کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)

مرسل احمدزۍ

ديوې پښتنې خور فرياد

كه پښتنو راباندې ننګ ونكړ
بيا مې په لوړه غونډۍ كښېږدئ چې لېوان مې وخوري

 دنړۍ په ګوټ ـ ګوټ كې خورو ليكوالو، شاعرانو،اديبانو، ژورناليستانواو دقلم دډګر پښتنو وروڼو:
ستاسو دښې سلامتيا په هيله دايو څو كرښې ستاسو په وړاندي ږدم اوتاسو محترم يې لوستلو ته رابولم ، اميدلرم چې لېك مې په پوره ډول ولولئ،كه څه هم زه ليكواله او شاعره نه يم خو البته له ليكلو او لوستلو سره ډېره مينه لرم،پښتو مې مورنۍ ژبه او له تېرو څه د پاسه درې كلوراهيسې مې د ډېري نورو پښتنو په څېر دژورنالېزم ډګر ته  رادانګلي دي ، په افغانستان كې دننه له ځايي او بهرنيو خبري رسنيو سره پاتې شوې يم ،او اوس هم له يوې ځايي راډيو سره كار كوم ، شكرپلار او مور مې ژوندي دي خو دورور او خور له نعمته بې برخې يم ،هو رښتيا ځينو پښتنو وروڼومې تل پر سرلاس راتېر كړى او زه يې ديوې سكنۍ خور په څېرروزلې يم ،ماته رښتيا هم دااحساس ډېر لږ وو  چې زه بې وروره  او بې خوره يم ،خونن مې دا زړه ته ولوېده چې زه رښتيا هم سكنى ورور نه لرم چې خلك  ترې سترګه وكړي ، ځكه خوديوه سياسي هدف دګټلو په خاطر يوه بې وجدانه پښتانه په ماپسې په يوه او بل سايټ كې ډېري بدې او بېخي بدې خبري ليكلې دي ، ډېره بخښنه غواړم پښتنو وروڼو ژبه مې يوڅه غوندې ترخه شوه خو هيله لرم چې دليك ترپايه راسره واوسئ.

 اول خو داليك په پښتو ژبه ليكل شوى خو بياهم زه داخبره كوم چې پښتانه نه دى ليكلى او كه چېرته پښتانه ليكلى وي نو دا اصلاًيو بې وجدانه ،بېغيرته ،بېناموسه ،بې ننګه او پلورل شوى پښتون دى چې ناحقه دپښتنو رنګ بدوي ،كه زه يوه بې حيا پښتنه واوسم نو كه ددغه ليك ليكوال دپښتونولۍ دعوه  لري نو ولې ما  مخامخ  په ګوليو نه ولي ځكه ريښتيني پښتانه داسې نه وي ،دغه تش په نوم پښتون چې دبېغيرتۍ له كبله يې خپل نوم پټ ساتلى په ((ټاټوبي))نو مي پښتو سايټ كې دكندهار په والي اسدالله خالد پسې يوه مقاله خپره كړې ده چې يوه برخه يې زه ستاسو په وړاندي كټ مټ هم هغسې ږدم : (( د لوى تاريخي مجاهد او مېړني كندهار اوسېدونكي، د دغه بې تقوا، بې تربيې، ناپوه او بې تجربې والي چي يو پنځه ويشت كلن هلك دى، له نا روا كړنو او نا سمو كارونو څخه د كندهار خلك سخت په تنګ سوي او نا قراره دي، نوموړى والي صاحب چي په اخلاقي فساد اخته دى، د خپلو څو تنو يارانو او انډيوالانو، لكه د بي بي سي راډيو سيمه ييز خبريال ميرويس افغان، د اراكوزيا اعلاناتو د تجارتي شركت مسئول او د امريكايي تابعيت خاوند نسيم جان، د ملي امنيت رئيس قيوم جان او يو شمېر نورو بې مسئوليتو كسانو چي د نوموړي پر شاوخوا را ټول دي، لكه محمدانس خان چي په څو دورو او رژيمونو كي د خپلي چاپلوسۍ او جاسوسۍ مډالونه ترلاسه كړي دي او داسي نور چي له دولتي مقامونو او شتمنيو څخه بې مسئوليته او بې درېغه استفاده كوي، په شراكت د شرابو او شبابو مجلسونه جوړوي. او د مرسل احمدزۍ او شهلا كوچۍ په څېر بد لمنو او بې حيا ښځو ته د نيمو شپو محفلونه ترتيبوي.)) زه په دې سپينا وي پسې نه ګرزم چې دكندهار په والي پسې داسې څه ليكل شوي دي خو داسپيناوى كوم چې كه ترننه كوم پښتانه داثابته كړه چې ما يوه ورځ هم په ژوند كې دكندهار ولايتي ودانۍ  ليدلې نو بيا ددغه ليكوال خبره سل په سل كې سمه ده،په ژوند كې مې يو ځل دكندهار والي اسدالله خالد ليدلى چې له قيوم خان كرزي سره يوځاى زموږ دفتر ته راغلى و ، كه دغه بېنومه اوبې غيرته ليكوال رښتيا پښتون واى نو زما بې حيايي به يې ثابته كړې واى او په پښتني عدالت كې به يې مخامخ په ګوليو ويشتلې واى ، زه له تاسو ټولو پښتنو وروڼو او په خاص ډول دټاټوبي دپښتو سايټ له چلوونكو داهيله لرم چې دغه بې ننګه ليكوال پيداكړئ او پښتني محاكمه ورسره وكړئ،زه دا نه وايم چې ده ولې  په والي پسې څه ليكلي دي دا د ده او دوالي سياسي كشاله ده خو كه پښتون واى نو به يې ديوې خوارې پښتنې پر لمن دداغ دلګولو هڅه نه كولاى  زه دا دى ښكاره اعلان كوم چې هغه پښتانه ته زماخون معاف دى چې پر ما دبې حيايۍ  ثبوت راوړي ، دټاټوبي دپښتو سايټ او ورته نورو سايټونو له چلوونكو څخه په درنښت هيله كوم چې دورته ليكنو په خپرولو كې دې دقت وكړي ، او اوس هيله لرم چې تاسو محترم زما دغه ليكنه كټ مټ نشرته وسپارئ ، زه پوهېږم چې زه يوه بې وروره خوريم پلار مې سپين ږيرى دى خو زه تل داسې فكر كوم چې ټول پښتانه مې وروڼه دي .

په پښتني مينه

 

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.