کرزی د تاجکستان او ایران سره د فارسي تلویزیون په جوړولو سلا شو
د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د تاجکستان او ایران سره په تاجکستان کې د فارسي تلویزیون په جوړولو سلا شو. دا خبره رسنیو ته د نوموړي د بهرنیو چارو وزیر رنګین سپنتا کړې ده.
مخکې هم داسې اوازې وې چې داسې یو تلویزیوني چينل به جوړېږي. ایران او تاجکستان ، افغانستان یو فارسي ژبی هېواد بولي او په داسې کړو وړو غواړي خپله دا دعوه ثابته کړي.
ولسمشر کرزی په داسې حال کې د فارسي تلویزیون په جوړولو د ایران او تاجکستان سره موافقه کوي چې د افغانستان په شمال کې ځاي جنګسالاران چې د ولسمشر کرزي ایتلافیان دي راستانه شوي کډوال نه پرېږدي خپلو کورونو ته ستانه شي او ولسمشر کرزي یې هم په اړه د تل په څېر کوټلی دريځ نه دی غوره کړی.
د یادونې وړ ده چې د سپتمبر د یولسمې د پېښې څخه وروسته پښتانه په نړۍ کې د لویو او سیمه ییزو قدرتونو هدف ګرځېدلي دي. د کرزي د واکمنۍ دوره د پښتنو د ځپلودپاره بې سارې دوره ده.
افغانان د ایران او تاجکستان سره د فارسي تلویزیون په جوړولو خوښ نه دي او یو ملي خیانت یې بولي.
د افغانستان د ولسې جرګې غړې ملالۍ شینواري څه موده مخکې شمشاد تلویزیون ته په یوه مرکه کې ویلي و چې د ایران، تاجکستان او افغانستان تر منځ د فارسي تلویزیون جوړول خیانت دی.
نوموړې دا خبرې د شمشاد تلویزیون سره د تاوده بحثونو په پروګرام کې کړي وې. نوموړي دا هم ویلي وکه ولسمشر هم د داسې تلویزیون د جوړولو سره موافق وي، خیانت یې بولي.
نوموړي ویلي ؤ چې دا د ایران د کولتوري یرغل ښکاره بېلګه ده. دولسي جرګې غړي ویلي و چې په ایراني کتابونو کې حتي د میوند د جګړې اتلې ملالۍ ته هم سپکې سپورې ویل کېږي.
|