د مبارکۍ پيغام
په سويډن کې د نوې هيلې د خپرونې مسئولين د ۱۳۸۷ کال د راتلو په مناسبت خپلو وطنوالو ته مبارکي وايي. درنو دوستانو ! افغان ولس هر کال دا ورځ په خپلو دوديزو عنعنوي مېلو او خوشحاليو سره لمانځي د مثال په توګه افغانان په دې ورځ په کرهڼيزو کارونو پيل کوي، اوه ډوله مېوې برابروي، د اسونو ځغلول ( وزلوبې) کوي نيزه بازي کوي، د نيالګيو کښېنول پيلوي اونور. په هر نوي کال کې ولسونه د نوو هيلو او ارمانونو سره خوشحالي کوي . اما په تاسف سره د پېړيو په تېرېدو سره سره بيا هم زموږ ولس د تېرو کلنو په څېر ناهيلي ښکاري دا ځکه چې د ۲۰۰۱ کال را وروسته ټولې نړۍ د افغانستان سره بې شمېره مرستې وکړې اما لا تراوسه زموږ ولس ته ورپاتې ستونځې پخپل حال ور پاته دي. د ترهګريزو فعاليتونو مخنوی ونه شو، بېکاري ،لوږه رشوت اداري فساد، د مخدره موادو کرل، او قاچاق دوام لري، د بيا رغونې کار په پڅه روان دی، په سلوکې يوازې شپږ فيصده خلک کله کله د برېښنا درلودونکي وي . د ښونځيوو سوځول، د بې دفاع خلکو ترور ، د ښځو سره زور زياتی کول د بشر حقوق تر پښو لاندې کول د مافيايي ډلو فعاليتونه . ټوپکسالاري په کار کې يو تعدادد ناا هلو ګمارل لا موجودي. ولس په دې نوي کال کې دا هيله او ارزو لري چې دولتي مسئولين د خلکو په کلکه همکارۍ د نړيوالو په مرسته وکولای شي چې موجوده ستونزې حل کاندي. د ولس شعار دادی ! وايي چې موږ سوله غواړو، ټوپکسالاري ختمول غواړو، د بېسوادي له مينځه وړل غواړو، د مخدره موادو توليد او قاچاق ختمول غواړو بېکاري له مينځه وړل غواړو ،او ولس وايي چې هغه وخت د موجوده ستونزې له مينځه تلای شي چې په کار هغه کسان وګمارل شي چې پوره رښتينولي ، پاکي، ولري داسې کسان بايد په کار وګمارل شي چې د خپلو شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته وفادار وي . خو په اخر کې دا هم ور زياتوي چې وعدو ورکول اسان کار دی مګر د عملي کولو لپاره ځانګړي معيارونه شته . او مسولين بايد خپل ولس ته د هغه وعدو په باب چې دوی ورکړې وې د خپلې کار کرده ګی رپوټ وړاندې کړي. د نوې هيلې خپرونې مسئول مدير محمد اقا شيرزاد
|