|
کنړ:د 12 پروژو کار پيل سو د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د ملي پيوستون د ١٢ پروژو کار پيل شو . د دې ولايت د کليو د پراختيا رييس انجنير امين الدين بيدار وويل چې په دې پروژو کې پولګوټي، سربندونه، کانالونه او واړه سړکونه شامل دي .پر يادو شويو پروژو څه دپاسه شل ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې لس فيصده يې د خلکو لخوا ورکول کيږي . |