کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)

جنرال دولت وزيری

لر او بر افغانان د اغزنو سيمونو په غزولو نه بيليږي !
 

داسې ګنګوسې تر غوږو کيږي، ليکنې او وړاندوېنې تر سترګو کيږي چې ګواکې سيمه ايزې او نړيوالې يو شمېر کړۍ غواړي په افغانستان کې د سولې او امنيت راوستنې په بهانه د لرو برو افغانانو په سينه د ديورنډ تش په نامه کرښه په اغزن سيم او نورو پوځي تدبيرونو وپوښې. زما په اند لکه چې د ديورند د کرښې په نښه کيدل يوه سيمه ايزه تاريخي غلطي وه، د هغې لا برجسته کول او په پوځي وسايلو د هغې سمبالول په سيمه کې د ډېرې سترې ګډوډۍ او پای نه لرونکي تاوتريخوالي په لور د ګام پورته کولو مانا لری. لکه څرنګه چې لرو برو افغانانو دا توره او کرغېړنه کرښه هيڅ کله نده منلي، افغان مشر تابه هم په تاريخي بيلابيلو شيبو کې د ټپل شوي کرښي د منلو څخه د خپل سهم او امکان تر پولي ځان ژغورلی٠ ښايې دا ډول معياري اسناد چې ددي توري کرښی د منلو تمه دي پکي شوي وې -څوک يا کومه مرجع په لاس کې ونه لری. د افغانستان د اسلامی جمهوريت- جمهور يس ښاغلي کرزی او د بهرنيو چارو استازو په واروار او ډير په څرګند ډول داسی شيطانې نيتونو ته ګوته نيولی او هغي په کلکه رد کړي او غندلي دي٠ په سيمه کې ملي - ديموکرات او وطن پالونکو سياسي نهادونو، غورځنګونو او د هغوي لارښوونکو تل د ديورند د کرښي بي بنسټ والی ياد کړی او هغي ته يي په کرکه کتلی.

په سپين سترګۍ بهرنۍ لاسوهني، د دری لسيزو په وږدو کې ادامه لرونکی کورنۍ جګړی او يو لړ نور عواملو -افغانستان ته کمزوری دولتي اداره او لږ ځواکمن وسله وال پوځ په ميراث پريښي ، لدی امله زموږ ځيني ګاونډيان په ځانګړي توګه پاکستان د ګران هيواد سلامتۍ ته په خيرنو سترګو ګوري او خپلو تالي څټو په لمسون وضعه سخته وی او د لر او برو افغانانو په سينه د اغزنو سيمونو د غزولو تابيا کوی او زما په اند د کورنۍ جګړي د ټپونو څخه را جوړيدونکی او را پورته کيدونکی تاريخي افغانستان په تپانده زړه چاړه منډی .

غواړم په افغانستان کې د ننه او د نړۍ والی ټولني استازو، ايساف قوتونو او د نړ ۍ دموکراسي او خپلواکي پلوه کړيو ته مشوره وړاندي کړم - خدای مه کړه که په ريښتيا يويشتمه پيړۍ کې د پخوا په څير د لرو او برو افغانانو د بيلولو پلانونه تر لاس لاندي ونيول شي او د اغزنو ديوالونو جوړول پيل شی- د نړۍ هيڅ هيواد او د هغوي ولس به بيا د نړۍوالی ټولني د استازو او د ايساف په څير ځواکونو د ماموريت په بی پريتوب باور ونکړي او دا ډول چلند به سيمه ايزه او نړۍ واله ستره شخړه رامنځ ته کړی چې ښايې د افغانانو په څنګ کې به د هغوي بد غوښتونکي هم د خپلو شومو نيتونو د عواقبو مسوليت په غاړه ولري٠ همدا ډول د ګوتو په شمار ځينو افغان عناصرو ته چې د قومي تعصب پر بټۍ ناست دی سپارښتنه وکړم چې هغوی بايد د خپل ناپيژندل شوي ګاونډي د خوشحالولو لپاره د خپل بابا توره چاته په سوغات کې ورنکړی او خپل ابايی کور وران نکړي.

زه د هر هيوادپالوونکي افغان که لر دی او که بر، وجدان ته وړانديز کوم چې هر څومره وسايل په لاس کې لري د داسی پلانونو د شنډولو په لاره کې دی د هغي څخه ګټه پورته کړي.
 

د پوځي علومو ماسټر
جنرال دولت وزيری

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.