کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)

ګل آغا احمدي وردګ

تش پارلمان او ډک امیدونه


د افغانستان د اوسني پارلمان د عجیب او غریب جوړښت په اړه زیاتې څرګندونې کیږي خو یوه خبره چې په وار وار تکراریږي هغه د پارلمان د زیاترو غړو مسلسله غیر حاضري او خپلو دندو ته نه حاضریدل دي چې د هیواد په تلویزیوني چینلونو په هغو عکسونو کې هم نوموړی حقیقت له ورایه لیدل کیږي چې د خپلو خبرونو سره یو ځای هیوادوالو ته ورښيي. له بلې خوا هره ورځ په خبرونو کې وینو چې په دې اړه شکایتونه په خپله د پارلمان د مشرتابه استازي او ادارې له خوا هم خپریږي چې اوس حتی خبره تر دې حده را رسیدلې ده چې د پارلمان د هغو غړو نومونه ټول ملت ته افشا شي چې پرته له عمومي اخلال او ګډوډۍ څخه بله موخه نه لري. دغه خبره د ویسا د ورځپاڼې په ۱۷۲ ګڼه کې تر دې عنوان لاندې خپره شوې ده چۍ: ( د ولسي جرګې په یو شمیر استازو د ګډوډۍ جوړولو پړه واچول شوه).
موږ په خپله دغه مقاله کې هڅه کوو چې د پارلمان د غړو په هغو دندو لنډه رڼا واچوو چې دغه ښاغلي د ملت له منځ څخه ورته راغلي دي او بیا هغو احتمالي شونتیاوو ته اشاره وکړو چې دغه ښاغلي غیر حاضرۍ او له خپلو دندو سره بې تفاوتۍ ته تشویقوي. همدارنګه دا خبره هم له یاده و نه باسو چې د داسې وکیلانو په مقابل کې څه کول په کار دي چې په مسلسله توګه غیرحاضري کوي او له خپلو دندو سره په بې پروا توګه بې تفاوتي ښيي او علاقه مند نه دي چې خپله دندې په لازمه او مناسبه توګه پرمخ بوزي.
په لنډه توګه باید ووایو چې پارلمان د خپلو دوه ګونو جرګو په درلودلو سره د ملي مشورو ګډ کور او د هیواد د قانون جوړولو هستوګنځی دی چې د ملت استازي هغه قوانین تصویب یا ردوي چې د حکومت له خوا ورته وړاندې کیږي. همدارنګه د یوه هیواد دکابینې، کلنۍ بودجې او داسې نور سترو سترو ملي تصمیمونو د تصویب دنده هم پر غاړه لري او خپلې مشورې حکومتي چارواکو ته وړاندې کوي. په همدې توګه د حکومت له چارواکو څخه د اړتیا پر مهال د استفسار او احتساب دنده هم په غاړه لري او د ولس غوښتنې د حکومتي چارواکو غوږونو ته رسوي چې په دې هکله ګڼې لیکنې شوې او ګران لوستونکي کولای شي چې د زیاتو معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره هغه ته مراجعه وکړي.
د پارلمان غړي ولې خپلو دندو ته نه حاضریږي؟ په دې اړه د هیواد د سیاسي چارو د څیړونکو تر منځ بیلا بیل اټکلونه موجود دي چې کله کله یې ځینې ځینې په مطبوعاتو کې هم انعکاس کوي. په دې لیکنه کې هم ځینو ورته اټکلونو ته اشاره شوې ده چې په لاندې ډول د ګرانو لوستونکو مخې ته ایښودل کیږي:

لومړی: ځینې وکیلان خپلې اصلي موخې په خطر او ټکر کې ویني
کله چې د پارلمان د وکالت لپاره وکیلانو ځانونه کاندید کړل نو د سیاست یوې نړۍ ته یې د راتګ لپاره زړونه ښه کړل او زیاتره کاندیدانو د یو شمیر داسې نامعلومو اوازو د خوریدو له امله دغه ډګر ته را وځغاستل چې کیدل یې ناشوني، نامعقول او د افغانستان له حالاتو سره اړخ نه لګوي. سره له دې چې پارلمان ته بریالیو وکیلانو خو ځینې مادي او معنوي امتیازونه تر لاسه کړل او د یو شمیر نورو د حصول په تکل کې دي خو په لومړي سر کې پارلمان ته بریالیو او ناکامو کاندیدانو داسې انګیرله چې دوی ته به له کاندیدو سره سم له شل زره څخه بیا تر یو لک پورې امریکایي ډالره په وړیا توګه ورکول کیږي. همدارنګه په ځینو خبري رسنیو کې همدا اوس تازه خبرونه خپاره شوي دي چې د ملي شوری تالار ته خبریالان نه پریښودل کیږي او د پارلمان وکیلانو پټه غونډه کړې ده چې یو شمیر غوښنې او ګټورې فیصلې یې د خپلو ځانونو په نفع په تصویب رسولې دي دا چې نوموړې خبره تر کومه ځایه پورې حقیقت لري خبري رسنۍ به ورته ځواب وايي. په هغه خبرونو کې چې تازه خپاره شوي دي دغه راز څرګندونې لري چې ګواکي د پارلمان د هر وکیل تنخوا به سل زره افغانیو ته لوړه شي، د هر وکیل سکرتر ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ، موټروانانو ته به یې ۸۰۰۰ تنخوا، ساتونکو ته به یې ښه ډیره تنخوا، په ځانګړي ښارګوټي کې د پارلمان غړو ته د کورونو لپاره نومرې، وکیلانو، او لادونو او د کور غړو لپاره یې نړیوال پاسپورتونه جوړ شي چې د اړتیا پر مهال پرې بهرنیو هیوادونو ته سفر وکولای شي او په حکومتي لګښت به حج ته د خپلو خپلوانو څخه د شپږو کسانو د لیږلو استحقاق او وړتیا و لري.
ځینې وکیلان د دې لپاره غیر حاضري کوي او له خپلې دندې سره علاقه نه نیسي چې خپل ځانونه د پارلمان په ودانۍ کې قید احساسوي او له دې ځای څخه یې بهر مادي ګټه زیاته ده او نه غواړي چې د خپل کاروبار څخه لرې وي بلکي غواړي چې د خپلو ځانګړو مادي ګټو د لاسته راوړلو هره هڅه او پروسه یې تر خپل مستقیم امر لاندې پر مخ لاړه شي. له بلې خوا پارلمان ته د تللیو ځینو وکیلانو یا خو ټول عمر او یا د عمر زیاته برخه د داسې یوې خپلواکۍ تر سیوره لاندې تیره شوې ده چې ځانګړی پاچایان وو نو د پارلمان په ودانۍ کې ځانونه داسې احساسوي ته به وایې چې په قفس دې ننه ویستلي دي او دغه ودانۍ ورته زندان ښکاري نو له همدې امله له خپلې دندې سره هیڅ علاقه نه ښيي. په دې اړه که ځینو حکومتي چارواکو، د پارلمان ځینو ریښتنو استازو او د پارلمان اداري هیئت، د هیواد مطبوعاتو او زړه سواندو اړخونو هر څومره فریاد او شکایت وکړ هیڅ ځای یې و نه نیو او نه چا د غیر حاضرو او خپلواکو وکیلانو یو ویښته هم کوږ کړ. له بلې خوا داسې قانون هم وجود نه لري چې د پارلمان غیرحاضر غړي خپلې دندې ته په حاضریدو او یا هم د عدم علاقې په صورت کې له خپلې دندې څخه په ګوښه کیدو مجبور کړي او په ځای یې د ملت له منځ څخه وړ کسان و ټاکل شي.

دویم: د بې تفاوتۍ د احساس پیاوړتیا
ځینې غیر حاضر او بې پروا وکیلان فکر کوي چې یاره دا یو نوم دې هم بس دی چې څوک درته د ملت استازی وایي، څوک درته سناتور صاحب وايي، څوک درته وکیل صاحب وايي، په تاریخ کې دې نوم ثبت شو، له دې لارې هم مشهور شوې، عکسونه دې په دیوالونو و لګیدل، په سیمه او خلکو کې د رسوخ خاوند شوې نو څه غواړې چې ټوله ورځ په دعواوو او ناندریو تیروې او خپل ماغزه پرې خرابوې. هیواد، خلک او ولس دې خدای وساتي خپل ژوند دې کوي، له ما څخه څه غواړي او څه مې کوي، یو زه چې د پارلمان په غونډو کې حاضر وم که نه وم چارې به یې مخ ته ولاړې شي، څه کوم د دې کسانو په منځ کې چې نارینه یې یو بل ته ښکنځل، ګواښونه او رد بد وايي، ښځې بیچاره ګانې د پارلمان په تالار کې په څپلکو او بوتلونو ویشتلې کیږي، خبریالان او ژورنالیستان په څپیړو وهل کیږي او داسې نور. خدای درکړې ده خپل عشق کوه، پنځه کاله خو دې څوک له دې دندې څخه نه شي لرې کولای او نه هم د چا درته پام دی چې ته حاضر یې که نه یې؟ کله کله به د پارلمان ودانۍ ته سر ورلرې کوم او که خدای وکړل چې ته هم کله په کوم بهرني سفر کې برابر شې، خپل معاش، تنخوا او نور امتیازات هسې هم راکوي. همدارنګه له ځان سره وایي یاره تا په نره توره د پارلمان چوکۍ ګټلې ده کوم دی هغه د نر زوی چې در څخه وایې خلي، خپلو سوداګریزو چارو ته دې متوجه اوسه چې در څخه خرابې نه شي، څه لیونی خو نه یم چې ساعتونه ساعتونه دلته کښینم او په ناندریو کې ورګډ شم نه یو غوږ دې توشکه او بل دې بړستن کړه دا ډیره درته بهتره ده.

دریم: د پارلماني دندو، اصولو او کاري کړنلارې سره نابلدتیا
سره له دې چې اوس مهال زیاتره وکیلان په دې ښه پوهیږې چې د څه شي لپاره د ملت له منځ څخه انتخاب شوي او یا په تزویري توګه د دې منصب د لاسته راړولو لپاره د پارلمان ودانۍ ته راوستل شوي دي، دندې یې څه دي او څه باید وکړي؟ خو بیا هم یو نامعلوم شمیر وکیلان شاید د دې پارلمان د عمر تر پایه په دې پوه نه شي چې ولې انتخاب شوي، د دوی او د پارلمان اصلي دنده څه ده؟ د پارلمان د پیل په لومړي سر کې د ډیرو زړه سواندو اړخونو او لیکوالانو وړاندیز دا وو چې دې وکیلانو ته د دوی د رسمي دندو له پيل څخه د مخه له دریو میاشتو څخه نیولي تر شپږو میاشتو او حتی یوه کال پورې عملي درسونه ورکړل شي، شپه او ورځ دې خواري ورسره وشي او هغوی دې له خپلو دندو، حاضرۍ، د خپلې دندې له اهمیت او داسې نورو ضروري بنسټونو څخه په ښه او ساده توګه خبر کړای شي. خو دغه کار په مناسبه پیمانه و نه شو او نه هم شاید د دې پارلمان د عمر تر پایه پورې و شي. له همدې کبله زیاتره وکیلان فکر کوي چې بس بریالي شوي نو دا هر څه دي او د پارلمان استازي له دې پرته کومې د پام وړ دندې نه لري.

څلورم: د پارلمان د غیر حاضرو وکیلانو په مقابل کې د جزا د قانون نشتوالی
زموږ د اوسني پارلمان اداره داسې ده چې که وکیلان حاضر وو او یا غیر حاضر د یو ډول مادي او معنوي امیتازاتو څخه برخمن کیږي او د هغوی په اداري او کاري کړنلاره کې تر اوسه دا نه ده جوته شوې چې آیا د غیر حاضرو وکیلانو لپاره کومه جزا شته او که نه؟ او که په دې هکله کومه مادي یا معنوي جزا موجوده وي نو ولې عملي کیږي نه؟ ځکه چې هیوادوال ګوري چې د پارلمان په هر مجلس کې د تالار په لسګونو چوکۍ خالي پرتې وي او د دې حالت په لیدلو سره د زیاتو هیوادوالو د زړونو څخه څک څک وینې څاڅي د سوو اسویلو او رڼو اوښکو په بدرګه خپل غبرګون څرګندوي چې ګواکي ولې دا خلک د یوه ځوریدلي او بهادر ملت په سرنوشت په دومره بې تفاوتۍ سره لوبې کوي؟ ولې د دې پارلمان اداره او حکومت سرغړونکو ته د جزا په ټاکلو کې پاتې راغلي دي؟ او وایي چې باید په دې اړه تر ټولو د مخه له خپلو دندو څخه د سرغړونکو وکیلانو لپاره د جزا قانون تصویب شي. ځکه چې هیواد مو دومره وران او وروسته پاتې دی چې که شپه او ورځ کار ورته وکړو بیا هم لږ دی. حتی نوموړی قانون باید داسې مادې هم ولري چې د مسلسلې غیرحاضرۍ له امله د یوه وکیل د وکالت موده ختمه او په ځای باندې یې د ملت له منځ څخه زړه سواندي او وړ افراد و ټاکل شي.

پنځم: د قانون په پیاوړتیا کې د خپلې ډلې ګټې په خطر کې لیدل
په ځانګړو ډلو پورې تړلي ځینې انتخاب شوي او راوستل شوي وکیلان شاید د قانون په پیاوړتیا کې د خپلې اړوندې ډلې سیاسي او نظامي ګټې په خطر کې وینې او فکر کوي چې د یوه ځواکمن پارلمان په درلولو سره هیواد کولای شي چې ځواکمن قانوني بنسټونه تصویب او د خپلو خلکو په هر اړخیز ژوندون کې یې عملي کړي چې په هغه صورت کې د ځینو خاصو ډلو ټپلو ګټې له جدي ګواښ او خطر سره مخ کیږي، هغوی د انحلال په خوا درومي او ځای یې د ملت ریښتینو بچیانو ته پاتې کیږي. نو له همدې کبله یو شمیر وکیلان شاید داسې کړنو ته و هڅول شي چې یوازې اوبه خړې کړی او کبان پکې ونیسی، یا دا چې داسې کار کولو ته هڅول کیږي لکه یخ چې په اوبو پورې کوي. چې په نتیجه کې یې یو زیات شمیر ځانګړي وکیلان په ورځو او حتی میاشتو هم خپلو دندو او د پارلمان رسمي مجلسونو ته نه حاضریږي.

پایله:
د پارلمان د غړو غیر حاضري او بې تفاوتي له ملت سره ستره جفا ګڼل کیږي او د ملي شوری د تالار رنګ پیکه کوي. خپلو دندو ته نه حاضریدل د دې مانا ورکوي چې ټاکل شوي وکیلان د افغان ولس له هغو هیلو او امیدونو سره هیڅ راز تړاو نه لري او نه یې پروا لري چې له امله یې ښاغلي وکیلان پارلمان ته په راتللو بریالي شوي. له بلې خوا نوموړې بې تفاوتي هغه ټولې وعدې دروغ ثابتوي چې دې ښاغلیو له خپلو خلکو، ولس او هیواد سره کړې دي. په دې اړه د یوه پریکنده او عملي قانون تصویب ته اړتیا شته چې حکومت، ولس، د پارلمان زړه سواندي وکیلان او د پارلمان اداره پرې ژور غور وکړي. هر هیوادوال چې د پارلمان دا حالت ګوري نو د زړه له تل څخه پرې خفه کیږي او وایي چې یا الله ته خپله زموږ په حالت رحم وکړې دا زموږ بې شمیره هیلې وګوره او دا تش پارلمان؟؟؟

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.