کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)
کانديد اکادميسين ظاهر افق -  د٢٠٠٦ ميلادی کال دجون شپاړلسمه

دپنجوايي خونړۍ شپې او کابل خونينه ورځ ، د ( ناټويي ) لښکرو تازه ترين او نه بخښونکی وحشت

په ننګرهار کې دنارنج دګل دپرتمينې مشاعرې محترمو ګډون کوونکو ته دکورودانۍ په څرګندولو سره دا ليکنه زموږ دګران هيواد پر وطن مينو اوقدرمنو ځوانو شاعرانو ښاغلو( سميع اله تړون اوعزت اله ځواب ) ته وړاندې کوم.
 

دهغه وخته څخه چې امريکايي استعمارګرانودنورو ناټويي واکدارانوپه مرسته پر افغان ولس بې رحمانه اووحشي حملې وکړې ، په زرګونو افغانان يې دطالب په نامه مړه اوکورونه يې وران اوورسپيره کړل ، دادۍ بيا يې نوې وحشتونه دپکتيا ، زابل ، ارزګان ،کنړ ، هلمند، پنجوايي اونورو سيمو پر قهرمانو خلکو بې رحمه مرمۍ ، راکټونه اونور ډول ډول درانه غير انساني جنګي وسايل استعمال کړل٠ په همدې توګه يې دجارې کال دمې دمياشتې پر نه ويشتمه نيټه پر ښايسته کابل هغه وژونکي اووحشي ګولی اووسايل وچلول چې حتی اوس پخپله امريکايي اونور ناټويي واکداران اولښکريان هم خپلې دټګمارۍ اوتمساح اوښکې پر تويوي٠ هغه وخت چې دمې دمياشتې پر دوه ويشتمه امريکايي او انګريزي لښکرو دپنجوايي پر غريب خو قهرمان ولس باندې بې رحمه او پر له پسې حيواني بمبارۍ وکړې ، په سلګونو يې ټپيان اوشهيدان کړل ، کلې او کورونه يې ورونړول ،واړه يې په ګهواره اوزاړه يې په بسترو کې ورمړه کړل ٠ نړيوالوآژانسونو،راديوګانو، اخبارونو اوبيلو بيلوکمپيوتری وسايلو هم دنوموړوغير انساني حملو خبرونه تيرکړل٠ ډيروهيوادپالوافغانانوپرنوموړوجنايتونو زارزاروژړل اودمظلوميت تودې اوښکې يې پر څيرې ګريوانو ډيرې تويې کړې ، خو په تاسف چې دبريالې مقاومت بشپړه توانايي لا تراوسه نه لري ٠ تاسف خولا داهم دۍ چې ځينې افغانان اوس هم دنوموړو ناټويي واکدارانو مرستو ته سترګې په لار دي ٠ پر ټولو سر بيره دتعجب خبره لا داده چې دنړی بشردوست دولتونه او دسولې ساتونکی ( ! ) څه شول چې لږ ترلږه ددې مبارز ولس اوښکې ورپاکې اودوحشيانه بمباريوڅخه نجات ورکړي ؟
دلته دخنداوړ خبره هم واورۍ چې دپنجوايي دعامې وژنې په ارتباط دامريکې عمومي قواووقوماندان دذهنيتونودګرزولو په خاطرجمهور رئيس کرزی ته ورغۍ او يا وروغوښتل شو چې بايدراپور وړاندې کړي، خو بر عکس يې دراديوګانو اوميديا په ژبه داسې درواغ وويل : (( دپنجوايي په شا اوخواه کې موږ طالبان وموندل ، ومو غوښتل چې ژوندې يې ونيسو، خو هغوی دخلکو په کورو وننوتل ، ځکه مو بمباری وکړې )) يا للعجب !واقعا دخندا وړده، ځکه که طالبان په کورونو ننوتلی وي ، بيا يې نو بمباريو ته ضرورت نه وه ، ځکه ديوې لنډې محاصرې په نتيجه کې يې تسليميدل ډيره آسانه وه٠ ډير يې ښه ويلې دي : (( درواغجن دې درواغ وايي ، خو رښتيا ګو دې قياس کوي )) ٠ دنوموړی قوماندان خبره هيڅ څوک نشي منلای٠ بلکه خبره داده چې ناټويي قواوو دطالبانو په نامه دپنجوايي ولس څو شپې په پرله پسې توګه بمبارد کړ، څو هغوی دخپل عادی ژوند ه بيزاره اوخپل کور اواور پريږدي ٠ دهمدغو بمباريو په څو شپو کې تر څلوروسوو لا زيات ولسی خلک مړه او ټپيان شول ، اوپه زرګونو نور دخپلو کورونو او کليو څخه وکوچيدل ، دکندهار په شمول مختلفو سيمو ته سرګردانه اولالهاند ولاړل ٠ همدغه وحشتونه چې لا نه وو پای ته رسيدلې څو چې امريکايي وحشت غوښتونکو پر کجکې ولسوالی اوکليو سختې اوبې رحمه داسې بمبارۍ وکړې چې په لږ موده کې تر پنځوسوزيات خلک دښځواووړو په شمول له منځه يووړل شول٠ دخلکو اوښکې لا نه وې وچې اوغمونه يې لا نه وو آرام شوي څو چې دمې په نه ويشتمه نيټه پر ښايسته کابل تجاوزګروقدرتونودخپلو استعماری اصولو پر اساس دخلکو دغلامولواوبيرولوپه خاطرپخپل يوه ( کارګو ټرک ) سره په سپينه ورځ چې ګڼه ګوڼه هم زياته وه ، دخلکوپه منځ کې څو موټره ديوه ټکسی په شمول ووهل چې په نتيجه کې يې يو لړ بيګناه ښاريان مړه او زخميان کړل٠ دهمدغې صحنې په ليدو سره خلک ورټول اودامريکايي جنايتکارانونيول اومجازات يې وغوښتل ٠ دخلکو مظاهره او طغيان هم له دغه ځايه را پيل شو، اووروسته يې د (( مړه دې وي امريکايان )) په شعارسره مظاهرې زور واخيست اودخيرخانې څخه يې دپروان کارتې پرخوادکابل ښارپه لور په جوش او خروش حرکت وکړ او په زرګونومظاهره چيانوبرخه پکښې واخيستله٠ په دې دوران کې نه يوازې امريکايي لښکرومړې وکړل بلکه محلی پوليسو هم خپلې مرمۍ په کار واچولې ٠ خلکو دپوليسو غرفو ته اورونه واچول ، دوکانونه يې وسوزول اودانجوګانو مرکزونو هم دډيرو خطرناکواوجاسوسۍ دمرکزونو په څيرتر حملو اووارونو لاندې پوره تلفات وليدل ٠ دطغيان او مظاهرې ژوندی جريان په ډير خشم اوخشونت سره تر ماښامه ادامه وموندله ، پر مالی خرابيوسربيره امريکايانو دداخلی پوليسوپر مرسته ډيرخلک چې بيله ډبرو اولرګو بل څه نه درلودل ، مړه اوټپيان کړل ٠ په درواغو دقضيې دتبليغ په وخت کې امريکايي خپرونې (واشنګتن پوست ) ليکي : (( چې کارګوټرک دسړکه څخه دخرابۍ په سبب راواوښت اوتلفات يې منځته راوړل )) بې باوره منابعو بيا داسې هم وويل چې (( ځينو خلکودخپلو موټرانو څخه پر امريکايانو فيرونه وکړل )) دپورتنيو تبليغاتو په شان ډير داسې غير واقعی تبليغات خپاره شول چې هيڅ سالم قضاوت يې نشي منلای ٠
په دې برخه کې به ديوې کانادايي ورځپاڼې ( ګلوب اوميل ) ديوه ژورنالست چې ( ټيم البون ) نوميږي دراپور يوه برخه وړاندې کړو ٠ دی وايي : (( کله چې امريکايانو اوداخلې پوليسانو پر خشمجن جمعيت باندې فيرونه وکړل ، نويې دوه تنه نور هم مړه کړل )) دی ديو پوليس چې نوم يي حنيف دۍ دخولې داسې هم وايي (( هلته ، په کوڅه کې ديرش- څلويښت تنه پراته دي٠ دی دې ټوپک ټکان هم اوري )) ٠ ( البون ) داسې اضافه کوي چې (( ولس په ډير خشم اوغضب کې وو ٠ امريکايي دغه تجاوزات يې سخت وغندل ، شعارونه يې ورکول چې خارجيان دې ددوی له هيواده ووزي )) ٠ هغه وخت چې يوه بيګانه خبريال وغوښتل نوموړی خونړۍ صحنه له نژدې څخه وګوری ، بيا نو مظاهره چيانوموټر محاصره کړ اودخشمه يې چيغې وهلې چې ((ژوندی يې پوست کړۍ )) البته خلک هغه مړی اوزخميان وينی چې همدغو خارجيانويې خپل لاسونه دهغوی په وينو سره کړی دي٠ خلکو په مظاهره کې دا هم ويل چې (( امريکايان اودناټو نور ټول غړی دې له هيواده ووزی ، دوی ټول دښمنان دي )) يوه امريکايي منصبدار چې پر خلکو اوموټرو (کارګوټرک ) اوبيا ټانکونه ورتيرکړل ، نويې ددغه جنايت په برخه کې داسې وويل (( زموږ دغه مانوره ځکه ضروری وه چې خپل عسکر مو له حملې څخه وساتل شي )) کانادايي لښکريان هم ، همدغه تاکتيک استعمالوي ))٠ هيڅ شک نشته چې نه تنها کانادايي تيری کونکی نوموړی جنايتکارانه تکتيک په کار اچولی بلکه د( ناټو ) تجاوزګرتړون پخپله محتوی کې همدغه اخلاق اوتکتيک لري ٠ يو لړ افغانان چې سخت ټپيان او درديدلی وو ، امريکايانو ته يې دوحشي حيواناتو خطاب کاوه ٠ کانادايي خبريال داسې ادامه ورکوي : (( يو ځوان چی محب نوميده چيغې يې وهلې : امريکايان احمقان دي ، افغانان به هيڅ وخت دوی هير نکړي ، نن ورځ دبيګانګانو پرضد زموږ دمقاومت لومړنی ورځ ده )) ځکه چې امريکايي ظالمانه مانوره دقهرمانو افغانانو له خواپه ميړانه جواب شوه اودخپلو مړو اوزخميانو په دفاع کې يې خپل پوره عکس العمل وښود، بيا نو يوه امريکايي منصبدار په ټګمارۍ سره پښيمانی وښودله ٠ څرنګه چې دعراق غښتلی ملت پر ضد يې هم په دې بهانه حمله وکړه چې ګواکي ذروی وسلې لری خووروسته چې هر څه يې ور خراب اووران کړل ، بيا جمهور رئيس بوش اعتراف وکړ چې نوموړی وسله عراق نه درلوده اوپښيمانی يې وښودله دا ټول دتمساح اوښکې دی ، هيڅوک نه پر خطا وزي ٠ په همدې توګه په دې آخره وختو کې اروپايي اتحاديې هم امريکايي تجاوزګران داسې تر فشار لاندې راوستلې دی چې دګوانتانامو دزندان دروازه بايد خلاصه شي ټول زندانيان چې په کلوکلو بيله محاکمې بنديان شوي ، بايد ژرتر ژره راووزي اوعلنی محاکمې ته وسپارل شي ٠ که له يوی خوا نوموړې اتحاديه نوموړی غوښتنه کوي نودبلې خوا په کوم استحقاق اوکومو منطقو دوی افغانستان اوعراق ا شغال کړي اووحشتونه دطالب اوالقاعدی په نامه انجاموي ؟ بيله ټګماريو اوخطا ايستلو بل څه دي ؟ په هرصورت ، امريکايي واکداران اوملګری يې دپنجوايي دخونينو شپو اوکابل خونړی ورځې په شان ، په ټولنه کې نور وحشتونه اومرګونه ځکه انجام کړي چې ديوې خوا نوموړی واکداران زموږ دکلتور اوفرهنګ په محتوی نه پوهيږي اومراعات يې نه کوي ، خوپردې بله خوا دخلکو خصوصا دمامورينو پخوانۍ هغه وظيفې يې له منځه يوړی کومو چې پردولتی سکتور تکيه درلوده اودولت به تر ټاکلې حده حيثيت اواستقلال درلود٠ اوس به بيله شکه امريکااونورو خارجيانو ټوک اوخيرات ته ګوري اويا به يې يو څوقاچاقبرانو اوانجوګانوته خوله خلاصه نيولې وي ٠ دنوموړو اوداسې مشابه پيښو عمده هدف هم دادۍ چې افغان ولس دتل لپاره غلام اومطيع کړي او په پای کې يې دهيواد دهغه سرشاره طبيعی ثروتونه په تصرف کې ورولی په کومو چې خاوره لاندې باندې ډکه ده٠ اوهمداسې به يې دهيواد ټول ستراتژيک هدفونه هم په تصرف کې وروستلې وي ٠ خوبيله شکه چې دنوموړو شومو غرضونو اواهدافو محتوا افغانانو ته پوره څرګنده ده ٠ په هر قوم اوهره ژبه چې په دې تاريخې درسونو ، خصوصا دانګريزی تاړالګرانو اوبيا روسې تجاوزاتو باندې پوره پوهيږي او ډيرې تجربی لري ٠
ګرانو وطنوالو! امپريالزم چې دسولې اوولسونو عمده دښمن دی ، نه دافغانی ولس اونه هم دعراقی اوداسې نورو مظلومو ملتونو اوولسونو له پاره ګټه رسولای سي بلکه لا يې هم دآزادۍ او طبيعې ثروتونوپه خاطر هميشه د( ناټو ) خونخواری منګولې دخلکو په وينو سرې کړی اوسری کوي ٠ په هره خاوره اوملت کې چې دامپريالزم جنګی ماشين ناټو منګولې ټينګې کړې دي ، هلته يې مرګونه ، فسادونه ، وحشتونه اولوټمارۍ د(( دموکراسۍ )) او (( بشری حقوقو )) په نامه راوړی اوخلک يې پرې تباه کړي دي ٠ عراق اوافغانستان يې ښې نمونې دي ٠ اوس نو هر څه لومړی لازمه ده چې ټول هيواد وال دهيواد دخپلواکۍ ، استقلال اوپرمختګ په خاطر په هره ژبه ، هرمذهب او آئين ، هرې سيمې اوهرمليت اويا قوم ، هره عقيده اوهرفکر ،هرګوند اوسياست ، هرې سيمې اوولايت چې دي خپلې تيرې دښمنۍ اوتربګنۍ چې زياته برخه يې داستعماری دسيسو محصول دی ، شاته پريږدی اودبشپړيووالی،دوستۍ ، افغانيت ټينګولو اوغيرت ساتلو له لاری لاسونه سره ورکړي ، څو دجوړې اوروغې په نتيجه کې ټول خارجی قوتونه دسولې له لارې خپلو هيوادونو ته ولاړشي ، اوموږ بيرته دنړی دآزادو دولتونو په لړ کې آزاد ، خپلواک اومستقل وځليږو ٠ پخوا به لا خلکو فکرکاوه چې امپريالستی اواستعماری هيوادونه به دابيچاره خلک را آباد کړي خودا دۍ ومو ليدل چې دوی نه داچې آبادی نه راوړې ، بلکه دطالب په نامه ټول هغه ولس وژني په کوموچې وطن آباديږي ٠ په پای کې دکابل دخونړی ورځې اوهيواد دټولو سيمو شهيدانو روح دې آرام وي.

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.