خوست اوپکتياکي وسلوالوکسانوته مرګ ژوبله اوښتې

دپکتيا ولايت د ٢٠٣ تندرقول اردومطبوعاتي دفتر بريد مل مستک خان ځاځي بينوا ويب پاڼې ته وويل: چې دغه پيښه تېره شپه لس بجې هغه مهال دخوست ولايت دوه منده ولسوالۍ سيدخيلو په سيمه کې مينځ ته راغله چې ملي اردو اوپوليسو ګډه ګزمه کوله او وسلوالو مخالفينو ديوه نيول شوي کمين په ترڅ کې پردوی وسله وال بريد وکړ او دولتي ځواکونو هم په متقابلو ډزو لاس پورې کړ او دبريد په جريان کې دولتي ځواکونه له ايساف قواو څخه دمرستې غوښتونکي شول چې ايساف قواو په بيړنۍ توګه په مخالفينو باندې هوايې بريد وکړ اوپايله کې يې څلورتنه مخالفين ځاي پرځای ووژل اويوشمير سپکې اودرنې وسلې هم ددولتي ځواکونو لاس ته ورغلي مستک خان زياته کړه چې دمخالفينو مړي دامهالدپېښې په ځای کې پاتې شوي له بله پلو ه دنوموړي دفتر استازی مستک خان ځاځی وايي : چې تيره ورځ دپکتيا ولايت دزرمت په ولسوالۍ کې ددولتي ځواکونو لخوا دعملياتو په لړ کې درې تنه مخالف جنګيالي وژل شوي او څلورتنه نور ديوه ټپي شوي مخالف په ګډون ژوندي نيول شوي دي دی زياتوي :چې د نښتې په پايله کې دولتي ځواکونو ته هيڅ ډول مالي اوځاني زيان نه دی اوښتی .