|
درهین په غندنه خپل کلتور وژغوری (خپل نظر ولیکئ) پت مې دوطن اود پښتو درسره وپالی نورخومې قاتل ته قهرمان راباندې مه وایه هر څوکه غربت او بې وسۍ خوله راتړلي ده ګور ه نوشیطان ته خو انسان راباندې مه وایه ښي جیبان يې ډک کړل اوس به چپ ورته وروړاندي کړي ډلې ته دغلوخو وزیران راباندې مه وایه (ذ. حسن ) دافغانستان غیور ولس د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کي دمرګ په بیه د کرزي تر شا ځکه ودریدل چي ولسمشر کرزي ورسره وعدې کړي چي دا ځل به یو د فساده پاک او مسلکي حکومت جوړوي ، تر اوږده ځنډ وروسته ولسي جرګې ته دکابینې لیست ولیږل شو . چي متاسفانه یوځل بیا یوازي دافغان ولس په سترګو د خاوري شندل و . لکه څرنګه چي د ولس ورته تمه او امیدونه وو دهغه خلاف په لیست کي ټول هغه پخواني جنګي جنایتکاران ، مفسدین، فاشیستان او د تیرو اتو کالو د ناکام دولت ناکامه وزیران شامل دي چي ولس ئې په نوماندئ شرمیږي او دنفرت په سترګه ورته ګوري . په دغو کسانو کي یو هم فاشیست ، مفسید او دایران ګوډاګئ رهین مخدوم دي چي په ولسي جرګه کي دده د ناکامه فاشیستي پلانونو لکبله داطلاعاتو کلتور وزارت لپاره د عتماد رایه ځیڼي واخستل شوه او دوزارته وشړل شو . نوموړی د افغانستان د ملي فرهنګ ، کلتور او د اکثریت د ژبي او رواجونو سره ځانګړي دښمني لري او پرځای ئې د ایراني اخندانود کلتور ، ټرمنالوژئ ، او عنعناتو د رواجولو لپاره کار کوي . دداسي یو کس چي دخپل وزارت په دوره کي ئې افغان ولس تر پوزي راوستې ، ناکامه اوله دندي شړل شوي بیا ټاکل دهغه چا لپاره چي دې ئې نوماند کړی دی یوازي د لیونتوب او حماقت په معنا بل څه نه وي ، خو دابه د ولسي جرګې د بې پرېوالي لپاره د افغان ولس په وړاندي یو لوی چلنج وي چي دغه دول منهوسو اشخاصو ته چي یوځل ئې د باور رایه ترې اخیستې وي بیا د باور رایه ورکوي . افغان ولسپال ځوانان د ټولو ویښو پښتنو څخه غوښتنه کوي چي د خپلي ژبي ، فرهنګ او تاریخ لپاره ددغسي ناروا اشخاصوپه ضد په ټولیزه توګه خپل غږ پورته کړي او پرې نږدي چي د هیواد کلتوري او تاریخي شتمنۍ د پردو په لاس زیانمني شي .. . رهین مخدوم د قضاوت په تله کي ، د مخدوم رهین د فاشیستي هڅو څخه پرده پورته کوي دغه کتاب د هغه دواکمنۍ په دوره کي د افغان ولسپال ځوانانو لخوا خپور سوی او له تاسو ټولو څخه هیله کوو چي د دغه فاشیست په اړه خپل نظر، لیکني ، دسترګو لیدلی حال له موږ سرره شریک کړئ ترځو د (( رهین مخدم د قضاوت په تله کي )) کتاب دوهم ټوک چي ډیر ژر به له چاپه راووځي ستاسو په هڅو لا بډایه او مستند شي . موږ ته خپله نظر په لاندي برخه کي او یا په دې بریښنالیک brishnalik@yahoo.com کي پرېږدی افغان ولسپال ځوانان کابل افغانستان افغان ولسپال ځوانان |