|
يو تاريخي فرصت
په
افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه ټولې نړۍ ته ښکاره شوې
او دا خبره منله شوې چې د روانې جگړې مرکز په پاکستان
کې دی. په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنې بندول
اوس د افغاني غوښتنې په ځای يوه نړيواله غوښتنه ده او
دا د افغانستان بری دی چې دې غوښتنې نړيواله بڼه غوره
کړې او دا افغانستان ته ددې امکان ورکوي چې د پاکستان
په ضد د پراخ او فعال ديپلوماتيک تېري لاره غوره کړي.
څومره چې ممکنه وي په پاکستان بايد ديپلوماتيک فشار
زيات شي. څومره چې ممکنه وي د نړۍ دولتونو، پارلمانونو
او خلکوته د پاکستان د لاسوهنو او غولونو په هکله
معلومات ور کړل شي. په دې کار کې دې افغاني پارلمان
خپله ونډه واخلي او خپل استاذې د نړۍ او په تېره بيا
اروپايي پارلمانونو ته ولېږي. پاکستان هغه امکانات له
لاسه ورکړی چې د نړۍ او په تېره بيا د غرب پاملرنه له
اصلي مسئلې بلې خوا ته واړوي. غرب په دې ښه پوه دی چې
دا د جنرال مشرف ديکتاتوري ده چې ترور او تروریستي
شبکو ته امکان ورکوي چې خپلې شبکې جوړې کړي، خپلې ليکې
پياوړې کړي، روزنه يې وشي او ورته اکمالات وشي.
پاکستان نشي کولای نړۍ ته شا وروگرځوي. پاکستان د
ايران په شان هغه امکانات او مالي توان نه لري چې د
نړۍ په وړاندې مقاومت وکړي. پاکستان په افغانستان کې
په عمل کې له غرب سره مخامخ دی. پاکستان په افغانستان
کې له ٣٧ هيوادونو سره مخامخ دی. غرب او ناټو کولای شي
پاکستان دې ته اړ کړي چې د افغانستان په هکله خپل
سياست بدل کړي. پای |
