كندهار: دكابل دښوونكواوزده كوونكولاريون وغندل سو
په کندهار کي د مرکزي ښوونځيو مسوولينو او ښوونکو دهيواد په مرکز کابل کي دځينو ښوونځيو دښوونکو او زده کوونکو له خوا دشنبي دورځي لاريون چي دګډوډيو لامل وګرځيدي وغندي دوي چي دپوهني رياست دغونډو په تالار کي سره را غونډ سوي وه نوموړي لاريون يي يوه سياسي توتيه وبلل . دوي زياته کړه چي ښوونه او روزنه دټولنيز ژوند يوه بي طرفه او له سياسته ليري برخه ده نو ښوونکي او زده کوونکي دي بيدار اووسي چي څوک يي دخپلو شخصي او سياسي گټو ښکاو ونه ګرځوي دوي يادونه وکړه چي دښوونکوغوښتني ددوي دژوند اړتيا او حق دي خوبايد هر څه په سوله ايزه فضا او سړه سينه سره تر سره نه کړي نه په بي ترتيبه لاريونونو باندي .
|