دمیرویس نیکه نوم ،دده فوق العاده شخصیت، ملي او وطنپال کرکتر...
تر لمر روښانه او منل شوی دی.
دده د ښېګڼو په سر کې دده هغه هلې ځلې، هاند او مبارزه ده چې د پارس د
اشغالګردولت او دهغه د ګوډاګي (ګورګین) له اسارت اوظلم نه یې د
افغانستان د خلاصون لپاره وکړه؛ تر څو یې کورني د هوتکیانو امپراطورۍ
رامنځته کړه او اشغالګر یې تر خپل کوره بېرته پر شا کړل «خدای دی ورته
اجر ورکړی».
د علامه پوهاند عبدالحی حبیبي د ( تاریخ مختصر افغانستان ) په ۲۴۹مخ کې
راغلي چې :« بر تربتش چنین نوشته اند:
«بر سر تر بت ما چون گذری همت خواه
که زیارتگه رندان جهان خواهد بود»
دیوان حافظ شیرازی از نسخه
محمد قزوینی و دکتر قاسم غنی ،صفحه ۱۲۷ انتشارات میلاد
په دې هکله غواړم ووایم چې: دا به دهغه ستر او پاک روح ته لوی سپکاوی
وي چې دپردیو(دپارس د متجاوز ددولت) پر ضد له ټولې سر سختې مجادلې سره
یې بیا هم په قبر د پارس د یوه شاعر(خواجه شمس الدین محمد حافظ شیرازی)
شعر ولیکل شي.
بله دا چې میرویس نیکه یو دروند ، مدبر او د قوم او ولس مشر پښتون
شخصیت وه چې د (رند) لقب ورته له سره استعمالېدی نه شي.
نو زما غوښتنه داده چې د صلاحیت لرونکي درانه پوهان دې ددې کتیبې د
تغیر له پاره په خپله د میرویس نیکه له شعرونو څخه او یا د وطن د کوم
بل شاعر شعر چې د هغه له شخصیت او حالت سره سمون ولري يو شعر غوره کړي
او له مسئولو مقاماتو نه دې د نوې کتیبې د جوړولو او نصب غوښتنه وشي.
په درناوي
اسدالله زمری
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم
نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د
"هېواد" د مسئولې ډلې
سره په تماس کې شئ.