کـــــــــــــور

د مهربان او بخښونكي خدای ج په نامه
په اسلامي تاريخ کښې وړومبی نعت شريف


ليک: انور شاهين خانخېل


كله چې د يو مسلمان په مخکښې د نعت شريف ذكر راشي نو مخې سره يې ذهن ته دا خبره راځي چې د خدای د ګران رسول (ص) صفت او فضائل د شعر په ژبه وئيل شوي دي. چرته مو نه دي ليدلي چې يو مسلمان شاعر وي او هغۀ به د خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفى (ص) په مدح کښې نعت شريف نه وي ليکلی بلكې د مسلمان شاعرانو اكثر ديوانونه او شعري مجموعې له حمد نه پس له نعت شريف نه شروع كيږي. نو راځئ چې د تاريخ پاڼې ولټوو چې هغه څوک مبارک او نېكمرغه انسان دی چې په اول ځل يې د خدای دګران رسول (ص) په شان کښې نعت شريف ويلی دی نو د تاريخ په پاڼو کښې مونږ ته هغه مباركه څېره لكه د نمر په نظر راځي او هغه نېکمرغه او مبارک انسان د بنى هاشم خاندان مخور مشر، د خدای د ګران رسول (ص) ترۀ او د هغه حضرت (ص) نكاح خوان حضرت ابوطالب (رض) دی.
دا مشهوره واقعه تقريباً ټولو تاريخونو په مختلفو طريقو ليکلی ده چې يوه ورځ د قرېشو ستر ستر او نامتو مشران د حضرت ابوطالب (رض) كور ته ورغلل او د ګيلې او يوې دړکې په توګه يې ورته وويل چې "ای ابوطالبه! مونږ ستا د لوړ مقام او مشرۍ خاص خيال ساتو، له دې نه مخکښې مو هم درنه غوښتنه كړې وه چې ورارۀ مو منعې كړئ خو څه نتيجه يې ورنكړه. قسم دی چې نور زغم او صبر نه شو كولې چې هغه دې زمونږ په معبودانو نيوکې او اعتراضونه كوي. يا خو مو محمد (ص) له دغو حركتونو نه منعې كړئ او يا يې مونږ ته حواله كړئ، مونږ به درته خېر دی د دۀ په بدله كښې بل ښکلی ځوان دركړو. يا كه دې چا ښکلې جيلۍ سره وادۀ كول غواړې يا مال او دولت ته يې ضرورت وي نو ټول ضرورتونه به يې پوره كړو خو زمونږ له معبودانو نه دې لاس واخلي. او كه نه وي نو مونږ به مقابلې ته راووخو نو كه بيا مو څوک مړۀ كړل او كه چا مړۀ كړو پروا نيشته"
له دې ګواښ، دړکې او ګيلې نه پس د قرېشو مشران ستانه شول. حضرت ابوطالب (رض) باندې د قرېشو د مشرانو دا خبرې ‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډېرې بدې ولګېدې ځکه چې هيڅکله دې ته تيار نه ؤ چې خپل خوږ ورارۀ قرېشو ته حواله كړي او هغوى يې شهيد كړي نو حضرت ابوطالب (رض) د خدای ګران رسول (ص) ځانته راوغوښت او ورته يې د قرېشو لخوا وئيل شوې ټولې خبرې وکړې.
د خدای ګران رسول (ص) د دې خبرو په اورېدو سره وفرمايل:
"كاكا جانه! كه دغه كسان زما په ښی لاس كښې نمر او په ګس كښې سپوږمۍ راكوزه كړی او په لاسونو کښې راته کيږدی نو بيا به هم زۀ د دين له تبليغ نه لاس وا نخلم" او په دې وئيلو سره يې زړۀ را‌‌‌‌‌ډک شو او له اوښكو ډکې سترګې د خپل مهربان كاكا لخوا پاڅېد او روان شو.
حضرت ابوطالب ورته اواز وكړ. كله حضور (ص) واپس تشريف راوړۀ نو ترۀ ورته مسکی شو او په ډېره مينه يې ورته وويل:
ای زما ګرانه! ځه څه چې دې خوښه وي هغه كوه او زما دې په خدای قسم وي چې تا به چا ته ورنه كړم او نه به درته څوک په کږه سترګه وګوري. او بيا حضرت ابوطالب (ع) د خدای د ګران رسول (ص) په شان کښې په دا ډول في البديه نعت شريف وويلو:
 

والله لن يصلوا اليك بجمعهم
حتى او سد فى التراب دفينا

په خــــدای قسم چې څوک به هم نزدې نۀ درته راشي
تـــر هـــــغه چـــې مې خـــاورو لانــدې دا بدن فنــا شي
فاصدع بامرك ما عليك غضاضه
والشر و قـو بذاك منـك عيونا

كوه ښه په ازاده هغه څه چې زړۀ دې غواړي
ضـرر د دركــولو بـه يې پـوره نه مـدعـا شي
و دعوتنى و نعمت انك ناصحى
ولـقد صدقت و كـنت ثم امينا

منم چې دې دعوت كړمه نو ته زما خېرخوا يې
صادق يې هم امين يې نو باور ځكه په تا شي
و عوضت دينا لا محاله انه
مـن خير اديان البريه دينا

بې شکه چې كوم دين دی وړاندې كړی تا دنيا ته
پــه نــــــور واړو ديــنونو دغـــه دين بـــه دې بــالا شي

 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !