|
د مور مقام هغه وياړلی مقام دی چې په ټوله نړۍ کې وګړي ورته د احترام سر ټيټوي او دغه ورځ په ډېرو شاندارو مراسمو لمانځي. هر هېواد يوه ځانګړې ورځ د مور د ورځې په نامه يادوي، چې په ګران هېواد افغانستان کې دغه ورځ د غبرګولي د ۲۴ نېټې سره سمون خوري. په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز ټولو په هېواد کې دننه او بهر مېشتو ميندو او نورو هېوادوالو او نړۍ والو ته ددغې مبارکې ورځې مبارکي وايي. ګرانو ميندو! ستاسې اولادونه پدې وياړي چې دغه ورځ د خپلو ميندو د قدردانۍ پخاطر لمانځي. ځکه ، مور هغه څوک ده چې دې نړۍ ته يې داسې قهرمانان ، ليکوالان، شاعران ... او نور زېږولي دي چې د هغوی نن په نړۍ کې ډېر ستر ستر خدمتونه وکړل. مورهمېشه خپلو اولادونو ته د کوچنيوالي څخه بيا تر ځوانۍ او آن تر زړېدو پورې د خپلو خلکو، وطن او نورو انسانانو سره د مينې او ښيګڼې کولو او همدا شان د ښو کارونو امر او مشورې ورکوي. دغه نوي او عصري لاسته راوړنې لکه برېښنا، راډيو، ټلويزيون،موټر، الوتکه، کمپيوټر... او په سلګونو نورې عالي او عصري تخنيکي وسيلې کشف او نړېوالو ته وړاندې کړې، دا ټول کارونه د يوې مور زوی يا لور کړي دي. همدارنګه مور داسې اولادونه هم نړۍ ته راوړي چې د نړۍ د استعمارګرو او ديکتاتورانو پر ضدر يې د مبارزې لپاره خپلې مټې راونغاړلې او هغه هېوادونه چې د نورو زبرځواکونو مستعمرې وې د هغوی له منګولو څخه خلاص او خپلواک کړل. هغه ځوانمرده سياستوال هم مور زېږولي دي چې په پخپلو هڅو او هاندونو يې په نړۍ کې د نژادي - ژنبي توپير سټه راوايستله، خپلو وګړو ته ازادي ترلاسه کړه او يا يې نور ستر کارونه وکړل. د مثال په توګه ځينې يادولای شو لکه: احمدشاه بابا، ميرويس نيکه ، غازي امان الله خان، علامه سيدجمال الدين افغان او داسې ډير نور په افغانستان کې، ګاندي په هند کې، خان عبدالغفار غفارخان په پښتونخواه کې، جمال ناصر په مصر کې، نلسين مانديلا په جنوبي افريقا کې، ډاکټر هوچمن په ويتنام کې ... او په سلګونو نور د نړۍ په هر ګوټ کې يادولای شو. دا هغه وګړي و چې د مور د سالمې روزنې او هلو ځلو په نتيجه کې ورڅخه داسې شخصيتونه جوړ شول چې نن نه يوازې د هغوی پخپلو هيوادونو کې يې خلک قدر کوي بلکې په ټوله نړۍ کې د خلکو په زړونوکې نه هېرېدونکی ځای او مقام لري. په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز يو ځل بيا، په لومړي قدم کې ټولو ميندو ته او بيا ټولو هيوادوالو او نورو نړيوالو ته د مور ددغې مبارکې ورځې مبارکي د زړه له کومي وايي. په خاصه توګه هغو افغاني ميندو ته چې د جګړو په سختو شېبو کې يې هم د خپلو اولادونه روزنه له پامه نه ده غورزولې او خپل اولادونه يې په اسلامي او وطني روحيه روزلي دي. موږ افغانان يو ځل بيا د خپلو ميندو په وړاندې دا لوړه تازه کوو چې موږ به ستاسې د لارښوونې په اساس هر وخت دخپل وطن او خپلو خلکو د ارامۍ او سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوو. موږ دوی ته په سوله ايزه فضا کې ارام او هوسا ژوند غواړو. موږ به هيچا ته دا اجازه ورنکړو چې زموږ پر وطن او خلکو تېری او تجاوز وکړي او زموږ دا څو کاله زورېدلی او کړېدلی ولس نور هم وزوروي. موږ پخپل هيواد کې امن او بيا رغونه غواړو. تل او سرلوړی دې وي د مور سپېڅلی مقام.
په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د مشرتابه لخوا |
