو اړتيا پېښه شوې وي او د دغه پراپرټۍ والا سره مو کار راغلى وي نو خامخا به پوه شوي ياست چې دغه کار ته کاروبار يا روزګار ويل هم د کاروبار يا روزګار بدنامي ده. پکار ده چې "دوکه" يا "فرېب" نوم ورکړاى شي. بلکې د دوکې او فرېب نه هم وراخوا کار دى. نو اوس تاسې په خپله فکر وکړئ چې زمونږ د وحدت ورځپاڼې دا ښاغلى ليکوال(؟) په علمي کچ دومره ناخبره او په اخلاقي سويه دومره پرېوتى دى چې يو خو يې د پښتو په يو نامتو او پياوړي سندرغاړي باندې دومره لوى بهتان تړلى دى (او په څومره سپکه لهجه کې!). هغه دوکې او فرېب ته حرام ويلي دي او مصور قرېشي ليکلي چې هغه د پراپرټۍ کاروبار ته حرام وايي. نو داسې يو درواغجن سړى ځان ته ليکوال هم وايي او بيا پاڅي د قران او سنت په دلايلو باندې بحث هم کوي. ايا په قران او سنت کې دا راغلي چې دوکه وکړئ؟ او ايا دا ويل شوي چې درواغ ووايئ؟ او بيا خبره هم دومره زړه نۀ ده بلکې په منځ کې د درې يا څلورو ورځو فرق دى.
ما نه يوه ورځ چا پوښتنه وکړه چې دا د پښتو ليک لوست پرمختګ ولې نۀ کوي او د پښتو اخبارونه، کتابونه، مجلې څوک اخلي ولې نۀ؟ په هغه ورځ مې هيڅ ځواب ورنکړاى شو خو نن سوال کوم چې خداى دې هغه سړى بيا راولي تر څو ورته وښايم چې کله په اخبارونو کې د کالم ليکونکو دا حال وي نو خداى دې په هغو خلکو هم تندر پرېباسي چې په داسې شيانو پېسې ورکوي او اخلي يې. زمونږ ژبه او ليک لوست به خاورې ترقي وکړي چې ليکوالان مو درواغ ليکي او په ځاى د دې چې قوم ته په ورپېښو مشکلاتو او ستونځو څه وليکي د پېړيو راهيسې راروانو هغو بې ګټې او بې فايدې بحثونو باندې د اخبارونو پاڼې خرابوي چې نۀ يې څه نتيجه شته او نۀ يې څوک د منلو والا شته. هغه کومو قومونو چې ترقي کړې ده او نن په دنيا باندې حکومت کوي نو د هغوى ليکوالان داسې ندي چې د دوکې او فرېب د روا ثابتولو لپاره د قران او سنت نه دلايل پېدا کوي او د يو روا او سم کار د غلط ثابتولو لپاره درواغ هم وايي او د خلکو وخت هم خرابوي. ښاغلى مصور قرېشي داسې ښکاري چې په خپله هم د اېم اېم اى غړى دى او خامخا به چا د پراپرټي کاروبار والا سره خپلوي لري نو ځکه يې دا ايجنډه په لاس کې اخيستې ده چې سندرې ويل په اسلام کې ناروا کړي او دوکه فرېب حلال کړي. زمونږ ملايانو د پېړيو راهيسې همدغه کار کړى دى چې کوم څه دوى پخپله کوي يا يې د دوى خپلوان کوي د هغې د روا کولو لپاره ورسره په قران او سنت کې بلها حوالې موجودې وي، خو که بل څوک سم کار هم کوي نو هغې ته کفر او ارتداد وايي. څه موضوعي حديثونه يې پېدا کړي دي بس هغه اړوي راړوي د خپلو شخصي ګټو لپاره ترې کله مثبته مانا راوباسي او کله منفي. همدغه وجه ده چې زمونږ ټولنه په اخلاقي لحاظ د زوال په لور روانه ده او د ژوند په هيڅ يو اړخ کې په خپلو پښو نۀ شو ودرېدلى. يواځيني کارونه چې مونږ پکې په خپلو پښو ولاړ يو هغه جهالت، ناپوهي، منافقت، درواغ او دوکه ده.
نو ځکه مې پښتنو ليکوالانو ته دا مشوره ده چې پښتون قام او د پښتنو وطن ٩٨ فيصده د ملايانو د لاسه تباه دى، دا دوه فيصده چې څه اخلاق او اقدار پاتې دي دا تاسو مه تباه کوئ راځئ اول به زۀ شم او بيا تاسو ټول راسره ملګري شئ چې خټکي خرڅول شروع کړو. يو به د کاغذ بچت وشي، بل به خپلو بچو ته يو څه پېسې وګټئ او درېم دا چې پښتانه به نور د درواغو او دوکو د شر نه په امن شي. خداى دې وس درکړي چې بده يې ونۀ منئ.

عزت الله هاشمي

په سرپل ولايت کې دری ښونځي جوړيږي

Date: 2008-04-23

په سر پل ولایت کی د دريو ښونځيو د بنسټ ډبري کيښودل شوي .د نوموړي ولايت د والي مرستيال قمرالدين شکيب واېې چې د دې ښونځيو په جوړولو به اوه مليونه افغانی لگښت راشي چې د ملی پيوستون د پروگرام په چوکاټ کې به جوړ کړای شي .دا په داسی حال کې ده چې په باميانو کې هم په تيرو دوو ورځو کې دوه ښونځي پرانيستل شول او په لوگر کې بيا دوه ښونځي دولت ضد وسله والو وسوځول.

جنوبي کوريا د پوليسو روزونکي استوي

Date: 2008-04-23

د جنوبي کوريا نوی محافظه کار حکومت به د امريکې په غوښتنه افغانستان ته په لسگونو تنه پوليس روزونکي واستوي .د دې هيواد د" يونهاپ" دولتي خبری کمپنۍ واېې چې دا پوليس روزونکي به د پوليسو په اکادمۍ کې افغان پوليس روزي خو په نورو پوليسي فعاليتونو کې به لاس نه وهي .جنوبی کوريا تير کال خپل يو شمير سرتيري وروسته تر هغه له افغانستان څخه ويستل چې طالبانو د هغوي د دې کار په بدل کې 19 تنه کوريايي يرغمل آزاد کړل .

هلمند گي ځانمرگی بريد مرگ ژوبله واړوله

Date: 2008-04-23

رپوتونه وايې چی نن د چهارشنبی په سهال يو ځانمرگي بريد کونکي د هلمند د گرشک ولسوالۍ د پوليسو د قوماندان په کتار ځانمرگي بريد کړي دوه پوليس ېې وژلي او دری نور ېې ژوبل کړي دي .د هلمند د امنيه قوماندانۍ يو عالي رتبه مامور خير محمد شجاع وويل چې بريد گر د سهار په اتو بجو د گرشک د امنيه قوماندانۍ مخي ته د پولیسو په مشر د بريد تکل درلود چې د پوليسو له خوا پرې ډزي وشوي او په ځان پوري تړلي چاوديدونکي توکي يې والوزول چې دا مرگ ژوبله ېی اړولي خو امنيه قوماندان روغ رمټ دی او تپی شوی هم ندی . له بلې خوا طالب نطاق قاری يوسف واېې چی دا بريد د نصرالله په نامه د گرشک يوو اوسيدونکي کړی او لس پوليس ېې له ځان سره وژلي دي.

نامالومه وسله والو په هرات کې 2هندېان تښتولي

Date: 2008-04-23

دلویدیځ زون دپولیسود عمومې قومندانۍ دمطبوعاتې څانګې مشرسمونوال عبدالرؤف احمدې خبریالانو ته وویل: تیره شپه د اوو بجو په شاخوا کې نامالومه وسله والو دادرسکن ولسوالۍ دکاروان ګاه په سیمه کې دسړک جوړونې یوې هندې کمپنۍ دوه تنه کارکونکې له یوه موټرچلونکې سره تښتولې دي.احمدې زیاته کړه،تښتول شوې هندیان د ادرسکن ولسوالۍ ته غیر لدې څخه چې امنیتې ځواکونه په جریان کې واچوې تللې ؤ.دنوموړې په وینا په سیمه کې دامنیتې ځواکونوله لورې پلټنې روانې دي،خو تر اوسه یې دپیدا کیدو څرک ندې لګیدلې او نه یې هم کومې ډلې دتښتونې مسؤلیت په خپله غاړه اخیستې دی.

2008-04-22

د نوې هيلې پنځه ويشتمه ګڼه په ليکه شوه

Date: 2008-04-22

په سويډن کې دا فغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د خپرونې (نوې هيلې) پنځه ويشتمه ګڼه په ليکه شوه چې تاسې يې دلته لوستلای شئ!

2008-04-16

دهیواد په سویل کې دایساف 2سرتیرې مړه او2 ژوبل

Date: 2008-04-16

د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو د هېواد په سويل کې د خپلو دوو سرتېرو د وژلو کیدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ . د ايساف ځواکونو له لورې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې رسنېوته په واک کې ورکړل شوې راغلې نن سهاریې دهیواد په سویل کې دسرتیروپه موټر بمې چادونه رامینځ ته شوې چې له امله یې دوه سرتیرې مړه او دوه نور ژوبل شوي.دخبرپآڼې په وینا ټپیان دپیښې وروسته درملنې په موخه نږدې روغتون ته وړل شوې خو دروغتیاې حالت په اړه یې څه ندې ویلي.ايساف دخپلې پالیسۍ له مخې تراوسه دمړوشوېو او ژوبلوسرتیرو دهؤیت او دپیښې دقیقه سیمه نده په ډاګه کړې.

ایتلاف:هلمند کې مو 12 شکمن کسان نیولي

Date: 2008-04-16

ايتلافي ځواکونو هلمند کې د ١٢ تنو شکمنو کسانودنیول کیدو خبر ورکړ.د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو له لورې په یوه خپاره شوې بیان کې رسنیوته په واک کې ورکړل شوې راغلې دروانې اونۍ په ترڅ کې یې 12 تنه شکمن ترهګر دهلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې نیولې دي.دبیان له مخې دغه کسان یې په سیمه کې دمخالفینو دفعالیتونو د ګډوډ کولوپه موخه دیولړ پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې نیولې دي.ایتلافې ځواکونه وایې دغه راز یې یوه سیمه ایز طالب قومندان کور هم تالاشې کړې چې یوزیات شمیر وسلې او مهات یې ترې لاسته راوړې دي.

د صبريو ولسوالۍ ټول ښوونځي بېرته پرانستل شول

Date: 2008-04-16

هغه پنځلس ښوونځي چې څو ورځې وړاندې د خوست ولايت په صبريوولسوالۍكې د مسوولينو لخوا د احتجاج په ډول تړل شوي وو، بېرته پرانستل شول.

بل پلو د پكتيا ولايت د سرروضې او ارګون په ولسوالي كې د نجونو اوهلكانو دوو ښوونځوته د ديارلس مليونه افغانيولګښت نوې جوړې شوې ودانۍ پرانستل شوې .

د خوست سرپرست والي طاهر خان صبري د يوې غونډې پرمهال وويل، چې د صبريو ټول ښوونځي به سر له چارشنبې پرانېستل شي

هغه زياته کړه چې د دوى ستونزې او شکايتونه يې اړونده وزارت او ولسمشر حامد کرزي ته ورسول، او د ده خبره ولسمشر په دې اړه د ناټو ځواکونو له قوماندان جان مېکنل سره خبرې وکړې او هغه ته يې وويل چې كه د نيول شويو کسانو په اړه شواهد لري، نو محکمې ته دې وسپاري او کنه نو بايد ژر تر ژره خوشي شي او تښتول شوي معاشونه به دوزارت لخوا ورکړل شي .

له تېرې شنبې ورځې راپدې خوا د خوست د صبريو ولسوالۍ پنځلس ښوونځي چې شپاړس زره هلکان او نجونې پکې زده کړې کوي، د مسوولينو لخوا داحتجاج په ډول تړل شوي وو.

نوموړو مسوولينو دغه شپږ غوښتنې درلودې: له دوى څخه تښتول شوي معاشو نه دې ورکړل شي، د معارف اړوند کسان چې ايتلافي ځواکونو لخوا بنديان شوي، بيرته خوشي شي. د ديني مدرسو تالاشۍ د نه كيږي او په سيمه کې يې د ډاډ من امنيت غوښتنه كوله.

بل پلو د پكتيكاولايت سرپرست والي او امنيې قوماندن پاسوال نبي جان ملاخېل وايي چې د دغه ولايت په سرروضې او اورګون ولسواليو كې د نجونواو هلكانو لپاره نوې اوعصري دوې جوړې شوې ودانۍ پرانستل شوې. ده وويل چې په دواړو ودانيو د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا ديارلس مليونه افغانۍ لګول شوي دي، او اوسمهال پكې څلور سوه نجونې او پنځه سوه هلكان زده كړې كوي، چې لدې وړاندې يې په آزاده هوا كې سره لمر اويا سختي يخنۍ ته زده كړې كولې.

په همدې مهال د سيمې يوتن ديني عالم مولوي يعقوب له دولت مننه وكړه چې په ليرو پراتو اوغرنيوسيموكې يې د دوى ماشومانوته ودانۍ جوړې كړې.

2008-04-14

پښتنومحصلينوکرزي ته دلوړوزدکړووزارت د ناانډولي وويل

Date: 2008-04-14

ښاغلي کرزي چي سوک خوړلی وای، ښه به وو!!
پرون د يکشنبې په ورځ د افغانستان د لوړو زدکړو د وزارت لخوا په کابل کي د افغان محصلينو د فراغت غونډه جوړه شوې وه، چي په دغه غونډه کي ولسمشر حامد کرزي هم ونډه درلوده. حامد کرزي محصلينو ته اوږدې خبري وکړې، په خبرو کي يې وويل چي ځوان نسل او په ځانګړې ډول هغه محصلين چي نن فارغېږي د قومي، ژبنيو او سيميزو تبعيضونو پرځای بايد پراخ فکر وکړي، په يوه قوم يا يوې ژبي او سيمي پوري محدود پاتي نشي او د ټول افغانستان او ملي آرمان لپاره کار وکړي.
په دغه غونډه کي د کرزي صاحب طبيعت ډېر ښه وه، نه پوهېږم چي د څه شي ښه زېری پرې شوی وه خو دا يې وويل چي د ولسمشرۍ څوکۍ به - چي اوس يې ده خوند ليدلی دی - پرېنږدې، کېدی شي کرزی صاحب په همدې خبره ډېر خوشاله وو.
د ښاغلي کرزی وينا پای ته ورسېده، هغه شپږو غوره او تکړه محصلينو ته چي په لوړو نمرو فارغ شوي وود فراغت سندونه ورکړل دغه ځوانان چي مايې نومونه واورېدل درې څلور کسه يې د سويل يعنې پښتانه ول. وروسته ښاغلي کرزي هغه شپږو غوره محصلينو ته چي سږ کال يې د کانکور په آزموينه کي لوړې نمرې اخستې وې نقدي ډالۍ او بهرنيو هېوادونو ته د لوړو زدکړو په موخه د لېږلو وعدې ورکړې، چي په همدې ډله کي دوه تنه د کاپيسا، دوه تنه د پروان يو تن د تخار او بل يې نه پوهېږم د کوم شمالي ولايت وو خو هيڅ يو يې پښتون نه وو. کرزي صاحب هغوی ته نقدي جايزه ورکړه او وعده يې ورسره وکړه چي هندوستان يا نورو داسي هېوادونو ته به د لوړو زدکړو د بشپړولو لپاره لېږل کېږي.
همدا لړۍ روانه وه، مراسم د ملي ټلويزيون له لاري په ژونۍ بڼه خپرېدل، چي په تالار کي دوه پښتانه زدکړيالان )محصلين( جګ شول او په ډېر قهر سره يې خبرې کولې، هغوی ته نږدې د مايک د نشتون له کبله ما د هغوی خبرې سمي نه اورېدې، خو دومره پوه شوم چي هغوی له پښتنو سره د لوړو زدکړو وزارت د ناسم چلند شکايت کوي، زه چي ټلويزيون ته نور هم ورنږدې شوم چي غږ ښه واورم، لومړی د مراسمو غږ پرې شو، تصوير وه غږ نه وه، وروسته چي يو تن محصل د سټېج سر ته کرزي ته نږدې ورغی او له هغه سره يې له نږدې خبرې کولې د غونډي ژوندۍ خپرونه ودرېده او په ټلويزيون کي ملي سندرې پيل شوې.
وروسته مي له ملګرو پوښتنه وکړه هغوی وويل چي دغه ځوان له کرزي نه پوښتنه کوله چي ولي د يوې سيمي او ځانګړو ولايتونو زده کوونکي سکالرشيپونو ته ټاکل شوي، ولي په سکالر شيپونو کي د پښتنو ونډه نشته. دغه ځوان دعوه وکړه چي سويلي ولايټونو )پښتانه( زده کوونکي په ټول پوهنتون کي تکړه او غوره محصلين دي، دا څنګه کېدی شي چي په غوره زده کوونکو کي دي يو هم پښتون نه وي.
دغه ځوان د لوړو زدکړو وزارت د چارواکو د تبعيض او تعصب په اړه کرز ي ته وويل چي له پښتنو سره د اقليت په ډول چلند کوي او ټول بهرني سکالرشيپونه يوازي د يوې سيمي زده کوونکو ته ورکول کېږي.
دا ټول د کرزي صاحب له برکته ده، چي د هېواد له غوڅ اکثريت پښتانه قوم سره د لږکي او محروم قوم په ډول چلند کېږي. کله په ولسي جرګه کي کوچيانو ته کډوال او له بلي خوا راغلي مساپر ويل کېږي، او کله غونډ پښتون قوم د اسرائيلو ورکي شوې قبيلي بلل کېږي، کله هم بې کلتوره د غرو اوسېدونکي او داسي ورځ به راشي چي په شمال کي مېشته ټول پښتانه د زور او ظلم په مټ سويلي سيمو ته راوشړي او بيا شمالي افغانستان يا هماغه تاجکستان او خراسان اعلان شي.
هله به ښه وای چي دغه ځوان کرزی او د لوړو زدکړو وزير دواړه په سوک وهلي وای او ورښودلې يې وای چي د پښتانه په سوک کي اوس هم دونه زور شته چي د غليمانو اوربوز پرې مات کړي، خو د ملګرو په وينا دغه ځوان کرزی څو واره پر ټټر هم وواهه او په جرئت يې خپل شکايت ورته وړاندي کړ. سمه ده چي د هېواد د ولسمشر په توګه د کرزي صاحب بې احترامي بده خبره ده خو کله چي ولسمشر د يو لوی او ستر قوم بې احترامي کوې، حقوق يې ترې اخلې او د ځان د ښه ښودلو او خپل موقف د ټينګولو لپاره يې نورو قومونو ته ورکوي، همدا کار ورسره ښايي.
لومړی د کرزي صاحب او بيا د ولسې او مشرانو جرګو دا دنده ده چي د مخدوم رهين د ليکي خدای وهلي متعصب وزيران له دندې لري او پر ځای يې د عبدالکريم خرم په شان ملي کسان په دنده وګماري.
د لوړو زدکړو اوسنی وزير د فارياب اصلي اوسېدونکی د شعله جاود پخوانی غړی او د پښتو او پښتنو د پوپنا کولو د غورځنګ غړی دی. نه پوهېږم کرزي په شعله جاود او ستميانو کي څه ليدلې دي چي ټول يا وزيران، يا رئيسان يا سفيران او لوړرتبه مأمورين دي.
خو پښتانه دې دا خبره ياد لري چي که همدا حال وي، يوه ورځ به هرومرو دغه خاوره پرېږدي. يا به په وزيرستان اړوي يا به د کوټي له لاري د هند په سمندرګي کي ډوبېږي، که څه هم د پښتون قوم يوه لويه برخه د طالب، القاعده او ويره اچوونکې په نامه هره ورځ قتل کېږي.

د پښتون زده کوونکي ږغ بند کړى شو

Date: 2008-04-14

نن د کابل پول تخنيک پوهنتون د ډيپلومونو د وېش په هغو مراسمو کې چې د ملي تلويزيون څخه په ژوندۍ توګه خپريدې، د يوه پښتون زده کوونکي ږغ بندل کړل شو.
په دې مراسمو کې افغان ولسمشر پخپل لاس په لوړه کچه بريالي شويو زده کوونکو ته ډېپلومونو ورکول.
له لومړۍ نه تر درېيمې نومرې پورې ګټونکي د پروان زده کوونکي و، په لومړۍ درجه بريالي شويو زده کوونکو سره ښاغلي کرزي د سکالرشيپ ژمنه وکړه او د لوړو زده کړو وزير ته يې معرفي کړل.
تر دې وروسته د څلورم نه تر شپږمې نومرې ګټونکو ته چې ټول د کاپيسا ولايت وو اعلان شول، او په پاى کې د اوومې نومرې ګټونکى چې د بلخ و اعلان شو، تر دې اعلان وروسته درې پښتانه زده کوونکي راپورته شول او يوه يې خبرې پيل کې، اوغوښتنه يې وکړه چې ولې ټول مقام ګټونکي د يوې سيمې او يوه ګروپ څخه دي.
ولې له کندهار، ننګرهار او پکتيا څخه څوک نشته، دې سره سم د ټلويزوني خپرونې ږغ بندل کړل او په دې شېبو کې هغه زده کوونکى د ښاغلي کرزي له خوا دريځ ته ور وبلل شو، د زده کوونکي ږغ نه اورېدل کېده خو ښکاريده چې له خپل عادت سره سم له خپلو خبرو سره لاسونه خوځوي.
تر دې وروسته ټوله خپرونه بنده شوه او ملي سندرې پيل شوې.
د يادونې وړ ده چې نن سبا ټول پښتانه زده کوونکي سر ټکوي چې افغان دولت ورسره د مور او ميرې سلوک کوي.
ډېرى يې دا هم وايي چې د کانکور په ازموينه کې هم ورسره درغلۍ کيږي او نا پښتون قومونو ته د لومړيتوب حق ورکول کيږي.

2008-04-12

دولت وايي ٢٥ طالبان يي وژلي او ١٥ نور يي ټپيان کړي دي

Date: 2008-04-12

زابل ولايت دشاجوي په ولسوالي کي دائيتلافي قواوو دهوايي او ځمکنيو عملياتو په لړ کي ٢٥ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ددوتنو قوماندانوپه ګډون چي يو يي ملاسور محب او بل تن يي لطف الله آخندزاده نوميږي ١٥ تنه نور ټپيان شويدي.

دزابل ولايت امنيه قومانداني امنيت آمر فريد الله خوګياڼي ددي خبر ترڅنګ وخت خبري آژانس ته وويل((دائيتلافي قواوو هوايي او ځمکني عمليات ددي ولايت دشاجوي ولسوالي په شاباز،روغاني ،غوژي او ملايانو په کلو کي دحمل په ٢٢مه پيل او په ٢٣مه نيټه مازيګر مهال پاي ته ورسيدي چي په مرګ ژوبل برسيره دطالبانو ګڼ شمير وسلي او مهمات هم تر لاسه شويدي))

منپع وايي چي په عملياتو کي ائيتلافي قواو او دسيمي ملکي اوسيدونکي ته دسر او مال کوم زيان ندي اوښتي.

دطالبانو وياند قاري يوسف له وخت خبري آژانس سره دتيلفون په کرښه عمليات منلي او وايي چي دائيتلافي قواوو هوايي ځواک يوازي دشاجوي ولسوالي په ملايانو کلي کي بمباري کړي چي په ترڅ کي يي ددوي وسلواو ته دسرزيان ندي رسيدلي خو په لړ کي يي څلور تنه ملکي وګړي وژل شويدي.

بلخوا بيا دسيمي يوتن اوسيدونکي منګل وخت خبري آژانس ته ويلي (( دائيتلافي قواوو دبمباريو له امله دوه تنه طالبان وژل شوي ، دري تنه نور ټپيان شويدي او دطالبانو ترڅنګ دوه تنه ملکي وګړي هم وژل شويدي))

دائيتلافي قواوو دغه بمباري په داسي حال کي ترسره شوي چي څو ورځي وړاندي هم په ورته بمباريو کي چي دميزاني ولسوالي په يوه سيمه کي دکوچيانو په پنډغالي شوي وي دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.

دنیمروز ځانمرګې 3 مړه او 7 ژوبل کړل

Date: 2008-04-12

د نیمروز په ولایت کې ځانمرګې برید دوه هندې انجینرانوپه ګډون درې تنه مړه او اووه نورژوبل کړل.دغه برید نن سهار اته بجې د خاشرود په ولسوالۍ کی د"بې،آر،او" په نامه دسړک جوړونې یوې هندې کمپنۍ په کارکونکورامینځ ته شوې دې.دخاشرود ولسوال محمد هاشم نورزې دټلیفون په لیکه غورځنګ ته وویل: برید دیوه تن له لورې چې په ځان پورې یې چاودېدونکې توکې تړلې ؤ دولسوالۍ دمنار په سمیه کې ترسره شو،چې له امله یې دوه تنه هندې انجینران او یو تن ملکې وګړې مړاو دڅلورو هندې انجنرانوپه ګډون 7 تنه ټپیان شول.ولسوال زیاته کړه په ټپیانوکې یوتن دلوې لارې ساتونکې پولیس هم شامل دې.طآلب ویاند قارې یوسف احمدې غورځنګ سره په خبروې کې ددې پیښې یښې مسؤلیت په خپله غاړه واخیست.

بادغیس کې دطالبانو خپل منځې جګړې 5 تنه ووژل

Date: 2008-04-12

دبادغیس په ولایت کې دطالب قومندانانو دخپل منځې نښتې له امله دیوې میرمنې په ګډون پنځه تنه مړه او درې تنه ټپیان شول.دباغیس امینه قومندان مل پاسوال محمد ایوب نیازیار په وینادطالبانو ددوه لوړپوړو قومندانانو هریوملا عبدالرحمن حقانې او ملا احمد وردګ ترمینځ تیره شپه دغورماچ ولسوالۍ دجرسیاه په سیمه کې وسله واله نښته رامینځ ته شوه، چې ترنن سهاره یې دوام وموند.نیاز یارزیاته کړه په نښته کې یوه میرمن او څلورتنه طالبان وژل شوې او درې نورټپیان شوېدي.د نوموړې په وینا سیمې ته یې ځواکونه استولې خو دامهال پکې امینتې حالت ډاډمن دی.دیادونې وړده چې په دا وروسیتوکې پدې ولسوالۍ کې دمخالفو وسله والو ډلو رامینځ ته کیدل، دسېمې دخلکود اندیښنوسبب ګرځیدلې دي.

2008-04-11

غلو په فراه کې د روغتون امبولانس وتښتاوه

Date: 2008-04-11

وسله والو غلو تيره ورځ د فراه په ولايت کې په يو روغتون بريد کړی او د روغتون د ځينو ماموينو د وهلو ډبولو تر څنگ ېې د نوموړي روغتون يو امبولانس موټر هم له ځان سره وړی دی .دا روغتون د افغانستان لپاره د انساني مرستو د موسسې له خوا تمويل شوی وو.د فراه د والی مرستيال محمد يو نس رسولي نن سهار بينواويب پاڼي ته وويل چې دا بريد د" رگ" کلي کوم چې د ښار په 15 کيلومترۍ کې پروت دی په يوو روغتون تر سره شوی .هغه دا کار د طالبانو وبلل .

دهوائي ډگر امنيت وسله والي کمپنۍ ته سپارل کيږي

Date: 2008-04-11

ټاکل شوي چې ډير ژر به د کابل نړيوال هوائي ډگر امنيتي چاري يوه نړيوال خصوصي امنيتي شرکت ته وسپارل شي .دا ټکی د ترانسپورټ وزير حميدالله قادري څرگند کړ .هغه وويل چې دا کار د هوائي ډگر د لا ښه امنيت په موخه تر سره کيږي .له دې دمخه ځينو اروپايي ملکونو شکايت کړی وو چې که چيرته د دوي هيوادونو ته د کابل نړيوال هوائي ډگر څخه د مخدره موادو او ناقانونو انسانانو د ورتگ مخه ونه نيول شي نو افغانو الوتکو ته به په خپله خاوره کې د ناستي اجازه ور نه کړي.

خوست: د دوو ښوونځيو نوې ودانۍ پرانستل شوې

Date: 2008-04-11

د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ په صحرانومي سيمه كې د نجونو او هلكانولپاره دوو ښوونځيوته نوې ودانۍ جوړې اود يو لړمراسموپرمهال يې پرانستنه وشوه.
په نوموړيو دوو ودانيوباندې د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا څه دپاسه اووه ملينونه افغانۍ لګول شوي دي.
د خوست ښار جنوب ته د تڼيو ولسوالۍاړوند د ګربزو صحرا په نوم سيمه كې دوو لومړينو ښوونځيو ته چې يو يې د نجونو اوبل يې د هلكانو دى، نوې او عصري جوړې شوې ودانۍ پرانستل شوې.
په همدې اړه په ياده سيمه كې د جوړې غونډې پرمهال د خوست د پوهنې ريس سيد عزيزاحمدهاشمي وويل دغه دواړه ودانۍ چې هره يوه يې اته دري خوني لري، په درې جريبه ځمكه كې د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا د اوه مليونه اوپنځوس زره افغانيو په لګښـت جوړې شوې دي.
نوموړي وويل چې لدې وړاندې د دې ښوونځيو دوه سوه نجونو او اته سوه هلكانو زده كوونكو سره لمر ته په ازاده هوا كې زده كړې كولې.
د تڼيو ولسوال بديع الزمان صبري د خوست ولايتي بيا رغونې ډلې څخه د مننې ترڅنګ له ځايي خلكو وغوښتل چې د امنيت په ښه والي او په ځانګړي ډول د ښوونځيو په ساتنه كې له دولت سره همكاري وكړي.
په غونډه كې د تڼيو سيمې قومي مشر رسول محمد وويل چې پدې نږدې وختونو كې په خوست كې د بيارغونې اوپه ځانګړي ډول د ښوونځيو جوړولوپه برخه كې ډېر كارشوى دى.
د خوست ځايي چارواكي وايي چې په شپږاتياوم كال كې يې له شپيتو زياتوښوونځيوته د ودانيوپرجوړولوپيل شوى چې لدې ډلې يې يوشمېربشپړې شوې په ځينويې كار روان دى او يوشمېر به يې په دې نږدې وختونو كې ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

2008-04-09

دا سرشمېرنه به د ملي غميزي پيل وي

Date: 2008-04-09

حبيب الله غمخور

افغانستان دجگړې داور په لمبو کې سوځي، خو يوشمېر په سرشمېرنه پسې پښې رالوڅې کړي دي

پدې شپواو ورځو کې په افغانستان کې د سرشمېرنې په هکله خبرې اوبحثونه خوراتاوده دي داسې په نظر کي ده چې د راتلونکي ١٣٨٧ کال د زمري په مياشت کې به سرتاسري سرشمېرنه پيل شي .
نه پوهيږو چې ښاغلی کرزي ولي تر اوسه لا دافغاني ټولنی لومړنۍ دندی ندي پېژندلي ؟ افغانان له ښاغلی کرزی نه پوښتنه کوي ،ايادسرشمېرنې کومه عاجله اړتياشته ؟
ايانورټول کارونه موترسره کړه چي يوازي سرشمېرنه پاته شول ؟
بلې موږ سرشمېرنې ته اړتيالرو ولي دابايد هير ه نشي چې دغې موخي ته رسېدولپاره ديولړنور اړينو دندوسرته رسول لازمی شرط دی. دسرشمېرنې لپاره سرتاسري سولي او امنيت ته اړتياشته ،پداسي حال کي چي همدا اوس زموږپه هيوادکي سوله دجدي گواښ سره مخامخ ده ،موږ ټول ئې دسر په سترگو وينوچي زموږ هيواد داورپه لمبوکي سوځی اوهر ورځ داورلمبې نوري هم تر آسمانوپورته کيږي ،تاسوخپله شوچ وکړی دناټو اوامريکاپوځی ځواکونه پداسي حال کي چي تر غاښو په مډرنو وسلو سمبال دهوايي ځواکونو تر سيوري لاندي نشي کولاي په خلاسه پښه ولسواليو اوکليوته ولاړسی اويایې دکابل په ښار کي بېله ډار کاروان تير شي ،څنگه داومنل سي چي دهمدغوبهرنيوتر حمايي لاندي دولت يوماموردي په يوه ليري پراته کلي کي دخلکو کورونوته ولاړشی اوهلته دي شمېرنه ترسره کړی . نواوس دغه سرشمېرنه وبولو اوکه ديوې بلي ملي غميزي اوملي توطئې پيل .
درنو هيوادوالو!
راشئ تر هغوچې امنيت اوسوله په ټول هيواد کي نه وي تامين شوې ټول افغانان په يوه ږغ دغه ناولې هڅه شنډه اومخه يې ونيسو.
د2007 م کال داکتوبر پر ۲۱ دوګړو دسر شمير نى د ملى كميټى غونډه د دغى كميټى درئيس احمد ضيا مسعود په مشرى جوړه شوه . په دى غونډه كى د احصا ئيى دمركزى ادارى رئيس عبدالرحمن غفورى دوګړو د سر شمير نى رپوټ چى دروان كال دچنګاښ په مياشت كى د هيواد د ولايتو نو په يو شمير ولسوالى كى پيل شوى وه وړا ندى كړ ده د ازمايښتى پرو ګرام تطبيقول بريالى و بلل .باخترا ژانس
اصلا چې کله ماداخبر واوريدنودراديو له لاري مي دخلکو خبري راپياد شوي چي دوي دجمهوري رياست اوپارلماني ټاکنو حخه وړاندي څه ډول څېړنه کړې وه اودخلکوپه کوروکې څومره کسان پداسي حاک چي وه نه وه شمېرلې اوپه لسهاو نوري قصدي غلطۍ ئې ځکه کړې وې چې زموږ په هيواد کې ملي مسله يوه حادمسله گرځېدلې ده ،پر هغې ستر گي پټول دځان غولولو معنا لري .دسرشمېرنې رييس صاحب وايي داځل ((۳۲)) زره ښونکی پدې کار گمارل کيږي ،هغه وخت هم بهرنيان نه وه گمارل شوی همدا افغانان وه مگر له دي مسلې سره ئي ددي لپاره چې په پارلمان کي دکومي سيمي څومره وکيلان وي کرکجن (متعصب ) برخودکاوه . پايله داشوه چي تر اوسه افغانان نه دملکی ويش اونه هم په پارلمان کي دوکيلانوله ونډي سره قانع دي .
دبي بي سي دخبر له مخی دروان ۲۰۰۸کال دمارچ پر څلرمه د افغانستان د سرشمېرنې قانون د ولسي جرگې لخوا پاس شو. د نوي قانون له مخې به په هرو لسو کلونو کې د هېواد په کچه يو ځل سرشمېرنه کيږي .
د سر شمېرنې مساله په افغانستان کې ترینګلې مساله ده. خو افغان چارواکو د مسالې ترینګلتوب په نظر کې ندی نیولی او د تل په شان یې دا حیاتي کار هم د مصلحتونو قرباني کړیدی .داسي اورېدل کيږي چي افغان چارواکو د سر شمېرنې په کارکي د ایران څخه دمرستو ترلاسه کولو هڅه کړې ده . پداسي حال کي چي د هر هېوادسر شمېرنه د ملي رازونو څخه شمېرل کېږي ، په ځانګړې توګه دسيالوهېوادونو او یاهغوڅخه چي موږ ورسره پر ځينو مسايلو اختلاف لرو ياددوي له لاسوهنوڅخه ځانونه نا ارامه احساسووبايد پټ وساتل شي .
د افغان چارواکو په وينا د وگړو د کره شمېر په معلومولو سره به وتوانيږي چې بېلابېلې پروژې د خلکو د شمېر پر بنسټ د هيواد په مختلفو برخوکې پلې کړي . مگر پوښتنه پيدا کيږي چي داشپږکاله يوپه بل پسې راپورونه ورکول کيږي چې دلته يا هلته ،پدې ولايت يا هغه ولايت او ولسوالی کي دپي آر ټي دپروگرام پر بنياد دغه ياهغه پروژې بهربرداری ياگټي اخيستنې ته چمتو شوې ،داټولي پروژې ولي بېله سرشميرنې پلي کيږي ؟ که داپروژې گټوري تمامي شوي وی نو اوس پدغه جگړايزحالت څه اړتياده چې تاسو غواړي هرومروسرشمېرنه ترسره کړی ؟ اوولي سرشمېرنه په هيواد کي دټولو ناخولو دحل کلي بولۍ ؟
د افغانستان د سرشمېرنې د مرکزي ادارې رييس وايي د روان کال د زمري په مياشت کې به په ټول هيوادکې سر شمېرنه دبهرنيوهيوادود ((۶۰))ميليونوډالرو مرستوپه لگښت پيل اوترسره شي . خو ډېرى خلک په اوس وخت کې د روانو امنيتو ستونزو له امله دا چاره ناشونې بولي . د افغانستان مشرانو جرگې هم د امنيتي اندېښنو له امله د هيواد په ۱۴ ولايتونو کې د سرشمېرنې د ځنډېدو غوښتنه وکړه .BBC
بلې !
دايو څرگندحقيقت دي چه د يوي ټولني د اقتصادي، ټولنيز،فرهنگی او سياسي پياوړتياپه موخه دمختلفو پرو گرامو نودپلي کېدو لپاره سر شميرنه اړينه ده ځکه دوگړوپه هکله بېله دکره معلوماتو څخه له ستونزوسره مخامخ کيږي ،ځکه دهر کار لپاره دقيق ارکام اوشمير ضروري خبره ده.
كله چه د هيواد سر شميرنه بشپړ شي له هغه نه په ډاگه كيږي چه د نفوسو شميره ئې څومره ده ،دهر ولايت هري ولسواي او هر كلي نفوس څومره دي او په هغه كښي د ښځينه او نارينه فيصدي په كومه كچه ده ، څومره لوست ليک کولاي شي ،مورنۍ ژبه ،قومی اومذهبی اړېکي اوداسي نورمعلوماتونه راغونډېږي .
دغومعلوماتوته دپارلماني دټاکنوپر وخت چي دغربی نړۍ په سټندرد باندي تر سره کيږي زياته اړتياشته ځکه دهمدي معلوماتو له مخې پرېکړه کيږي چې کومی ولسوالی ته دڅو وکيلانودټاکلو حق ورکړه شي ،اويا څو نفره مشرانوجرگي ته وټاکل سي .همدا ډول دولسمشری دټاکنوپر وخت هم اړينه ده پدې پوه شوچي دڅومره هغوکسانوڅخه چې درايي ورکولوحق ئې درلودپه ټاکنو کي برخه واخيستل ترڅودټاکنوحقوقی اوقانوني مشروعيت خوندي وساتل شي . داخوپه سياسي اړخ کي وه په نورواقتصادي اوټولنيزوبرخوکښي هم دپلان دپلي کدواوجوړېدو لپاره ددغومعلوماتو لرل اړين دي .
خوحقيقت اورښتياخبره داده چې زموږ په هيوادکي په سرشمېرنه کښي تر ټولومهمه اولانجمنه مسله همدا دژبې اوقومي اړيکوخبره ده يعني څوک ډير دي .
همدا اوس يوشميرپردې خبره باندي ټينگارکوی چې دري ژبه دغوڅ اکثريت ژبه ده اوپښتانه اکثريت ندي . بل مقابل پښتانه بياوايي چې موږ غوځ اکثريت يواوزموږ مورنۍ ژبه يعني پښتوبايد رسمی اوملي ژبه وي . همدلته داخبره راپورته کيږي ددې لپاره چي دبېځايه ملي لانجوسره نه يومخامخ شوی دټولو اړتيا وسره بايد سرشمېرنه داسي وخت ترسره شي چې دهغه لپاره ذهنی ،امنيتی اوتخنيکی شرايط برابروي . تر څوخداي مکړه دکومي ملي لانجې سره مخامخ اودپرديودنارواموخو قربانيان نشو.
ځکه هرڅوک چې يوپه هره ژبه چي گړېږواودهرمذهب پيروان يوبياهم ټول يوافغان يو اوداواحو افغانستان زموږ گډ کوردی چي دعزت اوعفت ساتنه ئي پر موږ ټولوفرض ده .
که يوانسان دافغانستان امنيتي حالات په رڼوسترگو وگوري پدې باوريم دابه ومنی چې اوس په رښتياسره دسرشمېرنې وخت ندی .زماپه عقيده هغه وخت چې دافغانستان جمهورریيس د ۲۰۰۶ کال کي دلندن په کنفرانس کي نړيوالي ټولني ته په ۲۰۰۸ کال کي دعمومی سرشمېرنې وعده ورکړه داوعده له وخت نه وړاندي وه . ښاغلي کرزی فکرکاوه په افغانستان کي به سوله او امنيت پياوړی شي ،نيوالوهم وعد ې ورکولې اوس هم هر ورځ وايي چې ددولت دمخالفينو جرړي باسو . خپله کرزی صاحب بايد نه يوازي امنيتي ټکی په نظرکي نولی واي بلکي پدي هکله ئي هم بايد فکر کړی واي چي ايا ټول افغانان ودي خبري ته اماده دي اويا اماده کيداي شي چي دسرشمېرنې مامورته دي دخپلي کورنۍ دټولو غړونومونه ووايي اويادي دامامور هغوي په خپلو سترگو وويني اوکره معلومات دي ورکړي ؟غيرله هغه نه مثلآ همدا ښځه څوساعته وروسته ديوبل خپل کره بيول کيږي اوهلته په بل نامه ثبتيږي . يعني په ډيرو سيموکي به داوسېدونکو دوه برابره وگړی ثبت شوی وي .لدې خبري انکارنشي کيداي په همدالږتيرو وختوکي ددې مسايلو بهترين مثالونه لرود مطبوعاتو آرشيف ته مراجعه وکړی .
پوهيږم چي ددي کارسرته رسول هم دبن په غلطوپرېکوکي شامله يوه دند ده چي بايد ښاغلی کرزی ئې سرته ورسوی ،ځکه خودخپل دغه دوران دحاکميت په وروستی کال کښي ئي دې کارته ملاوتړل ،مگر پدي بايد پوه اوسو چي تر اوسه په افغانستان کي ( ( ۱۶)) ځله په مختلفو بڼو نيمگړي گوياسرشمېرنې اوسروې گاني شوي دي ،خويوه ئي هم ځکه بريالی نه وه چي دسرشميرنې اوسروي گانولپاره کره شرايط برابر نه وه . که داځل پدې عجله اويوازي هغه دچاخبره دپلان سرته رسولوپه موخه دميليونوډالروپه بېځايه لگښت سره داکار پيل شي نه يوازي داچي پيس به عبث لگول شوی دي بلکي پدي باوريم چي ځاني تلفات به ئي هم بدرگه کړي . که دا نيمگړې اوغلطه سرشميرنه وشي چي که ئې مخه ونه نيول شي داسي به وي ، دابه ددي ملت سره ستره جفااوپه تاريخ کي به داکسان څوک ونه بخښی .
دافغانستان دمرکزي احصائيې ریيس عبدالرحمن غفوري هم امنيتی ستونزي مني ،مگر وايي چې ددوي اداره دسرشمېرنې لپار چمتوده .هغه دازادی راډيوسره په خبروکي په ډاگه وويل : دامنيتی ستونزو له منځه وړل زموږ کارنه دی بلکي دافغانستان امنيتی ادارې په هيواد کي دټيکاوساتلودنده لري ،هغوي دي داستو نزي حل کړي . داپدې معنا چي دسرشمېرنې ریيس وايي زه اماده يم سرشميرنه وکړم نور ستاسو کاردی ،يعنی هريو ئې پر خپل سرډنگوی .داسي څوک نشته چي دهيواد امنيتي حالاتو پر بنياد امکانا ت وسنجوي اوپدي هکله فکر وکړي چي رښتياهم موږ کولاي شو يوه کره سر شمېرنه پدغو ترينگلو شرايطوکي تر سره کړو اوکنه . دسرشمېرنې رییس صاحب دازادی راډيوسره په خبروکي وويل : ددې لپاره چي کره سرشمېرنه وشي نوري لاري چاري هم په نظرکي نيول شوی دي ، داچي کومي لار چا ري دي هغه پدې هکله کوم څه ونه ويل اونه هم څوک پرې پوهېږي .
دسرشمېرنې لوي رييس صاحب سرشمېرنه دماشومانوله واکسين سره پرتله کړه وئې ويل ،هر کال ډاکتران په ټول افغانستان کي ماشومانوته واکسين پيچکاري کوي څوک څه نه ورته وايي هغه چې سرشمېرنه کوي څوک ئې څه کوي . دافسوس خبره خوداد چي له ملي مسايلو اوملي ستونزونه زموږ ديوي مستقلي ادادرې درييس فهم دومره دی . که داهم ومنوچي ماشومانوته ډاکتران واکسين پيچکاري کوي ، داسي فکر کيږي چې غفوري صاحب اود سرشميرنې دملي کمېټې رييس ښاغلي احمد ضيا پدي ندی خبر چي په ټوله افغانستان کي ماشومانوته واکسين هم نه پېچکاري کيږي ،له بده مرگه دسولي دمخاليفينوله لاسه دابشري پروسه هم تر نيمگړي لانيمگړې سرته رسېږي .
زه پدي باوريم چي له يوې خوا امنيتي ستونزي اوبلي خوا داچي زموږ عوام خلک لاتر اوسه دسرشمېرني په ارزښت ندي پوه شوي اودې ته حاضر ندي چي دسرشمېرنې مامورسوالوته دي ځواب ووايي . پدې ټول ښه پوهېږي چي په هيوادکي دمخالفو وسلوالوشتون به داپروسه له خنډونوسره مخامخ کړي . داپروسه به ناکامه ،اودا کار به ددولت ملي جفا،ستره اونه بخښونکې تيروتنه وي . دداسي غلطی اوبې ځايه سرشمېرنې پايلي به په هيوادکي ديوې بلي غميزي پيل وی .
داچې په سرشمېرنه کي کوم سوالونه شامل دي هغه ددوي کاردی ،بايد سوالونه دسرشمېرنې دنيوالو نورمو نوپه حساب برابر وي .خودامسله په افغانستان کي داقتصادي ارزښت په پرتله اوس سياسي ارزښت لري،
له بده مرغه پدې ورستيو څولسيزو کي په افغانستان کي دلږکيو اوډیرکيومسلې اودمشتو ورڼو قومونوتر منځ اختلاف ته زياته لمن وهل شوې ده .په يوه اوبل نامه يودبل پر خلاف تبليغات شوی په ځانگړې توگه پدې ورستيوکښي دايران اويوشمير نوروهيوادوپه هڅونه دپښتنوپر خلاف اوله هغوسره دنورو قو مو نواختلاف ته لمن وهل کيږي . داسي ډار شته چي ديولړ عينی دلايلو له مخې دايران اوايران پلوه اشخاصو اوډلوهڅه داده چې دسرشمېرنې پايلي داسي راووزي تر څوهلته پښتو ژبی لږ اودری ژبی چي دوي ئي فارسي بولي ډير وښودل شي .دغه پايله اوشمېره به په هيڅ ډول دپښتنو لپاره دمنلو وړنه وي ،همدا کاربه ددي لام شي چې له يوې خوا به دنړيوالوپه ذهنيتونوکي پښتانه سرغړونکي وپېژندل شي اوله بلې خوانورو ورڼو قومونو ته به په خپلو افغان دښمنه تبليغاتو کي دا څرگنده کړی چې گوری پښتوژبی اوپښتانه لږدي خودوي ئي دادی نه منی اوله ځان غوښتنې نه کار اخلي .
مخ کي له دېنه چي نورو ستونزو خبري وکړم زموږ دهيوادوالو ډار پدي پروسه کي دايراني اخوندانوله لاس وهنو څخه تر هر څه زيات دی .که دسرشمېرنې په مسله کي ايران نېغ په نېغه مسوليت نلري دسرشمرني درییس له هغو خبرو څخه چي دازادی راډيوسره پر گردی ميز کولې داسي څرگنده شول چي دسرشمېرنې په پروگرام کي دوي دايکود سازمان له غړو هيوادونه مرسته غواړي ،ايران هم دايکودسازمان غړی اوپدي پروگرام کي تر دغه نامه لاندي ددوي لپاره دهر ډول لاس وهنو امکانات برابرېږي ،اوکه رښتيا ووايم دسرشمېرنې رييس صاحب چي له کاناډانه ئي تشريف راوړی نه پوهېږو چي ولي ئې دواړي پښې په يوه بوټ کي اچوی او وايي خداي يو مالگی تروې چي سرشمېرنه به کوم . دومره خپل سری ددي لامل گرځي فکر وشي چي ممکن ددې بې مورده دلايلو شاته دبل چالاس وي . ځکه له بدمرغه زمو ږ په هيواد کي يوازي بهرني لاسونه بازی کوي اوسياسي لوبې پر مخ بيايي .
ايران زموږ گاونډی هيواد دی هغه په امريکا کي دافغانستان دسفير دطايب جوادپه خبره ده زموږ گاونډيان موږخپله ندي غوره کړي،متاسفانه ايراني چارواکي په ډيره سپين سترگی سره زموږ دهيواد په اړوند دوه مخی يادرې مخۍ سياست چلوي .
په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې ا يران لا د ډيرو پخوازمانو نه زموږپه خاوره کې جا سو سان در لودل او تل يې د خپلو جا سوسانو په مر سته زموږ دخلکو تر مينځ دمذ هبي اوقومي تاو تريخوالي په بر خه کې کرغېړن لاسونه پورته اوکښته کول . البته ايران هغه وخت ډير پياوړی شوکله چې ز موږ پرګران هيواد افغا نستان روسانوير غل وکړاو ز مو ږ ډير شمير هيوادوال ګا ونډيو هيوادونو او له هغې جملې ايران اوپاکستان ته په کډه کېدومجبور شول . هغه وخت ايراني اخوندانوزموږ شعيه مذهبه ورونه پر اتو(۸) ډلو ووېشل اودهغوي په منځ کې ئې په مختلفونومونودمذهب تر شعارلاندي سياسي مذهبی تنظيمونه جوړکړل ،دخپلوڅاگرواداروله لاري ئي دهغوي روزنه پيل کړ ه . ايراني اخوندانونه يوازي داچي هغوي ئي افغانستان ته دجگړې لپاره رالېږل بلکي دايران اوعراق په جگړه کي تر ايرانی پوځيانود زياتو افغانانو ژوند قرباني شو .
دايران دو لت همدا اوس ددي لپاره چي دافغان ولس اوپه افغانستان کي دامريکا اواروپايي هيوادوسره دايران اټومی پروگرام پر سر راولاړه سوې دښمنی تر سره کړي هغوته چې د افغا نستان دحکومت پر خلاف عملاجنګيږي وسلې ورکو ي او پو ځي مر ستې ورسره کوي،همدا اوس په ايران کي دافغانانو لپاره دپوځی روزنې داسي کمپونه شته چي هلته هغوي روزل کيږي اوافغانستان ته دخرابۍ لپاره رالېږل کيږي . داير ان اخوندی دولت د ا فغا نستان د وروڼوقومونو ترمينځ مذهبي اوژبنی تا وتر يخو الي ته په افغانستان اوله افغانستان بيرون ديوشمير لاسپوڅوپوسيله لمنه و هي . دايران دباندنيوچارو وزير متکي دتير کال دسپتمبرپر ۹ نېټه دملگرو ملتودسازمان په گونده کي په ډاگه وويل ځي : موږ په ايران اوافغانستان کي دسپوږمکيو له لار ددوي (امريکا اوپلويانو) کړنې څارو ،دوي بايد پدي پوه وی چي په همدغودواړو هيوادو کې ئي ((۲۰۰)) زره پوځ دايراني توغنديوتر نښان لاندي دی . هغه زياته کړه په عراق او افغانستان کي زموږ استخبارات غښتلي دي ،موږ هر حه له نږدې حارو.داريانا افغانستان تلويزيون خبري پروگرام
ټول افغانان پدې ښه پوهېږ ې ايران په افغانستان کي دمذهبی اوفرهنگی اړيکوتر نامه لاندي څومره ناولي لوبی پر مخ بيايي .
ایران او ايران پلوه خراساني ټلواله غواړي چې د پښتنو پرضد یوه پلان شوې دسیسه پر مخ بوزی . همدا دليل وچي تر ټولو هيوادو وړاندي حاضر شو دسرشمېرنې په پروگرام کي مرسته وکړی اوياددي ادادري کارمندان په خپل هيوادکي وروزي .په بهرکي ددغه شان هيوادولخوا دکدرونوروزل يوڅه اندېښنې راپيداکوي .
زه نه پوهېږم چې ولي په ايران کي يوافغان ماشوم پر مخ چي هلته ئي کورنۍ دژوند بدبختيورسولې ده دښونځيودروازي تړلي دي؟کله چي دلته په افغانستان کي دکدرونودروزلو خبره شي نوترهرچاوړاندي ايران تيار وي .ايران ته ددرې سوو((۳۰۰)) په شاوخوا کي ځوانان ولېږل شوه تر څودژورناليزم اواومطبوعاتو په برخوکي وروزل شی ،ددغه روزنې پايله داشوه چي اوس په ايران کي روزل شوولپاره تر دري ايرانۍ ياپهلوی فارسی دقدر وړده ،هره ورځ ملي ترمينالوژي تر پښو لاندي کوي اودايرانی اصطلاحاتودرواج ورسپارل شوې دنده سرته رسوی .
دافغانستان د سرشمیرنې په کاروکښي د ایران اويابل داسي دولت څخه چي زموږسره په ډول دډولونوژبنی اومذهبي اړېکه لري اوپدي اړيکو کښي تاو تريخوالي محسوسېږي مرسته غوښتل زموږ په گټه ندي . سرشمېرنه زموږ ملي راز دی له هغه څخه بهرنيان اوپه ځانگړې توگه رقیبو هېوادونو او یا د ایران په څېر هېوادوڅخه چې تل یې په افغانستان کې د افغاني ملي هویت او د افغانانو د اصلي شمېر او قومي جوړښت خلاف تبلیغات کړیدي بايدپټ اومحرم وساتل شي .
په ټوله نړی کي دهر هيواد د احصائیې چاري ،کوډونه اوپروگرامونه ډير محرم اوملي راز شمېرل کيږي .دهغه هيواد نوري داخلي ادارې هم له هغو څخه نشي خبرېداي اونه څوک حق لري ديوچاپه هکله بل چاته معلومات ورکړی . په ټوله نړی کښي که دکوم شخص دشخصی دوسيې په اړوند لاس وهنه شوې وي اويابېله قانوني جوازنه چاته معلومات ورکړه شي لوي جرم شميرل کيږي . څنگه کېداي شي موږ په بهرنيانو دهغه جملي په ايران داباور وکړو چي دوي زموږ داحصائېې په چاروکي دلاس وهلو حق ولري ؟ دټولو نړيوالو نورمونوله مخي دسرشمېرنې مامورين بايد تر کنترول لاندي وي تر څودبهرنيو څارگرواداروسره اړېکي ونلري . دمرکزی احصائيې په اداره کې داسي کسان په دندو گمارل کيږي چي د ډير اعتماد اوباوروړوي ،سره له هغه هم تر ډير جدي کنترول لاندي وي تر څوبهرنی څارگري ادار ې ئې استخدام نکړی .
په افغانستان کي دسرشمېرن مسله دومره ساده خبره نده ،په شمېرنه کښې دهرډول دسيسې اوتوطئې امکانات شته . په تيرو وختوکې دمعينې طرحی له مخې په زياتو تذکروکې غلط معلوماتونه ليکل شوی دي .له بلي خوا همدا اوس زموږ اکثريت هيوادوال دسواد له نعمت نه محروم پاته دي دوي څه پوهېږي چي دسرشمېرنې مامور ددوي په فورمه کي څه ډول معلومات وليکل . پدي پوره باور لرم چی دد سرشمېرنې پايلی به دايران اويوشميرنووهيوادودغوښتنو او ارزوگانوله مخې داسي وي لکه چي همدا اوس يوشمېر په اصطلاح افغانستانيان (خراسانيان) ئې په خپلو ليکنوکښې ليکی .
هغه ((۶۰)) ميليونه چي پر غلطه اوضدملي سرشمېرنه لگېږي ښه به داوي چې پدغوپسو يوه فابريکه جوړه شي ترڅوله يوې خوا زموږ دبيکارو شمير راکم شی اوله لې خوا دملي توليد څښتنان شو.
ددې برخی پاي

په زابل کې 17 تنه انجينران او کارگر ووژل شول

Date: 2008-04-09

تيره ورځ ناوخته د زابل ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د افغان څړک جوړونکو کارگرو په يوه ډله وسله وال بريد وشو چې په ترځ کې ېې 17 تنه انجينران او د دې شرکت عادي کارگر وژل شوی او 16 نور ژوبل دي .دا خبر د کورنيو چارو وزارت نطاق زمری بشري د بينواويب پاڼي ته څرگند کړ . د نوموړي پر وينا چې دا بريد د افغانستان د سولي او ثبات د دښمنانو له خوا تر سره شوی دی .له دې سره په تيرو دوو ورځو کې ټول ټال 40 افغانان د هيواد په مختلفو سيمو کې وژل شوی دی .

جورج بوش له اتو افغان واليانو سره وکتل

Date: 2008-04-09

يره ورځ دامريکي ولسمشر جورج ډبليو بوش د افغانستان د اتو ولايتونو له واليانو سره په واشنگټن کې له نژدې خبري وکړي .ښاغلي بوش وويل چې له افغان واليانو سره ېې د هغوی په ولايتونو کې د مخدره موادو په کښت او ورته نورو موجودو ستونزو خبري وکړي او د هغو په لري کولو کې ېې ورسره د مرستو ژمني وکړي .د سپيني ماڼي له خوا په يو خپاره شوی بيان کې راغلي چې افغان واليانو له ولسمشر بوش سره د ليدو پر مهال د امريکې له مرستو مننه وکړه خو په وار وار ېې د وزگارتيا د لري کيدو او اقتصادي ودي په برخه کې له امريکې څخه د زياتو مرستو غوښتنه کوله .جمهور رئيس بوش په دې ليدو کتو کې هيله څرگنده کړه چې هيواد به ېې په ملياردونو نور ډالر هم له افغانستان سره مرسته کړي ځکه د افغانستان ځوانه ولسواکي ډيرو خواريو او پيسو ته اړتيا لري .
20080408-4_d-0441-515h.jpg
بوش او يو شمير افغان واليان

امريکا افغانستان ته څلور مليارده نور ډالر ورکوي

Date: 2008-04-09

د امريکا دولت په هغه پلان کار کوي چې له مخي به ېې د افغانستان د بياودانولو لپاره څلورمليارده اضافي ډالر ورکول کيږي .د امريکې د باندنيو چارو وزيري کاندوليزارائيس وويل چې دا مرستي به د جون مياشتي په 14مه هغه وخت اعلام شي کله چې د فرانسې په پلازمينه پاريس کې د افغانستان په اړه د نړيوالو مرستنديه هيوادونو ستره غونډه جوړيږي .دمرستو دا نړيواله غونډه د فرانسې او آلمان په کوربتوب جوړيږي او اټکل شوی چې تر 2014 کال پوري به د افغانستان د بياودانولو چارو ته پکې له 12 تر 15 مليارده امريکايي ډالره را ټول شي چې د دې بودجې څلورمه برخه په يوازي سر امريکا ورکوي .له يو دپاسه دوزرم کال راپدې خوا کله چې د طالبانو حکومت نسکور شو نړيوالو له افغانستان سره 32 اعشاريه 7 مليارده ډالره مرسته کې چې له دې مرستو 21 مليارده ېې امريکې ورکړي دي .

باميان: ماين پاکونکو کتار له ناوړه پيښي سره مخ شو

Date: 2008-04-09

تيره شپه ناوخته د "اومر "او "اي ټي سي " د ماين پاکونکو موسسو 42 موټريز کتار د باميانو ولايت په يکاولنگ ولسوالۍ کې له ټرافيکي پيښي سره مخ شو .د باميانو د پوليسو مشر مل پا سوال" عوض محمد نظری" وويل چې د دې کتار يو موټ ر د چلونکي د بی احتياطۍ له امله له واټ څخه ووت چې له امله ېی پکې سپور يو ډاکټر مړ او دوه نور کسان ژوبل شول .ويل کيږي دا کتار له هرات ولايت څخه د غور او باميانو له لاري کابل ته پر لار وو چې د يکاولنگ ولسوالۍ په "سدبرگ" کوتل کې له پيښي سره مخ شو .

ولسمشريزې ټاکنې د ١٣٨٨يم کال په مني کې تر سره کيږي

Date: 2008-04-09

د افغانستان د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د ديارلس سوه اته اتيا يم کال په مني کې ترسره شي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ټاګنو کميسيون مکلف دى چې د ولسمشرۍ راتلونکي ټولټاکې د ١٣٨٨کال په پسرلي کې،د ولايتي شوراګانو ټاکنې دهمدغه کال په مني او د ولسي جرګې ټاکنې د ١٣٨٩ کال په پسرلي کې ترسره کړي،خو دکميسيون دچارواکو په وينا، له دغه کميسيون سره د افغانستان د ولسمشر ، د ملي شورا او سترې محکمې د غړو، ترناستې وروسته پرېکړه وشوه، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې دې د ١٣٨٨يم کال په مني کې او د ولسي جرګې ټاکنې او ولسوالۍ دشوراګانو ټاکنې دې د ١٣٨٩ يم کال په اوړي کې ترسره شي. د غه کميسيون وايي ، چې د ټاکنو په مهال ويش کې ځکه بدلون راغى چې د ١٣٨٨ يم کال په پسرلي کې د نامتجانسو اقلميي شرايطو له کبله په ټول افغانستان کې دټاکنو لپاره د اسانتياوو د برابرولو په تابيا کې ستونزه پېښېده .

2008-04-05

د نوي ۱۳۸۷ کال جنتري په ليکه شوه

Date: 2008-04-05

هلمند کې ځانمرګي بريد درې پوليس او يو عام وګړى وژلي دي

Date: 2008-04-05

په هلمند ولايت کې يو ځانمرګي بريد کونکي د پوليسو لـه يو گاډي سره نژدې ځان والوزاو او لږ ترلږه څلورتنه چې درې يې پوليس دي ووژل او يو شمير نور يې ټپيان کړل. پيښه د هلمند ولايت په مرکز لشکرګاه کې وشوه ، ځايي پوليسو ويلي چې ددوه تنو نورو پوليسو سره سره يو شمېر خلک ټپيان شوي هم دي .
بلخوا طالب وياند قارى يوسف ويلي دي چې بريد د هلمندولايت د مرکز لشکرګاه اړوند د "بولان "په سیمه کې رامنځ ته شوه چې په کښې د يو تن قوماندان "مريض خان " په ګډون څلور تنه هغه مهال ووژل شول ، چې په سيمه کې د دوی کرولا ډوله موټر د طالبانو لـه لوري د يوه ځمکني ماين ښکار شو .نوموړى زياته کړه چې په چاودنه کې د دښمن موټر ټوکري ټوکري شوی او پکې ناست کسان چې شمير يې څلورو تنو ته رسيده ، ځای پر ځای ووژل شول .

د حامدکرزي نژدې گوندي ملگری ومړ

Date: 2008-04-05

د آريانا افغان هوايي شرکت مشر او د جمهوري گوند مهم غړی " ذبيح الله عصمتي" د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې ومړ .د نوموړي مړی نن د کابل په نادر غونډې کې خاورو ته وسپارل شو. عصمتي له تير يوه کال راهيسې په ياد شوي هوايي شرکت کې د يو لړ ننگونو سره مخا مخ و چې ده ما فيايي کړۍ بلله. ٦٢ کلن ذبيح الله عصمتي له شاوخوا يوه کال راپديخوا د آريانا افغان هوايي شرکت مشر و له دې وړاندې هغه د بډو او اداري فساد پر وړاندې مبارزې د ادارې مشر او د ښاغلي کرزي په انتقالي دوره کې د پوهنې مرستيال وزير و. د آريانا افغان هوايي شرکت مشر د پنجشنبې په ورځ د پښتورگو د ناروغۍ له امله په کابل کې مړ شو .ښاغلي عصمتي په تير يو کال کې څو ځله په آريانا افغان هوايي شرکت کې د مافيايي ډلو څخه سر وټکاوه او وېويل چی په دی شرکت کی څه باندي 60 مليونه امريکايي ډالر اختلاس شوي دي .


esmati.jpg


مرحوم ( ذبيح الله عصمتي)

کندهار کې کاناډايی سرتيری ووژل شو

Date: 2008-04-05

د کاناډا دفاع وزارت د افغانستان په کندهار ولايت کې د خپل يو سرتيری د وژل کيدو پخلی وکړ.دا کاناډايی سرتيری تيره ورځ هغه وخت ووژل شو چې د سپرلۍ ټانکر گاډی ېې په يو ځمکمني ماين ور برابر شو .د کاناډا دفاع وزير " پيترمکي" هم د دې 28 کلن کاناډايي سرتيري مړينه تايد کره .هغه وويل چې له دې سره له 2001 کال را پدې خوا ټول ټال 82 کاناډايان په افغانستان کې وژل شوي دي .

2008-04-04

هلمند کې ځان وژونکي پوليس ووژل

Date: 2008-04-04

نن غرمه د هلمند ولايت مرکز لشکرگاه کې د افغان پوليسو پر گاډي ځان وژونکی بريد وشو .د همدې ولايت د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال بينوا ويب پاڼي ته وويل چې په دې چاودنه کې دری پوليس او يو ولسي وگړی وژل شوی او د يو پوليس په گډون 8 ولسي وگړي ژوبل دي .په ورته وخت کې له ختيځ کنړ ولايت څخه خبر رارسيږي چې ناټو ځواکونو ته په خوراکي موادو بار يوه لارۍ په ماين ختلي او افغان چلونکی ېې وژل شوی دی .له بل پلوه قاری محمد يوسف چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي چې نن ېې د هلمند د مرکز اړوند د بولان په سيمه کې د پوليس قوماندان "مريض "په گډون د هغه څلور ساتونکي وژلي دي .

کرزی:"د کابل امنيت کورنيو ځواکونو ته سپارل کيږي"

Date: 2008-04-04

افغان کورني ځواکونه به ډير ژر د دې جوگه شي چې په راتلونکي جولاي مياشتي کې د پلازميني کابل پوره امنيتي کنترول په يوازی سر په لاس کې واخلي .دا ټکی افغان جمهور رئيس حامد کرزی په بخارست کې د يوې خبري غونډي پر مهال څرگند کړ.که چيرته دا کار وشي نو کابل به په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنگيدو وروسته لومړنۍ هغه سيمه وي چې ټول کنترول ېې د افغان کورنيو ځواکونو په لاس کې پريوزي .ولسمشر کرزي دا غوښتنه په بخارست کې د ناټو عمومي منشي،د اروپايي ټولني مشر او د ملگروملتونو له سرمنشي بانکي مون سره د خبرو اترو پر مهال مطرح کړه .د ناټو تړون مقامات واېې د کرزی دا غوښتنه لا پخوا مطرح شوي وه خو دا کار به هغه مهال شونی وي چې په کابل کې د ناټو قوماندانان ېې ومني خو ولسمشر کرزی په مشخص ډ ول دا ندي ويلي چې څه وخت ېې افغان کورنيو ځواکونو ته د داسي يوه حساس ماموريت د سپارلو غوښتنه کړی چې پکې د نړيوال هوايي ډگر کنترول او د تيلو د عمده زيرمو ساتل هم شامل دي .

ناټو او روسيې د افغانستان پر سر هوکړه وکړه

Date: 2008-04-04

روسيې له خپلي خاوري څخه افغانستان ته د ناټو تړون د اکمالاتي کتارونو په تيريدو هوکړه وکړه . د روسيې دولت دا ومنله چې پس له دې به د ناټو تړون غړي هيوادونه د روسېې له لاري په افغانستان کې خپلو پرتو سرتيرو ته اکمالات کوي.دا هوکړه نن د رومانيا په پلازمينه بخارست کې د ناټود عمومي منشي يوپ ديهوپ شيفر او روسېې د باندنيو چارو وزير" سرگي لاوروف " تر منځ وشوه .که څه هم اوس د ناټو اکمالاتي کتارونه د روسيې له خاوري تيريداي شي خو د ناټو هغه بديل وړانديز ونه منل شو چې ويلي ېې وو غواړي د خپلو سرتيرو د انتقال لپاره هم د روسيې هوايي حريم وکاروي .د تړون وياند جيمز اپاتورای وويل د دې موافقي له مخي به له وژونکو توکو پرته نور هر څه افغانستان ته د روسيې له ځمکنۍ لاري ليږدول کيداي شي .

uu.jpg

6666.jpg

2008-04-01

طالب قومندان ملا نقیب الله ونیول شو

Date: 2008-04-01

دهلمند امنېتې چارواکې د درې طالبانو دوژلو او یوه طالب قومندان دنیولو ادعاکوي.دهلمند امنيه قومندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال سلام وطنداره ته وویل تیره ورځ دلښکرګاه اړوند دکاکړانوپه سیمه کې طالب وسله والواو پولیسو ترمینځ نښته کې درې تنه طالبان ووژل شول اویوتن قومندان یې ونیول شو.انډیوال نیول شوی طالب قومندان ملانقیب الله په ګوته ، او زیاته یې کړه نوموړې یې په ټپې حالت کې نیولې چې دامهال دهلمند په ایمرجنسې روغتون کې تر درملنې لاندې دی.انډیوال په نښته کې د دوه پولیسو دټپې کېدو پخلې هم وکړ.په دې اړه طالبانو رسنیوته کوم غبرګون ندې په ډاګه کړې.

تیرو6 میاشتوکې دخوراکې توکوبیه 140٪ لوړه شویده

Date: 2008-04-01

ه افغانستان کې د تیروشپږومیاشتو نه پدیخوادخوراکې توکوبیه 140 فیصده لوړه شوې ده. افغانستان دسوداګرۍ او صنایعوخونو مدیره هیت مرستیال خانجان الکوزې ددې پیښې لامل دایران او پا کستان دهیوادونوله لورې افغانستان ته په خوراکې توکیو بندیزلګول په ګوته کړل.نوموړې زیاته کړه که څه هم دغه بندیز دتیرو شپږو میاشتوراپدیخوا لګیدلې خو بیا هم له دغوهیوادوڅخه په قاچاقې ډول ځینې خوراکې توکې راوړل کیدل،خودپاکستان دنوې صدراعظم په ټاکل کیدوسره دغه قاچاقې لارې هم دسوداګروپرمخ وتړل شوې.دخانجان الکوزې په وینا دوه ورځې وړاندې د اوړود یوې 98 کیلوبورۍ قیمت 3100 کلدارې وو چې نن ورځ یې بیه 4000 کلدارو ته رسیدلې ده.

دکابل دترافیکومدیریت دتخنیکې پلټنوامرونیول شو

Date: 2008-04-01

د کورنیو چارو وزارت داستخباراتو ادارې د کابل دترافېکو مدیریت دتخنیکې پلټنو امر د درغلۍ په تور ونیوه.د کورنیو چارو وزارت د استخباراتودادارې رییس عبدالوهاب خطاب ددې خبر په تایدولوسره خبریالانوته وویل چې دترافېکو دمدیریت دتخنیکې معایناتو امر یې له دوه نورو همکارانوسره نن ورځ د درغلۍ په تور نیولې. خطاب زیاته کړه دکابل دترافیکومدیریت دتخنیکې څیړنو امرسمونوال عبدالحسن وزیرې یې وروسته له هغه ونیوه کله چې دکابل ښاریوشمیر ښاریانوله لورې ورته دموټرو دمعایناتو دفورمودلوړې بیې دپلورلو له امله شکایتونه وشول.دښاغلې خطاب په وینا دڅیړنوپه ترڅ کې مالومه شوه چې سمونوال وزیرې او دهغه دوه تنه همکاران په دې پیښه کې لاس لري. داستخباراتو رییس زیاته کړه چې دپلټنوپرمهال دسمونوال عبدالحسن څخه 19 قطعې هغه فورمې چې دنوموړې دفترله لورې تیارې ټاپه شوې دې هم لاسته ورغلې دي.دده په وینا دنیول شویو کسانو دوسیې یې دلازیاتو څیړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته استولې دي.

2008-03-31

دوزیرانو دشورا غونډه به دمزار په ښار کې ترسره شي

Date: 2008-03-31

درپوټونوله مخې دبلخ په ولایت کې دامنیتې ځواکونوله لورې کلک امنیتې تدابیر نیول شوی.دبلخ دولایت دمقام د مطبوعاتې دفتر مسؤل منیراحمد فرهاد خبریالانو ته وویل چې دوزیرانود شورا په ننۍ ناسته کې به چې درنګ شیبه به ترسره شي محدود شمیر رسنیو ته د پریښودواجازه ورکړل شي. دفرهاد په وینا دغونډې وروسته به دولسمشر ویاندیوې خبرې ناسته ته وینا خبرې وکړې او دخبریالانو پوښتنوته به ځواب ورکړي.دده په وینا کیداې شې افغان ولسمشر کرزې دمزارشریف حلقوې سړک دپرانیستنې مراسم هم ترسره کړې چې د مزارشریف ښاردسمنګانو ددرې صوف په ولسوالۍ پورې نښلوي.دیادونې وړده چې تیره میاشت د لومړې ځل لپاره دننګرهارپه مرکز د جلااباد په ښارکې دجمهور رییس حامد کرزې په مشرﺉ دوزیرانو دشورا غونډه جوړه شوې وه.

طالبانو 2 تښتول شوی پولیس خوشې کړل

Date: 2008-03-31

دغه دوه تنه پولیس تیره شپه دقومشې مشرانوپه منځګړیتوب دطالبانو لورې خوشې شویدي.د سروبې ولسوال قاضې سلیمان دټلیفون په لیکه غورځنګ ته ددغه خبر پخلې وکړ اوزیاته یې کړه چې دغه دوه تنه پولیس هریو رفیع الله او مزمل دقومې مشرانو په منګړیتوب بیګاه شپه دوه نیمې بجې خوشې شوې دي.له بلې خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیوته ددغه خبرپخلې کوې او زیاتوې قومې مشرانوورسره ددې پولیسودخوشې کېدوپه بدل کې ژمنه کړې چې خپل ځوانان به پولیسو او اردو له لیکو راباسې او نور به نه ورپریږدي.خو دسروبې یوتن قومې مشر ملک لعل محمد په وینا دوې په ازبین کې د ځایې قومې مشرانوسره دخبروپه پایله کې دغه کسان راخوشې کړېدې. ملک لعل محمد د طالب ویاند دغه خبره نه منې او وایې چې دوې داسې لیکل اخیستې چې طالبانو دپولیسودخوشې کیدوپه بدل کې له دوې څخه پیسې ندې اخیستې.دغه دوه تنه دمارچ په 23 نیټه د سروبې دازبین په سمیه کې هغه مهال دیوې نښتې په ترڅ کې طالبانو له لورې وتښتول شول کله چې دیوې بې پیلوټه الوتکې راغورځيدو وروسته دهغې دپلتڼې په موخه روان ؤ.

2008-03-27

طالبان د شپې پر مهال د ټليفوني اسانتياوو لرل غواړي

Date: 2008-03-27

ه هغه راهيسي چې دولت ضد وسله والو د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې د گرځنده ( موبايل) ټليفوني کمپنيو په ستنو خپل بريدونه پيل کړل تر اوسه پوري 250000 تنه د موبايل ټليفون له اسانتياوو بي برخي شوي دي .دا ټکی د مخابراتو وزير "امير زي سنگين "څرگند کړ.طالب وسله والو څه باندی يوه مياشت دمخه ټولو مخابراتي کمپنيو ته گواښ وکړ چې د شپې پر مهال خپل ټليفوني خدمتونه ودروي که نه نو پر ستنو به ېې بريدونه وشي .رپوټونه واېې چې يو شمير طالب قوماندانان په خپلي دې پريکړي اوس پښيمانه دي او د شپې پر مهال د مخابراتي خدماتو د بيا پيل غوښتونکي دي .د مخابراتو وزارت چارواکي واېې له کومي ورځي چې طالبانو د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې د مخابراتي شبکو په مراکزو بريدونه پيل کړي ،لږتر لږه 10 آنتنونه ويجاړ کړای شوي چې د دې مالي ځيان اندازه 2 مليونه امريکايي ډالرو ته رسيږي .د سويلي او سويل لويديځو ولايتونو ( کندهار،هلمند،زابل ، ارزگان ، غزني )اوسيدونکي واېې چې اوس د اريبا ، افغان بيسيم ، روشن او اتصالات مخابراتي کمپنيو د دوې په يو شمير سيمو کې د شپې پر مهال په خپلو خدمتونو بنديز لگولی داځکه چې غواړي د طالبانو له بريدونو خوندي پاتې شي .د مخابر اتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير "اميرزی سنگين " واېې چې ځيني طالب قوماندانانو له مخابراتي کمپنيو څخه غوښتنه کړي چې خپل خدمات بيرته پيل کړي.د ښاغلي "سنگين" پر وينا، د طالبانو له دې غوښتني ښکاري چې د هغوي د مشرانو پريکړې په سيمه کې د طالب ټيټ پوړو جنگيالو ژوند څومره گران کړی دی . له بلي خوا د طالبانو وياند" ذبيح الله مجاهد" بيا ويلي چې اوس مونږ د مخابراتي کمپنيو پر وړاندي خپل تکتيک بدل کړی دا ځکه چې يو شمير کسان د ټليفون پرته له ستونزو سره مخ شوي دي او مونږ به هڅه وکړو چې د ټليفوني خدماتو د په ټپه دريدو وخت بدل کړو.

کندز کې 3 تنه المانې سرتیرې ټپیان شول

Date: 2008-03-27

کندز کې دطالبانو دیوه برید له امله درې تنه المانې سرتیرې ټپیان شوې دي.تیره شپه دکندز د چهاردرې په ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانولورې په یوه برید کې چې دالمانې سرتیرو دګزمې په موټر ترسره شو درې تنه المانې سرتیرې ټپیان شول.دچهاردرې ولسوالۍ امینه قومندان عبدالرحمان هم غورځنګ ته دغه خبر ومانه اوزیاته یې کړه چې په برېد دولسوالۍ دسرک بالا په سمیه کې تر سره شوې دی.په کندز کې دالمانې سرتیرودمطبوعاتې څانګې له لورې په یوه خپاره شوې بیان کې راغلې په برید کې یې یوموټر تخریب او درې تنه سرتیرې ټپیان شوې چې ددرملنې لپاره نږدې روغتون ته وړل شویدې.له بلې خوا طآلب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ادعا کړې چې په پیښه کې یې اته تنه بهرنې سرتیرې دیوه موټرسره له مینځه وړې دي.

هلمند کې د آيساف 2 سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

Date: 2008-03-27

سوله ساتوځواکونوپه سویلې ولایت هلمند کې دخپل یوه سرتیرې دمړېنې خبر ورکړ.په کابل کې دناټوپه مشرۍ آیساف ځواکونوله لورې په یوه خپاره شوې بیان کې چې رسنیو ته په واک کې ورکړل شوی راغلې نن سهاریې په سویلې ولایت هلمند کې یوسرتیرې مړاو بل ټپې شوېدې.د آیساف دبیان له مخې سرتیروته یې دغه مرګ ژوبله دمخالفو وسله والو سره دیوې نښتې په ترڅ کې تیره ورځ اوښتې ده.آیساف وایې ترڅود وژل شوې اوټپې شوې سرتیرو کورنۍ نه وې خبرې شوې ترهغې نشې کولاې ددې سرتیرو هؤیت په ډاګه کړې.

غزنې کې بمې چاودنې اووه تنه ټپیان کړل

Date: 2008-03-27

دغه چاودنه تیره ورځ ناوخته دقره باغ ولسوالۍ دباران کلا په سیمه کې د امنیتې چارواکوپه یوه موټررامینځ ته شویده.دغزنې امنیه قومندان جنرال خان محمد مجاهد هم غورځنګ ته ددې خبرد پخلې سربیره زیاته کړه په پیښه کې دملې اردو دکشف آمر او دملې امنیت یو تن مدیر هم ټپېان شوې چې روغتیایې حالت یې ډامن بریښې .له بلې خوا قارې یوسف احمدې چې رسنیوسره دطالبانوپه استازیتوب خبرې کوي ادعا کړې چې په پیښه کې یې دملې اردو دکشف امر او دملې امنیت یو تن مدیر په ګډون شپږ تنه دولتې چارواکې وژلې او2 تنه یې ټپیان کړې دي.قارې یوسف دغه برید د طالبانو له لورې دعبرت په نامه دپیل شویو عملیاتو یوه برخه بولي.

اته تنه وسله وال سړې تښتونکې ونیول شول

Date: 2008-03-27

دهلمند ولايت چارواکوپه دغه ولایت کې د اتو تنو سړې تښتونکو دنیولو خبر ورکړ.دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال په ویناتيره ورځ د نادعلي په ولسوالي كي 8 تنه سړي تښتوونكي د امنیتې ځواکونو له لورې ديولړ پلټونكو عملياتو پرمهال ونيول شول .انډيوال زیا ته کړه دغه عمليات وروسته له هغه دنادعلي په ولسوالي كي پيل شول كله چي شپږو وسلوالو چي دپوليسو يونيفورم يي پر تن وه د لښكرګاه ښار د"كارته لګن" د سيمي څخه دخان محمد په نوم يودوكاندار وتښتاوه .دهلمند دپوليسو دمشر په وینا نیول شوې کسان دامهال دزیاتو مالوماتو د تر لاسه کولوپه موخه په امنیه قومندانۍ کې ترپوښتنو پلټنولاندې دي.

2008-03-26

طالبانو ادعا کړي چي پرون يي ١٢ تنه بهرني ...

Date: 2008-03-26

طالبانو ادعا کړي چي پرون يي ١٢ تنه بهرني سرتيري وژلي دي

طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وخت خبري آژانس ته دتلفون په کرښه ويلي چي پرون ورځ په موسي کلا ولسوالي کي دناټو په ملګرتيا افغان پوځ او طالبانو تر مينځ نښتي را مينځته شويدي.

نوموړي داهم وويل چي پدي ولسوالي کي دبهرنيانو دوه ټانکونه يو مخکي له غرمي او دوهم وروسته له غرمي په ماينونو الوزول شويدي چي پکي سپاره ١٢ تنه سرتيري وژل شويدي.

بلخوا په هلمند کي دناټو برتانوي وياند سايمن ميلر وخت خبري آژانس ته دطالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړي او وايي چي تيره ورځ په هلمند کي نه ددوي اونه هم د افغان ملي پوځ په وړاندي کومه چاودنه شوي .

همدا راز وخت خبريال ته په سيمه کي دهلمند ولايت دموسي کلا ولسوال ملاعبدالسلام ويلي چي تيره ورځ دموسي کلا ولسوالي په اړونده سيمه کي هيڅ راز نښته او يا هم چاودنه ندي رامينځته شوي .

2008-03-25

طالبانو یوتن افغان دولت ته دجاسوسئ په تور وژلی

Date: 2008-03-25

دقاري یوسف احمدي په نوم یوتن چې رسنیوته ځان دطالب ډلې ویاندورپېژني ویلي چې دغه تن دولت ته دطالبانو پر ضد جاسوسي کوله او پرهمدې بنسټ مو د زابل ولايت دايېچوپان ولسوالۍ کې وواژه
له بل پلوه دیادې شوې ولسوالۍ ولسوال فضل الباري رسنیو ته دیوه تن دوژلوخبره منلې او وايي چې طالبانو پنځه ورځې دمخه له اړوندي سيمې نه دوه تنه له ځان سره ژوندي وړي ؤ چي ورورسته يو تن خوشې او بل تن يې وژلی دی ، نوموړی وايي وژل شوی تن عبدالوهاب نومېږي او له دولت سره هېڅ تړاو نلري

ملابرادر:"د کرزي اداره به د نجيب په څير نسکوره کړو"

Date: 2008-03-25

د طالب وسله والو يو تن عمده قوماندان چې" ملابرادر" نوميږي د يو بيان په خپرولو د افغان حکومت او نړيوالو سرتيرو پر وړاندي د خپلو بريدونو د زياتوالي او شدت خبر ورکوي. د ملا"برادراخند" دا څرگندوني چې په يو چاپي اعلاميه کې راغلي د ډلې د نطاق قاری محمد يوسف له خوا خبری آژانسونو ته لوستل شوي دي . په دې اعلاميه کې راغلي چې طالبانو سمدستي د" عبرت" په نامه پراخ عمليات پيل کړي چې له مخې به ېې د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې په بهرنيو او کورنيو سرتيرو بريدونه وشي .قاری محمد يوسف چې "ملابرادر "اخند د طالبانو نايب مشر را پيژني واېې :"طالبان به روان کال د خپلو پخوانيو تکتيکونو تر څنگ له نويو هغو څخه هم کار واخلي " خو نوموړي دا و نه ويل چې په نويو تکتيکونو کې به کوم ډول بريدونه شامل وي .ملابرادر اخند په دې اعلاميه کې بهرني سرتيري د عامو افغانانو په وژني گرم بلل چې پر وينا ېې د دوې جهاد به د ښکيلاک گرو پر وړاندي دوام ولري .په اعلاميه کې ټولو هغو کسانو ته چې د حامد کرزی له دولت سره کار کوي هم گواښ شوی چې له دې ادارې سره خپل کار بس کړي که نه نو د دوي د بريدونو موخه به وگرځي . د اعلامېې په يوه بله برخه کې بيا د ولسمشر کرزی حکومت ته گواښ شوی چې د طالبانو له خوا به د ډاکتر نجيب د هغه په څير ونړول شي .

2008-03-20

د مبارکۍ پيغام

Date: 2008-03-20

په سويډن کې د نوې هيلې د خپرونې مسئولين د ۱۳۸۷ کال د راتلو په مناسبت خپلو وطنوالو ته مبارکي وايي.
درنو دوستانو !
افغان ولس هر کال دا ورځ په خپلو دوديزو عنعنوي مېلو او خوشحاليو سره لمانځي د مثال په توګه افغانان
په دې ورځ په کرهڼيزو کارونو پيل کوي، اوه ډوله مېوې برابروي، د اسونو ځغلول ( وزلوبې) کوي نيزه بازي کوي، د نيالګيو کښېنول پيلوي اونور.
په هر نوي کال کې ولسونه د نوو هيلو او ارمانونو سره خوشحالي کوي . اما په تاسف سره د پېړيو په تېرېدو سره سره بيا هم زموږ ولس د تېرو کلنو په څېر ناهيلي ښکاري دا ځکه چې د ۲۰۰۱ کال را وروسته ټولې نړۍ د افغانستان سره بې شمېره مرستې وکړې اما لا تراوسه زموږ ولس ته ورپاتې ستونځې پخپل حال ور پاته دي.
د ترهګريزو فعاليتونو مخنوی ونه شو، بېکاري ،لوږه رشوت اداري فساد، د مخدره موادو کرل، او قاچاق دوام لري، د بيا رغونې کار په پڅه روان دی، په سلوکې يوازې شپږ فيصده خلک کله کله د برېښنا درلودونکي وي . د ښونځيوو سوځول، د بې دفاع خلکو ترور ، د ښځو سره زور زياتی کول د بشر حقوق تر پښو لاندې کول د مافيايي ډلو فعاليتونه . ټوپکسالاري په کار کې يو تعدادد ناا هلو ګمارل لا موجودي. ولس په دې نوي کال کې دا هيله او ارزو لري چې دولتي مسئولين د خلکو په کلکه همکارۍ د نړيوالو په مرسته وکولای شي چې موجوده ستونزې حل کاندي.
د ولس شعار دادی !
وايي چې موږ سوله غواړو، ټوپکسالاري ختمول غواړو، د بېسوادي له مينځه وړل غواړو، د مخدره موادو توليد او قاچاق ختمول غواړو بېکاري له مينځه وړل غواړو ،او ولس وايي چې هغه وخت د موجوده ستونزې له مينځه تلای شي چې په کار هغه کسان وګمارل شي چې پوره رښتينولي ، پاکي، ولري داسې کسان بايد په کار وګمارل شي چې د خپلو شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته وفادار وي .
خو په اخر کې دا هم ور زياتوي چې وعدو ورکول اسان کار دی مګر د عملي کولو لپاره ځانګړي معيارونه
شته . او مسولين بايد خپل ولس ته د هغه وعدو په باب چې دوی ورکړې وې د خپلې کار کرده ګی رپوټ وړاندې کړي.
د نوې هيلې خپرونې مسئول مدير
محمد اقا شيرزاد

د نوي کال په مناسبت د مبارکۍ پيغام

Date: 2008-03-20

درنوهيوادوالو،فرهنگيانو اوفرهنگپالو!

په افغاني مينه او احساس دنوی هجری شمسی کال دراسېدوپه مناسبت تاسو اوستاسو درنو دوستانوته دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيله وړاندي کوو.

وطنداران شرافتمند دوستان وفرهنگيان گرامي !

به مناسبت فرارسيدن نوروز و سال نو خورشيدي، صميمانه ترين وگرمترين تبريکات قلبی خويش ارا به شما هموطنان گرامي مبارک باد ميگويم . آرزومنديم سال نو سال سعادت وکامگاري براي ملت ستمديده وبلاکشيده ما باشد .

درنو هيوادوالو!

دادی زموږ کړېدلی ولس يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی . دوي يوڅه غواړي هغه سوله اودانساني کرامت خوندی ساتل دي .

له بدمرغه په تير کال کي زموږ دولس هيلي اوانتظار په ناهيليو بدل سو،زموږ خلکو سوله غوښتل ،مگر هغه رانه غله ،په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دي ،په بهر کي دروزل شوو لخوا زموږ په خاور کي دځان وژنې پروسه په گړندی بڼه روانه ده .دطالبانو او القاعدې دسازمان پر خلاف هره ورځ زموږ دهيوادپه کليو اوبانډوکي بې گناانسانا ن وژل کيږي دادی يوځل بيا دوې ورځي دنوی کال تر راسيدو وړاندي دهلمند اوخوست په ولايتونو کي دايساف اوناټودپوځی ځواکونودجنگی عملياتوپه طرڅ کې زموږ په لسهاو بېگنا هيوادوالو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ . ددې پر ځاي چې دوي دنوی کال په خوښيو کي برخه اخيستې واي اوس ئې کورنۍ دوير پر کمبله ناست دي .

داوير يوازي پدغو سيمو کښي نه دی راښکېل ،له بدمرغه دافغانستان په گوټ گوټ کې دسولي اوارامی دښمنان دخپلو بهرنيو بادرانو دشومو او افغان دښمنو ارزوگانو دپلي کېدوپه خاطر دغلچکی بريدونوپه لړکي بهرنيان دې ته هڅوی چې پر کليو اوبانډو باندي هوايي برېدونه وکړي ترڅوزموږ بېگناوطنداران له منځه ولاړ سي .

ددې ټکی په پوهېدوسره چې جگړه دافغاني مسلې دحل لاره نده دنوی کال دمبارکي پدي پيغام کې يوځل بيا په تکرار دجگړې دټولوغاړو نه هيله کوو چې دسولي اوتفام لاره غوره کړي . زموږ دهيواد داڅوکلن تاريخ دا ثابته کړېده چې دجگړې او ټوپک په زور هيڅ کومه ستونزه نشي حل کېداي ،ددې لپاره چي دافغان وژني اوهيوادورانونې مخه نيول شوې وي راشی پخپلو کې سره جرگه شواودپر ديو له مداخلې نه پرته خپل غمځپلي هيواد ته سوله راولو،ټول په يوه اوز دافغانستان بيارغاوني ته ملاوتړودويرانی اوبې اتفاقی پر ځاي موږ ملي يووالي ،تفاهم ،دښوونځيو اوعرفانی موسسو جوړول له دې بلانه خلاصولاي شي .

دافغانستان ددولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه دښاغلي حامد کرزی نه په کلکه غوښتنه کوو خپلو ملي دندوته جدي پاملرنه وکړی . په دولتی اداروکې دلوړې کچې ادادري فساد،زورزياتي ،رشوت اوپه محلاتو کي دبېگنا خلکو زورونې ته خاتمه ورکړه شي .

دادمنلو وړنده چي دبهرنيانودميلارډوډالرو مرستو په ترلاسه کېدوسره لا تر اوسه زموږ هيواد په ټولو برخو کې دنړيوالوتوکو دخرڅاو بازاردي ، اوياپه نړيواله کچه لومړی هيواديو چي دبيکارانو شمير ور ځ تر ورځي زياتيږي .

په افغانستان کي د زراعت اومالدای ودي ته جدي پاملرنه اودکوکنارو دکرکيلي له مځه وړل دافغاني چارواکو ملي اودولتي دنده بولو.په راتلونکی کال کې دټولوافغانانو هيله داده چي دولتي چارواکي په افغاستان کي دادرا فساد جرړي وباسي ،دمتوازن معارف پراختيا اوسولي ټينگښت ته جد پامرنه وکړي .

موږ افغانان تر هرچا زيات زورېدلي اوکړېدلي يو،له د ې امله سولي اوملي امنيت ته تر هرڅ زيات اړتيالرو.

دافغان ولس دښېرازي،بسياينې اوخوندي ژوند دتامين په هيله .

په سويډن کي دافغانانو علمی اوفرهنگي مرکز مشرتابه جرگه

د ائتلاف له لوري دتنکيوماشومانووژنه

Date: 2008-03-20

د خوست ولايت د نادرشاه كوټ ولسوالۍ د اوم مقبلو په سيمه كې نړيوالو ايتلافي ځواكونو په يوه كور عمليات كړي، او په همدې مهال يې د يوې كورنۍ شپږتنه غړي چې درې يې سړي دوه يې تنكي ماشومان او يوه يې د كورن ځوانه ميرمن ده وژلى او يوه بله ميرمن يې ټپي كړې ده.
همداشان د همدې كورنۍ دوه تنه سړي يې ژوندي بيولي دي.
د يادې كورنۍ يوتن غړى چې الف دين نوميږي، او د خوست په باړي تاڼه كې يې په سرحدي پوليسو كې دنده لرله او په دې پېښه كې يې ورور، وراره او وريندار وژل شوي وو، په حيرانۍ او ژړه غوني غږ وويل، چې نور نو په كور كې يوازې پاتې دى او ځان ميرات ورته ښكاري.
نړيوالو ايتلافي ځواكونو په يوه خپره كړې اعلاميه كې ويلي، چې په نښه شوي خلك دوى ته مطلوب او له مخالفو وسله والو سره په تړاؤ تر بريد لاندې راغلي.
دوى وايي چې پدې پېښه كې ټول وژل شوى كسان وسله وال جنګيالي دي خو يوازې د دې ترڅنګ يوه ميرمن او يو ماشوم هم د دوى په ډزو وژل شوي دي.
د ياده ولووړه ده چې د تېر ې يوې اوونې په اوږدو كې دا دويمه پېښه ده، چې د بهرنيو ځواكونو لخوا كيږي، څو ورځې وړاندې د خوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ په يوه كلي كې هم په ورته توګه عملياتو كې يوه ښځه او يو سړى وژل شوي وو.
خوست والي ارسلاجمال د تېرې شپې په ياده پېښه كې د بې ګناه وګړو وژنه وغندله او نړيوال ځواكونه يې وعده خلاف وبلل.
ده زياته كړه چې د نړيوالو ځواكونوله مشرانوسر د دې ډول عمليتاتوپه اړه څوځله ليدنې شوى او هغوى ورته ډاډ وركړى وو چې نور به په خوست كې خپل سري عمليات نه كوي، خو ځواكونه په خپله وعده ژمن پاتې نه شول

انځوريز

2008-03-17

بلخ کې دبهرنې مؤسسې یو موټرچلونکې مړشو

Date: 2008-03-17

دبلخ په ولایت کې دروا په نامه یوې بهرنۍ مؤسسې کارکونکوپه موټر وسله والو طالبانو برید کړې.د بلخ ولایت دچهاربولک ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال حیات الله غورځنګ ویبپاڼې ته وویل: دغه برید نن سهار داووبجوپه شاوخواکې دمزارښار او چهاربولک ولسوالۍ ترمینځ د شورشورک په سیمه کې رامینځ ته شو چې له امله یې یوموټرچلوونکې وژل شوې خونورچا ته پکې زیان ندې اوښتې.له بلې خوا ذبیح الله مجاهد چې رسنیوسره دطالبانوپه استازیتوب خبرې کوې ادعاکړې چې په برید کی یې درې تنه بهرنیان وژلې او څلورتنه یې ژوبل کړې دي.

په هلمند كې ځان مرگي بريد١٠ تنه ...

Date: 2008-03-17

دغه بريدنن شاوخوالس بجې په گرشك ولسوالى كې دناټوځواكونوپريوه موټريزكتارترسره شوى دى.

دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وخت خبريال ته په سيمه کي وويل ((بريدكوونكې پلى روان وچې دهلمندپه گرشك ولسوالى كې دهرات كندهارپه لويه لاره دناټوځواكونوكاروان ته په نږدې كيدوسره يې ځان ته چاودنه وركړه .))

هغه زياته كړه چې په دې چاودنه كې درى تنه ملكي وگړي مړه اواوه تنه نورټپيان شوي دي چې نږدې روغتيايي مركزته ليږدول شوي دي.

منبع دمړو او ټپيانو شمي په ډاګه کړ خو دټپيانودروغتيايي حالت په اړه يي رسنيو ته څه ونه ويل.

امنيه قوماندان داهم وويل چې تردې مهاله ناټوځواكونوته داوښتي زيان په اړه هم مالومات نه لري.

دغه بريدپه هلمندولايت كې دناټوبرطانوي وياندسايمن ميلرتاييدكړاوزياته يي كړه چې دچاودنې سيمې ته ددوى بيړنى روغتيايي ډله رسيدلې اوددې چاودنې نورمالومات به وروسته درسنيوپه واك كې وركړي.

ديادونې وړده چې ددې بريدمسؤليت تردې مهاله چاپرغاړه نه دى اخيستى.

دګرشک ښار ځانمرګي بريد پداسي حال كې ترسره کيږي چې په روان كال كې په لسگونوځان مرگي بريدونه په دې ولايت كې ترسره شوي او زياته مرگ ژوبله يې ملكي وگړوته اړولې ده.

2008-03-16

دهلمند چارواکې اوطالبان یوبل ته د مرګ ژوبل...

Date: 2008-03-16

دهلمندامنيه قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال غورځنګ ته ووېل نښته پرون ناوخته په موسى كلا ولسوالۍ كې په امینتې پولیسوتربریدوروسته رامنیځ ته شوه، چې په ترڅ کې يې ٤ تنه طالبان ووژل شول.حسین انډیوال په جګړه کې دیوه پولیس دټپې کیدوپخلې وکړ.له بلې خواقاری یوسف احمدې چې د طالبانوپه استازیتوب له رسنیوسره خبرې کوې دشلوتنوپولیسود،‎وژلواو دپنځه رینجرموټرونو دلمینځه وړلو ادعا کوي.قارې یوسف په نښته کې خپلې لورې ته اوښتې مرګ ژوبله نه منې.دموسى كلا ولسوالې چې دهلمندپه شمال كې پرته ده ، نږدې 3.5 مياشتې وړاندې افغان او نړیوالوځواكونو په ګډه له طالبانو څخه ونيوله.

2008-03-14

د هيواد ویډیو برخه بيا پرلیکه شوه

Date: 2008-03-14

د هيواد ویډیو برخه بيا پرلیکه شوه
د هيوا ويډيو برخه

په ګرشك كې ولسي وګړي وژل شويدي .

Date: 2008-03-14

دهلمنددګرشك ولسوالۍ ځايي خك وايي چې دناټوځواكونو په هوايي بمباركې ترلسو ډېرولسي وګړي وژل شويدي .

ددغه ولسوالۍ ځايي خلكو بينوا ته وويل چې بمبارۍ وروسته له هغه وشوې چې وسله والو طالبانو دناټوځواكونو پريوې ګزمې بريدو كړ .

دطالبانو يوتن وياندقاري يوسف احمدي هم دناټوپه بمباركې دداتو ولسي وګړو دوژل كيدو خبروركړ .

په هلمندولايت كې دبرتانوي ځواكونو يوتن وياندسايمن مېلر خبريالانوته په ګرشك كې دجګړې پخلى كړي خو دولسي وګړو دوژل كيدو خبره يي ردكړې .

ولسمشركرزي دكابل پرونى ځانمرګي بريد وغنده

Date: 2008-03-14

ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار د هوايي ډګر پرسړک دپرون سهار ځانمرګى بريد غندلي .

دغه بريد چې پرون سهار شوې ؤ پكي شپږتنه ولسي وګړي وژل شوي او شاوخوا شل تنه ټپيان شويدي .

په هغې خبرپاڼه کې چې د دولت د رياست له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې ويل شوي چې كرزي دغه بريد دوطن اوسولې ددښمنانو كار بللي دي .

په خبرپاڼه كې ويل شوي چې ولسمشر ددغه ځانمرګي بريد دقربانيانو له كورنيو سره خواخوږي څرګنده كړې .

2008-03-13

د کابل هوايي ډګر ځانمرګي بريد کې 28 تنو ته مرګ ژوبله اووښتې

Date: 2008-03-13

وخت خبري آژانس
کابل – هوايي ډګر
د کب ٢٣ مه

دغه خبره د کورنيو چارو وزارت مرستيال منيرمنګل چې د چاودنې په ځاې کې حاضر ؤ خبريالانو ته کړې ده او زياتوي چې ډير تلفات ملکي کسانو ته اووښتي دي .
د نوموړي په وينا ائتلافي ځواکونه پر بريد کوونکي باندې شکمن شوي ؤ نو له همدې کبله يې خپل مسير بدل کړې ؤ او تلفات هم لږ ور اووښتي دي .
منګل وايي چې ډير تلفات هغه تونس موټر ته اووښتي چې د بريد په ځاې کې له مخامخ لوري نه راروان ؤ او په هغو کې ښځې او ماشومان سپاره ؤ .
له بلې خوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد مسئوليت په غاړه اخيستې او وايي چې دا مهال د تلفاتو او مرګ ژوبلې په اړه بشپړ مالومات نه لري .
د سيمې د خلکو په وينا چې د تلفاتو شميره تر دې هم ډيره ده ، د سيمې يو تن اوسيدونکى عبدالروف وايي چې له چاودنې وروسته زه په خپله په سيمه کې حاضر وم تر ١٥ زيات کسان وژل شوي او تر ١٢ کسانو هم ټپيان شوي دي .
د نوموړي په وينا چې بهرنيو ځواکونو ته تلفات اووښتي دي خو هغوې له بريد وروسته سمدستي خپل مړي او زخميان انتقال کړل .
دسيمې د خلکو په وينا چې د ائتلافي ځواکونو دوه پوځي موټر په بريد کې ويجاړ شوي دي چې ويجاړې برخې يې د دغو ځواکونو لخوا وليږدول شوې .
پدغه بريد کې د ملکي کسانو دوه موټر هم ډير زيانمن شوي دي او پکې سپرو کسانو ته هم مرګ ژوبله اووښتې ده .
منګل وايي چې بريد کوونکي چې له کوم موټر څخه په بريد کې کار اخيستې پليټ يې جعلي ؤ او له بلې خوا د انتحاري هويت هم لدې کبله چې ټوټه ټوټه شوې دې نه پيژندل کيږي .
د مړو او ټپيانو د انتقال لپاره د کورنيو چارو وزارت او عامې روغتيا وزارت امبولانسونو بشپړه همکاري کړې ده .
1205390716_2.jpg 1205390716_3.jpg 1205390716_4.jpg 1205390716_5.jpg
خبريال : خواجه عبدالبصير فطري

2008-03-12

طالبان پخواني مجاهدين له ځان سره يوځاى کوي

Date: 2008-03-12

طالبانو په يوه خپره کړې خبر پاڼه کې له پخواني جهادي قومندانانو او مجاهدينو غوښتي، چې د امريکا پر وړاندې دې له دوى سره ودرېږي او د دوى ملاتړ دې وکړي.
طالبانو په خپله خبر پاڼه کې ويلي، چې دوى پخواني جهادي قومندانان او مجاهدين د تفاهم له لارې له ځان سره يو کوي.
طالبانو ويلي، چې پخوانيو جهادي قومندانانو او مجاهدينو په هېواد کې د خپلواکۍ او اسلام لپاره ډېرې سرښندنې کړي او د همدوى سرښندنې هېواد خپلواک کړى.
طالبانو دغه وړانديز وروسته له هغې کړى، چې پخوانيو جهادي قومندانانو او مجاهدينو په تېرو څو مياشتو کې په پرلپسې توگه ويلي، چې په هېواد کې دوى له واک څخه قصدا لرې کول کېږي او د دوى پر ځاى پخواني کمونستان او امريکا ميشتي افغانان کېنول کېږي.

خوست: وسله والودسرحدی لوا پرسرتېروبريد کړی

Date: 2008-03-12

ناڅرګندو كسانو د خوست ولايت د باړي تاڼې په سيمه كې د سرحدي لوا پر سرتيرو بريد كړى، چارواكي وايي چې په بريد کی له درنواوسپكو وسلوكاراخيستل شوى، خوكوم زيان يې چاته نه دى اړولى.
د يو بل خبر له مخې د صبريو په ولسوالۍ كې په يوه شخصي موټر بمي چاودنه شوې چې له امله يې يوتن ټپي شوى دى.
د خوست ولايت د دويمې سرحدي لوا قوماندن جنت ګل ساپى وايي چې د چارشنبې په شپه ناڅرګندو كسانو چې سپكې اودرنې وسلې يې كارولې، د ګربزو ولسوالۍ اړوند د باړي تاڼې په سرحدي سيمه كې د دوى په يوه كنډك باندې بريد كړى، نوموړى وايي چې جګړې نږدې نيم ساعت دوام درلود خو چاته يې كوم زيان نه دى اړولى.
بل پلو د خوست د صبريو ولسوالۍ د خلبسات ښاركوټي ته په ورڅېرمه سيمه كې پر عام سړك د ملكي وګړو په يوه باروړونكي موټر بمي چاودنه شوې چې له امله يې د موټر چلوونكى ټپي شوى او موټر يې هم زيانمن شوى دى.
تراوسه نه د پېښې په تورد پوليسولخوا څوك نيول شوي اونه يې هم مسوليت چاپر غاړه اخيستى دى.
د ياده ولوده چې څه موده وړاندې هم په صبريو ولسوالۍ څو ځله په ورته ډول د عامو وګړو د سورلۍ په موټرونو بيمي چاودنې شوې چې له مله يې ملكي خلكوته ګڼه مرګ ژول رسيدلې وه.

2008-03-11

هلمند : عامه كتابتون ته څلور زره كتابونه وركړل شوه

Date: 2008-03-11

نن ددغه ولايت عامه كتابتون ته ديولړمراسيموپه ترځ كې څلورزره جلده كتابونه كښيښودل شوه .

دغه كتابونه چې تيره ورځ دمركزكابل څخه دهلمندولايت ته راورسيده نن ددغه ولايت دوالى دځاي ناستي سيد امان الله سادات په لاسونودكتابتون په الماريوكى ځاى پر ځاى شوه .

امان الله چى ددغه ولايت مستوفى دى اودامهال دوالى ځاى ناستى دى وويل چى ډير دخوشحالى ځاى دى چى ددغه ولايت كتابتون ته څلورزره كتابونه راوړل سوه او داطلا عاتو اوكلتور دوزير عبد الكريم خرم څخه يي مننه وكړه چى دهلمندولايت ته يي كتابونه وركړ ل اودلازياتو همكاريو غوښتنه داطلاعاتو اوكلتوروزارته څخه وكړه نوموړى په خپل خبروكى وويل چى كه څوك ددغه كتابوڅخه دلوستلوپه برخه كى كار واخلى باوروينم چى زموږ دسر څخه به بدبختى ليرى شى .

ددغه كتابو دځاى پر ځاي كولو په وخت كى دولايتى شورا استازى اوحكومتى چارواكى هم راغونډ شوى وه .

ددغه كتابتون مسؤل شير احمد خان هم په خپل وارسره وويل چى دخوشحالى ځاى دى چى يوځل بيا نوموړى كتابتون ته كتابونه راوړل سوه نوموړى وويل چى تردى مخكى په دغه كتابتون كى دوه زره كتابونووجود درلو د چى ددغه ولايت دوگړولپاره كافى نه وه ولى اوس چى څلورزره كتابون راوړل سوه ښايي يوڅه دخلكودمعلوماتو دپام وړسى نوموړى زياته كړه چى په راوړل سوكتابونوكى اجتماعى ،اسلامى ،كلتورى ،اوانگليسى كتابونه سته ده وويل چى دهريولوستوونكى لپاره ددوى دروازه خلاصه ده چى په ډاډه زړه دلوستلولپاره كتاب يوسى .

په راغونډوسوكسانوكى يوتن چى عبدالصمدنوميدى وويل چى خوښ يم چى دهلمندولايت ته دامهال دمرميوپرځاى كتابونه راځى

نوموړى زياته كړه چى دغه كتابونه ددى ښكارندوى دى چى اوس هلمندوال دجگړى څخه ستړى اولوستلو ته يي زړه ښه كړى دى .

د هلمند مرکزي عامه کتابتون د لوموړي ځل لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د زرګونو ټوکو بيلا بيلو کتابونو په ورکولوو سره ددې جوګه کړ چي خلک مطالعې او څېړنو ته را مات کړي .

دغه کتابتون چي څو څو ځله په کورنيو جګړو کي سوځل سوى دى دا ځل د اطلاعات او کلتور وزرات څلور زره ټوکه کتابونه ورکړل .

دغه دولتي کتابتون چي په لښکرګاه کي دى څو څو ځله د کورنيو جګړو له امله په بشپړه توګه سوځل سوى دى ، اوس هم پکي په زرګونو داسي کتابونه ليدل کيږي چي نيم سوڅل سوي دي .

د اطلاعات او کلتور وزارت نوموړي کتابتون ته څلور زره ادبي ، سياسي ، روغتيايې او نور ټولنيز کتابونه ورکړل ، چي د ځينو فرهنګيانو په اند دا د هلمند ولايت فرهنګ ته لويه لاسته راوړنه ده او په دې کار سره به د هلمند ډېرو خلکو ته د مطالعې او څېړنو اسانتيا برابره سي .

ويل کيږي دا مهال په نوموړي کتابتون کي تر لسو زرو پوري کتابونه شتون لري .

هيره دى نه وى چى دامهال په هلمند ولايت كى بيشميره ليكوالان اوشاعران سته خوولى بايد وويل سى چى دامهال په دغه ولايت كى يوكتابتون دى.

عبدالودود (هجران) او عزيزاحمد (شفيع) - هلمند

د اداري فساد دمخنيوي په اړه غونډه وشوه

Date: 2008-03-11

د خوست په ولايت كې د قومونو پيوستون شورا لخواپه سيمه كې د ډاډمن امنيت د راوستلو او اداري فساد د مخنوي په موخه يوه لويه غونډه جوړه شوه. دې غونډې ته د خوست ولايت د قلندر او موسٰى خيلو ولسواليوپه سلكونو قومي مشران وربلل شوي وو. د غونډې ويناوالو د قومونو د يووالي او په سيمه كې د لا ډاډمن امنيت د راوستو ترڅنګ له ځايي لوړ پوړو چارواكو وغوښتل، چې په دولتي ادارو كې د شته اداري فساد كلك مخنيوى وكړي، كنه د دوى په خبره به د حكومت او خلكو ترمنځ به واټن زيات او بې باوري پياوړي شي. برخه والو هالنډ او ډنمارك هېوادونه له دې امله وغندل، چې د اسلام ستر پېغمبر ته منسوب كارټونونه او داسې يو فلم يې جوړ او خپور كړى، چې قرآنكريم ته د جنګي لارښود خطاب پكې شوى.

2008-03-10

د نوې هيلې نوې ګڼه په ليکه شوه

Date: 2008-03-10

د نوې هيلې نوې ګڼه په ليکه شوه

naweyhilla.gif

د استخباراتو مدير ووژل شو

Date: 2008-03-10

رپوټونه واېې چې وسله والو سړو د خوست د"دوه منده"ولسوالۍ د استخباراتو ډايرکټر نن سهار وژلی دی .د دوه منده ولسوال "زرک مداد معلم يار" د دې وژني پخلی کړی.وژل شوی کس  مدير "حبيب  "نومېده او د مندزيو ولسوالۍ اوسېدونکى وو.ولسوال زياته کړه : حبيب خان له رخصتۍ وروسته پرون له خپلې سيمې څخه  د دندې پر لور روان و، چې په لاره کې د نامعلومو وسلوالو لخوا وويشتل شو .

کويټې کې چاودندې څلور تنه ټپيان کړل

Date: 2008-03-10

د بلوچستان ايالت په كويټې ښار كې نن سهار وخته يوه درنه چاودنه را منځته شوه ، چې له امله يې څلور تنه ټپيان شول .چاودنه نن سهار په پنځو بجو او دېرش دقيقېو د پښتون اباد په عثمان كلي كي وشوه.له پېښې سمدستي وروسته سيمه د پوليسو له خوا كلا بنده شوه او د پېښې په ځاى کې پوليسو څلور تنه په زخمي حالت كې را ووېستل .د كويټې د پوليسو يوتن مشر اختر محمد وويل چې په عثمان كلي كې د ټپي شويو كسانو له خوا د ريموټ كنټرول بمونه او د ځانمرګي بريد لپاره واسكټونه جوړېدل ، چې له امله يي چاودنه وشوه .


© Copyright 2008. All rights reserved. Contact: Webmaster
Interested in any special article? Please contact wembaster for permission!