پوليسو پکتيا کې ٣ تنه له ماينونو سره يو ځاى ونيول

د پکتيا ولايت امنيتي چارواکو د دغه ولايت مرکز ګرديز اړوند تېرې په سيمه کې د ٣ تنو وسله والو د نيونې خبر ورکړ .

د پکتيا ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال غلام دستګير رستميار وخت خبريال ته وويل: ((دغه درې تنه چې يو دخوست ولايت او دوه تنه نور يې دپکتيا ولايت اوسيدونکي دي تېره ورځ ناوخته دتېرې په سيمه کې له ريموټ کنټرول ماينونو سره يو ځاى ونيول شول.))

د رستميار په وينا دغه درې تنه پر يو موټرسکيل سپاره ؤ دګرديز خواته دتخريبي کارونو لپاره را روان ؤ چې د پوليسو لخوا ونيول شول .

د ده په وينا دوى پخپل جرم اعتراف کړى او د بشپړو تحقيقاتو لپاره به څارنوالۍ ته معرفي شي.

ده دا هم وويل چې دويته لاپخوا پدې اړه مالومات راغلي ؤ چې څوتنه شکمن کسان په سيمه کې په فعاليت بوخت دي .

له بلې خوا څه موده وړاندې هم په همدې سيمه کې پر وسلو بار يو سراچه ډوله موټر د پوليسو لخوا ونيول شو .