هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه وشوه

څو شېبې وړاندې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه درنه چاودنه وشوه.
سیمې ته څېرمه عیني شاهدان وايي چې له چاودنې وروسته لوګي پورته کېږي او د تلفاتو اړوند مالومات نه لري.
چاودنه په داسې حال کې کېږي چې د ګډ حکومت د لوړې د مراسمو لپاره د کابل لوی سړکونه د ترافیکو پر مخ تړل شوي او د ډېرې ګڼې ګوڼې د مخنیوي په خاطر په کابل کې عامه رخصتي اعلان شوې.
د چاودنې اړوند بشپړ جزیات وروسته.