|
زېب مسيد پوچه اوله هرډول منطقه لیرې غوښتنه دثورترانقلاب
نه وروسته کله چې دپخواني شوروي اتحاد دیوجوت
اوڅرګندتیري اویرغل په ترڅ کې په افغانستان کې کارمل
اودهغه ډله ټپله واک ته ورسول شوه ، نوهم کارمل
اوکارملیانواوهم دشوروي یرغلګرودا هڅه کوله چې پښتانه
وځپي . داپدې چې شورویان پدې پوهیدل چې پښتنودتاریخ په
اوږدو کې کله هم پر خپله خاوره دپردو واکمني نده منلې
اودچامرئیتوب ته یی غاړه نده ايښې .له بله پلوه دوی ته
دځنو کسانو لخواچې ظاهرا خوافغانان ضرورؤ، مګرپه باطن
کې یی تل داسپیڅلې خاوره دځان نه ګڼله او نه خویی نن
دځان ګڼي ،وعده او ژمنه ور کړل شوې وه چې دپښتنو په
کمزولواوضعیفولوسره به له یوې خوا دروسانوپه وړاندې
دبغاوت او مقاومت (مقاومت په هغه مفهوم نه چې شمالي
ټلوالې کړی دی) ګواښ له منځه لاړشي ،اوګواکې له بل
پلوه به د افغانستان ځینې کوچني توکمونه چې هم
ژبوتوکمو یی دشوروي په وړاندې دوفادارۍ اومتابعت ثبوت
دتیرواویا کالوپه اوږدوکې ورکړی دی ( دپخواني شوروي
اتحاد د تاجکستان ،ازبکستان ، ترکمنستان او...) واک ته
ورسي ترڅوپه افغانستان کې دشوروي د ګټو خو ندیتوب په
دائمي اوتلپاتې توګه ډاډمن کړي .(بې یادولودې پاتې نه
ي چې په ۱۹۹۱کال کې کله چې شوروي اتحاددتل لپاره
دتاریخ یوه ترخه خاطره وګرځیدله اودروسيې دولت پریکړه
وکړه چې د پخواني شوروي اتحاد شوشیالیسټي جمهور یتونه
له ځان څخه بیل کړي ،هغه جمهوریتونه چې تروروستي
امکانه يې نه غوښتل دروسي نه بیل شي ،د مرکزي
اسیاجمهوریتونه ؤ. تاجکستان خوترډیرمودې پورې خپل سکې
اواسعارهم بدلول نه غوښتل اولاتراوسه یی هم پولې د
روسيې پوځونه ساتي اوسیاست اوچارواکي یې دروسيې ترنیغ
اغیزلاندې دي).دافغانستان په اړوندپه خپله دشوروي
دچارواکو اوسیاستوالوپه منځ کې هم دوه نظره شته ؤ ،
یوه ډله په دې نظروه چې پښتانه په افغانستان کې ډیری
یااکثریت دی ،پداسې حال کې چې بله ډله چې دچاروواګې یی
په لاس کې وې ،بیاپدې اندؤ چې پښتانه په افغانستان کې
ډیری ندی . د پخواني شوروي اتحادیوه اوسیدونکي چې په
خټه دګرجستان دجمهوریت نه ؤاوګیورګي بساشویلي نومیده ،
پښتوژبه یی روانه زده وه ،ان دپښتوپربیلابیلو لهجو یی
هم خبرې کولی شوې اودنوموړي له خولې غوښتل یی چې
دپښتودلهجوپه باب یوکتاب هم ولیکي ،اوداسې ښکاریده چې
په افغانستان کې یی دډیرې مودې لپاره دافغانانوتر لباس
لاندې جاسوي کړې وه ،پدې اړوندویل(دشوروي چارواکو او
دشوروي افغان پیژندونکوپه منځ کې دانظر موجودؤچې
پښتانه په افغانستان کې اکثریت نه دي ،او زه (ګیورګي)
هم لمړی په دې ګروهه وم ،خوکله چې افغانستان ته لاړم
اودهغه هیوادپه ولایتونوکې و ګرځیدم نوپته راته ولګیده
چې پښتانه دافغانستان غوڅ اکثریت جوړوي .چې وروسته مې
خپلو چارواکو ته هم په دې اړوند راپور ورکړ.اوس
زموږ(ګیورګي ) ډله داهڅه کوي چې دچارواکوپام دې مسئلې
ته را وګرځوي .)
• دافغانستان دویاړلي نوم بدلون :
• په هیوادکې ددوورسمي ژبوشتون یادیوې
واحدې ملي اورسمي ژبې نه شتون : |