دافغانستان د خپلواکۍ اونجات دريښتيني تاريخ په اړه علمي کنفرانس
په برتانيه کې داوسيدونکو افغانانو ټولنه لندن ـ ويسټ اکټون
دافغانستان د خپلواکۍ او نجات تاريخ د هیواد د خپلواکۍ او نجات د جګړو د تاريخ په اړه يو ډير مستند او مؤثق کتاب دی ، دغه کتاب د پياوړي مجاهد او نامتو مبارز ارواښاد جرنيل يار محمد خان وزيری د خاطراتو ټولګه ده دنوموړي کتاب په اړه او د هيواد ريښتيني تاريخ درابر سيره کولو د هڅو په توګه د ښاغلي ډاکټر ببري ګل ( وزير) لخوا په برټش لايبررۍ کې څيړني سرته رسيدلي. په دې اړه د ښاغلي ډاکټر ببري ګل (وزير ) لخوا د مۍ په شلمه نيټه د ورځی په دري بجود افغان سوسايټي په تالار کی يو علمي کنفرانس وړاندي کيږي . له ټولو هيوادوالو ، پوهانو ، فرهنګيانو او دافغانستان د ريښتيني تاريخ د مينه والو څخه هيله کيږي چی په دې علمي کنفرانس کې ګډون وکړي .
په درنښت سيدجان کارواني په برتانيا کې داوسېدونکو افغانانو د ټولنې مشر پته او وخت : دمۍ شلمه نېټه دماسپښين دري بجي ويسټ اکټون. په لندن کی د اوسيدونکو افغانانو ټولنه ټیليفون : ۰۲۰۸۹۹۳۸۱۶۸ د برېښناليک پتې: saruk@btconnect.com hussein_enayat@hotmail.co.uk hussein.enayat@gmail.com
Address: Churchill Gardens West Acton London W3 0JN TEL: 020 8993 8168
|